شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د استعمار بله ډالۍ؛ په نشه یي توکو د روږدو مېرمنو او ماشومانو زیاتوالی!
بسم الله الرحمن الرحيم
د استعمار بله ډالۍ؛ په نشه یي توکو د روږدو مېرمنو او ماشومانو زیاتوالی!

(ژباړه)

د ۲۰۱۷م کال د جون پر ۱۹مه د واشنګټن پوسټ رپوټ ښیي، چې په وروستیو کلونو کې په نشه یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو شمېر  مخ په زیاتېدو دی. په ۲۰۱۰م کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د یوې احصایې له مخې اټکل کړی دی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون کسان په نشه یي توکو روږدي دي؛ چې ډېری یې تریاک د ژوند د ستونزو پر وړاندې د درملو په توګه کاروي. خو همدغه سازمان په ۲۰۱۵م کال کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر درې میلیونو ته لوړ شوی؛ چې ډېری یې هرویین کاروي. په دې اړه په کابل کې پر نشه یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې د ملي مرکز متخصصه شایسته حکیم داسې وایي: «دا یوه لویه سونامي ده، که په راتلونکو څو کلونو کې کنترول نه شي، ښايي پر یوه غمیزه بدله شي.» (سرچینه: واشنګټن پوسټ)

افغانستان د نړۍ ۹۰سلنه نشه یي توکي تیاروي او په دې برخه کې پر ستر تولیدوونکي او له بده مرغه پر استعمالوونکي یې هم بدل شوی دی. د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې د نشه یي توکو ډېروالی یوه سونامي بولي؛ ځکه پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر یوازې په تېرو دوو کلونو کې درې میلیونو تنو ته زیات شوی دی. دې پدیدې لسګونه زره ښځې او ماشومان اغېزمن کړي، له همدې امله ځینو مېرمنو غلا او ځینو بدکارۍ ته مخه کړې. ډېری کورنۍ خپلو ماشومانو ته د نشه یي توکو په ورکولو او له دوی څخه د سړک پر سر د پیسو ټولولو او خیرات لپاره ګټه اخلي او د ژوند برابرولو لپاره خپل اولاد د کمو پیسو په بدل کې واده کوي او یا د همدې وژونکې پدیدې له امله خپل اولاد دارالایتام ته لېږي.

دغه تباه کوونکې پدیده د دې لامل شوې چې یو شمېر ځوانې مېرمنې په نهیلیتوب د پل سوخته بازار له روږدو کسانو سره یوځای شي؛ ځکه دا داسې ځای دی، چې دوی په لږو پیسو خپل اړین توکي تر لاسه کولی شي. له بل لوري دا یوازینی ځای دی، چې دغو کورنیو ته یې په خپله لمن کې ځای ورکړی دی او کولی شي دلته د لږ وخت لپاره د ژوند غمونه او کړاوونه هېر کړي او د ټولو له سترګو لرې وي.  

 په افغاني ټولنه کې د نشه یي توکو د خپرېدو تر ټولو لوی لامل، د اسلامي مفاهیمو نشت او په دې ټولنه کې د شرعي قوانینو نه تطبیق او یا استعمار، جګړې او ورانۍ دي. دغه وژونکې پدیده کورنۍ، میندې، ماشومان او حتی راتلونکي نسلونه پر خپل ځان روږدي کوي. رپوټونه ښیي، چې په وروستیو دوو کلونو کې پر نشه یي توکو د ماشومانو روږدي کېدو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی. دا خبره مو باید حیران نه کړي، ځکه په دې هېواد کې نشه یي توکي په ځلونو تر غذایي توکو ارزانه دي او په اسانۍ د لاسرسي وړ دي؛ ځکه چې  په افغانستان کې د یو ګرام هیرویینو بیه یو پونډ ده.

ډېری مېرمنې د دې لپاره خپلو ماشومانو ته نشه یي توکي ورکوي، چې لوږه حس نه کړي. روږدې کورنۍ پخپله وایي، چې موږ خپلو ماشومانو ته د دې لپاره نشه یې توکي ورکوو، چې لوږه احساس نه کړي او له ځانه نا خبره وي؛ ځکه د کورنۍ د ټولو غړو لپاره د خوراکي توکو برابرول ستونزمن کار دی. ډیری ماشومان د روږدي کېدو په سبب ځان پلورنې ته مخه کوي، چې له خپل دغه عمل څخه حتی په پوره اندازه پیسې هم نه شي ترلاسه کولی، ترڅو د ځان او کورنۍ لپاره غذایي توکي برابر کړي.

معتادي له بهر څخه افغانستان ته را دننه شوې پدیده ده؛ ځکه چې ډیری کسان د بېلابېلو لاملونو لکه: جګړې، بېوزلۍ او نا امنۍ له امله نورو هېوادنو ته کډوال کېږي، فکر کوي چې په معتادۍ به په ښه توګه کار وکړی شي. دوی چې کله خپل هېواد ته راستنېږي، له ځان سره دغه وژونکې پدیده هم لېږدوي او خپله کورنۍ هم په دغه عمل روږدې کوي. نو ویلی شو، چې په دغه هېواد کې د روږدي کېدو لوی لامل هغه جګړه ده، چې لویو استعماري ځواکونو پيل کړې ده.

راپورونه ښیي چې ډیری کورنۍ د خپل غم د هېرولو لپاره، چې د امریکا او ناټو ځواکونو روانې جګړې او بمبار ورته یادګار پرېښی او د خپلې کورنۍ غړي یې پکې له لاسه ورکړي؛ روږدي کیدو ته مخه کوي. دې حملو ډیری ماشومان یتیمان او زیات شمېر ښځې یې کونډې کړې او لسګونه نورې روحي او رواني ستونزې یې پرېښودې. جګړه او وېره له هغه مهمو عناصرو څخه دي، چې د انسان روان اغېزمنوي. لکه څنګه چې د نړۍ روغتیایي سازمان وروستي راپورونه ښیي، چې په نړۍ کې له ۳ میلیونو څخه زیات انسانان په افسردګۍ (ژور خپګان) اخته دي. د (۲۰۰۵- ۲۰۱۵م) کال په پرتله، د دغې وژونکې پدیدې شمېرې ۱۸ سلنه زیاتوالی کړی دی؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خلکو له افسردګۍ او رواني ستونزو څخه کره معلومات په لاس کې نشته. بیا هم اټکل کیږي، چې یو میلیون افغانان له رواني ستونزو څخه ځوریږي او له ۱.۲میلیونو زیات کسان له رواني اضطراب سره مخ دي.

نو پر دغه اساس خلک په ژوند کې د غم د هېرولو لپاره، د نشه یي توکو کارول تر ټولو ښه لار بولي. د افغانستان دولت په دې برخه کې هېڅ ډول عملي ګامونه نه دي پورته کړي او یوازې له خپلو بادارانو سره د تروریزم پر وړاندې مباریزې په کار کې، چې په اسلامي خاورو کې د دوی د پاتې کېدو تر ټولو لویه پلمه ده، رښتینې مرسته کوي. د افغانستان دولت حتی د ټولنې اقتصادي وضعیت په پام کې نه نیسې، نو څنګه به د خپلو خلکو د روحي او رواني حالت ته پام وکړي.

په نشه یي توکو روږدي کېدل، یو خواشینوونکی واقعیت دی، چې د اسلامي امت مېرمنې او ماشومان ورسره مخ شوي او په دام کې یې لوېږي. په ژور لید سره درک کولی شو، چې په ۲۱مه پېړۍ کې استعمارګران هره شېبه د اسلامي امت د له منځه وړلو په لټه کې دي او له بده مرغه د دغه مظلوم ملت د دفاع لپاره کوم رهبر نشته. همدا لامل دي چې استعمارګرو له دې تشې نه په استفادې یې په اسلامي خاورو کې غمیزې او وېجاړۍ رامنځته کړې دي او په پایله کې امت په نشه يي توکو په روږدي کیدو، ژور خپګان، رواني ستونزو او داسې نورو ستونزو اخته شوی دی، چې موږ د دغه امت د ژوند پر ګډوډیو شاهد یو. د همدې بدبختیو له امله امت له ژوند څخه خسته شوی دی او د ژوند اصلی معنی یې هېره کړې ده، چې اوس له ژونده بل تعبیر لري. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی د بشریت لپاره له ژونده ځانګړی تعریف لري.  

موږ د راتلونکي نسل؛ خویندو او وروڼو پر وړاندې مسؤول یو، باید دغه مسؤولیت جدي ونیسو او د کفارو پر وړاندې، چې تل یې غوښتي د امت خویندې او میندې له منځه یوسي او ژوند یې د تباهۍ لور ته کش کړي؛ چوپ پاتې نه شو. نو پر موږ لازمه ده، چې ټول ځواک او قدرت مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د خلافت د بیا تاسیس په لاره کې مصرف کړو؛ ځکه دا یوازینۍ لاره ده، چې موږ له ستونزو ژغوري او ټولو بدبختیو ته د پای ټکی ږدي. الله سبحانه وتعالی موږ د ټولو هغو مسلمانو مېرمنو او ماشومانو پر وړاندې، چې یوې ګولې ډوډۍ ته اړ دي او په بد حالت کې دي، محاسبه کوي. نو پر موږ لازمه ده، چې د یو عادل او متقي رهبر په راوستو کې هیڅ ډول هڅه وهاند ونه سپموو؛ ځکه چې یوازې همدا کس د امت ملاتړی او ساتونکی کیدای شي.

﴿وَالْعَصْرُِإِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍُإِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرُِ﴾

[عصر: ۳-۱]

ژباړه: قسمپر زمانه! په یقیني توګه چې انسان په زیان کې دی؛ مګر له هغو کسانو پرته، چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه کوي او یو بل ته پر حق او صبر وصیت کوي.

لیکواله: امانه عابد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې