پنجشنبه, ۲۶ ربیع الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۰/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
له ملي پولې تر سیمه‌ییزو شخړو؛ په اسلامي خاورو کې د کړکېچ ریښه!

(ژباړه)

د هغو ډېرېدونکو شخړو په سیوري کې چې اسلامي خاورې د خپلمنځۍ ويجاړوونکې جګړې خوا ته بیایي، د ایران (ایرنا) خبري اژانس د ۲۰۲۶م کال د سپټمبر پر ۱۷مه راپور ورکړ چې «د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل ترکي سیال هاکان فیدان او د پاکستان د پوځ له قومندان فیلډ مارشال عاصم منیر سره په بېلابېلو ټليفوني اړیکو کې د سیمې د وروستیو پرمختګونو او د دوه اړخیزې پاملرنې وړ موضوعاتو په اړه خبرې اترې کړې دي.»

د دريو پیاوړو اسلامي خاورو ترمنځ دا اړیکې وروسته له هغه ټینګې شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر پر ۱۶مه په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل: «پاکستان د حوثي وسله والو لخوا هغه شرموونکی ډورن برید په کلکو ټکو غندي چې د مکې مکرمې ښار پکې په نښه شو.»

حوثیان، چې په یمن کې یې د ایران لخوا ملاتړ کېږي، ادعا کوي چې د دوی موخې د مکې په ولایت کې دننه پوځي تاسیسات وو. د ډیپلوماتیکو ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله، دغه هر هېواد هڅه کوي چې په ټولنیزو شبکو کې د رسنیزې جګړې له لارې د مسلمانانو ملاتړ خپل لوري ته جلب کړي؛ داسې جګړه چې محور یې د کعبې شریفې د حرمت، د مکې د سلطنتي ساعت برج او په طایف کې د ملک فهد هوایي اډې غوندې موضوعات دي.

په دې توګه، اوسنۍ ترینګلتیاوې د یوې ویجاړوونکې سیمه‌ییزې جګړې خوا ته پرمخ روانې دي؛ داسې جګړه چې اسلامي خاورې به پکې د یو او بل پر وړاندې ودرېږي او کېدای شي میاشتې، یا کلونه دوام وکړي. ترڅو چې ملي‌پال تفکر پر اوسني حالت واکمن وي، دغو کړکېچونو ته د تلپاتې حل موندل ناشوني دي؛ ځکه هر هېواد سیمې ته یوازې د خپلو محدودو ملي ګټو له زاویې ګوري. د ملي پولو دننه هرڅه د «وطن» د دفاع په معیار تلي او له پولو بهر هم مسایل د خپل ملي دولت د ستراتیژیک عمق پر بنسټ څاري. د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره یا نیابتي ځواکونه کاروي او یا له نورو لارو چارو کار اخلي.

ملي پالنه (قومیت/نېشنلیزم) نه شي کولی چې د مسلمانانو ترمنځ سوله او ارامي ټینګه کړي؛ لکه څنګه چې د تېرې یوې پېړۍ تجربې دا حقیقت په روښانه توګه ښودلی دی. دغه تفکر په ځلونو مسلمانان له یو او بل سره جکړو او نښتو ته کش کړي، چې له دغو بېلګو څخه یې د خلیج لومړۍ جګړه، د خلیج دویمه جګړه او د سعودي عربستان او یمن ترمنځ نښتې یادولی شو. له دې ټولو سره سره، هر هېواد پر همدغه ویجاړوونکي ملي‌پال تفکر منګولې خښې کړې؛ ځکه لسيزې کېږي چې پر همدغه اساس یې عمل کړی، تر دې چې اوس د یوه ثابت او نه بدلېدونکي واقعیت په توګه  یادېږي.

اې مسلمانانو! د ملي‌پالنې په سیوري کې زموږ دولتونه نن ورځ په دوامدارو شخړو کې ښکېل دي؛ لکه څنګه چې په یثرب کې د اوس او خزرج دوې قبیلې د قبیله‌وي تعصبونو په فضا کې تل له یو بل سره په نښته کې وې. یوازې اسلام دی چې کولای شي موږ د کافرانو پر وړاندې په یوه واحد صف بدل کړي؛ لکه څنګه چې یې اوس او خزرج له یو بل سره متحد کړل. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«هَذَا كِتَابٌ مِنْ مُحَمَّدٍ النَّبِيِّ ﷺ بَيْنَ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُؤْمِنِينَ مِنْ قُرَيْشٍ وَيَثْرِبَ وَمَنْ تَبِعَهُمْ فَلَحِقَ بِهِمْ وَجَاهَدَ مَعَهُمْ، أَنَّهُمْ أُمَّةٌ وَاحِدَةٌ مِنْ دُونِ النَّاسِ». (رواه البيهقي في السنن الكبرى)

ژباړه: دا یو لیک دی د محمد نبي صلی الله علیه وسلم له لوري، د قریشو او یثرب د مسلمانانو او مؤمنانو او د هغو کسانو ترمنځ چې د دوی پیروي یې وکړه، له دوی سره یوځای شول او ترڅنګ یې جهاد وکړ؛ یقیناً چې دوی د نورو خلکو په پرتله یو امت دي.

اوس او خزرج ژبني او قبیله‌وي تعصبونه یوې خوا ته کړل او یو واحد حاکمیت یې ومانه چې پر ټولو مسلمانانو یې د اسلام پر بنسټ حکومت کاوه او په دې توګه یثرب په مدینه منوره بدل شو. له هغه وروسته، مسلمانان د خپلو حقیقي دښمنانو پر وړاندې د یوه واحد قدرت په توګه ودرېدل؛ له یهودو نیولې، تر عرب مشرکانو، فارسیانو او د روم تر مسیحیانو پورې.

اې مسلمانانو! موږ نن د بلېدونکي اور د ژورې کندې پر غاړه ولاړ یو او د اسلام د دین پر بنسټ له یووالي پرته بله حل‌لاره نه لرو. په داسې حال کې چې د یوې ويجاړوونکې جګړې خطر مو ګواښي، باید د ملي‌پالنې او د هغې د ټولو ناوړه پایلو د له منځه وړلو غوښتنه وکړو؛ هغه پولې چې مسلمانان یې له یو او بل څخه بېل کړي، تیت‌پرک پوځونه او بې شمېره بیت المالونه یې رامنځته کړي دي. همدارنګه باید د راشده خلافت دولت د تاسیس لپاره هڅې وکړو؛ هغه خلافت چې شته ټولې اسلامي خاورې د یوه واحد دولت په اډانه کې راټولې کړي.

همدا خلافت دی چې مسلمانان به د هغو یهودیانو پر وړاندې چې فلسطین یې غصب کړی، د هندو دولت د مشرکانو او د امريکايي صليبيانو پر وړاندې، چې لسیزې کېږي مسلمانان ځوروي، په یوه واحد او نه ماتېدونکي قدرت بدل کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَاناً وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ﴾ [آل عمران: ۱۰۳]

ژباړه: او ټول د الله په رسۍ پورې ټینګې منګولې ولګوئ او مه خپرېږئ او پر ځان د الله نعمت یاد کړئ؛ هغه وخت چې تاسو د یو او بل دښمنان وئ او هغه ستاسو د زړونو ترمنځ محبت پیدا کړ، نو د هغه د نعمت په برکت سره وروڼه شوئ او تاسو د اور د يوې ژورې کندې پر غاړه وئ او هغه تاسو ترې وژغورلئ. الله دغه شان خپلې نښې درته روښانه کوي، ترڅو سمه لاره ومومئ.

 

لیکوال: مصعب «عمیر»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې