شنبه, ۱۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

تاریخ هجری :22 ذولقعده 1445
تاریخ میلادی : پنج شنبه، 30 می 2024م

شماره صدور:د صدور ګڼه: ۱۸/ ۱۴۴۵

دفتر مطبوعاتی
ولایه لبنان

اعلامیه مطبوعاتی

«الَّذِينَ قالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزادَهُمْ إِيماناً وَقالُوا حَسْبُنَا اللهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ» [عمران: ۱۷۳]

ژباړه: «هغه کسان چې خلکو (منافقانو) ورته وویل: ستاسو (دښمنانو ستاسو پر ضد لویې لښکرې راغونډې کړي دي)، ورڅخه وویریږئ. نو د دې په اوریدو یې نور هم ایمان پیاوړی شو او ویې ویل: زموږ لپاره الله سبحانه وتعالی کافي دی او هغه ښه ملاتړی او وکیل دی.»

په مصر او لبنان کې د امریکا ظالم اجنټان د حق پر وړاندې ګډه جګړه کوي!
(ژباړه)

کله چې حزب التحريرـ ولایه لبنان د فلسطين او په ځانګړې توګه د غزې او رفح ښارونو د خلکو د ملاتړ لپاره په بيروت کې د مصر سفارت مخ ته د حق غږ پورته کول او تظاهرات اعلان کړل، په ښار کې، چې د مسلمانانو ښار دی، امنیتي دستګاه بسيج شوه. د ټولنيزو رسنيو له لارې تر اعلان يو ساعت وروسته يو ارګان پرته له کوم قانوني بنسټ او قضايي پلاوي په بيروت کې د حزب دفتر ته ورغئ او ويې ويل چې د دغه امنيتي ارګان له لوري یادو تظاهراتو ته اجازه نه ورکول کېږي.

موږ د امنیتي نظام پر تړاو پوهېږو، چې په اسلامي خاورو کې د کافر استعمارګر غرب له لوري د خپلو ګټو لپاره رامنځ ته شوي دي. موږ پر پوځونو د غږ له قدرت څخه چې په اسلامي خاورو کې د حزب التحریر له لوري رهبري کېږي، په بشپړه توګه خبر یو. دا غږ د خپل امت او اړوند مسايلو د ملاتړ په موخه کېږي، ځکه چې دغه پوځ د امت بچیان دي او په فلسطین کې د خپلو خلکو په درد یې وينې په جوش راځي او زړونه یې پرې دردېږي، خو دوی په ځنځيرونو تړل شوي او له حرکت څخه راګرځول شوي دي! د مصر د پوځ سرتيري چې څو ورځې وړاندې يې په رفح سيمه کې پر يهوديانو او غاصبينو ډزې وکړې، د دې خبرې غوره بېلګه ده. یهودانو او حکامو هڅه کوله چې خبر پټ کړي، ځکه دوی وېره درلوده چې نور پوځونه د دوی له نېک نیت او صادقانه کړنو څخه خبر نه شي.

هغوی چې موږ او امت ترې کرکه لرو او لعنت پرې وایو، خایین حکام او د هغوی ظالمانه دستګاوې دي؛ الله سبحانه وتعالی خو دې دوی ذلیل او رسوا کړي؛ د دوی دنده دا ده چې امت او پوځونه یې له هر مخلصانه عمل څخه راوګرځوي! د دوی دنده د استعمار تر ساتنې پورې محدوده ده! په دغه نظام کې دننه یهودي دولت دی!! ولې به نه وي، په داسې حال کې چې یهودي دولت د هغو استعماري دولتونو تر څنګ موجود دی چې د وطن په نامه یادیږي؟ ایا د بالفور اعلامیه او د سایکس- پيکو مرزبندي له یوه رحم څخه نه وو زيږېدلي!؟

موږ به په فلسطین کې د خپلو خلکو د دفاع او ان د دغو اجیر رژیمونو د بدلون لپاره پر پوځونو له غږ او د هغه څه پر شا نه ځو چې زموږ حقيقي دين یې له موږ څخه غواړي.

د دغه غږ (دعوت) د مخنیوي په اړه د لبناني چارواکو پرېکړې له هغو پرېکړو پرته بل څه نه دي، چې د شیطاني قدرتونو، امریکا د سفارت په ملاتړ صادرې شوې؛ هغه امریکا چې بخپله د ازادۍ ادعا او نړۍ ته یې تبلیغ کوي! خو کله چې په امریکا کې دننه محصلینو اقدام وکړ، وځپل شول او ښوونيز او ښکاره حقونه یې غصب شول!

د لبنان چارواکي لیواله وو چې له یهودو سره «د سمندري پولو تعینولو» او وروسته «د ځمکنیو پولو تعینولو» تر نامه لاندې پټې اړيکې یوې پایلې ته ورسوي.

د لبنان حکام د سعودي، مصر، سوریې، ایران او ترکیې له حکامو سره کوم توپیر نه لري! دوی ټول د غرب اجنټان او پیروان دي؛ امریکا واک ته رسولي، مشروعیت يې ورکړی، او که یې خلک پر وړاندې اقدام وکړي، ساتي یې! ان که دوی له وحشت څخه ډکه ټول‌وژنه وکړي، بیا هم لکه څنګه چې ليدل کېږي، احساس شوې او ښکاره ده، امريکا د دوی ساتنه کوي!

موږ حزب التحريرـ ولایه لبنان اعلانوو چې د مسلمانانو او په ځانګړې توګه د غزې د مسلې د ملاتړ لپاره به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو او د مسلمانانو په ځانګړې توګه د مصر پر پوځ غږ کوو چې په غزه کې د خپلو خلکو دفاع وکړي.

د حزب فعالیتونه به نه یوازې په پلازمینه، بلکې په ټول لبنان کې دوام مومي. موږ له دغه فرصت څخه په استفادې پر خلکو غږ کوو چې د خپلې پرېکړې پر مهال د چارواکو تسلط رد کړي. هغه خلک چې په اصل کې دغه ښار ته د اسلام له بندرونو او سواحلو څخه د یوه بندر او ساحل د ساتونکو په توګه راغلي وو، هیڅکله د یهودي دولت ساتونکي نه وو او ان شأالله نه به وي، بلکې د مفسدينو، د دوی د ځواک او وسایلو مخالف به وي.

د حزب التحريرـ ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ذوالقعدې ۲۲مه

۲۰۲۴م کال، د مې ۳۰مه

ژباړن: اسرار تکل

ابراز نظر نمایید

سرزمین های اسلامی

سرزمین های اسلامی

کشورهای غربی

سائر لینک ها

بخش های از صفحه