چهارشنبه, ۲۰ ذیحجه ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۶/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نقابونه وغورځېدل: د فلسطين سپېڅلې خاورې د اشغال ۷۶ کاله
بسم الله الرحمن الرحيم
نقابونه وغورځېدل: د فلسطين سپېڅلې خاورې د اشغال ۷۶ کاله

د ۲۰۲۴م کال، د مې په ۱۴مه، اېکانومېسټ مجلې یوه مقاله کې وویل: «له دود سره سم په څراغونو د "اسرایلو" د خپلواکۍ ورځې د پیل مراسم د مې میاشتې په ۱۳مه نیټه خپاره شول. دغه مراسم پر ټلويزیون په ژوندۍ بڼه نه، بلکې په نامعمول ډول له مخکې ثبت شوي وو. حکومت وویل چې د دغه کار سبب روانه جګړه ده. خو اصلي سبب یې له لاریونوالو د سیاسیونو وېره وه چې د جګړې په مديریت کې د دوی د ناکامۍ له امله په غوسه وو او ښايي د دوی مراسم یې ګډوډ کړي وی.» 

په داسې حال کې چې یهودي دولت نن ورځ په کورني کړکېچ کې ښکېل دی؛ د تاسيس اصل یې یو داسې پیدایښت دی چې د اسلامي نړۍ زړه یې سوری کړی دی. هماغسې وينه یې تویې کړه، لکه څرنګه چې د ۱۱مې پیړۍ د صلیبی جګړو پرمهال په سپېڅلې خاوره کې تویې شوې وه. پیدایښت یې یوازې د عربو حکامو د خیانت او هغو خلکو د جبري شړلو له امله شونی و چې هلته اوسېدل. مسلمانان او عیسویان چې له پیړیو راهیسې هلته اوسیدل د صهیونیستي ترهګرو ډلو لخوا چې د «نکبه» په نوم یادیږي، وشړل شول. مسلمانان او عیسویان له خپلو کورونو څخه وشړل شول، کلي یې وسوځول شول او بې ګناه نارینه، ښځې او ماشومان یې د اشغالګرو صهیونیستانو لخوا ووژل شول، چې له اروپا څخه د دغې ځمکې د دعوې لپاره راغلي وو. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو یهودانو ته هغه ځمکې ورکړل شوې چې  په نورو خلکو پورې یې اړه درلوده. فلسطین د اشغال او ظلم ځای شو. هغه فلسطینیان چې په زور وتلو ته اړ شوي وو، هیڅکله د بیرته ستنیدو اجازه ور نه کړل شوه.

د امریکا په ملاتړ د وحشي صهیونیستي اشغال نقاب لوېدلی دی. امریکا صهیونیستانو ته ځواک ورکړ او د هغوی پر ټولو کارونو یې سترګې پټې کړې. امریکا په ملګرو ملتونو کې له خپل ویټو قدرت څخه په استفادې صهیونیستان د نړیوالې ټولنې له هرډول بندیزونو او عدالت څخه وژغورل. صهیونیستانو له ۷۶ کلونو راهیسي د ځمکو په غصبولو او د وېرې خپرولو ته دوام ورکړی دی، په سلګونو پوستې یې جوړې کړي دي او فلسطینیان هېڅ ډول ارام ژوند ته نه پرېږدي. ۷۶ کاله وروسته په اشغال شوي فلسطین کې یوازینی بدلون هغه پرمختللې ټیکنالوژي ده چې کورونه، ښوونځي، روغتونونه بمباروي او د نه ویلو وړ جنایتونه ترسره کوي، لکه ډله یيز قبرونه چې له صهیونیستي یرغل څخه څو اونۍ وروسته د روغتونونو پر ځمکه وموندل شول. اجباري بې ځایه کیدل، اجباري لوږه او د یوې فعالې ټولنې د جوړښتونو په ټولیزه توګه راپرځېدلو په غزه کې تر ټولو وحشتناک حالت رامنځ ته کړی دی. اووه میاشتې کېږي، چې زموږ د سترګو وړاندې ټول‌وژنه کېږي او دا په تیرو ۷۶ کلونو کې پر فلسطینیانو باندې شوو ظلمونو ته یو لنډه کتنه ده.

د وحشي اشغال بدرنګه او بې پردې څېرې اوس امت راویښ کړی دی. پر غزې د صهیونیستي پوځیانو مخکیني بريدونه ژر تېرېدونکې خبرې شېبې وې؛ خو دا ځل فرق کوي، دا ځل مسلمانان له خوبه راویښ شول. له مراکش څخه تر مالیزیا پورې اسلامي امت تیار دی او حرکت کوي. د غرب د دروغو ستنې ولړزېدې. مسلمانان د فلسطین د مسلې د حل لپاره له غرب څخه هیڅ هیله نه لري؛ د غرب منافقت ورته په ډاګه شوی. د امریکا او اروپایی قدرتونو په وینو لړلي لاسونه پټېدای نه شي.

د غربي استعماري بنسټونو نقابونه وغورځېدل. ملګري ملتونه، د عدالت نړیواله محکمه (ICJ) او د جرمونو نړیواله محکمه (ICC) د امریکا د ګټو په چوپړ کې دي. د ملګرو ملتونو سازمان چې په ۱۹۴۵م کې د امریکا له لوري رامنځ ته شو، د یوه بې طرفه سازمان په توګه انځور شوی چې د ټولو خلکو ساتنه او د ټولو جګړو مخه نیسي. "بیا هیڅکله نه" یې شعار و. ادعا یې کوله چې بیا به هیچا ته اجازه ورنه کړل شي چې د قوم او مذهب له امله خلک ووژني. خو دا هغه ملګري ملتونه وو چې د پردې تر شا یې د اسلامي امت د لومړۍ قبلې د لوټلو پلان جوړ کړی و. یو داسې پلان چې د عامو خلکو د احمقولو لپاره طرح شوی و چې فکر وکړي دا د وخت خبره ده او له دې وروسته به سوله راشي او مسلمانان، عیسویان او یهودیان به څنګ پر څنګ ژوند وکړي. د دې پېچلې ډرامې کرکټرونه هغه تش په نامه غربي سوله راوړونکي وو چې مخالف اړخونه به يې سره يو ځاى کول. مرسته کوونکي یې هغه مسلمان حکام وو چې د کڼو او ګونګیانو ګوډاګیانو په څیر یې د ساتونکو په توګه ودریدل؛ په خبرو کې یې یوازې هغه څه ویل چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د سکریپټ په بڼه ورکړل شوي وو.

په فلسطین کې د صهیونیستی دولتونو له لوري د نړیوالو قوانینو د سرغړونې په هکله د ملګرو ملتو څو پریکړه‌لیکونه او هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي. دوی لا هم د فلسطین پر مسلمانانو د اشغال او سخت ظلم په حل کې پاتې راغلي دي. پرځای یې، دوی په دغې سپېڅلې خاوره کې د اوسیدونکو وضعیت او حالت نور هم خراب کړی دی؛ اشغال یې اوږد کړی دی. د ملګرو ملتونو له لوري د "اسرایلو" د وحشیانه کړنو د غندلو لپاره وړاندیز شوې بې معنی پریکړه د امریکا له لوري په ویټو رد شوه. هغه چې تصویب شوي، د صهیونیستانو له لوري له کوم عاقبت پرته سرغړونه ترې شوې ده. نو د ملګرو ملتونو نقاب غورځېدلی دی او څېره یې ټوله ته ښکاره ده؛ ملګري ملتونه د امریکا له لوري د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره جوړ شوی سازمان دی.

د فلسطین مسله هیڅکله د ملګرو ملتونو په څیر کفري سازمان یا کفار چې درېشي او نېکټایې اغوستې او کاذبه موسکا یې پر خوله وي، نه شي حل کولای. هیڅ یو عاقل انسان د دې ملاتړ نه شي کولی چې د فلسطین مسله دې د حل لپاره ملګرو ملتونو ته وړاندې شي. سربېره پر دې، قرآن کریم ۱۴۰۰ کاله وړاندې موږ ته خبرداری راکړی چې دښمن مو وپېژنو او پرې ونه غولول شو. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلْكَـٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا۟ لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَـٰنًۭا مُّبِينًا» [نسأ: ۱۴۴]

ژباړه: « اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د مومنانو پر ځای له کفارو سره دوستي مه کوئ؛ ایا غواړئ چې (په دغه کار) مو د خدای پر وړاندې د ځان په ضد ښکاره دلیل پیدا کړئ!؟»

د مسلمانانو د حکامو نقابونه وغورځېدل. دوی په فلسطین کې د ټول‌وژنې د مخنیوي لپاره د مسلمانانو د پوځونو له استولو څخه ډډه کوي. اردوغان د ټول وژنې د دوام لپاره د اړتیا وړ وسلو، موادو او خوراکي توکو برابرولو ته دوام ورکړ. مصر، د ظالم دیکتاتور السیسي په مشرۍ، د رفح پوله تړلې ده. د اردن پاچا عبدالله صهیونیستانو ته د امریکا د پوځي تجهیزاتو د استولو لپاره له سعودي او متحده عربي اماراتو سره یو هوایي پل او همدارنګه یو ځمکني دهلیز برابروي. د فلسطین په شاوخوا کې د مسلمانانو حکام یوازې د صهیونیستانو مدافعین دي. دوی هغه کسان بندیان کړي او شکنجه کوي چې د ټول‌وژنې پر وړاندې یې مظاهرې کولې. د اسلامي خاورو ټول ۵۷ مشران د پوځونو له بسيج څخه د انکار له لارې په‌ټول وژنه کې ښکېل دي. دوی د صهیونیستانو د ځپلو ښه توان لري، خو د خپلو بادارانو خدمت یې غوره کړی دی؛ لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا یې چې نه وي اورېدلې.

«مَا مِنْ امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ إِلَّا خَذَلَهُ اللهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ، وَمَا مِنْ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَيُنْتَهَكُ فِيهِ مِنْ حُرْمَتِهِ إِلَّا نَصَرَهُ اللهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ نُصْرَتَهُ» [ابو داود]

ژباړه: هغه څوک چې خپل مسلمان ورور په داسې حال کې چې حرمت او عزت یې له منځه ځي، یوازې پرې‌ږدي، الله (سبحانه وتعالی) به په داسې حال کې هغه یوازې پرې‌ږدي، چې الهي نصرت ته به اړتیا لري او هغه څوک چې له خپل مسلمان ورور سره په داسې حال کې مرسته وکړي چې حرمت او عزت یې له منځه ځي، نو هغه ته به الله سبحانه وتعالی په داسې حال کې نصرت ورکړي، چې دی یې وغواړي او اړتیا ورته لري.

تر اوسنیو حکامو وړاندې، ۱۳۰۰ کاله خلافت د دغه سپېڅلې خاورې ساتنه او دفاع کوله. د عمر فاروق رضی الله تعالی عنه خلافت فلسطین فتح کړ. خلافت له صلیبیانو څخه د فلسطین د ازادولو لپاره د صلاح الدین پوځونه واستول. د عبدالحمید ثاني خلافت فلسطین د صهیونیستانو د ځمکې د غصبولو له هڅو وژغوره. د خلافت په نه شتون کې، فلسطین تر اشغال لاندې پاتې دی.

ټول نقابونه وغورځېدل. د غرب مشران او د هغوی د ژوند ناسمه بڼه افشا شوه. د دوی دولت او محکمې افشا شوې دي. د مسلمانو حکامو خیانت افشا شو. متنفذ او مشهور شخصیتونه افشا شوي دي. هغه څوک چې غلي پاتې شوي، افشا شول. موږ له دوی څخه هیڅ هيله نه شو لرلی، له دوی څخه هيله کول به له واقعیت څخه انکار وي. مخلصو مجاهدينو له الله سبحانه وتعالی سره کړې ژمنې پوره کړې. په غزه کې نارینه‌وو، ښځو، ماشومانو او نا زیږیدلو له الله سبحانه وتعالی سره خپل تړون پوره کړ. زما وروڼو او خویندو، موږ پر څه شي لګیا یو؟ ټولنیزې رسنۍ او لاریونونه باید د سمې حللارې د غوښتنې لپاره وکارول شي.

فلسطین به په دې ازاد نه شي چې یوازې تاریخ یې زده کړو. بایکاټ، مخ اړول او بندیزونه به فلسطین ازاد نه کړي. فلسطین به د خوراکي توکو په مرسته ازاد نه شي. فلسطین به هغه وخت ازاد شي چې د اسلامي پوځونو د امت زړور زامن د غدارو حکامو نافرماني وکړي، د هغوی بیرغونه مات کړي او د قدس په لور وخوځېږي. د فلسطین لپاره حللاره دا ده چې خپل مسلمان پوځونه اقصی ته واستوو. د فلسطین لپاره حللاره دا ده چې د امت زړور افسران حکام له مخې لرې کړي او د راشده خلافت د تاسیس لپاره نصرت ورکړي. هغه خلافت چې فلسطین او الاقصی به ازادوي. زموږ مکلفیت دا دی، چې د امت د ساتنې لپاره پر پوځونو غږ وکړو. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن تَنصُرُوا۟ ٱللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ] [محمد: ۷]

ژباړه: «اې مومنانو! که الله تعالی  ته نصرت ورکړئ، هغه به تاسو ته نصرت درکړي او ستاسو ګامونه به کلک کړي.»

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

مریم انصاري

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې