شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د لیبرال تر قوانیو لاندې د ښځې او نر د برابرۍ پر بنسټ لاسته راغلو شواهدو ډېرېدل
بسم الله الرحمن الرحيم
د لیبرال تر قوانیو لاندې د ښځې او نر د برابرۍ پر بنسټ لاسته راغلو شواهدو ډېرېدل

(ژباړه)

د ۲۰۱۸ م کال د نومبر او ډیسمبر په میاشتو کې مهمې څېړنې شوې چې د ښځو د حقونو پرمختګ پر بنسټ عقیده او د لیبرال ډیموکراټو ارزښتونو تر چتر لاندې د ښځو او نرانو برابري له ګواښ سره مخ کوي. لورا جونز د خپلو مطالعو یوه سروې د «ولې تاسو داسې فکر کوئ چې ښځې له لږ قدرت څخه برخمنې دي» د ښځو نړیوالې موسیسې ته وړاندې کړه. نوموړي د خپلو دغو مطالعو په ترڅ کې د ښځو د قدرت درلودو ادعا ـ هغه څه ته په کتو ـ د پوښتنې وړ بللې چې هغوی ته ورکول کېږي. لیکوال پر دې عقیده دی چې که څه هم هره ورځ په ټوله نړۍ کې ښځو ته په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د برخې او قدرت ورکولو ډېرې نښې نندارې ته وړاندې کېږي، خو په رښتني ډول هغوی ته د قدرت او برخې ورکول د هغه څه په پرتله ډېر کم دي چې هغوی د خپل ځان او د ټولنې د نورو ښځو لپاره یو بنسټیز بدلون نه دی تر لاسه کړی. دا هغه بېلګې دي چې ښځو ته د برخې او قدرت ورکول ښيي:

  • رواندا هېواد د خپلې کابینې نیمایي څوکۍ مېرمنو ته ځانګړې کړې دي.
  • په تیوپي کې یوه جنسیتي برابره کابینه تاسیس شوې ده.
  • په اسلووني کې ښځې د نرانو په پرتله څلور برابره پر کار بوختې دي.
  • نامیبیا د خبرپاڼې په برخه کې لوړ مقام تر لاسه کړی دی، ځکه د دغه هېواد نیمایي خبري پوسټونه د ښځو په واسطه برابرېږي.
  • په مالزیا کې د خبرونو او اطلاعاتو راټولولو نیمایي متخصصانې ښځې دي.
  • په نیوزیلنډ کې د طب په هرو ۱۰ څېړونکو کې شپږ یې ښځې دي.
  • په عمان کې له هرو ۱۰ انجینیرانو پنځه یې ښځې دي.
  • په فرانسه کې له هرو ۱۰ قاضیانو شپږ یې ښځې دي.
  • په لیتوانیا او رومانیا کې له هرو ۱۰ قاضیانو اووه یې مېرمنې دي.

لیکوال د ښځو دغو ټولو ظاهري لاسته راوړنو ته په کتو داسې څرګندوي: «هغه څه چې اوس روان دي او هیله یې کېږي، د ښځو حقونو ته پام نه کېږي، په ځانګړي ډول د نر او ښځې برابرۍ په اړه. د بېلګې په توګه: هغه ښځې چې نرانو ته ورته دندې تر سره کوي، د نرانو په پرتله لږ معاش تر لاسه کوي. هو، دا واقعیت شته دی، حتا که ښځې د نرانو ته ورته تجربې څخه برخمنې هم وي، لږ معاش تر لاسه کوي. دغه بېلګې د ښځو د تجریبو نښې دي. هغه لوړ پوسټونه چې په اسلامۍ نړۍ کې ښځو تر لاسه کړي، بیانوو:

۱. بینظیر بوټو: بوټو د پاکستان یوولسمه لومړۍ وزیره او د اسلامي نړۍ په تاریخ کې لومړۍ مېرمن ده چې په یو اسلامي هېواد کې د لومړۍ وزیرۍ مقام ته ورسېده. نوموړې له ۱۹۸۸ بیا تر ۱۹۹۰ او له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۶ پورې د پاکستان لومړۍ وزیره وه.

۲. مګاواتي سوکارنوپوتري: سوکارنوپوتري له ۲۰۰۱ څخه بیا تر ۲۰۰۴ م کال پورې د اندونزیا ولسمشره وه.

۳. شیخ حسنیه: نوموړي له ۱۹۹۶ م بیا تر ۲۰۰۱ او له ۲۰۰۹ م کال بیا تر اوسه د بنګلادېش لومړۍ وزیر ده.

۴. خالده ضیا: نوموړې د بنګله دېش په تاریخ کې لومړۍ ښځینه وزیره او د اسلام په تاریخ کې له بینظیر بوټو وروسته دویمه ښځه ده چې یو ډیموکراټ دولت رهبري کوي. دغه مېرمن له ۱۹۹۱ بیا تر ۱۹۹۶ م پورې او بیا له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ پورې د بنګله دېش لومړۍ وزیره وه.

۵. عاطفه یحیي اغا: د کوزوو ټاکل شوې ولسمشره، نوموړې په مډرن بالکان کې لومړۍ او ځوانه ولسمشره ده.

۶. تانسو چیلر له ۱۹۹۳ څخه بیا تر ۱۹۹۶ م کال پورې په ترکیه کې د لومړۍ وزیر په توګه دنده تر سره کړې ده.

۷. مامه مادیور بویه: نوموړې له ۲۰۰۱ م څخه تر ۲۰۰۲ م پورې د سنګال لومړۍ وزیره وه.

۸. امیناتا توره: نوموړې له بویه څخه وروسته  له ۲۰۱۳ م تر ۲۰۱۴ م کال پورې د سنګال د لومړۍ وزیرې مقام تر لاسه کړ.

۹. سیسي مریم کیداما سیدیبه: دغې پروفیسورې او سیاستوالې مېرمنې له ۲۰۱۱ بیا تر ۲۰۱۲ پورې د مالي هېواد د لومړۍ وزیر مقام تر لاسه کړ.

۱۰.  امنیه غریب فکیم: په موریس کې ولسمشره او د ځواکونو عالی سرقومندانه وه.

په دغو ټاکنو کې په اړوندو هېوادونو کې د ښځو په اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او حقوقي حالت کې هېڅ بنسټیز بدلون نه دی لیدل شوی. په حقیقت کې ټول شواهد د ښځو د امنیت او حقونو بېساري راټیټېدل په ګوته کوي. دغه واقعیت د یو ساده تصادف او یا د اسلامي قوانینو پلي کېدو پایلې په توګه نه شو ردولی، چې د ښځو ټولنیز خوځښتونه محدودوي؛ ځکه ټول د ډیموکراټیکو لیبرال جوړښتونو تر چتر لاندې شتون لري، چې د شرعي قوانینو پر ځای سېکولر قوانین وړاندې کوي.

حقیقت دا دی چې دغه ټولې ښځې د پانګوالي نظام تر سیوري لاندې چې یوازې د ګوتو په شمېر ارزښتونو او ګټو ساتنه کوي، کار او فعالت کوي او همداراز پانګوالي نظام له یادو مېرمنو د ساتیري د یوې الې په توګه او په مستعمره هېوادونو کې هم د ساتیري د یوې الې په توګه ګټه اخلي. هېڅ یوه ښځه د اسلام قوانینو پلي کېدو ته ژمنې نه ده، چې د هر کس ګټې خوندي کوي. نو یادې مېرمنې له الهي قوانینو څخه په مخ اړولو سره د بشر په لاس جوړو شوو او منحطو قوانینو غلامانې او خدمتګاران کېږي.

یوې بلې مطالعې هم ثابته کړې چې سېکولر لیبرال قوانین د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي. د بي بي سي د یو راپور په ترڅ کې چې د ۲۰۱۸ م کال د ډیسمبر په میاشت کې «قومي اقلیتونه د خپلو سپین پوستو همکارانو په پرتله لږ معاش تر لاسه کوي» خپور شوی دی. دغه مطالعې له هغه وروسته تر سره کېږي چې قومي اقلیت ښځو څرګنده کړه چې هغوی د خپلو سپین پوستو همکارانو په پرتله لږ معاش تر لاسه کوي. همدارنګه یوې تور پوستې مېرمنې وویل: «دغه حالت د دغه لامل شوی چې د بې ارزښتۍ احساس وکړم... داسې احساس کوم چې د نورو غوندې د مبارزې په حال کې یم، خو زما په لاره کې سل خنډونه شتون لري. نو پر همدغه بنسټ، دغه مبارزه عادلانه نه ده.»

هو، په مډرن وخت کې په پرمختللو ډیموکراټیکو هېوادونو کې د میلیونونو ښځو همدا حالت دی چې دا ډول احساس کوي! پر همدغه اساس دغه راپور د کارکوونکو د حقونو کچه په دغه ډول ښيي: د سپین پوستو کارکوونکو معاش۵۲ زره پونډه، د تور پوستو تحصیل کړو کارکوونکو معاش ۳۸ زره پونډه او د عرب نژاده کارکوونکو معاش ۳۷ زره پونډه دی. نو دغه شمېرې دا مانا ورکوي چې تور پوستي تحصیل کړي او عرب نژادي د انګلیس په مشهورو پوهنتونو کې د سپین پوستو په پرتله د ۲۶ سلنې په کچه لږ حقونه تر لاسه کوي.

حتی د زده کړو لرونکو ښځو حالت تر نارینه وو ناوړه دی، ځکه هغوی نه یوازې له قومي تبعیض سره مخ دي، بلکې له جنسیتي تبعیض سره هم مخې دي. نژاد پرستي او قوم پرستي د پانګوالي نظام برخه ده، خو په اغلب ګمان د نوم لیکنې په غوښتنلیکونو کې د قومي اقلیتونو او ښځو لپاره د برابرو فرصتونو غوښتنه کوي؛ خو په حقیقت کې د خپلو پانګوالي شرکتونو د ډېرې ګټې لپاره د هغه څه خلاف  عمل کوي چې ادعا یې کوي. ښځې هم د خپلې دندې د مسولیت له امله واده نه کوي او د سوداګریزو شرکتونو په ګټه کار کوي. په اوسني MeToo جنبش کې چې د ښځو د جنسي ځورونې د چوپیتا ماتېدو په موخه جوړ شوي، موږ وینو چې پانګې، زده کړو او د ښځو سیاسي قدرت په کار ځایونو او کورونو کې د هغوی امنیت نه دی ټینګ کړی. پر همدغه نبسټ، ښځې تل د لیبرال تر ارزښتونو لاندې له جنسي او روحي ځورونې سره مخ کېږي، ځکه نارینه په دغه فاسد نظام کې له خپلو شخصي ازادیو څخه د خوند اخیستلو په فکر کې دي او له ښځو څخه ناوړه ګټه اخلي.

د ښځو د پرمختګ لپاره رښتینې لاره، د ډیموکراټیک لیبرال ارزښتونو د دروغجنو ازادیو پېژدنه ده، چې خلکو ته په ځانګړي ډول ښځو ته د دوکې ورکولو لپاره کارول کېږي، ځکه دغه دروغجنې ازادۍ ښځو ته په دغه وینا سره چې سیاسی قدرت لرئ، هغوی ته دوکه ورکوي. په داسې حال کې چې دغه ارزښتونه په هغه دام کې د ښځو ښکېلول دي چې هېڅ خپلو رښتیني حقونه تر لاسه نه کړي. همدارنګه له اسلام څخه د دفاع لپاه د یوې وسلې په توګه ګټه اخلي، څرنګه چې هغوی ویل کېږي: «حتا که ستونزه وي، د مسلمانو ښځو په پرتله خو له ستونزو څخه نه ځورېږئ.»

نو پر همدغه بنسټ، هغه وخت رارسېدلی چې ښځې راوېښې شي او حقیقت ولټوي، ځکه په لږ پرمختګ سربېره، هغو خپل هغه رښتیني مقام ته نه دي رسېدلې، چې عبارت له هغه پت او عزت څخه دی چې الله سبحانه وتعالی ورکړی. ځکه د اسلامي دولت تر چتر لاندې لازمه نه ده چې ښځه د دولت رییسه شي، تر څو ډېر درناوی ورته وشي. همدارنګه اجازه نشته چې د ابزارو په توګه په تبلیغاتو کې څرګنده شي، مېزمنې اړې نه دي چې د کار او دندې لپاره واده وکړي او همدارنګه د هغې تبلیغاتي دروغجنې ښکلا څخه ځورېدو ته اړې نه دي، چې د محصولاتو د پلور لپاره کارول کېږي.

د اسلامی خلافت په وخت کې د نړي لومړی پوهنتون «القرویین» یوې مسلمانې ښځې د محمد الفهري القریشي لور فاطمې په مراکش کې تاسیس کړ؛ په داسې حال کې چې د نورو ملتونو په څېر هغه وخت د ښځو کوم جنبش د دوی د حقونو خوندیتوب لپاره شتون نه درلود؛ بلکې سلګونه کلونه وړاندې مخکې تر دې چې د ډیموکراټ لیبرال قوانینو تر چتر لاندې اوسني مډرنې ښځې هغه تر لاسه کړي، مسلمانو ښځو سیاسي ګډون او اقتصادي خپلواکي درلوده. الله سبحانه وتعالی د ځانګړو اسلامي قوانینو پر مټ د انسانانو له هر ډول سوداګریزې او سیاسي لاسوهنې پرته د ښځې د عزت او کرامت ساتنه کوي.  

﴿إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ﴾

[حجرات: 13]

ژباړه: له تاسو څخه د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې هغه څوک غوره دی چې تقوا ولري.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ﴾

[نحل: 97]

ژباړه: هر څوک چې ښه کار تر سره کړي، هغه که نر وي یا ښځه، په داسې حال کې چې مومن دی، هغه ته سپڅلی ژوند ورکوم او د هغو غوره عملو تر سره کولو اجر ورکوم چې تر سره کړې یې وي.

هو، دا د اسلامي خاورو منحط او خاین حکام دي چې د الله سبحانه وتعالی د قول خلاف عمل کوي، ځکه هغوی د غربي هېوادونو په چوپړ کې دي چې دغه هېوادونه له اسلامي خاورو څخه د فاسد پانګوالي نظام د برنامو پر مخ وړلو لپاره ګټه اخلي. نو پر همدغه اساس یوازې د یو صادق حاکم په بیا راتګ سره یعنې داسې خلیفه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوندې عمل وکړي، ښځې له هر ډول ظلم څخه ژغورل کېږي.

تر اوسه د دغه فاسد نظام تر سیوري لاندې د ښځو د حالت په اړه د لورا جونز نقد او څېړنه د واقعیت اړونده ده، څنګه چې نوموړې لیکي: «پوهېږو چې ډېرې ښځې په نمایشي ډول د ښځو د قدرت غوښتنه کوي، خو ټولو ته څرګنده ده چې د ښځو دغې کړنې ډېر کم بدلونونه رامنځته کړي دي.»

لیکوال: عمرانه محمد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفترې غړې

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې