- مطابق
(ژباړه)
په ازبکستان کې د اقتصادي بحران له کبله یتیموالی په دغه ټولنه کې په هغه ستونزه بدل شوی چې کابو کول یې ستونزمن کار دی. هغه یتمان چې له یتمخانو څخه فارغیږي، له دغې سرپناه څخه له وتلو وروسته خپل ژوند ته په کوڅو کې دوام ورکوي، سره له دې چې تاجکي چارواکوو یې د ستونزو د حل لپاره څو ځلې ټینګې وعدې هم ورکړې.
ډېر شمېر هغه ماشومان چې د سړکونو پر سر ژوند کوي، جرمونو ته مخه کوي یا هم د مافیا او انساني قاچاقکوونکو ښکار کیږي، چې وروسته د خیرات ټولونې، غلا او فحشا په برخو کې ترې کار اخلي. یوازې د ګوتو په شمېر یتیمان له دغه بد حالت څخه ځان خوندي کولی شي.
د یتیمانو ډېرې داسې کیسې موږ ته دا په ګوته کوي، چې کله یو شمېر یتیمان په یتیمخانو کې له زده کړې فارغ او له یتیمخانو څخه را ووځي، څرنګه جرمونو ته مخه کوي؟
محمد حفیظ چې ۲۷ کلن دی وایې: غواړم ځان په رښتیني توګه وپیژنم، مګر تر اوسه نه یم توانیدلی. زه ډاډ در کوم، که له ما سره لږ مرسته شوې وای، زما ژوند به په مستقیمه توګه بدلون موندلی وی. مور او پلار مې بیخي په یاد نه دي، زه یو نیم کلن وم کله یې چې دوی را ته ووژل، د کومو رازونو په اړه چې پوهېږم هغه خپلو خپلوانو راته ویلي دي. د پلار له مرګه وروسته مې، ورور او خور له خپلوانو سره اوسېدل، زه له خپل مشر ورور سره یتیمخانې ته (هغه ځای ته چې موږ پکې را لوی شوي یو) یوړل شوو.
د نهم ټولګي تر بشپړولو وروسته مې غوښتل چې عالي لیسې ته ولاړ شوم. په یتیمخانه کې مو یوازې تر نهم ټولګې زده کړې وکړې. وروسته یې شهادتنامې راکړې او کوڅو ته یې را واېستو!!
په عالي لیسه کې مې لږ څه زده کړل. د زده کړې ډیر وخت مې د پیسو ګټلو له امله له لاسه ورکاوه، ځان ته د خوراک او پوښاک پېرلو لپاره مو د خلکو موټرونه په کمو پیسو مینځل او د دوی خدمت به مو کاوه. مګر په پایله کې مې ښوونځي پرېښود، ځکه له ښوونځي سره یو ځای مې کار نشو کولی.
د ورځې مې کار کاوه او د شپې به په کوڅه کې ویده کېدم. ما کوم استوګنځی نه درلود او نه مې د کرایي کور لپاره پیسې درلودې، په هر ځای کې به ویده کېدم؛ په باغونو، د بس په تمځایونو او نورو ځایونو کې.
وروسته مې په جرمونو لاس پورې کړ او قانون مې تر پښو لاندې کړ، څو کاله بندي شوم. اړ وم چې دا مې کړي وای. کله چې په یتیمخانه کې وم، څو ځله په وحشت سره ووهل شوم او سزا راکړل شوه. زما ژوند ډیر تریخ و او له همدې امله مې څو ځله د ځانوژنې هڅه وکړه.
د محمد په څیر، ډېر ماشومان بې کوره دي. ډوډۍ راوړونکی، سلاکار او سرپرست نه لري. په ژوند کې له هر ډول ستونزو سره مخ دي. پایله یې ستر زیان دی، چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي. هغه څه چې دوی یې مرتکب کیږي، د دوی نیمګړتیا نه ده. بلکې د دوی د جرمونو سبب خپله دولت دی، که د دوی د چارو په سم ډول سمبال شوې وی، نو له دوی څخه به مجرمان نه جوړیدل!!!
دا یو ثابت شوی واقعیت دی، کله چې اسلام د یوې بشپړې ایدیالوژۍ په توګه د ژوند په ټولو اړخونو کې په بشپړه توګه عملي کېده، هغه وخت خلکو د یتیموالۍ یا په واټونو کې د ماشومانو پدیده، د بې کورۍ او بېوزلۍ له ستونزو سره مخ نه وو.
ځکه چې هغه مهال خلکو د اسلام د یوه فرض په بڼه د هغې په ملاتړ کې سیالي کوله. الله سبحانه و تعالی موږ د یتیم د حق په پام کې نه نیولو په اړه ګواښولی یو. هغه سبحانه وتعالی په سپیڅلي قران کې فرمایې:
﴿وَآتُواْ الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَتَبَدَّلُواْ الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَهُمْ إِلَى أَمْوَالِكُمْ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا﴾
(نساء:۲)
د یتیمانو مالونه هغوی ته بېرته وسپارئ، ښه مال په بد مال مه بدلوئ او د هغو (یتیمانو) مالونه له خپلو مالونو سره په ګډولو مه خورئ، دا ډېره لویه ګناه ده
وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا
(الانسان:۸)
او د الله په مینه کې مسکین، یتیم او بندي ته خواړه ورکوئ.
په نورو ډېرو آیتونو او حدیثونو کې یتیمانو ته پر پاملرنه ټینګار شوی دی، لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حدیث کې:
«مَنْ ضَمَّ يَتِيمًا بَيْنَ مُسْلِمِينَ فِي طَعَامِهِ وَشَرَابِهِ حَتَّى يَسْتَغْنِيَ عَنْهُ، وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ»
(رواه أبو يعلى والطبراني وأحمد)
هغه څوک چې په مسلمانانو کې یو یتیم په خپل خوراک او څښاک کې شریکوي، مخکې له دې چې ورته تیار یې کړي، هغه ته د جنت د ننوتو ډاډګېرنه ورکول کیږي.
له ابو دردا رضی الله تعالی عنه نه روایت دی، چې یو کس چې د زړه له کلکوالي څخه یې سر ټکاوه، رسول لله صلی الله علیه وسلم ته راغی. هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
«أَتُحِبُّ أَنْ يَلِينَ قَلْبُكَ وَتُدْرِكَ حَاجَتَكَ؟ ارْحَمِ الْيَتِيمَ وَامْسَحْ بِرَأْسِهِ وَأَطْعِمْهُ مِنْ طَعَامِكَ يَلِنْ قَلْبُكَ وَتُدْرِكْ حَاجَتَكَ»
ایا غواړې چې زړه دې نرم او خپله غوښتنه دې پوره شي؟ پر یتیمانو رحم وکړه، پر سر یې لاس را تېر کړه او له خپل خوراک څخه خواړه ورکړه، زړه به دې نرم او اړتیا به دې پوره شي.
همدارنګه له ابو هریره رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تر ټولو غوره کور هغه دی چې د یتیم عزت کيږي پکې او تر ټولو بد کور هغه دی، چې یتیم ته پکې سپکاوی کیږي. له ابوهریره څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:
«خَيْرُ بَيْتٍ فِي الْمُسْلِمِينَ بَيْتٌ فِيهِ يَتِيمٌ يُحْسَنُ إِلَيْهِ، وَشَرُّ بَيْتٍ فِي الْمُسْلِمِينَ بَيْتٌ فِيهِ يَتِيمٌ يُسَاءُ إِلَيْهِ، ثُمَّ قَالَ بِإِصْبَعَيْهُ: أَنَا وَكَافِلُ الْيَتِيمِ فِي الْجَنَّةِ هَكَذَا، وَهُوَ يُشِيرُ بِإِصْبُعَيْهِ»
(بخاري)
د مسلمانانو په کورونو کې تر ټولو غوره کور هغه دی، چې له یتیمانو سره ښه رویه پکې کیږي او تر ټولو بد کور هغه دی چې له یتیمانو سره بده رویه پکې کیږي. زه او د یتیمانو ساتونکی به په جنت کې داسې وو؛ خپلې منځنۍ او شهادت ګوتو ته یې په داسې حال کې اشاره وکړه چې لږ سره جلا وې.
له بل لوري اسلامي دولت د هغو خلکو چارې سمبالولې، چې سرپرست به یې نه درلود او دوی ته به ټولې لومړنۍ اړتیاوې؛ لکه خوراک، پوښاک، کور، تعلیم او روغتیایي خدمتونه برابرول.
د تاجکستان فاسد رژیم، چې له اسلام سره په جنګ دی، داسلامي حجاب او اسلامي نومونو د کارولو مخنیوی کوي، عالمان او دعوتګر بندي کوي. ایا شونې ده چې داسې ظالم رژیم به پر یتیمانو رحم ولري او د دوی حقونو ته به پاملرنه وکړي؟ هو، عادل عمر رضی الله تعالی عنه مړ شوی؛ هغه کس چې خپله خېټه یې ووهله او په داسې حال چې له لوږې یې غورا کوله، ورته ويې ویل؛ که غورېږې که نه، تر هغې چې د دغو وږو ماشومانو ګېډې نه وي مړې شوې؛ مړه به نه شې. یوازې عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه ته ورته کس د تاجیکستان یتیمان د پانګوالۍ تر سیوري لاندې له تورې راتلونکې څخه را ایستلی شي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
مخلصه الاوزبیکیه