چهارشنبه, ۲۵ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د فلسطینې مسلمانانو پر وړاندې د ظلم او فتنې د پای ته رسولو لپاره د مسلمانانو د ساتنې لارښود Featured

  • خپور شوی په پاکستان

۱. د مسجد الاقصی ازادول او د فلسطین سپېڅلې خاوره یوازې د فلسطین نه، بلکې یوه اسلامي مساله ده.

 موږ یو امت یو؛ زموږ د کمزورتیا لامل د ملت پالنې پر بنسټ تقسیم دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا] [عمران: ۱۰۳]

ژباړه: ټول یو ځای شئ، د الله سبحانه وتعالی رسۍ کلکه ونیسئ او تیت ـ پرک مه کېږئ. د الله سبحانه وتعالی هغه پېرزوینه دریاده کړئ، چې پر تاسو یې کړې ده: تاسو یو د بل دښمنان وئ، هغه ستاسو په زړونو کې مینه واچوله او د هغه په مهربانۍ او لورینې سره تاسو سره وروڼه شوئ...

د مسجد الاقصی دفاع یوازې د فلسطین د بې وسلې مسلمانانو مسوولیت نه، بلکې دا د ټول اسلامي امت د میلیونونو زړورو سرتېرو مسوولیت دی.

نو په خپلو لاریونونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تور او سپين بیرغ پرته، چې د راتلونکي خلافت بیرغ دی او انشاءالله ډېر ژر به بیا تاسیس شي، د فلسطین ملت پال بیرغ مه پورته کوئ.

۲. د استعماري غرب، د هغوی د ګوډاګیانو او ملګرو ملتونو مداخله رد کړئ.

غرب د اسلامي خاورو د نیولو ملاتړ کوي او د هغوی د خلاصون مخه نیسي، لکه د فلسطین، کشمیر او افغانستان حالت. اسلام د الله سبحانه وتعالی له حاکمیت پرته بل حاکمیت نه مني، ځکه چې دا طاغوت دی او باید ونه منل شي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا] [نسأ: ۶۰]

ژباړه: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! ایا تا هغو خلکو ته نه دي کتلي چې دعوه کوي: موږ پر هغه کتاب چې تا ته راغلی دی او پر هغو کتابونو چې له تا څخه مخکې نازل شوي وو ایمان راوړی دی؟ ـ خو غواړي چې خپلې چارې د پرېکړې لپاره د طاغوت (شیطان) لوري ته وړاندې کړي. حال دا دی چې هغوی ته د طاغوت څخه د منکرېدو حکم شوی و. شیطان غواړي هغوی وغولوي او له سمې لارې څخه یې ډېر ليرې وباسي.

نو له استعمارګرو څخه مه غواړئ چې د فلسطین په مساله کې منځګړیتوب وکړي، بلکې زموږ د چارو سرپرست په توګه د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس غوښتنه وکړئ.

۳. د مسجد الاقصی او ټول فلسطین د ازادولو لپاره د پاکستان له پوځ څخه غوښتنه وکړئ

د غصب شوې ځمکې د ازادولو لپاره جهاد پر هغه چا فرض دی چې وړتیا یې لري. د پاکستان پوځ دا وړتیا لري، خو د اوسنیو واکمنانو له لوري مهار شوی دی. پر اوسنیو واکمنانو سترګې پټې کړئ، د پاکستان پوځ باید د یهودو اشغال په بشپړه توګه له منځه یوسي، لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ] [بقرة: ۱۹۱]

ژباړه: له هغوی سره هر چېرې چې مخامخ شئ وجنګېږئ، هغوی له هغه ځایه وباسئ چې تاسو یې ایستلي یی؛ ځکه که وژل هر څومره بد عمل دی، خو فتنه له هغه څخه هم ډېره بده ده...

په حقیقت کې ظلم او تېری یوازې د اسلام په چوکاټ کې پای ته رسېدلی شي او خلافت د مسلمانانو، عیسویانو او یهودانو لپاره د امن ځای و.

نو پر هغو واکمنانو غږ مه کوئ چې د مسجد الاقصی غږ نه اوري، د پاکستان پر پوځ غږ وکړئ چې مستقیم حرکت وکړي او هغه واکمنان ونیسي چې د دوی مخنیوی کوي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

#Aqsa_calls_armies

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

#OrdularAksaya

#AqsaCallsArmies

د مطلب ادامه...

درېیمې پارلماني ټاکنې؛ د فلسطین د مسالې د نرمولو لپاره یو نوی فصل

  • خپور شوی په فلسطین

فلسطیني ګوندونه په قاهره کې سره راټول شول او د پارلماني، ولسمشرۍ او ملي شورا په ټاکنو یې موافقه وکړه. ایا دا ټاکنې به هم لکه تېر ځل د یهودو د قوي کولو او د فلسطین د موضوع د نرمولو لپاره یو بل نوی فصل وي؟

دا ټاکنې له شاوخوا سیاسي حالاتو نه شي خلاصیدای او له دغو لاندې حالتونو سره تړاو درلودلای شي:

۱. د امریکا د دولت پلان، تر څو خپلې ګټي خوندي کړي، د یهودو دولت وساتي او د تسلیمیدو خبري بیرته پیل کړي.

۲. د الله او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم  سره  د عربي هېوادونو خیانت او له یهودو سره نرمښت.

۳. د الله تعالی له دښمن امریکا سره د جوردان امنیتي تړون؛ هغه چې په ترڅ کې یې امریکا تر پنځلس زیاتو ځمکني، بحري او هوایي اډو ته لاره ومونده او سربېره پر دې یې امریکایې ځواکونو ته په جوردان کې د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړه. د امریکا په واسطه د جوردان اشغال؛ د هغه پلان او هدف بر اساس و، چې امریکا په سیمه کې د خپلو ګټو او خپل تربیه شوي اولاد اسراییل د ساتلو لپاره یې ترتیب کړی و.

۴. د قوي دولتونو په واسطه پر فلسطیني ګوندونو فشار راوستل، څو د فلسطین له ازادۍ سازمان سره یو ځای شي، هغه چئ اکثرو یې فلسطین له لاسه ورکړی او له یهودو سره یې خبرواترو او سوله  ییزه لاره انتخاب کړې ده.

۵. د دغو غونډو ترتیبات او ټاکنو ته د ګوندونو رضا کول د الله سبحانه وتعالی او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم د دښمن او د امریکا لاسپوڅي السیسي لخوا تر سره شول. 

د دې منشا تر شا به د فلسطین ټاکنې تر سره شي او د فلسطین د نرمولو موضوع د امریکا په نوې اداره او یوه نوي پړاو کې ده، چې  د ټرمپ له پلان سره له یو څو جزیي مواردو پرته چنداني توپیر نه لري. خلاصه غواړي مسجد القصا ګډ نهاد جوړ کړي او غربي تراټه کې د یهودو له دولت سره  ځینې سیمې وړګدې او په زور یا په رضا د غزې د ګوندونو بې وسلې کول دي. له دې سره سره به د خلیج دولتونو او یهودو یووالی هم جوړ شي، چې جوردان او مصر به پکي شامل وي. دا به مناسبه نه وي چي د فلسیطن د ازادۍ سازمان هغه خیانت هېر شي، چې د دې سپیڅلې خاورې زیاته برخه یې یهودو ته وړکړه، د اوسلو د موافقي تر چتر لاندې او امنیتي همکاریو او بې ګټو خبرواترو په نتیجه کې په غربې تراټه کې یهود په بې‌سارې توګه ځای پر ځای شول او په دې سره یې دا ټولو ته واضح کړه، چې د فلسطین حکومت خبرواترو ته غاړه ایښې او د عباس-المرت کړنې خو ټولو ته معلومي دي.

دا هغه سیاسي حقیقت و، چې تر شا به یې د فلسطین ټاکنې تر سره شي. دا د اسلام د دښمنانو لخوا  داسې پلان شوي، چې که هر څوک ټاکنې وګټي بیا به هم دوی خپله موخه لاسته راوړي. د دغو ټاکنو شرطونه دا دي، چې یو داسې فلسطیني حکومت واک ته ورسیږي، چې هغه له یهودو سره امنیتي همکارۍ  جایز وبولي، د اسلام دښمن ته کار وکړي او د هغو د کارونو د ذمه‌دارۍ اخیستلو لپاره په سیمه کې یو لاس پوځي دولت جوړکړي او داسې حرکتونه او سازمانونه، چې د دوی تر چتر لاندې به کار کوي، رامنځ ته کړي؛ هغه چې د دوی د چټلو پیسو په زور به ساتل کیږي، د فلسطین ټاکنې بل څه نه دي، مګر د اسلام د دښمن وسیله او اسباب او که د دوی په ګټه کار کوي، نو بیا دوی هغه ساتي او که یې دا پکې تر سترګو نه شول، نو بیا یې مخه نیسي او که یې پایله د دوی د خوښې سره سمه نه وه، بیا به دوی د ټاکنو پر بل مخ اړولو کې هېڅ څنډ ونه کړي. د استعمار تر چتر لاندې ټاکنې یوازې د اشغال د خدمت او د اسلام د دښمن په ګټه دي.

[وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ] (هود:۱۱۳)

ژباړه: ددغو ظالمانو لوري ته یو بڅری مه کږیږئ، که نه نو دورخ به مو ونغاړي. تاسي به کوم داسي دوست او سرپرست ونه مومئ چي له الله تعالی څخه مو وژغورلای شي او له هیڅ یو ځای څخه به تاسي ته مرسته ونه رسیږي.

اې د رحمت د خاورې خلکو! موږ د ټاکنو د صلاحیت او استازیتوب خبرې نه کوو. او یا دا چې د هغه څه صلاحیت ورکول، چې الله سبحانه وتعالی منع کړي، ګناه ده او د الله سبحانه وتعالی د قهر سبب ګرځي. یا د هغه قانون جوړونکو شور وو، چې له الله سبحانه وتعالی سره په قانون ایښودو او حکومت کولو کې مجادله  کوي، شرک او د طاغوت قاعده وبولو او دا د وروستۍ ډیموکراسۍ شرم دی، چې  فساد يې د هغه په مور (امریکا) کې ښه څرګند دی. موږ ټاکنو ته له دې زاویې نه دي کتلي، که څه هم هر یو د هغه د حراموالي او په هغه کې د ګډون حراموالي لپاره ثبوت شي. خو موږ یې دلته پر تیاره سیاسي اړخ تمرکز کړی دی، چې د هغه په واسطه د اسلام دښمنان د مسلمانانو او په خاصه توګه د فلسطینیانو پر وړاندې دسیسې جوړوي او خلک که هغه لرې وي که نیږدې په دې پوه شي، چې ان په کمه کچه هم په دې ټاکنو کې ګډون، لوی جرم او ګناه ده، ځکه دا د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د دښمانانو لخوا په غولوونکو دسیسو کې ګډون دی.

 اې د رحمت د خاورې خلکو! د الله سبحانه وتعالی دښمن (امریکا) په دې پوهیږي چې اسلامي امت له خپلو زولنو څخه د خلاصون په حال کې دی او پوهیږي چې اسلام د مسلمانانو په زړونو کې د اورغورځونکي په څېر دی او ژر به د دوی پر غلامانو را وخوټیږي او اور به یې د دوی ګټې وسوځوي. د لویو دولتونو غټ مجرمین په دې ښه پوهیږي، چې د خلافت تاسیس یوازې د وخت خبره ده او په دې لاره کې د حزب التحریر جدیت ښه ویني او ځانونه د هغه لپاره تیاروي، هر ځای کې د دعوت کوونکو د نیولو په لټه کې وي او د هغه لپاره موانع ایجادوي، دغه راز فکر کوي، چې په هغه سره به یې مخه ونیسي. د الله تعالی دښمنان غواړي، چې د سرطان دانه (یهود) په اسلامي نړۍ کې مدغم  کړي او د اسلامې هېوادونو د کمزوره کولو لپاره اخته دي. همدارنګه د دوی سیمې یې د جنګ مرکزونه جوړ کړي، څو راپورته نه شي. دوی نه غواړي چې شام دې ارام شي او یا هم یمن په کراره شي او یا هم عراق بیا تسلي پیدا کړي، دا هغه څه دي چې دوی د هغه لپاره په پاکستان، افغانستان او بنګلدیش کې کار کوي. سربېره پر دې د هغو اسلامي هېوادونو، چې په خپل منځ کې اختلافات لري، مخالفې اتحادیې جوړي. د مصر، جوردان او خلیج اتحاد، چې په سر کې به یې یهود وي او د شیعه اتحاد، چې ایران او د هغه طرف داران به پکې وي. په دې باندې د اسلام د د ښمنانو ټینګار دی او فکر کوي، چې په دې سره به دوی اسلام امت وټکوي او د خپل زور او غلامانو لخوا دوی سپک او شرمېدلي پاته کړي. دوی دې دا خوبونه ویني، خو پر نبوي منهج د خلافت راتګ د الله تعالی ژمنه او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم زیری دی او الله سبحانه وتعالی هېڅ کله خپله ژمنه نه ماتوي.

په پای کې موږ پر دې ټینګار کوو، چې د فلسطین موضوع یوازې د سیمې، ګوندونو او ملت موضوع نه ده، بلکې دا د ټول امت موضوع ده او د اسلام دښمنان غواړي چې دا موضوع له اسلام او اسلامي امت  څخه جلا کړي. د بیت المقدس ازادول یوازینۍ لاره ده او له دې پرته بله لاره نه لري، نو په دې خاطر خلافت او د هغه بیا تاسیسولو لپاره د امت او پوځ مرستې ته اړتیا لري، تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د (اسرا) ځای ازاد کړي. د الله سبحانه وتعالی لپاره جهاد او له امت او پوځ څخه د مرستې غوښتنه د فلسطین د موضوع یوازینۍ لاره ده. دا یوه داسې حللاره ده، چې دیهودو موجودیت په خطر کې اچوي او د هغو دا زوړ او خیرن حکومت نسکوروي. دا یو داسې حرکت دی، چې امت د کامیابۍ خوا ته بیایي او هر څوک چې د نیسبي او انتقالي خبرواترو  او یا د 1967 کال پولو او یا هم پر نړیوالو پریکړو او سیمه ییزو نوښتونو پر حلاره کار کوي. هغه الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته خاین دی او الله تعالی د هغو کارونه نه خوښوي.

د الله تعالی پر نصرت زموږ باور، زموږ د اېمان له امله دی او پر اسلامي امت او د دې پاکې خاورې پر خلکو زموږ ډاډ پرخپل دین د باور څخه دی. د نبوي منهج پر بنسټ د خلافت بیا راتګ د الله سبجانه وتعالی ژمنه اود رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی. ټوله نړۍ هیله‌منه ده، چې اسلام به دوی د کپیټلیزم او جنایتکارو حکامو له ظلم څخه وساتي او الله سبحانه وتعالی دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت او د هغه طرفداران سره په اتفاق کړي. د مسلمانانو پوځونه به بیت المقدس ته په داسې حال کې داخل شي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خیبر د نیولو تکبیرات به وایې. «اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، خَرِبَتْ خَيْبَرُ، إِنَّا إِذَا نَزَلْنَا بِسَاحَةِ قَوْمٍ ﴿فَسَاءَ صَبَاحُ المُنْذَرِينَ﴾» الله اکبر! الله اکبر! خیبر تباه شوی او هر کله چې موږ دښمن ته د جنګ لپاره ورشو، نو بیا به د هغو لپاره چې موږ خبر کړی وو، ډېر ناوړه حالت وی. (البخاري) د الله تعالی دین به تر هغو خپریږي، څو چې  شپې او ورځې ته ورسیري. امام احمد د صحیح احادیثو له لړۍ څخه  د تمیم الداري رضی الله عنه حدیث راخیستی، چې ویل یې ما واورېدل چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل:

«لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الْأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ، وَلَا يَتْرُكُ اللهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللهُ هَذَا الدِّينَ، بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ، عِزاً يُعِزُّ اللهُ بِهِ الْإِسْلَامَ، وَذُلاً يُذِلُّ اللهُ بِهِ الْكُفْرَ»

په حقیقت سره به دا اسلام هغه ځایه پورې ورسیږي، چېرې چې شپه او ورځ رسیږي او هېڅ د خټو او خیمې کور به پاته نه شي، مګر دا چې الله سبحانه وتعالی یې خپل دین ته راوړي، یا به د یوشریف په شرافت باندې وي او یا به د سپک په سپکوالي باندې وي؛ هغه عزت چې په هغه باندې الله تعالی اسلام شریف کوي او بې عزتي چې په هغه سره الله سبحانه وتعالی کفر بې عزته کوي.

نو په الله سبحانه وتعالی چې القوي او العزیز ذات دی باور ولرئ او د الله تعالی په رسۍ پورې ځانونه ټینګ کړئ، د ټاکنو جرم او هغوی چې د دې مسوول دي، رد کړئ، همدارنګه د سرکښانو لپاره الله سبحانه وتعالی دا قول کافي دی.

[أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا * إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ * ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ] (محمد۲۴-۲۶)

ژباړه: ایا دوی پر قران غور نه دی کړی، یا که پر زړونو یې قلفونه وهل شوي دي؟ حقیقت دا دی هغه کسان چې د هدایت له روښانه کېدو څخه وروسته په شا وګرځیدل، د هغوی لپاره شیطان دغه کړنلاره اسانه کړېده او د درواغجنو هیلو لړۍ یې د هغو لپاره اوږده کړېده. له همدې امله دوی د الله تعالی د نازل کړي دین بد ګڼونکو ته وویل، چې په ځینو چارو کي به موږ ستاسي حکم منو. الله تعالی د دوی په دغو پټو خبرو ښه پوهیږي.

حزب التحریر ـ د ولایه فلسطین مقدسه خاوره

 

د مطلب ادامه...

د ازبکستان حکومت له لوري پر حزب التحریر یو بل تهمت پورې کول Featured

(یوشلار) یا د ازبکستان د ملي راډیو تلویزیون د ځوانانو چینل د «اوسنۍ موضوع» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۱م کال، د اپرېل په ۱۶مه، یو پروګرام خپور کړ. په دې پروګرام کې د عمومي څارنوالۍ او نړیوالې اسلامي اکاډمۍ استازو برخه درلوده. اصلي موضوع دا وه چې د حزب التحریر نظریات تخریبوونکي دي، د خلکو تر منځ د نفرت او کرکې تخم شیندي او د اسلام په نامه خلک له لارې باسي. همدا راز حزب التحریر یې د ترهګرو ډلو په لېست کې ښکېل وګڼلو. د هغه مسلمانانو د پښیمانۍ ویډیو ګانې یې وښودلې چې د حزب غړي او یا هم د دوی له نظریاتو اغیزمن شوي وو. د دغه پروګرام په جریان کې دا هم وویل شول، کوم کسان چې د دوی عقیده او نظریه نه مني کافر یې بولي. همدا راز نور ناسم تورونه هم وو چې د شرعي مدارکو پر اساس نه وو ولاړ.

موږ ډیر ښه پوهیږو چې دغه پروګرامونه د ازبکستان د حکومت په غوښتنه جوړېږي، تر څو مسلمانان له حزب التحریر څخه ووېروي او منحرف یې کړي. همدا راز موږ په دې هم پوهیږو چې دا نه لومړنی تور دی او نه هم وروستی. له هر څه نه مخکې موږ غواړو یو ځلې بیا دا یادونه وکړو چې ټوله نړۍ پوهیږي چې حزب التحریر ترهګریز سازمان نه دی او دا یوه ډرامه ده چې د تروریزم ټاپه پرې لګیږي، په داسې حال کې چې تر اوسه هیڅ ثبوت هم نشته چې چیرته یې دې له زور زیاتي او قدرت څخه کار اخیستی وي.

 دا د ظالمو او جابرو حکومتونو دود دی چې داسې کلیمې وکاروي چې د اسلام او مسلمانانو، په ځانګړي توګه د حزب التحریر پر وړاندې اصلاً هیڅ واضح نه دي تعریف شوې. د حزب التحریر افکار، عقاید او احکام ټول په صحیح اجتهاد (فقه) له قران، سنت، د اصحابو له اجماع او قیاس څخه اخیستل شوي دي. چې په ازادو منابعو او د حزب په رسمي ویب پاڼو کې د لاسرسي وړ دي او هر څوک کولای شي چې په اسانۍ یې تصدیق کړي. که چېرته کومه موضوع واضح او د فهم وړ نه وي نو لطفاً زموږ د ویب پاڼې له لارې د راسره په اړیکه کې شي موږ تل بحث او خبرو ته چمتو یو.

په هر صورت، د دغه پروګرام ګډونوال چې د حزب افکار او عقاید یې نه دی مطالعه کړي هڅه کوي چې خلکو ته په دروغ ویلو او پر حزب په تورونو لګولو سره د ظالمانو رضایت ترلاسه کړي، ایا دوی له الله سبحانه وتعالی څخه نه ویریږي!؟ حزب التحریر هیڅکله هغو کسانو ته چې پر دوی باور لري دروغ نه وایي، برعکس هغه کسان چې پر حکومت باور کوي، حکومت یې استفاده کوي او له استفادې وروسته یې ليرې په اشغالو کې غورځوي.  همدا راز دا هم څرګنده ده چې زموږ هغه مسلمان وروڼه چې په دغه ویډیوګانو کې را ښکاره شول، تر تهدید او ګواښ لاندې د حزب مخالفت کوي ځکه چې دوی په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو او پولیسو په واسطه دغه ډول پروګرامونو ته چمتو شوي وو. همدا راز دغه ادعا چې حزب هغه کسان چې د دوی افکار او عقاید نه مني کافر ګڼي، له دروغو او جعل پرته بل څه نه دي. بلاخره، موږ دغه پوښتنه مطرح کوو چې: آیا دغه شر، فساد او د خلکو په منځ کې د دښمنۍ خپرولو ته حزب التحریر لمن وهي یا  دغه خایین واکمنان، چې په زور او چل پر موږ تپل شوي دي او خپل آخرت یې د دنیا په مقابل کې پر کافرو نظامونو باندې پلورلی دی؟ ایا د حزب اشتباه داده چې د تاسو اصلي څېرې ښکاره کوي او مسلمانانو ته دا په ډاګه کوي چې تاسو اسلامي شریعت نه منئ او د کفر د قوانینو سره سم حکومت کوئ؟ ایا د حزب التحریر زرګونه مسلمانان مو د دې لپاره چې یوازې وایې الله سبحانه و تعالی زموږ رب دی زنداني، شکنجه او وژلي نه دي؟! په همدې ډول نورې ډیرې پوښتنې دي، چې هیڅ چا تر اوسه پورې صادقانه ځواب نه دی راکړی.

مسلمانان د حزب التحریر پیروي کوي، ځکه چې دوی ته اسلام د یوې ایډیولوژۍ په توګه تشریح کوي او دوی له حزب سره د کار کولو تصمیم نیسي. د تاسو کمزوری انکار هم ژوند ته د اسلام د راستنیدو مخه نه شي ‌ډب کولای. حزب التحریر به دغه لارې ته د خپل ځان او مال په مقابل کې دوام ورکړي، تر څو د الله سبحانه و تعالی دغه امر تحقق ومومي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 [وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً]

ژباړه: «او اعلان وکړه چې: حق راغی او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونکی دی.» [اسرا: ۸۱]

د حزب التحریرـ ازبکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

چین د امریکا په شان د مسلمانانو دښمن دی او هر ډول سیاسي او نظامي معامله ورسره خیانت ګڼل کېږي Featured

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ثور په اتمه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې له خپل چیني سیال سره یې «ښې خبرې» لرلې. د  هغه په خبره له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د چین د ملاتړ مسأله په جدي ډول مطرح شوه او د چین ځواب «ډېر مثبت» و، خو دا موضوع په سیمه کې د لوی (جیوپولټیک) بدلون په مانا نه ده. اتمر وايي چې افغانستان تل له سیمې او چین سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکاري کړې او چین له ترهګرۍ وېره لري.

دا څرګندونې یو ځل بیا ښيي چې افغان چارواکي څومره لاسپوڅي او له اسلامي او انساني ارزښتونو خالي فکر لري. په داسې حال کې چې د امریکا او ناټو په مشرۍ شل کاله له «ترهګرۍ» سره جګړه ټولو ته څرګنده شوې ده چې دا په سیمه کې له اسلامي ارزښتونو او مسلمانانو سره له مبارزې پرته بل څه نه وو او سلګونو زرو افغانانو ته یې مرګ‌ژوبله، ځاني او مالي زیان واړاوه. اوس چې امریکايي اشغالګر له ذلیلانه ماتې وروسته له افغانستان څخه د وتلو په هڅه کې دي، دغو باد راوړو او د لوېدیځ مزدورو چارواکو درک کړې چې د امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي او آن په هوا کې پاتې شوي دي او ژر به د افغانستان د پخوانیو چارواکو په شان له ذلیل برخلیک سره مخ شي. په همدې خاطر هڅه کوي چې د خپل ځان لپاره نوي سیمه‌ییز ملاتړي او تمویل کوونکي ولټوي.

د افغانستان خاین چارواکي په دې سیاست سره له یوه اړخه غواړي چې د امریکا او چین په نړیواله سیالۍ کې امریکا او لوېدیځ ته دا پیغام ورکړي چې که تاسې د افغان امنیتي ځواکونو په تمویل او تجهیز کې همکاري نه کوئ، نو ستاسې سیالان حاضر دي چې په ډېره لېوالتیا دا تشه ډکه کړي. له بله اړخه له خپلو پخوانیو چارواکو اندېښنه لري او د هغوی د مکر د مخنیوي لپاره زیاتوي چې دا موضوع په سیمه کې د لوی (جیوپولیټیک) بدلون په مانا نه ده.

خو تر دې ټولو مهمه دا ده چې د امریکا او ناټو په شان د چین لاسونه هم د بې رحمه قصاب په شان د مسلمانانو په وینو سره دي. همدا اوس یې میلیونونه ایغور مسلمانان په کمپونو کې بندي کړي او د اسلام د پرېښودو لپاره یې پر هغوی وحشت او وېرې ته دوام ورکړی دی. د شرقي ترکستان مسلمانان یې په خپله خاوره کې بندیان کړي دي، څو هر ډول عبادت او اسلامي مراسم پرېږدي. د شرقي ترکستان هرې مسلمانې او متدینې کورنۍ ته یو چینايي مامور ټاکل شوی دی، چې د ژوند ټول چارې یې وڅاري او که چا لمونځ کاوه، روژه یې نیوله، ږیره یې پرېښودله، حجاب یې کاوه او یا یې په کور کې قرانکریم او جای‌نماز پیدا کېده، ژر به د چین دولت ته خبر ورکوي چې هغوی ته جزا ورکړي. 

نو؛ چین د امریکا، ناټو هېوادونو او روسیې په شان له مسلمانانو سره باالفعل محارب دی او ورسره هر ډول معامله قطعي حرامه او د دوو میلیاردو مسلمانانو له عقیدې او شرعي ګټو سره خیانت دی. دا هغه چاره ده چې د اسلامي هېوادونو خاینو مشرانو ورته هېڅ اهمیت نه دی ورکړی او نه یې ورکوي. پر دې اساس دا د افغانستان د لاسپوڅو چارواکو بل ښکاره او منافقانه جنایت دی چې غواړي د افغانستان مسلمانان د اشغال او استعمار بلې کندې ته ور وغورځوي او په دې ډول ذلیلانه کړنو سره خپل واک او لړزانده نظام ته پاېښت ومومي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر د امیر، جلیل القدر عالم عطاء ابن خلیل ابوالرشته اختریز پیغام

  • خپور شوی په سیاسي

۱۴۴۲ هـ.ق کال، چې له ۲۰۲۱ز کال سره سمون خوري.

الحمد لله والصلواة والسلام على رسول الله و على آله وصحبه ومن والاه و بعد:

اسلامي امت ته، هغه غوره امت، چې د خلکو  د هدایت لپاره ګومارل شوی دی.

﴿كُنتُم خَيرَ أُمَّةٍ أُخرِجَت لِلنَّاسِ﴾؛

تاسو (اې د محمد صلی الله علیه وسلم لارویانو) غوره امت یاست، چې خلکو  ته د خیر رسولو لپاره پیدا شوي یاست.

د امت مخلصو او تقوا لرونکو دعوتګرو او زما د ټولنیزو پاڼو لیدونکو ته!

تاسو ته د کوچني اختر مبارکي وایم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم، چې زموږ ټولو روژې، قیام او صالحه اعمال قبول کړي او له هغو کسانو څخه مو وګرځوي، چې په دې مبارکه میاشت کې، له اور څخه ژغورل شوي دي.

ترمذي په خپل سنن کې، د روژې د شپو په هکله له ابوهریره  رضی الله عنه څخه روایت کړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ((د الله سبحانه وتعالی لپاره هر شپه، داسې کسان دي، چې  د دوزخ له اور څخه ژغورل شوي دي)) دغه حدیث حاکم په خپل مسند کې هم روایت کړی دی.

دا راز له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم، چې جبري حکومتونه، چې سل کاله پر موږ تپل شوي، پای ومومي او دغه اختر د مسلمانانو لپاره د خیر او برکت پېلامه وکرځوي او بل اختر په داسې حال کې پر موږ راشي، چې د خلافت د بیرغ  تر سیوري لاندې وو او دا کار د الله سبحانه وتعالی لپاره سخت نه دی.

احمد په خپل مسند کې، له حذیفه بن یمان څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» ثُمَّ سَكَتَ»؛  

...وروسته به جبریه دوره وي او تر هغو پورې به دوام مومي، چې الله سبحانه وتعالی غوښتي وي او کله چې وغواړي، له منځه یې وړي او بیا به د نبوت پر تګلاره  خلافت راځي؛ وروسته له دې رسول الله سکوت کړی دی. دغه حدیث طیالسي هم په خپل مسند کې ذکر کړی دی.

په پای کې، پر تاسو ټولو دې سلام وي او د خیر دعا درته کوم! الله سبحانه وتعالی مو عبادات قبول کړه!

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

د مطلب ادامه...

د ۱۴۴۲ هـ.ق، د شوال د پيل اعلان او د کوچني اختر په پار د مبارکۍ پیغام

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، لا اله الالله، الله اکبر، الله اکبر، و لله الحمد

بسم الله الرحمن الرحیم، ټول ثنا او ستاینه دې وي د نړۍ او ټولو کایناتو پر خالق او رښتیني پاچا، صلوات دې وي د الله سبحانه وتعالی پر رسول صلی الله علیه وسلم، د دولت پر بنسټ اېښودونکي، سیدالخالقین، سیدنا محمد وعلی آله و صبحه وسلم!

احمد د محمد بن زیاد څخه روایت کوي چې هغه وویل؛ ما د ابو هریرة رضی الله تعالی عنه څخه واورېدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ـ ابو القاسم وفرمایل:

«صوموا لِرُؤيتِهِ وأَفْطِرُوا لرؤيتِهِ فإنْ غُـبِّيَ عليكم فَعُدُّوا ثَلَاثِينَ»

ژباړه: د میاشتې په لیدو سره روژه ونیسئ او د میاشتې په لیدو یې ماته کړئ او که اسمان ورېځ و، دېرش ورځې پوره کړئ.

په دې سپېڅلې شپه کې د شوال د نوې میاشتې له څېړلو وروسته د چهارشنبې ورځ، د شریعت سره سم د نوې میاشتې لیدل نه دي تایید شوي، له همدې امله چهارشنبه د روژې میاشت دوام لري، پنجشنبه د شوال میاشتې لومړۍ نېټه او د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

حزب التحریر د کوچني اختر د سپېڅلې ورځې په پار، ټول اسلامي امت ته مبارکي وايي، له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو، چې راتلونکی کال اختر په داسې حال کې پر موږ راورسېږي، چې دولت مو تاسیس او بیرغ مو پر نړۍ خور وي. همدا راز زه له خپله طرفه او د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د مشر او ټولو وروڼو او خویندو له طرفه د حزب التحریر امیر، جلیل القدر عالم، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته ته ځانګړې مبارکي وایم. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د دغه دعوت په مشرۍ کې دې لاسته راوړنې په برخه شي تر څو د امت ځواک او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری د دویم راشده خلافت په تاسیس سره تر لاسه کړې.

سږ کال روژه بیا هم له ستونزو او کړاوونو خالي نه وه، چې لا هم د مستقیم یرغل له لارې اسلامي امت له ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان دی، لکه څنګه چې په مسجد الاقصی، یمن، سوریه، بنګله دېش، پاکستان، افغانستان، سوډان، نایجریا، قرغیزستان، روسیه، سومالیا او داسې نورو ځایونو کې مسلمانان له بېلا بېلو ستونزو وکړېدل یا هم د واکمنانو د بې پروایۍ او فساد له امله په عراق، مصر، هندوستان او نورو خاورو کې مسلمانان له ستونزو سره لاس او ګرېوان شول... په دغه سپېڅلې میاشت کې، په اسلامي خاورو کې نږدې ۲۰۰ میلیونه خلک له خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي او د یمن او سوریې نیمايي خلک له لوږې سره مخ دي. دغه راز په نورو اسلامي خاورو کې هم بېوزلي خپل اوج ته رسېدلې ده ان د واکمنانو د بې پروایۍ له امله د لمانځه پر مهال هم نه یو ارام، د ساري ناروغۍ د نه مدیریت له امله، مسلمانان له جوماتونو بې برخې شول او د جماعت لمونځ یې خراب کړ.

اې هغو مسلمانانو چې تر ټولو غوره بشریت مو ملت ته راوړی!

دا د یوه ملت څه ډول حال دی، چې هېواد یې د بحر الکاهل او هند سمندرونو تر منځ پر دهلیزونو وېشل شوی، بېړۍ‌وال یې د مدیترانې، سره سمندر او تور سمندر مالکین دي!؟ دا د یوه ملت څه ډول حال دی، چې د نړۍ سوداګریزې لارې د دوی پر خاوره، سمندر او هوا تېرېږي او دهلیزونه یې د پوځي تګ راتګ رېښې دي!؟ دا د هغه هېواد حال دی چې خلک یې د نړۍ تر ټولو د ډېرې شتمنۍ په درلودلو سره پر ځمکه ګرځي او هېڅوک یې د قدرت د ودې او ډېرېدو مخنیوی نه کوي!؟ دا څه ډول د یوه ملت حال دی چې د هند، چین او روسیې محاصره کولو، امریکا له نړیوال تسلط څخه ليرې کولو او په افریقا لویه وچه کې د اروپا نفوذ د پای ته رسولو وړتیا لري!؟

 ځواب یې دا دی: خلیفه عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه وویل: «کله چې امت د خلافت جامه له خپل ځان څخه ليرې کړه، الله سبحانه وتعالی د ذلت او سپکاوي پر جامه وپوښه.» له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی موږ ته په اسلام عزت راکړ. که موږ له اسلام پرته په بل شي کې عزت ولټوو، بې عزته کېږو،  نو د اسلام او مسلمانانو وقار او عزت به د خلکو او ملتونو تر منځ د خلافت د وقار له راستنېدو پرته نړۍ ته راستون نه شي.

اې مسلمانانو... د نظر او رسنیو څښتنانو!

د امت په منځ کې خلک په دې اند دي، چې خلافت رامنځ ته شي، خو دا یو چا ته اړتیا لري چې د دې پروژې جزیات روښانه کړي، چې غرب په دې مساله پوهېږي او هڅه کوي چې د خلافت نظریه ګډوډه کړي، تر څو د الله سبحانه وتعالی له شریعت پرته حاکمیت ولري او امت سر پورته نه کړي. دا ستاسو لپاره د متفکرینو په توګه ښه وخت دی چې دا شکونه لیرې کړئ، چې شریعت د اوس لپاره کافي نه دی، ځکه چې دا نظریه د کفر له دروازو څخه سرچینه اخلي، په داسې حال کې چې شریعت اوس ټولو خلکو ته رسېدلی دی. حزب التحریر له قرآن کریم، سنتو او صحابه کرامو اتفاق او د اسلامي میراث څخه په استناد، تاسو ته دا وړتیا درکوي چې د قدرت د تر لاسه کولو او عصري نړۍ د رهبري کولو لپاره د اسلام وړتیا درک کړئ. دا له حکومتولۍ نیولې تر اقتصادي، ټولنيزو، کلتوري، قضایي، فکري، سیاسي چارو او نورو فصلونو په اړه پوره تفصیل لري، چې امت د خپل دولت جوړولو لپاره څه ته اړتیا لري. دا یو فرهنګ دی چې پکې د شرعي عظمت لاسته راوړل یوازې له اسلام څخه دي او د کفارو هېڅ نظر یا قانون له دې سره نه یو ځای کېږي.

اې مسلمانانو... اې د قدرت څښتنانو او متنفذینو!

ایا ستاسو په رګونو کې وینه توده نه ده، په داسې حال کې چې تاسو ګورئ چې بې شرمه واکمنان د غرب په کنفرانسونو کې له بادارانو سره د شتر مرغ په څېر حرکت کوي او په اسلامي هېوادونو کې د فرعونانو په څېر حرکت کوي!؟ ایا ستاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې د فرانسې دروغ او د خپل دین په اړه د امریکا پر بې احترامۍ سترګې نه پټوئ او د ابو بکر صدیق رضی الله تعالی عنه زړورتیا نه دریادوي!؟ ایا پر مسلمانو مېرمنو د جنسي تېریو له امله مو  زړونه درد نه کوي، چې د المعتصم په څېر راپورته شئ!؟ خبردار اوسئ چې الله سبحانه وتعالی مو آزمايي، نو د حزب التحریر له پروژې ملاتړ وکړئ او د نبوت پر منج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره ژر تر ژره لاس په کار شئ، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ ثُمَّ لا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ

[محمد: ۳۸]

ژباړه: که تاسو مخ واړوئ، نو الله سبحانه وتعالی به ستاسو پر ځای کوم بل قوم راولي او هغوی به بیا ستاسو په څېر نه وي.

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، لا اله الالله، الله اکبر، الله اکبر، و لله الحمد

اختر مبارک مو مبارک شه، السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!

د ۱۴۴۲ هـ.ق، د چهارشنبې ورځ، چې د ۲۰۲۱م، د مې میاشتې له ۱۲مې سره سمه ده، چې د روژې میاشت پوره کېږي.

انجنیر صلاح الدین عضاضة

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

د مطلب ادامه...

د نیکمرغه کوچني اختر د را رسېدو له امله د حزب التحریر – ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر د مبارکۍ پیغام

  • خپور شوی په سیاسي

د حزب التحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وايي. هیله لرو چې الله تعالی به مو قیام، روژې، صدقې او نیک عملونه په خپل دربار  کې قبول کړي او په دې مبارکه میاشت کې پر دغه ځورېدلي امت باندې خپل رحمت او مغفرت کړی وي.

سږ سلم کال دی چې امت له واقعي اختر پرته د ډال او اسلامي حاکمیت په نشتون کې ژوند کوي. په دې سلو وروستیو کلونو کې اسلام د ژوند د یوه بشپړ نظام په توګه د اسلامي امت له سیاسي او ټولنیز ژوند څخه بشپړ لرې شوی دی او پر ځای یې پر مسلمانانو دیموکراسي، جمهوریت او د دولت – ملت ارزښتونه عملي کېږي. اسلامي احکام او ارزښتونه یوازې په جوماتونو، فردي عبادتونو او تر خصوصي حریم پورې محدود شوي دي. په داسې حال کې چې د انبیاوو، په ځانګړي ډول زموږ د پيغمبر صلی الله علیه وسلم رسالت دا و چې حق دین اظهار، غالب او حاکم شي. الله تعالی فرمايي:

هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ [صف:٩]

الله متعال هغه ذات دی چې خپل رسول یې له هدایت  او حق دین ( اسلام) سره لېږلی دی؛ څو دغه دین پر نورو ادیانو حاکم او واکمن کړي، که څه هم مشرکان یې خوښ نه کړي.

له همدې امله د دین اظهار او د اسلام حاکمیت د اسلامي امت مکلفیت هم دی، څو د الله سبحانه وتعالی دین واکمن او عملي کړي. په دې مانا چې اسلام پلی شي او ژغورونکی او نړیوال پیغام یې نورو ملتونو ته د دعوت او جهاد په وسیله ولېږدول شي. دا تکلیف اصحابو. تابیعینو، تبع‌تابیعینو او ورپسې مسلمانانو تر ۱۹۲۴ کال پورې را غځولی دی، خو متاسفانه د خلافت په سقوط سره د حق دین حاکمیت له منځه ولاړ او دا مکلفیت هم هېر شو. په داسې حال کې چې د اسلام د دین د اظهار چاره د پخوانیو او اوسنیو عالمانو ترمنځ یوه داسې موضوع ده چې انکار ترې نه شي کېدلی او د دین له اصولو څخه ګڼل کېږي چې اوس ځنډول شوې ده.

تر دې بده دا ده چې د مسلمانانو په منځ کې داسې منحرفې ډلې پیدا شوې دي چې په عجیبو تعبیرونو سره غواړي د حق دین حاکمیت په بې‌باکانه او بې‌شرمانه ډول تر  پوښتنې لاندې راولي او اسلام په اخلاقي او فردي چارو پورې منحصر کړي او د الله سبحانه وتعالی د دین د حاکمیت او د اسلام د هر اړخیز تطبیق لپاره دعوت یې «افراطي او راډیکال» معرفي کړی دی. دا ډلې او اشخاص له ختیځه تر لوېدیځه له کفارو سره یو ځای د اسلامي حاکمیت د بیا را ژوندي کولو پر وړاندې په یوه صف کې ولاړ دي او د اسلام د دین د غالبیت او واکمنۍ پر وړاندې یې دښمنۍ ته ملا تړلې او دسیسې او توطیې جوړوي. خو دا د الله تعالی ژمنه ده چې د دوی دسیسې، توطیې او شوم پلانونه به له خاورو سره خاورې کوي او د اسلام حاکمیت به یو ځل بیا مسلمانانو او بشریت ته د نعمت په ډول وړاندې کوي.  

يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ [صف:٨]

دوی اراده لري چې د الله تعالی نور په خپلو پوکیو سره مړ کړي، خو الله تعالی خپل نور بشپړوي، که کافران یې هر څومره بد وګني.

واقعي اختر هغه وخت په امت کې د یو ارزښت په توګه را ژوندی کېږي چې اسلامي دولت تاسیس شي او اسلام حاکم او غالب شي. دا هغه  وخت دی چې اسلامي امت به واقعي نیکمرغي د اختر په ورځو کې د اسلام د حاکمیت په رڼا کې تجربه کوي. اړتیا ده چې ددې خوښۍ د تر لاسه کولو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړو او د خلافت د تاسیس او د اسلام د واکمنۍ لپاره په هره سطحه چې یو او هر څه چې کولی شو، باید ترسره یې کړو.

وَأُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا ۖ نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ [صف:١٣]

او نور هغه نعمتونه چې تاسې یې خوښوئ [تاسې ته در کول کېږي] د الله تعالی له لوري مرسته او فتحه نږدې ده او مومنانو ته زیری ورکړه.

 

د حزب التحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د مسلمانانو حاکمانو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا!

(ژباړه)

له عايشې صديقې رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«اللهُمَّ، مَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَشَقَّ عَلَيْهِمْ، فَاشْقُقْ عَلَيْهِ، وَمَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَرَفَقَ بِهِمْ، فَارْفُقْ بِهِ» (رواه مسلم)

ژباړه: يا الله څوک چې زما د اُمت د چارو سرپرستي پر غاړه لري او پر هغوی سختي کوي، ته هم پر هغوی سختي وکړه او څوک چې زما د اُمت د چارو سرپرستي پر غاړه ولري او پر هغوی نرمي کوي، نو ته هم پر هغوی نرمي وکړه.

د حدیث مفهوم:

رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه واکمنانو لپاره د خير دُعا کړې، چې له مسلمانانو سره نرمي کوي او د هغو کسانو لپاره یې ښېرا کړې، چې د مسلمانانو پر وړاندي سخت او سخت زړي وي.

په پورته حديث کې عامې کليمې کارول شوي، چې ټول هغه کسان يې تر مصداق لاندې راځي، چې د مسلمانانو سرپرستي او مشرتوب پر غاړه لري. هغه که د ټولو مسلمانانو، د يوې سيمي، د يوه کلي، د يوې ادارې او آن که د يوې کورنۍ مشر هم وي دغه حديث ټولو ته شامل دی.

نو هر مشر ته پکار ده چې د دغه حديث په هنداره کې ځان وګوري، تر څو له خپل لاس لاندي کسانو سره هېڅ ډول ظلم او زياتی ونه کړي.

 نو اې مسلمانانو!

اوسني طاغوتي حاکمان چې ستاسو پر سر مسلط شوي، تاسو پرې باندي ابتلاء(امتحان) کېږئ. هغه حاکمان چې د مسلمانانو له خوښۍ پرته د ملت پر غاړه په زور او ظلم حاکميت کوي، د مسلمانانو پر وړاندې له هر ډول ځورونې مخ نه اړوي؛ آن دغه کار د خپل ځان حق بولي.

د دې اُمت د بچيانو تر منځ په مختلفو نومونو دښمنۍ او شخړې را منځ ته کوي او يو پر بل يې وژني، آن کورونه ورباندې ړنګوي او پر کوچنيو ماشومانو يې هم رحم نه کوي. دا ځکه چي دوی ټول استعمارګر غرب د اسلامي خلافت له را پرځولو وروسته د مسلمانانو پر سر په زور قدرت ته رسولي دي. نو پر وړاندې يې د هر مسلمان دنده دا ده، چي يو له بل سره لاس ورکړي او د دغه طاغوتي حاکمانو د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي او پر ځای يې د اسلامي شريعت له غوښتنو سره سم واقعي حاکم وټاکي تر څو له يوه اړخه پر مسلمانانو اسلامي شريعت پلی کړي او له بله اړخه له مسلمانانو سره په نرمي چلند وکړي.

پايله:

دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناوړه ولي الامر په اړه بده دُعا کړې ده او د نېک ولي الامر په اړه يې د خير دُعا کړې ده؛ نو ټول حاکمان بايد له الله سبحانه و تعالی څخه وېره او شرم ولري او پر اسلامي امت باندې دومره ظلم او تېری ونه کړي، چې د قیامت په ورځ د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې شرمينده ودريږي.

د مطلب ادامه...

د رزق مفهوم

  • خپور شوی په تثقیفي

(ژباړه)

د رزق مساله په عمومي ډول د خلکو په ژوند کې یوه اساسي موضوع ده. د رزق مسالې د عقیدې له ملاحظاتو پرته، د نړۍ ټولو انسانانو روان بوخت کړی دی. ځکه انسان همېشه د خپل ورځني رزق په لټه کې دی، نو هڅه مو وکړه، چې د رزق په اړه یو څه ولیکم.   

رزق ډالۍ ته وایي، د رزق کلیمه د ډالۍ ورکولو په مانا ده. رزق په دوه ډوله حلال او حرام وېشل کېږي. هغه شتمني چې یو کار کوونکی یې د کار په مقابل او یو جوارګر یې د جواري په واسطه تر لاسه کوي، رزق بلل کېږي، چې الله سبحانه وتعالی د هغه هره یوه ته له دغو دوو لارو رزق ورکړی، خو توپير یې دا دی، چې ورته مباح او روا مال د حکم له مخې حلال او هغه مال چې تر لاسه کول، یې ورته روا نه وي، حرام مال دی. خو سربېره پر دې بیا هم دواړه ډوله مال رزق بلل کېږي، په داسې حال کې چې د حرام مال تر لاسه کول سم نه دي، موږ نه شو ویلی چې دا رزق نه دی او الله سبحانه وتعالی رزق نه دی بللی. نو هر انسان که مومن وي، که کافر، که عاقل وي او که نه باید خپل ټاکل شوي رزق ته ځان ورسوي او تر لاسه یې کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَكَأَيِّن مِنْ دَابَّةٍ لا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ﴾[عنكبوت: 60]

ژباړه: څومره ژوي دي، چې خپله روزي په شا بار کړې نه ګرځي. الله تعالی هغوی ته روزي ورکوي او ستاسو روزي درکوونکی هم دی. هغه هر څه اوري او پوهیږي.

نو الله تعالی ستاسو او ټولو موجوداتو دعا او غږ اوري، د ټولو له حاله خبر دی، د چا روزي او برخه نه هېروي.

له شک پرته چې د کفارو او ګناهکارانو د روزۍ له واقعیت څخه په ډاګه کېږي، چې الله سبحانه وتعالی د مومن او کافر روزي په غاړه اخیستې ده. له همدې امله کله چې ابراهیم علیه السلام د دعا پر مهال وویل، چې یوازې د مکې مومنانو ته روزي ورکړي، ورته ویې فرمایل، چې هغه هېڅکله خپل رزق مومنانو ته نه ځانګړی کوي، بلکې هم مومنانو او هم کافرانو ته روزي ورکوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَداً آمِناً وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُمْ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ قَالَ وَمَنْ كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلاً ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ﴾ [بقرة: 126]

ژباړه: دا چې ابراهیم علیه السلام دعا وکړه: اې زما ربه! دا ښار (کعبه) د امن کور وګرځوه او د دې له اوسېدونکو څخه، چې څوک الله او اخرت مني هغوی ته هر ډول مېوې روزي کړه، د هغه رب په ځواب کې وویل: چې څوک یې ونه مني د دنیا د څو ورځني ژوندانه وسایل خو زه هغه ته هم ورکوم، خو بیا به هغوی د دوزخ پر لوري راکاږم او هغه ډېر ناکاره استوګنځی دی.

په همدې خاطر کله چې ابراهیم علیه السلام د خپلې هغې اولادې لپاره، چې په بیت الحرام کې اوسېدل، د رزق غوښتنه وکړه. الله سبحانه وتعالی ورته وفرمایل، چې کافرانو ته به هم روزي ورکړي. لکه څرنګه چې مومن خپله روزې تر لاسه کوي، کافر هم په دنیا کې روزي تر لاسه کوي او الله سبحانه وتعالی تر هغه وخته خپلو بنده ګانو ته روزي ورکوي، څو چې ژوندي دي، له استثنا پرته.

هغه حقیقت دا دی چې مسلمانان باید غاړه ورته کېږدي؛ رزق د الله سبحانه وتعالی له لوري دی. هغه خپل بنده ګان پیداکړي او روزي یې په غاړه اخیستې ده، نو انسان ته پکار ده، چې له الله سبحانه وتعالی څخه روزي وغواړي، چې نفس یې ارام شي او د روزي تر لاسه کولو په خاطر د الله سبحانه وتعالی له عبادت څخه غافل نه شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ﴾ [مائده: 88]

ژباړه: د هغو پاکو او حلالو نعمتونو روزي، چې الله سبحانه وتعالی درکړې ویې خورئ.

﴿اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ﴾ [روم: 40]

ژباړه: همدا الله دی، چې تاسې یې پیداکړي یاست او بیا یې تاسې ته روزي درکړه.

﴿اَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ﴾ [يس: 47]

ژباړه: الله تعالی چې تاسو ته روزي درکړې، له هغې څخه یو څه د الله سبحانه وتعالی په لار کې ولګوئ.

﴿إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ﴾ [آل عمران: 37]

ژباړه: الله تعالی چې هر چا ته وغواړي روزي ورکوي.

﴿اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ﴾ [عنكبوت: 60]

ژباړه: الله تعالی ستاسو او د هغوی روزي رسان دی.

﴿يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ﴾ [اسراء: 30]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی چې وغواړي د یوه چا روزي زیاته او پراخه کوي.

﴿فَابْتَغُوا عِنْدَ اللَّهِ الرِّزْقَ﴾ [عنكبوت: 17]

ژباړه: روزي له الله تعالی څخه وغواړئ.

﴿وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا﴾ [هود: 6]

ژباړه: د ځمکې پر مخ هېڅ داسې ژوندی شی نشته، چې الله تعالی یې روزي په غاړه نه وي اخیستې.

﴿إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ﴾ [ذاريات: 58]

ژباړه: یوازې الله تعالی روزي رسان دی.

 خلک کار کوي او د هغې په مقابل کې مال تر لاسه کوي او همدا ویني، همدارنګه فکر کوي چې دوی پخپله، خپله روزي تأمینوي. دغه راز هغه وسایل، چې د کارولو له امله یې روزي تر لاسه کوي، د رزق وسایل یې بولي. په همدې ډول دغه ګومان پرې غالب شوی، په داسې حال کې چې حقیقت د دوی د سترګو لیدل حال او ګومان خلاف دی، حقیقت دا دی چې د هغو کړنو په حالاتو کې روزي حواله کېږي، نه دا چې د روزۍ لاملونه دي. ځکه که د رزق لاملونه وای، نو باید په مطلق ډول رزق نه وروسته کېدای. ځکه ځينې وخت دغه حالتونه رامخکې کېږي، رزق پکار نه وي، خو راځي، په داسې حال کې  چې یو لامل هم نه وي. ځینې وخت انسان کار ته ځي، خو هېڅ هم نه تر لاسه کوي، په داسې حال کې چې داسې پېښې شته، چې رزق پکې تر لاسه کېږي، پرته له دې چې بیروني لاملونه پکې دخیل وي او دا ډول پېښې بې شمېره دي، یوه بېلګه یې میراث ده، چې وارث یې له هڅو او کار پرته تر لاسه کوي.

نو پایله دا شوه، هغه حالات چې موږ رزق پکې تر لاسه کوو، د رزق لاملونه نه دي، بلکې د رزق تر لاسه کولو حالات دي. نو د رزق تر لاسه کول، لکه څرنګه چې خلک فکر کوي، په کړنو، استثمار او دېته ورته شیانو نه دی.

خو الله سبحانه وتعالی خپلو بنده ګانو ته دستور ورکړی، چې کار وکړي او د ځان لپاره د خپل توان په کچه کار وټاکي، تر څو د دغه کار له امله له داسې حالاتو سره مخ شي، چې روزي پرې تر لاسه کړي. نو هر سړي ته پکار ده، چې رزق تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړي. باید له دې امله خپله دنده پرېنږدي چې رزق وېشلی او ټاکل شوی دی. ځکه الله سبحانه وتعالی خپلو بنده ګانو ته دستور ورکړی، چې هڅه وکړي او عمل تر سره کړي او هغه یې د عبادت له دروازو څخه یوه ګرځولې ده. انسان ته پکار ده، متوکل واوسي نه متواکل او الله سبحانه وتعالی خپل بنده ګان د رزق ګټلو ته تشویق کړي او فرمایي:

﴿هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ﴾ [ملك: 15]

ژباړه: هغه ذات چې ستاسې لپاره یې ځمکه پسته، هواره او تابع ګرځولې، د هغې پر سینه باندې ګرځئ او د الله تعالی رزق خورئ، د هماغه حضور ته ستاسې په دویم ځل ژوندي کېدو سره ورتګ دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر راډیو ته!

لیکوال: فارس الفارس

د حزب التحریر ـ ولایه عراق مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

د چین او روسیې پر وړاندې د امریکا سیاست

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت پر چین او روسیې لفظي بریدونه وکړل او په ورته وخت کې یې د مشارکت په ټینګښت او له ځینو هېوادونو سره د پخوانیو تړونونو د نوي کولو اقدام کړی دی. امریکا به د دغو دواړو هېوادونو (چین او روسیې) پر وړاندې کومه تګلاره خپله کړي او موخې به یې څه وي؟ ایا د دغه حکومت تګلاره به له پخوانۍ سره توپیر ولري؟

ځواب:

په پیل کې به د امریکا د نوي حکومت پر تګلارې خبرې وکړو او وروسته به د امریکا د سیاست ماهیت او موخې بیان کړو.

۱- د امریکا ولسمشر «بایډن» د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ پر ۱۳مه د اسټرالیا له لومړي وزیر «سکاټ موریسون»، د هند له لومړي وزیر «نریندرامودي»، د جاپان له لومړي وزیر «یوشهیده سوګا» سره انټرنېټي کنفرانس ترسره کړه. په دغه هدف چې یاد درې واړه هېوادونه د چین له اقتصادي او نظامي ودې سره د امریکا د مخ کېدو محوري هېوادونه بلل کېږي. «بایډن» په دغه کنفرانس کې وویل: «په ارام اقیانوس او هند بحر کې ازاده سیمه زموږ د ټولو د راتلونکي لپاره یو اړین عامل دی. امریکا ثبات ته د رسېدو او تحقق لپاره ستاسو او زموږ ټولو تړون کوونکو سره د همکارۍ لپاره ځان ژمن بولي.» (سرچینه: ۲۰۲۱، د مارچ ۱۳مه، منځنی ختیځ ورځپاڼه)

تر دې وروسته د امریکا دفاع وزیر «لویډ استین» د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر ۱۳مه وویل: «په نېږې راتلونکي کې به د یوې اونۍ لپاره اسیا ته د سفر په هدف لومړی «توکیو» او وروسته «نوي ډیلي» ته ولاړ شم. دغه سفر د سیمه‌ییزو همکاریو د ټینګښت په هدف ترسره کېږي چې د امریکا او نورو تړون کوونکو هېوادونو تر منځ له چین سره د مخ کېدو لپاره د یو باوري خنډ اېښودو لپاره ترتیب شوی دی.»

د امریکا دفاع وزیر به په «توکیو» او «سیول» کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یوځای شي، څو هلته له خپلو سیالانو سره وویني او دغه لیدنه د چین د بهرنیو چارو وزارت له مسولینو سره د «بایډن» د ټیم تر لومړۍ ناستې وروسته (د چین له کمونیست حزب څخه د بهرنیو اړیکو مسول یانګ ګیشي او د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي) سره په «الاسکا» کې ترسره شوه. (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ ۱۴مه، منځنی ختیځ)

د دې ناستې اجنډا په هونګ کونک، شینګیانګ (ختیځ ترکستان)، تبت او ټایوان کې روان حالت او د بشري حقونو نقض و.

د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۲۰مه د امریکا دفاع وزیر «لویډ اسټین» وویل: «زه ټینګار کوم چې زموږ ټول تړون کوونکي باید له روسیې څخه د جنګي وسایلو پېرلو او له هرې هغې کړنې څخه مخنیوی دی چې د یاد هېواد د پیاوړي کېدو لامل کېږي. له دې پرته به هر ډول کړنه زموږ د بندیزونو لامل شي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۰مه، الجزیره)

د هند لومړي وزیر «مودي» په ۲۰۱۸ م کال کې د روسیې له جمهور رییس «پوتین» سره د ۵.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د (S400) توغندویي سیسټم د پېرلو تړون لاسلیک کړ او له دې ډلې یې په ۲۰۱۹ م کال کې ۸۰۰ میلیونه ډالر د شوي تړون پر اساس له وړاندې ورکړل او تمه کېږي چې د دغه سیسټم لومړۍ محموله د روان کال په وروستیو کې هند ته وسپارل شي.

له هند څخه د «لویډ اسټین» د کتنې هدف پر روسیې هېواد فشار او د هغو هېوادونو د ایتلاف جوړول دي چې په سیمه کې د چین د نفوذ مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاعي شرکتونو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت قرادادونه په نظامي او جنګي وسایلو د هند د مجهز کولو لپاره لاسلیک کړي، چې د هغو له ډلې د «هند د وسله والو ځواکونوخوځېدو» برنامې په چوکاټ کې ۱۵۰ جنګي الوتکې او هلیکوپټرې اخیستل شوې دي. دغه هدف ته د رسېدو لپاره ټاکل شوې چې د همدې برنامې په چوکاټ کې ۲۵۰ میلیارده ډالر مصرف کړي. 

د یادولو وړ ده چې هند له روسیې څخه د وسلو تر ټولو ډېر پېرېدونکی هېواد دی او دغه هېواد اندېښمن دی چې د امریکا له بندیزونو سره مخ نه شي، څنګه چې ترکیه له روسیې څخه د دغه توغندویي سیسټم د پېرلو له امله له بندیزونو سره مخ شوه.

په ۲۰۱۴ م کال کې د «مودي» د دولت له پیل سره د امریکا او هندوستان اړیکې پیاوړې شوي دي، ځکه «مودي» تل د امریکا سیاست څاري. په ۲۰۱۶ م کال کې امریکا هند د خپل اصلي دفاعي شریک په توکه یاد کړ او له همغه وخته بیا تر اوسه امریکا له هند سره د وسلو د لېږد اسانتیا او د نظامي همکاریو ژوروالي په هدف یو لړ هوکړې لاسلیک کړې دي.

امریکا له هند څخه غواړي چې له روسیې څخه د (S400) توغندویي سیسټم او د نورو وسلو له پېر څخه ډډه وکړي، څو داسې نه شي چې له دغه هېواد څخه یې د وسلو پېر ته اړتیا پیدا نه شي او دا د هند د کنګرې د حزب د سیاست برعکس عمل دی چې د انګلیس پلوی دی. دا هغه حزب دی چې لسګونه کلونه یې پر هند حکومت کړی او شوروي اتحاد او تر هغه وروسته یې هڅه کوله چې دغه وسلې له روسیې څخه واخلي؛ چې امریکا پر هند مسلطه نه شي او خپل نفوذ پراخه نه کړي. کله چې امریکا د خپل مزدور حزب (جاناتا) پر واک ته رسېدو برالۍ شوه، هڅه یې وکړه چې د وسلو اخیستو او اردو په برخه کې هندوستان پر خپل ځان پورې وتړي، څو په دې سره د یاد هېواد سیاسي او نظامي چارې خپل په لاس کې واخلي او په هند کې د انګلیس شتون پایته ورسوي.

۳- امریکا په ورته وخت کې له چین سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او په مستقیم ډول پر دغه هېواد فشار راوړي. د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۱۸مه په «الاسکا» کې د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیرانو تر ناستې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو زویر «انتوني بلېنکن» په یوه غونډه کې وویل: «د چین کړنې هغه نظام چې د نړیوال ثبات ضمانت کوي، ګواښي.» ده زیاته کړه: «په شینګیانګ (ختیځ ترکستان)، هونګ کونک او ټایوان کې به د چین د اوسني نظام د کړنو، پر امریکا د الکټرونیکي بریدونو او د خپلو تړون کوونکو پر وړاندې د اجباري اقتصاد په تړاو پر شته اندېښنو بحث وکړو. دا ټولې کړنې د اوسني نظام اساسات ګواښي، هغه نظام چې د نړیوال ثبات ساتونکی دی.» دا په داسې حال کې ده چې د چین د کمونیستي حزب د بهرنیو اړیکو مسول «یانګ ګیشي» وویل: «چین د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د امریکا د لاسووهنې کلک مخالف دی... موږ په دې اړه خپل سخت مخالفت څرګندوو او د دغو لاسووهنو په تړاو به ډېر ژر لازم اجراات او ځواب ووایو. هغه څه چې باید لېرې شي، د سړې جګړې ذهنیت دی.» (سرچینه: ۲۰۲۱، د مارچ ۱۹مه، رویټرز)

امریکا غواړي د رواني او رسنیزې جګړې تر څنګ د خبرو له لارې پر چین مسقیم فشار راوړي، هغه رسنیزه جګړه چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله د نړۍ پر وړاندې د دغه هېواد حیثیت له منځه وړلو لپاره ده. امریکا دغه کار بشري حقونو ته د ارزښت او حرص درلودو په هدف نه کوي، بلکې پر دغه هېواد یې د فشار لپاره ترسره کوي. خو باید وویل شي چې امریکا په دغه کار کې بریالۍ نه وه. ځکه چینایانو له همغې نقطې څخه چې امریکا برید کړی، ځواب یې ورکړ. امریکا په کوردننه او بهر بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او خپل ځان هم د چین غوندې د بشري حقونو پر نقض تورنوي. پر دې سربېره، امریکا پر نورو هېوادونو واکمني کوي، پر نورو د خپلې واکمنۍ تپلو لپاره هغوی ګواښي او د شتمنیو د لوټلو هڅه یې کوي.

۴- د بایډن په ریاست کې د امریکا نوی حکومت استمراري سوداګریزې جګړې ته چې د ټرمپ حکومت د چین هېواد پر وړاندې پیل کړی وه، اشاره کړې ده، خو له خپلو تړون کوونکو او نورو قدرتونو سره یوځای. د بایډن حکومت ځکه «بلېنکن» د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه چې د چین پر وړاندې د بندیزونو له لګولو سره موافق و. «بلېنکن» د بهرنیو اړیکو کمېسیون پر وړاندې په سنا مجلس کې وویل: «له شکه وتلې خبره ده چې اوسمهال چین تر بل هر هېواد زموږ پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي، امریکا ته اړتیا ده چې چین ته د نېږدې کېدو لپاره هڅه وکړي. البته د قوت پر اساس، نه د کمزورۍ. د دغه قوت یوه برخه به له تړون کوونکو هېوادونو سره ګډ کار او له نړیوالو موسیسو سره مشارکت وي... د دې خبرې اجازه راکړئ چې د چین پر وړاندې د پخواني جمهور رییس ټرمپ سخت دریځ نیول پر ځای وو. خو زه د هغه له څو کړنلارو سره موافق نه یم، د مبدا له اړخه ښه بنسټ و او زه پر دې باور یم چې زموږ په بهرني سیاست کې په عمل کې هم ګټور دی.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال، د جنوري ۲۰مه، اناټولي خبري اژانس)

دا په دې مانا ده چې د چین پر وړاندې د امریکا سیاست بدل شوی نه دی، بلکې تر اوسه پر ځای دی، خو هغه کړنلارې به توپیر وکړي چې پخواني حکومت خپلې کړې وې.

د «چین د سیاست مهار» ته د پای ټکی اېښودل شوی او اوس له دغه هېواد سره د مخ کېدو سیاست پیل شوی، څو په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د هغه د پراخېدو لپاره لازم او اړین ګامونه پورته شي.

۵- امریکا په ښکاره د چین له پراختیا په وېره کې ده. د دغه هېواد جمهور رییس «بایډن» په صراحت سره وویل: «که اقدام او حرکت ونه کړو، چینایان به زموږ «سباناری» هم وخوري. چینایان د رېل پټلۍ په برخه کې نوي نوښتونه لري... چین د ټیکنالوژۍ په برخه کې پرمختللي برېښنایي موټرونه لري.» بایډن زیاته کړه: «د ۲۰۲۱ م کال د فبرورۍ پر ۱۰مه مې د چین له ولسمشر «شي جینګ پینګ» سره د بې شمېره قضیو لکه بشري حقونه، امنیت او سوداګرۍ په اړه دوه ساعته خبرې وکړې.

د سپنې ماین ویاندې «جین ساکي» وویل: «زه باوري یم چې د جمهور رییس «بایډن» لیدلوری دا دی چې موږ له چین سره په سیالۍ کې یو او د دغه ګواښ ژوروالی ښکاره دی.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د جنوري ۱۲مه، وال سټریټ ژورنال)

«بایډن» یو ځل بیا پخپلو دغو خبرو سره د خپل هېواد اندېښنه څرګنده کړه: «د چین او متحده ایالاتونو تر منځ سخته سیالي شتون لري. چین هڅه کوي چې د قدرت او نفوذ له پلوه نړیوال قدرت شي، خو زه ژمن یم، تر هغه چې په سپینه ماڼۍ کې یم، اجازه به ورنه کړم چې داسې څه پېښه شي.» نوموړی به د نړۍ له نورو ۲۷ هېوادونو سره یوځای د چین پر وړاندې د راتلونکو ګامونو په اړه د همغږۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دا څه به د دې لامل شي چې له چین هېواد سره محاسبه وکړي او له دغه هېواد به وغواړي چې د چین د جنوبي سمندر په برخه کې مقرراتو ته درناوی وکړي. (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ ۲۵مه، الجزیره)

د «بایډن» حکومت په مارچ میاشت کې د «د ملي امنیت د ستراتیژۍ لپاره د لنډمهالې ستراتیژۍ لارښود» تر نوم لاندې وثیقه وړاندې کړه چې دا وثیقه د ملي امنیت د اژانس لپاره د نوي حکومت لارښوونې دي، چې دغه اژانس ته دا وړتیا ورکړي چې له نړیوالو ګواښونو سره د مخ کېدو لپاره پیاوړی شي. دا د لږ حجم درلودونکې وثیقې یوازې ۲۰ پاڼې دي او چین ۱۵ ځلې پکې یاد شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې روسیه بیا پنځه ځلې پکې یاده شوې ده.

۶- امریکا پر دې پوهېږي چې چین تر اوسه د دغه هېواد پر جنوبي سیند او شاوخوا سیمو پر واکمنېدو نه دی توانېدلی. په همدغه دلیل امریکا غواړي چې د نورو هېوادونو په مرسته پر دې سیمه د چین د واکمنېدو مخه ونیسي. همدارنګه متحده ایالاتونه په دې هڅه کې دي چې د ستر سیمه‌ییز هېواد په توګه له هر لوري چین کلابند وساتي. د چین په جنوبي سیند کې بې شمېره هېوادونه لکه اندونیزیا، مالیزیا، فلیپین او ویتنام شتون لري او امریکا هڅه کوي چې د چین پر وړاندې دغه هېوادونه تحریک کړي. دغه سیند ته نېږدې په ارام اقیانوس کې اسټرالیا هم شتون لري چې امریکا له دغه هېواد سره د چین پر وړاندې همغږې ده. د چین په ختیځ سیند کې جاپان، ټایوان او جنوبي کوریا هم شته چې دا هېوادونه هم د امریکا تړون کوونکي او ملاتړي دي.

امریکا د چین له خوا د ټایوان الحاق په داوطلبانه او مشروط ډول په رسمیت وپېژند، خو د ټرمپ د حکومت په دوره کې یې د دې سیمې په رسمیت له پېژندنې څخه شاته شوه. تر دې وروسته چین د ټایوان پر وړاندې د جګړې ګواښ وکړ او «ټرمپ» بیرته اړ شو چې پر خپل تصمیم له سره کتنه وکړي او د چین وحدت په رسمیت وپېژني. له چین سره د ټایوان الحاق د هغې هوکړې موضوع ده چې امریکا له چین سره په ۱۹۷۹ م کال کې لاسلیک کړه، څو دغه وحدت په تفاهم او په اقتصادي او سیاسي مسایلو کې د یو بل پر منلو حل شي. خو امریکا د دې هوکړې په پلي کېدو او تحقق کې خنډونه رامنځته کړل، ټایوان ته یې وسلې ورکړې او له سیاسي او اقتصادي پلوه د دغه هېواد ملاتړ کوي.

په هند او ارام اقیانوس کې د امریکا د سیمندري ځواکونو قومندان «فلیپ ډیویډسون» د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر لسمه دا چې شپږ کاله وروسته به چین له ټایوان سره جګړه وکړي، خبرداری ورکړ. نوموړي د امریکا په کانګرېس کې وویل: «دې ته اندېښمن یم چې چینایان د داسې پروژې پلي کېدو په هڅه کې دي چې په سیمه کې به د ستر نظامي قدرت په توګه د امریکا ځای په ۲۰۵۰ م کال کې ونیسي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۱۱مه، الجزیره)

امریکا دې ته اندېښمنه ده چې چین به ټایوان له ځان سره الحاق کړي چې د امریکا په رسمیت پېژندلو سره به ټایوان هم د چین یوه برخه وبلل شي. خو امریکا د دغه کار د تحقق لپاره وخت نه ورکوي او ښکاره ده چې چین هم د امریکا له دغه کاره ستړی شوی دی او پوهېږي چې امریکا دغه وحدت نه غواړي. له همدې امله ټایوان د چین له جدي ګواښ سره مخ دی او چین په زور دا کار کولی شي. د دې تر څنګ چین اوسمهال نه غواړي چې په دې کړنې سره له امریکا او نورو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړي او یا د امریکا له لوري له بندیزونو سره مخ شي.

۷- د روسیې موضوع له چین سره توپیر لري، ځکه روسیه د منځۍ اسیا پر ځینو سیمو قفقاز، د اروپا پر ختیځې برخې او حتا اوکراین واکمني لري. دا همغه سیمې دي چې د شوروي اتحاد په وخت کې هم روسیې پر یادو سیمو نفوذ درلود. امریکا له روسیې سره سیالي کوي او د هغې تر نفوذ لاندې سیمو ته مزاحمت کوي، څو هلته ځای پر ځای شي او خپل نفوذ پراخه کړي. خو امریکا تر اوسه پر دې کار نه ده بریالۍ شوې.

امریکا په ورته وخت کې په سیاسي، اقتصادي، رسنیزو او رواني برخو کې پر روسیه خپل فشارونه راوړي. په همدغه دلیل د امریکا جمهور رییس «بایډن» د روسیې سیاسي مخالف «الکسي ناوالني» په مسمومولو کې روسیه ګرمه وبلله او د دغه هېواد ولسمشر «پوتین» یې قاتل وباله. ده وویل: «د امریکا په مخکنیو ټاکنو کې د روسیې لاسووهنه به ناوړه پایلې ولري، که څه هم روسیه دغه لاسووهنه ردوي.» نوموړي ګواښ وکړ او ویې ویل: «پوتین به د دغو لاسووهنو بیه ورکړي. له «پوتین» سره مې چې په دې وروستیو کې یعنې په فبروري کې اوږدمهال ټلیفونې خبر درلودې، نوموړي ته مې د احتمالي غبرګون ګواښ وکړ.» هغه په دې اړه چې د امریکا غبرګون به څه وي وویل: «ژر به یې ووینئ». (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ ۱۷مه، اې، بي سي)

د امریکا له غبرګون څخه د «بایډن» هدف پر روسیې د لا ډېرو بندیزونو لګولو ته اشاره ده. جالبه دا ده چې د «پوتین» غبرګون نه یوازې دا چې ډېر کمزوری و، بلکې په ذلیلانه بڼه نرم و. هغه وویل: «مسکو به له واشنکټن سره خپلې اړیکې پرې نه کړي، بلکې د روسیې مصالحو ته په کتو به له متحده ایالاتونو سره کار ته دوام ورکړي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ ۱۸مه، د روسیې ټلویزیون)

د روسیې دغه کمزوری دریځ او اندېښنه په اوکراین، کریمه او اروپا کې پر دغه هېواد د امریکا د بندیزونو، فشارونو او نورو بریدونو له کبله ده. د یادولو وړ ده چې د روسیې د پارلمان رییس «ویچسلاو والودین» پر «پوتین» د امریکا د جمهور رییس «بایډن» لفظي برید ټولې روسیې ته سپکاوی وباله او ویې ویل: «بایډن پخپلو دغو څرګندونو سره زموږ ټولو هېوادوالو ته سپکاوی وکړ.  دا لفظي برید د کمزورۍ له امله دی؟. «پوتین» زموږ ولسمشر دی او پر هغه برید د ټولې روسیې پر وګړو د برید په مانا دی.» (سرچینه: ۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۷مه، د نن روسیه)

هغه څه چې روسیې ترسره کړل، په واشکټن کې یې خپل سفیر ور وغوښت او له هغه سره یې مشوره وکړه. نوموړي خپل ولسمشر اړ کړ چې له «بایډن» سره د لیدنې غوښتنه وکړې، خو د امریکا له لوري د هغه دغه غوښتنه رد شوه، چې دا پخپله بل سپکاوی بلل کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه بیانیه خپره کړه چې په هغه کې ویل شوي: «ډېره د تاسف خبره ده چې امریکا د ویډیو کنفرانس له لارې له «ولادمیرپوتین» سره د «بایډن» له خبرو کولو ډډه وکړه، چې ټاکل شوې وه دواړه جمهور رییسان د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۱۹ او ۲۲مه د دوه اړخیزو اړیکو ، ثبات او ستراتیژۍ په تړاو بحث وکړي.

په دې ترتیب، امریکایي لوري له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو لپاره د خبرو اترو بل فرصت هم له لاسه ورکړ  چې په دې برخه کې هم د ملامتیا ګوته امریکایي لوري ته نیول کېږي.» (سرچینه: ۲۰۲۱م کال د مارچ ۲۲مه)

۸- په همدغه دلیل، اوسمهال امریکا له ترکیې غواړي چې نه یوازې د امریکا له لوري د روسیې په اړه له پخواني ورکړل شوي سیاست څخه ډډه وکړي، بلکې د امریکا او نورو تړل شوو هېوادونو تر څنګ پر روسیه د فشار راوړلو لپاره یوځای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلېنکن» له خپل ترکي سیال «مولود چاووش اغلو» سره تر کتنې وروسته د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۲۳مه په بروکسل کې وویل: «د امریکا او انقرې تر منځ پر اختلافونو سربېره، په ناټو تړون کې د واشنګټن او ناټو سازمان لپاره د ترکیې د پاتې کېدو او فعاله رول لپاره ډېر مصلحت شتون لري او دغه هېواد پخوانی تړون کوونکی او ناټو سازمان ته ډېر ارزښت لري.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۳مه، رویټرز)

د ناټو سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» د ناټو هېوادونو او له اروپا څخه د دفاع لپاره د ترکیې خدمت وستایه او ویې ویل: «دا چې ترکیه د اورپا له غړیتوب څخه بې برخې ده او په هغه هېواد کې له عراق او سوریې سره پوله لري، په ختیځو برخو کې له ناټو څخه د دفاع لپاره ډېر مهم رول لوبوي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ شپږمه، اناتولي خبري اژانس)         

«اردوغا» پر دې ستاینې خوښي څرګنده کړه او پر خپل ټویټرپاڼه یې ولیکل: «ترکیه به د ناټو د تړون کوونکې په توګه د نړیوال امنیت او سولې لپاره خپلو ټولو ژمنو او خدمت ته دوام ورکړي.» هغه امریکا چې پر ترکیه فشار راوړي، څو له روسیې څخه د (S400) توغندویي سیسټم پر پلور سترګې پټې کړي. ترکیه هم په دې برخه کې ځواب ویلو ته چمتو ده، البته تر هغه وروسته چې امریکا ترکیې ته د هغه د پېرلو اجازه ورکړه، څو په ترتیب سره روسیه هیله‌منده کړي چې د سوریې له نظام څخه د ساتلو لپاره د امریکا په خدمت کې ده او اوسه په سوریه کې د روسیې رول ته اړتیا نه لري. دا د هغه سیاست دوام دی چې پر ترکیې د فشار راوړلو لپاره د «ټرمپ» په حکومتولۍ کې ترې ګټه اخیستل کېده. د بایډن په ریاست د امریکا حکومت د ۲۰۲۱ م کال د جنوري پر پنځمه اعلان وکړ چې امریکا له ترکیې غواړي، څو د (S400) سیسټم له پلور څخه ډډه وکړي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند «کیربي» وویل: «زموږ دریځ هېڅ نه دی بدل شوی او له ترکیې غواړي چې د (S400) سیسټم له پېرلو څخه ډډه وکړي.» لیدل کېږي چې ترکیه له خپل دریځ تېره شوې او دې ته یې غاړه اېښې ده چې د یونان غوندې عمل وکړي، چې توغندي په وسله‌تون کې وساتي او ګټه ترې وانه خلي. په دې اړه د ترکیې د دفاع وزیر «خلوصي اکار» وویل: «ترکیه چمتو ده چې له امریکا د اړیکو ښه کېدو لپاره له یاد هېواد سره د احتمالي معالمې په توګه او له هغو (S400) توغندویو څخه  چې له روسیې هېواد څخه یې اخیستې دي، نه کارېدو ته ژمنه پاتې شي.» هغه زیاته کړه: «موږ چمتو یو چې د یونان په کریټ جزیره کې د شته (S300) توغندیو پر سر هم خبرې وکړو.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال، د جنوري نهه، د ترکیې د ازادیو ورځپاڼه)

قبرس هم په ۱۹۹۹ م کال کې له روسیې څخه یاد توغندي وپېرل، ترکیې اعتراض وکړ او په پایله کې یې له یونان سره دې هوکړې ته ورسېده چې یاد توغندي د «کریټ» په جزیره کې ذخیره کړي او د یونان مالونه وشمېرل شي، هغه توغندي چې یوازې په ۲۰۱۳ م کال کې یو ځل د نظامي تمرینونو لپاره ترې ګټه واخیستل شوه.

۹- له دې څخه ښکاري چې امریکا د روسیې پر وړاندې سیاسي، اقتصادي، رسنیز او رواني برید لپاره برنامې جوړې کړې دي، څنګه چې د چین پر وړاندې یې هم ورته برنامې برابرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  «انتوني بلېنکن» د دغه هېواد سنا مجلس ته په خبرو کې وویل: «روسیه د جدول په سر کې ده» ده زیاته کړه: «د ډېر شمېر ګواښونو په اړه مې خبرې وکړې، هغه څه چې روسیه یې له ځینو جبهو څخه په منظم ډول طرحه کوي، ستر ګواښونه بلل کېږي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ د جنوري ۲۰مه، اناتولي)

د سپینې ماڼۍ ویاندې «جین ساکي» په دې اړه وویل: «روسیه باید د خپلو کړنو مسولیت پر غاړه واخلي، هغه شکونه چې روسیې له ۲۰۲۰ م کال راهیسې هڅه کړې چې د امریکا په ټاکنو کې لاسووهنه وکړي او دا څه د (CIA) سازمان راپور هم تاییدوي.» هغې زیاته کړه: «د جوبایډن په مشرۍ د امریکا حکومت د روسیې پر وړاندې پر یوې داسې تګلاره کار کړی چې د پخواني جمهور رییس «ډونالډ ټرمپ» له تګلارې سره بشپړ توپیر لري، روسیه باید د خپلو کړنو مسولیت پر غاړه واخلي.» (سرچینه: ۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۷مه، رویټرز)

دا هغه رواني جګړه ده چې امریکا د روسیې پر وړاندې پیل کړې، چې دغه هېواد په ځینو قضیو کې وګواښي او په ځانګړي ډول دا چې له یاد هېواد څخه د چین پر وړاندې ګټه واخلي. څنګه چې تر دې وړاندې یې د سوریې له مسلمانانو څخه ګټه واخیسته، هغه مسلمانان چې د امریکا او د هغې د مزدورانو پر وړاندې راپاڅېدلي وو. په دې اړه د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل: «د امریکا جمهور رییس «جوبایډن» به په یو مناسب وخت کې د روسیې له جمهور رییس «پوتین» سره وویني او د امریکا ولسمشر به له خپل دریځه تېر نه شي. له روسیې سره به اړیکې واضحې او ښکاره وي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۱۹مه، رویټرز)

امریکا په ورته وخت کې څنګه چې د خبرو لپاره ډیپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکوي، د برید له اسلوبو هم ګټه اخلي، څو په دې سره وښيي چې د قدرت په مرکز کې ده او غواړي چې نور په کمزوري دریځ کې له هغې سره خبرې وکړي. په دې سره به امریکا خپلې ټولې غوښتنې او ټول هغه څه چې د امریکا د ګټو لپاره دي، پر هغې ور وتپي. دا همغه تګلاره ده چې «ټرمپ» هم کاروله، خو د تاوتریخوالي په دریځ سره. نوموړي نور ګواښل او په ورته وخت کې یې د خپلو غوښتونو د تپلو لپاره له هغوی سره ډیپلوماټیکې اړیکې هم ساتلې؛ څنګه چې له چین او شمالي کوریا سره یې ورته عمل وکړ. بایډن هم په ورته وخت کې غواړي چې په داخل کې هم د قوي ارادې په ښودلو سره خپل دریځ واکمن کړي.

۱۰- دا هم د امریکا یو سیاست دی چې د روسیې او چین تر منځ خنډونه رامنځته کړي چې د یادو هېوادونو تر منځ نېږدوالی هم له منځه یوسي. امریکا روسیه ځانته نېږدې کوي او د چین پر وړاندې ترې ګټه اخلي.

ښکاره ده چې امریکا خپل دغه سیاست ته دوام ورکوي، البته ذلت ته د روسیې تر کشکولو وروسته. په همدغه دلیل، امریکا د روسیې پر وړاندې د برید سیاست غوره کړی، څو په دې سره یاد هېواد دې ته اړ کړي چې د چین پر وړاندې له امریکا سره یوځای ګام پورته کړي. دې ته په کتو چې روسیه تمه لري امریکا یې ځانته نېږدې کوي او په نړیوالو چارو کې یې شریکوي. خو امریکا داسې څه نه غواړي، بلکې غواړي چې دغه هېواد د خپل سیاست پیروی کړي او د چین پر وړاندې ترې ګټه واخلي؛ څنګه چې په سوریه کې یې ترې ګټه واخیسته.

امریکا لومړی غواړي چې روسیه د یو لوی هېواد په توګه په نړیوالو چارو او یا د نړیوالو چارو په یوه برخه کې شریکه کړي. په همدغه دلیل یې د دغه هېواد منزلت د ترکیې په کچه د سوریې چارو ته راټیټ کړی دی، هغه هم یوازې هغه چارې ترسره کولی شي چې امریکا ورته شین څراغ وښيي. امریکا اوس هم هغه هېواد دی چې د پراختیاغوښتنې غرور پرې واکمن دی، دې ته په کتو چې په نړیواله کچه راټیټه شوې او په ناوړه حالت کې ده. په داخل کې هم لکه «چینجی» خپل ځان خوري.

۱۱- روسیه هڅه کوي چې له چین سره د امریکا پر وړاندې خپل دریځ پیاوړی کړي او کېدایشي پر دې پوه شوې وي چې امریکا د چین پر وړاندې له مسکو د ګټې اخیستو اراده لري. په همدغه دلیل د امریکا په دام کې نه ده راګیر شوې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې وویل: «ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «لاوروف» د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۲۳مه له خپل چیني سیال «وانګ یي» سره د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو همغږیو په تړاو خبرې وکړې او په لوړه کچه د اړیکو پر ټینګېدو وغږېږي. دواړه هېوادونه په نړیوالو قضیو کې ورته دریځ نیولو ته ژمن دي او په نړیوال سیاست کې هم همغږیو ته دوام ورکوي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ د مارچ ۲۲مه، نووسټي)

د روسیې او چین د بهرنیو چارو د وزیر تر کتنې وروسته «لاوروف» وویل: «دواړو هېوادونو د دوستۍ او همکارۍ هوکړه د پنځو نورو کلونو لپاره هم وغځوله.» د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل: «د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې دې هوکړې د چین او روسیې د اړیکو د ودې او دوام لپاره د یو قانوني بنسټ په توګه رول لوبولی او د دواړو لورو د اړیکو په پراختیا کې یې مرسته کړې ده.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۳مه نووسټي)

خو پر دې ټولو سربېره، تر اوسه دا هوکړه له امریکا سره د مخ کېدو لپاره په نړیوال ګډ کار او دوه اړخیزه تړون نه ده بدله شوې. ځکه دواړه هېوادونه هڅه کوي چې له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي او دغه هېواد ته ځان نېږدې کړي. په ښکاره روسیه نه غواړي چې چین ته نېږدې شي، په داسې کچه چې په بشپړه توګه د دغه هېواد باور تر لاسه کړي. ځکه په دې کار سره په نړیواله کچه هغه ځای چې د امریکا تر څنګ د نړۍ دویم هېواد شي، له لاسه ورکوي. نو په همدې سره له امریکا سره نورو شخړو راپورته کېدو ته لمن نه وهي، چې ګنې بیا به په اوکراین، کریمه، منځنۍ اسیا او قفقاز کې ورته ستونزې پیدا کړي.

۱۲- امریکا غواړي چې خپل تړون کوونکي هېوادونه پر ځان راټول کړي او په دې سره د روسیې او چین پر وړاندې خپله مبارزه اعلان کړي. په ورته وخت کې غواړي چې د خپلو تړون کوونکو په زړونو کې خپل ډار او وېره نوې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ناټو په مقر کې د دغه سازمان له سرمنشي «سټولټنبرګ» سره تر کتنې وروسته وویل: «راغلی یم چې له دغه سازمان څخه د امریکا بشپړ ملاتړ اعلان کړم، څو دغه ګډون نوی شي. موږ غواړو چې دغه تړون له خپلو شریکانو سره په ناټو کې لومړۍ مقام ته ورسوو.» ده زیاته کړه: «دغه تړون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ګواښونو له امله په حساس پړاو کې دی او امریکا په وار وار په افغانستان کې مسایلو ته له سره کتنه کوي او ډېر ژر به په دې اړه له خپلو تړون کوونکو سره مشوره وکړي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ د مارچ ۲۳مه، فرانس۲۴، رویټرز)

امریکا غواړي چې په یوه غشي دوه نښانه وولي: هم غواړي چې د خپلو تړون کوونکو په زړونو کې خپل ډار او وېره نوې کړي او هم غواړي چې په اروپا کې له روسیې او چین سره مخامخ کېدل اعلان کړي.

امریکا پر المان فشار راوړي، څو ځان اورپا ته د ګازو د لېږد لپاره له «شمالي ۲ جریان» څخه چې د بالتیک تر سیند لاندې د روسیې او المان تر منځ تېرېږي، صرف نظر وکړي. امریکا د ۲۰۲۰ م کال په جنوري میاشت کې پر هغو شرکتونو سخت بندیزونه ولګول چې په دې پروژه کې یې ګډون کړی او د نل لیکو غځېدو درېدو غوښتنه یې وکړه. امریکا همدارنګه غواړي د دې پروژې پر تمویلوونکي الماني صندوق بندیزونه ولګوي. د المان کابینې دا موضوع وغندله او ویې ویل: «پر الماني او اروپايي شرکتونو د بهرنيو یو اړخیزه بندیزونو په تړاو د المان حکومت باید دا فکر ونه کړي چې دا بندیزونه پر صندوق نه دي... برلین د ګازو پر دې نل لیکې د امریکا بندیزونه سخت غندي...» (سرچینه: ۲۰۲۱ د مارچ لومړۍ، سپوټنیک)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «نید برایس» وویل: «د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن له خپل الماني سیال «هایکو ماس» سره د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې په بروکسل کې ولیدل او د امریکا له تړون کوونکو سره یې د روسیې د هغو هڅو د مخنیوي لپاره چې امنیت ته ګواښ پېښوي، خبرې وکړې.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۴مه، د.ب.ا)

دا هغه سیاست دی چې امریکا یې د ټرمپ د واکمنۍ له وخته څاري او د بایډن په حکومت کې هم همدا سیاست څارل کېږي. امریکا غواړي چې له اقتصادي پلوه پر روسیه برید وکړي او له اروپا سره د دغه هېواد اړیکې ترینګلې کړي. همدارنګه المان دې ته اړ کړي چې په ټیټ کیفیت او لوړه بیه امریکایي ګاز وپېري.! 

۱۳- په وروستیو کې باید ووایو: امریکا هغه هېواد دی چې ځان زبرځواک بولي... نړۍ یې پخپل ظلم او فشار کلابنده کړې او تل د نورو هېوادونو او خپلو وګړو پر وړاندې ناوړه کړنې ترسره کوي. الله سبحانه وتعالی څومره ښه فرمایلي دي:

﴿أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ يَخْسِفَ اللَّهُ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ (45) أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِي تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُمْ بِمُعْجِزِينَ﴾ 

[نحل: 45-46]

ژباړه: ایا دسیسې جوړونکي له دې نه ناخبره دي چې کېدایشي الله سبحانه وتعالی هغوی په ځمکه کې رانسکور کړي او یا له هغه الهي عذاب سره مخ شي چې تمه یې نه کوي.

د حزب التحریر امیر

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې