جمعه, ۰۱ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

اردوغان او محمد فاتح رحمه الله؛ د دوو رهبرانو کیسه

خبر:

د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په ۸مه د روسیې ولسمشر ویلادمیرپوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان رسما په توره بحیره کې د پایپ غزول پیل کړل. دغه پایپ لاین به روسي طبعي ګاز د ترکيې له لارې اروپا ته ولېږدوي. دواړو په استانبول کې یو بل پایپ لاین هم افتتاح کړ، چې تر اوبو لاندې به د ۹۳۰کیلو متره په اوږدوالي چې د روسیې اړوندې تورې بحیري له ساحل «اناپا» څخه د استانبول تر لوېدیځ «کي یي کای»  پورې رسېږي، د ترکیې د کورني لګښت لپاره به ګاز انتقال کړي. په داسې حال کې چې دویمه شاخه به يې د روسيې ګاز د بلغاریا، صربیا او هنګري له لارې جنوب ختيځ اروپا ته ولېږدوي. دا به روسیې ته دا وړتیا ورکړي چې اروپا ته به د اوکراین پر ځای له بلې لارې ګاز ولېږدوي. دغه پروژه به د روسيې او ترکیې دوستي او اړیکې لا پیاوړې کړي.

تبصره:

اردوغان د دغه کارونو په وسیله خپل بې شرمه میراثي کار ته ادامه ورکوي او د مسکو له قصاب سره خپله دوستي نوره هم ګرمه ساتي. د دې پر ځای چې اردوغان له پوتین سره - چې په سوریه کې د زرګونو مسلمانانو د عامه وژنو مسئول دی او هم د بشار له وینې زبېښوونکي رژیم څخه ملاتړ کوي- مقابله وکړي، دی د  ظالمې او وحشي صفته روسیې اقتصاد پیاوړی کوي او مرسته ورسره کوي؛ ترڅو د شام د بې ګناه مسلمانانو پر وړاندې عام وژنو ته ادامه ورکړي. په عین حال کې په ترکیه کې د روسیې نفوذ ډېروي او ترکیه د روسیې په ګټو پورې تړي. د ترکي تېل خونو د انجینیرانو او د انرژۍ د پلان مشر نېجدت پامیر وویل: «دغه پایپ لاین سره له دې چې ترکیې ته ګاز ورکوي؛ زموږ له هېواده تېرېږي او روسیې ته یې زموږ غاړه تړلې.»

 اردوغان یوازې له روسيې، اېران او غربي ملاتړو سره اوږه په اوږه کار نه کوي، چې د سولې په نوم د کنفرانسونو په وسیله په سوریه کې انقلابي ډلې سره ګمراه او وویشي او د قاتل بشار د لرې کېدلو څخه یې وغولوي او د اسلامي انقلاب مخنیوی وکړي؛ بلکې نوموړی په ډېره بې شرمۍ سره داسې کمونستي دولت پیاوړی کوي، چې هغه په ښکاره توګه له اسلام او اسلامي امت څخه کرکه لري او دښمني ورسره کوي. دا هغه رژیم دی چې چې په روسیه کې مسلمانان او د کریمیا تاتار مسلمانانو ته د اسلامي عقيدې په لرلو سره د ترورېست خطاب کوي، ظلم ورباندې کوي او د اوږده بند سزا ورکوي. خو اردوغان پر دغو ټولو جنایتونو سترګې پټوي، ان له مسکو سره یې پوځي همکارۍ ډېرې کړې او نظامي استخباراتي معلومات ورسره شریکوي. تېر کال یې د روسیې د S-400 میزایل دفاعي سیستم فعالول هم ومنل او د ترکیې او سوریې پر سرحد ترکي او روسي پوځیانو ګډې ګزمې هم وکړې.

اردوغان ډېری وخت په دې سره ځان خوشحاله کوي، چې نوموړی د پخواني عثماني خلافت د رهبرانو په څېر دی، خو له هغو سره یې توپیر له ځمکې تر اسمانه دی. دغه میاشت د قسطنطنیې د فتحې میاشت ده، چې عثماني خلیفه او قوماندان محمد فاتح رحمه الله چې په سلطان محمد ثاني مشهور و، په ۷۵۷ هـ ق یا (۱۴۵۳م) کال فتحه کړه. نوموړی هغه سړی و، چې د اسلام د واقعي رهبر څېره یې خلکو ته وروپېژندله، ځکه هغه خپل ژوند د دین د ښه دعوت لپاره وقف او اسلام یې ټولې نړۍ ته د غوره دین په توګه ورساوه. نوموړي له کوچونیوالي څخه په اسلام ټینګه عقیده او ژور باور درلود. شخصیت یې داسې وروزل شو چې خپل ژوند به د الله سبحانه وتعالی په چوپړ کې تېروي، دغه لوی ښار(قسطنطنیه) به فتحه کوي او د هغوی له جملې څخه باید و ګڼل شي چې زموږ ګران رسول صلی الله علیه وسلم د هغه په اړه داسې فرمایلي دي:

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»

ژباړه: قسطنطینیه به خامخا فتح کېږي. هغه امیر تر ټولو غوره امیر دی او هغه پوځ تر ټولو غوره پوځ دی.

د نوموي غوښتنه دا نه وه چې د ختیځ روم امپراطور یا د مسلمانانو نور دښمنان خوشحاله کړي او یا ورسره مرسته وکړي، مګر غوښتل یې چې هغوی ته ماتې ورکړي او د اسلام دین پر نړۍ باندې حاکم کړي. د قسطنطنیې له فتحې وروسته نوموړي فاتح خپل فکر په اروپا کې د اسلام د خپرولو او پر روم باندې د واکمنولو لپاره مصروف کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نورو زېرو د لاسته راوړلو لپاره یې هڅې کولې. 

اسلام داسې یو رهبر ته اړتیا لري چې له مسلمانانو او د هغوی له دین څخه دفاع وکړي او د اسلام رڼا ټولې نړۍ ته ورسوي؛ نه دا چې د مومنانو پر وړاندې دسیسې جوړوي او ظالم او قاتل چارواکي پیاوړي کوي یا یووازې د خپلو ملي ګټو لپاره جنګ کوي او د بهرنیو هېوادونو پلانونو ته سر ټیټوي. په هر حال د نوموړي په څېر حاکم به يوازې په هغه سیستم کې راپورته شي، چې په صداقت سره د اسلام د دعوت او د مسلمانانو د ګټو استازيتوب وکړي. هغه یوازنی سیستم خلافت دی، چې یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره به تاسیس شي. نو په دغه امت کې که موږ وغواړو چې د محمد فاتح په څېر رهبران را پورته شي او یا هم غواړو چې یو ځل بیا زموږ دین د قسطنطنیې د فتحې په څېر له افتخار څخه ډکې بریاوې لاسته راوړي، یا هم د دې تمه وکړو چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د زېرو د لاسته راړلو شاهدان شو، نو موږ باید خپله ټوله انرژي او پاملرنه د هغه سیستم د تاسیس لپاره وي، چې هغه زموږ دغه ټولې ارزوګانې او خوبونه په حقیقت بدلولی شي او هغه باعظمته او با شکوه خلافت دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ

 [نور:۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له هغو کسانو سره ژمنه کړې، چې ایمان یې راوړی او ښه عملونه کوي؛ چې هغوی به پر ځمکه د پخوانیو خلفاوو په څېر خلفا ګرځوي. دوی ته به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي، چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی او د هغوی اوسنۍ وېره به په امن ورته بدله کړي. دوی دې زما بندګي وکړي او له ما سره دې شریک نه نیسي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کوي، نو همغه کسان فاسقان دي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکواله: ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

د مطلب ادامه...

د کولالمپور کنفرانس - ۲۰۱۹م ؛ د ستونزې له سرچینې څخه حللاره؟

خبر:

د ۲۰۱۹ د کولالمپور کنفرانس چې د دسمبر له ۱۸-۲۱ دایر شوی و، د اسلامي نړۍ د شرم څخه ډک بد حالت یې ښکاره کړ. په واقعیت کې دغه کنفرانس یوه لویه بې عزتي وه، که څه هم پدغه کنفرانس کې په یوه لویه اجنډا سره راټول شوي و. د نوموړي کنفرانس اصلي هدف دا و چې د مسلمانانو او اسلامي نړۍ د ستونزو لپاره د حل لاره ولټوي، په داسې حال کې چې د دغه کنفرانس رهبران په خپله د ستونزو اصلي لاملین دي!

تبصره:

کله چې کنفرانس شروع شو، اختلافونه هم وسره پیل شول؛ د پاکستان لومړي وزیرعمران خان په وروستۍ دقیقه کې په دې پلمه په کنفرانس کې خپل شتون لغو کړ، چې زه هڅه کوم د اسلامي امت د ټوټه کېدو مخه ونیسم. له دې سره سم د سعودي عربستان پاچا سلمان عبدالعزیز هم نظر ورکړ، نوموړي د کنفرانس په اجنډا نیوکه وکړه او ويې ویل: غوره دا وه، چې پر دغه اجنډا باندې د اسلامي همکارۍ په کنفرانس کې بحث شوی وای.

دلیلونه یې چې هر څه وي، خو د سعودي عربستان او پاکستان رهبران دواړه د امریکا غلامان دي او د اسلامي امت د ستونزو جوړوونکو په منځ کې لویه برخه اخلي. همدارنګه د اندونیزیا ولسمشر او د هغه معاون هم خپل حضور لغوه کړ. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان – چې په خپلو غولوونکو خبرو مشهور دی- خپله ژمنه پوره کړه او د قطر له امیر تمیم بن حماد التاني سره یو ځای راغی. له دې سره حسن روحاني چې له اوله یې خپل حضور نه و تائید کړی، خو په کنفرانس کې یې ګډون وکړ. د نوموړي د ګډون په هکله اسلامی مذهبي ریاست غبرګون و نه ښود؛ په ځانګړې توګه د سېلانګور ایالت چې شعیه ګان په انحراف تورنوي.

سره له دې چې دغه کنفرانس یو ځانګړی اتفاق او جوړښت درلود، خو په واقعیت کې د پخوانیو نړیوالو کنفرانسونو په څېر و، چې هېڅکله یې هم د اسلامي امت ستونزې نه دي حل کړې. په واقعیت کې څه چې موږ وینو او کېږي هغه د دغه شریف امت پر وړاندې په خیانتونو پسې خیانتونه دي. ولې داسې کېږي؟ اصلي لامل یې دغه رهبران دي چې د ډېرو ستونزو د پېښېدو لامل ګرځي! یوازې هغوی ته وګورئ، چې دغه کنفرانس ته رابلل شوي وو! د اېران ولسمشر ته یې سره قالینه ورکړې وه، په داسې حال کې د نوموړي لاسونه اوس هم د سوري مسلمانانو په وینو رنګ دي.

د امریکا تر واک لاندې د اېران، ترکيې او روسیې یووالی او همکاري تر څو د بشارالاسد رژیم پیاوړی کړي، یو ډېر ښکاره خیانت دی، چې حتا ړندو ته هم د لیدلو وړ دی. اردغان ته د ډېرو مسلمانانو له خوا د قهرمان لقب هم ورکول کېږي، که څه هم چې له امریکا او یهودي نامشروع دولت سره یې ښې اړیکې ادامه لري. کفارو ته د نوموړي  وفاداري له ورایه ښکاري. بل اسلامي هېواد، قطر چې بهرنیو ګارګرانو د (کفاله سیستم) په واسطه استثمار کړی، چې د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام د کوربه توب د تیاري لپاره په زیربنایي پرمختیایي پروژو کې استفاده کېږي. خپله د نړیوال جام ترتیبول ښیي چې قطر د امت ستونزو ته پاملرنه نه کوي. قطر ته په داسې حال کې چې اسلامي امت په بېلا بېلو ناورینونو کې راګیر دی، پکار نه ده چې داسې بې ځایه نمایشونه وکړي.

اندونیزیا په نړۍ کې هغه هېواد دی، چې تر ټولو ډېر مسلمانان لري، مګر مسلمانان یې تر ټولو د ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په دغو وروستیو کې د نوموړي هېواد د دین وزارت پرېکړه وکړه، چې د خلافت او جهاد موضوعات باید د تعلیم له برنامو څخه لرې کړل شي. په همدغه حال کې اندونیزیایي دولت چې د یاکاوي په وسیله رهبري کېږي، د ترورېزم د له منځه وړلو په پلمه غواړي، چې د سیاسي اسلام د راولاړېدو او د مسلمانانو پر اصلي اسلام باندې پوهېدلو څخه مخنیوی وکړي. دغه حرکتونه د امریکا له غوښتنې سره سم سرته رسوي، چې د جهاد، سیاسي اسلام او هر هغه څه چې د امریکا واکنۍ ته خطر برېښي له منځه یوسي.

خپله د مالیزیا په هکله څه دي؟ نه هم پکتان هرپان چې په دغه وروستیو کې قدرت ته راغی او نه هم باریسن ناسیونال چې شپږ لسیزې په قدرت کې و د اسلام د تطبیق قصد درلود. په دواړو دولتونو کې چې څه  باوري دي هغه د سېکولرېزم قوي پرمختګ او د لېبرالېزم د برنامو خپرول دي. سره له دې هغه ډلې چې له اسلام څخه نفرت لري، خپلې پوچې نظریې یې د بیان ازادۍ او ډېموکراتیک نظام په نامه په شدت سره خپروي. دواړو دولتونو هېڅکله هم اسلام ته په خپل حکومت کې په صحیح بڼه ځای نه ورکاوه؛ د دې پر ځای دوی له اسلام سره په ډېر کم احساس معامله کوله او د خپلو تېروتنو د رفع کولو لپاره به یې اسلامي روایتونه جوړول.

اوس پوښتنه دا ده چې: ایا دغه رهبران کولای شي چې د اسلامي امت د ستونزو لپاره حللاره پیدا کړي؟ په واقعیت کې دوی هڅه کوي چې اوسنی حالت جاري وساتي او د دولت هغه سیستم چې له استعمارګرانو څخه په میراث ورته پاتې دی دوام ورکړي، همدارنګه کفارو ته د دوی تسلیمېدل د ستونزو اصلي لامل دی، چې نن ورځ اسلامي نړۍ او مسلمانان پکې غرق دي. تر څو پورې چې اوسنی حالت دوام ولري او اسلام پوره تطبیق نشي، زرګونه کنفرانسونه به هېڅکله هم د نړۍ په کچه د مسلمانانو ستونزې حل نه کړي!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: ډاکټر محمد- مالیزیا

د مطلب ادامه...

په برېتانیا کې د هندي تبعیض په اړه د حزب التحریر د غړو ناسته

په برېتانیا کې د حزب التحریر غړو نن د لندن په هاملټس ټاور کې د یوې بیړنۍ ناستې په ترڅ کې په هند کې د وروستیو پیښو په اړه خبرې اترې وکړې. د هندو ملت پاله بھارتیا جنتا ګوند (BJP) د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۱۱مه د ۱۹۵۵ تابعیت قانون کې بدلون راوست او د هندوانو، سکهانو، بودايانو، جينانو، بودایانو او عيسويانو مذهبي ډلو لپاره یې د هندوستان تابعيت  منظور کړی، په داسې حال کې چې له مسلمانانو یې دا حق واخیست. 

په دې ناسته کې حقوقي متخصصینو، ښوونکو، سوداګرو، امامانو، ټولنیزو فعالانو او داسې نورو متخصصینو هم برخه اخیستې وه؛ چې درې مهمې ویناوې پکې وشوې، لومړی محبوب حسین په دې اړه وینا وکړه چې ډېموکراسي څنګه د حکامو، سیاسي ګوندونو او اکثریتو په غوښتنه او هوس پر لږکیو ظلم کوي، لکه څنګه چې CAA  ښیي.

په دویمه وینا کې اسلام محمد وویل، چې د هند له خوا دا ډول یرغل لومړی ځل نه دی، ځکه چې موږ د هند له لوري په دې وروستیو کې په کشمير کې د هند یرغلونه وینو. هغه څرګنده کړه چې ولې د مزدور او ناکام دولت –ملت له امله؛ نه یوازې په هندوستان، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان قرباني کیږي. د نبوت په طریقه د راشده خلافت رامنځ ته کول هغه ډال دی، چې مسلمانان د خپل ځان د ساتنې لپاره ورته سخته اړتیا لري.

په پایله کې ښاغلي لیاقت سرکار د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، چې څنګه د اسلام حاکمیت یوه متحده ټولنه رامنځته کولی شي؛ په داسې حال کې چې اسلام په هند کې د اسلامي حکومتولۍ پر مهال دا کار کړی و. هغه زیاته کړه چې څرنګه د خلافت د نظام تر چتر لاندې مسلمانان او کفار بشپړ تابعیت لري، چې کولی شي په سوله کې خپل مذهب وپالي.

ناسته په دې موافقې سره پای ته ورسیده، چې مسلمانان باید د خلافت نظام د بیا تاسیس لپاره کار وکړي، ځکه هغه د ټولو ساتنه کوي.

د خلافت دولت هر هغه زیان د زغملو وړ نه بولي، چې د اتباعو له خوا یو بل ته رسیدلی وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ قَتَلَ نَفْسًا مُعَاهَدًا لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا يُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا»

ژباړه: که چېرې یو څوک هغه کس ووژني، چې د مسلمانانو له خوا یې ساتنه کېږي، حتا د جنت عطر به هم بوی نه کړي، که څه هم د هغو بوی د څلوېښتو کلونو په واټن کې وي.

همدا راز هر څوک چې د خلافت تر نظام لاندې ژوند کول غواړي، ښه راغلاست ورته ویل کېږي او ساتنه یې کېږي. دوی کولای شي د دولت بشپړ اتباع شي. د خلافت دولت هېڅکله له خلکو سره د بې عدالتۍ د له منځه وړلو لپاره له خپل نړیوال مکلفیت څخه مخ نه شي اړولی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّىٰ يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّـهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْلَمُونَ

[التوبة: ۶]

ژباړه: او که له مشرکانو څخه کوم څوک په پناه غوښتلو تا ته راشي (چې د الله سبحانه و تعالی کلام واوري)، نو هغه ته پناه ورکړه؛ تر دې پورې چې د الله سبحانه و تعالی کلام واوري. بیا هغه تر امن ځای پورې ورسوه، دا باید د دې لپاره وشي چې دوی نه پوهېږي.

یحیی نسبت

په برېتانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

د مطلب ادامه...

له کفارو سره ګډ نظامي تمرینونه او عملیات روا نه دي؛ ځکه کفارو ته دا زمینه برابروي چې زموږ د پوځ له رازونو خبر شي او په لیکو کې خپل لاسپوڅي ځای پرځای کړي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په ۴مه د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت استازي پر خپل ټوېټر ولیکل: «د امریکا ولسمشر د پاکستان لپاره د ګډو لومړیتوبونو او د امریکا د ملي امنیت د ګټو د ودې پر اساس، د نظامي همکاریو د پیاوړتیا په موخه د نړیوالې نظامي روزنې او زده کړې IMET)) د بیا پیل لارښوونه وکړه.» د امریکا په تعلیمي ادارو کې زموږ د پوځ د افسرانو روزنه دوی ته دا زمینه برابروي، چې زموږ له ټولو نظامي رازونو خبر شي او د پوځ په رهبرۍ کې خپل لاسپوڅي پیدا او ځای پرځای کړي. دغو ښکېلاکګرو نظامي انسټیټیوټونو له تېرو څو لسیزو راهیسې د پاکستان امریکایي پلوه نظامي رهبري په دې قانع کړې، چې له امریکا سره دغه وژونکي زهري اتحاد ته د پاکستان د ستراټیژیکو ستونزو د هر اړخیزې حللارې په سترګه وګوري. دا ډول امریکایي پلوه رهبري زموږ سرتیري د امریکایي پروژو د پلي کولو په موخه قرباني کوي؛ په داسې حال کې چې په فلسطین، اشغال شوي کشمیر، میانمار، عراق او سوریه کې پر مسلمانانو د روانو ظلمونو د مرستې لپاره له خپلو اډو څخه د راوتلو اجازه نه لري. جنرال پرویز مشرف، جنرال کیاني، جنرال راحل او اوس جنرال باجوه ټول د دغو استعماري نظامي پروګرامونو تولیدات دي. واقیعت دا دی چې دا ډول نظامي پروګرامونه په اصل کې د امریکا استخباراتي کړنې دي، چې زموږ د پوځي ځواکونو له نظامي وړتیا، روزني او فکر څخه خبر شي.
اسلام له محاربو کفارو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو په شمول هر ډول اړیکې ناروا بللې دي. له دوی سره باید یوازې د ټوپک په خوله خبرې وشي او هر ډول تړون، سټراتیژیکې خبرې اترې، ګډ تمرینات او روزنیز پروګرامونه ناروا بلل شوي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ج أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا﴾
[سورة النسا: ۱۳۹]
ژباړه: هغه کسان چې د مومنانو پر ځای له کفارو سره د دوستۍ اړیکې ټینګوي؛ ایا دا خلک هغوی ته د عزت لاس ته راوړلو لپاره ورځي؟ په داسې حال کې چې هر ډول عزت د الله سبحانه وتعالی له لوري دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لا تستضيئوا بنار المشركين»
(احمد، نسایي)
ژباړه: د مشرکانو له اور سره روښنایي مه لټوئ!

دلته اور د جګړې په معنا دی او موخه یې دا ده، چې له محارب کافر سره هر ډول اړیکې ناروا دي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا﴾

[نسا:۱۴۱]
ژباړه: الله سبحانه وتعالی هېڅکله کافران پر مومنانو نه دي برلاسي کړي.

له امریکا سره د تېرو اوو لسیزو ملګرتیا، ګډو نظامي تمریناتو، او نظامي روزنیزو پروګرامونو موږ ته له سپکاوي پرته بل څه نه دي ډالۍ کړي. امریکا یوازې د مسلمانانو ښکاره دښمن نه دی، بلکې زموږ د نورو دښمنو سټراټیژیک دوست هم دی او هغوی زموږ پر وړاندې پیاوړي کوي. څنګه باور وکړو چې زموږ دښمن دې زموږ د پیاوړتیا په موخه دا ډول مرسته وکړي؟ نور باید له دا ډول محاربو کفارو سره هر ډول اړیکې پرې شي او د خپل تېر برم او عزت د بیا لاسته راوړلو په موخه باید د نبوت پر تګلاره د خلافت د تاسیس لپاره کار وشي. خلافت به پاکستان، مرکزي اسیا او منځنی ختیځ د یو واحد او پیاوړي دولت په توګه سره یوځای کړي. امریکا به د مسلمانانو له خاورې څخه وشړي او داسې درس به ورکړي چې بیا به هېڅکله د اسلامي خاورو د اشغال جرات ونه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ﴾

[عمران:۱۶۰]
ژباړه: که چېرې الله سبحانه وتعالی درسره مرسته وکړي، هېڅ قوت به درباندې برلاسی نه شي! که لاس تر څخه واخلي، نو له هغه سبحانه وتعالی وروسته به څوک ستاسې مرسته وکړي؟ یوازې مومنان دې پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په عراق کې لاریونوال د اسلامي نظام پر بنسټ د بدلون غوښتنه کوي

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د ۲۰۱۹ م کال په اکټوبر کې په عراق کې پیل شوو لاریونونو همداسې دوام لري. د امریکا په واسطه په ۲۰۰۳ م کال کې د عراق له اشغال راهیسې پر بدلون د معترضینو ټینګار بېمخینې دی. په بغداد او د دغه هېواد په یو شمېر نورو مرکزي او جنوبي ولایتونو کې شخړې او نښتې مخ په ډېرېدو دي. حتا د قیام په ډګرونو کې راغلي کسان نه ځاییږي. په عراق کې واکمن نظام، فاسد حزبونه او نظامي قوتونه د دولت مهم چارواکي په واک کې لري. دوی ناقانونه شتمنۍ غصبوي، چې په اصل کې د عراق د خلکو شخصي ملکیت دی. دغه کسان پرته له دې چې کومه برخه خلکو ته ورکړي، ټول یې په خپل واک کې اخیستي دي. همدارنګه پر دغه هېواد تپل شوي سیاستونه د لوږې، ناروغۍ او د خلکو د اولادونو د وروسته پاتې کېدو ستر لاملونه دي. پر دې سربېره، د دغه حالت بل لامل د فرقې، دین او توکم (نژاد) پر بنسټ د عراقي ټولنې وېشل دي، چې دا پر عراق د واکمن نظام پایله ده.

عراق تل لویو اقتصادي کړکېچونو ځورولی دی. په داسې حال کې چې دغه هېواد د نفتو تر ټولو سترې سرچینې او د صادراتو او وارداتو لوی بندرونه لري؛ خو له دغو وارداتو څخه د لوږې په کمېدو، د بنسټیزو زیربناوو په جوړولو، د کار په ډېرولو او د کاري زمینې په برابرولو کې هېڅ ګټه نه اخیستل کېږي.

د عراق د اقتصادي پارلمان د کمېټې د راپور له مخې، په دغې خاوره کې د بېکارۍ کچه ۴۲ سلنې ته رسېږي. څنګه چې دې کمېټې د ۲۰۱۹ م کال په سپټمبر کې د عمومي خبرتیا او د ټولنې د یو لړ مستقیمو شواهدو پر اساس د بېکارانو شمېر پنځه میلیونه اټکل کړی و او دا هغه واقعیت دی، چې ځوانان پکې چوپتیا نه شي غوره کولی. (سرچینه: الجزیره)

هغه کسان چې چارې تعقیبوي؛ په معترضینو او خپلو دریځونو کې به ثبات او سخت ټینکار وویني. لاریون کوونکي له ټولو بنسټونو سره د دولت د نسکورولو غوښتنه کوي او غواړي چې له ماتې سره مخ شوی دغه پارلمان له منځه ولاړ شي. دوی غواړي چې اساسي قانون تعدیل او د ټاکنو لپاره د عدل پر بنسټ قوانین وټاکل شي او د دغه کار پر اړتیا ډېر ټینګار کوي. معترضین داسې رهبري غواړي چې په رښتیني ډول خپلواکه وي او فرصتونه داسې ځوانانو ته په لاس ورکړي، چې د بنسټیز بدلون، ودې، د هېواد د پراختیا او پرمختګ او زېربناوو د جوړولو هیله لري.

دغه ځوانان له عراق څخه د داسې هېواد جوړل غواړي، چې د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره په یوه کتار کې راشي. د عراق اوسنی واقعیت د هغو حزبونو لپاره چې د قدرت په سر کې دي، له دوو ښکاره حللارو پرته بله لاره نه ده پرې اېښې. دغه حزبونو په دغه دلیل، چې خپل اوسنی قدرت یې د له منځه تلو په حال کې دی؛ نو د قوانینو د تعدیل په پلمه یې د لاریونون کوونکو د غوښتونو اړوند چارې او کارونه وځنډول. وروسته یې د لاریونکوونکو پر وړاندې له زور زیاتي او تاوتریخوالي څخه کار واخیست، ترڅو د لاریونونو پرېښودو ته یې اړ کړي. همدارنګه یادو حزبونو د فعالانو د تښتونې، قتل، شکنجې او د هغوی پر وړاندې د وحشت اقدام وکړ. د احزابو دغه ظلم د دولت له چوپتیا او حتا خوښۍ سره یوځای و. دولت او امنیتي ځواکونو د احزابو د دغو جنایتونو د مخنیوي لپاره هېڅ پرېکنده اقدام ونه کړ. پر همدې اساس، په یادو لاریونونو کې ۵۰۰ کسان ووژل شول او نېږدې ۲۰ زره نور ټپیان شول. په ټپي شوو کې داسې کسان هم شته، چې په دایمي معلولیت اخته شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان وایي: «په عراق کې واکمنو قدرتونو د فعالانو، ورځپاڼه لیکونکو او لاریونوالو په نیولو کې له ماتې سره مخ شوي دي او د دوی پر وړاندې یې له سستۍ څخه کار اخیستی دی.» په حقیقت کې دغه ظالمانه جنایتونه له ماتې سره مخ شوي او د لاریونکوونکو دریځونه نور هم ورسره پیاوړي شوي دي. حتا میدانونه له نوو لاریونکوونکو ډک شوي دي.

په دغه دردناک حالت کې داسې سیاسیون را وړاندې شوي، چې له ناکامې ډیموکراسۍ پرته بل څه نه پېژني او د ستونزو د حل لپاره د خپلو لاسته راوړنو د بازارموندنې په هڅه کې دي. دا په واقعیت کې ﴿...كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً...؛ هغه سراب ته ورته دي، چې په اواره او بې اوبو دښته کې تږی کس پرې د اوبو ګومان کوي...﴾ له دغو کسانو څخه ځینې یې داسې دي، چې زموږ د ژغورنې لپاره پر نړیوالو مرستو باور لري. په داسې حال کې د هغو ټولو ستونزو اصلي لامل همدوی وو، چې اسلامي امت نن ورسره لاس او ګریوان دی. انګلیس، فرانسې او المان یوازې په سوله ییزو لاریونونو کې د عراق د خلکو په نښه کول وغندل. د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ته یې په تنده لهجه ګواښوونکې بیانیه ولېږله او له نوموړي یې وغوښتل، چې د لاریونکوونکو له ځایونو څخه د ځواکونو د لرې ساتلو ضمانت وکړي. پوښتنه دا ده چې ایا له لاریونکوونکو څخه د امنیتي ځواکونو د ساتلو لپاره کوم حرکت وشو؟! په عراق کې د اروپایي ټولنې سفیر مارتن هوث هغه پېښې وغندلې، چې د عراق د پلازمېنه بغداد، خلاني او بالاب پول السنک میدان کې رامنځته شوې وې. په دغو پېښو کې ۲۵ لاریونکوونکي ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپیان شول. دغه سفیر پر ټوېټر خپله اندېښنه داسې وښوده: «زه پر دغو جنایاتو غوسه او غمجن یم.» نوموړي یوه پوښتنه هم وکړه: «رښتیني تخریبوونکي څوک دي؟»

خو کافرې امریکا له عراق سره امنیتي تړون او موجباتو ته هېڅ پام نه دی کړی، یوازې یې په دې بسنه کړې، چې له وخته وړاندې ټاکنیز تدارکات ترسره کړي، عراقي قدرتونو ته برخه ورکړي او ټاکنیز اصلاحات راولي.

امریکا داسې ادعا درلوده، چې د معترضینو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته رسوي، هغه تاوتریخوالی چې سلګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته؛ خو دلته یې یوازې ژوره اندېښنه څرګنده کړه. تر دې وړاندې به چې د امریکا ګانګریس کوم قانون تصویب کړ، په عراق کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات لامل به کېده. حتا دغه حالت ټول هغه کسان که په عراق کې دننه دي یا بهر، داسې اغېزمن کړي چې د پردیو د ملاتړ او د امریکا د بې رحمانه جزا غوښتنه کوي.

له قانون او د امریکا له ولسمشر څخه غواړي، ترڅو هغو کسانو ته جزا ورکړي، چې سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کوي. اوس پوښتنه دا ده چې د یاد قانون په فضل سره خلک په امنیت کې دي؟! نو په دغې خاوره کې د کړکېچونو پر مهال د نړیوالې ټولنې په نامه څه نه لېدل کېږي او یوازې د خپلو دولتونو د ګټو او غوښتنو په اندازه هلته دخالت کوي.

د ناکار عبدالمهدي دولت اوسمهال په داسې دولت بدل شوی، چې یوازې د خپلو ورځنیو چارو په سرته رسولو بوخت دی. د نوي دولت تر جوړېدو پورې پر نوي پارلمان باور کوي او خپل چانس ازمایي. د پارلمان ناستې او بحثونه تل د نوو ټاکنو د قانون پر تعدیل او پر واټونو د پاڅونوالو پر سر وي؛ هغه قانون چې د هغه په اړه به په راتلونکې میاشت کې ژر تر ژره رایه اچونه پیل شي. سیاسي حزبونو خپلو شخصي غوښتنو ته د خلکو پر فشارونو لومړیتوب ورکړی دی. څو اونۍ وړاندې د ټولو په توافق سره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د قانون پر تصویب رایه اچوونه پیل شوه. د پارلمان رییس حلبوسي وویل: «د ټاکنو کمېسیون نوي غړي قضیان دي او ټاکنه به یې د قرعه کشۍ پر بنسټ وي.» (سرچینه: الحدیث) یاد وړاندیز د هغه حکومت له خوا دی، چې تر دې وړاندې د خلکو له خوا رد شوی او په غالب ګومان چې دغه وړاندیز به هم رد شي.

په وروستیو کې موږ تل حقیقت ته د رسېدو لپاره د خلکو غوښتنې سختې بولو او په اسانۍ د هغې فاسدې طبقې له منځه تلل یو ډېر لرې تصور بولو، چې ۱۶ کاله د خلکو پر ټټر ناسته ده. د هغو کسانو ټینګار چې خپله ژغورنه پانګوالۍ ایډیولوژۍ ته په پنا وړلو کې ویني او یا هغه ډیموکراټیکې حللارې، چې د اسلام له واقعیت، عقیدې او د اسلام له احکامو سره په ټکر کې دي او عراقیان یې احسان مننونکي دي؛ په حقیقت کې دا هر څه د یوې باخبره رهبرۍ د نشت له امله دي.

له الله سبحانه وتعالی غواړم چې پر اسلامي امت احسان وکړي او شریعت پرې واکمن کړي؛ یعنې هغه څه چې د دنیا او اخرت نېکمرغي او عزت پکې نغښتی دی.

لیکوال: استاد عبدالرحمن الواثق-عراق

ژباړه: بهیر (ویاړ)

د مطلب ادامه...

د قسطنطنیې له فتحې څخه ځینې زده کړې

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

لومړی:

د قسطنطیې فتحه موږ ته رایادوي، چې مسلمانان یو امت دی. د هغوی جګړه او سوله یوه ده؛ که اسلامي دولت ونه لري، بیا نو اړ دي چې د استعمارګرو خدمت وکړي. مذهبي او قبیلوي جګړې یوازې د امت دښمنانو ته د خدمت کولو په مانا دي. پر یوه ځمکه زموږ یووالی د فتحو اساسي کلي ده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري بشړوونکی دی.

دویم:

د قسطنطنیې فتحه موږ ته دا را زده کوي، چې د سیمې هېوادونه شنډ او بېکاره دي او پر خلکو یو اضافي بار دی. اسلام راغلی چې پر نړۍ حکومت وکړي او نړۍ ته ولېږدول شي؛ له همدې امله سایکس پیکو هېوادونه نه اسلام پلی کولی شي او نه له ځان څخه ملاتړ کولی شي. د اسلامي امت د پیاوړتیا راز یوازې په دې کې دی، چې پر خپل دین منګولې ټینګې کړي، په خپلو تصمیمونو کې له غرب څخه خپلواک وي او په یوه واحد کتار کې راټول شي.

درېیم:

د ۲۱ کلن ځوان پر لاسونو د قسطنطنیې فتحه موږ ته دا را زده کوي، چې د دغه رهبر لښکر د هغه له حکم څخه پوره اطاعت کاوه، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې دا نه دي فرمایلي چې:

«فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا»

ژباړه: د هغه رهبر به یوه غوره رهبر وي.

بلکې دا یې هم ویلي:

«وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»

ژباړه: او د هغه لښکر به یو غوره لښکر وي.

موخې د رسېدو لپاره یوه بله مهمه لاره، له خپل امیر څخه اطاعت دی؛ چې له امر څخه اطاعت وشي او لیدلوری یې تعقیب شي. 

څلورم:

د قسطنطنیې فتحه موږ ته دا رایادوي چې موږ انسانان یو، سمې او ناسمې کړنې تر سره کوو؛ که ناسمې کړنې مو تر سره کړې، موږ به مغلوب او په جګړو کې ښکېل امت وو او که سمې کړنې مو تر سره کړې، نو موږ به فاتح او بریالی امت وو. موږ خپلې ناسمې کړنې یوازې په دوو شرطونو سره جبران کولی شو: لومړی تصمیم مو باید دا وي، چې ګناه تکرار نه کړو او دویم موږ باید دا درک کړو، چې د اسلامي دولت په نشت کې یو بې سرپرسته او یتیم امت یو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د داکتر فراج ممدوح لخوا

د مطلب ادامه...

په سیاسي ژمنپاڼه کې د نر او ښځې مساوات ټاکل؛ د هغې مېوې راټولول چې د ملي ژغورنې حکومت لخوا کرل او روزل شوې ده

بسم الله الرحمن الرحيم

ټولو ځایي او سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی چې د افریقا په منځګړیتوب به ځواکمنه ازادي خوا پوځي محکمه لاسلیک شي او د سیاسي ژمنپاڼې په وسیله به بدلون راشي. د قدرت د وېش له توافق څخه یې موخه په سوډان کې د ډیموکراسۍ واک ته رسول دي. په دې مقاله کې د ښځې په اړه د هغو مهمو ټکو یادونه کېږي چې په دغه سیاسي هوکړه لیک کې راغلي دي:

۲۷ مه ماده؛ د ښځې او ماشوم حقونه:

۱. پر دولت لازمه ده چې د سوډان د ښځو حقونه او ازادۍ خوندي کړي او د سوډان په ملي نهضت کې د هغوی پر رول ټینګار وکړي. همداراز سوډان پر هغو ټولو ملي، سیمه ییزو او نړیوالو ژمنپاڼو اعتراف کوي، چې په دې اړه راغلې دي. دولت د سوډاني ښځې او نر لپاره په ټولو برخو لکه؛ سیاست، اقتصاد، ټولنه او فرهنګ کې مساوي حقونه برابر کړي او د مساوي کار په بدل کې یې مساوي حقونه ورکړي دي.

که د دغه لاسلیک پلویان د سوډانۍ ښځې ستونزې لامل له نرانو سره د حقونو نه مساويتوب بولي، نو ورته وایو چې مخکیني نظام خو په خپلو قوانینو کې د نر او ښځې تر منځ مساوات ځای په ځای کړي دي. تاسو هغه قانون کتلی شئ، چې په ۲۰۰۵م کال کې ترتیب شو او د سوډان ژغورنې حکومت د هغه پر اساس حکم کاوه. دغه سیاست او قوانینو له ښځو سره د مرستې او د هغوی د ځواکمنېدو هڅه وکړه، څو سوډانۍ ښځه هم له عادلانه مساواتو سره سم د ګټې او کاري فرصتونو په ټولو برخو کې مساوي ونډه ولري، په داسې حال کې چې حکومت او قوانینو هېڅ داسې نړیواله ژمنپاڼه نه ده پرې ایښې، چې پلې شوې دې نه وي. که په سوډان کې د قدرت توازن نه وای خراب شوی، نو د سیداو ژمنپاڼې ګناه یې هم کوله. که انتقالي حکومت د البشیر د حکومت لار تعقیب کړي، نو د مخکیني نظام ترخې تجربې به تکرار کړي.

له کومه وخته چې د سوډان پر سیاست او اقتصاد پانګوال کافر نظام حاکم شوی، تر ننه په دغه خاوره کې د ناروغیو او مصیبتونو یو بنسټ و. دا حالت هغه مهال پیل شو، کله چې غرب دغه خاوره استعمار کړه. له دغه حقیقت څخه هېڅوک سترګې نه شي پټولی، پرته هغه چا چې د خپل چاپېریال له حالت څخه ناخبره وي. دا د بشر په لاس یو داسې جوړ شوی نظام دی، چې د پانګو تر منځ بې کچې توپیر رامنځته کوي؛ د پانګوال پانګه لا پکې زیاتیږي او فقیر لا هم د فقر په لور ور ټېل وهي. ښځه او نور کسان یې له شتمن کېدو څخه محروم کړي او پانګه یوازې د ۲٪ خلکو ته په واک کې ورکوي. هغه سودي او د مضاربت پر بنسټ ولاړو معاملو، چې د خلکو مالونو ته سودي ګټه رسوي، د خپل باطلوالي پر اساس یې نړیوال اقتصاد فلج کړی دی. هغه نظام چې ملکیت  او شتمنې یې د خلکو تر منځ د هغوی د هڅو پر کچه عادلانه وېشله، یوازې ځینې کسانو او دولت ته یې ځانګړی کړی دی. په دغه کار سره یې د ځینو کسانو ګېډې مړې کړې او شتمن شول، خو بل لوري ته یې پر بېوزلو خلکو حتا د ژوند د لومړنیو اړتیاوو فضا را تنګه کړه.

مادي جوړجاړی د پانګوال نظام بنسټ دی، چې د دغه نظام نړیوال کېدل په نړیوالو هوکړه لیکونو سره د پوره کېدو په حال کې دی. ښځه نن ورځ د پانګوال اقتصادي نظام تر سیوري لاندې له نرانو سره په بازارونو کې یو ځای د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره سرګردانه ګرځي.  ښځه له نرانو سره په هغو کارونو کې سیالي کوي، چې هېڅ د دوی له شان سره نه ښايي. د کورنۍ په اړه بې پروا دي، خپلو ماشومانو ته هم پام نه کوي او د غربي ښځو غولوونکي ارزښتونه تعقیبوي. کورنی نظم په دغو ټولنو کې هغه مهال له منځه ولاړ، چې پردي ناسم مفاهیم یې خپل کړل، لکه د مېړه له بند څخه چې ځانګړی هویت او ازادي مطرح شول. د پانګوال نظام د نړیوال کېدو څپې ځکه وچې دي، چې په سوډان کې یې ښځه یوازنۍ موخه وګرځوله. په سوډان کې د ښځو د خراب حالت لامل نامساوات نه دي، بلکې د پانګوال چټل نظام د لویو خصوصي کارخانو، پروژو او شرکتونو ځنډ دی. په دې سره کاریګر د خپلو اړتیا د پوره کولو لپاره هېڅ کار نه لري او اړ دي چې له اندازې زیات او سخت کارونه وکړي.  په داسې حال کې بیا سوډانۍ ښځه هم د کار لپاره ښار ته راوتلې ده.

سربېره پر دې هغه غربي سېکولار لېبرالیستي ارزښتونه چې فردي خوښیو خلک تشویقوي او د هغو ښځو د ازادولو هڅه کوي چې د خپل ولي یا مېړه په واسطه ساتل کېږي او ملاتړ یې کېږي؛ هغه ولي چې ولایت پر اساس د خپلې کورنۍ نفقه ور باندې لازمه ده. دوی په دې سره هڅه کوي، چې ښځې هغې وحشي ټولنې ته راوباسي چې له حیوان صفته انسانانو ډکه ده. دوی د ولایت په اصلي مانا نه پوهېږي، چې د سرپرستۍ او ساتنې په مانا ده. دغو ټولو مسایلو په ټولنه کې د ښځو حالت خراب کړی دی او له دغې ستونزې سره په نړیواله کچه ښځې مخ دي. د ښځو د دغې تنګ نظرۍ علت دا دی، چې دوی خپلو حقونو ته د مساواتو له عینکو ګوري. په حقیقت کې دا ډول لیدلوری د ښځې محاصره او د هغې د حیثیت لوټول دي؛ ځکه د ښځې د ازادۍ او برابرۍ ارزښتونه پخپله فساد ته لار هواروي. دغه فساد وړاندې تر دې چې نران ونیسي، ښځې پرې اخته کېږي او د نر پر جرم پرده غوړوي. همدا پانګوالي ده، چې د خپلې ادعا (برابري) خلاف د ښځې او نر تر منځ تبعیض او فاصله رامنځته کړې ده.

هغه مفاهیم چې په پیل کې ناکام شوي او هره ورځ یې رسنۍ د ناکامۍ خبرونه خپروي، څنګه به امکان ولري چې د سوډان او نورو مسلمانو ښځو لپاره دې حللار وي؟! د «روسي اسپوتنیک» خبرپاڼې په وینا، چې په ۱۴۴ هېوادونو کې یې د نرانو او ښځو حالت په لاندې برخو کې ارزولی: روغتیایي خدمتونو ته په لاسرسي، د ژوند په کچه، په زده کړو، سیاسي او اقتصادي چانسونو کې د پرتلنې پایله د ښځو تر ټولو ناوړه حالت ښیي. د ۲۰۱۷م په دوام کې د ښځو او نرانو تر منځ نابرابري تر ټولو په ناوړه حالت کې وه. «نړیواله اقتصادي ټولنه» وایي؛ د ښځې او نر تر منځ فاصلې زیاتې شوي دي. دغو څرګندونو وښوده چې د ښځې او نر تر منځ دغه فاصلې له ۲۰۰۶م کال را وروسته ډېرې شوې دي، وړاندې تر دې چې په ۲۰۱۷م کال کې ۶۸سلنې ته ورسېږي. دا په حقیقت کې د برابرۍ د مفکورې ناکامي ښيي؛ نو موږ بیا ولې دغه ناکامه مفکوره خپلو خاورو ته راوړو؟!

اسلام د ښځې او نر لپاره حقونه او وجایب ټاکلي او له هغوی یې غوښتي، چې پر دغو حقونو او واجباتو دې راضي شي، ځکه یوه داسې ذات ورته ټاکلي چې د دوی پر حالت تر بل هر چا ښه پوهېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيماً﴾

 [النساء: 32]

ژباړه: د داسې څه هېله مه کوئ، چې الله سبحانه وتعالی له هغه څخه بل څه ته ډېر ارزښت ورکوي. په ځينو شیانو کې نرانو ته پر ښځو او په ځینو کې هم ښځو ته پر نرانو ډېر ارزښت ورکړل شوی دی. ښځې او نران هر یو هغه څه تر لاسه کوي، چې په نصیب یې دي. له الله سبحانه وتعالی څخه فضل وغواړئ؛ له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی پر هر څه پوهیږي.

دغه واجبات او حقونه چې الله سبحانه وتعالی لازم کړي، د دواړو لورو توافق او مخالفت ته اړتیا نه لري. دا د غرب او پانګوالۍ له ارزښتونو څخه سرچینه نه اخلي، چې له ښځې څخه یې د خرڅلاو وسیله جوړه کړې؛ بلکې د ښځې په اړه سم لیدلوری لري. همدارنګه هغه ټولنه چې دغه ارزښتونه پکې لیدل کېږي، هلته ښځې ته په درنه سترګه کتل کېږي، عزت یې کېږي او پر وړاندې یې تاوتریخوالی نه کېږي او همداراز هلته له الله سبحانه وتعالی څخه وېرېږي او  په ټولو مسایلو کې یې د ځان د ناظر په توګه ګڼي.

اسلام د ښځې پر حق تېری حرام کړی او کرامت یې ساتلی دی. د هغې شخصیت ته سپکاوی او له ښکلاوو یې د وسیلې په توګه ګټه اخیستل منعه کړي دي. همداراز پر ښځو یې هم پردیو نرانو ته د ځان ښودل او له هغوی سره اختلاط او خلوت کول حرام کړي دي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«فَاتَّقُوا اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ فِي النِّسَاءِ»

ژباړه: د ښځو په چارو کې له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ او تقوا غوره کړئ.

«فَاسْتَوْصُوا بِالنِّسَاءِ خَيْراً»

ژباړه: ښځو ته نېکې توصیې وکړئ.

د سوډاني ښځو د ستونزو حللاره باید د هغوی له عقیدې څخه واخیستل شي. هغه عقیده چې د کایناتو او انسان پر هغه خالق باور لري، چې یوازې دی د حقونو او وجایبو د ټاکلو حق لري؛ ځکه هغه د ټولو خلکو پر ښېګڼو او بدیو پوهېږي. لاندې یو شمېر هغه ارزښتونه وړاندې کوو، چې له قران او سنتو څخه مو د دلیل په توګه راوړي دي:

۱. اسلام چې څومره حقونه نر ته ورکړي، په همغه اندازه یې ښځې ته هم ورکړي دي. هغه څه چې پر نرانو لازم دي، پر ښځو هم لازم شوي دي؛ پرته له هغه کړنو چې اسلام نرانو ته ځانګړې کړې دي یا هغه څه چې شرعا په نر پورې اړه لري. ښځه د سوداګرۍ، کرنې او صنعت حق لري. په معاملو او تړونونو کې هم واک لري. د ټول مال مالکه کېدای شي او دا واک لري چې پر خپله شتمنۍ، پانګه اچونه وکړي او پرمختګ وکړي. همدا راز کولی شي چې د ژوند هر څه پر خپله غاړه واخلي.  

۲. ښځه د حکومت کولو اجازه نه لري. ښځه د خلیفه، د خلیفه د مرستیالې او والي توګه او یا هم بل موقف کې دنده نشي کولی. ښځه قاضی القضات او یا هم د مجرمینو په محکمه کې قاضي کېدلی نشي او همدا راز د جهاد امیره نشي ټاکل کېدلی.

۳. ګډ ژوند ارام او ډاډمن دی؛ کوروالی هم د ملګرۍ عمل دی. د نر پر ښځه ټینګ درېدل، له هغې څخه د ملاتړ او ساتنې په مانا دي، نه د حاکمیت او قدرت په مانا. همداراز پر ښځه هم د خاوند امر منل لازم دي او پر خاند هم لازمه ده چې  د ښځې نفقه او لګښتونه پوره کړي. نو باید پوه شئ، چې هېڅکله به دغه حالت ته ونه رسېږئ، پرته له دې چې د نبوت پر تګلاره په دویم راشده خلافت کې د الله سبحانه وتعالی قانون پلی کړئ؛ هغه خلافت په رښتینې توګه موږ له دغه حالت څخه اېستلی شي.  

لیکوال: غاده عبدالجبار (أم أواب)

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

هر سیاسي یا نظامي مشر چې د امريکا غلامي مني او د پاکستان تباه کوونکې ملګرتیا ورسره ساتي؛ په حقیقت کې زموږ د دین، امت او وسلوالو ځواکونو پر وړاندې خیانت کوي

  • خپور شوی په پاکستان

پروېز مشرف به د پاکستان په تاريخ کې د خاین ابو رغال په شان یاد شي، چې د کعبې شریفې په لور یې د ابرهه لښکر ته لارښوونه کوله. د ناکام امریکایی اجېنټ نواز شریف د حکومت له ړنګېدو وروسته په ۱۹۹۹م کال کې مشرف وویل: «مصطفی کمال – چا چې زموږ خلافت ړنګ کړ- زما اېډيال دی.» مشرف د امریکا په اشاره د پاکستان ټولې مهمې چارې او ګټې دغه هېواد ته تسلیم کړې. د مشرف خیانت په شاکولو، کشمير، د افغانستان په پاليسۍ، اټومي پروګرام، اقتصاد، داخلي او بهرني حاکمیت او د انرژۍ امنیت په ګډون په هره برخه کې څرګند دی. مشرف په یوې ټیلفوني اړیکې سره د افغانستان مسلمانان بې رحمه امریکایانو ته وسپارل؛ چې دا په حقیقت کې یو بې ساری خیانت دی. همدا مشرف و چې هوایي ‌ډګرونه، هوایي دهلېزونه او ځمکنۍ لارې  یې صلیبي کفارو ته وسپارلې او پر افغانستان د برید لپاره یې د ناټو د اکمالاتي کرښې امنیت ټینګ کړ. مشرف د هېواد د داخلي امنیت په له منځه وړولو کې د امريکا خصوصي نظامي سازمانونو ته د پښې اېښودلو اجازه ورکړه، چې په هېواد کې زهر وشیندي. هغه په ​​کشمیر کې د مجاهدو ډلو پر وړاندې خاینانه سختګیري وکړه او هلته یې د جهاد بنسټونو ته ضربه ورسوله. هغه هندوستان ته دا فرصت ورکړ، چې د کنټرول کرښې په ۷۴۰ کیلو متر فاصله کې دایمې دیوال جوړ کړي. پرویز مشرف حتا د پاکستان اټومي پروګرام په نښه کړ. مهم پوهان یې له دندو لرې او تقاعد کړل او د پاکستان د اټومي پروګرام جزیات یې امریکا ته وسپارل. د امریکا په لارښوونو مشرف د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پښتنو جنګیالیو پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل، چې په افغانستان کې د امریکایی اشغال پر وړاندې جهاد ګډوډ کړي. مشرف امریکا ته په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو اجازه ورکړه، چې په پایله کې یې ملکي وګړي او رښتیني جنګیالي ووژل شول. مشرف د «روڼ انده منځلاريتوب» تر نامه لاندې د پاکستان د سېکولر او لېبرال دولت جوړولو پروژه پیل کړه، ترڅو دولتي ځواک د لېبرالي اخلاقو د خپرولو او اسلامي ارزښتونو د لوټلو لپاره وکاروي.

د پرویز مشرف نوم به تل د میر جعفر او میر صادق له نومونو سره یو ځای یادېږي، ځکه د مسلمانانو خاوره یې د امریکا سفیر ته تسلیم کړه. سلګونه مجاهدین یې د امریکايي ډالرو په بدل کې وپلورل او زموږ خور او لور عافیه صدیقي یې د هغې له بې ګناه ماشومانو سره یو ځای امريکا ته وسپارله. مشرف د پلازمینې په زړه لال مسجد کې په سلګونو پاک لمنې لورګانې په سپین فاسفورس وسوځولې.

له دغو ټولو جنایتونو وروسته مشرف یوازې په دې ګناه محکوم دی، چې د بشر په لاس جوړ شوی قانون یې تر پښو لاندې کړی؛ ترڅو د هغه تر ټولو ناوړه جنایتونه پای ته ورسوي. په داسې حال کې چې اوسنۍ سیاسي او نظامي رهبري په ټوله مانا د پروېز مشرف لیدلوری او فکر تعقیبوي. دا ښکاره ده چې په دغه سېکولر نظام کې هېڅ محکمه د مشرف د جرمونو لپاره عدالت نشي چمتو کولی. هغه ته به ان شاءالله د خلافت محاکمه خپله رښتینې سزا ورکړي او هغه څه لا ډېر سخت دي، چې دی به د قیامت په ورځ ورسره مخ کېږي. نو له همدې امله اوسني خاینین باید پند واخلي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[﴿إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي عَذَابِ جَهَنَّمَ خَالِدُونَ * لَا يُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ * وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا هُمُ الظَّالِمِينَ

[الزخرف: ۷۴ـ۷۶]  

ژباړه: له شک پرته مجرمين به د تل لپاره د دوزخ په عذاب کې وي. عذاب به یې هېڅکله نه کمېږي او په هغه کې به په ناهیلۍ سره پراته وي. موږ پر هغوی ظلم نه دی کړی، بلکې هغوی خپله پر ځان ظلم کړی.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

                                     

د مطلب ادامه...

امریکا او روسیه په اسلام ضد جګړه کې د یو او بل تر څنګ ولاړ دي؛ که څه هم امریکا تش په خوله په کریمیا کې د حزب التحریر د غړو بندي کول ناقانونه وبلل

خبر:

په اوکراین کې د امریکا سفارت د نومبر په ۱۳ پر روسیه غږ وکړ، چې زر تر زره  هغه شپږ کسان خوشي کړي، چې په دې وروستیو کې د نړیوال اسلامي سیاسي حزب (حزب التحریر) د غړيتوب په جرم په کریمیا کې نیول شوي او په اوږده بند محکوم شوي دي. د امریکا سفارت په ټویټ کې ویلي وو: «موږ د سیاسي بیدارۍ شپږو کریمیایي تاتاریانو ته د اوږده بند سزا ورکول په کلکه غندو. موږ په روسیه غږ کوو چې دغه شپږ کسان او همدارنګه نور ټول اوکرایني سیاسي بندیان دې زرترزره خوشي کړي.» دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې د نومبر په ۱۲مه د روسټوف ان ډن ښار په جنوبي ولسوالۍ کې نظامي محکمې د حزب التحیر شپږو کریمیایي غړو ته له ۷-۱۹ کلونو پورې د اوږده بند سزا ورکړه. د روسیي رژیم په ۲۰۰۳م کال کې دغه حزب بې بنسټه «ترورېستي سازمان) بللی و؛ که څه هم دغه حزب په ښه توګه پېژني، چې یو سوله غوښتونکی او له تاوتریخوالي خالي حزب دی، حتا له تاسیس څخه تر اوسه پورې یې د تاوتریخوالي په هېڅ عمل کې برخه نه ده اخیستې.   

سربېره پر دې یې د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې ته په دې اړه شکایت وکړ، چې په کریمیا کې د حزب التحریر د غړو د نیولو قضیې ناقانونه دي او روسي ادارې په دې ډول د کریمیا خلک ځوروي او شکنجه کوي. په داسې حال کې چې په اکراین کې پر حزب التحریر بندیز نشته.

په کریمیا کې د اکراین د ولسمشر استازې تامیلا تاشېوا وویل: «له شک پرته موږ وایو چې دغه شکنجې د ترهګرو پر وړاندې نه دي، بلکې نژادي او سیمه ییزه بڼه لري او دا به د بشریت پر وړاندې جرم وګڼل شي.» همدارنګه حقوقي ‌ډلو هم د سیاسي بیدارۍ د قضیو محکومول وغندل او دغه کار یې د کریمیا د تاتاریانو –چې مسلمانان دي- پر وړاندې د روسیې د ظلم د لړۍ یوه برخه وبلله. روسیه په ځانګړي ډول هغه مسلمانان په نښه کوي، چې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د روسیې له ظالمانه سیاستونو پرده پورته کوي؛ چې ښه بېلګه یې سوریه ده. د بښنې نړیوال سازمان هم وویل چې د دغو شپږو کسانو محکومول بې اساسه دي او دغه محکمه یې هم بې بنسټه وبلله. 

تبصره:

روسیه له اسلام او مسلمانانو سره په ښکاره کرکه لري او دوی تل د اسلامي امت او د دوی د دین دښمنان وو. د عثماني خلافت پر ضد له درېدو را نیولې بیا په سوریه کې د قاتل بشار الاسد د ظالم رژیم په ملاتړ د بې ګناه مسلمانانو تر وژنو پورې؛ د اسلامي ثقافت پر کتابونو له بندیز را نیولې بیا په ښوونځیو او انسټېټیوټونو کې د مسلمانو پېغلو پر حجاب تر بندیز پورې. د مسلمانانو پر وړاندې د دوی دغه ظلمونه او بندي کول د ستالین د کمیونیستي میراث ادامه ده، چې د کریمیا تاتار اوسېدونکي یې له سیاسي او دینې اړخه سخت سرکوب کړل. په حقیقت کې په کریمیا او روسیه کې د حزب التحریر د غړو بندي کول د اسلام پر وړاندې د رژیم د جنګ بله وسیله ده، چې په دې سره د اسلام د بېرته راتلو د مخنیوي هڅه کوي. دوی نه پرېږدي چې خلک له دین سره یوځای شي او مسلمانان ترور کوي، ترڅو هغوی خپله اسلامي عقیده، سیاسي لید او سیاسي کار پرېږدي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ

[البقره: ۲۱۷]

ژباړه: هغوی له تاسو سره تر دې پورې جنګېږي، ترڅو له خپل دین څخه مو واړوي.

اصلي اجنډا سونګاتوف روسلان ډېره ښه بیان کړې وه. نوموړی د حزب التحریر غړی و او د روسیې رژیم په مارچ میاشت کې پر ۲۲ کاله بند محکوم کړ، چې یوازنۍ ګناه یې د اسلامي دعوت لېږدول وو. هغه په خپله محکمه کې وویل: «له دغې محکمې څخه ثابتېږي، چې دوی نه موږ محکوموي او نه حزب التحریر، بلکې الهي دین (اسلام) محکوموي.»  

پر دې سربېره د روسیې پر وړاندې د امریکا دغه سیاسي لوبه چې د کریمیا په مسله کې د اکراین ملاتړ کوي، هغه حقیقت نه شي پټولی چې له روسیې سره یو ځای د اسلام د بیا راتګ پر وړاندې جګړه کوي. دا ښکاره ده، چې له «ترهګرۍ» سره جګړه په حقیت کې له اسلام سره جګړه ده؛ ښه بېلګه یې سوریه ده، چې د هغو ډلو پر ضد وجنګېدل چې د اسلامي نظام غوښتونکي وو. د دې ترڅنګ د اسلامي خاورو پر چارواکو د ټرمپ غږ، چې له خپلو هېوادونو څخه مو اسلامي سخت دریځي (سیاسي اسلام) پاک کړئ او هم په مرکزي اسیا او عربي نړۍ کې له استبدادي نظامونو څخه د دوی ملاتړ کول. همداراز په اندونیزیا، پاکستان او بنګلدېش کې پرهېزګاره مسلمانان ځوروي او نا حقه یې پر حزب التحریر بندیز لګولی دی. بېځایه او دروغ تورونه پرې پورې کوي؛ غړي یې بندي کوي، ځوروي او حتا وژني یې.   

که امریکا په خپله خبره کې رښتینې وي، چې په کریمیا کې زموږ د وروڼو پر وړاندې قضیه سیاسي وه او موږ له تاوتریخوالي څخه کار نه اخلو او غړي مو یوازې اسلام ته د دعوت په تور بندیان دي، نو زموږ غړي ولې د دوی په ملګرو هېوادونو – چې پورته یاد شول- کې بندي کېږي!؟

موږ هغو ټولو دولتونو ته چې د اسلامي خلافت دعوتګر بندي کوي او ظلم پرې کوي وایو، چې د حق خبره، د ظلم پروړاندې درېدل او د نړۍ د مالک (الله سبحانه وتعالی) د نظام لپاره نارې وهل جنایت او جرم نه دی! موږ درته وایو، چې دغه ټولې وېروونکې لارې مو بې معنا دي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې سره سم اسلامي دولت (خلافت) د تاسیس پر وړاندې یې کاروئ. موږ ته یوازې د الله سبحانه وتعالی اطاعت مهم دی، نه د بل چا. موږ یوازې د هغه سبحانه وتعالی رضا او جنت غواړو؛ له هغه سبحانه وتعالی پرته له هېچا څخه نه وېرېږو او د هغه سبحانه وتعالی تر حاکمیت لاندې ژوند غواړو!

موږ له خپل رب سره ټینګه ژمنه کړې، چې موږ ستا با اېمانه بندګان او د اسلام ساتونکي یو او په خپل ټول توان سره په ځکه کې د الهي نظام د واکمنېدو هڅه کوو. په دغې لاره کې د هېڅ خنډ، سختۍ، ګواښ او محاکمې پروا نه لرو! په واقعیت کې زموږ پر وروڼو ستاسو شکنجې زموږ عزم لاپیاوړی کوي، ترڅو خپلې موخې ته په ښه توګه ورسېږو! موږ هغو ټولو ظالمو دولتونو ته وایو، چې د اسلامي ډلو پر وړاندې ستاسو جګړې او د اسلام، خلافت او دعوتګرو پر وړاندې ستاسو دروغ او مبارزه به هېڅکله بریالۍ نه شي. هغه دولت به ډېر ژر تاسیس شي، چې تاسو ورڅخه وېره لرئ انشاالله. په واقعیت کې د خلافت بیا راتګ د الله سبحانه وتعالی ژمنه ده او الله سبحانه وتعالی په خپله ژمنه کې هېڅکله هم نه ناکامېږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکواله: داکتر نسرین نواز

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د برخې مشره

د مطلب ادامه...

په تحمیلي ډيموکراسیو کې حکومتولي د خلکو پر ځای د سفارتونو ده!

خبر: 

"په افغانستان کې د امریکا سفیر «جان بس» وايي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی به د دغه هېواد د خلکو ډېر کم ملاتړ ولري؛ له همدې امله باید د ټولشموله حکومت په لټه کې وئ. نوموړي د روان کال د جدې په ۱۱مه په تلویزوني خبرو اترو کې د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایه ورکونکو کم ګډون ته په اشارې سره وویل، اړینه ده چې د دغه هېواد راتلونکی ولسمشر د ټولنې د سترې برخې غوښتنو، وېرو او مخالفتونو ته غوږ ونیسي."

                                                                                                                                                طلوع نیوز تلویزیوني شبکه

تبصره:

د امریکا دولت د خپلو خلکو د غولولو لپاره تل د نړۍ او افغانستان عامه افکار د ډيموکراسۍ په نامه په خپلو خونړیو منګولو کې ساتلي دي. د افغانستان د ولسمشرۍ وروستۍ ټاکنې د دا ډول غولولو، جعل، فرېب او تحمیل یوه غوره بېلګه وه. اوسمهال د امریکا اصلي موخه له طالبانو سره سوله ده او د ولسمشرۍ ټاکنې یوازې پر طالبانو د فشار او د عامه افکارو د بوخت ساتلو وسیله ده او بس.

هغه خاوره چې اشغال شوې وي او خونړۍ جګړه پکې روانه وي، هلته ټاکنې د خلکو له غولولو پرته بله هېڅ معنی نه شي افاده کولی او دا ادعاوې چې (د خلکو رایه پکې برخلیک ټاکونکې ده) د ډيموکراسۍ یوه مفته کیسه ده.

د افغانستان په څو تېرو دورو ټاکنو کې اصلي تصمیمونه د امریکا سفارت نیول او په دې دوره کې هم دا ډول پېښې کېدونکې دي. لکه څنګه چې د افغانستان له ۳۰ میلیونه نفوس څخه نهه میلیونه کسانو ټاکنو ته نوملیکنه کړې وه او یوازې ۱،۹ میلیونه کسانو ګډون پکې وکړ. خو د ټاکنو په کمیسیون کې د امریکا سفارت په ځانګړې توګه «د سفیر جان بس» له دریو میاشتو مستقیمو لاسوهنو، هغه ته له امر او نهې وروسته د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې اشرف غني په ۹۲۳ زره او ۸۶۸ رایو (٪ ۵۰.۶۴) ګټونکی او ډاکټر عبدالله عبدالله په ۷۲۰ زره او ۹۹۰ رایو (٪۳۹.۵۲) اخیستو په دویم مقام کې اعلان شو.

جان بس د افغانستان د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته پر خپله ټويټرپاڼه داسې ولیکل: "هغه ټکی چې خلک یې باید له یاده ونه باسي دا دی چې تر اوسه د وروستیو پایلو اعلان او پر هغو د خلکو اعتماد ته ګڼ پړاونه پاتې دي." دا په داسې حال کې ده چې د ځمکې پر مخ خورا بې حیا انسانانو یعنې د افغانستان چارواکو او نړیوالې ټولنې د لاسته راوړنې په توګه د هغو هرکلی وکړ. خو د افغانستان پرېکنده اکثریت د ولسمشرۍ په ډيموکراټيکو ټاکنو کې ګډون ونه کړ او دغه غربي پروسه یې د ډيموکراټيک مشروعیت له بحران سره مخ کړه. اوس د امریکا سفیر هڅه کوي چې په افغانستان کې د ناکامې ډيموکراسۍ لپاره د خاورو پوزه کېږدي او له ډېرې بې شرمۍ یې وژغوري، نو له همدې امله د ټولشموله حکومت خبره کوي.

دا په داسې حال ده چې د ۲۰۱۴ له ټاکنو څخه د ټولشموله حکومت په شعارونو اوسنی د ملي یووالي حکومت راووت، چې په پایله کې یې په ملي تفرقه پای وموند، قومي او قبیلوي کشمکشونه یې زیات کړل او افغانستان یې د تاریخ یوې خونړۍ دورې ته ورساوه. نو هغه حکومت چې د امریکا سفیر یې خبره کوي، افغانستان ته له کړکېچ پرته بل څه نه ورکوي.

که څه هم د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې له طالبانو سره د سولې له پروسې سره مستقیمې تړلې دي؛ نو که د سولې پروسه داسې پایلو ته ورسي، چې د امریکا له غوښتنو سره موافقه وي، د ټاکنو ټوله پروسه به لغوه شي؛ که نه نو د همدې نیمګړې او نامشروع پروسې پر اساس به بل حکومت جوړ کړي.

په پایله کې د امریکا سفیر چې د ټولشموله ملي حکومت خبره کوي، موخه یې دا نه ده چې د خلکو واقعي استازي برخه پکې ولري او د دوی په وسیله به د خلکو چارې او ستونزې حل شي. په واقعیت کې د ټولشموله حکومت موخه په حکومت کې د افغانستان له هر قوم څخه په امریکا پورې د تړلو رهبرانو شاملول دي، چې په وسیله یې په افغانستان کې خپلې ګټې او موخې تر لاسه کړي. د دې پر ځای چې دا ډول حکومت ټولشموله ونوموو، غوره دا ده چې په امریکا پورې د تړلو رهبرانو حکومت یې وبولو.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر- ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې