یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

څوک چې له (اوسنیو) حکامو د ځان ساتنه غواړي، پر ځان ظلم کوي

(ژباړه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَنْ رَأى سُلْطاناً جائِراً مُسْتَحِلاًّ لِحُرُمِ اللهِ، ناکِثاً لِعَهْدِ اللهِ، مُخالِفاً لِسُنَّةِ رَسُولِ اللهِ، یَعْمَلُ فِی عِبادِاللهِ بِالاِثْمِ وَ الْعُدْوانِ فَلَمْ یُغَیِّرْ عَلَیْهِ بِفِعْل، وَ لاَ قَوْل، کانَ حَقّاً عَلَى اللهِ أَنْ یُدْخِلَهُ مَدْخَلَهُ».

ژباړه: «څوک چې ظالم سلطان وویني چې د الله سبحانه وتعالی حرام حلال ګڼي، له الله سبحانه وتعالی سره کړی عهد ماتوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره مخالفت کوي، د الله سبحانه وتعالی له بنده‌ګانو سره ظلم کوي او د دغه سلطان د ظلم پر وړاندې راپورته نه شي او مخالفت یې ونه کړي؛ د دې وړ دی چې الله سبحانه وتعالی يې له دغه ظالم سلطان سره په دوزخ کې واچوي.»

په عربي کې ظلم له خپل ځای پرته بل ځای کې د شي اېښودلو ته وايي. عربو یو متل درلود: «څوک چې له لېوه څخه د شپون او ساتونکي تمه وکړي، ظلم یې کړی». ظلم له حد څخه تېرېدلو او زیاتي کولو ته هم وايي. الله سبحانه وتعالی په بقره سورت کې فرمایي:

﴿وَ مُن یَتَعدَّ حُدُودَ الله فاؤلائک هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ [بقره: 229]

ژباړه: «څوک چې د الله سبحانه و تعالی له حدودو [د الله سبحانه وتعالی له اوامرو او نواهیو] څخه تېری وکړي، له شک پرته داسې کسان ظلم کوونکي دي.»

الله سبحانه وتعالی پر ځان او نورو ظلم حرام کړی؛ بلکې پر ځان یې لازمه کړې چې کوم قوم ته یې رسول نه دی استولی، عذاب ور نه کړي. او زموږ حنیف دین اسلام؛ ظلم، ډولونه یې، اسباب او پایلې یې ټول ښکاره بیان کړي دي.

صحابه کرام، علما او خلفا د ظلم په معنا او پایلو یې خبر وو؛ حضرت علي رضی الله عنه فرمایي: «له ظالم څخه د مظلوم د غچ اخیستلو ورځ، پر مظلوم د ظالم د ظلم کولو له ورځې سخته ده». همدارنګه یوسف بن اسباط رحمه الله وایي: « څوک چې د ظالم د پایښت لپاره دعا وکړي؛ په حقیقت کې یې دا خوښېږي چې پر ځمکه له الله سبحانه وتعالی نافرماني وشي.»

خو نن ورځ د خاینو حکامو – چې له اسلامي امت سره یې خیانت کړی او پر هغوی کفري نظامونه او احکام پلي کوي- له امله ظلم او بې عدالتۍ له هر لوري کلابند کړي یو. موږ مسلمانانو دغه بې وسه او عاجز واکمنان د حاکمانو په توګه منلي او د هغوی د عزل کولو او پر ځای یې د خلیفه ټاکلو مکلفیت په پرېښودو سره مو پر ځان ظلم کړی.

اې الله سبحانه وتعالی! موږ ته د نبوت پر منهج ثاني راشده خلافت - چې په وسیله یې د مسلمانانو په منځ کې پاشلتیا او ګډوډي له منځه ځي- راپه برخه کړه! له مسلمانانو څخه مصیبتونه لرې کړه! او اې الله سبحانه وتعالی! په خپل کریم نور ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

امارت

(لومړۍ برخه)

(ژباړه)

امام مسلم پخپل صحیح کې راوړي:

عَنْ عَامِرِ بْنِ سَعْدِ بْنِ أَبِي وَقَّاصٍ رَضِیَ اَللهُ عَن‍‍‍‍ْهُ قَالَ: كَتَبْتُ إِلَى جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ، مَعَ غُلاَمِى نَافِعٍ: أَنْ أَخْبِرْنِى بِشَيْءٍ سَمِعْتَهُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ ، قَالَ: فَكَتَبَ إِلَىَّ: سَمِعْتُ رسول الله صلی اللّٰه علیه وآله وسلم يَوْمَ جُمُعَةٍ، عَشِيَّةَ رُجِمَ الأَسْلَمِىُّ، يَقُولُ: «لاَ يَزَالُ الدِّينُ قَائِمًا حَتَّى تَقُومَ السَّاعَةُ، أَوْ يَكُونَ عَلَيْكُمُ اثْنَا عَشَرَ خَلِيفَةً، كُلُّهُمْ مِنْ قُرَيْشٍ». وَسَمِعْتُهُ يَقُولُ: «عُصَيْبَةٌ مِنَ الْمُسْلِمِينَ يَفْتَتِحُونَ الْبَيْتَ الأَبْيَضَ، بَيْتَ كِسْرَى، أَوْ آلِ كِسْرَى». وَسَمِعْتُهُ يَقُولُ: «إِنَّ بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ كَذَّابِينَ فَاحْذَرُوهُمْ». وَسَمِعْتُهُ يَقُولُ: «إِذَا أَعْطَى اللَّهُ أَحَدَكُمْ خَيْرًا فَلْيَبْدَأْ بِنَفْسِهِ وَأَهْلِ بَيْتِهِ». وَسَمِعْتُهُ يَقُولُ: «أَنَا الْفَرَطُ عَلَى الْحَوْضِ» (مسلم: 1822)

ژباړه: عامر بن سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه وایي: د خپل خدمت کوونکي نافع په لاس مې جابر بن سمره ته لیک ولېږه او پکې ومې ولیکل چې هغه څه راته بیان کړه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دې اورېدلي دي. هغه په ځواب کې ولیکل: ما واورېدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جمعې په ورځ تر ماسپښین وروسته په هغمه ورځ چې اسلمي سړی (ماعز) سنګسار شو، وفرمایل: «تر هغه وخته به دین دوام کوي، ترڅو چې قیامت راځي او یا پر تاسو باندې ۱۲ خلفاء حکومت وکړي، چې دوی ټول به قریش وي.» او همدارنګه وامې ورېدل چې فرمایل یې: «د مسلمانانو کوچنۍ ډله به د کسرا د پاچاه سپینه ماڼۍ يا د کسرا کورنۍ فتحه کړي.» همدارنګه وامې ورېدل چې فرمایل یي: «د قیامت تر راتګ وړاندې به دروغجن خلک راشي او له هغو وروسته متوجه اوسئ.» همدارنګه وامې ورېدل چې ویې فرمایل: «کله چې الله سبحانه وتعالی په تاسو کې یوه ته خیر ورکړي، لومړی دې ځان او بیا دې خپله کورنۍ ترې برخمنه کړي.» او همدارنګه ویې فرمایل: «زه مخکې یم او تر نورو وړاندې کوثر حوض ته رسېږم.» (او اوبه چمتو کوم.)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره (عُصَيْبَةٌ مِنَ الْمُسْلِمِينَ يَفْتَتِحُونَ الْبَيْتَ الأَبْيَضَ، بَيْتَ كِسْرَى، أَوْ آلِ كِسْرَى) د هغه صلی الله علیه وسلم ښکاره معجزه ده او الحمدالله مسلمانانو د عمر رضی الله عنه په وخت کې هغه ځای فتحه کړ.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره (إِذَا أَعْطَى اللَّه أَحَدكُمْ خَيْرًا فَلْيَبْدَأْ بِنَفْسِهِ) د دغه حدیث غوندې ده (اِبْدَأْ بِنَفْسِك ثُمَّ بِمَنْ تَعُول) یعنې: لومړی یې له ځانه پیل کړه او وروسته دې له خپلې کورنۍ څخه. د (أَنَا الْفَرَط عَلَى الْحَوْض) جمله: (الفرط) د (راء) په فتح سره په دې معنا دی چې په هغه کې تر نورو مخکې یم او په دې تمه یم چې پر تاسو د کوثر اوبه وڅښم. (فَرَط و فارط) هغه کس دی چې له خپل قوم وړاندې ځان اوبو ته رسوي، چې د اړتیا وړ اوبه برابرې کړي.

د (الدین قائما... أو یکون علیکم) جملې په اړه یو شمېر علماوو ویلي: (قائما) یعنې دایمي او تلپاتې، وایي (أقام شیء) یعنې هغه ته یې دوام ورکړ. د پروردګار دغه کلام «یقیمون الصلاة» او «إلا ما دمت علیه قائما» همدغه معنا ورکوي. پر همدغه اساس داسې ویل کېږي: د اسلام دین به همداسې دوام وکړي، تر دې چې قیامت راشي.

د (أو یکون علیکم)... په جمله کې (أو) د عطف لپاره د (وَ) په معنا دی. نو داسې ویل کېږي: (و یکون علیکم اثنا عشر) هغوی یې په خاص ډول یاد کړي دي، چې د دوی په وخت کې به د عزت او قدرت رامنځته کېدل او د زیان مخنیوی رښتیا شي... علماء د دغه حدیث په تفسیر او توجیه کې بېلابېل نظرونه لري:

وایي: موخه یې عادل خلفاء دي، چې ځینې یې په امت کې تېر شوي او ځینې نور به یې د قیامت تر راتګه پورې را شي. امام نووي رحمه الله له قاضي عیاض څخه رانقلوي: کېدای شي چې له دغو ۱۲خلفاوو څخه موخه یې هغه عادل خلفاء وي، چې د خلافت مستحق دي؛ لکه څنګه چې ځینې یې تېر شوي او ځینې نور به یې د قیامت تر راتګ وړاندې پوره شي.

نووي رحمه الله له قاضي عیاض څخه رانقلوي: اټکل کېږي چې د حدیث موخه هغه څوک وي، چې په خپل وخت کې یې اسلام ته پراختیا ورکړې وي او ټولو مسلمانانو منلی وي؛ لکه څنګه چې د ابو داود په سنن کې راغلي: (کلهم تجتمع علیه الأمة) یعنې امت به پر دوی هر يوه راټول شي.»

سیوطي نقلوي چې موخه یې: د اسلام په ټول دوران کې تر قیامت پورې د ۱۲ خلفاوو شتون دی، چې حق پلی کوي، ان که پرله‌پسې هم نه وي.

په فتح الباري کې راغلي: په دغو ۱۲ خلفاوو کې څلور یې راشده خلفاء تېر شوي او نور به یې د قیامت تر راتګ وړاندې بشپړ شي.

ابن کثیر وایي: دغه حدیث د هغو ۱۲خلفاوو په اړه زېری ورکړی، چې حق حاکموي او د امت تر منځ عدالت کوي، د هغوی ترمنځ پرله‌پسې‌والی لازمي نه دی؛ بلکې څلور تنه یې په پرله‌پسې توګه تېر شوي دي، چې له اربعه خلفاوو څخه عبارت دي: ابوبکر، عمر، عثمان او علي. همدارنګه د علماوو په نزد عمر بن عبدالعزیز او یو شمېر نور عباسي خلفاء هم له همدغو خلفاوو څخه دي او قیامت تر هغه پورې نه راځي، ترڅو چې دغه ۱۲خلفاء پر ځمکه خلافت ونه کړي او دا واضح ده چې «مهدي» هم د هغوی له ډلې څخه دی، چې په احادیثو کې یې په اړه زېری ورکړل شوی دی.

اې د خیر امته او اې د خلافت بچیانو!

په یوه حدیث کې وینو چې د «خلیفه» لفظ څو ځله راغلی دی او هغه کس ته ویل کېږي چې په بشپړه توګه قدرت او رهبري په لاس کې لري او دا چې په حدیث شریف کې د دین قایمول بیانوي، په حقیقت کې تمکین، سیادت، نفوذ او پر موافقو او مخالفو خلکو د دین غلبه ده. پر همدغه اساس د دوکه کوونکو فرېب او د ملامتوونکو ملامتيا ورته زیان نشي رسولی... نو اسلام په حقیقت کې دین، منهج او د حاکم دولت د حکامو او رعیت اصلي مرجع ده.

حدیث شریف دغه خلفاء یوازې له دې امله غوره نه دي ګڼلي، چې ګواکي د هغوی په دوره کې اسلام عزتمن و؛ چې هدف یې یوازې د هغه وخت دوره وي، پرته له دې چې د دولت د مشرانو او حکامو شخصیتونه په پام کې ونیسي؛ بلکې دا یو غیبي پیغام دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خبر ورکړی دی.

دین په هغه وخت کې حاکم پاتې کېده او پر هغو کسانو به ظاهر او غالب کېده، چې دوی به د تمدن او دولت د دین په توګه د اسلام د له منځه وړلو، د دین په اړه د خلکو د ګمراه کولو، یا یې پر ضد د را پارولو او یا یې هم په اسلامي مسایلو کې د شک پیدا کولو لپاره کار کاوه.

د دولت د غالبیت، ظهور او عزت مظاهر دا دي، چې که چېرې کورني او یا بهرني دښمنان یې د له منځه وړلو لپاره هر څومره هڅې وکړي، خو اسلام ته د یو دین په توګه هېڅ زیان ونشي رسولی. دغه مخالفین کېدای شي د اهل کتابو مشرکین وي یا د کفري نظامونو؛ لکه امریکا، انګلیس او داسې نورو له خوا ګومارل شوي دښمنان، مګر له ټولو هڅو سره سره بیا هم اسلام ته زیان ونه شي رسولی. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ [انفال: 36]

ژباړه: کافران خپل مالونه مصرفوي، ترڅو (خلک) د الله له لارې (او پر الله سبحانه وتعالی له ایمان څخه) را وګرځوي. هغوی به خپل مالونه مصرف کړي، خو وروسته به یې د پېښمانۍ لامل شي او ماتې به هم وخوري. له شک پرته چې ټول کافران به دوزخ ته ورټول کړل شي.

همدارنګه بېلتون غوښتونکي او هغه کسان اسلام ته زیان ونه شي رسولی، چې له دولت څخه یې لږ او یا ډېر انحراف کړی وي؛ یعنې هغه که واقعي پیروان وي او یا منافقین.

اسلامي دولت د منصور په وخت کې تر هغه وروسته ځواکمن شو، چې ابومسلم خراساني یې له منځه یوړ او همدارنګه د هارون الرشید په دوره کې هم اسلامي دولت قدرتمند و. په داسې حال کې چې ځینې مخالفین ځواکمن شول، په فتحه شویو سیمو کې یې د نفوذ لپاره هڅې پیل کړې او د اسلامي دولت په دستګاوو کې یې ریښې وغځولې، نږدې و چې په بشپړه توګه قدرت تر لاسه کړي. لکه څنګه چې برمک‌یانو همداسې وکړل، خو وروسته بیا د هارون الرشید له خوا وځپل شول.

په همدې توګه موږ وینو، کوم څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خبر ورکړی، هغه د ۱۲ خلفاوو په دوره کې لیدل شوي دي. پر همدغه اساس اسلام په هغه وخت کې عزت‌من و او له اسلام پرته هر څه له ذلت او خوارۍ سره مخ وو. د اسلام دین به د قیامت تر راتګ وړاندې یو ځل بیا حاکم شي او هغه مطلق ظهور چې له دغه حاکمیت سره مل دی، په هغه وخت پورې محدود دی چې دغه ۱۲خلفاء پکې واکمن وي.

د یادولو وړ ده چې مهمه موضوع د خلفاوو شمېر نه دی. د موضوع د روښانه کېدو لپاره مسلم له عمار رضی الله عنه څخه حدیث روایت کړی: «فِي أُمَّتِي اثْنَا عَشَرَ مُنَافِقًا لَا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ؛ زما په امت کې ۱۲منافقین دي، چې جنت ته به نه داخلېږي.» اوس پوښتنه مطرح کېږي چې ایا په امت کې یوازې همدا ۱۲ منافقین دي، که یې شمېر ډېر دی؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی چې د منافقینو شمېر تر ۱۲ کسانو ډېر دی. همدارنګه ویل کېږي: د خلفاوو شمېر هم تر ۱۲ کسانو ډېر دی، خو د دغو ۱۲ خلفاوو یادونه په خاصه توګه ځکه شوې، چې د دوی په وخت کې د اسلام عزت زیات او پراخ و. له دې پرته د ډېرو نورو خلفاوو یادونه هم کولی شو، چې د دوی د حکومتونو په وخت کې اسلام غالب او عزتمن و. د بېلګې په توګه د مسلمانانو د مخکنیو خلفاوو په پرتله د عثمانیانو د غوره‌والي لپاره همدا بسنه کوي، چې دوی د اروپا ډېره برخه فتحه کړه.

مسلمانان، حکام او علماء ټول په یوه ډګر کې دي او د اسلام له عقیدې دفاع کوي، امیران یې صالح دي، اسلام پلی کوي او د دعوت او جهاد له لارې یې ټولې نړۍ ته رسوي. علماء او فقها یې خلکو ته اسلام ور زده کوي او تر منځ یې خبرې کوي، حکام محاسبه کوي او نصيحت ورته کوي او د هېڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه نه وېرېږي. مسلمانان د اسلام له حاکمیت څخه ګټه اخلي. اسلامي امت، وسط امت دی او د ټولو امتونو په سر کې ځای لري او پر ټولې نړۍ شاهد دی. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی هم د دغه امت ستاینه کړې او دغه مقام یې ورکړی دی:

﴿ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً﴾ [بقره: 143]

ژباړه: له شک پرته تاسو مو وسط امت کړئ، چې پر خلکو شاهدان وئ او پیغمبر پر تاسو شاهد وي.

د مسلمانانو ټول بچیان، چې علما یې یوه برخه ده، باید پوه شي چې یوازې فردي دعوت ورته بسنه نه کوي او په یوه ډله کې باید کار وکړي؛ هغه ډله چې د اسلامي امت د بیدارۍ لپاره فعالیت کوي او امت د هر اړخیر بدلون لپاره رهبري کوي. هغه ډله چې د دین د راپورته کېدو لپاره هڅې کوي، ترڅو د لومړي خلافت دولت په څېر د امت دین د دولت په چوکاټ کې حاکم شي او په دې توګه الله سبحانه وتعالی امت ته نصرت ورکړي او مسلمانان یو ځل بیا خپل لومړي حالت ته وګرځي. دا هغه غوره امت دی چې د خلکو لپاره یې حرکت کړی، ترڅو د الله سبحانه وتعالی په مرسته اسلام ته عزت ورکړي! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللّهِ وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ [یوسف: 108]

ژباړه: ووایه دا زما او زما د پيروانو لاره ده او په پوره بصيرت سره ورته خلک رابولم، الله پاک او سپېڅلی بولم او له مشرکانو څخه نه یم.

 

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د مسلمانو حکامو په حق کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا

(ژباړه)

له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې په خپل کور کې واورېدل چې ویې فرمایل:

«اللَّهُمَّ مَنْ وَلِيَ مِنْ أمرِ أُمَّتِي شَيْئاً فَشَقَّ عَلَيْهِمْ فَاشْقُقْ عَلَيْهِ، وَمَنْ وَلِيَ مِنْ أمْرِ أُمَّتِي شيئًا فَرَفَقَ بِهِمْ فَارْفَقْ بِهِ»:

ژباړه: اې الله! چا چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخيست او له هغه (امت) سره یې سختي وکړه، نو له هغه سره سختي وکړه او چا چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او له هغه (امت) سره یې نرمي وکړه، نو ته ورسره نرمي وکړه.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه دعا د هغو کسانو په حق کې ده، چې د مسلمانانو د چارو مسوولیت پر غاړه اخلي، هغه که په خاص ډول وي او یا په عام ډول. رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه حاکم په اړه د خیر دعا کړې، چې له مسلمانانو سره په مهربانۍ او زړه‌سوي چلند وکړي او د هغو حکامو په حق کې یې ښېرا کړې، چې له مسلمانانو سره سخت چلند کوي.

د (شَيْئاً) نکره کلمه د شرط په سیاق کې راغلې ده، ترڅو هر مسوولیت پکې شامل شي. علماوو ویلي چې نکره کلمه د شرط په سیاق کې عامه  معنا ورکوي؛ له همدې امله په دې دعا کې دغه لاندې مسوولیتونه هم شاملېږي لکه؛ په کور کې د سړي مسوولیت او د کور او بچیانو په اړه د ښځې مسوولیت، په مدرسه کې د مدیر مسوولیت، د زده کوونکي پر وړاندې د استاد مسوولیت او همدارنګه د رعیت پر وړاندې د حاکم مسوولیت. پر همدغه اساس د هر هغه مسلمان لپاره چې د مسلمانانو د چارو سرپرستي کوي، لازمه ده چې دغه حدیث د ځان لپاره الګوه ونیسي، له خپلو تر لاس لاندې کسانو سره په مهربانۍ چلند وکړي او له هغوی څخه داسې ساتنه وکړي، لکه څنګه یې چې حق دی.

نن ورځ مسلمانان په ګمراه او مزدورو حکامو ابتلاء شوي دي، چې د مسلمانانو له رضایت او غوښتنې پرته پر هغوی د ظلم او وحشت له لارې حکومت کوي، امت ته هېڅ پام نه کوي او ظلم ورباندې کوي. پر امت یې داسې استخباراتي سازمانونه ګومارلي دي، چې ان د بچیانو ساه‌ګانې یې شمېري، فعالیتونه یې کنټرولوي او په ورځني ژوند کې ورسره یو ځای دي.

دوی مسلمانان نیسي، شکنجه کوي یې او جزاوې ورکوي او ان د هغوی کورونو ته په ورتګ سره یې حرمت تر پښو لاندې کوي... ولې داسې ناوړه چلند کوي؟ هو، هغوی دغه کار د خپل قدرت او څوکیو د ساتلو لپاره کوي. دا هغه څوکۍ دي چې استعمارګرو کفارو د مسلمانانو د رښتیني حاکم (هغه خلیفه چې په امت کې په عدالت حکم کوي) تر له منځه وړلو وروسته دوی ته ډالۍ کړې دي.

اې ربه! د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج خلافت ژر را په برخه کړه، چې د مسلمانانو خپګان لرې کوي او د هغوی د مصیبتونو مخه نیسي. اې ربه! د خپل کریم نور په واسطه دغه ځمکه روښانه کړه! اللهم آمین آمین.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

یهودي اشغالګر ان؛ حتی د غزې له ژوو سره دښمني کوي

خبر:

الجزیرې د اوربند پر مهال د غزې د ژوبڼ په اړه راپور ورکړ. د فلسطینیانو کنټرول او ټول‌وژنه په دې معنا ده چې د سیمې د ژوو په ګډون هر ژوندی موجود تر برید لاندې دی. د غزې په ژوبڼ کې ۹۰ سلنه ژوي له مرګ سره مخ دي؛ ځکه چې د ژوبڼ ساتونکي د یهودي دولت په امر استعفا ته اړ شول. په قفس کې یو وېرېدلی لیوه لیدل کیږي چې له نورو تلف شوو لېوانو له وقفې پرته ګردچاپېره ګرځي. یو ډنګر اس ښودل کېږي چې د فلسطین د تلف شوو کمیابو او نادرو فلسطیني ګیدړو سره دی.

تبصره:

وحشي ماهیت لرونکی سیکولر پانګوال سیسټم چې له اخلاقي پلوه هېڅ حد او مرز نه پیژني؛ د دې سبب شوی چې پلویان یې په خپلو ظالمو کړنو سره هڅه کوي چې د مومنانو تر واک لاندې سیمو کې هر ژوندي موجود ته زیان ورسوي. بې وزله او محتاج ژوي چې د الله سبحانه وتعالی په مخلوق کې امانت دی، له لوږې او رنځ سره مخ دي. د شرعي احکامو له مخې په جګړه کې د څارويو، ماشومانو، سپین ږیرو او ښځو په ګډون د ټولو بې ګناه وګړو ژوند خوندي وي. موږ مومنان د الله سبحانه وتعالی له وېرې همداسې کوو خو دښمنان مو داسې نه کوي؛ ماشومان، سپین ږیري، ښځې او ان څاروي مو وژني. د یهودي یرغمل شویو وروستي ازادیدل ښيي چې دوی مسلمان جنګیالي د غندنې پرځای ستایل؛ ویل یې چې ډېره کوچنۍ شکنجه یې نه ده ورکرې، ان په «دوستانه» بڼه یې هم لاس نه دی پرې ټینګ کړی. یوې یهودۍ میرمنې په رسنیو کې یو اوږد لیک خپور کړی؛ په دغه لیک کې له فلسطینیانو مننه کوي چې د هغې له کوچنۍ لور سره ډیر مهربانه وو او هېڅ ترخه خاطره ترې نه لري. خو کوم مسلمانان چې له اسرایلو سره یرغمل وو، ځورول شوي؛ ان کورنۍ یې وځورول شوې؛ دا د اسلام د دښمنانو کرکه ده! د جنین اوسیدونکی، ۱۶ کلن محمد نزال په نقف زندان کې څو ځلې وهل ټکول شوی و او کله چې ازاد شو، نو ولیدل شول چې لاس او ګوتې یې ماتې دي. د روغتیا په برخه کې یې دومره بې غوري شوې وه چې سره صلیب ته تر سپارلو وړاندې یې مات لاس نه و تړلی. هغه ویلي چې په خونه کې یې یو بندي په وهلو ټکولو مړ شو؛ پاخه عمر لرونکي بندیان وهل ټکول کېدل او پر ځمکه څملاستو ته اړ ایستل کېدل. د نزال مور وایې چې د هغه له نیول کېدو سره یې له هغه سره هر راز اړیکه پرې شوه او هېڅ خبر یې نه ترې درلود.

په ولله چې د اسلام د عدالت ثبوت به نړۍ ته ښکاره شي او ژر به د نبوت پر منهج خلافت بیا تاسیس شي! کافرانو د غزې د صالحو خلکو په چلند کې د الله سبحانه و تعالی  د دغو نعمتونو لږ خوند وڅکه؛ بېشکه چې د غزې خلک به د خپل صبر په بدل کې خپل اجر اخلي.

 «وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ» [الشعراء:۲۲۷]

ژباړه:« او ظالمانو ته به ډېر ژر معلومه شي چې هغوی له څه ډول برخلیک سره مخ کیږي.»

اې اسلامي امته! د کفر او بدیو پر وړاندې چپ مه پاتې کېږئ. د سترو اجرونو او لوړو مقامونو لپاره کار وکړئ؛ په غزه او هره بله سیمه کې خپل مظلوم وروڼه او خویندې د ظالم له منګولو خلاص کړئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

عمرانه محمد

۲۰۲۳م کال د ډسمبر ۵مه

۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادی الاول ۲۱مه

د مطلب ادامه...

د حق بیان؛ تر ټولو ستر جهاد

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

ابي سعید خدري رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي، چې ویې فرمایل:

«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: تر ټولو غوره جهاد د ظالم  پاچاه پر وړاندې حق خبره کول دي. (دغه حدیث ابو داود او ترمذي روایت کړی او وایي چې حسن حدیث دی.)

د حق بیانول خپلې پایلې لري چې یوازې د الله سبحانه وتعالی مخلص بنده‌ګان یې زغملی شي؛ یعنې هغه کسان چې شریعت ته ژمن وي او د هغه سبحانه وتعالی د رضایت لپاره د اسلامي بیرغ د رپولو هڅې کوي. دغه حق د قدرت څښتنانو له هوا و هوس سره په ټکر کې دی او د هغوی ګټې ګواښي. له همدې امله د حق او هغو کسانو پر وړاندې چې حق ته دعوت کوي؛ جګړه اعلانوي او په تحریف، درواغو، تور لګولو، ارعاب، بندي کولو، ډارولو او وژلو سره هڅه کوي، چې د خلکو په منځ کې د هغوی د راپورته کېدو مخه ونیسي، ترڅو د هغو دعوتګرو غږونه چوپ کړي چې خیر ته دعوت کوي. خو پر دې ټولو سربېره بیا هم دغه مخلصین له کومې وېرې پرته حق بیانوي، مسلمانانو ته نصحیت کوي او د حق له ویلو، حق ته له دعوت کولو او د خپل ژوند د تګلارې په توګه د حق له ټاکلو څخه هېڅ لاس نه اخلي. د مسولیت احساس، صداقت او خلکو ته په مینه د خیر رسول د دې لامل کېږي، چې په دې برخه کې دوی ته انګېزه ورکړي. 

 هغه مسلمان چې له الله سبحانه وتعالی سره محبت لري؛ د خپل دین لپاره باید غیرت ولري، د دین د تخریب مخه ونیسي او د دغه محبت په پایله کې هغه غواړي، چې ټول مخلوقات دې یوازې د الله سبحانه وتعالی بنده‌ګان او اطاعت‌کوونکي شي؛ د هغه سبحانه وتعالی له امر څخه باید سرغړونه او له حدودو څخه یې تېری ونه کړي؛ لکه څنګه چې ځینو ویلي دي: غوره ګڼم چې د وجود غوښې مې پرې شي، خو چې څوک د الله سبحانه وتعالی له امر څخه سرغړونه ونه کړي. 

له ابوعبدالله خباب بن ارت رضی الله عنه څخه روایت دی، چې وایي: په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې په سیوري کې خپل څادر ته تکیه کړې وه؛ (د مکې د مشرکانو له لاسه) مې شکایت ورته وکړ او ومې ویل: ایا زموږ لپاره د بریالیتوب غوښتنه نه کوې؟ ایا زموږ لپاره الله ته دعا نه کوې؟ ویې فرمایل:

«قَدْ كَانَ مَنْ قَبْلَكُمْ يُؤْخَذُ الرَّجُلُ فَيُحْفَرُ لَهُ فِي الْأَرْضِ فَيُجْعَلُ فِيهَا، فَيُجَاءُ بِالْمِنْشَارِ فَيُوضَعُ عَلَى رَأْسِهِ فَيُجْعَلُ نِصْفَيْنِ، وَيُمْشَطُ بِأَمْشَاطِ الْحَدِيدِ مَا دُونَ لَحْمِهِ وَعَظْمِهِ، فَمَا يَصُدُّهُ ذَلِكَ عَنْ دِينِهِ. وَاللهِ لَيَتِمَّنَّ هَذَا الْأَمْرُ حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِنْ صَنْعَاءَ إِلَى حَضْرَمَوْتَ لَا يَخَافُ إِلَّا اللهَ، وَالذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ، وَلَكِنَّكُمْ تَسْتَعْجِلُونَ»

ژباړه: په تېرو امتونو کې د هغه کس لپاره (چې ایمان به یې راوړی و) په ځمکه کې ځای کېندل کېده او بیا به یې هلته ودراوه؛ وروسته به یې اره راوړه او پر سر به یې ورکېښوده، پر منځ به یې دوې ټوټې کړ. اوسپنیز شاخونه به یې په بدن کې ننوتل، تر دې چې هډوکو او عصابو ته به ورسېدل؛ خو دغو ټولو شکنجو بیا هم دوی له خپل دین څخه نشوای ګرځولی. په الله قسم چې الله (سبحانه وتعالی) به دغه دین بشپړوي، تر دې چې د سورلۍ څښتن (مسافر) به له صنعاء څخه تر حضرموت پورې ځي او پرته له الله (سبحانه وتعالی) او د پسونو په خاطر پرته له لېوه څخه، نور به له هېڅ شي څخه نه وېرېږي؛ تاسو ډېره بېړه کوئ.

د هر مسلمان زړه باید په دې باوري وي، چې د الله سبحانه وتعالی نصرت او ملاتړ به هرو مرو راځي. هر مسلمان باید یوازې پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړي او له هغه سبحانه وتعالی پرته باید له هېچا څخه ونه وېرېږي. هر مسلمان باید د حق اواز پورته کړي او په لوړ غږ د جنایتکار طاغوت پر وړاندې ودرېږي! هر مسلمان باید د دغه فاسد پانګوال نظام له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي، چې د خلکو پر زړونو یې پرده خوره کړې او باید داسې قوي او ثابت قدمه وي، چې د دغه مسیر ځور او کړاوونه ورته زیان ونه‌شي رسولی؛ ځکه ابتلاء یوازې د الله تعالی له لوري ده، چې د هغې په واسطه یې زړه پاکوي، ترڅو د خپلو هغو بنده‌ګانو په ډله کې یې راولي چې له خپل دین څخه په دفاع کې یې د ځور او کړاوونو پر وړاندې صبر کړی؛ د هغه سبحانه وتعالی د بیرغ رپولو او کلمې لوړولو لپاره یې هڅې کړې او په دې لاره کې یې هېڅ بدلون او کوږوالی نه دی منلی. هر مسلمان باید صبر وکړي او د نصرت لپاره بېړه ونه کړي؛ ځکه نصرت یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی. هر مسلمان باید ډاډه وي، چې د کار عاقبت او پایله د مومنانو لپاره ده.

﴿تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوّاً فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَاداً وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ﴾ [قصص: 83]

ژباړه: د اخرت سرای (دار) به یوازې هغو کسانو ته ورکړو، چې په ځمکه کې نه خپله لویي غواړي او نه فساد کوي؛ نېک عاقبت یوازې د متقینو لپاره دی.

د مسلمان لپاره اصل دا دی چې خیر او نیکي، لکه څنګه چې د ځان لپاره خوښوي، د نورو لپاره هم خوښه کړي. له همدې امله دا د هر مسلمان دنده ده چې دین حمل او پلی کړي؛ د هغه تر سیوري لاندې ژوند وکړي او ټول بشر ته یې په فکري هڅه او سیاسي مبارزه د دعوت او جهاد له لارې ورسوي؛ ترڅو هغوی له هدایت او صلاح څخه برخمن شي؛ د کفر او جهل له تیارو یې د اسلام نور ته را وباسي او په دنیا او اخرت کې نېکمرغه شي.

د الرایه مجلې له ۴۶۰مې ګڼې

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

اسلامي امت له منځه نه ځي!

معاویه رضی الله عنه وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:

وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الأُمَّهُ قَائِمَهً عَلَى أَمْرِ اللَّهِ لا یَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ حَتَّى یَأْتِیَ أَمْرُ اللَّهِ». (بخارى:۷۱)

ژباړه: او دغه امت به همداسې د خپل رب پر دین ټینګ پاتې شي او د مخالفینو مخالفت به ورته زیان ونه رسوي، تر دې چې قیامت راورسېږي.

دا خبر د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طرفه دی چې زموږ لپاره د امت اوسنی وضعیت انځوروي او په ورته وخت کې دغه خبر موږ ته ډاډ هم راکوي. نو دغه امت به د قیامت تر ورځې پاتې وي، ان که کمزوری هم شي او خپل عظمت له لاسه ورکړي، خو بیا هم له منځه نه ځي او پای نه مومي. که څه هم دا امت له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ دی، خو پر وړاندې یې د غره په څېر ولاړ دی او د دښمنانو مکر، د حکامو دسیسې او د علماوو نه ملاتړ ورته کوم زیان نه شي رسولی.

اوسنی دردوونکی حالت باید د دغه حدیث له مخې بدل شي، ځکه دغه حدیث خبر ورکوي چې اسلامي امت به تل‌پاتې وي او تر کمزوري کېدو وروسته به بیرته ځواکمن او غښتلی کېږي. تاریخ شاهد دی چې دغه امت وړاندې هم تر دې کچې کمزوری شوی و، چې د تاتاریانو په واکمنۍ او په صلیبي جګړو کې یې د له منځه تلو اټکل کېده، خو په ډېرې چټکۍ له خوبه راویښ شو، پر خپلو پښو ودرېد او یو ځل بیا یې خپله سلامتي تر لاسه کړه.

د امت کمزوري هغه ته کوم زیان نه رسوي او تر هغو چې پر خپل دین کلک ولاړ وي، د حکامو خیانت هم ورته زیان نه شي رسولی، بلکې بیرته راپورته کېږي او د حکامو د ګوښه کېدو او د بشر تر منځ د غوره امت د مقام لپاره به مبارزه کوي.

اې الله سبحانه وتعالی! د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه خلافت ژر را په برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو خپګان لرې کېږي او د مصیبتونو مخه یې نیول کېږي. اې الله سبحانه وتعالی! د خپل کریم نور په واسطه ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین.

لیکوال: ابومریم

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د ازبکستان په زندانونو کې د یوه بل شهید ماتم

(ژباړه)

په ډيره خواشینۍ او تاسف زموږ د هېواد مسلمانانو او ټول اسلامي امت ته د حزب التحریر د یوه بل غړي د شهادت له امله د تسلیت مراتب وړاندې کوو، چې د حزب د شهیدانو په قطار کې شامل او له لوړ مقام لرونکو ملګرو سره یو ځای شو. زموږ ورور او د حزب التحریر غړی، نګمونوف ایوب خان اسماعیلوویچ، شنبه، د ډسمبر ۲مه، د نوايي ښار په ۶۴/۶۶ شمېره زندان کې شهيد شو.

زمونږ ورور ایوب خان د ۱۹۷۵م کال، د اګسټ په ۲مه نېټه زیږیدلی او د درېیو ماشومانو پلار و. د خپل ژوند ۲۴ کاله یې په ناحقه د ازبکستان په بېلابېلو زندانونو کې تېر کړل او بالاخره په نوايي ښار کې د ظلم په دغه ډنډ کې شهید شو. د نوموړي د جنازې لمونځ په ورپسې ورځ د ماسپښین تر لمانځه وروسته په علي جامع جومات کې ادا شو.

د یادولو وړ ده چې د ایوب خان وروڼه؛ یوسف، سلیمان، یونس او یعقوب جان یوازې د خپلې عقیدې له امله د خپل ژوند نیږدي شل کاله د ازبک رژیم تر استعمار لاندې په خورا سختو شرایطو کې تیر کړل. بیا هم دغه ظالم حکومت، ایوب خان ازاد نه کړ. هغه په ۱۹۹۹م کال کې د ډله یيزو نیونو په ترڅ کې په زندان محکوم شو. د ډول ډول شکنجو له زغملو وروسته یې بالاخره شهید جسد له زندانه را و ایستل شو. پر دې ادعا سربېره چې د ایوب خان د شهادت لامل تنفسي التهاب دی؛ موږ نه شو هېرولی چې د دغه حکومت اجنټانو زموږ د ډېرو وروڼو، چې په ورته شرایطو کې وو، له زخمونو ډک جسدونه د هغوی کورنیو ته وسپارل، بیا یې کورنۍ اړ ایستې چې ژر تر ژره یې خښ کړي چې د مخالفو غږونو مخه ونيسي.

ښکاره ده چې د ازبکستان رژیم د یهودي کریموف د ظالمانه او وژونکي حاکمیت پر مهال د حزب التحریر غړي بندیان او په سلګونو بندیان یې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال شهیدان کړل یا یې هم په زندانونو کې اعدام کړل. الله سبحانه وتعالی دې د دوی شهادتونه قبول او منظور کړي! په ۲۰۱۶م کال کې د ظالم کريموف له وژل کېدو وروسته او د ميرضيايوف د حاکمیت پر مهال د حزب التحرير ګڼ شمېر شباب له زندانونو څخه خوشي شول، خو سلګونه کسان لا هم بندیان دي. د دوی محکومیت څو څو ځله تمدید شوی او په پایله کې یې ډېری تر ۲۰۳۵م کال پورې په زندانونو کې پر پاتې کېدو محکوم شوي دي. په وروستیو کلونو کې، زموږ د شبابو پر وړاندې "چاپې" وهل کېږي او د ملي امنیت چارواکي چې له زندانونو سره په اړیکه کې دي؛ امر ورکوي چې د پلان له مخې څوک باید اعدام شي؛ دوی شخصاً د دغو اعدامونو څارنه کوي. که څه هم د میرضیایوف د واکمنۍ پر مهال د دغو کرکجنو کسانو لاسونه له زندانونو را لنډ شوي وو؛ خو ظالم کریموف نور وروزل. ښايي ظالمانو زموږ وروڼه د پېړۍ یوه ربع په زندانونو کې هیر کړي وي؛ خو امت او د دوی دعوتګر وروڼه به یې هېڅکله هېر نه کړي! موږ د ازبکستان حکومت ته وریادوو چې تاسو به خامخا د اسلامي امت د زړورو کسانو، د جسدونو په اړه حساب ورکوئ، په ځانګړې توګه د حزب التحریر د شبابو په اړه چې په زندانونو کې شهيدان شوي او د هغو بندیانو په اړه چې تر اوسه بندیان دي! په دې کې هېڅ شک مه کوئ چې که خدای کول، خلافت دولت به ډېر ژر له تاسو سره محاسبه وکړي. د الله سبحانه وتعالی عذاب ډېر سخت او تریخ دی!

موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ ورور ایوب خان د شهیدانو له سردار حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه سره حشر کړي او هغه ته د جنت الفردوس لوړې درجې ورکړي، چې د الله سبحانه و تعالی په لار کې شهیدانو سره یې وعده شوې! الله سبحانه وتعالی خو دې هغه ته جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته یې جمیل صبر ورکړي. موږ له هغوی سره خپله همدردي ښیو او په اخلاص دعا ورته کوو.[مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً] [احزاب: ۲۳]

ژباړه: «له مومنانو څخه ځينې داسې شخصیتونه شته چې له الله تعالی سره یې کړې ژمنه رښتیا کړې ده: له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته انتظار باسي. هغوی په خپله کړنلاره کې هېڅ بدلون رانه وستلو.»

په ازبکستان کې د حزب التحرير مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۱۹مه

۲۰۲۳م کال، د ډسمبر ۳مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

ې د اسلامي خاورو واکمنانو واورئ او فکر وکړئ...

  • خپور شوی په حزب

بسم الله الرحمن الرحيم

(ژباړه)

له یوې خوا د غزې پر وړاندې وحشیانه جګړه روانه ده او له بلې خوا د مسلمانانو لښکرې په ځانګړې توګه هغوی چې فلسطین ته نږدي دي په داسې حال کې غلې دي او مداخله نه کوي چې په غزه کې د یهودیانو لخوا شپه او ورځ عام‌وژنه روانه ده. له دغې وحشیانه جګړې څخه اوس د کفري اشغالګرو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا او برېتانیې له خوا د فلسطین لپاره د دوه دولتونو د حل لارې له وړاندې کولو سره ملاتړ کیږي. دا حل لاره اصلا د فلسطین پر اکثریت خاوره د یهودي دولت رامنځته کول او په ځینو هغو کوچنیو برخو کې چې غیر نظامي تعریف شوي دي فلسطینیانو ته دپناه ورکول دي! دا حل لاره د مسلمانانو د خاورو او په ځانګړې توګه د فلسطین په شاوخوا کې د عرب هېوادونو د واکمنانو پر ژبو په کراتو تکرار شوې ده او  فلسطیني اداره د دې غوښتنې په سر کې ده.

لومړی شاوخوا پنځوس ورځې پر غزې وحشیانه یرغل روان و. وروسته د یهودانو له خوا د یوې اونۍ لپاره اوربند وشو. له یوې اونۍ وروسته یې اوربند لغوه کړ او په ډیر وحشت سره یې خپل بریدونه پرته له دې چې اسلامي لښکرې مداخله وکړي بیا پیل کړل. دا هر څه د دې لپاره وشول، ترڅو داسې وښيي چې یهودي دولت یو مهم او پیاوړی قدرت دی، داسې قدرت چې د مسلمانانو لښکري اصلاً له دوی سره د مبارزې توان نه لري. دوی غواړي په دې ډول د دوه دولتونو د ناوړه پروژې په اړه خبرو اترو ته لار پرانیزي او دا کار له الله سبحانه وتعالی، د هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو سره لوی خیانت دی.

اې د اسلامي خاورو واکمنانو:

یهودان او دولت یې د جنګ او بریا خلک نه دي، بلکې دوی هغه قوم دی چې په اړه یې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ [عمران:۱۱۱]

ژباړه:  دوی تاسو ته هېڅ ډول ضرر نه شي اړولی، یوازې دومره کولی شي چې تاسو په تنګ کړي. که دوی له تاسو سره وجنګیږي، نو دوی به په جنګ کې تاسو ته شا واړوي او داسې به بې وسه شي چې له هېڅ لوري به ورته مرسته نه رسیږي.

تاسو وینئ چې مومن ځوانان د یهودانو په پرتله د کمزورو او لږ شمیر وسلو په مرسته له یهودانو سره جګړه کوي، خو یهودان پرې تر نن پورې بریالي شوي نه دي. فکر وکړئ، که چېرې دې جګړې ته د مسلمانانو لښکرې دننه شي، د مسلمانانو ټول لښکر هم نه، یوازې هغوی چې د فلسطین شاوخوا پراته دي او یا حتی دوی هم ټول نه، بلکې یوازې ځینې یې حرکت وکړي، نو د یهودي دولت به هېڅ نښه هم پاتې نه شي.

فلسطین اسلامي خاوره ده، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه فتحه کړه، صلاح الدین ایوبي ازاده کړه او عبدالحمید ثاني وساتله. دا د پلورلو جنس نه دی. دا خاوره د خپلو خلکو ترمنځ تفرقه او د خپل ځان داسې ویش نه مني چې یوه برخه یې د داسې اشغالګرو لخوا اشغال وي چې دوی ترې خپل خلک (څښتنان) وشړي. د دې خاورې حل لاره د دوه دولتونو حل لاره نه ده، بلکې اصلي حل لاره یې هغه ده چې عزیز او جبار الله سبحانه وتعالی بیان کړې ده:

وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ [بقره:۱۹۱]

ژباړه: له دوی سره چې هر چېرته مخ شوئ وجنګیږئ او له هغه ځایه یې وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یاست.

اې د اسلامي خاورو واکمنانو:

ايا په غزه کې د شپيتو زرو مسلمانانو شهادت او ټپي کېدل کافي نه دي چې پر ملاتړ یې لښکرې بسیج او حرکت ورکړئ!؟ الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ [انفال:۷۲] 

ژباړه: کله چې څوک د دین لپاره له تاسو نصرت وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې دوی ته نصرت ورکړئ.

ايا د غزې د ماشومانو چيغې، د ميندو ژړا، د دردېدلو اهونه او د زړو ښځو او سپين ږيرو فریادونه کافي نه دي، چې په ملاتړ یې لښکرو ته حرکت ورکړئ!!؟

ايا د عام وژنو دوام، د شهیدانو د جسدونو او د بدن د غړو ټوټې کول او د غزې تر خاورو لاندې د شهيدانو او ټپيانو وينې د غزې د خلکو د ملاتړ او نصرت لپاره کافي نه دي!!؟

ایا تاسو یې نه وینئ؟ نه یې اورې؟ ایا په رګونو کې مو د هاشم د غزې د نصرت لپاره وینه په جوش نه راځي!!؟

ایا تاسو د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او د مؤمنانو پر وړاندې شرم نه کوئ چې نصرت نه ورکوئ؟ په حقيقت کې د بخاري په حدیث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم ریښتیا ویلي دي. هغه وايي چې ادم روايت کوي چې هغه له شعبه منصور نه روايت کوي چې هغه وويل چې ما له ربيع بن حراش څخه اورېدلي دي چې هغه له ابو مسعود رضی الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّ مِمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلَامِ النُّبُوَّةِ إِذَا لَمْ تَسْتَحْيِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ»

ژباړه: په حقیقت کې پر هغه څه چې خلک د پیغمبرانو له ویناو څخه پوهیږي هغه دا دي چې "که تاسو شرم ونه لرئ، نو هر څه چې وغواړئ هغه وکړئ."

اې د اسلامي خاورو واکمنانو:

موږ پوهیږو چې له کفري اشغالګرو په ځانګړې توګه له امریکا سره ستاسو وفاداري او له هغوی څخه ستاسو پیروي هغه څه دي چې تاسو د غزې او د غزې د مسلمانانو له نصرت څخه منع کوي، ترڅو خپل غیر شرعي قدرت وساتئ. تاسو دا له یاده ایستلي چې په دې کار سره مو نه یوازې خپل آخرت له لاسه ورکړی، بلکې د دنیا ژوند مو هم بایللی دی. په حقیقت کې به دغه اشغالګر کفار هغه وخت چې ستاسو په مرسته خپلو موخو ته ورسیږي، نو تاسو به د خځلو په څېر کندو او ژورو ته وغورځوي او ستاسو د قدرت تختونه به چپه کړي. دا هغه څه دي چې دغو کفري اشغالګرو له هغو کسانو سره کړي چې له تاسو  مخکې وکمنان وو او که پوه شئ، نو دا ستاسو لپاره یو عبرتناک درس دی. قوي او عزیز الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِنْ تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ [حج:۴۶]

ژباړه: ایا دوی (سرغړونکي) په ځمکه کې ګرځېدلي راګرځېدلي نه دي، ترڅو یې زړونه عبرت اخیستونکي (حق) ته خلاص شوي  وی او غوږونه یې د (حق) اورېدونکي ګرځېدلي وی؟ حقیقت دا دی چې سترګې نه ړندیږي، خو هغه زړونه ړندیږي (له حق ګرځي) چې په سینو کې دي.

اې د اسلامي لښکرو سرتیرو:

نیږدې دوه میاشتې کیږي چې په غزه کې ستاسو پر خویندو او وروڼو د یهودانو لخوا وحشیانه تیری پیل شوی او یهودي دولت په خپل ټول زور او وحشت سره د غزې د خلکو عام وژنه کوي، دوی ښځې، ماشومان، علماء او بوډاګان وژني او دا عام وژنه لا هم روانه ده. حاکمان د غزې د دغې عام وژنې او د خلکو د کورونو، روغتونونو، مسجدونو او بنسټونو د ویجاړولو ننداره کوي، خو تاسو په غزه کې ستاسو د وروڼو له ملاتړ څخه منع کوي او تاسو هم د دې ټولو ظلمونو پر وړاندې بې حرکته، چوپ، او غلي یاست! ایا له دې نه وېرېږئ چې دغه چوپتیا به پر تاسو د قهار رب د غضب د نازلېدلو لامل شي؟

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ * إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ [توبه: ۳۸-۳۹]

ژباړه: اې مومنانو! پر تاسو څه شوي دي، کله چې تاسو ته د الله په لاره کې د وتلو (قتال) وویل شي، نو تاسو په ځمکه درانده کېنئ. ایا تاسو د اخرت په مقابل کې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟ که داسې وي، نو باید پوه شئ چې د دنیا د ژوند ټول وسایل او ټوله دنیا د اخرت په مقابل کې ډېر لږ یا هېڅ ارزښت نه لری. که چېرې تاسو د (قتال) لپاره ونه وزئ، نو الله سبحانه وتعالی به تاسو ته ډېر درناک عذاب درکړي. تاسو به له منځه یوسي او پر ځای به مو بل قوم راپورته کړي او تاسو به الله سبحانه وتعالی ته هېڅ زیان ونه شئ رسولی. الله سبحانه وتعالی پر هرڅه قادر دی.  

ایا د دوو غوره پايلو (بریا یا شهادت) هیله نه لرې؟

 [يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ * وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِنَ اللهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ] [صف:۱۲-۱۳]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی به ستاسو ګناهونه وبښي او تاسو ته به هغه جنتونه درکړي چې ترې لاندې ویالې بهیږي او په دایمي جنتونو کې به غوره استوګنځي درکړي او دا تر ټولو ستره بریا ده. او هغه بل نعمت (دنیوي نعمت) چې تاسو یې خوښوئ، هغه به هم درکړي، د الله سبحانه وتعالی نصرت او فتحه ډېره نیږدې ده او مؤمنانو ته زیری ورکړه.

ایا په دنیا او آخرت دواړو کې د عزتمن کېدلو هیله او ارمان نه لرئ؟

اې د اسلامي لښکرو سرتیرو:

په غزه کې خپلو وروڼو او خویندو ته د نصرت په ورکولو کې بیړه وکړئ. که واکمنان ستاسو مخه نیسي، نو دوی په هره ممکنه لاره له مخې لرې کړئ. په مبارکه خاوره کې د خپلو وروڼو او خویندو نصرت وکړئ او د یهودانو لپاره ماتې داسې قطعي کړئ، لکه څنګه چې په القدس شریف کې د صلیبیانو او په عین جالوت کې د مغولو لپاره ماتې پرېکنده او قطعي وه. په دې ډول به ټول فلسطین داسې د اسلام او مسلمانانو وګرځي لکه څنګه چې مخکې و. دغه مبارکه خاوره به بیا د خلافت تر بیرغ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رأیې تر سیوري لاندې وي، ځکه چې دا د اسراء او معراج مبارکه خاوره ده ... خپله هم مبارکه خاوره ده او شاوخوا یې هم مبارکه ده.

سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ [اسرأ:۱]

ژباړههغه ذات پاک دی چې یوه شپه یې خپل بنده له مسجد الحرام څخه تر مسجد الاقصی پورې چې د هغه شاوخوا یې برکتي کړه، یووړ، ترڅو پرې خپلې ځينې نښې وګورو. په حقیقت کې همدغه الله سبحانه وتعالی د هرڅه اورېدونکی او لیدونکی دی. [اسراء: 1]

اې سرتېرو راوړاندې شئ، د هاشم په غزه کې د خپلو وروڼو او خویندو نصرت وکړئ. د الله سبحانه وتعالی نصرت وکړئ، ترڅو هغه سبحانه وتعالی ستاسو نصرت وکړي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ * وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْساً لَهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ * ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنْزَلَ اللهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ [محمد:۷-۹]

ژباړه: اې مؤمنانو، که تاسو د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړئ، نو الله سبحانه وتعالی به تاسو ته نصرت درکړي او ستاسو قدمونه به محکم کړي. او هغه کسان چې کافران شوي دي، د دوی لپاره هلاکت دی، الله سبحانه وتعالی د دوی عملونه ضایع کړي دي. د دې لامل دا دی چې دوی دغه قران چې الله سبحانه وتعالی نازل کړی دی بد وګاڼه (په حکم یې عمل ونه کړ)، نو الله سبحانه وتعالی د دوی عملونه له منځه یووړل.

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادی الاولی ۲۰مه

۲۰۲۳م کال، د ډسمبر ۴

حزب التحریر

د مطلب ادامه...

د امت پوځونه؛ پوښ کړې تورې او مقصود ډالونه!

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

هر باانصافه انسان که وغواړي او یا ونه غواړي، په دې باوري دی چې د تاریخ په اوږدو کې پوځونو د هر امت برخلیک ټاکلی او په هره سیاسي او تمدني شخړه کې وروستۍ خبره دوی کړې ده. یو دولت خپل کورنی او بهرنی سیاست د خپل پوځ د قدرت پر اساس ټاکي او په حقیقت کې یوازې پوځ د یوه دولت مقام او  موقف د نورو دولتونو تر منځ ټاکلی شي. د امریکا تصمیمونه، اړیکې، د جګړې او سولې اعلان، د ډالر د ارزښت ټاکل او داسې نور ټول په نظامي ځواک تکیه دي او د امریکا نظامي ځواک دغه هېواد په نړۍ کې په لومړي سیاسي قدرت بدل کړی دی.

په دې کې شک نشته چې د هر امت اصل او اساس د هغه فکري ثروت دی؛ خو دغه فکري ثروت هغه مهال اغېز کوي چې له ځان سره د نظامي ځواک ملاتړ ولري. همدارنګه که چېرې استعمار غواړي چې پر یوه هېواد برید وکړي، نو موږ وینو چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د نظامي ځواک د باور د ترلاسه کولو هڅې کوي او ان له اشغال وروسته د خپل امنیت د ساتلو لپاره پر هغه تکیه کوي او د همغه هېواد له اولادونو څخه د ځان لپاره یوه امنیتي مرجع جوړوي او یا له سیمه‌ییزو نظامي ځواکونو سره د امنیتي همغږۍ غوښتنه کوي. هر څوک چې عربي کودتاوې تعقیب کړي، دا پکې موندلی شي چې د هغو کودتاوو برخلیک د پوځ تصمیمونو ټاکلی دی او د هغو پایله یې بدله کړې ده.

پر همدغه اساس هر هغه تمدني او سیاسي پروژه چې مسوولین یې په خپل پلان کې د نظامي قدرت د ترلاسه کولو لپاره طرحه ونه لري؛ دا پروژه بې اساسه او ناکامه ده. له همدې امله هر هغه پروژه چې پوځ یې تبني کړي، هغه عملي کېږي؛ نو ځکه د دعوتګرو او سیاستوالو په ذهنیت کې د پوځونو ارزښت ته ځای نه ورکول، په حقیقت کې د قدرت له یوې لویې سرچینې څخه لاس اخیستل دي.

له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم به د قبیلو تر منځ د قدرت په سرچینو پسې ګرځېده او د هغوی د باور جلبولو لپاره به یې سختې هڅې کولې؛ که داسې نه وی نو د هغه صلی الله علیه وسلم دغه دعا په څه معنا ده: «اللَّهُمَّ أَعِزَّ الإسلَامَ بِأَحَبَّ الرَّجُلَینِ إِلَیکَ»؛ اې ربه! اسلام ته په دغو دوو کسانو کې په یوه سره چې ستا خوښ وي، قوت ورکړه»؟ عمر رضی الله عنه له قدرت او قوت پرته بل څه صفت درلود، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته هیله‌من و؟ ان په  (عَبَسَ وَ تَوَلَی) کې د الله سبحانه وتعالی لخوا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر وشو، چې د قریشو مشران دې راوبولي او هغه صلی الله علیه وسلم به دوی ته د قناعت ورکولو لپاره هڅې کولې.

موږ نه پوهېږو چې نن ورځ اسلامي علماء له دغه واقعیت څخه ولې ناخبره دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ۱۶ ډېرې قبیلې ولیدلې او له هغوی څخه یې د خپل دغه رسالت: «پر ما ایمان راوړئ... له ما څخه ملاتړ وکړئ... او زما نصرت وکړئ» لپاره د قدرت او ځواک غوښتنه کوله، تر دې چې د دغه مکلفیت لپاره شرعي اصطلاح "طلب النصرة" وکارول شوه او یارانو یې چې لویې درجې یې ترلاسه کړې، انصار ونومول شول؛ ان ویلی شو چې د مدینې منورې دولت د انصارو رضی الله عنهم لخوا د یوه نظامي تصمیم په مرسته تاسیس شو.

پوځونه باید خپل اهمیت او مکلفیت ته راوبلل شي، په دې برخه کې د مشهورو دعوتګرو نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې حکام دې د امت پوځونه پر خپلو امنیتي موسسو او بنسټونو بدل کړي. یا په بل عبارت، موږ د پوځونو دعوت پرېښی دی او په دې سره مو هغوی حکامو ته سپارلي دي!

دعوتګرو نه یوازې دا چې د امت اولادونه یې په پوځونو کې پرېښي دي، بلکې هغوی یې په مرتد کېدو او خیانت تورن کړي او خپل دښمنان یې بللي دي! له همدې امله دعوتګران په خپل دعوت کې د قدرت د سرچینو د جذب لپاره په بېلابېلو ګمراه کوونکو لارو کې سرګردانه دي؛ ځینو یې د سیمې قدرتونو ته د وسلو او ملاتړ په موخه د سوال لاس اوږد کړی، مګر مشروطې وسلې یې ترلاسه کړې، چې دوی یې د همغو قدرتونو تابع کړي دي او پایله نوره هم د ګمراهۍ خواته تللې ده. ځینې یې د خپلو ګټو د خوندي کولو او د تدریجي اسلام د تطبیق لپاره د حکامو غېږو ته لوېدلي دي او له هغوی څخه یې په سیاسي برخه کې د یو ځایوالي غوښتنه کړې ده؛ چې په پایله کې یې نه شریعت پلی شوی او نه یې ګټې خوندي شوې دي، بلکې په حاکم نظم کې ور ګډ شوي او د هغه ناوړه څېره یې له خلکو څخه نوره هم پټه کړې ده! همدارنګه له دوی څخه ځینې ډلې په وسله‌والو شخړو کې ښکېل شوې، چې خپلو خاورو ته یې له ورانیو او ویجاړیو پرته بل څه نه دي ورکړي.

کوم حقیقت چې ډېری کسان پرې ناخبره دي، هغه دا دی چې د امت لښکریان او پوځونه هم د مسلمانانو اولادونه دي، د هغوی په منځ کې هم خاین او هم منافق شته دی، متقي او مخلص کسان هم پکې شته دي، موږ چې پر کوم شي دردېږو، دوی هم پرې دردېږي او پر کوم شي چې خوشحالېږو، دوی هم خوشحالېږي؛ د بېلګې په توګه که د مصر په پوځ کې د انور سادات په څېر کس هم شته، خو د خالد اسلامبولي په نامه کس هم شته دی، چې سادات یې وواژه او د ترکیې په پوځ کې د التین تاش په نامه کس هم و، چې د روسیې سفیر یې ترور کړ او لاتراوسه په هر ناورین کې د دغه ډول بېلګو شاهدان یو ...

لښکریان او پوځونه د امت ملکیت دی، نه د حکامو او غرب. امت د هغوی د ملاتړ یوازینۍ تلپاتې سرچینه ده او امت د پوځونو مور او پلار دي. له همدې امله موږ لومړني کسان یو چې له هغوی څخه باید ګټه واخلو، ځان ته یې را جلب کړو او باور یې تر لاسه کړو.

حکامو درک کړې چې د پوځونو د محوري نقش خطر څومره دی؛ له همدې امله د هغوی او دعوت تر منځ خنډ ګرځېدلي دي، ان د نظامي ځواکونو د ګمراه کولو او د امت پر ضد د هغوی د درولو په برخه کې ډېرې هڅې کوي.

اوس د دې وخت را رسېدلی، چې زموږ دعوتګران باید د نظامي ځواکونو اهمیت او نقش درک کړي، چې زموږ امت یې په واک کې دی او د سیمې په کچه تر ټولو ستر او غوره ځواکونه ګڼل کېږي...! همدارنګه د دې وخت را رسېدلی، چې خپل اولادونه بېرته ترلاسه کړو او له هغوی سره په قهر نه، بلکې په مهربانۍ سره چلند وکړو او خپل مخاطب یې کړو.

همدرانګه د فلسطین مبارکه خاوره یوه اشغال شوې او برمته شوې خاوره ده، پر همدغه اساس د جهاد خاوره ګڼل کېږي. د هغې پر وړاندې زموږ مکلفیت دا دی، چې ازاده یې کړو او بېرته یې د اسلام غېږې ته را وګرځوو. دا هغه جهاد دی چې خاورې ازادوي او تېري کوونکي له منځه وړي، نه هغه جهاد چې د پاشل شوي مقاومت په واسطه په مختلفو ځایونو کې پیل شوی دی؛ ان که چېرې دغه مقاومت له ځان څخه دفاع وکړي، له دښمن سره مبارزه وکړي او هغه زخمي کړي، بیا هم د هغه جهاد بدیل نشي کېدای چې اشغال له منځه وړي او عدالت رامنځته کوي. همدارنګه دغه جهاد باید د امت له اولادونو څخه مخلصه رهبري ولري، سپېڅلی بیرغ او نبوي منهج ولري، ترڅو د الله سبحانه وتعالی او د پرښتو د نصرت مستحق شي. یوازې په همدې طریقه فلسطین د حضرت عمر رضی الله عنه لخوا فتحه، د صلاح الدین ایوبي په توره ازاد او د عبدالحمید لخوا وساتل شو؛ الله سبحانه وتعالی دې له دوی څخه راضي شي.

اوسمهال جهاد، بیرغ او رهبري داسې شوي دي، چې ټول مسلمان ماشومان یې پېژني او د طاغوتي حکامو په شتون کې به بېرته رامنځته نه شي؛ هغه حکام چې خاورې یې د غربي ګټو په مقابل کې ګرو کړې دي، د امت او د هغه د نهضت تر منځ یې واټن رامنځته کړی دی او د الهي حاکمیت پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي. په همدغه دلیل د امت د ځواک او قدرت د بېرته راګرځولو یوازینۍ لاره دا ده، چې په عام او خاص ډول اسلامي لښکریان او پوځونه باید په اغېزناکه او ګټوره توګه مخاطب کړل شي، ترڅو د حکامو له منګولو څخه وژغورل شي، د خپل امت ګرمې غېږې ته بېرته راوګرځي او یوه داسي قوي نقشه رسم شي، ترڅو د قدرت له هغو څښتنانو سره چې د نصرت ورکولو تږي دي، د مخلصانه دعوت طرحه همغږې کړي. دا همغږي باید د اسلامي حکومت د رامنځته کېدو لامل شي، د ظلم دوران ختم کړي او په راشده خلافت یې بدل کړي، ترڅو ځمکه پاکه او نفسونه او مالونه خوندي کړي.

 نن ورځ ټول حزبونه، علماء او موسسې ... باید د اسلام عامه افکارو ته مخه کړي او مسلمان افسران باید خپل هدف وګرځوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل هدف ګرځولي وو او د هغوی په واسطه لومړنی اسلامي دولت تاسیس شو. حکام له دغو عامه افکارو څخه وېره لري او شپه و ورځ د هغو د منحرف کولو او له منځه وړلو لپاره هڅې کوي. دغه عامه افکار د یو ځواک په توګه زموږ په لاس کې دي او ظالمان پرې مسلط کېدلی نشي؛ یعنې کله چې وضعیت د موسی علیه السلام په ګټه بدل شو، نو فرعون ونشو کړلی چې د عامه افکارو پر وړاندې ودرېږي.

اې د قدرت څښتنانو! الله سبحانه وتعالی تاسو ته داسې خطاب کړی دی:

‏‏﴿قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ...﴾ [توبه: 14]

ژباړه: له هغو کافرانو سره وجنګېږئ، ترڅو الله ستاسو په لاس دوی ته عذاب ورکړي.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې دعا کړې ده:

«اللَّهُمَّ ارحَم الأنصَار»

ژباړه: اې ربه! پر انصارو رحم وکړه.

اې لښکریانو او اې پوځونو! تاسو د حکامو اولادونه نه یئ، چې ستاسو په واسطه دې له دښمنانو څخه ساتنه وکړي، بلکې تاسو د خپل دغه لوی امت اولادونه یئ، چې په پای کې د خیر ژمنه ورسره شوې ده. زموږ امت نن ورځ له سختو ناورینونو سره لاس و ګرېوان دی؛ نو په یاد ولرئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناورینونو پرمهال د قدرت څښتنانو ته داسې اواز کړی دی: «اللَّهُمَّ أَعِزَّ الإسلَامَ بِأَحَبَّ الرَّجُلَینِ إِلَیکَ؛ اې ربه! اسلام ته پر دغو دوو کسانو کې په یوه سره، چې ستا خوښ وي، قوت ورکړه!» لکه اوسمهال چې په دغو مصیبتونو کې داسې اواز وکړي: اې ربه! اسلام ته د هغو لښکریانو او پوځونو په مرسته نصرت ورکړه، چې ستا خوښ وي!

نو تاسو دغه لوی عزت او ویاړ ته رابولو او له تاسو څخه غواړو چې په دواړو جهانونو کې بریالي وئ؛ نو څوک شته چې قبول یې کړي؟

د جریدة الرایه له ۴۷۰ ګڼې څخه اخیستل شوی 

لیکوال: الشیخ أحمد الصوفی (أبو نزار الشامی) – ولایه لبنان

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د میراث وړل

 (ژباړه)

د هغه چا وارث چې وارث نه لري:

له مقدام رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:

«مَنْ تَرَكَ كَلًّا فَإِلَيَّ»: وَرُبَّمَا قَالَ: «إِلَى اللَّهِ وَإِلَى رَسُولِهِ، وَمَنْ تَرَكَ مَالًا فَلِوَرَثَتِهِ، وَأَنَا وَارِثُ مَنْ لَا وَارِثَ لَهُ، أَعْقِلُ لَهُ وَأَرِثُهُ، وَالْخَالُ وَارِثُ مَنْ لَا وَارِثَ لَهُ، يَعْقِلُ عَنْهُ وَيَرِثُهُ»

ژباړه: له هر چا څخه چې کل (ماشومان اولادونه، ناتوانه اشخاص) پاتې شي، سرپرستي یې زه کوم. يا داسې يې وفرمايل: «د سرپرستۍ مسووليت يې الله د او هغه رسول ته ورګرځي. او له هر چا څخه چې مال پاتې شي، د هغه د ورثې لپاره به وي او زه د هغه چا وراث یم چې وارث نه لري. د نوموړي هغه حقوق پر ځای کوم چې د جنایتونو په سبب پر هغه پاتې وي او له هغه څخه میراث وړم. همدارنګه د وارث ماما د هغه چا وارث دی چې وارث نه لري او پر مړي واجب شوي حقوق د هغه پر ځای ادا کوي او له هغه څخه میراث اخلي.

د عون معبود څښتن وايي:

"مَنْ تَرَكَ كَلًّا": د کاف په فتحه او د لام په شد سره یعنې ثقل (زیات پاتې شوني) او همدارنګه پور، کورنۍ او اولاد پکې راځي او موخه یې دا ده چې که چېرې له هغه څخه اولاد پاتې شي، سرپرستي او تربیه یې زه کوم او پورونه یې زه ادا کوم. "أَعْقِل لَهُ": یعنې پر هغه کس چې د جنایتونو له امله کوم دیت وي، هغه ادا کوم. "وارثهُ": یعنې هغه کس چې وارث نه لري. قاضي رحمه الله وایي: هدف دا دی چې مال یې د مسلمانانو په بیت المال کې مصرفوم؛ ځکه هغه د الله او رسول دي. "وَالْخَال وارث مَنْ لَا وارث لَهُ": دا د هغو کسانو لپاره دلیل دی چې ذوی‌الارحام د حق وړ بولي. "يَعْقِل عَنْهُ": یعنې که چېرې د خور زوی جنایت وکړي او نږدې خپلوان ونه لري، چې دیت یې ورکړي، نو ماما یې د عصبه په توګه دیت ورکوي. "یرثه" یعنې ماما له هغه څخه میراث وړي.

میراث د ملکیت یو سبب دی. د میت/مړي له مال څخه د هغه وارثین د شریعت پر اساس خپله برخه ترلاسه کوي.

میراث د میت له شتمنۍ څخه د وارثینو حق دی او له شرعي مانع پرته یې هېڅوک مخه نشي نیولی. د ثروت د وېش او په حرکت راوستلو لپاره دا یوه غوره طریقه ده او دا ستونزه حلوي، چې شتمني دې یوازې د کم شمېر کسانو لاس ته ولوېږي او د ټولنې پاتې نور کسان دې ورڅخه محروم وي. د وارثینو تر منځ د میراث په وېشلو سره هغه پیسې، چې نوموړي کس په خپل ژوند کې ټولې کړې دي، د ټولو وارثینو تر منځ وېشل کېږي او یوازې د یوه کس په لاس کې نه پاتې کېږي، چې نور دې ورڅخه محروم وي. په دغه کار سره د ټولنې د ډېرو خلکو تر منځ پیسې وېشل کېږي او د شتمن او غریب پر اساس د ټولنې د وېش مخنیوی کېږي. اسلام هغه غوره دین دی، چې ټولنې ته نظم ورکوي او له فاسد کېدو څخه یې خوندي ساتي.

د اسلامي شریعت له مخې وارث یوازې په دوو حالتونو کې له دغه حق څخه محروم شوی دی:

لومړی) د دین اختلاف: نسايي په خپل سنن کبرا کې له اسامه بن زید څخه روایت کړی، چې وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:

«لا يرث الكافر المسلم ولا يرث المسلم الكافر"

ژباړه: کافر له مسلمان او مسلمان له کافر څخه میراث نشي وړلی.

د ابن ابي شیبه په مصنف کې راغلي: له اسامه بن زید څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لا تتوارث الملتان المختلفتان»

ژباړه: د دوو مختلفو دینونو څښتنان د یو او بل وارثین نه شي کېدای.

دویم) د وارث لخوا د مؤرث وژل کېدل:

ترمذي له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«الْقَاتِلُ لَا يَرِث»

ژباړه: قاتل میراث نشي وړلی.

له دغو دوو حالتونو پرته هېڅوک حق نه لري، چې وارث له خپل هغه حق څخه محروم کړي، چې شریعت ورته ورکړی دی. هغه که هر څوک وي؛ نه د مال څښتن، نه وارثین او نه حاکم دا حق لري، چې هغه محروم کړي. دا د وارث حق دی او که څوک یې منعه کړي، نو د کبیره ګناه مرتکب کېږي:

«جاء في صحيح البخاري عَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِي وَقَّاصٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: جَاءَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَعُودُنِي وَأَنَا بِمَكَّةَ وَهُوَ يَكْرَهُ أَنْ يَمُوتَ بِالْأَرْضِ الَّتِي هَاجَرَ مِنْهَا قَالَ يَرْحَمُ اللَّهُ ابْنَ عَفْرَاءَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أُوصِي بِمَالِي كُلِّهِ قَالَ لَا قُلْتُ فَالشَّطْرُ قَالَ لَا قُلْتُ الثُّلُثُ قَالَ فَالثُّلُثُ وَالثُّلُثُ كَثِيرٌ إِنَّكَ أَنْ تَدَعَ وَرَثَتَكَ أَغْنِيَاءَ خَيْرٌ مِنْ أَنْ تَدَعَهُمْ عَالَةً يَتَكَفَّفُونَ النَّاسَ فِي أَيْدِيهِمْ وَإِنَّكَ مَهْمَا أَنْفَقْتَ مِنْ نَفَقَةٍ فَإِنَّهَا صَدَقَةٌ حَتَّى اللُّقْمَةُ الَّتِي تَرْفَعُهَا إِلَى فِي امْرَأَتِكَ وَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَكَ فَيَنْتَفِعَ بِكَ نَاسٌ وَيُضَرَّ بِكَ آخَرُونَ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ يَوْمَئِذٍ إِلَّا ابْنَةٌ»

ژباړه:  له سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه څخه روایت دی او وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زما د ناروغۍ پوښتنې ته راغی او زه په مکه کې وم (راوي وایي) هغه نه غوښتل چې په داسې ځای کې وفات شي، چې له هغه څخه یې هجرت کړی دی؛ ویې ویل الله دې پر ابن عفراء رحم او مغفرت وکړي. ومې ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم ایا د خپل ټول مال وصیت وکړم؟ ویې ویل: نه. ومې ویل: د نیمایي وصیت وکړم؟ ویې ویل: نه. ومې ویل: د درېیمې برخې وصیت؟ ویې ویل چې درېیمه برخه کولی شې؛ مګر درېیمه برخه هم زیاته ده. که چېرې شتمن وارثین درڅخه پاتې شي، تر دې ډېره غوره ده چې اړمن کسان له ځان څخه پرېږدې، چې خلکو ته بیا لاس اوږد کړي. هر شی چې نفقه کوې، هغه صدقه ده؛ ان تر دې چې که چېرې مړۍ پورته کوې او خپلې مېرمنې ته یې ورکوې، ښايي الله دې له دغې ناروغۍ څخه وژغوري او عمر دې اوږد کړي، ترڅو ځینې خلک (مومنین) له تا څخه ګټه واخلي او ځینې نور کسان (کافران) له تا څخه زیانمن شي او سعد هغه مهال یوازې یوه لور درلوده.

سعد دلته غوښتل چې په داسې حال کې د خپل ټول مال وصیت وکړي، چې یوه لور یې هم درلوده؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغه کار څخه منعه کړ، او حتی پر نيم مال له وصيت څخه يې منعه کړ، ځکه دغه وصیت یې پر لور ظلم ګڼل کېږي، چې هېڅ مال ورته نه پاتې کېده.

چېرې دي هغه خلک چې خپلو لورګانو ته د پلار په میراث کې حق نه ورکوي! ترڅو په دغو احادیثو کې فکر وکړي، چې پوه شي هغه څه چې ښځه یې په میراث وړي، خپل شرعي حق او مال یې دی او شریعت ورکړی دی؛ د وروڼو او کورنۍ مهرباني یې نه ده، چې زړه یې وي، ورکوي به یې او چې زړه یې نه وي، نه به یې ورکوي. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي، چې وارث په کوم حالت کې له میراث څخه محرومېږي او دا چې یوې ښځې واده کړی وي یا د یوه پردي کس مېرمن شوې وي، د دې لامل نه کېږي چې د پلار او مور له میراث او یا هم د بل هغه کس له میراث څخه دې محرومه شي، چې په هغه کې یې حق وي.

د الله سبحانه وتعالی احکام پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم نازل شول، ترڅو عملي شي او مسلمانان ورڅخه ګټه واخلي؛ مګر اوس ورڅخه څوک ګټه نه اخلي او ډېری مسلمانان ترې د اسلامي حکومت د نشتون په سبب چې الهي احکام پلي کوي، محروم شوي دي. اې مسلمانې ښځې ته د الهي حکومت بیا جوړولو ته سخته اړتیا لرې؛ ځکه چې په نشتون کې یې ډېره زیانمنه شوې یې! د اسلام نشتون د دې لامل شوی دی، چې ډېری هغه مالي حقوق له لاسه ورکړې، چې الله تعالی درته مشروع کړي دي. که چېرې خلافت دولت وای، له هغو څخه برخمنه کېدلې او د لاسته راوړلو په برخه کې به یې له ذلت او خوارۍ څخه نه کړېدلې.

پر دې سربېره تاسو ته خطاب کېږي، چې د بیا اسلامي ژوند لپاه هڅه وکړئ ... له همدې امله تاسو په دې لاره کې دوه مصلحتونه لرئ:

روحي مصلحت: د الله تعالی له امر څخه عبارت دی، چې د شریعت د حاکمیت لپاره یې باید هڅه وکړئ.

مادي مصلحت: د مالي او دنیوي ګټو خوندي کول دي، چې شریعت تاسو ته درکړې دي، خو فاسدې او ظالمې ټولنې له تاسو څخه اخیستې دي. 

ژباړن : صهیب منصور

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې