پنجشنبه, ۲۶ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د بندیانو د حقونو د دفاع او اختطاف پر وړاندې کمپاین

د حزب التحریرـ ولایه تانزانیا دری فعالان (استاد رمضان موشي کاکوسو، وزیر سلیمان مکالیا جاندا او عمر سالوم بمبو) له دوو کالونو زیات وخت کېږي، چې له ضمانت او محکمې پرته په زندان کې ساتل کېږي. په ورته حالت کې د نورو توقیف شویو کسانو په ګډون د اومشو سازمان علما هم له اوو کالونو څخه ډېر وخت کېږي، چې په زندانونو کې دي. همدا راز نور (مسلمانان او غیر مسلمانان) له ورته برخلیک سره لاس او ګرېوان دي. حزب التحریرـ ولایه تانزانیا غواړي چې د دوی د حقونو د دفاع لپاره د کمپاین خبر ورکړي.

کمپاین به په رسمي توګه د ۲۰۲۰م د جون له ۱۹مې څخه د ۲۰۲۰م د جولای تر ۱۹مې پورې دوام وکړي. دغه کمپاین لاندې برخې لري:

۱ـ د کمپاین موخې:

الف ـ عمومي موخه

د لاندې موضوعاتو پر وړاندې خبرې کول او لاریونونه:

  • زندانیان پرته له محکمې نیول کېږي
  • مشکوک کسان د ضمانت له حق څخه بې برخې دي
  • د شواهدو د تر لاسه کولو لپاره نامعلوم وخت
  • د اختطاف شتون
  • ترهګریز عمل

ب ـ ځانګړې موخه

  • موږ خپل غږ پورته کوو، تر څو زموږ د فعالانو قضیه د مناسبې او یوازې د قانوني پروسې پر اساس واورېدل شي، ضمانت ورکړل شي یا هم خوشي شي.

۲ـ د کمپاین ساحې:

  • ·        په بېلا بېلو سیمو کې عامه اسلامي خبرې کول.

  • ·        د ټولنیزو شبکو لکه: ټويټر، فسبوک، وټسپ، وېبپاڼو او داسې نورو له لارې د مقالو لیکل، ژوندي پروګرامونه وړاندې کول، ویډیویي کلېپونه او داسې نور.

  • ·        په نورو رسنیو لکه ټلویزیونونو، راډیو ګانو، ورځپاڼو ټینګار کول، چې دغه کمپاین تر خپل پوښښ لاندې راولي او په پراخه توګه یې خپور کړي.

  • د دې کمپاین عامول او د بشپړ ګډون لپاره د نورو کسانو خوځښت رامنځته کول لکه: وکیلان، روڼ اندي کسان، د بشري حقونو فعالان، مسلمان عالمان، د جوماتونو امامان، مسلمان مبلغین، مسلمان ښوونکي، ژورنالیستان، سیاستوال، مفکران او نور عام وګړي.

  • د مدني ټولنو خوځښت رامنځته کول، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د بشري حقونو لپاره کار کوي، تر څو په دې کمپاین کې ګډون وکړي او عام یې کړي.

۳. د کمپانی شعار

«د قانون له مخې له محکمې پرته توقیف، له ضمانت څخه محرومیت او د شواهدو د تر لاسه کولو لپاره نامعلوم وخت ظلم دی»

موږ هيله لرو چې د ټولنې هر وګړی په بشپړه توګه په دې ستر کمپاین کې ګډون وکړي، ځکه چې اجنډا یې هر څوک په دیني یا بشر دوستانه اړخ کې رانغاړي.

مسعود مسلم

د حزب التحریرـ ولایه تانزانیا مطبوعاتي استازی

 

د مطلب ادامه...

د یمن خلک به تر کومه له غوره ژونده محروم وي!؟

  • خپور شوی په یمن

د ۲۰۲۰م د جون په ۶مه د سویلي یمن د ابین او شبوه ولایتونو د عبد ربه ځواکونو او انتقالي شورا تر منځ جګړه، داسې جګړه ده لکه په ۲۰۱۴م کې چې د عبد ربه په مشروعیت سره صنعا ته د حوثیانو په ننوتلو سره راپارېدلې وه او د دوی د رضایت وړ نه وه! دغه جګړه دوې میاشتې وړاندې د ۲۰۱۹م د اګېسټ په پیل کې راپورته شوې وه. د عبد ربه او انتقالي حکومت تر منځ جګړه د دې لپاره ده چې د سویل انقلابي شورا، په سویل کې له سیاسي صحنې څخه له امریکایانو څارنه او له شمال کې حوثیان ليرې کړي.

په یمن کې خلک له دې جګړو زیانمن شوي، د دوی کورونه، ښارونه او کلي بمبار شوي او له خاورو سره خاورې شوي دي. دغه راز بې ځایه شوي، سړکونه یې پر مخ تړل شوي او له همدې کبله باید خپل منزل ته د رسېدلو لپاره اوږده واټنونه ووهي. هېڅوک ښايي تصور ونه کړي، هغه سړک چې د صنعا او ماریب تر منځ دی او یو مسافر چې په ۲نیمو ساعتونو کې رسېده، اوس په ۱۸ساعتونو کې هم نه رسیږي. له عدن څخه صنعا ته سړک د ۷ساعتونو پر ځای ۱۶ساعتونو ته اړتیا لري. د الحوبان سړک تعز ښار ته ۲۰دقیقې وخت نیسي. د خلکو د معیشت پر وړاندې خنډونه جوړول او له کلونو راهیسې د کارمندانو د معاشونو نه ورکول خو پر ځای پرېږدئ، په بدل کې یې دوی پسې اخیستې دي، چې خپل ژوند پرته له کومې ګټې په خطر کې واچوي. د خصوصي مرکزونو لپاره یې عامه برښنا قطع کړې او همدا راز یې ښوونځي او روغتونونه تړلي دي...

دا ټول د څه لپاره؟ ایا خلک د پټرولو د محصولاتو او د خوراکي توکو له لوړې بیې خلاصوي؟ ایا دوی د خدماتو د چمتو کولو لپاره مبارزه کوي؟ نه. په الله قسم، خلک د جنجالي احزابو لپاره وروستۍ اندېښنه ده، له لیرې شمال څخه تر سوېل پورې او ختیځ څخه تر لويديځ پورې، دوی هغه ناوړه موخې تر لاسه کوي چې د یمن خلک یې تصور هم نه شي کولای.  

د یمن خلکو: دا خلک چې له تاسو سره دا ټول شیان کوي، لکه پر سړک د سفر ځنډول، د برښنا مزي پرې کول او نورې سختې تګلارې، تر څو ستاسو معیشت ګډوډ کړي او دوی وکولای شي هغه حلارې وړاندې کړي چې ستاسو د ژوند په پرتله وژونکې دي. تاسو باید په خپلو ښارونو، کلو او سړکونو کې خوندي ژوند ولرئ او ونه ډار شئ. د هېچا له ملاتړ پرته د برېښنا، درملو او زده کړې خدمتونه تر لاسه کړئ، ځکه چې دا ټول په اسلام کې د دولت د فعالیت زړه دی.

د یمن خلک له دغو بدمرغیو هغه مهال راوتلی شي، چې د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت دولت تاسیس کړي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره زیری دی چې فرمايي:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: ...بیا به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.

 د هغه صلی الله علیه وسلم له خبرو سره سم به خلک د خپل ژوند په چارو کې په امن وي:

«حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِنْ صَنْعَاءَ إِلَى حَضْرَمَوْتَ، لاَ يَخَافُ إِلَّا اللَّهَ، أَوِ الذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ»

ژباړه: یو مسافر به د یمن له صنعا څخه تر حضرالموت پورې پرته له وېرې سفر کوي، خو یوازې به له الله سبحانه وتعالی څخه وېرېږي، یا به له لیوه د پسونو ساتنه کوي، خو تاسو به بيړه کوئ.

نو ایا د یمن خلک به د هغو کسانو لاسنیوی وکړي، چې د دغسې دولت د تاسیس لپاره کار کوي!؟

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ

[انفال: ۲۴]

ژباړه: اې ایمان راوړونکو! د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست، چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی.

د حزب التحریرـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

د ملتونو کمزوري او د الله سبحانه وتعالی قوت

  • خپور شوی په سیاسي

یو شمېر مسلمانان پخپلو خبرو کې پر دې باور کړی چې د نبوت پر تګلاره د خلافت په رامنځته کېدو سره د اسلام بیا واکمني ناشونې ده؛ ځکه هغوی دا استدلال کوي چې په سیمه کې واکمن او لوی دولتونه لکه امریکا، اروپا، چین او روسیه به یې ژر تر ژره د هغه د له منځه وړلو هڅې پیل کړي او د تاسیس کېدو په مخ کې به یې خنډ شي. ځینې نور بیا دا نظر وړاندې کوي چې د اشغال شوو سیمو او یا هغه سیمې چې تاوتریخوالی پکې ډېر دی او خلک یې قتل عام کېږي، لکه فلسطین، سوریه او کشمیر د ازادۍ لپاره په ترکیه، پاکستان، مصر او نورو اسلامي هېوادونو کې د اوسنۍ واکمنې اردو خوځول یوه سیاسي او نظامي ځانوژنه ده.

هغه هېوادونه چې ډېری نفوس یې مسلمانان دي او ادعا کوي چې د داسې نظامي چلند پایله به له ماتې سره مخ شي؟ ځکه په اوسني حالت کې اسلامي هېوادونه نه یوازې له لویو هېوادونو سره په مبارزه کې دي، بلکې له تړونکوونکو او ملګرو غربي او شرقي هېوادونو سره مخ دي. د هغوی ادعا دا ده چې اوسني لوی دولت ته هېڅوک ماتې نه شي ورکولی او تل به همداسې واکمن وي. دا د اوسنۍ نړۍ د رهبرانو فکري لیدلوری دی. د هغوی له ډلې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په جریان کې یې د خپلو خبرو په دوام کې د امریکا د اټومي بټیو په تړاو وویل: «موږ هیله مند یو چې له دغه قدرت څخه ګټې اخیستنې ته اړ نه شو، خو داسې وخت به هم راشي چې د نړۍ ځواکمن ملت به نه وو.

هر کله چې یو شمېر مسلمانان د مسلمانانو د راتلونکي په اړه په داسې باور وي، حتما له خلکو سره د ماتې مفکوره پیدا کېږي، عادي خلک تل واکمن واقعیت ته تسلیمېږي، د ظلم، تاوتریخوالي او وژنو دوام به ومني. هغه مسلمانان چې په داسې لیدلوري لویېږي، هر کله چې یې خلک پخپله خاوره کې د بدلون غوښتنه وکړي، هغوی د ملګرو ملتونو د ارګان له لارې او یا د دغه سازمان د تګلارو پر اساس له سیاسي حزبونو سره جوړجاړی کوي. ځکه د هغوی مفکوره داسې ده چې تباه کوونکی واقعیت یې رامنځته کړی دی.

موږ په ځلونه کله چې د داسې سازمانونو له کړنو څخه ملاتړ کړی، د بې ګناه وینې تویدو لامل شوی، هغه ناکام شوی او پر ځای یې ظالمو واکمنانو، نظامونو او بنسټونو ته ډېر قدرت ورکړی دی. یا سرچپه، دا ډول حزبونه او سازمانونه هغه ابزار دي چې لوی دولتونه د شته حالت د پیاوړتیا په هدف د خپل نفوذ او سلطې اړوند په نړۍ کې ترې ګټه اخلي. دغه له ماتې سره مخ فکرونه په نړۍ د اوسنیو واکمنو واقعیتونو د اقداماتو د احساساتو له پایلې څخه رامنځته کېږي. د بېلګې په ډول، که دا ومنل شي چې یو هېواد د لوی نظامي قدرت په درلودو سره کمزوري هېواد ته ماتې نه شي ورکولی؛ ایا د نظامي او سیاسي پېښو کنټرول د شطرنج د دانو د کنټرول په څېر دی؟ په ډاډ سره ویلی شو چې دا ډول لیدلوری یوازې پر نظامي قدرت تکیه کول ردوي. له دې داسې معلومېږي چې بهرنی عمل د صحنې او د ملل د بریا د دوام تر شاه دی، چې هغه الله سبحانه وتعالی قوي، قادر او د وړتیا لرونکی ذات دی. دغه واقعیت په نړۍ کې د کورونا ویروس د پراختیا او ښکاره کېدو په وخت کې نړیوالو ته ښکاره شو. دا کوچنی مخلوق چې حتا په سترګو نه لیدل کېږي، په نړۍ کې یې ستر اقتصادي رکود رامنځته کړی دی. د کورونا پیغام هغو کسانو ته لوی عبرت دی چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې یې خپله کمزوري ولیدله. داسې درسونه څو څو ځله په قرانکریم کې ذکر شوي، چې ډېرو تېرو امتونو او لویو امپراتوریو داسې ګمان کاوه چې ماتېدل یې ناشوني دي او الله سبحانه وتعالی ته له هر ډول تسلیمېدو څخه یې سرغړونه وکړه؛ خو الله سبحانه وتعالی مومنینو ته دا وریادوي چې یوازنی له ماتې سره نه مخ کېدونکی ذات الله سبحانه وتعالی دی. څنګه چې فرمایي:

﴿أَلَمْ يَرَوْاْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ مَّكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّن لَّكُمْ وَأَرْسَلْنَا السَّمَاء عَلَيْهِم مِّدْرَارًا وَجَعَلْنَا الأَنْهَارَ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَنْشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ﴾

 [الأنعام: 6]

ژباړه: ایا نه پوهېدل چې تر دوی وړاندې مې ډېر ملتونه او قومونه هلاک کړل؟ هغوی ته مې ځمکه، نعمتونه او امکانات ورکړل، چې تاسو ته مې هغه نه دي درکړي او پر هغوی مې پرلپسې بارانونه وکړل او تر پښو لاندې مې یې نهرونه وبهول، خو هغوی سرغړونه وکړه، نو هغوی مې د خپلې ګناه له امله هلاک کړل او تر هغوی وروسته مې نور قومونه پیدا کړل.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿قُلْ سِيرُواْ فِي الأَرْضِ ثُمَّ انظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ﴾

[الأنعام: 11]

ژباړه: پر ځمکه وګرځئ، وروسته ووینئ، د هغو کسانو عاقبت څه شی شو چې الهي ایاتونه یې دروغ وګڼل؟

د دې تر څنګ الله سبحانه وتعالی بیاهم فرمایلي دي:

﴿أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَاهِيمَ وِأَصْحَابِ مَدْيَنَ وَالْمُؤْتَفِكَاتِ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَـكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ﴾

[التوبه: 70]

ژباړه: ایا د هغو کسانو خبر نه دی در رسېدلی چې تر هغوی وړاندې وو؟ د نوح، عام، ثمود، ابراهیم د قومونو حال او همدارنګه مدین اصحاب او د لوط د قوم ړنګ بنګ شوي ښارونه، چې پیغمبرانو یې روښانه دلیلونه ورته راوړل، خو هغوی ونه منل. الله سبحانه وتعالی پر هغوی ظلم ونه کړ، بلکې هغوی وو چې تل یې پر خپل ځان پخپله ظلمونه کول.

نو د عاد د قوم داستان چې په قرانکریم کې راغلی، د اوسني واقعیت تر ټولو ښکاره بېلګه ده، چې هغوی فکر کاوه مات به نه شي. د عاد قوم لومړی قوم و چې له حضرت نوح علیه السلام وروسته یې بت پرستي پیل کړه او د طغیان په پایله کې د لوی طوفان په وسیله له منځه یوړل شو. څنګه چې الله سبحانه وتعالی په سورت فجر کې فرمایي:

﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ * إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ * الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ﴾

[الفجر: 6]

ژباړه: ایا نه پوهېدې چې الله سبحانه وتعالی د عاد له قوم سره څه وکړل؟ او له هغو ښارونو سره چې لوړې ودانۍ پکې جوړې شوې وې؟ داسې چې بېلګې یې په ښارونو کې نه وې جوړې شوې.

نن ورځ د نړۍ لوی قدرتونه په وړتیا او سیطره کې د عاد له قوم سره برابر نه دي. ځکه په نړۍ کې د عاد د قوم سیال نه و، په نړۍ کې به یې چې هر څه وغوښتل، هغه به یې ترسره کول او هېچا له هغه سره د سیالۍ وس نه درلود. له اقتصادي پلوه د عاد قوم ښه شتمني او اسانتیاوې درلودې، چې د هغوی له ډلې یې بڼونه او ډول ډول باغچې درلودې. په داسې بڼه چې د هغوی شتمني دومره پراخه او ډېره وه چې د غرونو په سرونو به یې کورونه او ودانۍ جوړولې، چې هېچا هلته ژوند نه کاوه؛ دوی یوازې دغه کورونه د وړیا ښودلو او لویۍ په هدف جوړ کړي وو. د نفوذ او نسل له پلوه الله سبحانه وتعالی هغوی ته ډېر نسل او پیاوړي خلک ورکړي وو. د دې تر څنګ الله سبحانه وتعالی یادو کسانو ته د ښارونو په جوړولو کې ښه مهارت ورکړی و.

په هر حال، هغه ټول ځواک چې دوی درلود، هغوی تکبر وکړ، کافران شول د هود علیه السلام له رسالت څخه، چې د الله سبحانه وتعالی د لارښوونو او عبادت لپاره رالېږل شوی و، ډډه یې وکړه. دوی ادعا وکړه چې د ځمکې پر مخ تر ټولو پیاوړی امت دی او د کوم چا لارښوونې او هدایت ته اړتیا نه لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَأَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَقَالُوا مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ﴾

[فصلت: 15]

ژباړه: د عاد قوم په ناحقه تکبر وکړ او ویې ویل: ایا تر موږ هم څوک زورور شته؟ ایا هغوی پر دې نه پوهېدل، چې الله سبحانه وتعالی چې دوی یې پیدا کړي، تر هغوی پیاوړی دی؟ په دې ګمان چې تر هغوی پیاوړی نشته، تل یې د الله سبحانه وتعالی له ایاتونو څخه انکار کاوه.

هغوی له قدرت څخه د عاقلانه ګټې اخیستنې پر ځای ظلم وکړ او وحشیانه چلند یې غوره کړ. په همدغه دلیل الله سبحانه وتعالی پر هغوی لوی باد راویست او هغوی یې له منځه یوړل. څو د ځمکې پر مخ راتلونکو نسلونو ته د عبرت یوه نښه وي، چې یوازې الله سبحانه وتعالی ټول واک او قدرت په لاس کې لري. همدارنګه الله سبحانه وتعالی هغه پیاوړی او تر ټولو قدرتمند ذات دی چې کارونه ترسره کوي او هوډ نیسي، څو ټولو ته دا وښيي چې د ملتونو د ښکاره کېدو او نسکورېدو واک او کنټرل د هغه سبحانه وتعالی په لاس کې دی. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍ * سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍ وَثَمَانِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًا فَتَرَى الْقَوْمَ فِيهَا صَرْعَى كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِيَةٍ * فَهَلْ تَرَى لَهُم مِّن بَاقِيَةٍ﴾

[الحاقة: 6]

ژباړه: او اما د عاد قوم یې په ډېر تند باد او طغیانګر باد سره له منځه یوړ، الله سبحانه وتعالی پر هغوی اوه شپې او ورځې پرلپسې مسلط کړ او که هلته وی، لیدلي به د وو چې هغوی د خرما د پوچو شوو ونو غوندې پر ځمکه پراته او هلاک شول.

دغه لوی قوم په څو ورځو کې د الله سبحانه وتعالی په قدرت سره د هغه باد په واسطه چې په سترګو نه لیدل کېده، بلکې یوازې اثار یې احساسېدل، داسې له منځه ولاړ چې ته به وایي، اصلا نه وو. الله سبحانه وتعالی! د الله سبحانه وتعالی په اړه په فجر مبارک سورت کې ژمنه کړې چې ظالمین، کافران او سړغړوونکي تباه دي او الله سبحانه وتعالی هغوی ته هېڅ اجازه نه ورکوي چې د ځمکې پر مخ سرغړونه وکړي. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ * فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ * إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ﴾

[الفجر: 12]

ژباړه: په هغوی کې یې ډېر فساد رامنځته او تباه یې کړل. الله سبحانه وتعالی پر هغوی ډول ډول عذابونه نازل کړل. له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی په کمین کې دی.

همدارنګه فرمایي:

﴿وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَآبَّةٍ وَلَكِن يُؤَخِّرُهُمْ إلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَإِذَا جَاء أَجَلُهُمْ لاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ﴾

[النحل: 61]

ژباړه: که الله سبحانه وتعالی خلک د ظلم له امله حساب ورسره وکړي، هېڅ خزنده چې د محاسبې مستحق دی، د ځمکې پر مخ نه پرېښودل، خو الله سبحانه وتعالی تر یوې مودې هغوی ته وخت ورکوي، کله یې چې اجل راشي، نه یو ساعت وروسته پاتې کېږي او نه یو ساعته وړاندې کېږي.

په تېر وخت کې د حاکمانو او ظلم کوونکو، چې حق به یې رداوه، فساد به یې پراخاوه او مومینینو ته به یې عذاب ورکاوه، د الله سبحانه وتعالی قانون همدا دی. د دې تر څنګ مو ولیدل چې الله سبحانه وتعالی نمرود ظالم پادشاه، چې فکر یې کاوه د نړیوالو خدای دی، د مایسې غوندې یو وړ مخلوق د پوزې د سوري له لارې د هغه مغز ته ورسېده او له منځه یې یوړ. موږ ولیدل چې الله سبحانه وتعالی څرنګه خپل پیغمبر داود علیه السلام ته توفیق وړ کړ، څو په یوه وړه تیږه د فلسطین لوی او ځواکمن قومندان چې د الله سبحانه وتعالی نافرماني یې کوله، وواژه او له منځه یې یوړ. موږ همدارنګه ولیدل چې فرعون یوه لویه امپراتوري اداره کوله، له خپلې اردو سره یې څه ډول په سیند کې ډوب شو؟ د دې تر څنګ مو شاهدان یو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې د الله سبحانه وتعالی په مرسته د بدر په غزا کې قریشو کفارانو ته ماتې ورکړه.

تاریخ شاهد دی چې مسلمانانو د عمر بن خطاب رضی الله عنه د خلافت په وخت کې څه ډول د فارس امپراتوري چې د تجهیزاتو له اړخه ډېره پیاوړې وه، په قادسیه کې ماتې کړه. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّن قَرْنٍ هَلْ تُحِسُّ مِنْهُم مِّنْ أَحَدٍ أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا﴾

[مريم: 9]

ژباړه: ډېر ملتونه مې د هغوی د طغیان له کبله هلاک کړل. ایا کوم څوک هغه وینئ، یا د هغوی هېڅ ورو زمزمه او غږ نه اورئ؟

په داسې حال کې چې تېرې امپراتورۍ له سیاسي، اقتصادي او نظامي پلوه له اوسنیو دولتونو لویې وې. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَكَانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعْجِزَهُ مِن شَيْءٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ إِنَّهُ كَانَ عَلِيمًا قَدِيرًا﴾

[فاطر: 44]

ژباړه: ایا په ځمکه کې ونه ګرځېدل، ترڅو د هغو کسانو په اړه فکر وکړي چې تر هغوی وړاندې او ډېر قوي وو، څه ډول شول؟ هېڅ داسې څه په ځمکه او اسمان کې نشته چې الله سبحانه وتعالی عاجز کړي، څو د هغه له قدرت څخه بېرون شي. ځکه هغه تل پوه او د قدرت لرونکی دی.

دا ټول موارد مستمري درس دی د بني بشر لپاره. قدرت او قوت یوازې د الله سبحانه وتعالی دی او د بشر تمدن او پرمختګ چې هر څومره لوی او پیاوړی وي، هر کله چې الله سبحانه وتعالی د هغه له منځه وړل وغواړي، له ټولو امکاناتو سره یې له منځه وړي. دا د مومنینو لپاره یو پند دی، چې که هر کله الله سبحانه وتعالی پر مومنینو نصرت وکړي، هېڅ سیاسي، نظامي او اقتصادي قدرت یې مخه نه شي نیولی. د داسې شواهدو په موجودیت سره اوس هم یو شمېر مسلمانان پیدا کېږي چې پر دښمنانو د مسلمانانو بریا تېرې افسانې، د الله سبحانه وتعالي پیغمبران او صحابه یادوي او د اوسني وخت د مسلمانانو لپاره یې د عبرت او بېلګې په توګه نه ګاروي؛ چې له اوسنیو سیاسي پېښو سره مبارزه وکړي. د تاریخ په اوږدو کې داسې شواهد لرو چې مسلمانان تر خلفای راشیدو وروسته او صحابه وو د نورو خلفاوو په واکمنۍ کې او د مسلمانانو واکمنانو بریالۍ اتلولۍ درلودې؛ چې اوسني سیمه‌ییز تصویرونه بشپړ منفي شمېري. د بېلګې په توګه: هغه لویه بریا چې مسلمانانو د صلیبیونو پر وړاندې د اتل سلطان صلاح الدین ایوبي د خلافت په وخت کې تر لاسه کړه او د تاریخ په زړه کې نورو ته د عبرت په توګه ثبت شوه. هغه داسې چې په درېیمه صلیبي جګړه کې، چې د حطین د مشهورې جګړې او د بیت المقدس د ازادېدو لامل شوه، په هغه وخت کې المان، فرانسې او انګلیس اتحاد کړی و، چې د هغوی د پادشاهانو په رهبرۍ لویه اردو وه، د بیت المقدس د بیرته نیولو لپاره یوځای شوي وو او ټول ناکام شول. په دې جګړه کې ځینې څېړنې دا ښيي چې یوازې د المان اردو د ۳۰۰۰۰۰ په شاوخوا کې وه، چې دا شمېر په هغه وخت کې له حده ډېر دی. صلاح الدین د کمې اردو په درلودو سره پر دې وتوانېد چې له بیت المقدس څخه دفاع وکړي. ځکه هغه عقیده درلوده چې له بیت المقدس څخه دفاع د الله سبحانه وتعالی امر دی او په اسلام کې دغه خاوره پاکه او مبارکه خاوره بلله کېږي. په دې جګړه کې د الله سبحانه وتعالی قدرت هغه وخت معلومېږي، کله چې د المان صلیبي لښکر د شام پر لور حرکت وکړ او د هغوی پادشاه فریدریک بارباروسا مړ شو او وروسته یې په پوځ کې ناروغۍ او بې شمېره اختلافونه راپیدا شول. بیا هغه وو چې له صلاح الدین سره د مقابلې لپاره د دوی پوځ شام ته ورسېد، د هغوی له جملې څو سوه سرتیري پاتې شول چې د کمزورۍ او بې وسۍ له امله له منځه ولاړل. په دې معرکه کې یوه الهي مرسته دا وه چې د فرانسې دویم فیلیپ د عکا ښار په کلابندۍ کې ناروغ شو او له خپل پوځ سره بیرت فرانسې ته ولاړ. همدارنګه هغوی د انګلیس پادشاه ریچارد د صلاح الدین پر وړاندې یوازې پرېښود. همدارنګه د ریچارد پوځ له ګرمۍ او د څښلو اوبو له نښت څخه ځورېده او د شپې پر مهال د زهري عنکبوتونو لښکر هغوی وچیچل. وروسته کله چې د قدس ښار په څومترۍ کې لیدل کېدل، یوازې ۲۰۰۰ زره سرتیري یې پاتې وو، چې د جګړې او د ښار د نیولو وس یې نه درلود. الله اکبر! نو د هغو مسلمانانو لپاره یو لوی درس دی چې الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو ملاتړی دی چې د اسلام د بیا راتلو په لټه کې دي.  د اسلام په تاریخ کې د څو بریاوو شاهدان وو. هر کله چې مسلمانان د الله سبحانه وتعالی د دین پر پښو درېدو، د هغه سبحانه وتعالی د امر پر ځای کولو او له اسلام او مسلمانانو څخه د دفاع لپاره راپورته شوي وو، د لږ شمېر او د کمزوري نظامي قدرت پر شتون سربېره الله سبحانه وتعالی هغوی ته بریا ور په برخه کې کړې ده. د بېلګې په توګه، په ۱۳مه پېړۍ کې د تاتار قبیله چې وحشي انسانان وو، پر اسلامي خلافت یې برید وکړ، خلیفه یې کلابند او وروسته یې وواژه او کابو د اسلامي خارو درېیمه برخه یې اشغال کړه. کله یې چې هغوی د اسلام د وروستي مرکز مصر پر لور حرکت وکړ، تاتار د مصر واکمن محمود سیف الدین قطز ته په یو لیک کې ولیکل: «اسلامي خاورې مې اشغال، ماشومان مې یتیم او انسانانو ته مې سخته جزا ورکړه او قتل عام مو کړل. د هغوی ګران انسانان مو ذلیل او رهبران مو یې ونیول؛ نو ته څه فکر کوې چې چېرته به ولاړ شې؟ قطز له مسلمانانو، علماوو او د سلامي خارو د دفاع لپاره د مسلمانانو له خلیفه څخه مرسته وغوښته او هغوی یې یووالي ته راوبلل. همغه وو چې د عین جالوت په جګړه کې د نوموړي په رهبرۍ مسلمانانو د روژې په مبارکه میاشت کې د تاتار پر وړاندې لویه بریا خپله کړه. دا چې قطز د اسلامي خلافت د څو اشغال شوو سیمو د ازادولو هڅه وکړه، هغه له اسلام څخه د دفاع لپاره مبارزه وه، نه شخصي هدف. د تاریخ په اږدو کې یې ژوندۍ بېلګې ډېرې دي. کله چې مسلمانان د الله سبحانه وتعالی او د هغه د اوامرو د ځای پر ځای کېدو لپاره په لږ شمېر راپورته شوي او الله سبحانه وتعالی هغوی بریالي کړې وي، ډېر مثالونه شته دي.

پر دې سربېره د دښمن پر وړاندې د نصرت د تحقق لپاره د رسولانو، صحابه وو او همدارنګه د قدرت توازن شتون شرط نه دی. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو اللّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾

[البقره: 249]

ژباړه: خو کوم کسان چې پر دې باور، چې د الله سبحانه وتعالی د دیدار لیدونکي دي، ویې ویل: هغه کوچنۍ ډله چې د الله سبحانه وتعالی په توفیق پر لویه ډله بریالۍ شوه او الله سبحانه وتعالی له صبرکوونکو سره دی.

کفارو تل په نړۍ کې د قوی توازون اصطلاحات لکه د نظامي او سیاسي قدرت توازون د جګړې او د سیاست په ډګر کې د بریا شرط بللی دی؛ خو تل اړتیا نشته چې د مسلمانانو فکر همداسې وي، ځکه موږ پوهېږو چې الله سبحانه وتعالی د محدود فکري قضاوت او منطق پر اساس نصرت نه ورکوي، بلکې الله سبحانه وتعالی د نصرت د ورکړې لپاره قضاوت او ټاکلې مبده لري چې هغه د الله سبحانه وتعالی له اوامرو څخه د مسلمانانو پیروي، پر هغه توکل او د اسلام د دین د نصرت لپاره هڅې دي. څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾

[محمد: 7]

ژباړه: اې مومنانو! که د الله سبحانه وتعالی اوامر ومنئ، الله سبحانه وتعالی له تاسو سره مرسته کوي او ګامونه مو ټینګ وي.

همدارنګه د اسلامي خلافت په وخت کې موږ د دې شاهدان وو، هر کله چې مسلمانان د اسلام د پلي کېدو او تحقق او د خپلو لیکو د پیاوړي کېدو لپاره جګړه کړې، له ژمنې سره سم الله سبحانه وتعالی اسلامي خلافت تر ټولو په قوي ځای کې ساتلی دی. تر دې چې سیاسي، اقتصادي او نظامي قدرت یې په ټوله نړۍ کې خپور شو، د اسلام دښمنان ترې ډارېدل او پرلپسې بریاوې یې تر لاسه کړې. همدارنکه د دغو هڅو پر مټ مسلمانان پر دې وتوانېدل چې ډېرې سیمې ونیسي. له هسپانیې نیولې تر منځنۍ اسیا پور، خو کله چې مسلمانانو د اسلام په زده کړه، فهم او پلي کېدو کې د خلافت دولت په چوکاټ کې ټنبلي او سستي وکړه، پر ځای یې پردي فکرونه راخپل کړل، اسلامي خاورې ووېشل شوې او اسلامي دولت کمزوری شو. کار تر دې ځایه ورسېد چې اسلامي خاورې د اشغال کوونکو په کنفرانسونو کې د ساتېرۍ په الو بدلې شوې او د هغوی دروازې د اسلامي خارو د استعمار، وېشلو او پر هغوی د نظامي بریدونو او د مسلمانانو د وینو تویولو لپاره پرانیستل شوې. قران، سیرت او د اسلام تاریخ زموږ لپاره غوره درسونه دي چې د هغه پر اساس خپله مفکوره جوړه کړو او دا چې الهي نظامي اقامه یعنې اسلامي خلافت حتما د الله سبحانه وتعالی په مرسته تاسیس کېږي، د نړۍ له پرمختګ او قدرت پرته. ځکه زموږ دین موږ ته امر کړی چې په هر حالت کې د خپل رب اطاعت وکړو او د خپل دین په قدرت ایمان ولرو.

پر همدغه اساس، بشپړ باور ولرو چې اسلامي پوځونه دا وړتیا لري، څو په سوریه، فلسطین، کشمیر، چین، میانمار او نورو اسلامي خارو کې زموږ ځورېدلې خویندې او وروڼه وژغوري. ځکه زموږ پوځونه یوازې د الله سبحانه وتعالی دغه امر ته لبیک وایي: له اسلامي خاورو او د مسلمانانو د ژوند ساتنه. داسې بارونه له اصطلاحاتو او تورو سره غوټه خوړلې چې په ځلونه موږ ته ویل شوي دي، خو ډېر کم کسان دي چې مانا او مفهوم یې درک کړی دی. لاحول ولا قوه الا بالله! په دې کې شک نشته چې الله سبحانه وتعالی هغه چا ته نصرت ورکوي، چې د هغه سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَـكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ * تِلْكَ آيَاتُ اللّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ﴾

[البقره: 251]

ژباړه: که چېرته الله سبحانه وتعالی د ځینو د تیري او ظلم مخه د نورو کسانو په وسیله نه نیوله، ځمکه به له فساده ډکه شوې وای، خو الله سبحانه وتعالی د نړۍ د خلکو پر وړاندې فضل او احسان کوي.

لیکواله: ډاکتر نسرين نواز

د حزت التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د برخې رییسه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

د لمانځه په صفونو کې فاصله یو بدعت دی، چې ګناه يې د حکامو پر غاړه ده

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه وبعد

ټولو هغو کسانو ته چې ما ته يې د جمعې او جماعت لمونځونو پر مهال د دوه متره واټن مراعتولو په اړه پوښتنه را لېږلې ده... دوی وايي چې په ځینو اسلامي هیوادونو کې چارواکي مسجدونه بندوي، خو کله چې يې خلاصوي، نو پر لمونځ کوونکو د دوه متره واټن مراعتول جبري کوي. چارواکي دا عمل داسې توجیه کوي چې ناروغ شخص معذور دی او په ناسته لمونځ کولی شي، نو د همدې قیاس له مخې دی د خپل څنګ له کس څخه دوه متره فاصله مراعتولای شي. ان که دی ناروغ هم نه وي، خو بیا هم له ناروغۍ څخه وېرېږي، ځکه نو باید فاصله مراعت کړي. دلته دوې پوښتي پیدا کېږي: ایا حکامو ته جواز شته چې پر لمونځ کوونکو واټن مراعتول جبري کړي؟ یا هم ایا دا فاصله مراعتول بدعت دی چې ګناه یې د حکامو پر غاړه ده؟ پوښتونکو د دغو دوو پوښتنو د ځوابېدلو په اړه ټينګار کړی دی. زه د دوی پوښتنې ځوابوم او له الله سبحانه وتعالی څخه توفیق غواړم:

موږ وړاندې هم د بدعت په اړه تر یوه زیات ځوابونه خپاره کړي دي، که پوښتونکي هغه وګوري نو ځواب به ورته روښانه شي چې په لمانځه کې فاصله مراعتول لکه څنګه چې وویل شول یو بدعت دی او که یې حکام پر خلکو مراعتول جبري کړي ګناهکار کېږي، د دې تفصیل په لاندې ډول دی:

لومړی: موږ د ۱۴۳۴هـ ق کال د رجب پر ۲۸مه چې د ۲۰۱۳م د جولای له ۶سره سمون خوري لاندې ځواب خپور کړی، چې پکې راغلي:

 (بدعت د شارع له یو امر څخه تېري ته وایي، چې معنی يې د شریعت له لوري ټاکل شوې وي. د بدعت لغوي مانا په لسان العرب کې داسې راغلې ده:

"المبتدع الّذي يأتي أمراً على شبهٍ لم يكن...، وأبدعت الشّيء: اخترعته لا على مثالٍ

ژباړه: مبتدع (بدعت کوونکی) هغه څوک دی چې یو داسې شی رامنځته کړي چې ساری يې تراوسه نه وي لیدل شوی... داسې شی اختراع کړي چې مثال يې نه وي.

د بدعت اصطلاحي مانا هم په همدې ډول ده. د مثال په ډول که چېرې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو کار په ځانګړې بڼه ترسره کړی وي او یو مسلمان يې له هغې بڼې څخه په بل ډول وکړي، نو دا بدعت دی. بدعت له هغې ټاکل شوې طریقې څخه انحراف ته وایي چې شارع د یو امر لپاره ټاکلې وي او دا د دغه حدیث له مفهوم څخه اخیستل شوی دی:

«وَمَنْ عَمِلَ عَمَلاً لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ»(بخاري او مسلم)

ژباړه: هر څوک چې داسې عمل ترسره کړي چې موږ امر نه وي پرې کړی، هغه مردود دی.

د بېلګې په ډول، که یو څوک په لمانځه کې د دوو سجدو پر ځای درې سجدې وکړي، نو ده یو نوی شی رامنځته کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې خلاف يې وکړ. که چېرې یو څوک په مینا کې د اوو تیږو پر ځای اته تیږې وغورځوي، ده بدعت وکړ، ځکه دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له عمل سره په ټکر کې دی. دغه راز که یو څوک له اذان څخه څو کلیمې کمې یا ورزیاتې کړي، نو بدعت يې کړی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان لپاره ځانګړي الفاظ بيان کړي دي.

البته له یوه داسې شرعي عمل څخه د انحراف حکم چې په اړه يې ځانګړې طریقه نه وي وضع شوې، د شریعت د نورو حکمونو په ډله کې راځي: دا به حرام، مکروه او داسې نور وي. که چېري یو عمل د وضعي حکم له ډلې څخه وي، بیا د عمل په تکلیف پورې اړه لري او د باطل، فاسد او نورو تر چتر لاندې راځي.

 د مثال په ډول مسلم له عایشې رضی الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه په اړه روایت کوي چې وایي:

«...وَكَانَ إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ لَمْ يَسْجُدْ، حَتَّى يَسْتَوِيَ قَائِمًا، وَكَانَ إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ السَّجْدَةِ، لَمْ يَسْجُدْ حَتَّى يَسْتَوِيَ جَالِسًا..

ژباړه: ... رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به کله له رکوع څخه سر راپورته کړ، تر هغه به سجدې ته نه تلو چې پوره به نه و درېدلی او کله چې به يې له سجدې څخه سر راپورته کړ تر هغه به يې سجده نه کوله چې نېغ به نه و کښېناستلی.

 

پر همدې بنسټ، په دې روایت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښيي چې مسلمان باید له رکوع څخه له سر راپورته کولو وروسته تر هغو سجده ونه کړي، چې نېغ نه وي درېدلی او کله چې له سجدې څخه سر راپورته کړي، تر هغو به بیا سجدې ته نه ځي چې نېغ نه وي کښېناستلی. دا طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري وضعه شوې ده او که څوک له دې تجویز شوې طریقې څخه انحراف کوي، نو ځان يې په بدعت کې واقع کړی دی. که چېرې یو مسلمان په لمانځه کې له رکوع څخه سمدستې سجدې ته ځي، پرته له دې چې نېغ ودرېږي، نو دا هم بدعت دی، ځکه دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له راښودل شوې طریقې خلاف دی، دا یو ناوړه بدعت دی او هغه څوک یې چې کوي ګناهکاریږي.

دغه راز مسلم له عبیده بن صامت څخه روایت کوي:

إِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَنْهَى عَنْ بَيْعِ الذَّهَبِ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةِ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرِّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرِ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرِ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحِ بِالْمِلْحِ، إِلَّا سَوَاءً بِسَوَاءٍ، عَيْنًا بِعَيْنٍ، فَمَنْ زَادَ، أَوِ ازْدَادَ، فَقَدْ أَرْبَى

ژباړه: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې هغه له دې کار څخه منعه وکړه چې سره زر په سرو زرو، سپین زر په سپینو زرو، وربشې په وربشو، خرما په خرما او مالګه له مالګې سره بدله شي؛ مګر دا چې مثل په مثل به وي، سترګه په سترګه به وي (ځای پر ځای)، خو که چا زيات واخيست او يا يې زیات ورکړ،  له شک پرته چې سود يې وکړ.

که یو مسلمان دا حدیث نقض کړي او سره زر د ډېرو سرو زرو په بدل کې وپلورلي او وزن په وزن يې خرڅ نه کړي، نو نه شو ویلی چې ده بدعت وکړ، بلکې ده یو حرام عمل یعنې سود (ربا ) ترسره کړه.

لنډه دا چې په يوه چاره کې د رسول الله صل الله علیه وسلم له طریقې خلاف کار کول بدعت دی. خو په مطلق ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر مخالفت ـ پرته له دې چې د ځانګړې طريقې خلاف عمل وشي ـ د نورو شرعي احکامو (حرام، مکروه، فاسد، باطل او...) تر چتر لاندې راځي او حکم ورته د دليل له مخې ټاکل کيږي. د نقل قول پای.

موږ د بدعت په اړه د ۱۴۳۶هـ ق کال د ذوالحجې پر ۸مه چې د ۲۰۱۵م د سېپټمبر له ۲۲سره سمون خوري، نور تفصیلي معلومات خپاره کړي دي او تر دې وړاندې او وروسته مو هم پر دې موضوع کافي ځوابونه ورکړي، چې انشاء الله هماغه کفایت کوي.

دویم: له همدې امله، که په اسلامي خاورو کې یو دولت عبادت کوونکي اړ باسي چې د ناروغۍ د سرایت له وېرې یو له بل څخه یو یا دوه متره فاصله مراعت کړي، هغه که د جمعې لمونځ وي یا نور د جماعت لمونځونه، په ځانګړې توګه کله چې په یو چا کې د ناروغۍ څرګندې نښې هم نه وي، نو د کبيره ګناه مرتکب کيږي. ځکه په صفونو کې فاصله یو بدعت دی او دا عمل د رسول الله صلی الله عليه وسلم د طريقې خلاف کار دی. دا د لمانځه د صفونو د جوړولو او یو بل ته د نږدې درېدلو له هغې طریقې څخه څرګنده سرغړونه ده، چې د شرعي دلايلو له مخې رسول صلی الله علیه وسلم ښودلې ده، چې ځیني یې په لاندې ډول دي:

ـ بخاري په خپل صحیح کې له ابو سلیمان مالک ابن الحویریث څخه روایت کوي چې وایي: موږ څو تنه همزولي ځوانان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلو. له هغه سره مو شل شپې وکړې... دی مهربان او زړه سواندی و. او ویل یې:

«فَقَالَ ارْجِعُوا إِلَى أَهْلِيكُمْ فَعَلِّمُوهُمْ وَمُرُوهُمْ وَصَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي وَإِذَا حَضَرَتِ الصَّلَاةُ فَلْيُؤَذِّنْ لَكُمْ أَحَدُكُمْ ثُمَّ لِيَؤُمَّكُمْ أَكْبَرُكُمْ»

ژباړه: تاسې بیرته خپل اهل ته لاړ شئ، هغوی ته علم ور زده کړئ او امر يې کړئ. داسې لمونځ وکړئ، لکه زه چې مو پر لمانځه ولیدلم. کله چې د لمانځه وخت شي، په تاسې کې دې يو اذان وکړي او بیا دې په تاسو کې تر ټولو مشر امامت وکړي.

 بخاري په خپل صحیح کې له انس بن مالک څخه روایت کوي، دی وايي: کله چې اقامت وویل شو، د الله رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته مخ راواړوه او ويې ویل: «أَقِيمُوا صُفُوفَكُمْ، وَتَرَاصُّوا، فَإِنِّي أَرَاكُمْ مِنْ وَرَاءِ ظَهْرِي»

ژباړه: خپل صفونه مو سیده کړئ او نږدې سره ودرېږئ، ځکه زه تاسې له شا څخه وینم.

امام مسلم په خپل صحیح کې له نعمان ابن بشیر رضی الله عنه څخه روایت کوي، دی وايي چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته لارښوونه وکړه چې خپل صفونه د غشو په څېر سیده کړو. ده دا خبره دومره تکرار کړه، تر څو په دې ډاډه شو، چې موږ يې په مطلب ورسېدو، یوه ورځ دی صلی الله علیه وسلم مسجد ته راغی او ودرېد. د تکبير ويلو په وخت کې يې پام شو چې د يو تن ټټر له صف څخه دباندې راوتلی دی، نو ويې ویل:

«عِبَادَ اللهِ لَتُسَوُّنَّ صُفُوفَكُمْ، أَوْ لَيُخَالِفَنَّ اللهُ بَيْنَ وُجُوهِكُمْ»

ژباړه: اې د الله بنده ګانو، تاسې باید خپل صفونه سیده کړئ، کنه، نو الله سبحانه وتعالی به ستاسو تر منځ اختلاف واچوي.

 همدا راز امام مسلم په خپل صحیح کې له جابر ابن سمره څخه روایت کوي، هغه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَلَا تَصُفُّونَ كَمَا تَصُفُّ الْمَلَائِكَةُ عِنْدَ رَبِّهَا؟» فَقُلْنَا يَا رَسُولَ اللهِ، وَكَيْفَ تَصُفُّ الْمَلَائِكَةُ عِنْدَ رَبِّهَا؟ قَالَ: «يُتِمُّونَ الصُّفُوفَ الْأُوَلَ وَيَتَرَاصُّونَ فِي الصَّفِّ»

ژباړه: تاسې ولې داسې صفونه نه برابروئ، لکه ملایکې چې د خپل رب پر وړاندې صفونه برابروي؟ موږ وویل: اې د الله رسوله الله صلی الله علیه وسلم، ملایکې د خپل رب پر وړاندې څنګه صفونه برابروي؟ هغه وفرمایل: هغوی لومړی صفونه بشپړوي او بیا په صفونو کې یو له بل سره نږدې درېږي.

حاکم روایت کړی او وایي چې د امام مسلم د صحت له شرطونو سره سم په یوه صحیح حدیث کې له عبدالله بن عمر څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

مَنْ وَصَلَ صَفّاً وَصَلَهُ اللَّهُ، وَمَنْ قَطَعَ صَفّاً قَطَعَهُ اللَّهُ

ژباړه: څوک چې صف وصل کړي، الله تعالی به يې (له خپل رحمت) سره وصل کړي او څوک چې صف پرې کړي الله تعالی به يې (له خپل رحمت) څخه جلا کړي.

امام احمد له عبدالله ابن عمر څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَقِيمُوا الصُّفُوفَ فَإِنَّمَا تَصُفُّونَ بِصُفُوفِ الْمَلَائِكَةِ وَحَاذُوا بَيْنَ الْمَنَاكِبِ وَسُدُّوا الْخَلَلَ وَلِينُوا فِي أَيْدِي إِخْوَانِكُمْ وَلَا تَذَرُوا فُرُجَاتٍ لِلشَّيْطَانِ وَمَنْ وَصَلَ صَفّاً وَصَلَهُ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى وَمَنْ قَطَعَ صَفّاً قَطَعَهُ اللَّهُ»

ژباړه: خپل صفونه منظم کړئ، ځکه تاسو بايد د ملايکو په څېر صفونه جوړ کړئ. اوږې مو يو له بل سره برابرې کړئ، د صفونو په منځ کې مو خالي ځايونه ډک کړئ، له خپلو ورونو سره مو نرمي وکړئ او د شیطان لپاره فاصله مه پرېږدئ. هر هغه څوک چې صف سره نښلوي، الله تعالی به يې له خپل رحم سره ونښلوي او څوک چې صف پرې کوي الله تعالی به يې له خپل رحم څخه جلا کړي.

پورته رواياتو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه د طريقې په اړه بشپړ وضاحت بيان کړی او اصحاب کرام رضی الله تعالی عنهم هم په همدغه طريقه پابندي کړي ده. امام مالک په خپل کتاب «الموطأ» او بیهقي په «السنن الکبری» کې روایت کړي: «عمر ابن الخطاب به امر کاوه، چې صفونه سیده کړئ، کله چې به د صفونو د سيده والي په اړه خبر ورکړل شو، بیا به يې تکبیر وایه.»

درېیم: دا نه شي ويل کېدای چې ساري ناروغي یو داسې عذر دی چې د لمانځه په صفونو کې فاصلې ته جواز ورکوي، داسې ځکه نه شو ويلای چې ساري ناروغي مسجد ته د نه تګ لپاره عذر دی، مګر مسجد ته د تللو او هلته د لمونځ کوونکو تر منځ د يو متر يا دوه متره فاصلې د مراعتولو لپاره عذر نه دی!! ځکه ساري ناروغي (طاعون) د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم خپره شوې ده، خو له هغه څخه دا نه دي روایت شوي چې په وبا ککړ ناروغ دې لمانځه ته تللی وي او همالته دې له خپل ورور څخه دوه متره لېرې درېدلی وي، بلکې په وبا اخته شخص معذور دی او په خپل کور کې لمونځ کولی شي...  په هغه سیمه کې چې ناروغي خپره شوې وي، په وړیا او غوره طریقه سره یې درملنه د دولت پر غاړه ده او ناروغ اشخاص به له روغو کسانو سره نه ګډېږي... لکه څنګه چې امام مسلم په خپل صحیح کې له اسامه ابن زید څخه روایت کړی دی، چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«الطَّاعُونُ آيَةُ الرِّجْزِ ابْتَلَى اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ بِهِ نَاساً مِنْ عِبَادِهِ، فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ فَلَا تَدْخُلُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَفِرُّوا مِنْهُ»

ژباړه: وبا د الله عزوجل له لوري د مصیبت نښه ده، چې الله سبحانه وتعالی پرې خپل بنده ګان مبتلا کوي. نو کله چې مو د وبا په اړه خبر واورېد، نو هغې سیمې ته مه داخليږئ چې وبا پکې خپره شوې او کله چې ستاسې په سیمه کې خپره شي، نو تېښته ترې مه کوئ.

 په دې ډول د ساري یا وبايي ناروغیو لرونکي اشخاص بايد له روغو کسانو سره يو ځای نه شي او د دوی د درملنې لپاره بايد کافي هڅه وشي، که د الله سبحانه و تعالی خوښه وي، نو جوړ به يې کړي. البته روغ اشخاص بايد مسجد ته لاړ شي او د جمعې او جماعت نور لمونځونه په عادي بڼه له واټن مراعتولو پرته ادا کړي.

څلورم: همداراز، دا وینا غلطه ده چې وایي، د وبا پر مهال په لمانځه کې فاصله مراعتول د هغه قیاس له مخې کېږي چې یو ناروغ ته د ناروغۍ پر مهال په ناستې د لمانځه کولو رخصت شته. په دې ځای کې دا یو شرعي قیاس نه دی، ځکه ناروغ شخص د الله سبحانه وتعالی له لوري د رخصت له مخې په ناسته لمونځ ادا کوي، هغه هم د یوه عذر له وجې، چې ناروغي ده. عذرونه اسباب دي، علتونه نه دي، ځکه خو شریعت عذرونه د علتونو په توګه نه دي ګرځولي، بلکې هر عذر يې د يوه خاص شرعي حکم په مورد کې د عذر په حيث پېژندلی دی، نو يو عذر د بل حکم لپاره عذر نه بلل کيږي. يعنې عذر د هغه حکم لپاره عذر بلل کيږي چې د هغه حکم په مورد کې راغلی وي، نه دا چې عذر د ټولو حکمونو لپاره عام دی. پر دې اساس عذر عليت (علتوالی) نه افاده کوي او قياس پرې نه شي کيدای. او سبب خاص او د خپل مسبب پورې ځانګړی وي او له مسبب پرته بل شي ته سرايت نه کوي، له همدې امله پر سبب باندې قياس نه کيږي. مګر علت داسې نه دی، ځکه علت په یوه ځانګړي حکم پورې خاص نه وي، بلکې نورو حکمونو ته هم سرايت کوي او قياس ورباندې کيږي... نو کوم څه چې د عباداتو په برخه کې واضح شوي دي، اسباب دي، نه علتونه، ځکه خو عبادات توقیفي دي چې تعلیل او قیاس پکې نه شي کېدای، ځکه سبب په خپل مسبب پورې خاص وي.

پنځم: همدا ډول رخصت د وضعي احکامو له ډلې دی او دا د شارع هغه خطاب دی چې د بنده ګانو په کړنو پورې اړه لري، د وضع په ډول. دا چې وضعي حکم د شارع له لوري یو خطاب دی، نو باید یو شرعي دلیل وي ورته، چې دلالت پرې وکړي. د مثال په ډول: د ناروغ سړي لپاره په ناسته د لمانځه کولو د جواز په اړه بخاري په خپل صحیح کې له عمران بن حسین څخه روایت کوي چې وايي، ما د بواسیر ناروغي لرله، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه وپوښتل، هغه راته وویل:

«صَلِّ قَائِماً فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِداً، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ»

ژباړه: په ولاړې لمونځ وکړه، که په ولاړه دې نه شو کولی، نو په ناسته يې وکړه او که په ناسته دې هم نه شو کولی، نو په اړخ يې وکړه.

دا یو رخصت دی يعنې یو شرعي عذر دی چې په اړه يې شرعي دليل راغلی دی. نو د هر شي په اړه چې شرعي دليل وي او دا روښانه کړي چې دا د يوه ټاکلي حکم په مورد کې عذر دی، نو هغه عذر بلل کیږي. خو د څه په اړه چې دليل نه وي، هغه هېڅ ارزښت نه لري او په مطلق ډول د شرعي عذر په توګه نه ګڼل کيږي... پر دې اساس؛ دا چې ناورغ کولی شي چې په لمانځه کې د څنګ له نفر څخه يو يا دوه متره لېرې ودريږي، په دې اړه هېڅ دلیل نشته. له همدې امله دا خبره نه کوم شرعي ارزښت لري او نه هم صحت. نو کله چې د ناروغ سړي لپاره د فاصلې رعايت جواز نه لري، نو د هغه چا لپاره به څنګه جواز ولري چې لا تر اوسه ناروغ نه دی او يواځې يې د ناروغۍ احتمال شتون لري؟!

شپږم: د پورتنیو خبرو لنډیز په دې ډول دی:

۱: د لمانځه د ادا کولو د هغې طریقې تغیر چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښودلې ده، یو  بدعت دی. په داسې حالاتو کې شرعي حکم دا دی چې روغ شخص به په عادي ډول لمانځه ته ځي او لکه د عادي حالت په څېر به په صفونو کې نږدې دريږي او په صف کې به خالي ځايونه نه پریږدي. دغه راز ناروغ شخص چې په ساري ناروغۍ اخته وي مسجد ته نه ځي، تر څو نورو ته ناروغي ونه لېږدوي.

۲: که دولت مسجدونه بندوي، او روغ خلک په مسجدونو کې د جمعې او جماعت لمونځونو له ادا کولو څخه راګرځوي، نو دا کار ستره ګناه ده، ځکه د جمعې او جماعت لمونځونه ځنډول (پرېښودل) کيږي. مسجدونه باید پرانیستي وي او په هغه طریقه لمونځ پکې ادا شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښودلې ده.

۳: همداراز که چېرې دولت لمونځ کوونکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه له لمانځه کولو څخه منعه کوي او اړ باسي یې چې په ناروغۍ د مصاب کېدو له وېرې باید د عبادت کوونکو تر منځ یو یا دوه متره فاصله مراعت شي، په ځانګړي ډول پرته له دې چې د ناروغۍ علایم څرګند وي، نو په دې کار سره د سترې ګناه مرتکب کيږي.

دا هغه شرعي حکم دی چې په دې مسله کې زما په اند ارجحیت لري، الله سبحانه وتعالی عالم او حکیم ذات دی... زه له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم، چې مسلمانان مستقیمې لارې ته هدایت کړي او لکه څنګه چې يې امر کړی دی، هغسې د هغه سبحانه وتعالی عبادت وکړي. دغه راز پر دوی لازمه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ښودل شوې طریقه عمل وکړي او پرته له کوم انحراف څخه رښتینی شریعت د راشده خلافت له لارې تاسیس کړي... بېشکه چې په دې کې خیر او بریا نغښتې ده. که د الله سبحانه وتعالی خوښه وي، هغه ذات چې په اسمانونو او ځمکه کې هېڅ شی د هغه قدرت نه شي ننګولی او هغه عزیز او حکیم ذات دی. 

وعلیکم السلام ورحمةالله وبرکاته!

ستاسو ورور شیخ عطا بن خلیل ابو رشته

ژباړن: عبدالرازق

د مطلب ادامه...

د کرونا په پلمه د روژې په اعمالو او عباداتو کې د ستونزو رامنځته کول

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د روان کال روژه داسې را ورسېدله چې پخوا په څېر مو هرکلی ورته ونه کړ. مسلمانان باید په دې غمجنه فضا کې ډېر متوجه وي، ځکه داسې خلک شته چې نه غواړي مسلمانان دې د دغې میاشتې له خیر او برکت څخه ګټه واخلي. هغوی هڅه کوي چې د دغې میاشتې د ډله ییز عبادت غوره بڼه بدله او پیکه کړي. د دیني چارو وزارتونه/ حج و اوقاف د مسلمانانو په بېلابېلو خاورو کې د حکومتونو په امر په خپل سر فتواوې ورکوي. سره له دې چې د جوماتونو تړلو ته دوام ورکوي، په جوماتونو کې په جماعت سره د لمانځه کولو مخه هم نیسي. د جمعې لمنځونه یې له وړاندې ځنډولي وو ... د تراویح لمونځ یې منعه کړی و، په داسې حال کې چې د روژې په مبارکه میاشت کې به لوی جوماتونه له خلکو ډک وو، د لمونځکوونکو کتارونه به له جومات څخه بهر هم غځېدلي وو او حتا د جومات شاوخوا لارې به تړلې وې. اعتکاف او د ډله ییز روژه ماتي ټول فعالیتونه یې پرېنښودل او د روژې هغه ځانګړې عمره یې هم منعه کړه، چې مسلمانانو به یې ادا کولو ته سخته لېوالتیا درلوده او د خلکو شمېر به پکې حتا له حاجیانو هم ډېر و. دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث و:

«فَإِنَّ عُمْرَةً فِيهِ تَعْدِلُ حَجَّةً معي»

ژباړه: د روژې په میاشت کې عمره کول داسې دي لکه له ما سره چې یو ځای حج وکړي.

پر دې سربېره رسنیو هم رذالتونه کول او د روژې په فرضیت کې به یې ستونزې راپورته کولې؛ داسې چې ایا مسلمان ته روا دي چې د کرونا ویروس له امله خپله روژره وخوري؟ دوی د ځان ساتلو ته د عبادت تر ادا کولو لومړیتوب ورکوي ... او هغه کسان چې د مسلمانانو خیر نه غواړي، په دې هڅه کې دي چې له روژې څخه د ډله ییز عبادت صفت لېرې کړي او په بدل کې یې خلک په کور کېناستلو او خرابو سریالونو ته په تسلیمېدو اړ کړي. نارینه او ښځینه هنرمندان یې د دغې مبارکې میاشتې ستوري ټاکلي وو او دا مخنیوی په اصل کې د دولت له قوانینو سرچینه اخلي او لازمي یې ګڼي.

له شک پرته هغه کسان چې د مسلمانانو واک یې په لاس کې دی او د جوماتونو د مخنیوي او تړلو پر اساس امر کوي، تل د الله سبحانه وتعالی د شریعت خلاف روان دي. د دغه ویروس پیداکېدل ورته یو فرصت و، چې دا ډول تصمیمونه پلي کړي؛ لکه څنګه چې د مسلمانانو د یووالي راتګ یې له سترګو څخه خوب تښتولی و او پر وړاندې بیخي ناتوانه وو، ځکه دغو حالاتو د دوی حقیقت را برسېره کاوه. دوی به هر کال هڅه کوله چې د روژې میاشتې په را رسېدو سره داسې لوبه وکړي، چې په یوه ورځ د مسلمانانو د روژې او اختر مخنیوی وکړي. موږ مسلمانانو ته دا یادونه کوو، چې د دوی دین د امت دین دی، نه د افرادو؛ د وحدت او یووالي دین دی، نه د اختلاف؛ د دولتدارۍ، اساسي قانون او هغو قوانینو دین دی چې اجازه نه ورکوي یوازې په عباداتو او اخلاقیاتو پورې محدود شي.

مسلمانان باید په پوره توګه دا درک کړي، چې حکام یې لېوان دي او په هر لوري چې دوی ولېږي، خیر یې نشته. د کرونا په شان ناورین د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کې هم رامنځته شوی و. ده او لویو صحابه کرامو له هغه ناورین سره ایماني چلند وکړ او د کرنتین پر مهال شرعي احکامو ته ژمن وو. د دې تر څنګ هغه ناورین صحابه کرام د جهاد او نورو عباداتو له کولو را ونه ګرځول او چارې یې داسې مخته یووړې، چې د شریعت د احکامو خلاف نه وې.

مسلمانان باید خپل واک او اختیار په خپل لاس کې واخلي؛ داسې چې له ناروغۍ سره احتیاط وکړي، خو پرته له دې چې عبادات دې وځنډوي یا یې په پلي کولو کې ستونزې رامنځته کړي. که چېرې ناروغۍ ځینې اړتیاوې درلودې، نو له شک پرته چې هره اړتیا ځانګړې اندازه لري. نه باید ټول خلک بند پاتې شي او نه هم په پوره توګه ټول ازاد پرېښودل شي؛ دا رول یوازې د رباني علماوو لخوا ادا کېدلی شي، نه د رسمي او درباري علماوو لخوا.

 

له الوعی مجلې څخه اخیستل شوی- شمېره ۴۰۴

 ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...

د شوکت میرضیایف رژیم د دعوت د حمل کوونکو پروړاندې ظلم ته دوام ورکوي

خبر

د مې په ۲۸مه د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه، په یاده اعلامیه کې راغلي و چې دوی د ازبکستان د فرغانې په سیمه کې د اسلامي سیاسي حزب (حزب التحریر) څو غړي ونیول.

دغه ټول بندیان مخکې هم په حزب التحریر کې په غړیتوب لرلو او واقعي اسلام ته د دعوت کولو په جرم په اوږده بند محکوم شوي و. سره له دې چې دغو خلکو د ازبکستان په زندانونو کې ډېر وخت زندانیان وو، خو بیا یې هم په دغه سیمه کې اسلامي دعوت ته دوام ورکړ. دغه راز کله چې دوی نیول کېدل هم، د اسلام د دعوت پیام یې له ځانه سره لېږداوه.

د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي و، چې د دغه بندیانو د نیولو لپاره د پلټنو په وخت کې د حزب التحریر اسلامي کتابونه او نور لیکلي اثار هم نیول شوي دي. دغو بندیانو ته باید جزایي قضیې واچول شي او تحقیقات ورڅخه وشي، چې دوی د اندیجان، فرغانې، نمانګن، تاشکند او سرخان دریا سیمو کې له نورو کومو کسانو سره اړیکې لري. که د ۲۰۱۹م اکتوبر ته وروګرځو نو وینو چې د یاد حزب غړي چې په هغه وخت کې بندیان شوي تر اوسه پورې په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.

تبصره

د یادونې وړ ده چې د اسلام سیاسي حزب (حزب التحریر) غړي له ۱۹۹۰م څخه راپدېخوا (د اسلام کریموف د پاچاهۍ) په دوران کې بندي، تعذیب او شکنجه کېدل، د اسلام او د دعوت د حاملینو پر وړاندې د کریموف وحشي سیاست د لمر په څېر روښانه و. د ازبکستان پخوانی رژیم چې کریموف یې ولسمشر و د حزب التحریر د ځوانانو پر وړاندې ډېر ظالم و، دوی ته به یې د اوږده بند سزا ورکوله او په ډېرو بدو حالاتو کې به یې ساتل. هر وخت به یې د زندان د وخت له پوره کېدلو څخه وروسته د بند موده په جعلي ډول غځوله.

د میرضیایف د سلطنت په لومړیو کې نوموړي ځان په سیمه کې د یو اصلاح راوستونکي په توګه مطرح کاوه، د اطلاحاتو د اصطلاح تر نامه لاندې یې په کار شروع وکړه او نوموړي وویل چې هغه خلک چې په دیني برخه کې مجرم ګڼل شوي، باید خوشې شي. خو موږ وینو چې دغه نرمي لنډمهاله وه او هر هغه څوک چې له زندان څخه وروسته بیا هم د اسلام د حاکمولو لپاره کار کوي په تکراری ډول د نظام له خوا نیول کېږي. 

نو له دې امله شوکت میرضیایف له خپل مربي کریموف څخه کم نه دی او د اسلام او اسلام ته د  دعوت کوونکو پروړاندې جنګ کې له کریموف سره توپیر نه لري.

اوسمهال د حزب التحریر په ځوانانو کې ډېر کم پیدا کېږي، چې هغه به د رژیم له خوا نه وي بندي شوی. د مثال په ډول په تېرو دریو کالونو کې په لسګونو تبلیغ کوونکي به چې له تبعید څخه وروسته د میرضیایف ژمنو ورکولو له امله راوګرځېدل، نو بیا به دوی د دین له امله د بېلا بېلو وختونو لپاره په زندانونو کې بندي کېدل.

د ازبکستان د اسلامي بیدارۍ د غړو پر وړاندې ډېر سرکوب کوونکي پلانونه لکه تعذیب، بندي کول او نورې جنایي قضیې دوام لري. د کریموف ځایناسي میرضیایوف په ژمنو باور یوه لویه ساده ګي ده. میرضیایوف هم په هېواد کې د سیاسي بیدارۍ سرکوبولو ته دوام ورکړ دی. سربېره پر دې د ازبکستان پر دولت، مسکو ډېره اغېزه لري. له اوسني رژیم څخه هېڅوک هم د دې تمه نه لري چې له اسلام او یا د اسلام له دعوت کوونکو څخه د ملاتړ وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عمر فارسي

 

د مطلب ادامه...

هر څوک باید له خپل وس سره سم په دعوت کې ونډه واخلي

  • خپور شوی په فقهي

امير الحاج جب ته:

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، ښاغلی امير صاحب! د دولت د تاسيس لپاره زه د خپل رول په اړه پوښتنه لرم، په داسې حال کې چې زه د دې کار لپاره کومه ځانګړې وړتيا نه لرم؟

زه ستاسو د ځواب په تمه یم.

زه له تاسو لارښوونه غواړم ځکه چې د دې موضوع په تړاو ګډوډ يم، زه نه پوهېږم چې زه څوک يم او په الله سبحانه وتعالی قسم چې په دې کار کې خپله ونډه نه را مالومېږي؟

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

زما وروره، الله سبحانه وتعالی يو نفس د ده له وس څخه په پورته شي نه مکلفوي. خلک د وړتياوو، په دعوتي چارو کې د پوهې او د دعوت په لېږد کې د بېلابېلو مهارتونو د لرلو له امله یو له بل څخه بېل ظرفيتونه لري. همدارنګه دوی په زده کړه، فکري وړتیا او موضوعاتو په ارایه کولو کې يو له بل سره توپير لري. همدا راز د قران او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د علم له مخې انسانان يو له بل سره توپير لري... دا هغه شيان دي چې د انسانانو ترمنځ دي او د تکليف ادایه د وړتيا له مخې ده. دا د قران کريم په ايتونو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په احاديثو کې څرګنده شوې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا﴾ [البقرة:۲۸۶]

ژباړه: الله تعالی یو نفس د هغه له وس سره سم مکلفوي.

بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا﴾ [الطلاق: ۷]

ژباړه: الله هېڅ یو نفس نه مكلف كوي مګر هومره چې ده ته يې (وس) وركړى دى.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«لَا تَحْقِرَنَّ مِنْ الْمَعْرُوفِ شَيْئًا وَلَوْ أَنْ تَلْقَى أَخَاكَ بِوَجْهٍ طَلْق» (مسلم)

ژباړه:له هېڅ نېک کار څخه مخ مه اړوه، که څه هم ډېر کوچنی وي،  ان که له خپل ورور سره په ورين تندي ليدل وي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً» [بخاري]

ژباړه: زما له لوري يې ورسوئ که څه هم د قران يو ايت وي.

له زيد ابن ثابت رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«نَضَّرَ اللَّهُ امْرَأً سَمِعَ مِنَّا حَدِيثًا فَحَفِظَهُ فَبَلَّغَهُ، فَرُبَّ حَامِلِ فِقْهٍ لَيْسَ بِفَقِيهٍ»

ژباړه: الله تعالی دې هغه سړي ته خیر ورکړي، چې له موږ څخه يوه خبره واوري، له ځان سره یې حفظ کړي او نورو ته يې ورسوي. ډېری وخت يو دعوتګر هغه چا ته دعوت کوي، چې هغه تر ده زيات پوه وي او ډېر وخت يو دعوتګر له خپل دعوت سره بلدتيا نه لري. (د طبراني په الکبير کې ياده موضوع بيان شوې ده)

نو زما وروره، ته په نيکۍ سره امر کوه او تر خپله وسه د بدۍ مخه نيسه. ته کولای شې یو یا دوه ایته چا ته ورسوې. دا دې ته اړتیا نه لري چې ته دې خامخا باید د قران کریم حافظ وې او یا دې حدیثونه په یاد وي، ترڅو په نېکۍ امر وکړې او له بدیو منعه وکړې. ته دا کار له خپل وس سره سم ترسره کوه او له الله سبحانه وتعالی څخه د مرستې غوښتنه کوه. دغه راز پر الله سبحانه وتعالی باور ولره. الله سبحانه وتعالی د صالحینو مل دی.

ستاسې ورور عطا بن خليل ابو الرشته

ژباړن: صديق احمدزی

د مطلب ادامه...

فېسبوک، د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې پاڼه په غیر منصفانه توګه د درېیم ځل لپاره تړي، تر څو د هغو مسلمانو ښځو غږ سانسور کړي چې اسلامي نظام غواړي Featured

د فېسبوک شبکې یو ځل بیا د ۲۰۲۰م د جون په ۵مه په غیر منصفانه توګه د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې انګلیسي فېسبوک پاڼه له کوم جواز پرته وتړله. دا درېیم ځل دی چې د فېسبوک اداره دا کار ترسره کوي. په داسې حال کې چې موږ له دوی څخه د مخکینیو پاڼو د تړلو دلیل هم پوښتلی، خو دوی موږ ته هېڅ دلیل نه دی وړانډې کړی. د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې فېسبوک پاڼه د نړۍ په کچه بې شمېره هغو بې عدالتیو او د بېلا بېلو ظلمونو بیانولو ته ځانګړې شوې ده، چې ښځې او ماشومان ورسره لاس او ګرېوان دي. زموږ پاڼې د دوی ايډیالوژیکي او سیسټماټیکي ادعاوې، پانګوال او لیبرال ارزښتونه راسپړي، همدا راز د اسلام په چوکاټ کې له ښځو سره د ظلم په اړه له زړو دروغو څخه پرده پورته کوي او هغه حقایق بیانوي چې د نبوت پر منهج د خلافت نظام له عدالت سربېره سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې چې اوسمهال دوی ورسره لاس او ګرېوان دي، څه ډول هوارې کړي. زموږ پاڼې د ډاډ وړ دي، ځکه چې ټول پوسټونه یې د سمو او کره معلوماتو پر بنسټ ولاړ دي او هېڅ بې ځایه، غیر اخلاقي، تعصبي او زیان رسوونکې هڅه پکې نه ده شوې.  

زموږ د پاڼو په وار وار تړل د لیبرالېزم پر وړاندې په ساده توګه قضیه پیاوړې کوي، چې د دوی له منافقت څخه ډک طبیعت او د اسلام پر وړاندې له خپلو باورونو څخه د دوی د ذهنیت او دلیل کمزورتیا بیانوي، چې د بحث له لارې نه شي کولای د اسلام پر وړاندې له خپلو باورونو څخه دفاع و کړي؛ نو پر ځای یې هڅه کوي چې د سانسور له لارې د حق غږ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. په داسې حال کې چې د ټرمپ او نورو پر پوسټونو د ډیری کسانو له لوري نیوکه شوې او ویلي یې دي چې پوسټونه یې باید لیرې شي، ځکه چې ناسم معلومات ورکوي او تاوتریخوالي ته لمن وهي. دوی هغه فېسبوک پاڼې په نښه کوي چې د توکم پالنې، جنسیت پالنې، تعصبي افکارو او د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مخالفت کوي. په نړۍ کې د استعماري اجنډا، دغه دریځ د مظلومانو پر ځای د ظالمانو ملاتړ کوي او داسې یو شرکت منعکسوي چې د غرب مستشرق او امپریالیزم میراث او جعلي راوایتونه او همدا راز د نورو هېوادونو د کلتور په اړه، په ځانګړې توګه د اسلام پر وړاندې ناسم معلومات ورکوي. دا په رښتیا هغه باور شاته غورځوي چې د فېسبوک د نظرونو د عادلانه او ازاد بحث لپاره یو هدف او بې طرفه چوکاټ دی.

په ښکاره توګه، زموږ د پاڼو د تړلو لپاره دوی پرته له دې حقیقت څخه چې د مسلمانو مېرمنو مفکوره، چې د غربي لیبرالیزم پر ځای اسلام ته دعوت کوي، تر څو د دوی له ظلم څخه وژغورلې شي بل هېڅ کوم دلیل نه لري. دا د دوی د اصول او قوانینو خلاف عمل دی! د همدې عمل له لارې فېسبوک د مستبدو رژیمونو او افراطي سیکولر حکومتونو کټګورۍ کې شامل دی. دغه شبکه د درواغجنو پالیسیو له لارې د ګوښه کولو هڅه کوي، د مسلمانو مېرمنو غږ چې سیکولر لیبرالېزم نه مني او  اسلام ته یې د خپل هویت او اصلي بدلون لپاره غېږې پرانېستې او د دوی په سیمو کې د باوري قوانینو او نظامونو له لارې  ازمویل شوی دی. په هر حال موږ چوپ نه پاتې کېږو!   

موږ پر ټولو هغو کسانو غږ کوو چې په رښتیني توګه د نړۍ په کچه د میلیونونو ښځو پر وړاندې د ظلم د پای ته رسولو غوښتونکي دي او غواړي په خپله خاوره کې رښتینې هوساینه، امنیت او پرمختګ رامنځته کړي. زموږ له پاڼې ملاتړ وکړئ، هغه خوښه کړئ، شریکه یې کړئ او ویې څارئ! 

https://www.facebook.com/WomenSharia/

﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِؤُواْ نُورَ اللّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللّهُ إِلاَّ أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ[توبه:۳۲]

ژباړه: دا خلک غواړي د الله سبحانه و تعالی رڼا په خپلو پوکیو سره مړه کړي. خو الله سبحانه و تعالی د خپلې رڼا له بشپړولو پرته منونکی دی، که کافرانو ته دا هر څومره ناکاره وبرېښي هم.

ډاکټر نسرین نواز د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

 

 

د مطلب ادامه...

د اسلام حقانیت د هره پېښې پر وړاندې روښانه کېږي

 خبر:

امريکايي نيوزويک مجله: « د اسلام پیغمبر لومړنی کس و، چې له نیژادپالنې او غلامۍ سره يې مبارزه وکړه.» (سرچینه: د الجزیره، ۲۰۲۰ م کال د جون ۱۳مه)

تبصره:

امريکايي کاتولیک اکاډمۍ په "نیوزویک" مجله کې مقاله خپره کړې، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره شخصیت او انسان پالنه يې پکې ذکر کړې ده. همدارنګه په دې مقاله کې یې د ساري ناروغيو پر وړاندې د هغه لارښوونې هم په ګوته کړې دي.

دوکتور کريچ کونسيدين ليکونکی او د اديانو د اړیکو په برخه کې متخصص څېړونکی وايي: «د اسلام پیغمبر لومړنی کس و چې د بشريت په تاريخ کې يې له نیژاد پالنې او غلامۍ سره مبارزه وکړه.»

د (انسانیت محمد ...) کتاب ليکونکی زياتوي چې دی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شخصیت او خبرو اغېزمن شوی او پخپلو مقالو کې د هغه صلی الله علیه وسلم له احاديثو څخه ګټه اخلي. ډېری وخت کله چې هغه له بحران سره مخ کېږي او هېڅ حل لاره پیدا نه کړي، ډېری غربي متفکرین ویني، چې هغوی حیرانېږي چې ۱۴ پېړۍ وړاندې د اسلام په مبارک دین کې داسې حل لارو شتون درلود.

تر هغه چې د یو دولت په چوکاټ کې قدرت شتون ونه لري، څو اسلامي فکرونه د غرب لور ته ولېږدوي، خپل سیاسي قدرت او له نړیوال وزن څخه کار وانه خلي، څو غرب د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي نابرابریو، د خلکو د شتمنیو لوټلو، د سود او د نیژادپالنې پرېښود ته اړ نه کړي، دغه امر به یوازې د تحسین په چوکاټ پاتې شي. اسلام دا ټول موارد په کلکه ردوي.

هغه وخت به د اسلام احکام او افکار نه یوازې د ځينو متفکرينو په ذهن کې پاتې شي، بلکې په ټولو غربي سیاستوالو او  خلکو کې به د وزن او قوت لرونکي شي.

هر کله چې خلک د سودي بانکونو په اور سوزي، لاریون کوونکو د اسلام د احکامو تصویب کېدو غوښتنه کوي، چې سود حرام بولي.

په همدغه اساس، په غرب کې داسې قدرتونه رامنځته شوي، چې د اسلام د واکمنېدو غوښتنه کوي او د خلافت بهرنی سیاست دا زمینه ورته برابروي.

ژباړن: الهام پردېس

 

د مطلب ادامه...

امريکا؛ د خښتو داش که د سلاټې قاب

خبر

د جورج فلويډ د وژلو په اړه غبرګونونه

تبصره:

څه نوې خبره نه ده کله چې وایو امريکا او د هغه شاته پانګوال سیکولر لوېديځ دولتونه په خپلو ټولنو کې د نیژادپالنې د ستونزو په حل کې پاتې راغلي دي. دغه ستونزه د پانګوالۍ نظام، فلسفې او اساسي فکرونو طبیعي لاسته راوړنه ده، چې نړۍ یې د ظلم اغېزې شېبه په شېبه ګوري.

مشهور امريکايي ليکونکی ساموئیل هانتینګتون، په خپل کتاب (موږ څوک یو؟) ګڼې طرحې او ډول ډول کلتوري برنامې ليکلې او تشبیه کړې دي. دی وايي: «د رومي بانجان سوپ او جوش شوی دیګ له یو حقیقي امریکایي سره ورته نه دی، ځکه د امریکا موزاییک، سلاټ، یا حتا داسې سلاټ دی چې اجزاوې یې ګډوډې شوې او په زور سره حرکت نه کوي.» دا اوسنی واقعیت دی چې شواهد یې خورا ډېر دي.

بشریت په بېوزلۍ کې ژوند کوي او هرې خوا ته چې ګوري د خلاصون لاره نه شي موندلای او کومه عملي نمونه هم نه پیدا کېږي، چې د انساني با کرامته ژوند طریقه پکې وي. د اسلامي دولت او د هغه له تمدن پرته دا نښه نه شي پیدا کولی.

دلته د اسلامي ژوند يوې برخې ته لنډه کتنه کوو، چې خلکو څو پيړۍ د خلافت تر سیوري لاندې له هغه سره ژوند کړی دی. په اسلامي تاريخ کې ثابته شوې چې اسلامي فتوحات په ډېرو  ښارونو او خلکو کې شوي و. عراق فتح شو او هلته نصاري، مزدک، زردشت، فارس او عربو ژوند کاوه.

فارس فتح شو او هلته غیر له عربو، لږ یهود او روميان هم اوسېدل او دين يې د فارس ایین و. شام فتح شو، مذهب او فرهنګ يې رومي او دين يې نصراني و او هلته سوریانو، ارمنیانو، یهودانو او ځینو عربو ژوند کاوه.

 مصر فتح شو او هلته مصريان، ځينې یهود او رومیان اوسېدل. د افریقا شمال فتح شو او هلته بربریان اوسېدل او د رومیانو په لاس کې و.

 خوارزم، سمرقند او اندلس فتح شو او دغو سيمو ډول ډول قومونه، ژبې، دینونه، عادات، قوانین او مختلف فرهنګونه لرل. په همدې دلیل يې یوځای کېدل د واحد امت په توګه چې دين، ژبه، فرهنګ او قوانین یو شي، ډېر ګران کار و. په دې چاره کې کامیابي غیر عادي ګڼل کېږي، چې پرته له اسلام څخه لاسته ته نه راځي او له اسلامي دولت پرته نه شي ترسره کېدای.

له شک پرته ټول خلک وروسته له دې چې د اسلامي بیرغ تر سيوري لاندې راغلل، اسلامي دولت پرې حاکم او اسلام یې ومانه؛ واحد امت شو؛ چې هماغه اسلامي امت دی او دا د اسلام د حاکمیت اثر دی، چې دوی اسلامي عقېدې ته غاړه کېښوده.

د دغو کسانو د يو ځای کولو لپاره ډېر څه وو. له دې ډلې اسلامي احکام وو چې فیصله  يې کوله، تر څو محکومو کسانو ته په انساني سترګه وکتل شي، نه په نژادي، قومي او مذهبي. په همدې توګه احکام په ټولو یو شان پرته له دې چې مسلمان دي، که غیر مسلمان، پلي کېدل. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآَنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ﴾‏
[مایده:۸]

ژباړه: قومي دښمني تاسو باید اړ نه کړي چې  راکړه ورکړه ونه کړئ. راکړه ورکړه وکړئ، ( په ځانګړي ډول له دښمنانو سره) را کړه ورکړه تقوا ته نېږدې او د الله سبحانه و تعالی له قهر څخه د خلاصون غوره لاره ده. له الله سبحانه وتعالی وډار شئ، ځکه چې الله سبحانه وتعالی پر ټولو هغو څیزونو خبر دی، چې تاسو یې ترسره کوئ.

 ټول خلک په فیصله او قضاوت کې يو شان وو. حاکم کله چې د خلکو چارې رهبري کولې او پر دوی يې حاکمیت کاوه، قاضي چې کله پر خلکو قضاوت کاوه، کومه بله موخه يې نه لرله، چې د چا لپاره حکم کوي او یا د چا په منځ کې قضاوت؛ یوازې موخه يې دا وه چې د انسانو چارې رهبري او شخړې يې له منځه یوسي.

په اسلام کې د حکم نظام د دولت د اجزاوو په وحدت حکم کوي، څنګه چې د هر ولایت د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په انفاق سره د دولت له بیت المال څخه حکم کوي. پرته له هغو مالیو چې لږ یا ډېر ځنې اخلي او یا دا چې پر دغو اړتیاوو وفا کوي، یا نه. څنګه چې د اقتصاد د وحدت لپاره له ټولو ولایتونو د مالیو راټولولو حکم کوي. په دې طریقې سره ټول ښارونه فتح کېږي او ولایتونه په دولت کې واحد کېږي.

هو، په داسې نظام سره خلک د پانګوالۍ نظام له ظلم څخه د اسلام عدالت ته راګرځول کېږي او د دنیا له تنګۍ څخه د اخرت پراخۍ ته ورځي.

بشر ته د داسې حالتو پیغام دا دی، هغه نظام چې د بشریت ژوند اصلاح کوي، هغه نظام دی چې د الله سبحانه وتعالی له لوري دی او د مسلمانانو لپاره په ځانګړي ډول دغه نظام باید د دې لامل شي چې د نبوت پر تګلاره د اوسني نظام بدیل وړاندې کړي.

لیکونکی: م. اسامه الثویني، د کویټ د مطبوعاتو اداره

ژباړن: الهام پردېس

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې