یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د حکامو خیانت او ډار د دې لامل شوی چې د یهودانو شرير دولت د مسلمانانو په ښارونو کې مجاهدین ترور کړي Featured

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

د ۲۰۲۴م کال، د جنوري په ۲مه، د بیروت په جنوبي څنډه کې د یهودي دولت د خاینانه او شريرو عملیاتو په ترڅ کې د یوې بې پيلوټه الوتکې د بريد په پایله کې شیخ صالح العاروري او د هغه ځینې ملګري ووژل. له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې پر هغوی خپل رحمت او مفرت ولوروي او د شهیدانو ابدي ځای ورکړي.

د یهودي دولت د ظلم او تېري لاس اوږد شوی او پر سپېڅلې خاورې سربېره، د بلې اسلامي خاورې په پلازمینه کې د خلکو له وژلو او ویجاړۍ خوند اخلي؛ دا ځل یې په بيروت کې د مجاهدینو په ترور لاس پورې کړی. له دې سره یهودي دولت نه یوازې د فلسطین پر خلکو برید وکړ او مجاهدین یې شکنجه کړل؛ بلکې د رژیمونو او د هغوی د حکامو "کاذب عزت" او "تش په نوم حاکمیت" چې پاتې و، هغه یې هم له منځه یوړ. يهود د همدغو حکامو په شتون کې هغه مجاهدين شکنجه کوي او وژني، چې په خپله خاوره کې يې پناه اخستې. د حکامو پر پلازمېنو برید کېږي چې دوی لکه ذلیل ډارن چوپه خوله دي. دا د دښمن لخوا د دوی له توهین او سپکاوي پرته بل څه نه دي؛ دغه دښمن له وړاندې د دوی عزت او وقار تر پښو لاندې کړی. حکام کاڼه، ړانده او ډارن دي؛ د دښمن د ځواب ویلو جرات نه شي کولی!

دغو حکامو د فلسطين خلک له ماتې سره مخ کړي او د دوی له لاسه په  سپېڅلې خاوره کې له منځه وړل کېږي. د شهيدانو او ټپیانو شمېر تر ۸۰،۰۰۰ اوښتی. همدا حکام د مجاهدينو پر وړاندې دسيسې جوړوي چې له ماتې سره يې مخ کړي. داسې ښکاري چې دغه حکام په همدومره شرم او خیانت نه دي راضي او ان یو شمېر مجاهدين اوس په خپلو پلازمینو کې وژني.

د یهودي دولت د جنګ او جنایت لمن په پراخېدو ده. په ګناه او وینو ککړ لاس یې د ګاونډیو پلازمینو ته غزیدلی، هلته مجاهدین او په مجاهدینو پورې تړلي هر څه موخه ګرځوي. ظلم او ستم اوج ته رسېدلی. دا ځکه چې داسې څوک نشته چې لاس یې لنډ او ان ملا یې ماته کړي او جرړې یې راوباسي. د دوی په وینو او ګناوو ککړ لاس به همداسې غځېدلی پاتې وي او ويجاړۍ به تر هغه دوام مومي، چې څو دا ډارن حکام د واک پر ګدۍ ناست وي. څوک چې دا فکر کوي چې د یهودي دولت فساد او جنایت په مصنوعي پولو پورې محدود دی، تېروتنه کوي او د یهودانو فاسد طبیعت نه پیژني. څوک چې پر هغو حکامو باور لري، چې د خپلو خلکو پر وړاندې خبرو کې ادعا کوي، چې د فلسطين په یوازې پرېښودلو سره خپل هېواد د یهودو له شریر  دولت څخه امن ساتي، احمق دي. دا دي یهودي دولت یې پر پلازمینو بريد کوي او مسلمانان په خپلو کورونو کې وژني.

اې مسلمانانو په ځانګړې توګه ستاسو په منځ کې د قدرت څښتنانو، افسرانو او سرتېرو!

دغه دښمن ستاسو د حکامو د ذلت او سپکوالي له امله تاسو ته په کمه سترګه ګوري چې دښمن ته یې د همکارۍ لاسونه ورکړي دي. اوس دښمن ستاسو په منځ او ستاسو په پلازمینو کې، چې ستاسو تر ساتنې لاندې دي، ستاسو زامن، د فلسطين خلک او مجاهدين شهیدانوي. همداسې له شاوخوا ۹۰ ورځو راهیسې هغوی په فلسطين کې د غزې په خاوره کې هره ورځ شهیدانېږي. د هغوی د شهيدانو او ټپیانو شمېر اوس ۱۰۰،۰۰۰ ته رسېدلی. نو څه کوئ؟ ایا دغه شهيدان او وينې یې پر تاسو حق نه لري!؟ ايا د مسلمان وينه شرعي حرمت نه لري، چې د ملاتړ لپاره یې باید اقدام وکړئ!؟ ایا د مسلمانانو وینه هغه سره کرښه نه ده چې، غوسه یې باید په عمل بدله شي او داسې خوځښت رامنځ ته کړي، چې د دغه دولت جرړې وباسي؟ ایا پر پلازمینې بريد ستاسو پر عزت او وقار برید نه دی، چې باید په اړه یې پوځونه بسيج کړئ!؟ ستاسو حکامو دغه دولت ته جرات ورکړی؛ فکر کوئ چې بیا به ستاسو پر وړاندې داسې جسارت ونه کړي او په خپلو کورونو کې به مو ونه وژني!؟

اې مسلمانانو او د واک خاوندانو:

له دغو پېښو سره نور د چوپتیا او بې حرکته پاتې کېدو لپاره پلمه نه لرئ. په دغو وینو ستاسو او الله د دښمن، یهودي دولت لاسونه سره دي. ستاسو له خاورې یې د ځان لپاره د جګړې ډګر جوړ کړی. دا هر څه شپه او ورځ پر تاسو غږ کوي او له تاسو څخه غواړي چې د خپل دین، خپلو وروڼو او خلکو د ملاتړ لپاره وخوځېږئ. خپل ثبات وساتئ او مسلمانان د دغو حکامو له مصيبتونو څخه خلاص کړئ. مسلمانان د دغو حکامو له ذلت او شر خلاص کړئ، چې ستاسو پر وړاندې یې دښمنانو ته جرات ورکړی. دا کار داسې کولی شئ چې د دغو حکامو تختونه رانسکور کړئ او یوې مخلصې رهبرۍ، حزب التحریر ته –چې ستاسو په منځ کې دی- نصرت ورکړئ چې د نبوت پر منهج راشده خلافت اعلان کړي. دا خلافت دی چې تاسو به د جهاد او فتح په ډګرونو کې رهبري کوي؛ د پاکو وینو غچ به اخلي، دفاع به یې کوي، د الله سبحانه وتعالی امر ته به لبیک وايي او تاسو به د الله د رضا لپاره د دښمن په مقابل کې مخ پر وړاندې بیايي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ][توبه: ۳۸]

ژباړه: «اې مومنانو! پر تاسو څه شوي دي، کله چې تاسو د الله تعالی په لاره کې د وتلو لپاره وویل شول، نو تاسو پر ځمکه درانده کښېناستلی؟ ایا تاسو د اخرت په مقابل کې د دنیا ژوند کړی دی؟ که داسې ده نو تاسو ته دې معلومه وي چې دنیوي ژوند دا ټول وسایل به په اخرت کې ډېر لږ راووځي.»

حزب التحریر - د فلسطین سپېڅلې خاوره

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۲۰مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۲مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

ناوړه او شرير امیران او له هغوی څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیزاري

(ژباړه)

له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«سَيَكُونُ مِنْ بَعْدِي أُمَرَاءُ يَغْشَاهُمْ غَوَاشٍ مِنَ النَّاسِ، فَمَنْ صَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ، وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ، فَأَنَا مِنْهُ بَرِيءٌ، وَهُوَ مِنِّي بَرِيءٌ، وَمَنْ لَمْ يُصَدِّقْهُمْ بِكَذِبِهِمْ، وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ، فَأَنَا مِنْهُ وَهُوَ مِنِّي» (صحيح ابن حبان 285 )

ژباړه: په راتلونکي کې به داسې حاکمان راشي چې درباریان به پرې راګرځېدلي وي، هر څوک چې هغوی ته ورشي، درواغ یې تصدیق کړي او د هغوی په ظلم کې ورسره ملګري شي، زه ترې بېزار یم او که څوک ورنه شي او ملګرتیا ورسره ونه کړي، هغه له ما څخه دی او زه له هغوی څخه یم.»

دغه حدیث شریف د هغو حدیثونو له ډلې دی چې موږ ته په راتلونکي کې د پېښېدونکو پېښو او دا چې تر هغه وروسته باید څه وکړو، خبر راکوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته خبر راکوي چې داسې کسان واک ته رسېږي چې وړ یې نه دي، له الله سبحانه وتعالی څخه نه ډارېږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې یو شمېر خلک به له دغو حکامو سره مرسته کوي، د هغوی ملتیا به کوي او کړنو ته به یې مشروعیت ورکوي. دغه خلک د سنتو پیروان نه دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هدایت پر مسیر نه دي روان.

هغه څه ته چې پام ور اوړي، په دوو بڼو د یادې کلمې تکرار دی، هغه دا چې دغه خلک د استقامت او پر حق د منګولو لګولو د نشت په دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیروانو او مسلمانانو څخه نه دي. یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې بېزار نه دی، بلکې هر څوک چې پیروي ترې کوي، له دغو خلکو څخه هم بېزار دي. دغه امر مسلمانانو ته د حکامو او د هغوی له لاسپوڅو څخه برائت ورکوي او مسلمانان باید هغه حکام او دننه کړۍ یې ونه مني چې د هغوی په ظلم کې ورسره مرسته کوي.  

په بله برخه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته له هغوی سره د تعامل لارې چارې راښيي. باید هغه کړنې او خبرې یې چې د شرعې خلاف یې ترسره کوي، تصدیق نه کړو او له هغوی سره مرسته ونه کړو. د هغوی پر وړاندې باید ودرېږو او څومره چې وس لرو، د هغه منکر د بدلون لپاره چې ترسره کوي یې، و غندو او هغه کسان چې د یادو کسانو کړنې وغندي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هدایت مسیر په طی کولو سره به کوثر حوض ته لاړ شي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د حق کلمې په ویلو او د ظالمانو او د هغوی په غندلو کې له موږ سره مرسته وکړي. زموږ وضعیت داسې بدل کړي څنګه چې الله سبحانه وتعالی پرې راضي وي او موږ د هغو کسانو په ډله کې شامل کړي چې د حوض پر څنډه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لیده‌کاته کوي. اللهم آمین.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

علماوو ته پیغام

(ژباړه)

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ لَزِمَ السُّلْطَانَ افْتُتِنَ، وَمَا ازْدَادَ عَبْدٌ مِنْ السُّلْطَانِ دُنُوًّا إِلَّا ازْدَادَ مِنْ اللَّهِ بُعْدًا». [رواه أبو داود، 2859]

ژباړه: «هر څوک چې د حاکم خدمت غوره کړي، په فتنه کې لوېږي او هر بنده چې حاکم ته نږدې شي، په حقیقت کې له الله سبحانه وتعالی څخه لرې کېږي.»

د دغه حدیث د یادولو موخه دا نه ده، چې د اسلامي امت او علماوو تر منځ اړیکې ته زیان ورسېږي، بلکې موخه یې پر هغه واقعیت او حقیقت د امت پوهول دي چې علماء ورسره مخ دي. دلته موخه درباري علماء دي او امت باید درباري علماوو ته له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي. پر همدغه اساس له عالم څخه د هغه د مقام او شخصیت له امله پیروي نه کېږي، بلکې د علمیت او باور له مخې یې متابعت او پیروي کېږي.

زموږ پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په یو شمېر احادیثو کې په وار وار د بدو علماوو په اړه خبرداری راکړی او علت یې د علماوو هغه مهم رول دی، چې دوی یې ادا کوي. د علماوو اساسي او اصلي رول دا دی چې دوی د امت د باور کړکۍ ګڼل کېږي، حق له باطل څخه بېلوي او خلک د امن ځای او د رحمن جنت په لوري بیایي.

کېدی شي تر ټولو خطرناکه فتنه چې نن ورځ درباري علماء پکې راګېر دي، دا وي چې له امت سره د سایکس-پیکو د اصولو پر اساس تعامل کوي، هېوادپالنه او مليت‌پالنه یې د امت د دښمنانو له خوښې سره سمه دود کړې ده. هر عالم د خپل هېواد له حاکم سره څنګ کې ودرېد او د امت پر وړاندې یې د هغه ټولو کړنو ته مشروعیت ورکړ؛ په داسې حال کې چې حاکم یې له ګمراهۍ او لارورکۍ سره مخ و او په کوم مسیر چې نوموړی روان و، بشپړ ناسم او د ناپوهۍ وروستۍ کنده ګڼل کېده؛ داسې چې امت تر دې وړاندې دغه ډول حالت نه و لیدلی؛ ان تر دې چې درباري عالم د حاکم سیوری او ښی لاس شو، چې د هغه په مټ به حاکم پر هر لوري او هر چا برید کاوه او بریالی به شو.  

پخوا به عالم د خلیفه پر وړاندې لوړ مقام او منزلت درلود؛ خو اوس چې عالم څنګه له الله سبحانه وتعالی څخه وېرېږي، همداسې له حاکم څخه هم ډارېږي او ان تر هغه زیات وېرېږي. په دغو علماوو کې ځینو یې له یهودو سره د سولې د جواز، د عراق د اشغال لپاره له امریکا څخه د مرستې غوښتلو د جواز او د پارلماني ټاکنو د جواز فتوا ورکړه او هغوی د فاسدې هېواد‌پالنې او چټلې ملیت‌پالنې له لارې په بشپړه توګه د ژوند له واقعیت سره تعامل کړی دی. هو، اې علماوو! دا زموږ د پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري پر تاسو غږ کېږي او بلنه درکول کېږي، چې پاڅېږئ او د حاکم له پیروۍ لاس واخلئ او د عز بن عبدالسلام غوندې دریځ ونیسئ! 

اې ربه! موږ ته یو ځل بیا د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت را په برخه کړه، چې په وسیله یې د مسلمانانو تیت و ‌پرک حالت او بې اتفاقي پای ته ورسېږي. اې ربه! له هغوی څخه مصیبت لرې کړه. د خپل کریم نور په مرسته یو ځل بیا ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین.

د مطلب ادامه...

مهرباني؛ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لومړی ادب دی

 (ژباړه)

عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ: اسْتأْذنَ رَهْطٌ مِنَ الْيَهُودِ عَلَى رَسُول اللّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالُوا: السّامُ عَلَيْكُمْ. فَقَالَتْ عَائِشَةُ: بَلْ عَلَيْكُمُ السّامُ وَاللّعْنَةُ. فَقَالَ رَسُولُ اللّه صلى الله عليه وسلم: «يَا عَائِشَةُ إِنّ اللّهَ يُحِبُّ الرّفْقَ فِي الأَمْرِ كُلِّهِ»، قَالَتْ: أَلَمْ تَسْمَعْ مَا قَالُوا؟ قَالَ: «قَدْ قُلْتُ: وَعَلَيْكُمْ». رَوَاهُ مُسْلِمٌ وَفِي رِوَايَةٍ: «يَا عَائِشَةُ إِنَّ اللّهَ رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ. وَيُعْطِي عَلَىَ الرِّفْقِ مَا لاَ يُعْطِي عَلَىَ الْعُنْفِ. وَمَا لاَ يُعْطِي عَلَىَ مَا سِوِاهُ». وَفِي رِوَايَةٍ أُخْرَى: «إِنَّ الرِّفْقَ لاَ يَكُونُ فِي شَيْءٍ إِلاَّ زَانَهُ، وَلاَ يُنْزَعُ مِنْ شَيْءٍ إِلاّ شَانَهُ».

ژباړه: له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې ويلي يې دي: یهودانو یوې ډلې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د داخلېدو اجازه وغوښته او ویې ویل: "سام علیکم؛ پر تا دې مرګ وي." عائشه رضي الله عنها وايي چې ما وویل: مرګ او د الله لعنت دې پر تاسو وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عایشې! الله (سبحانه وتعالی) په ټولو کارونو کې نرمي خوښوي. ما وویل: ایا وادې نه اورېدل، چې دوی څه وویل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ما هم دوی ته وویل: (وعلیکم) مرګ دې پر تاسو وي. (رواه مسلم). په یوه روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عایشې! الله (سبحانه وتعالی) مهربان دی او مهرباني او نرمي خوښوي. د مهربانۍ او نرمۍ په بدل کې داسې اجر ورکوي، چې د غوسې او نورو شیانو په بدل کې یې نه ورکوي. په یو بل روایت کې راغلي دي: مهرباني چې په هر شي کې وي، هغه ښایسته کوي او له هر شي څخه چې لرې شي، هغه خراب او معیوب کېږي.

ګرانو دوستانو! 

دلته (رفق) په خبرو کې د نیکۍ او په معامله کې د نرم‌خویۍ په معنا دی. نو څوک چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، هغه باید نیکې خبرې وکړي، نرم خوی ولري او برعکس بدې خبرې ونه کړي، بلکې داسې نېک الفاظ باید وکاروي، چې د خلکو په زړونو کې ځای ونیسي؛ ځکه نېکه خبره د زړونو کیلي ده. که چېرې یې پر زړه باندې نرمۍ او نیکۍ اغېز ونه کړ، نو روا ده چې له هغوی سره په شدت او سختۍ خبره وشي.

 نووي په (الاذکار) کتاب کې لیکلي دي: څوک چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، نو هر مؤدب انسان ته ښايي، چې خپل مخاطب ته داسې الفاظ وکاروي: افسوس ستا پر حال، اې بېچاره، لږ ځان ته پام وکړه! اې پر ځان ظلم کوونکیه! په دې اړه احادیث راغلي دي او په هغو کې یو یې د عدي بن حاتم الثابت حدیث دی، چې په صحیح مسلم کې راغلی دی.

«أن رجلا خطب عند رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال: من یطع الله ورسوله، فقد رشد، ومن یعصهما، فقد غوی. فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: بئس الخطیب انت، قل: ومن یعص الله ورسوله»

ژباړه: یوه کس د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خوا کې خطبه بیانوله او ویې ویل: هر څوک چې له الله او د هغه له رسول څخه اطاعت وکړي، هدایت شوی دی او څوک چې له دوی دواړو څخه سرغړونه وکړي، ګمراه شوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څه ناوړه خطیب یې، داسې ووایه: څوک چې له الله او د هغه له رسول څخه نافرماني وکړي.

او د جابر بن عبدالله په حدیث کې روایت شوي دي:

«أن عبدا لحاطب جاء یشکوا حاطبا، فقال: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدخلن حاطب النار. فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: کذبت، لا یدخلها فإنه شهد بدرا والحدیبیة»

 ژباړه: د حاطب غلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له حاطب څخه یې شکایت وکړ او ویې ویل: حاطب به دوزخ ته ځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دروغ وایې، هغه دوزخ ته نه ځي، ځکه په بدر او حدیبیه کې يې ګډون کړی و.

همداراز د ذی‎الخویصرة لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره: "ویلک فمن یعدل ان لم اعدل؟؛ افسوس پر تا که زه عدالت ونه کړم، نو څوک به یې کوي؟"

د یماني وزیر محمد بن ابراهیم په کتاب (العواصم والقواسم) کې راغلي دي: «پوه شه چې د شدیدو، وېروونکو او سختو الفاظو د ویلو لپاره څلور شرطونه دي. دوه شرطونه یې مباح دي؛ یو دا چې په خپلو خبرو او عمل کې د مخاطب سپکاوی ونه کړې او بل دا چې ویونکی دروغ ونه وایي. یعنې هغه کس ته چې مکروه عمل کوي، داسې ونه وایي چې، اې ګنهکاره! یا هغه کس ته چې ګناه کوي او نه پوهېږي چي ګناه یې کبیره ده، ونه وایي چې اې فاسقه! همدارنګه مسلمان فاسق ته ونه وایي، چې اې کافره! او همداسې نور. دوه نور شرطونه مستحب دي؛ یو دا چې متکلم ګومان وکړي چې شدیدې خبرې یې د دې لامل کېږي، چې مقابل کس به حق ژر ومني او بل دا چې دلیل به ورته ښه واضح شي؛ د دعوت په برخه کې له دغو حالتونو پرته له دغو الفاظو څخه استفاده مه کوئ. له مور او پلار سره مهرباني کول واجب دي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا [اسراء: 23]

ژباړه: د هغوی پر وړاندې (اف) هم مه کوئ، چیغې مه پرې وهئ او له ځانه یې مه شړئ، په ډېر احترام خبرې ورسره وکړئ.

امام احمد بن حنبل وايي: کله چې دې پلار د یو بد عمل په کولو ولید، پرته له دې چې له غوسې، غضب او شدت څخه ډکې خبرې ورته وکړې، هغه پوه کړه او نور یې په خپل حال پرېږده؛ ځکه چې پلار د عادي کسانو په څېر نه دی. یعقوب بن یوسف په یوه روایت کې وایي: که مور او پلار دې شراب پلورل، د هغوی خواړه مه خوره او بېرون ته ورڅخه ووځه. په هغه روایت کې چې له ابراهیم بن هاني څخه نقل شوی، راغلي دي: که مور او پلار مو د انګورو ونه درلوده، چې له هغې څخه یې شراب جوړول او بیا یې پلورل، هغوی په معروف امر او له منکر څخه یې منعه کړئ؛ که ستا خبره یې ونه منله، ورڅخه لاړ شه او ژوند ورسره مه کوه. ابوبکر په ذات المسافر کې وایي:

«عن عبد الله بن عمرو بن العاص أن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: "من الکبائر شتم الرجل والدیه. قالوا: یا رسول الله، هل یشتم الرجل والدیه؟ قال: نعم، یسب أبا الرجل، فیسب أباه، ویسب أمه، فیسب أمه»

ژباړه: له عبدالله بن عمرو بن عاص څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مور او پلار ته ښکنځلې کول کبیره ګناه ده. یوه کس وویل: ایا څوک خپلې مور او پلا ته هم ښکنځلې کوي؟ ویې فرمایل: هو، کله چې یو څوک د بل چا پلار ته ښکنځلې وکړي، نو هغه هم د ده پلار ته ښکنځلې کوي او که د یو بل چا مور ته ښکنځلې وکړي، هغه هم د ده مور ته ښکنځلې کوي.

اولاد باید په مهربانۍ او نرمۍ سره خپل پلار او مور په معروف امر او له منکر څخه منعه کړي او دوی ته روا نه دي چې له هغوی سره په ناوړه او سختو الفاظو خبرې وکړي.

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د غزې جګړې د غرب دوه ګوني معیارونه افشا کړل

  • خپور شوی په سیاسي

د فلسطین په مبارکه خاوره کې د غزې روانه جګړه یو نعمت دی. دغې جګړې د امريکا په مشرۍ لويدیځو اشغالګرو هېوادونو او د دوی د دوستانو له اصلي څېرې پرده پورته کړه او د دوی اصلي څیره یې نړۍ او مسلمانانو ته څرګنده کړه. د پېښو پر وړاندې د دوی دوه ګونی معیار او دوه مخی چلند خپل اوج ته رسېدلی. لاندې ځینې پیښې یادوو چې پورتنۍ ادعا تصدیقوي:

لومړی: د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۷مه د نړیوالې جنایي محکمې ICC)) II ابتدایي محاکمې د روسیې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین او د ماشومانو د حقونو لپاره د روسیې د کمیشنرې، ماریا الیکسیوینا لووا-بیلووا د نیولو امر صادر کړ. دغه پریکړه د ییل پوهنتون څېړونکو د هغه راپور پر اساس وکړه چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا تمویل شوی دی. په دغه راپور کې ادعا شوې وه چې روسیې په ناقانوني توګه په روسیه کې د کمپونو یوې شبکې ته تر ۶۰۰۰ ډېر اوکرایني ماشومان لیږدولي؛ په داسې حال کې چې د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو د فلسطین په مبارکه خاوره کې تر لسو زرو ډېر فلسطیني ماشومان وژلي او لا هم دغو وژنو ته دوام ورکوي؛ خو تر اوسه هېچا د هغه د نیولو امر نه دی صادر کړی!

دویم: د ۲۰۲۰ کال د جون په ۱۷مه د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰ کال د اویغور لپاره د بشري حقونو د پالیسۍ قانون لاسلیک کړ. په یاد قانون کې د چینایي چارواکو پر اویغور ضد سیاستونو بندیز ولګېده؛ خو همدغه امریکا او متحدین یې همدا اوس د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یهودي دولت «اسراییلو» ته وسلې ورکوي او ساتنه یې کوي!

درېیم: دا تش په نامه نړیواله ټولنه، روسیه ځکه غندي چې د اوکراین خاوره یې اشغال کړې ده. تور لګوي چې روسیه هغه نړیوال قانون ته درناوی نه کوي چې د اوکرایني جغرافیې پولې ټاکي؛ خو امریکا اوسمهال د برتانیې د بالفور اعلامیې ملاتړ کوي، چې د یهودي دولت د اشغال او د مسلمانانو د وژلو او د اسلامي مقدساتو د سپکاوي لپاره د اساس په توګه کارېږي. همدارنګه صهیونیستان د یوه دولت د حللارې غوښتنه کوي او امریکا د دوو-دولتونو حللارې په وړاندې کولو سره له دوی ملاتړ کوي!

څلورم: د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۵ مه د پیریس مورګن په نامه تش په نامه بې سانسوره ټلویزیوني خپرونې د کوربه په مشرۍ غربي طوطیانو «رسنیو» له دې څخه د اسلام او مسلمانانو د منفي نسخې د تبلیغ لپاره کار واخیست. دا کار له دې سره په تړاو کې وشو چې د برتانیې په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې حزب التحریر لاریونونه ووکړل او په دغو لاریونونو کې یې د غزې او د فلسطین د مبارکې خاورې د ازادولو لپاره د مسلمانو پوځونو د یو ځای کېدو او حرکت غوښتنه وکړه! د دغې خپرونې کوربه د دې پر ځای چې د اشغالګر او قاتل یهودي دولت بریدونه وغندي؛ د خپرونې مېلمه او د حزب التحریر - برتانیې د اجرایوي کمیټې اوسنی رییس، زموږ ورور ډاکټر عبدالواحد یې یو افراطي مسلمان او د ترهګرۍ پلوی وباله!

پنځم: د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۸مه امریکا د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه لیک ویټو کړ چې په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کوله!

شپږم: د ۲۰۲۳ کال ډسمبر په ۱۳مه د اشغالګرو هغو لاسپوڅو مسلمانو واکمنانو چې د خپلو غربي اشغالګرو بادارانو لخوا د قدرت په ګدۍ کېنول شوي دي؛ د سعودي په پلازمېنه، ریاض ښار کې دویمه ناسته وکړه. په یاده ناسته کې د اسلامي خاورو نظامي افسرانو ګډون کړی و او په ډسمبر کې د اسلامي نظامي ترهګرۍ پر وړاندې ایتلاف IMCTC)) تر چتر لاندې جوړه شوې وه. دغه ایتلاف په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي ذلیل او خاین رژیم لخوا د محمد بن سلمان په مشرۍ رامنځته شوی دی. د دې ناستې اصلي اجنډا دا وه چې د ایتلاف د سټراټیژۍ او لاسته راوړنو بیاکتنه وکړي او د غرب له امر سره سم د حماس په ګډون ترهګرو ډلو پر ایډیالوژۍ، اړیکو، تمویل او د نظامي عملیاتو پر مخنیوي بیاکتنه وکړي!

اووم: د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۱۹مه متحده ایالاتو د ۱۰ هېوادونو سمندري ایتلاف اعلان کړ، چې د سوکالۍ ساتونکو عملیاتو نوم یې ورکړ. دغه ایتلاف د حوثیانو له بریدونو څخه د سره سمندر د هغو کښتیو دفاع کوي چې په یهودي دولت پورې اړه لري یا د هغو هېوادونو ملکیت دي چې مستقیماً یا نامستقیماً د یهودي دولت ملاتړ کوی او د مسلمانانو د قاتل په ساتنه کې خوشحاله دي!

اتم: په اسلامي نړۍ کې د علماوو په ګډون د مسلمانانو نیول او غلي کول. وروستۍ بېلګه يې د سعودي رژيم دی چې په مدينه منوره کې يې يو مسلمان د مسلمانانو د لومړۍ قبلې، مسجد اقصی او د فلسطین د ټولې مبارکې خاورې د ازادۍ لپاره يوازې د دعا کولو په خاطر نيولی دی! په سعودي او نورو اسلامي خاورو کې درباري علما داسې غلي دي ته به وایي چې په غزه کې هېڅ خبره نه ده. دوی د غزې د روان حالت په اړه هېڅ اندیښنه نه لري او د پردې تر شا د مسلمانانو له قاتل او د اسلامي مقدساتو سپکوونکي یهودي دولت سره د اړیکو پر عادي کولو بوخت دي او دا تر ټولو سپک او شرموونکی عمل دی!

دا د فرېبکاره او ناکام غربي تمدن څو بېلګې دي چې په ټوله نړۍ کې د دغه تمدن او د هغه د پلویانو د دوه مخي چلند تصدیق کوي. د غزې جګړې یو ځلې بیا د غربي اشغالګرو له اصلي څېرې پرده پورته کړه او هغه کسان یې افشا کړل چې پر دې یې ویاړ کاوه چې د ډیموکراسۍ څراغونه، د بشري حقونو ساتونکي، د نړیوالو قوانینو ساتونکي او... دي.

غرب او ملگري یې له خلکو څخه د کار اخیستو او استثمار لپاره بېلابېلې لارې کاروي او له دوی څخه تر هغه چې په خپله خاوره یا بهر یې ګټې تضمینوي، کار اخلي. ښه بېلګه یې په کینیا کې د ۱۹۵۰مې لسیزې په اوږدو کې د برېتانیا لخوا د ماو ماو مخلصو جنګیالو «ترهګر» ګڼل او هر هغه څوک چې د دوی ملاتړ یې کاوه، د دوی د خواخوږو په نامه نومول دي. دوی يې د خپلواکۍ غوښتلو لپاره بنديان کول، شکنجه کول او ووژل يې! په دې وروستیو کې د بایډن تر رهبرۍ لاندې امریکا، سپین پوستي برتري غوښتونکي د کورنیو ترهګرو په نامه یاد کړل! د دې ترڅنګ د هند پولیسو د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۸مه د کشمیر اووه زده کونکي ځکه ترهګر وبلل او بندي یې کړل چې د استرالیا لخوا د هند کرکټ لوبډلې پر ماتې خوشاله شوي وو.

هر څه ښکاره دي او هر څوک قضاوت پرې کولی شي. نړیوالو پېښو د هغو کسانو سترګې خلاصې کړې چې له تاریخه ژوره مطالعه لري او عبرت اخلي. ژر به د امریکا تسلط له منځه ولاړ شي او پر ځای به یې نه چین او نه د څو قطبي نړۍ په نوم BRICS +  ظهور وکړي! بلکې پر ځای به یې د نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیس له لارې ژوند ته د اسلام له راګرځولو سره دغه الهي دین ظهور وکړي او د خلافت د تاسیس پر وړاندې به ټولې ناوړه دسیسې شنډې شي؛ لکه د داعش په نوم د هغې مشکوکې ډلې جوړول، چې نړۍ ته اسلام د یوې افراطي ایډیالوژۍ او مسلمانان د افراطیانو په نوم معرفي کولو دنده ورکړل شوې!

اوس هغه وخت رارسېدلی چې مسلمانان، په ځانګړي ډول اسلامي لښکرې راپورته شي او د الله سبحانه وتعالی دغه امر واوري او لبیک ورته ووایي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ] [انفال:۲۴]

ژباړه: «اې مؤمنانو! کله چې الله سبحانه وتعالی او د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکوي چې تاسو ته ژوند بښي، نو غوښتنې ته یې لبیک وویاست. دغه بلنه لبیک کړئ او پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی او پر دې اېمان راوړئ چې د همدغه ذات لوري ته به تاسو راټول (محشر) کړل شئ.»

د سرتېرو خپلوان باید له دغه فرصته ګټه پورته کړي او دوی ته ور په یاد کړي چې غزې ته د نصرت ورکول د الله سبحانه وتعالی د امر منل دي او دا کار پر دوی فرض دی. که پام ورته ونه کړي، نو د الله سبحانه وتعالی د لعنت وړ به وګرځي! دوی دوه اختیاره لري، یا به الله د سبحانه وتعالی امر او غوښتنې ته ځواب وایي او یا به په خپلو پوځي اډو کې بند پاتې کیږي او د هغو غربي اشغالګرو د لاسپوڅو مسلمانو حکامو امر ته به په تمه وي چې خپله د واشنګټن، لندن، پاریس، برلین، بیجینګ او مسکو د حکمونو او امرونو په تمه دي!

نور اسلامي امت، په ځانګړي ډول هغوی چې په اسلامي خاورو کې اوسیږي، دوی بايد خپل لاريونونه او غوسې د اشغالګرو د لاسپوڅو مسلمانو حکامو تر دروازو ورسوي. له دوی وغواړي چې اسلامي شرعیت په بشپړ ډول تصویب او پلي کړي. د اسلامي شرعیت د بشپړ پلي کولو لومړی حکم باید د فلسطین د مبارکې خاورې د ازادولو لپاره د لښکرو د بسیج کولو حکم وي. که دا کار نه کوي، باید له واکه وغورځول شي او پر ځای یې یو عادل او مخلص مسلمان خلیفه ته مسولیت وسپارل شي. دا کار د هغو کسانو لپاره ډېر سخت ښکاري چې د سیکولر پانګوالۍ افکار لري؛ خو هغو کسانو ته بیا ډېر اسانه دی چې له الله سبحانه وتعالی څخه د تقوا او د هغه سبحانه و تعالی د دین په اړه د اخلاص په ګاڼه سمبال وي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ] [روم:۴]

ژباړه: «او په هغه ورځ (د هغه ابر قدرت له کمزورۍ څخه چې پر دوی مسلط و) به مؤمنان خوشحاله شي.»

علي ناصرو (ابو تقي الدين)
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

سعې د رزق سبب نه دی

  • خپور شوی په فقهي

 (ژباړه)

د محمد خطیب د پوښتنې په ځواب کې

پوښتنه

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

زه د رزق په اړه دا پوښتنه لرم چې ایا سعې ټاکل شوی (مقدر) رزق ډېرولی شي؟ یعنې که یو څوک پر کور ناست وي؛ نو ایا رزق یې په همغه اندازه دی چې د کار او هڅې کولو له لارې یې ترلاسه کوي؟ په بل عبارت، ایا د کار د سطحې د لوړولو او سوداګریزې ساحې د پراخولو لپاره سوداګریز اعلانونه او بازار موندنه د ټاکل شوي رزق اندازه ډېروي؟ که کېږي پوښتنه لږ ژر ځواب کړئ.

الله سبحانه وتعالی خو مو عمر اوږد کړه او هغه سبحانه وتعالی مو ساتونکی شه!     

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

ښکاري چې تاسو ته د رزق مفهوم یو څه ګونګ دی. دا موضوع مو مخکې پوره تشریح کړې او د فقهي پوښتنو په ځوابونو کې یې پيدا کولی شئ. که هلته ورشئ، بشپړ ځواب لوستی شئ. ستاسو د دغې پوښتنې د ځواب لپاره يې یوه برخه لنډه را اخلم:

«د رزق په اړه ډېر قطعي الدلالة ایتونه شته چې له مخې یې مومنان پر دې اېمان راوړي چې رزق د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی او چاته چې وغواړي هغه ته یې ورکوي. دغو ایتونو د مومنانو لپاره د کوم شک ځای او ګنجایش نه دی پرېښی. د رزق او قدر مسلې سره بېلې دي؛ ځکه د قدر معنی دا ده چې الله سبحانه وتعالی د یوې حادثې تر پېښېدو وړاندې د هغه پر پېښېدو علم لري، ځکه هغه مقدره او لیکل شوې ده. خو د رزق په اړه د دې ترڅنګ چې الله سبحانه وتعالی پوهېږي چې پلاني کس ته رزق ورکول کیږي؛ خپله رزق یې هم مقدر او او ټاکلی دی. واقعیت دا دی چې رازق بنده نه، بلکې یوازې او یوازې الله سبحانه وتعالی دی. دلیل یې دا ایت دی: 

﴿لَا نَسْأَلُكَ رِزْقاً نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى﴾ [طه: 132]

ژباړه: «موږ له تا څخه رزق نه غواړو، بلکې موږ تاته رزق درکوو. له خیره ډک عاقبت د پرهیزګارانو او متقیانو دی.»

﴿وَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللهُ حَلاَلاً طَيِّباً وَاتَّقُواْ اللهَ الَّذِيَ أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ﴾ [مائده: 88].‏

ژباړه: «او له هغو حلالو او پاکو نعمتونو څخه چې الله یې تاسو ته رزق درکړی وخورئ او د هغو الهي اوامرو له مخالفت څخه تقوا وکړئ چې تاسو پرې اېمان راوړی دی.»

دا قطعي الدلالة ایتونه دي او ښيي چې یوازې الله سبحانه وتعالی رزق ورکونکی دی او دا یوازې الله سبحانه وتعالی دی چې د هر چا لپاره یې غوښتي وي رزق یې پراخوي او د چا لپاره یې چې غوښتي وي، رزق یې تنګوي. په دغو ټولو چارو کې د رزق نسبت الله سبحانه وتعالی ته ورکول شوی او په دغو ایتونو کې راغلي چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل رازق نشته؛ رازق یوازې الله سبحانه وتعالی دی. الله سبحانه وتعالی ته د رزق د فعل نسبت یو حقیقي نسبت دی.

ګورو چې په پورتنیو مبارکو ایتونو کې د رزق د فعل نسبت انسان ته نه، بلکې یوازې الله سبحانه وتعالی ته ورکړل شوی. داسې حدیث هم نه لرو چې د رزق د نسبت فعل انسان ته پکې ورکول شوی وي. نو په ټولو نصوصو کې د رزق نسبت الله سبحانه وتعالی ته ورکړل شوی. په هغو مواردو کې چې د رزق نسب پکې انسان ته ورکړل شوی؛ موخه دا ده چې هغوی ته رزق نه، بلکې مال او صدقه ورکړئ. لکه د الله سبحانه وتعالی دا قول:  

﴿وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللهُ لَكُمْ قِيَاماً وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ﴾ [نساء: 5]

ژباړه: «او ناپوهانو ته د هغوی هغه مالونه چې ستاسو په تصرف کې دی مه ورکوئ، الله سبحانه وتعالی دغه اموال ستاسو د ژوند د سمبالښت وسیله ګرځولې ده. له دغو مالونو څخه دوی ته خوراک او پوښاک ورکړئ. له دوی سره په ښه ډول خبرې وکړئ او بد چلند ورسره مه کوئ.»

او الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُوْلُواْ الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُم مِّنْهُ﴾ [نساء: 8]

ژباړه: «او کله چې د وېش په وخت کې خپلوان، یتیمان او بېوزلي راشي، نو له دې مال څخه دوی ته هم یو څه ورکړئ او له دوی سره په خوږه ژبه خبرې وکړئ.»

د لومړي ایت موخه داده، چې دوی ته ډوډۍ ورکړئ او د دویم ایت موخه دا ده چې له هغه رزق څخه یې نورو ته ورکړئ، چې تاسو ته درکول شوی دی. دا د انسان لپاره د رزق د نسبت او رزق ورکونکي په معنی نه دی. په ټولو ایتونو کې په همدې ډول او مفهوم سره راغلي دي. 

﴿نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ﴾ [انعام: 151]

ژباړه: «موږ تاسو ته رزق درکوو.»

او په بل ایت کې فرمایي:

 ﴿وَرِزْقُ رَبِّكَ﴾ [طه: 131]

ژباړه: «او ستا د پروردګار رزق»

او دا:

﴿كُلُواْ وَاشْرَبُواْ مِن رِّزْقِ اللهِ﴾ [بقره: 60]

ژباړه: «د الله سبحانه وتعالی له رزق څخه یې وخورئ او وڅښئ.»

په دغو ټولو ایتونو کې ګورو چې د رزق فعل ته له الله سبحانه وتعالی سره نسبت ورکړل شوی. د دې بل هېڅ ډول تعبیر او تفسیر نه شي کېدی. رازق یوازې الله سبحانه وتعالی دی او رزق د هغه سبحانه و تعالی په لاس کې دی. 

نو پر دې اېمان لرل واجب دي، چې رازق یوازې الله سبحانه وتعالی دی؛ ځکه چې دلیل یې قطعی‌الثبوت او قطعی‌الدلالة دی. پر دې ایمان لرل فرض دي او انکار یې کفر دی. څوک چې د رازق په توګه پر الله سبحانه وتعالی ایمان ونه لري؛ کافر دی. خدای خو مو دې له دې حالته وساتي.

دا د اېمان او دلیل له زاویې د رزق واقعیت و. یوه بله مسله چې باید یاده شي، دا ده چې د دې ترڅنګ چې الله سبحانه وتعالی امر کړی چې د رازق ذات په توګه اېمان پرې راوړل شي؛ انسان یې هم مامور کړی چې د رزق ترلاسه کولو لپاره سعې او هڅه وکړي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ﴾ [ملک: 15]

ژباړه: «الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې ځمکه یې ستاسو لپاره پسته، هواره او تابع کړې ده، د هغه پر سینه وګرځئ او د الله سبحانه وتعالی له رزق څخه وخورئ.»

دغه راز:

﴿فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللهِ﴾ [جمعه: 10]

ژباړه: «بیا کله چې لمونځ ترسره شي، نو په ځمکه کې خواره شئ او د الله د رزق او روزۍ په لټه کې شئ او الله په زړه او ژبه ډېر یاد کړئ، ترڅو بریالي شئ.»

دغه دوه ایتونه د رزق ترلاسه کولو لپاره پر سعې او هڅه امر کوي. د رزق ترلاسه کولو دغه امر په هغو ایتونو کې راځي چې د الله سبحانه وتعالی پر رازق والي صریح دلالت کوي. دلته واضح کېږي چې یوازې الله سبحانه وتعالی رازق دی او تشریح کېږي چې پر دې خبره باید ایمان راوړل شي. نو لومړني ایتونه په قطعي ډول پر دې دلالت کوي چې انسان نه، بلکې یوازې الله سبحانه وتعالی رازق او یوازې الله سبحانه وتعالی رزق ورکوي. دغه دوه وروستي ایتونه پر موږ امر کوي چې د رزق ترلاسه کولو لپاره باید کار وکړو.

حقیقت دا دی چې سعې د رزق سبب نه دی؛ ځکه چې سبب حتماً مسبب رامنځته کوي. مسبب يې له سبب پرته منځته نه راځي. مثلا چړه د پرې کولو سبب دی؛ یعنې چاړه ده چې پرې کول کوي. د سوزولو سبب اور دی؛ یعنې اور دی چې سوزول کوي. نو له چړې یا یوې تېزې وسیلې پرته پرې کول او له اور پرته سوزول نه کېږي. دا د سبب واقعیت دی. د رزق ترلاسه کولو لپاره د سعې واقعیت داسې نه دی؛ که چېرې داسې وی، نو بیا باید سعې رزق حتما رامنځته کولی. یعنې څنګه چې چړه د پرې کولو او اور د سوزولو سبب ګرځي؛ داسې سعې د رزق د حاصلولو سبب نه ګرځي او کله کله رزق له سعې پرته هم حاصلیږي. په دې معنی چې که چېرې سعې سبب وبولو؛ ځینې وختونه لیدل کیږي چې سبب، یعنې سعې وي او ترسره کیږي، خو مسبب یعنې رزق نه حاصلیږي او ځينې وخت مسبب له سبب پرته حاصلیږي او دا مسله په قطعي ډول پر دې دلالت کوي چې سعې د رزق سبب نه ده.

د ژوند په واقعیت کې په دې اړه ډېرې بېلګې لرو؛ هغه سوداګر چې د ګټې ترلاسه کولو لپاره کار کوي، خو په پایله کې زیان کوي، په داسې حال کې چې هغه سعې کړې ده، خو رزق یې نه دی حاصل کړی. په دې معنی چې سبب شته، خو مسبب نه دی رامنځته شوی؛ له همدې امله سبب نه ګڼل کیږي، ځکه چې سبب حتما د مسبب د وجود پایله ده. همدارنګه د مال وارث د میراث مستحق کیږي، پرته له دې چې د هغه د حاصلولو لپاره یې سعې او هڅه کړې وي. که چېرې سعې د رزق سبب وی، نو هېڅکله هم له سعې پرته مال نه ترلاسه کېده؛ ځکه چې مسبب د خپل سبب له وجود پرته نه رامنځته کیږي. نو له سعې پرته د میراث د مال حاصلېدل پر دې دلالت کوي چې د رزق سبب سعې نه ده؛ دلته د سعې له شتون پرته رزق راغلی. 

دا ټول په قطعي ډول ثابتوي چې د رزق ترلاسه کولو لپاره سعې سبب نه ده. یعنې سعې رزق نه شي راوړی او د چړې په څېر چې پرې کول کوي یا د اور په څېر چې سوزول کوي، سعې رزق نه راوړي؛ ځکه سعې د رزق سبب نه ده.» پای

نو الله سبحانه وتعالی مطلق رازق دی او دا زموږ د عقیدې برخه ده؛ خو سعې یو شرعي حکم دی، که چېرې تاسو د هغه رزق د ترلاسه کولو لپاره چې الله سبحانه وتعالی ستاسو لپاره قضأ ګرځولی او درته مقدر کړی يې دی، سعې وکړئ؛ نو له خپلې سعې څخه ثواب اخلئ، خو که سعې او هڅه ونه کړئ، نو مقدر شوی رزق به ترلاسه کړئ، خو د سعې او هڅې نه ترسره کول مو د شرعي حکم سره په ټکر کې دي. لامل یې دا دی چې تاسو د الله سبحانه وتعالی له امر سره سمه سعې او هڅه نه ده کړې.

ان‌شاء الله چې دا ځواب به بسنه وکړي. لکه مخکې مې چې وویل؛ دا موضوع په بشپړ ډول په "الکراسة" کې ذکر شوې ده. که کوم څه درته مبهم وي، دغه کتاب ته مراجعه کولی شئ. الله سبحانه وتعالی مو مل شه!

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

۱۴۴۵هـ.ق، د صفر ۲۷مه

۲۰۲۳م کال، د سپټمبر ۱۲مه

د مطلب ادامه...

د چین په زندان کې د حزب التحریر د یوه غړي شهادت

(ژباړه)

له اسلام او مسلمانانو سره په سخته دښمنۍ کې د چین حکومت د ظلمونو او جنایتونو لېست ته یو بل جنایت هم ورزیات شو. د چین رژیم د ۲۰۲۳م کال، د نومبر په ۲۸مه، د حزب التحریر د غړي سید جهان محمد خانوویچ نودیروف د شهادت خبر ورکړ. سید جهان په ختیځ ترکستان کې زموږ د اویغوي وروڼو په منځ کې فعال و چې د اعلای کلمة الله لپاره یې دعوت کاوه او د بیجینګ په زندان کې شهید شو. هغه د ٢٠٠٠م کال په دوبي کې د چين حکومت له لوري زنداني شو؛ خو محاکمه يې ١٩ کاله وروسته واورول شوه. هغه شل کاله له خپلې ازادۍ محروم و او په دغې موده کې یې د زندان دغې مودې ته هیڅ پام ونه شو. دا په داسې حال کې ده چې ایغورۍ مېرمن یې تر اوسه د چین د ظالم دولت په یوه کمپ، چې د ظلم او شکنجې ځای دی، کې ده. د هغه خپلوان وايي چې سيد جهان د خپل ژوند په وروستيو ورځو کې د بېجينګ زندان د روغتیايي درملنې په څانګه کې بستر و.

ټولو ته ښکاره ده چې چين له اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ په برخه کې له یهودو سره هېڅ توپير نه لري. په ختيځ ترکستان کې د مسلمانانو پر وړاندې په ډېر وحشیانه ظلم او ټول‌وژنه کې ښکیل دی. په ملیونونو مسلمانان يې د توقیف په کمپونو کې "چې د مغز مینځلو ښوونځي ورته وايي" ساتلي او د دوی پر وړاندې د شکنجې له وحشتناکو لارو چارو کار اخلي. دا چې چین پر مسلمانانو د برید جرات کوي، یوازینی لامل یې دا دی چې مسلمانان خلیفه نه لري چې ډال یې شي. په ازبکستان کې د میرضیایف حکومت د امت د بچیانو ساتنه نه کوي؛ بلکې د مسلمانانو پر وړاندې د جرمونو په ترسره کولو کې د چین حکومت ته ورته دی. همدا لامل دی چې د چین رژیم له کوم ځنډ پرته د مسلمانانو پر وړاندې د جنایتونو ترسره کولو ته دوام ورکوي.

د اسلام احیاء یوازې د الله سبحانه وتعالی په نصرت سره کیږي او د نصرت، فتحې او عزت دغه ونه زموږ د شهیدو وروڼو؛ لکه سید جهان په وینو خړوبېږي، چې دغه سخت دعوت ته یې اوږې ورکړې دي. شهيدان د الله سبحانه وتعالی له لوري غوره شوي دي. په حقیقت کې دوی د الله سبحانه وتعالی غوره او نږدې بندګان دي. سره له دې چې د خپل ورور، سید جهان په وفات خواشیني یو، هغه ته مبارکي وایو؛ ځکه چې د هغه د ژوند په ښه خاتمه او شهادت پای ته ورسېد! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 [مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا] [احزاب: ۲۳]

ژباړه: « په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سبحانه وتعالی سره پر کړې ژمنه صادق او رښتیني ولاړ دي. ځینو خپلې ژمنې پوره کړې (د شهادت شربت یې څښلي) او یو شمېر نور په تمه دي او خپله ژمنه یې هېڅ وخت تغیر او تبدیل نه کړه.»

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ ورور، سید جهان زموږ له نورو شهیدانو وروڼو سره په جنت کې یو ځای او له پیغمبرانو، صدقينو، شهیدانو او صالحينو سره حشر کړي. د الله سبحانه وتعالی له درباره د نوموړي کورنۍ او خپلوانو ته جمیل صبر غواړو. بېشکه چې راشده خلافت، چې د الله سبحانه وتعالی په حکم به ډېر ژر بیا تاسیس شي، به خامخا د چین له حکومت او نورو کفارو استعمارګرو څخه زموږ د مظلومو وروڼو او سید جهان په څېر شهیدانو غچ اخلي.

«وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْفَتْحُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ * قُلْ يَوْمَ الْفَتْحِ لَا يَنفَعُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِيمَانُهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ» [سجده: ۲۸-۲۹]

ژباړه: «او دغه خلک وايي: «دغه فیصله به کله وي که تاسو رښتيني یاست؟» دوی ته ووایه: «د فیصلې په ورځ به ايمان راوړل د هغو خلکو لپاره هېڅ ګټور نه وي چې کافران شوي دي او بیا به هغو ته کوم مهلت ورنکړل شي.»

په ازبکستان کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۱۱مه

۲۰۲۳م کال، د ډسمبر ۲۸مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

حزب التحریر د خلافت غوښتنې له مفکورې سره د اسلام پر دښمنانو د وېرې لړزه راوستې!

خبر:

«پوتینېزم: روسیه او له لویدیځ سره يې راتلونکی» د وولټر لاکویر په نوم یو یهودي لیکوال کتاب دی چې ډاکټر فواز زعرور عربي ته ژباړلی او په ۲۰۱۶م کال کې د بیروت دارالکتب عربي خپرندویې ټولنې خپور کړی.

اد دغه کتاب په ۱۲۴_۱۲۵، ۱۲۹، ۱۹۷ مخونو کې درې ځله د حزب التحریر او خلافت یادونه شوې؛ حزب یې د بنسټپالو ډلو په کتار کې راوړی او تندلاری یې بللی. په ​​وروستۍ موضوع کې ویلي: «په منځنۍ اسیا کې تر ټولو فعال تندلاری خوځښت حزب التحریر دی؛ دا یو اسلامي سیاسي سازمان دی چې په ۱۹۵۰ لسیزه کې په قدس کې رامنځته شو او د یوه ځواکمن اسلامي دولت (خلافت) د جوړولو هوډ لري. اوسمهال دغه خوځښت د عربي هېوادونو په ګډون په نږدې ټولو هېوادونو کې منع دی. خو د منځنۍ اسیا په ځینو هېوادونو، لکه قرغزستان کې يې امکانات باید له پامه ونه غورځول شي.»

تبصره:

څنګه چې ستر قدرتونه د تېرې پېړۍ په پیل کې د خلافت په ړنګولو وتوانېدل او وېرېدل چې اسلامي دولت (خلافت) به بیا را راشي. نو د مسلمانانو خاورې یې په ملي دولتونو ووېشلې؛ په کمزورو او تابع دولتونو يې بدلې کړې او خپل اجنټان یې پرې حاکمان کړل. د یوه واحد دولت تر چتر لاندې د مسلمانانو د خاورو یوځای کېدو د او د مسلمانانو د یووالي د مخنیوي لپاره یې وغوښتل چې یو ځل بیا د خلافت او خلافت د بیا راپورته کېدو مفکوره د مسلمانانو له ذهنونو پاکه کړي؛ داسې چې دا مفکوره د تاریخ یوه برخه ده او بیا راژوندی کول یې ناشوني دي.

د تېرې پېړۍ په ۵۰مه لسیزه کې د خلافت مفکورې د تبني کوونکي، شیخ تقي الدین نبهاني رحمه الله لخوا د حزب التحریر له رامنځته کېدو راهیسې او د خلافت د بیا تاسیس لپاره د اسلامي امت له هڅو سره دغو دولتونو د حزب او د حزب د فعاليتونو ګواښ درک کړ چې ډېر ژر به اسلامي خلافت هغه څه له منځه يوسي، چې دوی له څو لسيزو راهيسې کار ورته کړی او زیار یې ګاللی؛ اسلامي خاورې به د دوی له نفوذه پاکې کړي او دوی به ژر په ډیر ذلت له اسلامي خاورو وشړي.

نو د خلافت له مفکورې د دوی وېره او حساسیت خورا زیات دی؛ دا فکر چې هر ځای او به هره ژبه وي، ترې وېرېږي. دا د خلافت له فکر څخه د غربي هېوادونو د وېرې او حساسیت یوه بېلګه ده. له پنځوسمو کلونو راهیسې چې د خلافت مفکوره له حزب التحریر سره تړل شوې، هغوی له دغه نوم سره حساس شوي دي؛ ځکه دغه حزب د خلافت مفکوره تبني کړې او د تاسیس لپاره يې هڅې کوي.

دوی چې له څه وېرېږي او ورسره حساس دي؛ که خدای کول ژر به هماغه کېږي. ځکه دا د الله سبحانه وتعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی چې مسلمانان به راشده خلافت ته رسوي. نو د خلافت تاسیس د حزب التحریر نه ستړی کیدونکی کار دی او الله سبحانه وتعالی د مومنو بندګانو ملاتړی او نصرت کوونکی دی؛ ډېر ژر به ظالمان پوه شي چې دوی کومې خوا ته روان دي.

لیکوال: خلیفه محمد

۲۰۲۳م کال د ډسمبر ۱۷مه

۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادی الثاني ۴مه

د مطلب ادامه...

په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه پر ځانګړو سیمو متمرکزه ده

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

په تېرو دوو میاشتو، د ۲۰۲۳ کال اکتوبر او نومبر کې لیدل شوي چې [د سوډان] د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه کې دواړه خواوې پر ځانګړو سیمو تمرکز لري؛ پوځ پر پلازمېنه خرطوم او د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) پر دارفور. په نورو سیمو کې جګړه د تمرکز اصلي محور نه دی او له دغو دواړو سیمو سره تړاو ورکول کېږي؛ لکه د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۱۵مه چې په خرطوم کې پر RSF د پوځ فشار ډیر شو، دوی د الجزیرې پر مرکز، واد المدینې ښار برید وکړ. ایا دا په سوډان کې د یوه نوي ویش خبر ورکوي او دارفور لکه سویلي سوډان چې بېل شو، RSF ته وربېلوي؟ مننه!

ځواب:

د ځواب د روښانه کولو لپاره لاندې موضوعات ارزوو:

لومړی: موږ په ۲۰۲۳/۴/۲۵ نېټه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: «په ۲۰۲۳/۴/۱۵ نېټه د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ ناڅاپه سختې جګړې وشوې چې ملکیانو، یعنې د برېتانیا ملاتړو ملکي ځواکونو ته د واک لیږد ته نوې سخته ضربه ده ...» دا مو هم تشریح کړه چې امریکا د دغو اجېنټانو ترمنځ له جګړې دا درې احتماله غواړي:

- د اجېنټانو، البرهان او حمیدتي ترمنځ یو نوی توافق وشو ... دې په اروپا پورې تړلو قدرتونو سره توافق له منځه یووړ.

- که د اروپایانو د ملاتړو ځواکونو په شا کول ممکن نه وي؛ امریکا ته د سوډان ویش مهم نه دی، لکه د سویلي سوډان چې نه و ورته مهم، نو دارفور به حمیدتي ته پرېږدي...

- که دا ځواکونه (چې په اروپایانو پورې تړلي) د یوه مانور په توګه د امریکا د یوه اجېنټ تر شا ودرېږي ... نو امریکا به یې له دغه اجېنټ څخه وغواړي چې پر شا شي او بل ته به یې ووایي چې کنټرول واخلي...

دویم: دې ته په کتو، تحولات څېړو چې د دغه وضعیت د پایلو په اړه داسې نظر ته ورسېږو، چې احتمال یې تر ټولو زیات وي:

۱- له هغې نېټې، ۲۰۲۳/۴/۱۵، راهیسې جګړه او په جګړه پورې اړوندې خبرې لکه د اوربند اعلان، د جګړو بیا پیل کېدل، خبرې اترې او اړیکې؛ دا ټول په امریکا پورې تړلو دوو اړخونو ترمنځ محصور شوي: د پوځ رهبري او د چټک ملاتړ ځواکونو رهبري؛ چې د امریکا او د امریکا د سعودي اجېنټ، چې د امریکا د اوامرو پلي کولو رول لري، تر څار لاندې ده. نو د جګړې د مدیریت لپاره د جدې تش په نامه فلټ فارم جوړ شو. حمیدتي د امریکا د اوامرو منل تایید کړل او ویې ویل چې «دی د امریکا له بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکېن سره په اړه کې دی چې د جګړې د زیاتېدو مخه ونیسي» (شرق الوسط، ۲۰۲۳/۵/۲). په دې توګه امریکا وکولی شوی چې د جګړې او اړوندو مسایلو په مدیریت کې د بریتانیې او اجېنټ یې، اماراتو د رول مخه ونیسي. یو څه وو چې «څلور اړخیز» یې ورته ویل؛ په دې کې امریکا او اجېنټ یې سعودي او دغه راز برېتانیا او اجېنټ یې، امارت شامل وو. امریکا دغه راز د خپلو اجېنټانو، البرهان او حمیدتي ترمنځ جګړه وکړه چې د سیاسي اپوزیسیون، چې برېتانیا او اجېنټ یې د ازادۍ او بدلون ځواک او نورو کې جوړ کړی و ، د رول مخه ونیسي.

۲- ځکه خو د سوډان د پوځ پلاوي په هغې غونډه کې ګډون ونه کړ چې په ادیس ابابا کې جوړه شوې وه او مشري یې د کینیا ولسمشر، ویلیم روتو، چې په برېتانیې پورې تړلی، کوله. [په ادیس ابابا کې په ختیځه افریقا کې د پرمختګ بین الحکومتي سازمان (IGAD) غونډه جوړه شوه چې د سوډان پر ناورین بحث وکړي...د سوډان د پوځ پلاوی سره له دې چې به ادیس ابابا کې و، په دغې غونډ کې ګډون ونه کړ، ځکه چې مشري یې د کینیا ولسمشر کوله. (سکای نیوز عربي، ۲۰۲۳/۷/۱۰)]. د کینیا ولسمشر، روتو سوډان ته له بهره د سوله ساتو ځواکونو لېږلو وړاندیز وکړ؛ دغه راز یې وویل چې د ازادۍ او بدلون ځواک دې – وړاندې له دې چې بیخي کمزوري او له صحنې لرې شي- د ملکي ځواکونو تر نامه لاندې ښکېل شي؛ ځکه چې د امریکا د اجېنټانو، البرهان او حمیدتي ترمنځ جګړې د دوی خوځښت او تفکر فلج کړی. البرهان د امریکا او هغې د اجېنټ د منځګړیتوب ملاتړ کوي او د برېتانیا او هغې د اجېنټ، کینیا او نورو منځګړیتوب ردوي. ډګر جنرال یاسر ال‌عطا خپلو سرتېرو ته د وینا پر مهال دې خبرې ته اشاره کړې «هر بهرنی ځواک دښمن دی». هغه کینیا ته په ګواښ کې وویل: «د ختیځې افریقا ځواکونه پر خپل ځای پرېږدئ ... (تاسو غواړئ) کینیايي ځواکونه راولئ، راځئ.» هغه قسم وکړ چې له دغو ځواکونو به یو کس هم «خپل هېواد ته بېرته ژوندی لاړ نه شي». ده وویل: «له نوم اخیستو پرته یوه درېیم هېواد کینیا ته ویلي چې دا خبره رامخته کړي». (رویټرز، ۲۰۲۳/۷/۲۴) له درېیم هېواده د هغه موخه برېتانیا ده. د کینا د بهرنیو چارو وزیر، سینګ اوی د دغه سوډاني پوځي چارواکي خبرې رد کړې او ویلي یې: «دا تورونه بې بنسټه دي»، ده زیاته کړې «د منځګړیتوب په هره پروسه کې دایمي سوله یوازې هغه وخت راتلی شي چې ملکي ځواکونه ګډون ولري».

۳- البرهان بیا ډاډه شو چې داخلي وضعیت د امریکا له پلان سره سم مخته ځي، نو د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د جګړې له پیل وروسته یې بیا د لومړي ځل لپاره بهرني سفرونه پیل کړل. دی له خرطوم څخه د سوډان بندر ته لاړ چې دا ځای یې د خوځښتونو مرکز کړي. د ۲۰۲۳م کال د اګېسټ په ۳۰مه یې مصر ته خپل لومړی سفر وکړ. دا سفر تاییدوي چې مصري رژیم په دغه پړاو کې د پوځ او البرهان ملاتړ کوي. د قاهري خبري چینل د دغه سفر پر مهال د البرهان خبرې خپرې کړې، ده ویلي: «له دغه سفره زموږ موخه د مصر رهبرۍ ته سم تصویر ورکړو او د روان وضعیت له تحولاتو یې خبر کړو»، سیسي او البرهان دواړه د امریکا کسان دي. له دې وروسته نورو لیدنې هم وشوې ... داسې ښکاري چې البرهان غواړي د حاکمیت لنډمهالې شورا د مشر په توګه نه، بلکې د سوډان د دایمي ولسمشر په توګه مشروعیت ترلاسه کړي.

۴- دا جګړه به ژر حل نه شي او یو څه وخت به ونیسي؛ ځکه موخه دا ده چې جګړه هلته د امریکایي لورو، پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ محدوده کړي. د دغې جګړې پایلې د دواړو اړخونو ترمنځ د رولونو په ویش د امریکا لخوا کنټرولېږي؛ له دې لارې غواړي برېتانیا او اروپا ته مخلص اپوزیسیون لکه د ۲۰۲۳م کال په اپریل کې د جګړې د پیل په وخت کې چې و، هماغسې فلج وساتي او بیا یې تر وروستي حده کمزوری کړي. د دې د روښانه کولو لپاره لاندې موارد تشریح کوو:

الف. په ۲۰۲۳/۲۲/۲۱ نېټه د چټک ملاتړ ځواکونو د ختیځ دارفور مرکز، الدائین ښار ونیو. دغه راز یې د پوځ د ۲۰ام ټولي د قمندانۍ مرکزي دفتر له جګړې پرته هغه وخت ونیو چې پوځ ملکیانو ته د زیان رسېدو د مخنیوي په پلمه ځای پرېښود! د چټک ملاتړ ځواک ادعا کړې چې «د دوی بریاوو د ریښتینې سولې پر مخ لویه دروازه پرانیسې ... او دا چې ختیځ دارفور او الدائین به د دوی تر ساتنې لاندې خوندي پاتې شي». (الجزیره، ۲۰۲۳/۱۱/۲۲)

د یادولو ده چې الدائین د ریزیګاټ قبیلې کلکه کلا ده او د چټک ملاتړ ځواک قمندان، حمیدتي او ډیری نور قمندانان یې هم له همدې قبیلې دي. تر دې وړاندې دغو ځواکونو د سویلي دارفور پلازمېنه، نیالا؛ د مرکزي دارفور پلازمېنه، زلینګي او د لویدیځ دارفور پلازمینه، الجنینا ښار هم نیولی و. دوی ته یوازې د شمالي دارفور پلازمینه، الفشر ښار پاتې دی چې ویې نیسي. دا د دارفور سیمې سیاسي او ادارې پلازمینه هم ده. که یې الفشر ونیو، د برېتانیا او اروپا ملاتړو خوځښتونو ته به لویه ضربه وي؛ په ځانګړې توګه د سوډان د ازادۍ خوځښت او د عدالت او برابرۍ خوښځت ته. دا چې جګړه د امریکا د اجېنټانو، پوځي رهبرۍ او د چټک ملاتړ ځواکونو رهبرۍ ترمنځ مصوعي بڼه لري، دغو دواړو خوځښتونو په جګړه کې خنثی دریځ نیولی.

ب – په سیمه کې وسله‌والو خوښځتونو له همدغې موضوع د خطر احساس وکړ او دا هغه خوځښتونه دي چې د سوډان-دارفور مسیر لپاره یې د سولې تړون، جوبا لاسلیک کړ. دا مسله د دې سبب شوه چې دغو ځوځښتونو په ۲۰۲۳/۱۱/۱۶ نېټه په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې (د بې طرفۍ له دریځه تېرېږي او د هغه څه پر وړاندې درېږي چې دوی «د هیواد د ټوټه کولو او ویشلو پروژه» ورته وايي او «د چټک ملاتړ ځواکونو او نورو د بهرنیانو مزدورو ځواکونو» لخوا پر مخ وړل کېږي. دوی دغه راز اعلان وکړ چې په ټولو جبهو کې «له کوم شک او ځنډ پرته» په پوځي عملیاتو کې ګډون کوي (لي موندو فرانسوي ورځپاڼه، د نومبر ۱۶مه)). دغو خوځښتونو غوښتل چې د الفشر دفاع وکړي، که نه نو ورک به شي ... په ځانګړې توګه دا چې الفشر یو سټراټېژيک موقعیت لري؛ له چاد، لیبیا او لویدیځ سره یې ګډه پوله ده. الفشر د وسله‌والو اپوزیسیون خوځښتونو؛ چې جوبا تړون یې لاسلیک کړ، له رژیم سره یې اوربند وکړ او په دولت کې ګډ شول؛ پلازمینه ګڼله کېږي. راپورونه وايي چې دې د زاغاوا قبیلي ډیری برخه شتمني له اومودورمن څخه را ایستلې. د الفشر نیول به د عربو قبیلو، چې د چټک ملاتړ ځواکونو تر شا دي، او زاغاوا قبیلي چې د وسله‌والو خوښځتونو ملاتړ کوي، ترمنځ د جګړې زیاتېدو سبب شي.

ج. د پوځ د مشر، عبدالفتاح البرهان په اړه؛ پر شمالي او ختیځ سوډان د پوځ پر کنټرول سربېره، په دې وروستیو کې په خرطوم کې د پوځ پیاوړتیا ښيي چې د وخت په تېرېدو به په دغې سیمه کې پوځي ستونزې د پوځ په ګټه حل شي. [د سوډان پوځ د پلازمینې شاوخوا سیمو کې د چټک ملاتړ ځواکونو پر مرکزونو یو لړ ځمکني او هوايي بریدونه او بمبارۍ پیل کړې؛ په دغو سیمو کې د زغره‌والو ځواکونو شاوخوا، مرکزي مارکېټ، د ورزشي ښار شاوخوا، الاراده سړک، په اومودورمن کې د رادیو او تلویزیون شاوخوا او د شمالي خرطوم مرکزونه شاملېږي. (انډېپنډېنټ عربیه، ۲۰۲۳/۱۱/۲۴)] دا ښيي چې پوځ دلته قاطع او پیاوړی شتون غواړي.

د. په ۲۰۲۳/۱۲/۱۰ نېټه IGAD (د پرمختګ بین الحکومتي سازمان) په جیپوټي کې د خپلو رهبرانو یوه فوق العاده غونډه ونیوله، په دې غونډه کې د افریقايي اتحادیې، ملګرو ملتونو، د سوډان ګاونډیو هیوادونو، سعودي، قطر، اماراتو، متحده ایالاتو او برېتانیا استازو پراخ ګډون کړی و. [د سوډان د حاکمیت شورا مشر، ډګر جنرال البرهان وروسته له هغې چې په لومړۍ غونډه کې حاضر نه و، چې د خونړۍ جګړې تر پیل نیږدې دوې میاشتې وروسته جوړه شوه، په دغې غونډه کې ګډون وکړ. د چټک ملاتړ ځواکونو قومندان، ډګر جنرال دګالو (حمیدتي) هم د غونډې له مشر اسماعیل ګولې، چې د جیبوټي ولسمشر دی، سره د دغې غونډې د پایلو او د روان ناورین د حل لپاره د چټک ملاتړ ځواکونو د لیدلوري په اړه ټلیفونې خبرې وکړې. د وروستۍ اعلامیې له مخې، د  IGAD مشرانو البرهان او حمیدتي ته قناعت ورکړی شوی چې مخامخ وګوري؛ پر دې سربېره پر بیړني او بې قید و شرطه اوربند هم توافق وشو. باخبره سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دغه سیمه‌ییز سازمان یادې لیدنې ته حد اکثر دوې اونۍ وخت ټاکلی او دا لیدنه به په ادیس ابابا کې کېږي. (بي بي سي، ۲۰۲۳/۱۲/۱۰)].

۵- پورتنیو مسایلو ته په کتو، ښکاري چې په دې وروستیو کې درې د پام وړ خبرې شوې:

لومړی: د دارفور په لویه برخه د چټک ملاتړ ځواکونو کنټرول دی؛ یوازې الفشر پاتې دی چې ویې نیسي او پر وړاندې یې جدي مقاومت هم نشته ... دا خبره د چټک ملاتړ ځواک لخوا د پوځ د ۲۰ام او ۱۶ام ټولي په نیولو کې ښکاره وه چې یو یې په الدائین کې دی او بل د سویلي دارفور په نیالا کې.

دویم: په دې وروستیو کې په خرطوم، اومودورمن او د خرطوم شمال کې د پوځ پیاوړتیا؛ لکه پورته چې وویل شول. [د سوډان پوځ د پلازمینې شاوخوا سیمو کې د چټک ملاتړ ځواکونو پر مرکزونو یو لړ ځمکني او هوايي بریدونه او بمبارۍ پیل کړې... (انډېپنډېنټ عربیه، ۲۰۲۳/۱۱/۲۴)]. د چټک ملاتړ ځواک په خرطوم کې د فشار احساس وکړ نو د وادی المدنی خواته یې مخه کړه چې دا فشار کم کړي او جګړه هلته ډیره شوه. [نن، دوشنبه، پرلپسې څلورمه ورځ ده چې د چټک ملاتړ ځواکونو او پوځ ترمنځ د الجزیرې ایالت پلازمینې، وادی المدني ښار په ختیځ کې جګړه روانه ده. د سوډان د وسله‌والو ځواکونو رسمي ویاند، نبیل عبدالله د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د ښار وضعیت باثباته دی. (العربیه، ۲۰۲۳/۱۲/۱۸)] او تر دې وړاندې [د امریکا سفارت یکشنبه په یوه بیانیه کې د چټک ملاتړ له ځواکونو غوښتي وو چې «په الجزیره ایالت کې ژر تر ژره خپل وړاندې تګ ودروي او پر وادي المدني ښار برید ونه کړي» (الربیه، ۲۰۲۳/۱۲/۱۷)]؛ دا پر دغو جنګیالیو د سفارت نفوذ تاییدوي!

درېیم: د IGAD په وروستۍ غونډه کې د البرهان ګډون [د سوډان د حاکمیت شورا مشر، ډګر جنرال البرهان وروسته له هغې چې په لومړۍ غونډه کې حاضر نه و، چې د خونړۍ جګړې تر پیل نیږدې دوې میاشتې وروسته جوړه شوه، په دغې غونډه کې ګډون وکړ. د چټک ملاتړ ځواکونو قومندان، ډګر جنرال دګالو (حمیدتي) هم د غونډې له مشر اسماعیل ګولې، چې د جیبوټي ولسمشر دی، سره د دغې غونډې د پایلو او د روان ناورین د حل لپاره د چټک ملاتړ ځواکونو د لیدلوري په اړه ټلیفونې خبرې وکړې. (بي بي سي، ۲۰۲۳/۱۲/۱۰)].

دا ټول ښيي چې امریکا د ویش لپاره فضا برابروي. په سوډان کې دغو اقداماتو ته په کتو د وېش خطر شته او دا خبره د امریکایانو د ژبو پر سرو هم ده: [په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، لېندا توماس ګرینفیلډ تاییده کړه چې دا په روان ناورین کې د سوډان تر څنګ درېږي چې هلته بې دفاع ملکیانو ته مرسته ورسېږي؛ کنفرانس ته په خبرو کې دې اشاره وکړه چې «بیړنی تمرکز باید د ملکیانو پر ساتنه، اړمنو خلکو ته د بشري مرستو وړاندې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو اترو باندې وي. (USUN، انډیپنډنټ عربیه، ۲۰۲۳/۱۱/۲۰)]؛ له دې ټولو سره سره، لرې ده چې امریکا دې نن د وېش پلان پلی کړي، بلکې تر هغې چې ګټې یې ایجابوي، یوازې فضا ورته برابروي.

۶- نو، روان وضعیت ته په کتو تر ټولو ډیر احتمال د دې دی چې دارفور به اوس له سوډانه نه بېلېږی؛ بلکې د چټک ملاتړ ځواک به د رژیم پر وړاندې د یوه پیاوړي اپوزیسیون په راس کې وي او د دې لپاره به کار وکړي چې تر خپلې مشرۍ لاندې برېتانیا او اروپایانو ته وفادار اپوزیسیونونه یا مهار کړي او یا یې حذف کړي. نو د چټک ملاتړ ځواک په سوډاني سیاسي اپوزیسیون کې د اوسنیو سیاسي ځواکونو پر ځای اصلي لوری کېږي. ښکاري چې وضعیت دې خواته روان دی ... د چټک ملاتړ ځوکونه د پوځ پر وړاندې دارفور ته لاړل او په هیواد کې په اصلي اپوزیسیون بدل شول. ښايي امریکا په سوډان کې دوه اړخه ولري: یو د چتک ملاتړ ځواک سیاسي اړخ چې وسلې به ورسره وي او د اپوزیسیون مشري به کوي او بل د پوځ نظامي اړخ ... دا دواړه اړخه به د امریکا د ګټو لپاره کار کوي. دا چې د چټک ملاتړ ځواک اپوزیسیون ولې نا وسله‌وال نه دی؛ په ډېر احتمال دوه لامله لري:

لومړی: د دې لپاره چې اروپا ته مخلص اپوزیسیون-چې له برېتانیایي اجېنټانو جوړ دی- مهار کړي؛ د دې لرې کول له سیاسي لارې اسانه نه دي، باید له نظامي لارې وشي.

دویم: د چټک ملاتړ ځواک په دارفور کې یو سیاسي اپوزیسیون کېږي چې وسله‌وال ځواک به هم لري؛ نو که د امریکا ګټې ایجاب کړي چې تر سویلي سوډان وروسته یو بل وېش وکړي، دا ځواک به یې مرسته وکړي. داسې ښکاري چې د دغه وېش او انشعاب وخت نه دی را رسېدلی؛ خو فضا ورته برابرېږي.

۷- دا جګړه هغه څه ده چې امریکا او اجېنټان یې کار ورته کوي ... او دا هماغه څه دي چې دوی فضا ورته برابروي چې که یې تر یوه نوي وېش پورې دوام وکړ. اې د سوډان خلکو، په ځانګړې توګه پوځ او جنګیالیو. څنګه د اشغالګرو کفارو د ګټو لپاره له یو بل سره جنګېږئ؟ تاسو خپل ځانونه وژنئ، خپل کورونه ویجاړوئ او خپل مقدسات تر پښو لاندې کوئ!؟ څنګه کولی شئ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا حدیث هېروئ چې بخاري له احنف بن قیس څخه روایت کړی چې وايي: له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل:

«إذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ» قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، هَذَا الْقَاتِلُ، فَمَا بَالُ الْمَقْتُولِ؟ قَالَ: «إِنَّهُ كَانَ حَرِيصاً عَلَى قَتْلِ صَاحِبِهِ»

ژباړه: «که دوه مسلمانان وګورئ چې توره په لاس له یو بل جنګېږي، نو قاتل او مقتول دواړه دوزخ ته ځي.» ما وویل: اې رسول الله، یو خو قاتل دی، نو مقتول ولې؟ هغه (صلی الله علیه وسلم وفرمایل): «د خپل سیال وژلو ته لېواله و»

نو که جګړه د امریکا او د هغې د اجېنټانو لپاره وي!؟ نو پایله به یې لا سخته او لا ترخه وي.

اې په سوډان کې زموږ مسلمانو وروڼو ... هغه سوډان چې دونګولا جومات لري –چې په سوډان کې د لومړنیو مسلمانانو لخوا جوړ شوی لومړنی جومات دی ... هغه سوډان چې د اسلام یوه ستره فتح وه، کله چې د مسلمانانو خلیفه، عثمان رضی الله تعالی عنه د مصر والي ته امر وکړ چې د اسلام نور سوډان ته ورسوي او هغه د عبدالله ابن ابی السرح په مشرۍ لښکر سوډان ته واستاوه او سوډان یې په ۳۱ هجری قمري کال کې فتح کړ. اسلام په ډیره چټکۍ پکې خپور شو او د الله په فضل یې ټول سوډان له شماله تر سویله او له ختیځه تر لوېدیځه فتحه کړه. همداسې د نورو اسلامي خلفاوو تر واک لاندې و ... تر هغې چې له ۱۸۹۶ تر لومړۍ نړیوالې جګړې یې د برېتانیا پر وړاندې جهاد وکړ؛ دا وخت پیاوړی اتل، د دارفور والي، علي بن دینار شهید شو. دغه مجاهد او عالم هغه کس و چې د مدینې میقات او شام د خلکو میقات (ميقات ذو الحليفة) یې تعمیر کړل؛ دغه راز یې حاجیانو ته د اوبو څاګانې وکیندلې چې تر اوسه د ده په نوم، ابیار علي، یادېږي.

نو په سوډان کې د انګریزانو مستقیم استعمار شپیته کاله پاتې شو؛ له ۱۸۹۶ څخه تر ۱۹۵۶ پورې. وروسته له هغې نامستقیم سیاسي او فرهنګي استعمار و؛ وراسته شوي پانګوال ارزښتونه په کې خپرېدل او د زاړه او نوي استعمار، انګریزانو او امریکا ترمنځ د سوډان پر سر مبارزه په کې روانه وه. تر هغې چې د نایواشا دروغجن او مرګوني تړون له مخې د استعمارګرې امریکا په ملاتړ سوډان په دوو برخو، شمالي او سویلي وویشل شو. اوس امریکا –خپلو ګټو ته په پام- یوه نوي ویش ته فضا برابروي!

اې د سوډان خلکو! حزب التحریر، هغه رهبر چې خپلو خلکو ته درواغ نه وايي، پر تاسو غږ کوي چې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ روانې جګړې درولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړئ؛ ځکه دوی ستاسو زامن، وروڼه، ګاونډیان یا خپلوان دي ... او بېشکه تاسو د دغې جګړې ټراژیډي وینئ او اورئ ... نو وړاندې له دې چې پښېماني هیڅ ګټه ونه کړي، اصلاح یې کړئ.

[إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ] [ق: ۳۷]

ژباړه: له شک پرته چې په دغه (له عبرت څخه ډکو تجربو) کې د هغه چا لپاره (چې عبرت اخیستونکی زړه لري) یا هغه چا لپاره چې (حق اورېدونکي غوږونه لري) او د حق په صحنه کې عملا شاهد او حاضر اوسي د عبرت درس دی.

۱۴۴۵هـ.ق کال د جمادی الثاني ۶مه

۲۰۲۳م کال د ډسمبر ۱۹مه

د مطلب ادامه...

اې د محمد صلی الله علیه وسلم امته د ذلت مرګ غواړئ،که وقار، عزت او ځواک!؟

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

اې د محمد صلی الله علیه وسلم امته! د غزې خلک مرګ محاصره کړي دي. که دوی په مرمیو او بمباریو مړه نه شي، نو لوږه، تنده او ناروغي به یې حتماً ووژني. د غزې شمالي برخه تر سختې محاصرې لاندې د خوراکي توکو، اوبو او درملو له جدي کمښت سره مخ ده؛ نو اې مسلمانانو غواړئ څه وکړئ؟

هغو کسانو چې د الله سبحانه وتعالی غضب پرې شوی؛ جوماتونه، روغتونونه، کورونه، د اوبو ذخیرې او د ژوند ټولې اسانتیاوې یې ورانې کړې دي. دوی زموږ پر ماشومانو او ښځو په یوه خونړۍ، وژونکې او وحشتناکه صحنه کې د مرګ چتر خور کړی. دا هغه صحنې دي چې رسنۍ یې په سختۍ راپور ورکوي. څه فکر کوئ چې د سپوږمکۍ چینلونه تاسو ته په غزه کې د روان حالت نیمايي یا ان څلورمه برخه حقیقت رسوي؟ رسنۍ تاسو ته په غزه کې د روانو زړه بوږنونکو وحشتونو او ظلمونو یوازې یو وړه برخه رسوي، چې سترګې یې د کتلو او زړونه یې د زغملو زور نه لري.

اې د محمد صلی الله علیه وسلم امته! څه دپاسه اویا ورځې کیږي چې د غزې د خلکو عام‌وژنه روانه ده. تر ۷۰ کالو ډېر وخت کیږي چې د هغو کسانو لخوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسرأ سپکاوی کیږي چې د الله سبحانه وتعالی غضب پرې شوی او ترې ناراضه دی. تاسو په خپلو سترګو په جګړه کې د یهودانو وېره ولیده. نو غواړئ څه وکړئ؟ یوازې راته ژاړئ او که مو لار ورکه کړې او څنډې ته کیږئ؟ ایا فکر کوئ چې یوازې په دې حالت راضي کېدل به تاسو په دنیا او آخرت کې وژغوري!؟

اې د محمد صلی الله علیه وسلم امته! ايا پوهېږئ چې د نبوت پر منهج خلافت د نشتون او د غربي لاسپوڅو د واکمنۍ له امله په عراق، شام، لیبیا، یمن، برما، چیچنیا، ازبکستان، افغانستان او ترکستان کې څو ميليونه مسلمانان شهيدان او بې کوره شي دي؟ اې د اردن، مصر، حجاز، پاکستان او ترکیې خلکو! فکر کوئ چې هغه څه چې غزه او شام کې وشول، له تاسو سره نه کیږي؟

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

[أَوَلَا ‌يَرَوْنَ ‌أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ] [توبه:۱۲۶]

ژباړه: « ایا دوی نه ګوري چې هر کال یو یا دوه ځلې (له خپلو مقدساتو څخه د دفاع کولو د جهاد لپاره) ابتلأ او ازمایل کیږي؟ خو بیا هم (د جهاد نه کولو له بهانو څخه) توبه نه کوي او نه عبرت اخلي (ترڅو د غفلت له خوبه بیداره شي).»

ایا ستاسو لپاره د فکر کولو وخت نه دی را رسېدلی!؟ تاتاریانو د مسلمانانو پر خاوره یرغل وکړ، شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان یې د حکامو خیانت، وېرې او غفلت له امله شهیدان کړل. تاتاریانو په عراق او شام کې د مسلمانانو ښارونه اشغال کړي و، د مصر تر پولو ورسېدل او د مسلمانانو عام وژنه همداسې روانه وه؛ تر دې چې یوې مخلصې او مجاهدې رهبرۍ د دې عام وژنې مخه ونیوله. دوی په عین جالوت کې تاتاریانو ته ماتې ورکړه او د مسلمانانو ښارونه یې بیرته د شلو زرو مجاهدینو په مرسته ازاد کړل.

تر دې وړاندې صلیبیانو د حکامو د خیانت، تفرقې او د مسلمانانو د غفلت له امله دوه میلیونه مسلمانان په صلیبی جګړو کې ووژل چې شاوخوا ۷۰ زرو یې په قدس کې وو. د مسلمانانو د وژلو دغه لړۍ یوازې هغه وخت بنده شوه چې د مسلمانانو ترمنځ مخلصه او مجاهده رهبري رامنځته شوه. فاتح صلاح الدین په حطین کې د ۲۵ زرو مجاهدینو په مټ صلیبیان سخت وځپل.

اې مسلمانانو ایا د دې د درک کولو وخت نه دی را رسېدلی چې ستاسو د وينو بهېدل يوازې د هغه مومن رهبر په راپیدا کېدو بندېدلی شي چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته مخلص وي؟ د دې حقیقت تر درک پورې به مو څومره نوره وینه تویې شي!؟ د دې حقیقت تر درک پورې به نوره څومره وېره او لوږه تېره کړئ!؟ د دې حقیقت تر درک پورې به څو ملیونه نور مسلمانان د دغو لاسپوڅو رژیمونو تر چتر لاندې شهیدان شي!؟ تر هغې چې تاسو پوه شئ دښمن ته مو یوازې هغه وخت ماتې ورکوی شئ چې یوه مخلصه، صادقه او مومنه رهبري ولرئ. تاسو به څه وخت پوه شئ چې ستاسو د وینو، ماشومانو، ښځو، پیسو، کورونو او ځمکو بیه د دغو خاینو حکامو دربار ته په مراجعې نه شئ ترلاسه کولی. دغه لاسپوځي نظامونه له منځه یوسئ او له هغه رهبر سره بیعت وکړئ چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول ته مخلص وي!؟

اې د مسلمانانو لښکرو، ایا هغه وخت نه دی را رسېدلی، چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته د مخلصې رهبرۍ په رامنځته کولو کې خپل اهمیت درک کړئ، ترڅو تاسو او امت خپل تیر برم، شوکت او فتوحاتو ته ورسوي!؟

اې  د مسلمانانو لښکرو، ایا د دې د درک کولوی وخت نه دی را رسېدلی، چې السیسي، د اردن پاچا، بن سلمان او د پاکستان، ترکیې، عراق، عربي مغرب او... خاین چارواکي او لاسپوڅي حاکمان ستاسو امت تر پښو لاندې کوي!؟ ايا د دې د درک کولو وخت نه دی را رسېدلی چې دوی به هېڅکله تاسو ته د هوسا ژوند زمينه برابره نه کړي، دوی به هېڅکله اسلامي خاورې ازادې او هېڅکله به تاسو ته نصرت در نه کړي!؟

ایا پر دې د پوهېدو وخت نه دی را رسېدلی، چې دا خلک او دوی ته ورته نور چارواکي د خیانت سرونه او د کفارو اسباب دي؟ دوی ته ورته حاکمان د دې لامل شول چې صلیبیان او تاتارایانو په میلیونونو مسلمانان شهیدان کړل. دوی هغه څوک دي چې مسجد الاقصی یې یهودانو ته وسپاره. دوی هغه څوک دي چې د یهودي دولت د بقا وسیلې او شرایط چمتو کوي. دوی هغه څوک دي چې امت او د هغه لښکرې غزې ته له نصرت ورکولو منع کوي. دوی هغه څوک دي چې د امت د وحدت او یووالي مخه نیسي. دوی هغه څوک دي چې د اسلامي دعوت له مخلصینو سره مبارزه کوي او واک ته د دوی د راتګ په مخ کې خنډ کېږي.

اې د محمد صلی الله علیه وسلم امته! موږ پر تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسراء له مبارکې خاورې، د پیغمبرانو له ټاټوبي، له هغې خاورې چې د دوهم راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره پکې د حزب التحریر دعوت پیل شول، د الله سبحانه وتعالی په دغه قول غږ کوو:

[أَلَمْ ‌يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ] [حدید:۱۶]

ژباړه: «ایا د مومنانو لپاره هغه وخت نه دی را رسېدلی چې زړونو ته یې د الله ذکر دننه شي او د هغه له لوري نازل شوي حق ته یې سرونه ښکته شي.»

اې مسلمانانو، موږ د زړه له درده پر تاسو غږ کوو. تاسو به کله د الله سبحانه وتعالی دغې غوښتنې ته ځواب وايئ:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ ‌انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ * إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ] [توبه:۳۸-۳۹]

ژباړه: «اې مومنانو! پر تاسو څه شوي دي، کله چې تاسو ته د الله په لاره کې د وتلو (قتال) وویل شي، نو تاسو په ځمکه درانده کېنئ. ایا تاسو د اخرت په مقابل کې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟ که داسې وي، نو باید پوه شئ چې د دنیا د ژوند ټول وسایل او ټوله دنیا د اخرت په مقابل کې ډېر لږ یا هېڅ ارزښت نه لری. که چېرې تاسو د (قتال) لپاره ونه وزئ، نو الله سبحانه وتعالی به تاسو ته ډېر درناک عذاب درکړي. تاسو به له منځه یوسي او پر ځای به مو بل قوم راپورته کړي او تاسو به الله سبحانه وتعالی ته هېڅ زیان ونه شئ رسولی. الله سبحانه وتعالی پر هرڅه قادر دی

اې د لښکرو قومندانانو او افسرانو، پر تاسو غږ کوو! تاسو به کله د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکوئ، تاسو به څه وخت حزب التحریر ته د راشده خلافت د تاسیس او د الله سبحانه وتعالی د وعدې د پوره کولو او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د بشارت د تحقق لپاره نصرت ورکوئ؟ کله به هغه لاسپوڅي حکام د قدرت له ګدۍ راپرځوئ چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره خیانت کوي؟

اې د محمد صلی الله علیه وسلم امته! هغه څه چې ستاسو له سرونو او وینې ساتنه کوي، حرمتونه آزادوي، تاسو او ستاسو اولادونو ته ښه ژوند برابروي او تاسو ته وقار، بریا او ځواک درکوي او تر ټولو مهمه دا چې الله سبحانه و تعالی پرې راضي کېږي؛ هغه الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته هغه مخلصه رهبري ده چې پر تاسو د ما انزل الله پر اساس حکومت کوي. هغه رهبري چې د الله سبحانه وتعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي او د خلکو تر منځ عدل او انصاف کوي. دا هغه څه دي چې حزب التحریر یې په وار وار شپه او ورځ ستاسو تر غوږونو رسوي او پر اسلامي لښکرو غږ کوي چې دغه لوی او عظیم هدف ترلاسه کړي. نو څه وخت به تاسو د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم بلنې ته ځواب وایئ او څه وخت به په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی د دین قایمولو لپاره له حزب التحریر سره بیعت کوئ!؟

اې د محمد صلی الله علیه وسلم امته! پر ځمکه د الله سبحانه وتعالی د دین قایمول، د بیت المقدس ازادول او  مظلومانو ته نصرت ورکول هغه ستر ویاړ دی چې الله سبحانه وتعالی یې له هغه سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره خیانت کوونکو ته نه ورکوي. دا ستر ویاړ یوازې اسلام ته د مخلصو مومنانو په لاسونو ترلاسه کېدی شي. الله سبحانه وتعالی دغه لوی عزت یوازې هغو کسانو ته ورکوي چې له الله سبحانه وتعالی څخه تقوا کوي. نو، اې د بصیرت خاوندانو، فکر وکړئ. اې د عقل خاوندانو، دا فرصت مه ضایع کوئ!

یو ځل بیا موږ د الله سبحانه وتعالی په دغه حکم پر تاسو غږ کوو:

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنْجِيكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ * تُؤْمِنُونَ بِاللهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ * يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ * ‌وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِنَ اللهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ * يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا أَنْصَارَ اللهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّينَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللهِ فَآمَنَتْ طَائِفَةٌ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَكَفَرَتْ طَائِفَةٌ فَأَيَّدْنَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَى عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا ظَاهِرِينَ][صف:۱۰-۱۴]

ژباړه: «اې مومنانو، ایا تاسو ته هغه تجارت ونه ښیم، چې له دردناک عذاب څخه مو ژغوري. پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم اېمان راوړئ او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې په خپلو سرونو او مالونو جهاد وکړئ. که تاسو پوهېږئ، نو دا ستاسو لپاره غوره تجارت دی. الله سبحانه وتعالی به ستاسو ګناهونه وبښي او تاسو ته به هغه جنتونه درکړي چې ترې لاندې ویالې بهیږي او په دایمي جنتونو کې به غوره استوګنځي درکړي او دا تر ټولو ستره بریا ده. او هغه بل نعمت (دنیوي نعمت) چې تاسو یې خوښوئ، هغه به هم درکړي، د الله سبحانه وتعالی نصرت او فتحه ډېره نیږدې ده او مومنانو ته زیری ورکړه. اې مومنانو! الله سبحانه وتعالی ته نصرت ورکړئ، لکه څنګه چې عیسی علیه سلام د مریم زوی حواریونو ته وویل: «د الله سبحانه لوري ته په بلنه کې څوک ماته نصرت راکوي. حواریونو وویل: موږ الله ته نصرت ورکوو!» په دې ډول د بني اسرائیلو یوې ډلې اېمان راوړ او بله ډله کافره پاتې شوه. وروسته موږ د مومنانو د دښمنانو پر وړاندې مومنانو ته نصرت ورکړ او دوی بریالي شول.»

یا الله! دا خیر زموږ په لاسونو ورسوه. یا الله! په دغه خیر د مسلمانانو زړونه خوشحاله کړه. یا الله! موږ ته خپل قدرت او نصرت راپه برخه کړه.

ټولې ستانیې یوازې د رب العالمين لپاره دي.

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۸مه

۲۰۲۳م کال، د ډسمبر ۲۱مه

حزب التحریر

د فلسطین مبارکه خاوره

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې