(ژباړه)
د رزق مساله په عمومي ډول د خلکو په ژوند کې یوه اساسي موضوع ده. د رزق مسالې د عقیدې له ملاحظاتو پرته، د نړۍ ټولو انسانانو روان بوخت کړی دی. ځکه انسان همېشه د خپل ورځني رزق په لټه کې دی، نو هڅه مو وکړه، چې د رزق په اړه یو څه ولیکم.
رزق ډالۍ ته وایي، د رزق کلیمه د ډالۍ ورکولو په مانا ده. رزق په دوه ډوله حلال او حرام وېشل کېږي. هغه شتمني چې یو کار کوونکی یې د کار په مقابل او یو جوارګر یې د جواري په واسطه تر لاسه کوي، رزق بلل کېږي، چې الله سبحانه وتعالی د هغه هره یوه ته له دغو دوو لارو رزق ورکړی، خو توپير یې دا دی، چې ورته مباح او روا مال د حکم له مخې حلال او هغه مال چې تر لاسه کول، یې ورته روا نه وي، حرام مال دی. خو سربېره پر دې بیا هم دواړه ډوله مال رزق بلل کېږي، په داسې حال کې چې د حرام مال تر لاسه کول سم نه دي، موږ نه شو ویلی چې دا رزق نه دی او الله سبحانه وتعالی رزق نه دی بللی. نو هر انسان که مومن وي، که کافر، که عاقل وي او که نه باید خپل ټاکل شوي رزق ته ځان ورسوي او تر لاسه یې کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَكَأَيِّن مِنْ دَابَّةٍ لا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ﴾[عنكبوت: 60]
ژباړه: څومره ژوي دي، چې خپله روزي په شا بار کړې نه ګرځي. الله تعالی هغوی ته روزي ورکوي او ستاسو روزي درکوونکی هم دی. هغه هر څه اوري او پوهیږي.
نو الله تعالی ستاسو او ټولو موجوداتو دعا او غږ اوري، د ټولو له حاله خبر دی، د چا روزي او برخه نه هېروي.
له شک پرته چې د کفارو او ګناهکارانو د روزۍ له واقعیت څخه په ډاګه کېږي، چې الله سبحانه وتعالی د مومن او کافر روزي په غاړه اخیستې ده. له همدې امله کله چې ابراهیم علیه السلام د دعا پر مهال وویل، چې یوازې د مکې مومنانو ته روزي ورکړي، ورته ویې فرمایل، چې هغه هېڅکله خپل رزق مومنانو ته نه ځانګړی کوي، بلکې هم مومنانو او هم کافرانو ته روزي ورکوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَداً آمِناً وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُمْ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ قَالَ وَمَنْ كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلاً ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ﴾ [بقرة: 126]
ژباړه: دا چې ابراهیم علیه السلام دعا وکړه: اې زما ربه! دا ښار (کعبه) د امن کور وګرځوه او د دې له اوسېدونکو څخه، چې څوک الله او اخرت مني هغوی ته هر ډول مېوې روزي کړه، د هغه رب په ځواب کې وویل: چې څوک یې ونه مني د دنیا د څو ورځني ژوندانه وسایل خو زه هغه ته هم ورکوم، خو بیا به هغوی د دوزخ پر لوري راکاږم او هغه ډېر ناکاره استوګنځی دی.
په همدې خاطر کله چې ابراهیم علیه السلام د خپلې هغې اولادې لپاره، چې په بیت الحرام کې اوسېدل، د رزق غوښتنه وکړه. الله سبحانه وتعالی ورته وفرمایل، چې کافرانو ته به هم روزي ورکړي. لکه څرنګه چې مومن خپله روزې تر لاسه کوي، کافر هم په دنیا کې روزي تر لاسه کوي او الله سبحانه وتعالی تر هغه وخته خپلو بنده ګانو ته روزي ورکوي، څو چې ژوندي دي، له استثنا پرته.
هغه حقیقت دا دی چې مسلمانان باید غاړه ورته کېږدي؛ رزق د الله سبحانه وتعالی له لوري دی. هغه خپل بنده ګان پیداکړي او روزي یې په غاړه اخیستې ده، نو انسان ته پکار ده، چې له الله سبحانه وتعالی څخه روزي وغواړي، چې نفس یې ارام شي او د روزي تر لاسه کولو په خاطر د الله سبحانه وتعالی له عبادت څخه غافل نه شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ﴾ [مائده: 88]
ژباړه: د هغو پاکو او حلالو نعمتونو روزي، چې الله سبحانه وتعالی درکړې ویې خورئ.
﴿اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ﴾ [روم: 40]
ژباړه: همدا الله دی، چې تاسې یې پیداکړي یاست او بیا یې تاسې ته روزي درکړه.
﴿اَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ﴾ [يس: 47]
ژباړه: الله تعالی چې تاسو ته روزي درکړې، له هغې څخه یو څه د الله سبحانه وتعالی په لار کې ولګوئ.
﴿إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ﴾ [آل عمران: 37]
ژباړه: الله تعالی چې هر چا ته وغواړي روزي ورکوي.
﴿اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ﴾ [عنكبوت: 60]
ژباړه: الله تعالی ستاسو او د هغوی روزي رسان دی.
﴿يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ﴾ [اسراء: 30]
ژباړه: الله سبحانه وتعالی چې وغواړي د یوه چا روزي زیاته او پراخه کوي.
﴿فَابْتَغُوا عِنْدَ اللَّهِ الرِّزْقَ﴾ [عنكبوت: 17]
ژباړه: روزي له الله تعالی څخه وغواړئ.
﴿وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا﴾ [هود: 6]
ژباړه: د ځمکې پر مخ هېڅ داسې ژوندی شی نشته، چې الله تعالی یې روزي په غاړه نه وي اخیستې.
﴿إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ﴾ [ذاريات: 58]
ژباړه: یوازې الله تعالی روزي رسان دی.
خلک کار کوي او د هغې په مقابل کې مال تر لاسه کوي او همدا ویني، همدارنګه فکر کوي چې دوی پخپله، خپله روزي تأمینوي. دغه راز هغه وسایل، چې د کارولو له امله یې روزي تر لاسه کوي، د رزق وسایل یې بولي. په همدې ډول دغه ګومان پرې غالب شوی، په داسې حال کې چې حقیقت د دوی د سترګو لیدل حال او ګومان خلاف دی، حقیقت دا دی چې د هغو کړنو په حالاتو کې روزي حواله کېږي، نه دا چې د روزۍ لاملونه دي. ځکه که د رزق لاملونه وای، نو باید په مطلق ډول رزق نه وروسته کېدای. ځکه ځينې وخت دغه حالتونه رامخکې کېږي، رزق پکار نه وي، خو راځي، په داسې حال کې چې یو لامل هم نه وي. ځینې وخت انسان کار ته ځي، خو هېڅ هم نه تر لاسه کوي، په داسې حال کې چې داسې پېښې شته، چې رزق پکې تر لاسه کېږي، پرته له دې چې بیروني لاملونه پکې دخیل وي او دا ډول پېښې بې شمېره دي، یوه بېلګه یې میراث ده، چې وارث یې له هڅو او کار پرته تر لاسه کوي.
نو پایله دا شوه، هغه حالات چې موږ رزق پکې تر لاسه کوو، د رزق لاملونه نه دي، بلکې د رزق تر لاسه کولو حالات دي. نو د رزق تر لاسه کول، لکه څرنګه چې خلک فکر کوي، په کړنو، استثمار او دېته ورته شیانو نه دی.
خو الله سبحانه وتعالی خپلو بنده ګانو ته دستور ورکړی، چې کار وکړي او د ځان لپاره د خپل توان په کچه کار وټاکي، تر څو د دغه کار له امله له داسې حالاتو سره مخ شي، چې روزي پرې تر لاسه کړي. نو هر سړي ته پکار ده، چې رزق تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړي. باید له دې امله خپله دنده پرېنږدي چې رزق وېشلی او ټاکل شوی دی. ځکه الله سبحانه وتعالی خپلو بنده ګانو ته دستور ورکړی، چې هڅه وکړي او عمل تر سره کړي او هغه یې د عبادت له دروازو څخه یوه ګرځولې ده. انسان ته پکار ده، متوکل واوسي نه متواکل او الله سبحانه وتعالی خپل بنده ګان د رزق ګټلو ته تشویق کړي او فرمایي:
﴿هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ﴾ [ملك: 15]
ژباړه: هغه ذات چې ستاسې لپاره یې ځمکه پسته، هواره او تابع ګرځولې، د هغې پر سینه باندې ګرځئ او د الله تعالی رزق خورئ، د هماغه حضور ته ستاسې په دویم ځل ژوندي کېدو سره ورتګ دی.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر راډیو ته!
لیکوال: فارس الفارس
د حزب التحریر ـ ولایه عراق مطبوعاتي دفتر غړی
ژباړن: حبیب الله