شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
تر ټولو کم څه چې د خپلې خور لپاره مې کولای شم
بسم الله الرحمن الرحيم
تر ټولو کم څه چې د خپلې خور لپاره مې کولای شم

(ژباړه)

ناڅاپه یې ولیده... زموږ یوه خور داسې وایي: «له څو مسلمانو خویندو سره مې ولاړه وم، خبرې مې کولې، چېرته چې موږ وو، له یوې ښځې سره یوه بله خور هم راغله ځان یې راوپېژانده، داسې یې وویل: «نوم مې اسیه ده، د ختیځ ترکستان یم. ...»

له پېژندنې سره مې سم ځان په لړزه شو او حیرانه شوم. ځکه تمه مې نه وه، چې د یاد هېواد له خور سره به خبرې وکړم. ... له ځان پېژندنې سره سم مې د دغې خاورې د وروڼو او خویندو ستونزې په ذهن کې راتاو شوې او د کیسې په اورېدو مې له سترګو اوښکې روانې شوې او ډېره غمجنه شوم.

هغې خپله کیسه داسې پیل کړه: «کورنۍ مې راته وویل: زموږ حال وینې، لکه د پسونو د ګلې په څېر ده، چې هره شېبه د ذبحه کېدو شېبې شماري. ... که د ځان ژغورنې لپاره هجرت کولای شې ویې کړه. د هغه ځای مسلمانان پر اسلام د باور له امله او د دعوت د لېږد له امله د چین په کمپونو کې بندي شوي.»

 خور مو دوام ورکړ او ویې ویل: «ما یې نصیحتونو ته غوږ ونیو او خپله خاوره مې پرېښوده... څلور کاله او شپږ میاشتې کېږي، چې زه مې له کورنۍ لرې یم... د خپلې خاورې له پرېښودو وروسته مې له کورنۍ هېڅ خبر نه لرم...  چین خپل خبرونه بند کړي او له زندانیانو سره  د خپلو کورنیو اړیکو ته اجازه نه ورکوي. مخکې تر دې چې کورنۍ مې پرېږدم، وصیت یې دا و چې پر مسلمانانو وروڼو مو سلام وایه، زموږ له حال او ستونزو یې خبر کړه.» هغې د خپلې غمجنې کیسې په پای کې وغوښتل، دعا وکړئ، چې الله سبحانه وتعالی زما د خپلوانو او د ایغور ټولو مسلمانانو ستونزې حل کړي.

څومره کوچنۍ غوښتنه، ایا یو نیم میلیاردي امت له دعا پرته بل څه په لاس کې نه لري...؟ تر شکنجې لاندې زامن یې له دعا پرته د څه شي تمه نه لري؟! ایا موږ دومره ذلیل شوي یو؟!

اې عمرو بن سالمه ته څومره نیکمرغه وې، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په شکایت راغلې او هغه صلی الله علیه وسلم د مقتدر او کریم دولت په راس کې و. خپله کیسه دې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه او هغه صلی الله علیه وسلم په ځواب کې درته وویل: «که مرسته غواړې در سره وبه شي اې عمرو بن سالمه...» په لنډ وخت کې مکه فتح شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خزاعه قبیلې وار له بني بکر قبیلې او د هغوی له ملګرو قریشو څخه واخیست.

تر هغه لږ وخت وروسته، یوې مسلمانې ښځې چې دې یهودیانو په بازار بني قینقاع کې یې عزت ته سپکاوی شوی و، مرسته وغوښته. پیغمبر صلی الله علیه وسلم داسې لښکر ور واستاوه، چې ژر بېرته راونه ګرځېد، څو یې چې د بني قینقاع قبیله ونه شړله، هغه قبیله چې غوښتل یې د مسلمانانو پر پت لوبې وکړي.

هغه ښځه څومره نېکمرغه وه، چې له معتصم او د هغه د پوځ له رهبر څخه یې مرسته وغوښته. کیسه یې مشهوره ده، چې د مسلمانانو خلیفه لوی لښکر تیار کړ، چې تر ټولو غوره یې سل «برګ» اوښان وو، په پایله کې یې مسلمانه ښځه وژغورله او له هغو کسانو یې غچ واخیست، چې د دې عزت یې تر پښو لاندې کړی و.

د اندلس امیر حاجب المنصور یوه ورځ له اسپانویانو سره له جهاده راوګرځېد. له خپل عادت سره سم له بریا وروسته چې کله قرطبې ته راورسېد، د لوی اختر ورځ وه، خلک په عیدګاوو کې وو. د تکبیر نارې او خوښي یې پیل کړه. څو چې امیر له اس څخه راښکته کېده، یوه زړه ښځه یې مخې ته ودرېده او په دردېدلي زړه یې ورته وویل: «اې منصوره! ټول خلک خوشحاله دي؛ خو زه.»

منصور وویل: ولې؟

زړې ښځې وویل: «زوی مې په رباح کلا کې له صلیبیانو سره اسیر دی.»

پرهېزګار او قهرمان والي چې د اسلامي امت پر وړاندې د مسوولیت، د امت له حیثیت او دین څخه د دفاع په قدر پوهېده، له ځنډ پرته یې د اس مخ د دغې کلا په لوري کړ او اعلان یې وکړ، چې څوک له خپل آس څخه راکوز نه شي. د رباح کلا په طرف ورغی او دښمنان یې اړ کړل، چې ټول بندیان شوي مسلمانان خوشې کړي، چې د دغه زړې ښځې زوی هم پکې و. تر هغې راضي نه شو، څو یې د زړې ښځې په شونډو موسکا او خوشحالي رانه وستله.

پورته کیسې د مسلمانانو د حال نمونې دي. کله یې چې دولت درلود او پام یې پورته کاوه. د مسلمانانو ملاتړ یې کاوه. هغه دولت چې اوس یې نه لرو او یوازې د هر مسلمان لپاره نه ماتېدونکې کلا او د امن زرې دی او زموږ د ایغوري مسلمانانو هیله هم ده. ... له هغه پرته به د چین کافر حکام څوک وګواښي؟ که د ایغور مسلمانان ازاد نه کړي او نور ظلم پرې ونه کړي، د دغه هېواد پوزه به په خاورو وموښي...؟ له هغه پرته به څوک جرت وکړي، چې ټولې نړۍ ته چلنج ورکړي، هغه هم د یوه سپین ږیري د کرامت لپاره چې روژې ته نه پرېښودل کېږي. یا پاکلمنې ښځې چې حجاب اغوستلو ته نه پرېښودل کېږي یا هم د هغه ماشوم لپاره چې له مور او پلاره یې جلا کوي، څو په کمونیستي فکر تربیه شي...؟ له هغه پرته به څوک د هغو اوښکو لپاره پراخو جګړو ته لمن ووهي؟ چې د مور، خور، لور، ښځې او نجلۍ له سترګو بهیږي. یا هم د هغه سړي لپاره چې له ناهیلۍ اوښکې تویوي او خپلو مسلمانانو وروڼو ته پیام لېږي، چې له دغه ستونزو د خلاصون لپاره یوازې دعا ورته وکړي.

زموږ ایغوري وروڼه په کمپونو کې زنداني کېږي. د دوی په ګونډو کولو لپاره، چین پر شرقي ترکستان وحشیانه او ښکېلاکګر بریدونه کوي. منع کوي یې، ترڅو د چین له کمونیستي او کافر نظام څخه خپلواکي ونه غواړي. چین غواړي دوی تر خپل حاکمیت لاندې راولي، څو کاملاً دوی ته تسلیم شي او کمونیستي نظام ومني. خو نه دي توانېدلي چې مات یې کړي... کله چې پوه شول، د مسلمانانو توان د دوی په دین او قوي عقیده کې دی؛ نو د دوی لپاره یې له ترهګرۍ او دیني تشدد سره د مبارزې په پلمه او د «سیاسي او د لاتوان ورکولو زده کړو» په نامه کمپونه جوړ کړل. چې په حقیقت کې د مغز مینځلو او د دین او عقیدې د هېرولو لپاره پلان و.

د مسلمانانو لپاره یې داسې قوانین وضع کړل، چې له لمانځه یې راګرځوي، اړ کوي یې چې د روژې په میاشت کې روژه ونه نیسي. د حلالې غوښې له خوړو یې منع کوي، د خوګ غوښې خوړلو او د شرابو څښلو ته یې اړباسي. دغه راز یې اړباسي، چې د عفت جامې لرې، د فحشا او فساد جامې واغوندي... د حجاب اغوستل، ګنډل او پلورل یې منع کړي دي... هغه څوک چې په دغه قوانینو عمل ونه کړي، د «نوي توان بښلو» په اصطلاح کمپونو ته یې استوي او له اذیت او وحشت څخه ډک خپل مجرم قوانین پرې پلي کوي. حتا ځینې له دغې بدمرغۍ څخه د خلاصون لپاره د مرګ هیلې کوي. د دغو کمپونو شعار دادی: «لکه دې یوې مدرسې درس ورکوي، لکه پوځ مدیریت کېږي او د یوه زندان په څېر ترې ساتنه کېږي!»

د دغو کمپونو  تر منځ او له بهر سره یې د کومې اړیکې پر نشت سربېره بیا یې هم اخبار راوځي. خو هېڅوک د دغه مظلوم قوم د ژغورلو لپاره ګام نه پورته کوي؛ نه د عثمانیانو اردوغان! نه د حرمینو خادم سلمان! نه د ال بیت لمسۍ عبدالله...! حتا محمد سادس ، چې د امیرالمومنین دعوه کوي، غږ نه پورته کوي...! نو څنګه به دوی د مسلمانانو ژغورلو ته ور ودانګي. په داسې حال کې چې دوی لومړني کسان دي، چې له مسلمانانو سره جنګیږي او د دبدبې د راز او د راتلونکي ځواک په مقابل کې درېږي...! هو، ایا خاین حکام د خلافت د تاسیس لپاره د دعوتګرو پر وړاندې نه درېږي؟!

اې ایغوري وروڼو! څومره کم طالع یئ، چې د خلافت په نشت کې ـچې د مسلمانانو ملاتړی دی ـپر تاسو ستونزې راغلي دي. که مو غږ شجاع رهبر سعد او اسید وانه وري، د ظالمانو د تاج او تخت ړنګولو ته در ونه دانګي او د خلافت ځلانده لمر راونه ګرځوي، ستونزې به مو اوږدې شي... . خو الله سبحانه وتعالی ته ډېره هیله لرو، چې زموږ افسرانو ته لوی زړونه ورکړي او ویره ترې لرې کړي، څو موږ ته بیا خلافت راوګرځوي او زموږ د عزت ورځې بیا پیل شي... ټول مسلمانان د ښکېلاک له ولکې ووځي، د شرم او خوارۍ ورځې پای ته ورسیږي. دا امت د خورا ښه امت په حیث، چې د خلکو لپاره راوتلی، راپورته شي.

لیکواله: اسماء الجعبه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې