شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
که جبهې ته د تګ جدي تصمیم یې درلودی، د جهاد لپاره به یې بشپړ چمتووالی نیولی وی!
بسم الله الرحمن الرحيم
که جبهې ته د تګ جدي تصمیم یې درلودی، د جهاد لپاره به یې بشپړ چمتووالی نیولی وی!

 (ژباړه)

یهودي رژیم د اپرېل په لومړۍ ورځ پر ایراني ځواکونو برید وکړ او په دغه برید سره یې په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ ودانۍ په نښه کړه، چې په پایله کې یې د دغې قونسلګرۍ رئیس محمد رضا زاهدي ووژل شو. نوموړی د سپاه پاسداران د قدس ځواک یو مشر و او له نوموړي سره یو معاون او پنځه تنه نور هم ووژل شول. دغه برید د امریکا لخوا د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني تر ترور کېدو وروسته تر ټولو ستر هوایي برید و. د دغه برید ځانګړنه دا ده چې د ایران د سفارت ودانۍ یې په داسې حال کې په نښه کړه، چې د ایران بیرغ پرې راځوړند و. د نړیوالو قوانینو او اصولو له مخې دې ودانۍ د ایران د خاورې حیثیت درلود او دا پر یوه وخت د ایران او سوریې پر خاوره تېری بلل کېږي.

د دغه برید د پایلو د پېژندنې لپاره باید لږ شا ته لاړ شو او د ایران واقعیت باید وپېژنو:

دا یوه ښکاره خبره ده چې ایران له امریکا سره پټې او ښکاره اړیکې لري او د هغې پر مدار راتاوېږي. دغه اړیکې په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان، عراق، سوریه او یمن کې د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره د ایران د اوسنیو او تېرو سیاسي اقداماتو له بهیر څخه څرګندېږي او امریکا هڅه کوي چې د سیمې له دولتونو څخه د باج اخیستو او د خپل نفوذ د ساتلو لپاره باید ایران د سیمې د پولیس رول ادا کړي.

خو یهودي رژیم دا نه خوښوي چې په سیمه کې دې یو سیمه‌ییز او په ځانګړي ډول اټومي قدرت موجود وي. په همدغه دلیل ایران او د ایران اټومي راکټورونو ته تل ګواښونه کوي؛ خو د امریکا له اجازې او ملاتړ پرته دغه ډول کار نه شي کولی. پر دې سربېره بیا هم اسرایل د ایران په زړه کې یو شمېر اقدامات کوي؛ لکه چاودنې، د اټومي برخې د پوهانو په نښه کول او په سوریه کې "د ایران د ډېری نظامي اډو" ویشتل.

خو د طوفان الاقصی عملیاتو تر پیل کېدو وروسته، په غزه کې تیاره تونلونو ته د یهودي رژیم د ملېشو تر دننه کېدو او د جګړې په درېدو کې د خپلې ناوتوانۍ له ښودلو وروسته، که څه هم د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو په حق کې یې جنایتونه ترسره کړل او سره له دې چې ودانۍ او روغتونونه یې بمبار کړل، خو بیا هم د نتانیاهو په مشرۍ د همدغه مسخه شوي او کمزوري رژیم جنایتکار لومړی وزیر هڅه کوي، چې د دې جګړې لمن پراخه کړي او عامه افکار په بل لوري بوځي، ترڅو خپل شهرت او حیثیت خوندي کړي. هغه پوهېږي چې که داسې وکړي، امریکا به هېڅکله بې اقدامه پاتې نه شي.

له بلې خوا امریکا لېواله نه وه، چې د جګړې لمن پراخه شي او د چارو واګې یې دې له لاسه ووځي. همدارنګه له ایران سره د جګړې د نه پراختیا په برخه کې همغږې ده، چې ناوړه پایلې به ولري او په دې اړه یوه امریکایي شنونکي د ۲۰۲۴م کال د اپرېل پر ۱۱مه ټینګار وکړ او ویې ویل: «امریکا په دې تمه ده چې ایران پر اسرایلو برید وکړي، خو دومره لوی برید نه، چې واشتنګټن په جګړه کې مداخلې ته مجبور کړي.» په ورته وخت کې د ایران ولسمشر حسین امیر عبداللهیان د همدې میاشتې پر ۱۷مه د عمان له پلازمېنې څخه یو سیمه‌ییز سفر پیل کړ، چې وروسته دمشق ته ولاړ او له هغه ځایه بیا د لبنان پلازمېنې بیروت ته روان شو.

له دغو لیدنو څخه څرګندېږي چې ایران د یو شمېر پیغامونو د لېږد هڅه کوي. لکه څنګه چې عمان هېواد د امریکا او ایران تر منځ په منځګړیتوب مشهور دی؛ لبنان او سوریه او داسې نور مثالونه هم شته دي لکه عراق چې د ایران اړوند وسله‌وال وسایل لري. د دې معنا دا ده چې ایران د داسې لویو بریدونو نیت نه لري، چې هغه دې د یهودو د مخنیوي او د جګړې د پراخوالي لامل شي.

ایران یوازې په رسنیو کې د ګواښ او شورماشور جوړولو هڅه کوي او دا هغه څه دي چې ایراني لیکوال آرش عزیزي یوې عربي خبري شبکې ته څرګند کړل: «ایران باید له یوه حقیقت سره تعامل وکړي او هغه دا چې دغه هېواد د اسرایلو د مخنیوي وړتیا له لاسه ورکړې او تر فشار لاندې دی، نو ځکه غبرګون ښيي. همدارنګه پر دغه هېواد لازمه ده چې له یوه بل حقیقت سره هم مخ شي او هغه دا چې له اسرایلو سره له پراخ ټکر څخه باید ډډه وکړي، ځکه دغه کار به ورته سخت تمام شي.»

دا هغه څه دي چې د ایران د انقلاب د مشر سلاکار، مرستیال او سرلښکر یحیی رحیم صفوي د ایران پر قونسلګرۍ تر برید وروسته د محمد رضا زاهدي د وژل کېدو د اوومې ورځې د یاد غونډې په مراسمو کې پرې ټیګار وکړ او ویې ویل: «اسرایل د ایران له غبرګون څخه په وېره کې دي او له همدې امله په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ پر برید پېښمانه شوي دي» هغه زیاته کړه: «دغه رواني، سیاسي او رسنیزه جګړه د صهیونستانو لپاره تر نظامي جګړې ډېره خطرناکه وه او د دې لامل شوه چې یو شمېر صهیونستان وتېښتي او یو شمېر نور هره شپه پټنځایونو ته پناه یوسي.»

خو د امریکا په اړه باید ووایو، چې دغه هېواد د ایران د دولت په دغو ویناوو او څرګندونو سره غواړي، چې د یهودو پر رژیم او نتانیاهو فشار راوړي، ترڅو د دوی حل‌لارې ومني. د «جاده ایران» په نوم وېبپاڼې له یوه باخبره ډیپلوماټ څخه د نوم نه ښودلو په شرط نقل کړی دی: «ایران امریکا ته دا پیغام ورکړ، چې دوی به په غزه کې د اوربند د ټینګېدو لپاره په دمشق کې د دوی پر قونسلګرۍ د هوایي برید له غبرګون څخه ډډه وکړي»؛ دا همغه څه دي چې امریکا غواړي، ترڅو یهودیان پرې قانع کړي.

د ایران رژیم د شنبې په شپه په سلګونو ډرون الوتکو سره د یهودو پر رژیم برید وکړ. د یهودو رژیم اعلان وکړ چې ۹۹سلنه بریدونه یې شنډ کړي دي. امریکا او یهودو له وړاندې له دې لوبې څخه خبر وو. ایران تر دغه برید وروسته د یهودي رژیم له غبرګون څخه ډار شوی دی. ایران په دغو شرمناکو بریدونو سره خپل حیثیت خوندي کړ!

لنډه دا چې: د اسلامي خاورو په حاکمو نظامونو کې داسې نظام نشته چې د رهبرانو او زړورو خلکو په څېر دې اقدامات وکړي. په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید تر دوو اونیو ډېره موده کېږي، خو موږ د ایراني رژیم له شرمناک لفظي غبرګون پرته بل هېڅ وانه ورېدل. که ایران اسرایلو ته په خپل غبرګون کې جدي وای، نو د خپلو وژل شویو کسانو د جسدونو تر پورته کولو وړاندې به یې دغه ډول عمل ترسره کړی وی او یو ناڅاپي او ځواکمن برید به یې کړی وی. نو له همدې امله دغه ډول مسایل په ډیپلوماسۍ او کمزوري غبرګون سره نه حل کېږي، په ځانګړي ډول د هغه ډارن دښمن پر وړاندې چې د خپل ډار او متقابلې ماتې په سبب تېری کوونکی او متکبر شوی دی. یو شاعر وایي: «هغه خلک چې معمولا د بوتانو عبادت کوي، دغه عمل یې د خپل جهالت له امله دی، نه د بوتانو د عظمت له امله.»

اې مسلمانانو او د اسلامي امت پوځیانو! اوسنی عصر چې د لاسپوڅو او خاینو حکامو د حاکمیت عصر دی، اصلي واقعیت دا دی چې د دوی تر واکمنۍ لاندې ستاسو لپاره هېڅ امن نشته دی. هغوی له تاسو څخه دفاع نه شي کولی او د کمزورو ماشومانو او ښځو چیغو او نارو ته لبیک نه شي ویلی. هغوی تر دې ډېر ډارن دي، چې دغه ډول مېړانه دې وښيي او تاسو د دغه امت بچیان او اتلان یاست!

تاسو یوازې هغه مهال د امت له اوږو څخه ذلت او خواري لرې کولی شئ، چې اوسني حکام نسکور او پر تاسو تپل شوي اشغالګر سیاسي نظامونه له منځه یوسئ، د الله سبحانه وتعالی شریعت حاکم کړئ او د غزې او نورو اسلامي خاورو کمزورو مسلمانانو ته نصرت ورکړئ. د دغه کار وړتیا یوازې تاسو لرئ. له شک پرته تاسو باید پوه شئ، کومه ارامي چې امریکا غوښتنه کوي، د غزې د خلکو د پاکو او ویاړلو وینو په سبب نه، بلکې ستاسو له تحرکت څخه د وېرې له امله ده. امریکا په دې ښه پوهېږي چې له تاسو سره مبارزه نه شي کولی؛ نو د الله سبحانه وتعالی امر پر ځای کړئ:

﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ﴾ [هود: 113]

ژباړه: «د ظالمانو خواته مه نږدې کېږئ، هسې نه چې اور ستاسو لمنې ته هم در ورسېږي او له الله (سبحانه وتعالی) څخه د ژغورنې لپاره به هېڅ دوست پیدا کړ نه کړئ او له هېڅ ځای څخه به له تاسو سره مرسته ونشي.»

الرایه جریده: ۴۹۱ګڼه

لیکوال: استاد أحمد الطائی – ولایه عراق

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې