دوشنبه, ۲۷ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د یهودو او نصاراوو د طریقې د پیروانو بدګویي

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ شِبْرًا بِشِبْرٍ وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ حَتَّى لَوْ دَخَلُوا فِي جُحْرِ ضَبٍّ لَاتَّبَعْتُمُوهُمْ قُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ آلْيَهُودَ وَالنَّصَارَى قَالَ فَمَنْ؟»

                                                                                              (رواه مسلم)                                                                                  

ژباړه: له ابو سعید خدري رضی الله عنه نه روایت دی، چې ویې ویل رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرماال: تاسو (مسلمانان) به د تېرو ملتونو د اخلاقو، کړنو او کارونو وجب په وجب او زراع په زراع پیروي وکړئ، آن که هغوی د کربوړي خورا تنګ غار ته ننوځي، تاسې به هم بې له ځنډ ه پسې ورشئ. و مې ویل: اې د الله رسوله! له پخوانیو امتونو نه دې موخه یهود او نصاری دي؟ ویې فرمایل: نو موخه به مې څوک وي؟

د حدیث شرحه:

 په دغه بحث کې موخه، په ځینو ګناهونو کې د مسلمانانو موافقت دی، نه په کفر کې او دا موضوع زموږ د ټولنې له نننیو محسوسو کارونو سره اړوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښکاره معجزه ده لکه: د کفارو له طریقو څخه د مسلمانانو پیروي، د بېلګې په ډول: په عقایدو، عباداتو، عاداتو او جشنونو کې د دوی مشابهت؛ بلکې له دغو څخه ډېر خطرناک دا چې ځینې مسلمانان غلو او افراط کوي آن د نصاری په پرګرامونو او د مقدساتو په مجلسونو کې مثلا: د میلاد، کرسمس او نورو جشنونو کې ګډون کوي، آن لیدل کېږي، چې ځینې مسلمانان د نصرانیت د لارو په رامنځته کولو مثلا د کرسمس جشن کې سبقت او سیالي لري، په داسې حال کې چې په هغه مجلسونو کې فسق او فجور لکه زنا او شراب ډېر وي او همدارنګه په هغو شپو کې د مسلمانانو اسمان هم د اور لوبې له لاسه روښانه وي او شپې ورسره رڼوي.

مسلمانانو وروڼو!

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په طریقه له روژې نیولو منعه کوي، نو څنګه لازمه ده چې په فجورو کې یې پیروي وکړو...؟ خبر اوسئ د الله تعالی لعنت پر هغه مسلمانو حکامو دی، چې امت یې له دغه سقوط او ذلت سره مخ کړی دی. مسلمانانو وروڼو! راځئ یو بل ته لاسونو سره ورکړو او امت د دغو چټلو حکامو او کبرجنو ملاء څخه وژغورو او هغه ځای ته یې ورسوو، چې الله تعالی خوښ کړی دی ( بهترین امت چې د امت د اصلاح لپاره غوره شوي یو) چې په هغه وخت کې هیله دا ده، چې یهود او نصاری به زموږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لارې پیروي وکړي.

اې الله تعالی! دغه وخت را لنډ او محقق کړه او موږ مسلمانانو ته همت را په برخه کړه.

والسلام علی من اتبع الهدی   

د مطلب ادامه...

له بې عدالتۍ څخه د عدالت هيله

خبر:

یوې احتسابي محکمې، پخواني ګوښه شوي لومړي وزير نواز شریف د العزیزه اوسپنې ویلې کولو فابریکه کې د فساد له امله په ۷ کاله بند محکوم کړ او د فلګشیپ پانګونې په برخه کې یې ورته بر‌ایت ورکړ. (سرچینه: داون)

تبصره:

د محکمې دې پرېکړې، د خلکو ډول ډول غبرګونونه را وپارول، چې د دوی په نظر څرنګه په ملي حساب ورکونې دفتر باندې باور وکړل شي. ځینو وویل، چې دا د سیاست په ډګر کې د نواز شریف د فساد یو جراحي عملیات و، ځینو نورو بیا په دې تمه وو چې ټول مفسدین غله به عدالت ته را کش کول کیږي. د حساب ورکونې ملي دفتر (NAB) بنسټ په ۱۹۹۹ کې کېښودل شو، چې د وېرولو لپاره د یو سمبول په بڼه وپېژندل شو، نه د عدالت لپاره. کله چې د حساب ورکونې ملي دفتر ته یوه قضیه ولېږل شي، مخکې له مخکې باید دا په پام کې ونیول شي، چې قضیه شکمنه اعلانوي او د حل وفصل تمه باید ترې ونه شي. د دغه دفتر په اړه داسې څېړنې شته، چې د کلونو راهیسې ځنډولې شوې. دغې ځنډونې یو لړ بدګومانۍ را پیدا کړې. په دې وروستیو کې د هغه بندي مړینې چې د حساب ورکونې ملي دفتر په حبس کې  زولنې په لاس مړ شو، د ډېری خلکو غبرګونونه را وپارول، دغه بندي روغتیایي مرستې ته اړتیا درلوده، د هغه استاد په زولنو تړلی مړی، چې د عدالت حاصلونو مخکې په حق ورسېد، زموږ پر وجدان یو لوی ګذار دی او د دغه جنایت ټپ به د هغوی پر کورنۍ کې د تل لپاره پاتې وي.

نوازشریف په لومړي ځل په ۱۹۹۰م کې د پاکستان د لومړي وزیر په حیث وټاکل شو، له هغه وروسته درې ځله په خپله څوکۍ پاتې شو. په پاکستان کې حاکم قانون نوازشریف ته فرصت ورکړ، چې د وروستیو تورونو په اړه خپل نظر څرګند کړي. نوازشریف، چې زامن یې له هېواده بهر اوسي او د راتلو هیڅ شونتیا یې هم نه لیدل کيږي، له یو سخت حالت سره مخ دی، نه یوازې دی، بلکې د ګوند یې هم له دغه حالته اغېزمن شوی. که دغه حالت ته ژوره کتنه وکړو، موږ ته به د عدلي نظام، غیر روڼوالی را څرګند شي. که موږ د مشهورو مجرمانو د بدنامۍ او د هغوی د رسینیزې محاکمې شاهدان وو، نه یوازې چې موږ به هیڅکله، ملي غلاشوې دارایۍ تر لاسه نه کړو، بلکې هیڅکله به هغو مجرمانو ته سزا ورنه کړل شي، چې د خلکو عزت او وقار یې پلورلی.

له بل لوري اسلام په ښه څرګنده توګه عدالت او عدلي نظام تعریف کړی. دا نظام په بشپړه د کارونې وړ دی، چې هیڅکله د شخصي ګټو لپاره نشي کارېدلی. د NAB په څېر بسنټونه هیڅکله د نوازشریف او علي زرداري په شان مجرمان عدالت ته نه شي را کشکولی. د دوی لوی جرم دا دی، چې د الله سبحانه وتعالی قانون یې تر پښو لاندې کړی، د ده د جرم سزا باید د هغه د خپل قانون له لوري وټاکل شي. د شریعت له مخې محکمة المظالم  فساد په ګوته کوي، چې هغه قاضي یې مشري کوي، چې بشپړ قضایي توان لري او کولی شي چې دولتي کسان، حتی د حکومت مشرتابه، محاکمه او له دندې ګوښه کړی. عدالت د بدل اخستلو په معنی نه دی، بلکې د خلکو د چارو د سمبالولو په وخت کې د برابرۍ د رامنځته کولو یوه لاره ده. دا نه یوازې ټولنې ته مساوات را وړي، بلکې پر دولت د خلکو باور هم زیاتوي.

﴿إَنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا﴾ [نسا:۵۸]

ژباړه: مسلمانانو! الله (سبحانه وتعالی) تاسې ته حکم کوي، چې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ. کله چې د خلکو په منځ کې فیصله کوئ، نو په عدالت سره یې وکړئ، الله (سبحانه وتعالی) تاسو ته په دې سره ډېر لوی نصیحت کوي. په باوري ډول الله (سبحانه وتعالی) اورېدونکی او لیدونکی دی.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: اخلاق جهان

د مطلب ادامه...

دوې پښې په یوه موزه کې نه ځایېږي! د ډیموکراسۍ جرړې وباسئ او پر ځای یې د نبووت پر منهج خلافت تاسیس کړئ

  • خپور شوی په پاکستان

د پاکستان د لومړي وزیر د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر ۱۵مې نېټې له ټویټ نه ښکاري چې راشده خلافت په ټولنه کې د بحث موضوع ګرځېدلې. په ټویټ کې د ډاکټر اسرار احمد لخوا یوه ویډیو ښودل کېږي چې پکې د پاکستان د بنسټ اېښودونکي، محمد علي جناح نقل قول را اخیستل شوی چې وایي؛ پاکستان باید د راشده خلافت یوه نمونه شي او مسلمانان باید د ځمکې پر سر خپل حاکمیت جوړ کړي. د پاکستان د خلکو احساسات اسلامي دي، خو په قاطع ډول غربي قوانین پکې پلي کېږی؛ د باجوه-عمران رژیم غواړي په عین وخت کې په دوو بېړیو کې سپاره شي. د دوی دا کار د دې سبب شوی چې رژیم یې د خندا شي او نیوکې پرې وشي. تر دې لا بده دا چې، پر اسلام او له اسلام سره د مسلمانانو په وابستګۍ لوبې کوي، دا کار به یې د الله سبحانه وتعالی په غذب ککړ کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: 

                                             (وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ)                                          

ژباړه: «باطل ته د حق جامې مه ور اغوندئ او له پوهېدو سره سره د حق پټولو هڅه مه کوئ!» [البقره ۲:۴۲]

مسلمانانو ته پکار ده څو هغه حکام چې په حقیقت کې د غرب غلامي کوي او مسلمانان تش په خبرو خوشالوي؛ رد کړي. مسلمه امت را ویښ شوی، د خپل ژوند په هدف پوه شوي چې یوازې د هغه څه حکومت غواړي چې الله سبحانه وتعالی ویلي. د مسلمانانو حکام خپلې وروستۍ هڅې کوي چې د اسلام او اسلامي حکومت بیا راتګ شاته وغورځوي او خپل کفري حکومت د اسلام په جامو کې پټ کړي.  پرېږدئ چې مسلمانان ډیموکراسۍ ته نه ووایي او د نبوت پر منهج خلافت بیا راوستلو لپاره سره په قاطعیت یو موټی شي.

پرېږدئ چې مسلمانان د داسې دولت د جوړولو لپاره کار وکړي چې ټول قوانین به یې له قران او سنتو اخیستل شوي وي؛ داسې دولت چې ټول اسلامي هېوادونه د دې پر ځای چې د ویسټفالین ملي دولتو په کرښو سره بېل وي، بېرته یو ځای کړي. داسې دولت چې پوځ یې د پردي پوځ تېرې ته توند ځواب ورکوي، خپل زور ورښیي او په ځواب کې یې له مېز، قلم، ورقې او خبرو اترو کار نه اخلي. داسې دولت چې اقتصادي سرچینې یې د مسلمانانو د سوکالۍ او ارامۍ لپاره کاروي، اشغالګرو ته یې نه تسلیموي. احمد د حذیفه بن الیمن په سند روایت کوي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا عَاضًّا فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: تر هغه چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، په تاسو کې به نبووت او پیغمبر وي او که الله سبحانه وتعالی وغواړي له منځه یې وړي او وروسته به د نبووت پر تګلاره خلافت واکمن وي. تر هغه چې الله سبحانه وتعالی غوښتي وي، دوام کوي. تر دې وورسته چې کله الله سبحانه وتعالی هغه له مخې لېري کړي، پر تاسو به ظالمې واکمنۍ او پادشاهۍ حاکمې وي او تر هغه دوام کوي چې الله سبحانه وتعالی غوښتي وي. تر دې وروسته کله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، هغه له منځه وړي او وروسته به د نبوت پر تګلاره خلافت تاسیس شي. تر دغو خبرو وروسته چوپ شو.

حزب التحریر مطبوعاتي دفتر – ولایه پاکستان

د مطلب ادامه...

د تنګه کرچ پېښه د اوکراین په کړکېچ کې د روسیې د کمزورۍ دلیل دی

                                                                    (ژباړه)                                                            

د اوکراین ولسمشر پټروپروشنکو د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر پر ۲۸مه د اوکراین د نظامي مقرراتو په اړه یوه مقرره لاسلیک کړه چې د دغې مقررې په پایله کې اوکراین د ۳۰ ورځو لپاره د دګانه سیمې په نظامي احکامو کې شامل شو. د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر پر ۲۵مه د روسیې مرزي ادارې د اوکراین درې نظامي کښتۍ د «تنګه کرچ» په سیمه کې له وسلو سره یوځای ونیولې؛ د روسي چارواکو د ادعا له مخې په دغو کښتیو کې ۲۴ کسان ونیول شول او له درېیو تر شپږو کسانو پورې ټپیان شول.

امریکا او اروپايي ټولنې د دغې پېښې په اړه عادتي غبرګون وښود او ویې غوښتل چې راپورته شوې شخړې ارامې کړي. په همدغه دلیل یې روسیه د اوکراین ملګرۍ او دوستۍ ته راوبلله، خو المان او فرانسې پر روسیه د ډېرو بندیزونو غوښتنه کوله. 

د اروپایي دولتونو دریځونه په تېرو څلورو کلونو کې ښکاره وو. فرانسه او المان له اقتصادي او سیاسي فشارونو ستړي شوي؛ نو د همدغو شخړو د له منځه وړلو لپاره چټکې هڅې کوي. په ورته وخت کې امریکا د «ازوف» سیند د لارې له امله پر روسیې د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه؛ څنګه چې د امریکا ځانګړي استازي «کورت فولکر» دغه اعلان تصریح کړ. همداراز د امریکا ولسمشر ټرامپ د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر پر ۲۹مه د شلو صنعتي هېوادونو په ناسته کې د روسیې له ولسمشر پوتین سره لیدل لغوه کړل.

د دغو شخړو عوامل ډېر دي: لکه د اوکراین پر وړاندې د جګړې اور ته د لمن وهلو لپاره د «پوتین» هڅې. د بېلګې په توګه د نوموړي احمقانه استدلالونه: «د اوکراین ولسمشر پورشینکو د اوکراین د راتلونکو ټاکنو د بدلون لپاره خوځوونکي اقدامونه پیل کړي دي.» واقعیت دا دی چې دغه پېښه د دغه هېواد په خاوره کې د روسیې په واسطه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیې جزیرې طبیعي کولو پایله ده. دا مسئله د فرانسې استازي د نومبر پر ۲مه د شلو نړیوالو سازمانونو په ناسته کې یاده کړه. پرته له دې چې جزیاتو ته دننه شو، دغې موضوع ته په څو برخو کې اشاره کولی شو:

ـ د «کرچ» پېښه د روسیې او اوکراین د ځواکونو تر منځ لومړنۍ وسلواله نښته وه. روسیې دا موضوع په داسې حال کې یاد کړه: چې د دغو دوو هېوادونو تر منځ د څلورکلنې شخړې په دوام کې روسیې د شنو جنبشونو او عادي ځواکونو له لارې د رخصتیو په دوام کې په داوطلبانه ډول هڅه کوله څو په اوکراین کې نفوذ پیدا کړي. د څلورو کلونو په اوږدو کې دا لومړی ځل و چې اوکراین د روسیې پر وړاندې د نظامي بندیزونو او مقررو اقدام وکړ؛ پر دې سربېره چې تر دې وړاندې یې له روسیې سره سختې شخړې درلودې.

ـ اوکراین له دې وېرېده چې روسیه خوځوونکی اقدام پیلوي او هڅه کوي څو د اوکراین په ختیځ کې ټیکاو پیدا شي؛ خو اوس دغه حالت له منځه تللی او له کریمیې تر څنګ د «تور» او «زوف» سیندونو شخړې راپورته شوې دي. همداراز په تېرو دوو کلونو کې روسي چارواکو پر اوکراین د فشار راوړلو لپاره د اروپایي شریکانو پر غوښتنه تمرکز ډېر کړی دی؛ تر څو د اوکراین رهبري د منسک د «سولې هوکړې» په اړه خبرو ته اړ کړي. 

دغه ټول موارد چې یاد شول، په تېرو دووکلونو کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د کمزورۍ ښودل و. اوکراین او د اوکراین اورپایي تړون کوونکي د دغه هېواد د کړکېچ د حل لپاره ستراتیژیکې هڅې کوي او د «اوزف» وروستۍ پېښه د دغه حقیقت ښودونکې ده. د یادې پېښې د احتمالي پایلو څو څیزونه بیانولی شو:

ـ د دې امکان شته چې امریکا ډېر ژر پر روسیه د بندیزونو فشارونه ولګوي او اورپايي ټولنې له یو لړ شرطونو سره له امریکا سره په دغه برخه کې همغږې ده. امریکا به له اوکرایني سرتیرو سره خپلې نظامي مرستې ډېرې کړي.

ـ د روسیې د کمزوري کېدو او د نړیوالو فشارونو پیاوړي کېدو له امله به مسکو له داسې پېښو سره مخ شي چې نړیوال قانون به نقض کړي؛ د بېلګې په توګه، د «کرچ» په تنګه له وروستۍ پېښې وروسته، روسیې په سیندونو کې نړیوالې هوکړې تر پښو لاندې کړې او ډېر ژر به اوکراین په نړیواله محکمه کې د روسیې پر وړاندې یو لړ شکایتونه مخکې کړي.  

ـ روسي چارواکي په دغو چلندونو کې د نورو دولتونو له لوري رهبري کېږي؛ ځکه د روسیي خوځېدونکي اقدامونه په ډېرې اسانۍ د منلو وړ دي او روسیه هېڅ ستراتیژيک فکر نه لري او له سیاسي مانورونو څخه د ګټې اخیستلو وس نه لري. روسیې تل هڅه کړې چې خپلې ستونزې له نظامي لارې حل کړي.

ـ د اوکراین له کړکېچ وروسته روسیې هڅه وکړه څو د زمري له غږ او د سیاسي تګلارو پر ځای له وسلو کار واخلي، څنګه چې الکسندر ویلي وو: «په نړۍ کې د روسیې پر وړاندې دوه دښمنان دي: اردو او جنګي ماڼوګان».

نو پر همدغه اساس، د روسیې د رهبرۍ په غاړه کې د سیاسي او اقتصادي فشارونو رسۍ به پر روسیه فشار راوړي؛ دې ته په کتو چې روسیه د سیاسي اقدامونو په برخه کې وروسته پاتې ده او یوه لاره لري چې په اوکراین کې لاسوهنه وکړي؛ خو په ۲۰۱۴ میلادي کې چې په اوکراین کې یې د لاسوهنې لپاره ډېر امکانات په لاسه کې وو، لاسوهنه یې ونه کړه. نن دغه کار کول ډېر کم تر سترګو کېږي، له همدې امله هر کله چې روسیه نظامي لاسوهنه وکړي، له ماتې پرته به نوره پایله ونه لري. 

له الرایه جریدې اخیستل شوې

لیکوال: فضل «امضایف»

د حزب التحریر ـ د اوکراین مطبوعاتي دفتر رییس

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

نویو پېښو ته کتنه

مه«۲۱۰» ناسته «له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د ټرمپ پرېکړه!» د خپرونې مېلمه: استاد محمد عمیر (ابو المجد)
د خپرونې وړاندې کوونکی: استاد هیثم الناصر (ابو عمر)

۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الثاني ۲۱مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د ډسمبر ۲۸مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې