(ژباړه)
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله معاذ بن جبل او ابو موسی اشعري رضی الله عنهما یمن ته د دعوت لپاره لېږل، داسې لارښوونې یې ورته وکړې:
«وبَشِّرَا ولَا تُنَفِّرَا»؛ زېري ورکوونکي اوسئ، نه بېزارونکي.
دا هغه غوره لاره ده، چې الله سبحانه وتعالی یې خپل رسول ته دستور ورکړی:
﴿فبشِّرْ عِبَادِ﴾؛ زما بنده ګانو ته زېری ورکړه. ﴿وَبَشِّرِ الصَّابِرِين﴾؛ صبر کوونکو ته زېری ورکړه. ﴿وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ﴾؛ نېکانو ته زېری ورکړه!...
دغه راز په ډېرو نورو ایاتونو کې هم الله سبحانه وتعالی همداسې امر کړی دی. نو موږ ته د مسلمانانو او دعوت کوونکو په توګه لازمه ده، چې د دې لارې پیروي وکړو، ځان او نورو ته زېري ورکوونکي شو.
موږ مسلمانان سره له دې چې اوسمهال له بې شمېره ازموینو، دسیسو، زیانونو او ګواښونو سره مخ یو، د زېري غږ پورته کولو ته ډېره اړتیا لرو. په ځانګړې توګه په رجب میاشت کې، هغه میاشت چې د خلافت دولت د له منځه تلو دردونکې خاطره پکې رامنځته شوې وه. دغه راز ۹۹ کاله کېږي، چې دا ورځ تکرارېږي.
نو اوس تاسو ته ستاسو د عزت، بریا او حاکمیت زېری درکوم...! تاسو له یوې اوږدې تیاره شپې وروسته د روڼ سهار په زېري نازوم...! همدارنګه تاسو ته د سرپرستۍ او رهبرۍ زېری درکوم...!
ډېری به د دغو زېریو په اړه حیران شي او پوښتنه به وکړي: کوم دي دا ښه خبرونه او زېري، په داسې حال کې چې موږ په ذلت کې یو؟ کوم دي دا ښه زېري، په داسې حال کې چې اسلامي خاورې تر ښکېلاک لاندې دي او د جوړېدو پر ځای، د ورانېدو پر لور روانې دي؟! کوم دي دا ښه خبرونه، په داسې حال کې چې فساد د پراخېدو په حال کې دی، عام شوی او د الله سبحانه وتعالی احکام هره ورځ او هر ساعت تر پښو لاندې کېږي؟! ایا خبرونه نه ګورې؟ د یهودو له خوا د مسجدالاقصی توهین نه وینې؟! ایا هغه څه چې د حجاز په مکه او مدینه کې ترسره شول، و دې نه لیدل؟! ایا هغه کسان چې له یهودو سره اړیکې عادي کوي او له الله سبحانه وتعالی څخه هم نه شرمېږي، ته یې نه وینې؟! هم پخوا پر مسلمانانو ظلم کېده او هم اوس کېږي، جګړه ورسره کېږي او تر څار لاندې دي. د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم دښمنان په سوریه، یمن، کشمیر، میانمار، هند او یا هم په عراق کې مسلمانان وژني او سوځوي یې. دا هغه څه دي، چې یوازې دوی یې د مسلمانانو پر وړاندې تر سره کوي. هر څوک چې لا اله الا الله وایي، ترهګر او مجرم ګڼل کېږي. خو د خدای لپاره، کوم دي ښه خبرونه او زېري؟!
زه دا ټول وینم او تر ټولو ښه پرې پوهېږم او له دې ټولو سره ژوند کوم؛ خو هر کله چې د الله سبحانه وتعالی دا کلام لولم، تاسو ته زېری درکوم:
﴿وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنكُم وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَيَستَخلِفَنَّهُم فِي ٱلأَرضِ كَمَا ٱستَخلَفَ ٱلَّذِينَ مِن قَبلِهِم وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُم دِينَهُمُ ٱلَّذِي ٱرتَضَىٰ لَهُم وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعدِ خَوفِهِم أَمنٗاۚ يَعبُدُونَنِي لَا يُشرِكُونَ بِي شَئٗاۚ وَمَن كَفَرَ بَعدَ ذَٰلِكَ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلفَٰسِقُونَ﴾
[نور: ۵۵]
ژباړه: الله سبحانه وتعالی له هغو کسانو سره، چې اېمان یې راوړی او ښه عملونه کوي، ژمنه کړې چې د ځمکې پر مخ به یې د تېر په څېر خلیفه ګان کړي. الله سبحانه وتعالی به د هغوی لپاره هغه دین په قوي بنسټونو ودروي چې ورته خوښ کړی یې دی. دوی ته به اوسنی د وېرې حالت په امن بدل کړي. هغوی دې زما بنده ګي کوي او کوم څه دې نه راسره شریکوي. هغه څوک چې له دې وروسته کفر غوره کوي، فاسقان دي.
څنګه چې پر الله تعالی باور لرم، پر ژمنو یې هم باوري یم او دا باور هم لرم، چې خلافت به تاسیس کېږي. زېری ورکوم او هغه کسان هم وینم، چې د الله سبحانه وتعالی د همدې ژمنې د پوره کېدو لپاره شپې او ورځې شمېري؛ خلک نېکۍ ته رابولي او له بدۍ یې منع کوي. دغه راز د حق په لاره کې له هېڅ شي نه وېرېږي. د نبوت پر تګلاره د راشده ثاني خلافت د تاسیس او د اسلام د راګرځولو لپاره کار کوي. د دغو دعوت لېږدونکو په سر کې امیر او جلیل القدر عالم شیخ عطاء بن خلیل ابو رشته دی. کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث لولم، نو زېری درکوم:
«إِنَّ اللَّهَ زَوَى لِي الْأَرْضَ فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا، وَإِنَّ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مُلْكُهَا مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا»
ژباړه: الله سبحانه وتعالی ځمکه تر دې کچې راټوله کړه، چې ختیځ او لوېديځ مې یې ولیدل او له شک پرته چې زما پاچاهي به د ځمکې تر ختیځ او لودیځ پورې ورسېږي.
زه پر دې پوهېږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل نفسه کومه خبره نه کوي او پر دې هم باوري یم، چې اسلامي امت به د نړۍ پر سر پاچاهي کوي. ځکه زېری درکوم چې د خلافت د تاسیس لپاره غږ پورته شوی او په خلافت سره د الله سبحانه وتعالی د شریعت پلي کېدل غواړي.
له غمونو او دردونو سره سره بیا هم زېری درکوم. سره له دې چې د حکامو او د هغوی د همکارانو له خوا د دعوت د لېږدونکو نیول کېدل او وهل ډبول وینم، خو بیا هم زېری درکوم! دا هرڅه د رسنیو درواغ دي. پر حق هېڅکله باطل نه دي بریالي شوي. باطل له حقه وېرېږي او د حق پر وړاندې له ماتې سره مخ کېږي!
کله چې وینم د پانګوالۍ نظام د له منځه تلو په حال کې دی، خپله لاره یې ورکه کړې، لکه څنګه چې سوسیالیستي نظام ورسره مخ شوی و؛ نو زېری درکوم. له اقتصادي بحران وروسته اوس په کورونایي بحران کې ژوند کوو؛ هغه بحران چې د پانګوالۍ نظام یې بېوسه کړ. د انساني اړتیاوو تر ټولو کوچنۍ یې هم نه شي پوره کولی. هغه څېره یې ټولو ته ښکاره کړه، چې پر بشر یې ظلم کاوه او حرص یې درلود.
دغه زېری هم درکوم، چې غرب د سیاسي اسلام له مفکورې او حاکمیت ته یې له رسېدو وېره لري. دا حالت یې احساسوم! دغه راز له اصلي موخې څخه د دې مفکورې د منحرفولو لپاره په پلانونو، دسیسو او څېړنو میلیاردونه پانګه لګوي. مخکې مې هم وویل، زه په دې پوهېږم چې اوسمهال په ناوړه حالت کې یو. ځکه جګړې انسان، ډبرو او ونو ته زیان رسولی دی. ټول له سخت ژوند سره مخ دي او فتنې انسانان داسې له منځه وړي، لکه اور چې وچ لرګي سوځوي. همدارنګه په دې هم پوهېږم، چې حکومتونه کمزوري شوي دي.
ایا اسلامي امت پخوا داسې بحرانونه او سختې ورځې نه دي تېرې کړې، لکه اوسمهال چې ژوند پکې کوي؟ پر بغداد د تاتاریانو برید او په بې رحمه او وحشیانه توګه د هغوی وژل او ایا په ۴۰ ورځو کې یې یو میلیون بې ګناه مسلمانان ونه ژول؛ ایا دا ملا ماتوونکی ناورین نه دی؟ له دې مخکې د صلیبیانو له خوا د بیت المقدس نیول کېدل او په مسجدالاقصی کې ۷۱ کسان ووژل شول! قسم په الله سبحانه وتعالی چې دا ډېرې وحشتناکې صحنې وې، خو له دې ټولو سره سره، بالاخره څوک بریالي شول؟ ځواب یې د حطین او عین جالوت په جګړو کې دی.
ایا الله سبحانه وتعالی نه دي فرمایلي:
﴿فَإِنَّ مَعَ ٱلعُسرِ يُسرًا﴾ او ﴿إِنَّ مَعَ ٱلعُسرِ يُسرٗا﴾
ژباړه: له سختۍ سره ارامتیا ده. ضرور له سختۍ سره ارامي ده!
نو هېڅکله یوه سختي پر دوو ارامتیاوو نه برلاسې کېږي. هر کله چې غم شدید، سختي او تیارې زیاتې شي، په همداسې وخت کې لمر راپورته کېږي. هغه میندې چې پرله پسې یې د شنډولو هڅې کېږي، خو بیا هم د صلاح الدین او قطز په شان بچیان زېږوي او لا هم نه دي شنډې شوې. نو باید د تیارې د اوږدېدو له کبله ناهیلي نه شو او نه هم د هغو چیغو د ځواب نه مندلو ته ناهیلي شو، چې د مرستې لپاره یې وهي...
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا، چې فرمایلي یې دي، تاسو ته زېری درکوم:
«بَشِّرْ هَذِهِ الْأُمَّةَ بِالسَّنَاءِ وَالرِّفْعَةِ وَالدِّينِ وَالنَّصْرِ وَالتَّمْكِينِ فِي الْأَرْضِ»
ژباړه: دغه امت ته د ځمکې پر مخ د دین د مقام لوړوالی، بریا او حاکمیت زېری ورکړه!
خو دلته یو ټکی شته چې باید تمرکز پرې وکړو: دا زېری یوازې د هغو کسانو لپاره دی، چې د خپل امت لپاره نېک او مخلص انسان دی. هغه څوک چې د امت لپاره سروري او سرلوړي غواړي، نه سر ټیټي! دا زېری د هغو کسانو لپاره دی، چې د الله سبحانه وتعالی لپاره مطیع بنده ګان دي او د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره یې قدمونه اخیستي دي. دا زېری یوازې د هغو کسانو لپاره دی، چې پوهېږي د ځمکې پر مخ د الله سبحانه وتعالی له حاکمیت پرته ژوند ناشونی دی. پر دې باور لري چې واقعي ژوند د اخرت دی.
له شک پرته چې دا زېری د هغه کس لپاره په حقیقت بدلېږي، چې د مصطفی سیرت راژوندی کوي او د هغه پر لاره روانېږي. دغه راز د هغه شریعت پیروي کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړی دی... په داسې حال کې به له اسلامي امت سره د کایناتو سردار مرسته وکړي او دا کار الله سبحانه وتعالی ته سخت نه دی. ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِن تَنصُرُواْ ٱللَّهَ يَنصُركُم وَيُثَبِّت أَقدَامَكُمۡ وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فَتَعسٗا لَّهُم وَأَضَلَّ أَعمَٰلَهُمۡ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُم كَرِهُواْ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأَحبَطَ أَعمَٰلَهُمۡ أَفَلَم يَسِيرُواْ فِي ٱلأَرضِ فَيَنظُرُواْ كَيفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبلِهِم دَمَّرَ ٱللَّهُ عَلَيهِم وَلِلكَٰفِرِينَ أَمثَٰلُهَاۡ ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ مَولَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَأَنَّ ٱلكَٰفِرِينَ لَا مَولَىٰ لَهُم﴾
[محمد:۷-۱۱]
ژباړه: اې مومنانو! که تاسو د الله تعالی له دین سره مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسو سره مرسته وکړي او قدمونه به مو ټینګ کړي. هغه کسان پاتې شول، چې کافران شوي، د هغوی لپاره هلاکت دی او الله تعالی د هغوی عملونه ضایع کړي دي. ځکه هغوی د الله تعالی قران بد وګاڼه، نو له همدې امله الله تعالی د هغوی اعمال بې ګټې کړل. ایا دوی پر ځمکه نه ګرځېدل او د هغو کسانو عاقبت یې نه دی لیدل، چې پخوا الله سبحانه وتعالی تباه کړل؟ د دوی لپاره هم همداسې تباهي ښه ده. د مومنانو ملاتړی او مرسته کوونکی الله سبحانه وتعالی دی، خو د کافرانو ملاتړی او مرستندوی نشته.
لیکوال: مسلمه الشامي (ام صهیب)
ژباړن: حبیب الله