چهارشنبه, ۲۵ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د ښځې په اړه د اسلام او کپټلېزم نظر

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

د سوډان د ازادې برخې حرکت رییس مني ارګو مناوي پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي: «په ګارد کې د مېرمنو د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خبرې اترې، چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د نومبر له ۲۵مې سره برابره ده؛ په حقیقت کې دا ورځ د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ورځ ده او بیا څه عیب لري چې په ګارد کې  ګډون وکړي؟) (سرچینه: سکار نیوز، ۲۰۲۰ م د نومبر ۲۷مه)

هغه څه چې د ازادې برخې جنبش رییس یې ترسره کوي، د معمر قذافي لاره ده چې د سوډان د خلکو له ارزښتونو او باورونو سره په ټکر ده. دغه تګلاره ښځې هغه لور ته بیایي چې د مور او د کور د مېرمنې په توګه د هغوی له طبیعت سره ټکر لري؛ ځکه دا هڅه د ټولنې د مفاهېمو د بدلون لپاره ده. نو اسلام د مېرمنې په لوړ دریځ او مقام سره چې په ټولنه کې یې لري، د شرعي احکامو اړوند یې ساتنه کوي. باید له داسې مزد اخیستونکو ځانونه لېرې وساتي او باید د امت له هغو دښمنانو سره مرسته ونه کړي چې د مېرمنو د چلند او تمدني بحران په هڅه کې دي. هغه بحران چې مېرمنې د روح، اساساتو، فرهنګ او اسلامي تمدن له پلوه منحرفوي. همدارنګه د داسې هڅو په پایله کې یوه مېرمن له فکري پلوه اندېښمنه کېږي او په چلند او واقعیت کې له ستونزو او کړکېچ سره مخ کېږي. دا هر څه د مزدورانو او غرب پلوه سیاستوالو له امله دي، هغه سیاستوال چې په مستقیم ډول یې په سوډان کې د مېرمنو په منځوي کېدو او لارورکۍ کې برخه درلوده او مېرمنې یې له لوږې او فقر څخه د خلاصون لپاره په داسې پالیسیو او تګلارو کې کار کولو ته اړې کړې.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي  د نړيوالې  ورځې په نوم او له ښځو څخه په داسې حالت کې ګټه اخیستل د ((دارفور)) د ښځو له حالت سره همغږي نه لري؛ ځکه هغه مېرمنې تر اوسه په کمپونو کې تیت او په بد حالت کې دي. د پلازمېنې په زړه کې، لوړې بیې او د سون توکي پر هغوی ظلم دی، نیمه ورځ د ډوډۍ د وېش لپاره په کتارونو کې ولاړې وي، پرته له درملو له ناروغیو ځورېږي او داسې نور مصیبتونه او رنځونه چې اوږد لېست تر جوړېږي.

رښتیا هم  کار ښځو ته د یوه عسکر په څېر فرصت نه ورکوي چې خپل ځان او ارزښتونه ثابت کړي او خپلو موخو ته د یوه مناسب او عزتمند ژوند لپاره ورسېږي، ځکه دغه ډول کارونه د هغوی له ښځينه طبیعت سره په ټکر کې دي! هغه څوک چې د غربي ارزښتونو د تقلید هڅه کوي، ملاټر ترې کېږي؛ خو د کومو ښځو حقوق چې په خپلو اعمالو کې له غربي ارزښتونو تقلید نه کوي، هغوی به څنګه کېږي؟

د غرب په باور، د ښځو ستونزه دا ده چې د نارینه په څېر کاري فرصتونه او مطلقه ازادي نه لري؛ ځکه پانګوال نظام غواړي چې له نر څخه د خپلواکۍ فرصت واخلي او دغه کړنه هېڅ کله له طبیعت سره همغږې نه ده.

د ښځو د خپلواکۍ او ازادۍ پایله دا ده چې ټولنه د تباهۍ  پر لور بیایي او دا به داسې ټولنه وي چې خلک به يې نه راټولېږي، ښځې به پرته له سکون، د اخلاقو خلاف او نا پېژندل شویو ارزښتونو پر لور درومي.  همدارنګه ښځه په یوه ماشین بدلوي او د امنیت او خوښۍ احساس ترې اخلي. د هيلو پوره کېدل به يې ناشوني وي او سالم ژوند نه شي ورته رسېدلی. ښځې په ټولنیزو رسنیو کې ګماري، له هغوی ګټه اخلي او د نارینه وو په وسیله پرته له هېڅ احساس لارښوونه ورته کېږي. که هر څومره یوه ښځه هوښياره او پاکه وي، له هغو څخه یوازې د دنیوي او مادي موخو لپاره ګټې اخلي.

د ښځو لپاره د خپلواکۍ ګټلو هڅې او یا له هغه څخه بد حالت چې په غربي ټولنو کې دی، شتون لري او د ګڼو فشارونو وسوسو، بې اساسه باورونو پر اساس غواړي چې د ښځو خصوصي حریم ترې واخلي.  ښځو ته د حللارې په توګه غربي مفاهېم ورښيي.

په کوم واقعیت کې چې ژوند کوو، باید پوره بدل شي؛ نه دا چې موږ له ښځو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په وسیله بدل کړي. د ځوانو ښځو له خوا د ټولو مسوولیتونو قبلول زړه نازړه  او مخالف حالت دی چې د منلو نه دی.

اِنَّ اللّه لا یُغّیِّرُ مَا بِقَوّمٍ حَتّی یُغّیِّرُا مَا بِانّفُسهم [رعد: 11]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی د هېڅ قوم او ملت حالت نه بدلوي (یعنې له بدبختۍ څخه نېکمرغۍ، له ناپوهۍ څخه پوهې، له بې عزتۍ څخه عزت ته نه رسوي) څو خپل ځانونه خپله بدل نه کړي.

اړتیا ده چې د اسلامي حاکمیت، چې ښځو ته ځانګړي ارزښتونه ورکوي، د بېرته راګرځولو لپاره يې پوره هڅه وکړو چې د ټولو لپاره د عزت او عظمت سرچینه ده او په پلي کېدو سره يې ښځو ته د غوره او ښکلي ژوند حق ورسېږي.

لیکونکی: استاذ غادة عبدالجبار (ام اواب) – ولایت سودان)

ژباړن: الهام «پردېس»

د مطلب ادامه...

د امریکا ډیموکراسي خپل ځان خوري Featured

امریکايي لاریون کوونکو د امریکا د تلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پلوۍ د امریکا د کانګرس پر دفتر بريد وکړ، څو د نوي ولسمشر جو بایډن د ولسمشرۍ د پیل مراسمو مخنیوی وکړي. دوی ټاکنې له درغلیو ډکې بولي او ځانونه د ډیموکراسۍ او د امریکا د اساسي قانون مدافعین ګڼي. ټرمپ په یوه وینا کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې لاریون وکړي او د کانګرس د ناستې پر وړاندې خنډ جوړ کړي، ځکه چې خپل ځان د ټاکنو ګټونکی بولي.

د دواړو کاندیدانو پلویان وایي، دوی ډیموکراسۍ پلوي دي او ټینګار کوي چې له راپرځېدو څخه به یې وساتي. په دې توګه ډیموکراسي دواړو خواوو ته د خرما هغه بت ګرځېدلې چې دوی ورته سجده کوي او کله چې بیا وږي شي، خوري یې.

دا څرګنده شوه چې امریکا له داسې یو کړکېچ سره لاس او ګرېوان ده چې له مادي ارزښت پرته په نورو ارزښتونو پسې نه ګرځي، غربي ډیموکراسۍ ډېر وغولول او په هغه ځای کې خوسا شول چې غوښتل یې هلته ډیموکراسي پیاوړې کړي. هر کله چې د دوی ستونزې هوارې نه کړي او د شخړو او کړکېچونو لامل یې شي، بیا یې په لغته وهي.

موږ  نه هېر وو چې غرب بیاځلي په هغو هېوادونو کې د ډیموکراسۍ په بریالي کولو کې څنګه پاتې راغلی، چې په زور یې نیولي او په ظلم یې اداره کوي. د دې مفهوم پر ځای چې دوی یې «ډموکراټیک لېږد» بولي، دغه هېوادونه یې د فساد، ظلم او بې عدالتۍ جنون ته رسولي او په ډېری مواردو کې یې کورنۍ جګړې رامنځ ته کړې دي. نن د ډیموکراسۍ ناکرارۍ او کړکېچونه دي چې امریکا پکې ډوبېږي.

دلته موږ اسلامي امت ته یادونه کوو چې دا د انساني تمدن امت دی او نن ورځ یې نه یوازې په اسلامي هېوادونو کې د خلافت د بیا تاسیس لپاره دروازې پرانیستې دي، بلکې غربیان هم اسلام د یو متمدن بدیل په توګه وړاندې کوي، دا هغه خلک دي چې د خپلو واکمنانو له مادیت مفکورې تر پوزې راغلي او نن دوی د ډیموکراسۍ پر مندر برید کوي، چې دا څه په ښکاره پر ډیموکراسۍ د دوی بې باوري ښيي.

په اسلام کې د حکومت نظام د هېوادونو او خلکو د چارو په اداره کولو کې ځانګړې بڼه لري، ځکه چې حاکمیت او واک سره بېلوي، ځکه امت منتخب خلیفه ته واک ورکوي، چې پر هغوی شریعت پلی کړي. په اسلام کې له امت پرته هېڅ ژمنتوب نشته، خو یو امت تر هغه وخت د خلیفه پیروي کوي چې د الله سبحانه و تعالی قانون پلی کوي او په دې توګه اسلامي نظام یوازینی نظام دی چې د تل پاتې ثبات ضمانت کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ]

ژباړه: «نو ستاسو څه ګومان دی، غوره انسان هغه دی چې د خپلې ودانۍ بنسټ یې له الله سبحانه و تعالی څخه په وېره او د هغه سبحانه و تعالی د رضا لپاره اېښی وي، یا هغه چې د خپلې ودانۍ بنسټ یې پر نرمې او سستې څنډې یې اېښي وي؛ چې ناڅاپه د دوزخ په اور کې وغورځېږي؟ ـ الله سبحانه و تعالی داسې ظالمانو ته هېڅکله سمه لاره نه ښيي.» [توبة: ۱۰۹]

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د یو دعوتګر مړینه! Featured

  • خپور شوی په عراق

(مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ
وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً)

ژباړه: «له مومنانو څخه ځینې داسې شخصیتونه شته چې له الله سبحانه و تعالی سره یې کړې ژمنه رښتیا کړې؛ له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته په تمه دي. هغوی خپله کړنلاره هېڅ بدله نه کړه.» [احزاب: ۲۳]

موږ د خپل ګران ورور او معزز ښوونکي حسن عبدالغني محمد الرفیعي په مړینه ډېر خواشیني یو، چې د امت د ژغورلو لپاره یې د خپل پلار پر پله پل اېښی و، تر هغه وخت یې کار وکړ چې ناروغي یې سخته شوه او وفات شو. موږ د الله سبحانه و تعالی دربار ته لاسونه لپه کوو چې زموږ پر ورور حسن عبدالغني محمد الرفیعي رحم وکړي او هغه له انبیاوو، صدیقینو، شهداوو، صالحینو او غوره ملګرو سره یې جنت ته بوځي،  موږ له الله سبحانه و تعالی څخه د هغه کورنۍ ته د صبر او زغم هیله کوو.

(إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ) 

ژباړه: «موږ د الله سبحانه و تعالی یو او د هغه سبحانه و تعالی لوري ته ورګرځېدونکي یو.» [بقره: ۱۵۶]

د حزب التحریرـ ولایه عراق مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د کڼو او ګونګو ملګرو ملتونو او ( OIC) استیناف ته اړتیا نشته، کله چې په راشده خلافت کې د پاکستان وسله وال ځواکونه او استخبارات له هندوستان څخه اشغال شوی کشمیر په اسانۍ ازادولی شي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

عمران خان د ۲۰۲۱م کال، د جنوري پر ۵مه، ټوېټ وکړ، «د ۱۹۴۹م کال، د جنوري په ۵مه، ملګرو ملتونو په بې پرې توګه د جمو او کشمیر د خلکو لپاره د عامه رايي حق تضمین کړ. موږ دغه ورځ نمانځو، چې له کشمیریانو سره د ملګرو ملتونو او غړو هېوادونو د ژمنو یادونه کوي.» ولې اړتیا ده چې په پرلپسې توګه له کڼو او ړندو ملګرو ملتونو اوOIC  څخه غوښتنه وکړو، په داسې حال کې چې د پاکستان وسله وال ځواکونه هندوستان له وحشیانه دولت څخه د مقبوضه کشمیر د ازادولو لپاره چمتو او وړ وي؟ دا واکمنان ولې نه پوهېږي چې دوی خپله له ظالمانو څخه د مرستې هیله کوي؟ ملګري ملتونه یوازې د غرب استعماري قدرتونو یوه وسیله ده چې د یهودي دولت او هندو ریاست له لوري یې نېغ په نېغه ملاتړ کېږي. په( OIC) کې واکمنان هغه څوک دي چې اساس نه لري، د دوی غربي باداران له دوی څخه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د خپلې جګړې د پیاوړي کولو غوښتنه کوي.

دا د ټوېټونو، استیناف او لاریون وخت نه دی، ځکه چې دا په مقبوضه کشمیر کې زموږ د مسلمانو وروڼو او خویندو په ټپونو مالګه شیندل دي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې د کشمير د ازادولو لپاره د الله سبحانه و تعالی په لاره کې خپلو وسله والو ځواکونو ته د جهاد امر وکړو او د تکبیر نارې پورته کړو. په هغه وخت کې چې هندوان د مقبوضه کشمير پر مسلمانان فشار راولي، په داسې حال کې چې زموږ عسکر د کنټرول او کاري پولې په اوږدو کې په شهادت رسېږي، نو اوس هغه وخت رارسېدلی چې د الله سبحانه و تعالی په مرسته د پاکستان پوځ او ISI د کشمیر د ازادولو لپاره روان کړو.

اې د پاکستان مسلمانانو!

په دې وروستیو کې د اذربایجان مسلمان پوځ د ناګورنو ـ قره‌باغ نيول شوې سیمې په بریالیتوب ازادې کړې. نو موږ څه ډول د کشمیر د ازادولو لپاره د نړۍ شپږم لوی لښکر د وتلو د مخنیوي لپاره د عسکرو په ورکولو سره د شهادت یا بریا غوښتنه کوو؟ په دې وروستیو کې د الله سبحانه و تعالی په مرسته، په افغانستان کې هغو مجاهدینو چې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره یې جهاد وکړ، د امریکا وسله وال ځواکونه په ګونډو کړل، اوس واشنګټن د ميز پر سر د خبرو له لارې د جګړې په ډګر کې د مرستې غوښتنه کوي. نو کله چې دوی زموږ په لوړه کچه د روزل شوو مجهزو زمریانو سره مخ شي، نو د هندوستان او وېشل شوو سرتېرو حال به څه وي؟  

اې د پاکستان مسلمانانو!

الله سبحانه و تعالی موږ ته امر کړی دی:

(وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ)

ژباړه: «له هغو سره هر چېرې چې مخامخ شئ، وجنګېږئ، هغوی له هغه ځایه وباسئ، چې تاسې یې ایستلي یاست؛» [بقرة: ۱۹۱۹]

نو د دغه ایت امر پوره کړئ! د مقبوضه کشمیر د خلاصون یوازنی خنډ هغه واکمنان دي چې زموږ وسله وال ځواکونه او استخبارات یې په واشنګټن کې د خپلو بادارانو په امر بند کړي دي. دا پر موږ پورې اړه لري چې د پاکستان په وسله والو ځواکونو کې زموږ له پلرونو، وروڼو او زامنو څخه غوښتنه وکړو چې دوی د نبوت پر منهج د خلافت د سملاسي بیا تاسیس لپاره خپله نصرت وکړي. یوازې هغه مهال به موږ خوښ یو چې زموږ زمریان د راشده خلافت تر چتر لاندې اسلامي امت لپاره د دوی د خولې، وینې، اور او فولادو سره بریا تر لاسه کوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:  

 (قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ)

ژباړه: «له هغو سره وجنګېږئ؛ الله سبحانه و تعالی به ستاسو په لاسونو هغوی ته سزا ورکړي، ذلیل او خوار به یې کړي او د هغوی پر وړاندې به ستاسو مرسته وکړي او د ډېرو مومنانو زړونه به یخ کړي.»[توبه: ۱۴]  

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د ورکو شویو کسانو په قضیو کې د دولت پر لوړپوړو چارواکو میلیونه روپۍ جریمه لګول شوې

  • خپور شوی په سیاسي

اته کلونه کېږي چې له یوې محکمې څخه بلې ته او له بلې څخه بلې ته ځو او راځو، خو هېڅوک هم نه شي کولای چې زما خاوند بېرته ما ته راولي. کله چې زما خاوند وتښتول شو، په هغه وخت کې زما زوی د دوو کلونو و. زما زوی تر اوسه خپل پلار سم نه دی لیدلی. سعدیه رهات د نوید بټ مېرمن او مدافع وکیله ده. د سعدیې خاوند د پاکستان ـ ولایه حزب التحریر ویاند و چې په ۲۰۱۲ م کال کې په لاهور کې له خپل کور څخه بهر د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شو.

سعدیې وویل: موږ له هغې ورځې راپدېخوا له یوې محکمې څخه بلې محکمې ته ځو او راځو، خو تر اوسه مو د محکمې کومه پرېکړه نه ده ترلاسه کړې. د ورکو خلکو کمېسیون یو  قانون جوړ کړ، خو زما خاوند نه و پکې راغلی. هغې زیاته کړه: ټولې استخباراتي ادارې زما د خاوند له نیولو څخه انکار کوي، خو زه پوره باور لرم چې زما خاوند له دوی سره دی. په دې وروستیو کې د اسلام اباد سترې محکمې د ورکو شویو کسانو د ورکېدو له امله د دولت پر لوړپوړو چارواکو د جریمو لګول په ډاګه کړل. د پاکستان یوې محکمې د دغه هېواد د یو سیاستوال غلام قدیر د ورکېدو له امله پر پولیسو، امنیتي او دفاعي ځواکونو ۱۰ میلیونه جریمه وضع کړه.

فدرالي حکومت په دې کې پاتې راغلی چې دغه قضیه محکمې ته وړاندې کړي. دې مسلې ته د رسېدنې لپاره محکمې اعلان وکړ چې جریمه د اجرا کېدو په حال کې ده، خو حقیقت دا دی چې کله یو څوک ورک شي، د هغه په اړه باید څه ډول اقدام وشي. د عطار مینالله په نوم یو قاضي وویل، محکمې ته زیان رسېږي، خو ځکه دولت د هغه په پیدا کېدو نه بریالی کېږي.

سید طیب شاه د اسلام اباد د څارنوالانو نماینده وویل چې د دا ډول قضیو په هکله باید ډېر بحث او څېړنه ونه کړو او دا کار باید محکمې ته پرېږدو. نوموړي وویل چې که حکومت د محکمې پر پرېکړه راضي نه و، نو بیا دولت خپله کولی شي چې دوسیې له سره وګوري. په پاکستان کې باید محکمه د داسې قضیو په اړه مشخص تصویر ولري، خو په دې وروستیو کې د ورکو شویو کسانو په هکله بې دريځه ده. دا لومړۍ قضیه نه ده چې دوی ۱۰ میلیونه روپۍ جریمه اېښې، تر دې وړاندې هم دولتي چارواکې په درېیو بېلابېلو قضیو کې د محکمې له خوا جریمه شوي دي. د اسلام اباد د لوی څارنوال مرستیال سید طیب شاه وویل چې په دې اړه ډېر بحث کولو ته اړتیا نشته، ځکه په وینا یې په محکمه کې په دې برخه کې د نظر تجدید روان دی. هغه وویل، د محکمې د نه رضایت په صورت کې د نظر د تجدید حق لري. په پاکستان کې باید محکمه د داسې قضیو په اړه مشخص تصویر ولري، خو په دې وروستیو کې د ورکو شویو کسانو په هکله بې دريځه ده. دا لومړۍ قضیه نه ده چې دوی ۱۰ میلیونه روپۍ جریمه اېښې ده، د دغه هېواد دولتي چارواکې مخکې هم په درېیو بېلابېلو قضیو کې د محکمې له خوا جریمه شوي دي.

د ساجد محمود په نوم د یو بل ای ټي انجینر هم ورته قضیه ده، د هغې مېرمنې ماهیرا ساجد د خپل کورنۍ لګښتونه محکمې ته وړاندې کړل. محکمې دولتي چارواکو ته د ساجد محمود د ورکېدو له امله ۴.۵ میلیونه جریمه وټاکل او  په هر میاشت کې باید د ساجد محمود کورنۍ ته ۱۵۰ زره روپۍ ورکړي.

د مهرا ساجد مدافع وکیل عمر جیلاني د دغې قضیې په اړه وویل: «هېواد د هر شخص د امنیت ساتلو مسول دی. که یو څوک ورکېږي، نو بېرته راپیدا کول او کورنۍ ته سپارل یې هم د دولت مسولیت دی. همدارنګه ما د دغې قضیې او د محکمې د پرېکړې په اړه له دولت سره خبرې وکړې، چې دولت هم ومنله. عملي کول یې پاتې دي چې هغه به هم په نېږدې راتلونکي کې ولیدل شي. زه هیله لرم چې دولت به دغه کار ترسره کړي.»

د پاکستان یو کنسل عابد ساقي په دې اړه وویل، د دغه نظام او قانون تر چتر لاندې د هر فرد ازادي او له هر نفر څخه ساتنه د دولت دنده ده. محکمې د نظام په سر کې دي، که یې امر پلی نه شي، نو له عملي کوونکو سره به قانوني چلند وشي.

عابد ساقي د ورکو شویو کسانو د قضیو په هکله وویل: »د محکمې له خوا واضح امر شوی دی، خو دوی یې نه عملي کوي. د پاکستان محکمې د هر فرد د ازادۍ او امنیت ساتلو په اړه مسولیت لري او باید چې خپله دنده سرته ورسوي.» سعدیې رهات وویل: «زه د خپل خاوند له تښتولو وروسته له ډېرو ستونزو سره مخ یم. دری زامن او لورنې لرم او ماشومان مې د خپل پلار په اړه ډېر اندېښمن دي او سخت ځورېږي.»

 سعدیې زیاته کړه، کله چې ما د پاکستان له سترې محکمې د مالي مرستو غوښتنه وکړه، له دې امله وه چې تر دې وړاندې به زموږ د کورنۍ مالي لګښتونه زما خاوند پوره کول، خو اوس چې هغه نشته، له ګڼو ستونزو سره مخ یو.

د پاکستان د ورکو شویو کسانو د کمېسیون په خبره، تر اوسه په یاد هېواد کې له دوو څخه تر دوو نیم زرو پورې کسان ورک شوي. همدارنګه په دې هکله باید د محکمو له خوا مشخص قوانین وضع شوي وای، ډېر خلک چې تراوسه ورک دې، قضایي ادارې یې یوازې مسولیت پر غاړه اخلي. په هر حال ځینې وختونه قضایې ادارې او دولت د دوی تایید هم پر غاړه نه اخلي.

امریکا غږ اردو

عاصم علي رانا

اسلام اباد

 

د مطلب ادامه...

د یو دعوتګر د مړینې خبر

(مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ
وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً)

ژباړه: «داسې مومنان شته چې له الله سبحانه و تعالی سره یې کړې ژمنه رښتیا کړې ده. له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته په تمه دي. دوی خپله کړنلاره هېڅ بدله نه کړه.»

موږ د خپل ګران ورور علییف شریف الله په مړینه ډېر خواشیني یو، چې د اسلامي امت د ژغورلو لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې او خپل ژوند یې د دغه غږ په لېږدولو کې تېر کړ.

علییف شریف الله چې په ۱۹۷۸م کال، د صغد تاجک ایالت مرکز په خجند ښار کې زېږېدلی و، په ۱۹۹۸م کال کې د حزب التحریر له مفکورې سره اشنا شو او په اسلامي توګه د ژوند تر سره کولو لپاره یې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره ډېر کار وکړ.

د حزب التحریر په لیکو کې زموږ د ورور فعالیت د امام علي الرحمن په مشرۍ د ظالمانه تاجک رژیم له سترګو لېرې پاتې نه شو. هغه په ۲۰۰۰م کال کې ونیول شو، څو له دعوتي فعالیتونو څخه لاس واخلي. شریف الله هغه مهال خپل فعالیت بند نه کړ او تر ډېر ظالمانه وضعیت لاندې په زندان کې و. هغه د ظالم د ظلم او خلکو د تورونو هېڅ پروا نه درلوده، چې غوښتل یې د هغه غږ چوپ کړي. له همدې امله، ظالم رژیم هغه دوه ځله له بند څخه تر خوشي کېدلو وروسته بیا بندي کړ. زموږ ورور د تاجک رژیم په ظالمانه زندانونو  کې د خپل ژوند ۱۳ نیم کلونه تېر کړل؛ خو مخکمې هېڅکله هم د هغه حل لاره ماته نه کړه. زموږ ورور د ۲۰۲۰م کال په پيل کې په ډېر جرأت او کلک هوډ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.

په خواشینۍ سره، د ظالم په زندانونو کې د ظالمانه شکنجو او د کافي بشري روغتیایي پاملرنې د نه درلودو له امله زموږ د ورور روغتیايي وضعیت خراب شو. شریف الله د ۲۰۲۱م کال د جنوري پر لومړۍ نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

موږ د الله سبحانه و تعالی دربار ته لاسونه لپه کوو چې زموږ پر ورور علییف شریف الله رحم وکړي او هغه له انبیاوو، صدیقینو، شهداوو، صالحینو او غوره ملګرو سره یې جنت ته بوځي.  موږ له الله سبحانه و تعالی څخه د هغه کورنۍ ته د صبر او زغم هیله کوو.

(إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ) 

ژباړه: «موږ د الله سبحانه و تعالی یو او د هغه سبحانه و تعالی لوري ته ورګرځېدونکي یو.» [بقره: ۱۵۶]

د حزب التحریرـ قرغیزستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

موږ به څنګه د الله سبحانه و تعالی رضایت او د رسول صلی الله علیه وسلم د شفاعت وړ وګرځو، که چیرې موږ له روسیې سره ګډ نظامي تمرینونه تر سره کړو، چا چې په بې رحمۍ سره د سوریې مسلمانان بمبارد کړل، پر هند یې وسلې وپلورلې او د ازربایجان د مسلمانانو پر وړاند

  • خپور شوی په پاکستان

د روسیې ځانګړو ځواکونو د ۲۰۲۰م کال، د نومبر په ۵مه، د دوو اونیو لپاره د ګډو نظامي تمرینونو “DRUZHBA 5” په خاطر پاکستان ته راغلل، تر څو په جنګ "تروریزم" کې تجربې سره شریکې کړي،  چې دا وروستي تمرینونه وروسته له یو کال څخه چې د سوریې مسلمانان د روسیې تر بمباریو لاندې ښخ شول لومړنی پیل و. که څه هم دا ګډ تمرینونه د دې لامل کیږي چې کمزوری دولت له پياوړي دولت څخه ګټه واخلي او په عملي توګه هغه مستعمره حکومت ته اجازه ورکوي چې د پیاوړي حکومت نظامي وړتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي، د دوی د جنګي تکتیکونو په اړه پوه شي، نیمګړتیاوې، کمزورتیاوې او همدا راز د پرمختګ لامل یې وپیژني، په سیمه کی نفوذ ومومي او د خپلو وسلو او وړتیاوو څخه وېره خپره کړي. سربیره پردې، دا نظامی تمرینونه خو له کافرو روسانو سره دي، چی لاسونه یی د سوریې د مسلمانانو په وینو سره دي، هغه کفار چې نوې وسلې یې د مسلمانانو پر سرونو وازمویلې. دا خو هماغه روسیه ده چی په دې وروستیو کې یې د یوولسم ځل لپاره زموږ له دښمن هند سره ګډ نظامي تمرینونه(INDRA) وکړل او تر څنګ یې S-400 میزایل سیستم هم پر هندو حکومت خرڅ کړ. دا خو هماغه روسیه ده چی په سلګونو زره د افغانستان مسلمانان یې شهیدان کړل او همدارنګه د چیچنیا، قفقاز او خپله د روسې پر مظلومو مسلمانانو یې ډیر بې رحمه ظلمونه وکړل. دا خو هماغه روسیه ده چی د ازربایجان د مسلمانانو پر وړاندې یې د امریکا یي نظامیانو ملاتړ وکړ. نو د دغه ترهګر حکومت کومه شریکه شوې تجربه به موږ پیاوړي کړي چې د دوی ټول جنګ د مسلمانانو او اسلام پر سر دی؟!

ای د پاکستان مسلمانو نظامي ځواکونو! څنګه دغه قوانینو تاسې دې ته اړ کړلی چی په دومره نړۍ کې  له دې ظالمانو سره یو ځای ګډ نظامي تمرینونه ترسره کړئ؟ ایا د کشمیر ازادول د تاسی لپاره غوره نظامي تمرین نه و، چې تاسې به ښايي په غازي او یا هم شهید کیدلو سره خورا ډېر اجر تر لاسه کړی و؟ نو تاسي به څنګه عمل کوی کله چې د باجوه-عمران رژیم ستاسې مخه ونیسي، په داسې حال کې چې د هند حکومت اشغال شوی کشمیر خپل کړي؟ له دې چټل سیاسي او نظامي رهبرۍ څخه ځانونه ازاد کړئ چې د غربي موخو لپاره وفاداره او صادق دي، خو د اسلام د هغه قوي تصویر څخه بې خبره دي چې تل به یې غښتلي دښمنانو ته ماتې ورکوله.

څنګه هغه روسیه موږ ته شجاعت او جنګ را زده کولی شی چی د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو په وسیله ټوټه ټوټه شوه؟ سربیره پردی چې د مرکزي اسیا او له هغه څخه د باندې حکومتونو د مسلمانانو په واسطه ځوریږی چی غواړي د هغوی په قلمرو کی خلافت جوړ کړي. چی ښايي یوه پیاوړې او اساسي برنامه وي چې روسیې ته پر مسلمانانو باندې د بې رحمه ظلمونو پر وړاندې یو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی، چی ان په کرملین کی یی د پوتین او د هغه د ملګرو په زړونو کی سخت ډار اچولی دی او همدا راز د سپینی ماڼی او د Ten Downing Street د اشغال د پای ته رسولو لپاره به دا یو پیل وي ، اې د خالد بن ولید زامنو، دا امت د تاسی امر ته منتظر دی، نو اوس حرکت وکړئ او د الله سبحانه وتعالی دا ژمنه تاسو ته انتظار باسي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:  

 [ٱلَّذِينَ يَتَّخِذُونَ ٱلْكَافِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ ٱلْعِزَّةَ فَإِنَّ ٱلعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً]

"هغه کسان چی مومنان پریږدي، له کافرانو سره د دوستی اړیکی ټینګوی، ایا دا خلک د عزت د لاس ته راوړلو لپاره هغوی ته ورځي؟ په داسې حال کی چی هر راز عزت یوازې د الله سبحانه و تعالی لپاره دی". [نسأ: ۱۵۹]

د حزب تحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتی دفتر

 

د مطلب ادامه...

د مراکش د پراختیا او عدالت حزب د اړیکو عادې کېدو ملاتړ کوي!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

په مراکش کې د اخوان المسلمین (د پراختیا او عدالت حزب) د مراکش په اتحاد کې د (امیرالمومنین) جنبش ملاتړ کوي، حتا که دغه امر د یهودو له رژیم سره د فلسطین د اړیکو عادي کېدو په بیه هم وي. دعوتي برخه او د ځوانانو جنبش دا موضوع ردوي، خو هغه کسان چې په دولت کې له سیاسي او حکومتي پلوه د جنبش مدیریت مسولیت پر غاړه لري، ملاتړ یې کوي. (امیرالمومنین مفدی!)

بازان، کوترې، سیاسي، نظامي او تبلیغاتي وزرونه؛ خو یو بل ته ورته؛ له بده مرغه د اخوان المسلمین فکر اوسمهال مخ په ځوړ دی. هر څو ک چې په عراق کې د بریمر په اشغال شوې شورا کې کېني، هغه کس چې پر چچن د پوتین د واکمنۍ تبریکي ووایي او دا چې هغه د روسیې کورنۍ مسله ده، هغه څوک چې د رهبرانو په څرګندونو سره د لسیزو لپاره د اردن د هاشمي رژیم ملاتړ وکړي، هغه څوک چې د اسلو له سلطې سره یوځای شي، چې فلسطین یې پلورلی دی... دا همغه عملي عقلیه ده چې د هغه اړوند مخته ځي. (ما ته څه نا څه واک راکړئ او زه پر تاسو حتا مکه هم پلورم)

له بل پلوه، د مراکش پادشاه څه وخت امیرالمومنین شوی؟! ایا دغه پادشاه چې د اسلام پر اساس حکومت نه کوي او غرب هغه د مراکش پر مسلمانانو ور تپلی، چې تر دې وړاندې یې پلار ورته کار کړی و، امیرالمومنین شوی او باید د هغه ملاتړ وشي؟! دغه فهم او دغه تګلاره له کومه ځایه راغلې ده؟! دا پر ظالمانو څه ډول تکیه کول دي؟!

اخوان المسلمین او حرکتونه، حزبونه او دولتونه په اسلامي خاورو کې د پراختیا په حال کې دي چې یوازې د خپلو ګټو په لټه کې دي. په هره سیمه کې چې دغه حرکت شتون ولري، له بده مرغه یاد حرکت په همغه سیمه کې خپلې ګټې د اسلام ګتې بولي. هر کله چې له واضحو او محکمو نصوصو سره مخ شي، چې د هغوی له مسیر سره په ټکر کې وي، وایې دا نصوص جامد او وچ دي او په وینا یې، په هر وخت کې اړتیا ده چې هغه تاویل او په هغه کې د مسلمانانو مصلحت وویني. پر همدغه اساس، کله چې دغه حرکت کوم څه خپل اړین مصلحت وویني، نصوص تحریف او بدلوي. له فلسطین څخه د نه تېرېدو په اړه پر شرعي نصوصو دغه سترګې پټېدل، چې په اړه یې بې شمېره دلایل شته، دا ټول نصوص د اخوان حرکتونو، حزبونو او دولتونو د ګټو په دلیل د تغیر او تبدیل لپاره وړاندې شوي دي.

دا زموږ په اسلامي خاورو کې پر اسلامي ډلو د غرب ژور نفوذ ښيي، په دې مانا چې موضوع یو فکر او منهج ده، نه کومه تېروتنه. دا مسله جدي ده، ځکه په دغه کار کې د دین تحریف او له نصوصو څخه لېروالی ثابت شوی دی. پر همدغه اساس، اړتیا ده چې د اخوان المسلمین حرکتونه، دولتونه او حزبونه په دغه فکر او منهج کې چې د الله سبحانه وتعالی احکامو ته د خپلو ګټو او مصالحو پر اساس تغیر ورکوي، له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شي.

پرېږدئ چې هغوی ټول پوه شي چې اسلامي امت نور نه دوکه کېږي، بلکې هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی احکام، شریعت او منهج تغیر کړي، له هغه سره جدي حساب وشي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ﴾ [سوره مائده آیه 52]

ژباړه: ګورئ، هغه کسان چې په زړه کې ناروغي لري، (له یهودیانو او مسیحیانو سره په ملګرۍ او دوستۍ کې) یو تر بل مخکې کېږي.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ﴾ [سوره هود آیه 113]

ژباړه: پر مشرکینو او کفارو تکیه مه کوئ (که داسې وکړئ) د دوزخ په اور کې به وسوزئ.

لیکوال: دکتر فرج ممدوح

ژباړه: بهیر (ویاړ)

د مطلب ادامه...

الله سبحانه وتعالی څنګه د مومنانو زړونو ته ګوري؟

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّ اللَّهَ لاَ يَنْظُرُ إِلَى أَجْسَادِكُمْ وَلاَ إِلَى صُوَرِكُمْ وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ» وَأَشَارَ بِأَصَابِعِهِ إِلَى صَدْرِهِ» (رواه مسلم فی کتاب البر والصلة الأدب)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو بدنونو او څېرو ته نه ګوري؛ بلکې ستاسو زړونو ته ګوري او (رسول الله صلی الله علیه وسلم) د  لاس په ګوتو د خپلې سینې قفس ته اشاره وکړه.

الله سبحانه وتعالی زموږ زړونو ته ګوري؛ یعني زموږ ایمان، دین، اخلاقو، عمل او نیت ته ګوري او زموږ بدنونو ته نه ګوري. په دې ځای کې هدف د محبت نظر دی. الله سبحانه وتعالی د خپل نظر تر څنګ پر خپل شریعت له موږ څخه ژمنتیا او دوام غواړي، دا نظر یوازې د تعقیب او پوهېدلو لپاره نه دی؛ ځکه الله سبحانه وتعالی په هر څه پوه او عالم دی، هېڅ شی ترې پټ نه دي. پر همدغه اساس، دلته څرګندېږي چې الله سبحانه وتعالی له موږ څخه داسې عمل غواړي چې د اخرت خیر مو پکې وي. که فکر وکړو الله سبحانه وتعالی هغه بدنونه او ښایست چې د خیر هیله نه ترې کېږي غندلي او فرمایي:

﴿وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ﴾ [منافقون: 4]

ژباړه: ته که دوی ووینې، نو  بڼې او څېرې به یې ډېري روښانه درته ښکاره شي؛ که وغږېږي، نو خبرو ته به یې غوږ ونیسي.

پر زړه را ښکونکي جذابیت او ښې وینا سربېره بیا هم دوی پر دېوال د تکیه شویو لرګیو غوندې دي: ﴿كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ﴾ یعني دوی لکه تختې داسې دي چې پر دېوال تکیه شوي وي (بې ځانه او بې ایمانه، خالي جسدونه، بې نوره، پر دروازو او دېوالونو)؛ نور بدنونه یې قوي، اوږده او پنډ؛ چې نه هم په ستونو کې کارېږي او نه هم د چت په پوښلو کې. 

اې مسلمانانو ورڼو!

په دغه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي چې د انسانانو ترمنځ توپیر او ښه والی په څېرې پوري اړه نه لري، بلکې په هغه څه پورې اړه لري چې پر الله سبحانه وتعالی د ایمان د قوي ایمان درلودو له امله زموږ په زړونو کې ځای شوي او د شرعي احکامو په پیروۍ او له الله سبحانه وتعالی څخه په وېره پورې اړوند دي.

نو افسوس پر هغو مسلمانانو چې د پسونو غوندي په هر کنج او څنډه کې د حکامو او سختو دښمنانو له خوا قرباني او وژل کېږي. له مسلمانۍ او دا چې وایي رب مې الله سبحانه وتعالی دی، پرته بله هېڅ پلمه ورته نشته. همدارنګه افسوس پر هغو مسلمانانو چې کفار ورته د دین په لار کې فتنه جوړوي؛ هغه کفار چې له یوې زاویې څخه د مسلمانانو او اسلام پر وړاندې جنګېږي. دا چې امت شپه او ورځ رګ پر رګ حلالېږي، هغه خلک چېرته دي چې د دغه اور مړه کولو، له منځه وړلو او د بریدونو مخنیوي لپاره اقدام وکړي؟

کومه دي هغه کسان چې د دغه واقعیت د بدلون لپاره قوي او لوی ګامونه اوچت کړي او د نبوت پر تګلاره د مسلمانانو راشده خلافت او اسلامي دولت د بیا را ژوندي کولو لپاره کار وکړي؟ هغه دولت چې د مسلمانانو حقوق تر لاسه او حق حقدار ته وسپاري. همدارنګه ټوله نړۍ د الله سبحانه وتعالی په احکامو روښانه او نوراني کړي.

د الله سبحانه وتعالی نظر داسې وي، دا یې مفهوم او معنی ده:  (ينظر إلى قلوبكم) موږ د رسول الله صلی االله علیه د صحابه کرامو په منځ کې بلال حبشي وینو چې یو تور پوستی انسان دی؛ خو الله سبحانه وتعالی یې ایمان ته ګوري؛ نه د ده څېرې ته.

دی جنتي دی لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

يا بلال! (إنی أسمع خشخشة نعليك في الجنة)

یعني اې بلاله! زه ستا د څپلیو  اواز په جنت کې اورم.

یا باري الله! د خلافت دولت د تاسیس وس راکړې چې هلته حکم په بما انزل الله سره وي او زړونه مو ستا د نظر او رحمت ځای وګرځوې! اللهمَّ آمين آمين!

د مطلب ادامه...

د افغانستان جمهوریت په وژنتون بدل شوی؛ د ژغورنې لاره شته؟ Featured

په څو وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ښارونو او کلیو کې پرله پسې ترورونو، چاودنو، راکټ ویشتنو او ړندو بمبارویو زور اخیستی. مخور، دولتي کارکوونکي، ژورنالېستان، تحلیلګران، د جوماتونو امامان، پېژندل شوې څېرې او ملکي وګړي یو پر بل پسې په بېلابېلو ډولونو وژل کېږي. د خلکو لپاره عادي شوې چې سهار او ماښام د چاودنې په غږ او د بمبارۍ په خبر پیل کړي. افغانستان د ملکي وګړو، مخورو او خبریالانو لپاره په تر ټولو وژونکي هېواد بدل شوی دی. د افغانستان دولت یوازې تاسف څرګندوي، کمېسیونونه جوړوي او شمېرې خپروي. په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت په بې شرمۍ سره ځینو خبریالانو ته ویلي دي؛ هغه رسنۍ باید وتړل شي چې خپلو کارکوونکو ته وسلې نه شي اخیستلی.

د حزب التحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر وژل شوو ته د دعا، زخمیانو ته د عاجلې شفا او د پېښو څخه اغېزمنو شوو کورنیو ته د جمیل صبر د غوښتنې تر څنګ لاندې ټکي د یادونې وړ ګڼي:

لومړی: پرله پسې ترورونه او د وحشت خپرونه د یوې نوې پروژې ښکارندويي کوي چې په هغو کې د افغانستان د سولې په پروسه کې ښکېل لوري د استخباراتي بریدونو او د افغان مسلمانانو د وینې په قیمت سره غواړي چې د افغانستان د سولې په تقیسم کې لویه ونډه تر لاسه کړي او عامه افکار د خپل مقابل لوري پر ضد کړي. په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان د سولې په پروسه کې تر ټولو ډېر امتیاز اخیستی دی، خپل ځواکونه او مرکزونه یې خوندي کړي او برعکس یې افغانان یو له بل سره په جګړه کې ښکېل کړي دي.

دویم: د افغانستان د دولت کار غندل او د مړو د جسدونو په اړه د اعلامیو لیکل دي. چارواکي د لوړو دېوالونو تر شا له خلکو لرې ژوند او په زرې موټرونو کې تګ راتګ او سوداګري کوي او د خلکو هېڅ درد نه احساسوي. دا چارواکي له یوه اړخه خپل ځانونه د انساني ارزښتونو انتقالونکي او ملاتړي ګڼي او د رسنیو په مخ کې د جمهوریت چیغې وهي، خو کله یې چې ګټې او واک له خطر سره مخ شي، په قاتلانو او جلادانو بدلیږي؛ لکه چې په دې وروستیو کې هغه کسان په مرګ ګواښل شوي چې پر دولت نیوکې کوي. هو! دا ټولې وژنې او وحشتونه د سولې او جمهوریت د هغو چیغو ترجماني کوي چې تر اوسه هم د ټولنې غوږونه ځوروي. په واقعیت کې دوی نه اسلام ته ارزښت ورکوي او نه هم د جمهوریت پروا لري؟ یوازې د خپل واک دوام او د ګټو تر لاسه کول پېژني.

نو د افغانستان مسلمان خلک باید پوه شي چې د ژغورنې لاره د افرادو بدلون او ددې فاسد نظام اصلاح نه ده، بلکې یو اساسي او بنیادي بدلون ته اړتیا ده. هغه بدلون چې وارداتي نظامونه او قدرت غوښتونکي او فراشوټي مشران د تاریخ په خځلنۍ کې خښ کړي او په بدل کې یې داسې نظم رامنځ ته کړي چې له یو لوري ددې خاورې د خلکو له اسلامي ارزښتونو او عقایدو سره سم وي او له بله اړخه داسې رهبران واک ته ورسوي چې د خلکو د عقیدي، مال، ځان او ناموس ساتنه کوي او هغه خپل بنسټیز مکلفیت ګڼي. دا نظام له اسلامي دولت (اسلامي خلافت) پرته بل څه نه دی.

"إنَّما الإمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِن ورَائِهِ ويُتَّقَى به" رواه مسلم

بې شکه چې امام ډال دی، شاته یې مسلمانان جګړه کوي او د هغه په وسیله یې ملاتړ او ساتنه کېږي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې