دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
جهاد او صدقات
بسم الله الرحمن الرحيم
جهاد او صدقات

عن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال‏:‏ ‏"‏ليأتين على الناس زمان يطوف الرجل فيه بالصدقة من الذهب، فلا يجد أحداً يأخذها منه، ويرى الرجل الواحد يتبعه أربعون امرأة يلذن به من قلة الرجال وكثرة النساء‏"‏ ‏‏رواه مسلم‏.‏‏

ژباړه: له ابوموسی اشعري رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «پر خلکو به خامخا داسې وخت راشي چې يو سړی به د سرو زرو له زکات سره ګرځي راګرځي، خو داسې څوک به نه شي موندلی چې له ده څخه زکات واخلي او په دغه وخت کې به د سړيو د کمښت او ښځو د ډېروالي له امله څلوېښت ښځې په يوه سړي پسې وي او پر هغه به يې تکيه کړې وي.»

دا حديث موږ ته د داسې څه په اړه معلومات راکوي چې تر اوسه نه دې پېښ شوي او زموږ په وخت کې نه دي راغلي. دا پر دې د لالت کوي چې وختونه بدلېږي او تغير پکې راځي. پر موږ او بشريت به داسې وخت راشي چې خلک به پکې ډېر شتمن وي او زکاتونه به دومره ډېر وي چې داسې څوک به نه پيدا کېږي چې وړ يې وي او وايې خلي. پر دې سربېره دا حديث پر دې هم دلالت کوي چې د دغه امت شتمني چې کفارو او د هغوی ملاتړو او مزدورانو ترې اخيستې، بېرته به امت ته راوګرځي، تر دې چې د شتمنۍ له امله او د اسلام تر حاکميت لاندې د عزتمن ژوند له امله به داسې څوک نه پیدا کېږي چې کوم څه ته اړ وي، ان داسې حالت به راشي چې اواز کوونکی به اواز کوي چې ايا څوک شته چې زکات غواړي؟ نو هېڅوک به ځواب نه ورکوي، ځکه هېڅوک به ورته اړ نه وي.
يو بل شی چې د دې زېری ورکوي چې اسلام به حاکميت تر لاسه کړي، هغه د سرو زرو يادونه ده، ځکه د اسلام مالي نظام يوازينی نظام دی چې په راکړه ورکړه کې پر سرو او سپينو زرو ولاړ دی او له څه وخته چې پر سرو او سپينو زرو تکيه پرېښودل شوې، اقتصاد فاسد شوی دی.
دغه راز په حديث کې بله نکته دا ده چې موږ ته د الله تعالی په لار کې د جهاد او قتال او فتوحاتو زېری راکوي؛ هغه څه چې نږدې يوه پېړۍ ترې بې برخې يو. دا نکته د حديث په دې توصيف کې ده چې ښځې به سړي نه شي موندلی. دا له دې امله چې سړي به ډېر وژل کېږي، نه دا چې ګوندې ښځې به زياتې وي، ځکه دلته د سړيو کمښت د جهاد او قتال په سبب رامنځته کېږي چې په دغه وخت کې به ډېر زور واخلي.
دا پېښې تر اوسه نه دي رامنځته شوې، خو ان‌شاء الله په نږدې راتلونکې کې پېښېدونکې دي او موږ هيله لرو چې موږ به هم په دغه زمانه کې يو. ګڼ شمېر شواهد شته چې د دغه وخت پر نږدېوالي دلالت کوي چې د اسلام اقتصادي نظام به پکې راوګرځي او د اسلام د نشر لپاره به ځوانان د جهاد لپاره بيړه کوي.
پر دغه اساس د شک کوونکو او هغو کسانو لپاره چې په زړونو کې يې کمزوري ده، هېڅ مجال نه شته چې له دغو حتمي پېښېدونکو حقايقو څخه انکار وکړي. کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوې معينې پېښې او وخت صفت بيانوي، دا په دې معنا ده چې دغه حالت به ژر راڅرګند شي.
څرنګه چې الله سبحانه و تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په دې توګه صبر ورکاوه چې هغه او امت به يې لوړ مقام، عزت او لوړوالي ته ورسېږي، دلته رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته د عزت او لوړ مقام زېری راکوي. نو کوم څه پر موږ لازم دي، دا دي چې د رسول الله د لارې پيروي وکړو، تر څو امن او سلامتۍ ته ورسېږو او له ګناهونو خلاصون ومومو.
اې الله! له تا څخه غواړو چې موږ دغې زمانې ته ورسوه چې زړونه به پکې يخ شي، چارې به خپل اصلي حالت ته راوګرځي او ټولې ځمکې او بنده ګانو ته به خير ورسېږي. اللهم آمين.

Last modified onسه شنبه, 18 اکتوبر 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې