سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

روسیه یو ځل بیا په امپراتورۍ بدلیږي

  • خپور شوی په سیاسي

د شلمې پېړۍ په ۹۰لسیزه کې،  د روسیې مرکزي حکومت کمزوری و، سربېره پر دې چې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو له سقوط څخه یوه ورځ مخکې دغه هېواد پر ۱۵ خپلواکه دولتونو وېشل شوی و. مرکزي دولت د خپل ځان او نفوس ساتلو لپاره یو شمېر جمهوریت او خپلواکي غوښتونکو ملي رهبرانو  ته خیالي حاکمیت او زیات شمېر امتیازونه ورکړل، چې له شوروي اتحادیې څخه پر جلا شويو دولتونو نفوس ولري او د دې لپاره یې د خپلواکه دولتونو په نامه یوه اتحادیه رامنځ ته کړه.

د شوروي امپراتورۍ د ړنګېدو په څپه کې، د روسیې خلک او هغه برخه، چې د شوري اتحاد په وخت کې د روسي فدرالي سوسیالیستی جمهوریت به نوم یادېدله، کله چې له ۱۹۹۱م، وروسته د روسیې د فدراسیون په نوم یاده شوه، هم یې د خپلواکۍ هلیه لرله. د دې لپاره چې د روسیې فدرالي سوسیالیستي جمهوریت له بشپړ سقوط څخه و ژغوري، نو یو جلا خپلواک دولت شو او مسکو  په پراخه کچه خپلواکي او قدرت ورکړل. البته دا ټول یو فریب و، که څه هم، دوی ازادي او واک درلودل، خو یو جلا دولت یې نه درلود، بلکې د روسیې یا مرکزي دولت یوه برخه و. له واک څخه د دغو خلکو لرې کول او ازادي ترې اخیستل یوازې تر یوه وخته محدود و، چې مرکز ي دولت قوي او پیاوړی شي. په هغه وخت کې د ا اسانه وه، چې عامو خلکو، د ملي ګوندونو مشرانو او فعالینو ته، چې د خپلواکۍ لپاره یې هڅې کولې، د ځینو شعارونه په ورکولو سره تېر باسي  او هغوی ته تشې ژمنې ورکړي. لکه  د هغوی ګټې ساتل، خود مختاري یا ازادي ورکول، د جمهوریتونو د ولسمشرانو حیثیت ورکول، د سیمه ییز اساسي قانون جوړول، مقننه ارګانونه او محکمې جوړول رامنځ ته کول، خو هغوی ته یې د دې چانس نه ورکاوه، چې بشپړه خپلواکي ولري او جلا دولت جوړ کړي. که دوی نه وای تېر ایستلي نو اوس به ټولې هغه سمیې، چې مسلمانان په کې مېشت دي، لکه تاتارستان، باشکورستان، چیچنیا، داغستان، انګوشتیا، کاراچي چیرکیسیا، کباردینو-بلکاریا، اډیکیا له روسیې  څخه جلا شوی وای او همدارنګه له دوی څخه به ټولو هغو مسلمانانو، چې له روسیې سره یې ګډ یا نږدې پوله لري لکه چیلیابینسک، سویرډلوسک، اورینبورګ، ساراتوف، کراسنودار له دوی څخه پیروي کړې وای..

له هغه وروسته په مسکو کې مرکزي دولت پیاوړی شو، ورو ورو یې وفادار خلک په کلیدي پوسټونو وګومارل او هغوی ته یې ډول ډول امتیازونه ورکړل او  د دې چانس یې ورکړ،  چې محلي بودیجه کمه کړي/ یا یې له منځه یوسي او له بېلابېلو لارو پخواني خلک وګواښي، چې په خپل ځان متکي شي. په ټوله کې مسکو هڅه کوله، چې له  دوی څخه دا ټولې خپلواکۍ او امتیازونه  واخلي، مجبور یې کړي، چې د موقف او چوکۍ په بدل کې ترې خپلواکي واخلي او له خپلو خلکو غلا وکړي. دا پورتني موارد په باشکورتوستان او تاتارستان دواړو باندې تطبیق شول.

د یادونې وړ ده چې په ۹۰لسیزه کې د ټولو مسلمانانو لپاره یو غوره چانس و، چې د مسکو له استعمار څخه ځانونه ازاد او په بشپړه توګه له روسیې څخه جلا شي. خو خبره تر وخت تېره وه او له  ملي حرکتونو/ګوندونو څخه خلک مایوسه وو، له همدې امله غلي وو، ځکه چې د روس پلوه رسنیو پروپاګند د پرمختګ په حال کې و او ټول خپلواک سیاست وال، ژورنالیستان بې اغیزې او له منځه تللي وو او مسکو باشکورتستان او تاتارستان له ټولو پورته ذکر شویو ګټو، واک او له خپلواکیو څخه بې برخې کړي وو. ملي بانکونه او پوستي دفترونه له منځه تللي و، د ملي جمهوریتونو قوانین په بشپړه توګه د روسیې فدراسیونونو له قوانین سره برابر جوړ کړل، بیا مسکو پرېکړه وکړه، چې دغه جمهوریتونه د بودیجې کومه برخه ورکړي او کومه خپل ځان ته وساتي.

له هغه وروسته د مسکو کړنلاره تر ډېره امپریالیستي بڼه غوره کړه: لکه د خیالي واکمني له منځه وړل. تش په نامه جمهوریتونو کې له والیانو څخه صلاحیت اخیستل، چې ښه بېلګه یې په دې  وروستیو کې د تاتارستان مشر له واکه ګوښه کول و، خپل ځانونه د یادو خلکو/جمهوریتونو مشران ګڼل. په ولایتونو کې د جمهوریتونو د نوم بدلول، لکه څنګه چې د روسیې د امپراطورۍ په وخت کې و، چې په فتحه شویو سیمو کې  به نظامي رژیم د والي له خوا اداره کېده. د اوږدې مودې لپاره د روسیې د فدراسیون ولسمشر تام الاختیار استازو یا سفیرانو په ځینو سیمو کې د سیمې له مشرانو سره په همغږۍ  فعالیت کاوه. هغه کسان چې مخکې د خلکو/جمهویتونو مشران یا د ملت استازي ټاکل شوي وو، اوس مسکو کولای شي، چې پرته له کوم ډار څخه دغه کسان لرې او پر ځای یې روسان وګوماري. اوس د ملي جمهوریتونو ژبه په تدیریجي ډول بنده شوې یا د یوې رسمي ژبې په توګه ورته نه کتل کیږي. د دغه ژبې زده کړه په عمومي ښوونځیو کې اختیاري ده او په اونۍ کې له دوو ساعتونو څخه زیاته نه ده. په دې توګه مسکو په تدریجي ډول غواړي د زور او فشار له لارې خپل ځان قوي کړي.

په دې ورستیو کې دا تش په نامه واکمني او خیانتونه ورځ تربلې روښانه کېږي او ځینې روڼ اندي په ښکاره دا خبره کوي. د مثال په توګه، د تاتار د ملي خپلواکي ګوند بنسټ اېښودونکی اتیفک فوزیه بیراموال د هغه ادعا په اړه نیوکه وکړه، چې ګواکي تاتاریان خپل دولت لري. هغې په ۲۰۱۹م، کې په یوه غونډه کې چې د یادګاري مراسم په کې ترسره کېدل، وویل: «دا یو دولت نه دی، بلکې یوه استعماري اداره ده. هغې وویل، چې دا ټوله واکمني او امتیازات  یې موږ ته د دې لپاره راکول، چې موږ ته فریب راکړي، هغې د تاتارستان د استعمار ختمولو غوښتنه کوله. له بده مرغه، د تاتار ملي ګوند روڼ اندي  په دې اړه ډېر وروسته پوه شول.

نن ورځ په سیمه کې پر مسلمانانو د استعماري فشارونو کچه په تېرو دېرشو کلونو کې اوج ته رسېدلې. مسکو د تاریخ د بیا لیکلو لپاره له خپل هدف سره سمه کړنلاره تعقیبوي او غواړي له بېلا بیلو لارو  په ښکاره  او پټه پرته له دې چې د عیسویت تاوترخوالی ښکاره کړي، سیمې اشغالوي. کله ناکله د استعمار اصلي واقعت دا هم دی چې دوی غواړي ټول تاریخي اثار له منځه یوسي په ځانګړې توګه هغه تاریخي اثار چې واقعتونه څرګندوي. دغه اثار او واقعتونه د محکمو لخوا څېړل کېږي او د افراطیت نوم ورکوي  او منع کوي یې، چې غوره بېلګه یې د تاتارانو د پټ تاریخ کتاب (وخیت اماموف) بندول و. همدارنګه د کازان د ښار نیولو ته دفاع او ساتلو رنګ ورکوي او د کازان د سقوط ورځ د خلکو د یووالي ورځ نوموي. د کازان د کلیسا مشران  وایي، چې ښاغلی ایوان چې لومړنی تاسر یا تاتار دی له هغو مرستو او تعلیمي زده کړو، چې د روسیي امپراتورۍ له لوري یې د کازان ښار او نورو سیمو سره کړې، باید مننه وکړي.   

د ۲۰۲۱ م، د اکتوبر په میاشت کې په باشکورتوستان کې د کیسابیکا یادګارۍ ننداره  ناڅاپه لغوه شوه او د خپرولو اجازه یې ورنه کړه. په دغه نندارتون کې د یوې مسلمانې ښځې، چې نوم یې کیسابیکا بیراسووا ریشتنې کیسه بیاندله. دا مسلمانه ښځه په زور عیسوي شوې وه او په یکاترینبورګ کې د غلامې په توګه یې کار کاوه. دری وارې بېرته  بشکورستان ته وتښتېده او مسلمانه شوه، په پای کې یوه روسي جنرال سیمونوف  د دغه ۶۰ کلنې ښځې د سوځولو امر وکړ. په ۱۷۳۹م، کې د فبروري په ۸ نېټه د نوموړې په اړه پرېکړه شوې وه، چې هغې د عیسویت دین پریښی او مسلمانه شوې ده. نوموړې یې د یکاترینبرګ په مرکزي چوک کې اعدام کړه. په دې توګه یې د عیسویت دا ډول تاوتریخوالی چې د بشکورستان  مسلمانانو پر وړاندې یې ترسره کړی، روسي اشغال غواړي له تاریخ څخه پاک کړل..

ډېره موده وشوه، چې په هره پلمه، اسلامي جوړښتونه ان هغه کلیساوې لغوه اعلان شوې، چې په رسمي روحانیت پورې تړلې وې، د هغو اسلامي سازمانونو ځپل خو یوې خواته پرېږده، چې په رسمي روحانیت پورې نه وو، تړلي. یعنې که چېرې د «سنتي اسلام» د اصطلاح په مقابل کې د «رادیکال» اصطلاح ترویج کېدله، خو اوس له فیزیکي پلوه د ټولو مسلمانانو په نیولو او له صحنې څخه لیرې کولو سره، غواړي د رادیکال اصطلاح پر ځای د منځلاري (معتدل) اصطلاح وکاروي.

له پاسنیو مواردو څخه دا په ډاګه کېږي، چې د مسلمانانو پر وړاندې د دوی پالیسي بدله شوې ده. پخوا پالیسي چې  مسلمانان په دودیزو او افراطي نومونو ووېشي، بندیان یې کړي ، یا له منځه یې یوسي. چارواکو به د دا ډول ظلمونو د توجیه کولو لپاره پادریانو ته مراجعه کوله، ترڅو مسلمانانو ته ډاډ ورکړي او عامه افکار وغولوي. اوسمهال یې ټوله سیمه له افراطیانو څخه پاکه کړې، په ورته وخت کې مسلمانان وېره لري، چې امنیتي ځواکونه په ډېر تکبر او سپین سترګۍ کولای شي د اسلام پر وړاندې مبارزه وکړي، پرته له دې چې اخلاقي معیارونه په نظر کې ونیسي. چارواکي به تر هغه د دغه ظلومونو مخه ونه نیسي، چې له مسلمانانو ټول ارزښتونه واخلي یا یې د دوی نظر او فکر نه وي منلی، چې ښې بېلګې یې د  تاتار او بشکر د مسلمانانو ژبه، کلتور، ارزښتونه او مذهب بدلول دي. به ورته وخت کې د دغه چارواکو استازو هڅه کوله، چې د مسلمانانو امامان، د دیني پوهنتونونو استادان او ساینس پوهان کنټرول کړي، ځکه دوی د مسلمانانو پر ځای پر چارواکو باور کاوه.

دا حالت د مسلمانانو لپاره یو بل تاریخي درس دی او باید پوه شي، چې هر وخت دوی د اسلام له احکامو مخ اړولی او یا یې له یرغلګرو سره همکاري او جوړجاړی کړی، نو خامخا له ماتې سره مخ شوي دي. نن ورځ په دې سختو حالاتو کې د سیمې د خلکو لپاره تر ټولو مهمه خبره له استعمار څخه د ځانونو خلاصول  او له اشغالګرو سره د هر ډول همکارۍ مخه نیول دي. تر ټولو مهمه دا ده، چې دوی باید په خپل دین منګولې ولګوي، ویې ساتي او په ورځنیو چارو کې له هغه سره سم ژوند وکړي، الحمد الله په دې ورستیو کې موږ وینو چې د روسي اشغال لاندې د ټولو مسلمانانو په منځ کې دیني او سیاسي شعور راژوندی کیږي او روسي استعمار چې هرڅومره هڅه کوي، د دې څپې مخه ونیسي، نوره هم قوي کېږي.

الله سبحانه وتعالې فرمایي:  

{إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ} [الانفال: ۳۶]

ژباړه: کومو خلکو چې د حق له منلو څخه انکار کړی، هغو خپلې شتمنۍ د الله تعالی له لارې څخه د منع کولو لپاره لګوي او اوس به یې لا زیات لګوي. خو په پای کې به همدا هلې ځلې د دوی لپاره د پښېمانتیا لامل وګرځي، بیا به هغوی مغلوب وي او بیا به دا کافران د دوزخ لوري ته محاصره شوي ورشي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: شیخ الدین عبدالله

 

د مطلب ادامه...

د رسنیو، تفریح او ساتېرۍ لپاره د امریکا طرحه

  • خپور شوی په سیاسي

د رسنیو له لارې د ناسمو نظریو لېږد او عادي کېدل

امریکایي ټلویزیونونه داسې سینمایي فلمونه نندارې ته وړاندې کوي چې په لومړي سر کې بې زیانه معلومېږي او موږ یې لیدلو ته هڅوي، خو په همدې حال کې د غرب حکومتي بنسټونه داسې څه کاروي چې د اسلامي نړۍ په ګډون د نورې نړۍ پر سیاسي نظریو او فکرونو اغېز وکړي.

تفریح پر ذهن اغېزه کوي او د عادي کېدو لپاره ناسم مفاهېم توجیه کوي. په وروستیو کې په ټولنه کې ناسم فکرونه خورول عادي شوي دي. یعنې هغوی د تفریح پر وخت الکولي مشروبات، نشه‌یي توکي کاروي او همدارنکه زنا او همجنس پالنه دودوي. دا څه د تفریح د صنعت او د رسنیو په مرسته عادي شوي دي.

د همجنس پالنې عادي کېدل

(هالیوډ) د همجنس پالنې په عادي کېدو کې ډېر اغېزمنه وه، ځکه هغوی په دې برخه کې خپلو فلمونو ته کمیډي رنګ ورکوي. لکه د «ابدیان» «غرنیز بروکبک» یا «زه اوس تا چاک تلفظ کوم». په ۱۹۹۶ م کال کې د لومړي ځل لپاره د همجنس پالانو واده د ټلویزیون له لارې ترسره شو، دا هر څه په تلویزیون کې په همدې اړه د کمډي تر خپرېدو پنځه اونۍ وروسته ترسره شول.

په لومړیو کې په امریکا کې دننه دا څه سخت وغندل شول، یعنې د امریکا په «رپورټ ارټور»، «تکزاس» او یو شمېر نورو برخو کې.

د وخت په تېرېدو سره د همجنس پالنې څپه نوره هم خپره شوه چې د رسنیو په قوانینو کې د اصلاحاتو د زده کړو لامل شوه. اوسمهال د همجنس پالانو واده کول عادي شوي دي. په داسې حال کې اوس د محارمو د عادي کېدو لپاره هڅې روانې دي.

د خوندپالنې خپرېدل

له فکري پلوه تفریح او ساتېري د غربي ژوند سبک خپروي چې هغه خوند اخیستنه یا خوندپالنه ده. خوند اخیستل او خوندپالل یوه غربي اخلاقي نظریه ده چې همدا څه د انسان د ژوند لپاره په خیر یادوي. دا هرڅه د کلیسا د محدودیتونو په غبرګون کې په غربي ټولنه کې رامنځته شول. په اصل کې خوند اخیستل او په ژوند کې خوندپالنه دا ده چې نورو ته د خپلې ساتېرۍ پر مهال زیان ونه رسوې. باید د مذهب له طرفه پر خوند اخیستنې او پالنې کوم محدودیت شتون ونه لري. امریکایي تفریح ګاني اوسمهال په اسلامي نړۍ کې هم د خورېدو په حال کې دي او هغوی هڅه کوي چې همداسې تفریح په اسلامی هېوادونو کې هم دود شي.

د امریکا د پنټاګون او سې ای اې قوانین

دا هغه موضوع ده چې د امریکا پنټاګون له ۱۹۴۸ م کال راهیسې د تفریح لپاره د اړیکو دفتر درلود. د امریکا د اطلاعاتو ازادۍ قانون له لارې له ۱۹۱۱ م کال راهیسې بیا تر ۲۰۱۷ م کال پورې د امریکا د دفاع وزارت له لوري د ۸۰۰ فلمونو ملاتړ شوی دی.

په دې کې د «بلاک بسټر فرنچایزونه» شامل دي لکه ټرانسفارمر، اوسپنه مین او ټرمینټر. په ټلویزیونو کې له ۱۱۰۰ سرلیکونو څخه ډېرو د پنټاګون ملاتړ تر لاسه کړ. کله چې سې ای اې په ۱۹۹۶ م کال کې د تفریح لپاره دفتر پرانیست، د سرتېرو نیولو یا «پاچینو» په نوم یې د فلم پر جوړېدو کار پیل کړ او د اسامه بن لادین د ترور پر فلم «زیرو، ډرک ټري» یې هم کار پیل کړ.

د امریکا د دفاع وزارت د تفریح د اړیکو دفتر اسناد ښيي چې له (ځانمرګي) «جان ګان» سره د یو نظامي اړیکه د جاسوسۍ په اړه د امریکا یو زړه راښکونکی دید دی. امریکا په لاتین امریکا کې د بې ثباتۍ رامنځته کولو او جنایتونو لپاره عملیات ترسره کړي دي.

د ساتېرۍ ، رسنیو او قانون جوړونکو اړیکې

په امریکا کې شپږ ملتي شرکتونه د ټولو رسنیو کنټرول په لاس کې لري، لکه ورځپاڼې، مجلې، ټلویزیونونه، نور رسنیز کانالونه، د هالیووډ سټیوګانې او ویسایټونه. هغو عبارت دي له  Time Warner، Walt Disney، Viacom، Rupert Murdoch’s News Corp.، CBS Corporation او NBC Universal.

د رسنیو تر ټولو ستر څښتن ګوګل دی او تر هغه وروسته والټ ډیزني، کامکسټ، د شلمې پېړۍ فاکس او یو بل (سي بي ایس) شرکت دی. رسنۍ د کانګرېس له غړو او سناتورانو سره پیاوړې اړیکې لري او په خپل وار سره یې له خپلو برنامې خبروي.

د امریکا متحده ایالاتو فراملي شرکتونو څخه چې هر ډول اطلاعات خپرېږي، هغه پر اسلامي نړۍ م اغېز لري.

په اسلامي نړۍ کې د خوند اخیستلو پرمختګ

غربي ساتېري او تفریح په ټوله نړۍ کې د کار دستور لري، خو د اسلامي نړۍ لپاره ځانګړې اجنډا لري. غرب غواړي چې په دې سره خپل غربي ژوند په اسلامي نړۍ کې د ژوند طریقې لپاره وټاکلي او د اسلامي ژوند پر ځای یې ځای پر ځای کړي.  دا د هغوی فرهنګي برید دی. هغه ځوانان چې د مور په غېږه کې ښه روزل شوي دي، هغوی ته بلنه ورکول کېږي، څو په دې سره هغوی د غربي ژوند سبک وپالي. له تفریح څخه هدف د شهوت پیروي ده، نه د الله سبحانه وتعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر څخه پیروي. دا هغه څه دې چې پر موږ اغېز کوي. په دې سره موږ هر حرام فعالیت ترسره کولو ته هڅول کېږو.

ناخوښي او ګواښونه

دا سمه ده چې انسانان پر خپل ځان اغېزمن څیزونه خوښوي. پر همدغه اساس، په دې ځای کې انسان د خپلې خوښې او ناخوښې وړ څیزونه ویني او پر هغه قضاوت کوي. دغه امر د هغه په چارو کې له قانوني کېدو او غیرقانوني کېدو څخه بېل دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَىٰ أَن تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ [بقره: ۲۱۶]

ژباړه: تاسو ته د حق په لاره کې جګړه لیکل شوې ده، دفاع اړینه ده او ایجابوي، په داسې حال کې چې هغه دې نه خوښېږي. کوم څه چې ستاسو نه خوښېږي، کېدایشي خیر مو پکې وي او هغه چې ستاسو خوښېږي، شاید هغه مو په زیان وي. ستاسو پر رښتیني مصلحت یوازې الله سبحانه وتعالی پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.

پر دې سربېره چې انسان جګړه کول نه خوښوي، خو د الله سبحانه وتعالي په لاره کې جهاد ته ځي او هغه یې خپله په خیر ټاکلې ده.

هغه عمل چې الله سبحانه وتعالی پر خوښ دی

اسلام د لذت اخیستنې لاره نه ده چې پکې د خپلې خوښې او ناخوښې پر اساس په هغه کې افراط او پرهېز وکړي. الله سبحانه وتعالی له دې څه څخه ډډه کول فرمایلي دي. هغه څه چې الله سبحانه وتعالی ورته ویلي وي، باید هغه ترسره کړي او نه د خپلو غوښتنو پر اساس. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ﴾ [مایده: ۴۹]

ژباړه: او بل فرمان دا دی چې هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي، د هغو اړوند حکم وکړه، د هغوی د نظریو او رایو پیروي مه کوه. پام کوه، کوم څه مې چې پر تا نازل کړي، دوکه درنه کړي.

د اسلام له نظره زموږ د خوښې او ناخوښې څیزونه

سربېره پر دې، اسلام د اسلامي احکامو پر اساس خوښي او ناخوښي ټاکي. نو انسان د الله سبحانه وتعالي پر لاره منګولې لګول خوښي او الله سبحانه وتعالی خوشحاله کوي. مومن د الله سبحانه وتعالی په خوښۍ سره د الله سبحانه وتعالی د امر پیروي کوي. ځکه د هغه غوښتنې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړي، سرچینه اخلي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لا يُؤمنُ أحدُكُم حتى يكونَ هَوَاهُ تبعًا لما جِئتُ بِهِ»

ژباړه: د یو چا خوهشات او غوښتنې باید له هغه څه سره سم وي چې ما راوړي دي او هغه وخت یې ایمان بشپړ کېږي.

نو مومنان د شرابو څښل، د نشه يي توکوکارول، تفريح او زنا نه خوښوي، که څه هم خوندور وي. همدا رنګه دوی واده، لمونځ او د حلال وسیلو څخه عاید خوښوي.

په خلافت دولت کې رسنۍ

په خلافت دولت کې به رسنۍ د اسلام د حقایقو، هغه سکون او خوښۍ چې افرادو او ټولنې ته به یې رسوي، هغه عدالت او د دولت نظامي ښه‌توب به خپروي. سربېره پر دې، د خلافت رسنۍ به د انسان په لاس جوړ شوي نظامونو دروغ او فساد او همدارنګه د دښمن د نظامي ځواکونو کمزورتیاوې ښکاره کړي. په دې توګه به رسنۍ په نړۍ کې د اسلام په خپراوي کې ستره ونډه ولري. دا د مسلمانانو دنده ده چې د نبوت پر طریقه د خلافت دولت لپاره کار وکړي، چې رسنۍ به دا یقیني کړي چې د بشریت له تیارو څخه د اسلام رڼا ته د رسولو لپاره خپل رول ولوبوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر – ولایه پاکستان

لیکوال: حسن ولید

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

د افغانستان ماشومان له لوږي مري، خو نړیواله ټولنه یې د ژوند په بیه سیاست کوي Featured

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین ته د رسېدلو په حال کې دی، چې نیمايي وګړي یې د سختې وچکالۍ، دوو لسیزو غربي اشغال او د بشرپاله مرستو د وتلو له امله له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي. پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته، نړیوالې ټولنې او امریکا د افغانستان د میلیارډونو ډالرو شتمني کنګل کړه، د خوړو نړیوال پروګرام اجرایوي مشر ډيويډ بیسلي ویلي: «په افغانستان کې ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه لري او نږدې ۲۳میلیونه یې د لوږې له لوړ خطر سره مخ دي، چې د خوړو مصئونیت یې تقریباً له منځه تللی  دی.» هغه دا هېواد له ناورین سره لاس او ګرېوان او «د ځمکې پر سر دوزخ» وبللو. ۱۴ میلیونه ماشومان یې له لوږې سره لاس او ګريوان دي، په داسې حال کې چې د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف خبرداری ورکړی، چې د ژوند ژغورنې له بيړنۍ درملنې پرته، یو میلیون ماشومان د شیدو د خوارځواکۍ له امله د مړینې له خطر سره مخامخ دي. ډېری یې ان له وړاندې پر خوارځواکۍ اخته دي او پر لږو خوړو پايي. لکه څنګه چې د ژمي سختې میاشتې مخ په رانږدې کېدو دي، داسې اټکل کېږي چې په افغانستان کې زموږ د امت وضعیت نور هم مخ پر خرابېدو دی.

د نړیوالې ټولنې، نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق له لوري د دې خاورې لپاره چې مرستو ته اړتیا لري، د میلیاردونو ‌ډالرو مرستو بې رحمه تعلیق او د امریکا له لوري پر داسې اقداماتو لاس پورې کول، تر څو په هېواد کې  نوې رهبري نیږدې ۱۰ میلیاردو  ډالرو ته لاس رسی ونه مومي، بهرني ذخایر، د نغدو پیسو لپاره د خلکو اړتیا، د اقتصاد ویجاړول، د روغتیايي چارو کمزوري کول او د نورو عمومي خدماتو نه وړاندې کول د دغه بشري ناورین لامل شول. له دغه اقدام څخه هدف د طالبانو پر دولت فشار راوړل دي، چې د اسلام داسې نسخه پرې اجرا کړي چې له لیبرال او غربي سیکولار سلیقو سره مخالفت ونه لري. له همدې امله، غربي قدرتونه او نړیواله ټولنه لوږه او وچکالي پر داسې وسله بدلوي، تر څو هغه سیاسي برنامې چې د ۲۰ کلن اشغال په اوږدو کې یې د نظامي قدرت او زور له لارې تر لاسه نه شوای کړای، له دې لارې یې ترلاسه کړي او اوسنی حکومت اړ کړي، چې سیکولار لیدلوری خپل کړي. دوی په ډېره سپین سترګۍ ادعا کوي چې د دوی اقدامات د امنیت ټینګښت او د افغانستان د ښځو او نجونو د حقوقو تأمین دی، خو دا هماغه ښځې او ماشومان دي چې د ولس د همدې اقتصادي کړکېچ له امله  له لوږې، روغتيايي خدمتونو او له هر ډول مثبت راتلونکي څخه بې برخې دي. د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، "په افغانستان کې مالي ناورین په ځانګړې توګه ښځې او نجونې اغیزمنې کړي دي، چې د خوړو، روغتیا پاملرنې او مالي سرچینو ته د لاسرسي په برخه کې په غیر متناسب ډول له خورا ډېرو خنډونو سره لاس او ګرېوان دي."

موږ په طالبانو کې پر خپلو وروڼو غږ کوو چې ستاسو د سترګو پر وړاندې دغه بشري ناورین، د بهرنیو بنسټونو او قدرتونو په مرستو پورې د تړاو مستقیمه پایله ده. په واقعیت کې، د ملل په څېر سازمانونه د افغانستان په څېر خاورو لپاره د مرګ وړاندوینې خپروي، په داسې حال کې چې هغه قدرتمند هېوادونه چې د دوی غړي دي، دوی خپله د ملت پر سر دغه د بدبختۍ شبکه راڅرخوي. د دوی د مرستو ژمنې بې مانا دي او پر اسلام ضد شرایطو او پروګرامونو ککړې دي. ایا په افغانستا کې د ۲۰ کلونو مرستو څه شی رامنځ ته کړل، پرته له دې چې یو کمزوری اقتصاد یې دوی ته په میراث پرېښود، هغه هېواد چې په بهرنیو مرستو پورې تړلی دی او د نړۍ په کچه دویم هېواد دی چې خلک یې له بېړنۍ لوږې سره لاس او ګرېوان دي... او اوس لومړی کېږي؟

تر هغه وخت پورې چې د اسلام جامع لیدلوری، د خلافت دولت له لارې په افغانستان او اسلامي نړۍ کې تطبیق نه شي، چې د «دولت ـ ملت» سیکولار موډل له نظره وغورځوي، چې په بهرنیو دولتونو پورې ځان تړي، د افغانستان او سیمې راتلونکې به داسې وي، چې دایمي بې ثباتي، اقتصادي ناورین او تل به د پردیو په منګلو کې وي، د دښمنانو د دښمنۍ او رحمت په اړه الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 {فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى * وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى}[طه: ۱۲۳- ۱۲۴]

ژباړه: اوس که زما له لوري تاسو ته کوم هدایت ورسېږي، نو څوک چې د هغه د هدایت پیروي وکړي، هغه به نه ګمراه شي او نه به په بدبختۍ کې اخته شي او څوک چې زما له ذکر (د نصیحت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

#Afghanistan

أفغانستان#

#Afganistan

د مطلب ادامه...

ملګرو ملتونو د خيرغوښتنې په جامه کې د افغانستان له خلکو سره دښمنۍ ته ملا تړلې Featured

د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP) په يوه راپور کې راغلي چې، د افغانستان بانکي سيستم د نغدو پيسو له ناورين سره مخ دی او دا ستونزه په راتلونکو څو مياشتو کې د بانکي نظام د سقوط لامل کېدای شي. دغه راز د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ډيبرا لاينز د امنيت شوری ناسته کې په خپلو خبرو کې وويل: «موده وړاندې داعش يوازې په څو ولايتونو او کابل پورې محدود و، خو اوس ليدل کيږي نږدې په ټولو ولايتونو کې پراخ شتون او پام وړ فعاليت لري».

وروسته تر دې چې امريکا او ناټو په شرمناک ډول افغانستان پرېښود، اوس يې د ملګرو ملتونو د سازمان تر شا مورچه نېولې او خپل فعاليتونه د دغه سازمان له ادرسه مخته وړي. د ملګرو ملتونو سازمان د غربي قدرتونو له ګټو سره سم منفي او غير واقعي راپورونه خپروي، تر څو په مرسته يې د خلکو تر منځ د ګډوډۍ او سرګردانۍ خپرېدو ته لمن ووهي او د افغانستان پر اوسنيو چارواکو فشارونه ډېر کړي. نړيواله ټولنه د دې لپاره چې د افغانستان اسلامي امارت تر فشار لاندې راولي او د يو اسلامي نظام په جوړولو کې يې پاتې راولي؛ له درې غواوريو څخه د وسيلې په توګه کار اخلي: لومړی په رسميت نه پېژندل؛ دوهم، اقتصادي بنديزونه او د پيسو د زيرمو بندول؛ درېيم، د داعش لپاره فضا جوړول. تر څو د دغو غوراويو په کارولو سره د افغانستان اسلامي امارت د غير اسلامي شرطونو منلو ته اړباسي. دا بيخي جوته ده چې داعش د افغانستان په ټولو ولايتونو کې فعاليت نه لري، مګر ملګري ملتونه او غربي رسنۍ د داعش د لوی ښودلو لپاره رسنيز کمپاين پر مخ وړي.

له بله پلوه؛ د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له خلکو سره د منافقت او دوه مخيتوب لوبه پيل کړې ده. له يوه پلوه د بشري ناورين، بې وزلۍ، بېکارۍ او وچکالۍ په اړه خبرې کوي او له افغانانو سره د مکر اوښکې تويوي؛ خو له بله اړخه د افغانستان د مالي او بانکي سيستم پر وړاندې د دغسې منفي راپورونو په خپرولو سره، د دغه سيستم اعتبار زيانمنوي او غواړي له پښو يې وغورځوي. په داسې حال کې ـ چې د افغانستان بانکونه د نغدو پيسو له بحران سره مخ دي ـ د دغسې راپور خپرول ناوړه پايلې لري. په دې کار سره به پر بانکونو د خلکو جوپې ورماتې شي او د مالي او بانکي سيستم راتلونکی به له لوی خطر سره مخ کړي او دا کار بشري ناورين لا پسې ډېروي.

د افغانستان خلک بايد وپوهيږي چې اوس وخت کې ملګري ملتونه د امريکا او ناټو د ګټو د تامين په لټه کې دي او هڅه کوي چې د افغانستان پر خلکو د اقتصادي بندېزونو په وضع کولو  او د اقتصادي او امنيتي وضعيت په خرابولو سره، د دوی له منځه تللی اعتبار بېرته ورغوي. په داسې حال کې چې غرب نه يوازې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې خپل باور له لاسه ورکړی او دغه خيالي او وروست شوی اعتبار د بېرته رغېدو جوګه نه دی.

د اسلامي امارت مسولين بايد دې باريکۍ ته په پوره دقت متوجه وي چې ملګري ملتونه يو بې‌پرې او خيرغوښتونکی سازمان نه دی، بلکې په حقيقت کې هغه سازمان دی چې د سترو قدرتونو لخوا رامنځته شوی او کارول کيږي، ترڅو په مستقيم او غير مستقيم ډول د دغو قدرتونو ګټې خوندي کړي. د دغه سازمان په ګډون ټول نړيوال سازمانونه د بشردوستۍ په جامه کې د شيطان (غربي ښکېلاکګرو) لاسونه دي چې په ټولو هېوادونو کې د هغوی د ګټو او موخو لپاره لار پاکوي. نو د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو په اړه نېک ګومان، له هغوی سره هر ډول ا ړېکې او په دغه سازمان کې د غړيتوب هڅه ستره او نه جبرانېدونکې تېروتنه ده.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ]آل‌عمران: ١١٨ [

ژباړه: اې مؤمنانو! د خپلې ټولنې له وګړو (مسلمانانو) پرته له نورو خلکو سره خپل رازونه مه شريکوئ. دوی تاسو ته د شر او زيان رسولو هيڅ فرصت له لاسه نه ورکوي او دا خوښوي چې تاسو په ستونزو کې ياست، تاسو سره د دوی کينه او دښمني د دوی له خولو (خبرو) څخه څرګنده او هغه څه (کينه او دښمني) چې دوی په خپلو سينو كښې پټ ساتلي دي، هغه تر دې ډېر زيات دي (چې له خبرو يې ښکاري).

د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د افغانستان نجونې زموږ نجونې دي

  • خپور شوی په سیاسي

پروانه مالک یوه نهه کلنه ماشومه ده، چې تورې سترګې او ګلابي شونډې لري، له خپلو ملګرو سره خاندي او په خاورو کې ورسره د رسۍ بازي کوي.

کله چې پروانه بیا خپل کور ته ستنیږي د هغې خندا ورکیږي، له خاورینو دېوالونو جوړه شوې کوچنې کوټه هغه ځای دی، چې هغې ته د خپل برخلیک یادونه کېږي. هغه د ماشومې ناوې په توګه په یوه بېګانه باندې د واده په نامه پلورل کیږي.

د اکتوبر په ۲۲مه هغې CNN ته وویل؛ هغه سړی چې غواړي دا واخلي ۵۵ کلن دی، خو د دې لپاره هغه سړی زوړ دی، سپینې وروځې او سپینه ږیره لري. هغې اندېښنه وښوده چې وېره لري هغه به ما ووهي او مجبوره به مې کړي، چې د هغه په کور کې کار وکړم.

 د هغې مور او پلار وایي چې دوی بله چاره نه درلودله. له څلورو کلونو راهیسې د هغې کورنۍ د بادغیس ولایت په شمال لویدیځ کې د بې ځایه شویو افغانانو په یوه کمپ کې اوسیږي. په بشر دوستانه مرستو او په ډېر کم درامد هره ورځ ژوند تیروي او کله چې طالبانو د اګیسټ په ۱۵مه افغانستان ونیولو د دوی ژوند نور هم سخت شو.

د نړیوالو مرستو په بندیدلو او د هیواد د اقتصادي حالت په سقوط سره دوی اولیه خوراکي توکي لکه خواړه هم نه شي پیدا کولی. د هغې پلار څو میاشتې مخکې د هغې مشره ۱۲کلنه خور د واده په نامه پلورلې وه. (منبع: CNN.com)

کله چې موږ اورو چې نجونې په ۹، ۱۲ او ان ۲کلنۍ کې د ودونو په نامه پلورل کیږي، نو اړینه ده چې د یوه مسلمان په توګه دا مسئله په هر اړخیزه توګه حل کړو، ترڅو د دغه عمل مخه ونیول شي او د هغې په اصلي علت باندې کامله او مثبت اغېزه ولرو.

هره مور او پلار د خپل ماشوم د کړاو په اړه فکر کوي او سخت درد احساسوي، نو دغه د ځوانې لور د واده په نامه د پلورلو ټکان ورکوونکی عمل په اصل کې د مرګ او ژوند له ناوړه حالت سره د مخ کېدو څخه سرچینه اخلي.

د ژمي په رارسیدلو سره د افغانستان ډېری بې ځایه شوي کسان لکه د غور او بادغیس کمپونه له لوږې او د مرګ له خطر سره مخ دي. بې کارۍ او بې ځایه کېدلو په زرګونو خلک له خواړو، سرپناه او شتمني څخه بې برخې کړي دي. موږ وینو چې مسلمانان له وړاندې نه په سختو شرایطو او غریبۍ کې ژوند کوي، همدارنګه والدین د کار لپاره له وحشتناکو انتخابونو سره مخ دي، هغه که د خپلو لوڼو پلورل وي او که نه.

هر مسلمان په دې پوهیږي چې اسلام له ښځو او نجونو سره د بهترینو اخلاقو او حسن خُلق امر کړی دی. زموږ د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مهربانۍ او خواخوږۍ بې شمېره بېلګې له خپلو لوڼو، مېرمنو او په عمومي ډول له ښځو سره شته دي. د لوږې لوړ احتمال او په شمالي یخه هوا کې د تدریجي مرګ په احتمال سره د دغو نجونو د پلورلو درد ناک او جرم لرونکی عمل د دوی د والدینو لپاره یوه ښه ټاکنه ده، چې یوازې همدغه د دوی د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره چاره ده.

د دغه وحشتناک واقیعت په نظر کې نیولو سره د طالبانو قدرت ته رسېدل د لویدیځ اوان د ځینو مسلمانانو لخوا پرې ډېره نیوکه کیږي، خو د امارت د اقتصاد د سقوط مسوولیت یوازې د افغانستان د نویو واکمنانو په غاړه نه دی.

له اګیسټ راهیسې موږ د نړیوالو قدرتونو ډېرې خبرې اورو چې د طالبانو په واسطه د افغانستان د ژر نیولو په بدنامولو کې یو له بل سره سیالي کوي.

د دوی د وړاندوېینې خبرې د ښځو د حقونو د داستان او د ټول شموله حکومتولۍ په اړه وې، چې کیدای شي په اسانۍ سره د بې ثباتۍ د اصلي قضیې په توګه جبران شي. همدارنګه د ګاونډيو متحدینو نشتوالی چې د طالبانو د اسلامي عقیدې لپاره لاسته راوړنه وبلل شي.

حقیقت دا دی چې د ۲۰۲۱م، په اګیسټ کې د امریکایانو وتلو یو نړیوال غبرګون را وپاراوه. چې پاکستان ځان په کې څرګند کړ د دې پر ځای چې د افغانستان لپاره د یوه طبیعي او نیږدې متحد په توګه عمل وکړي، د نړیوالي ټولنې په استازيتوب غواړي چې طالبان وګواښل شي او ورسره مرستې وځنډیږي، ترڅو طالبان د امریکا د شړل شوي غلام اشرف غني تړونونه ومني او احترام ورته وکړي.

د طالبانو له اطاعت سره سره د بایډن حکومت د افغانستان د مرکزي بانک د ۹ بلیونو ډالرو په ارزښت شتمني چې په امریکا کې ساتل کېده کنګل کړې ده. په ورته ډول نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق IMF هم خپل تادیات ودرول، یوازې ۴۴۰ میلیونه ډالر یې بیا ازاد کړل، ترڅو د وخت په تېرېدو سره د طالبانو د اطاعت لپاره د انعام په ډول د څاڅکو تغذیه شي. ان مرستندویه موسسو مالي مرستې بندې کړې دي او د جرمني په شمول اروپایي هیوادونه د طالبانو د مشروعیت له وېرې د مرستو د ژمنو نوي کولو ته زړه نا زړه دي.

د بشرپالنې او بشري حقونو له ارمانونو څخه ډېر پورته! هر کله چې حکومتونه د ظالمو نړیوالو قدرتونو غوښتنې ونه مني، نو د لویدیځ د کپیټلېزم ناوړه کړۍ په اسلامي نړۍ او جنوب کې په ښکاره توګه بې ګناه ملکي وکړو ته په ډله یېزه توګه د جزا ورکولو لپاره ده. دا ټولو ته ښکاره ده چې د میلیونونو انسانو مرګ او خرابي په مستقیمه توګه د دوی د سیاست په پایله کې رامنځته کیږي او دا د دوی لپاره بې ارزښته ده! دوی د سلګونو زره کسانو په وینه تویولو کې لاس لري.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د مرستو د کمېدلو له امله د افغانستان له نیمایي څخه ډېر نفوذ د غذایي توکو له کمښت سره مخ کیږي او په راتلونکو میاشتو کې له پینځو کلونو کم عمره دری ملینونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، په بانکونو کې پیسې په خلاصېدو دي او کارګرانو ته تنخوا نه ورکول کیږي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر(UNOCHA) په وینا، سږ کال نږدې ۶۷۷زره کسان بې ځایه شوي دي. ډېری یې اړ دي چې د داخلي بې ځایه شویو کمپونو په خیمو کې ژوند وکړي.

د دغو ویجاړونکو واقیعتونو په نظر کې نیولو سره له بده مرغه د افغانستان خلک په نيږدې او لرې رالتونکې کې له هر ډول سختیو سره د مخ کېدو تمه کولی شي. د دوه مخو نړیوالو لوبغاړو په واسطه د میلیونونو او ان د بلیونونو ډالرو، پونډ او یرو ژمنه خامخا بې ارزښته ده، ځکه چې دغه نړیوال سازمانونه اصلاً د افغانستان د پرمختګ او ژغورنې لپاره هېڅ سیاسي اراده نه لري. طالبان په خپله د دوی په ظالمانه غېږ کې د تړلو په حال کې دي، په اقتصادي او سیاسي ډول یې په خپله ځان محدود کړ او مجبور دي، چې په محدوده برخه کې کار وکړي. دوی نه شي کولی چې یو بنسټیز تغیر رامنځ ته کړي، هېواد یې زېربنا، کار، کور، ټولنیزې او د طبي پاملرنې شتون ته اړتیا لري چې وروسته د سوکالۍ او اسانتیا لامل کیږي.

تر دې به نور هېڅکله هم څرګنده نه شي چې کپیټلیزم د نړۍ په هېڅ ځای کې یووالی او کامیابي نه شي رامنځ ته کولی، ان په غربي هېوادونو کې چې دوی ډېر په مغرورانه ډول ورڅخه دفاع هم کوي. سوسیالیزم هم خپل ځان ثابت کړی چې له یوې ملایمې ایډیولوژۍ څخه پرته بل څه نه دي، چې په مکمل ډول د کپیټلیزم له پارامترو څخه رامنځته شوی دی او هېڅکله به د هغه بدیل نه شي.

نو د دغه حرص او کرکې د وېروونکې ایډیولوژۍ بدیل یوازې اسلام دی. سیالي د عامو خلکو په روحیه کې ځای نیولی دی، مګر پلي شوې اسلامي ایډیولوژي په بشپړه توګه د دې وړتیا لري چې د الهي عدالت په ساتلو سره د منفعت او فردګرایۍ د باورونو مخه ونیسي. چېرته چې حاکمیت له الله سبحانه وتعالی سره وي چې خالق او د انسانانو په حال پوه دی. چېرته چې سیاسي، اجتماعي او اقتصادي حلارې د خلکو د اړتیاوو له پوره کولو سره سمون لري، ترڅو ارامي، سوکالي او حقیقي پرمختګ رامنځته شي.

الله سبحانه وتعالی دې د مسلمانانو او د نړۍ د اوسېدونکو لپاره د نبوت په منهج راشده خلافت یو ځلې بیا راوګرځوي. آمین.

{وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ وَلَـكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ}[الاعراف: ۹۶]

ژباړه: که د سیمو خلکو ایمان راوړی وای او د پرهیزګارۍ کړنلاره یې غوره کړې وای، نو موږ به پر هغو د اسمان او ځمکې د برکتونو دروازې پرانیستې وای، خو هغو د درواغو نسبت وکړ، نو موږ ځکه د هغې ناوړه ګټې په حساب کې هغوی ونیول چې راغونډوله  یې.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: ملیهه فهیم دین

 

 

 

د مطلب ادامه...

د روسیې په سوچي کې د پوتین او اردوغان لیدنه

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د ۲۰۲۱ م کال د سپټمبر پر ۲۹مه د روسیې په سوچي ښار کې د اردوغان او پوتین تر منځ ناسته ترسره شوه. د ترکیې جمهور رییس د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ چې د استخباراتو رییس حاکان فیدان او د ولسمشرۍ د اړیکو څانګې رییس فهرتین التان یې ملتیا کوله، په دې ناسته کې د هغه له کوم وزیر پرته ګډون وکړ!

دا ناسته په سوچي کې د دواړو جمهور رییسان تر منځ د تړلو دروازو تر شاه د درېیو ساتونو لپاره ترسره شوه او د غونډې په پای کې دواړه مشران خبري کنفرانس ته هم چمتو نه شول او همدارنګه په دې اړه د دواړو ولسمشرانو له خوا کومه اعلامیه هم خپره نه شوه. (سرچینه: شرق الویسټ، ۲۰۲۱م د سپټمبر ۳۰مه) د دغو لیدنو او خبرو اترو پایله او دلیلونه څه کېدایشي؟

ځواب: د دې لپاره چې پوښتنې ته ځواب ووایو، اړتیا ده چې لاندې مسایلو ته کتنه وکړو:

۱- د امریکا لېوالتیا او لومړیتوبونو ته په کتو دا څرګندېږي چې د دغه هېواد هڅې پر چین ورټولې دي. هغه پلان چې امریکا له منځني ختیځ څخه ووځي، په حقیقت کې د چین لپاره ځان خلاصوي. په دې مانا چې په سیمه کې هغه رول ولوبوي چې امریکا یې غوښتنه کوي. دغه پالیسي واک ته د ټرمپ تر رسېدو وړاندې څارل کېده، چې بیا د امریکا پالیسي تر یوه حده بدله شوه.

امریکا د چین په شاوخوا کې خپل نظامي او سیاسي ځواکونه راټول کړل، نو هڅه یې وکړه چې د ترکیې په څېر خپل ملاتړي هېوادونه او یا هغه هېوادونه چې د امریکا تر امر لاندې دي، د دغه هدف تر لاسه کېدو لپاره وکاروي. دا د هغې پالیسۍ برخه وه چې د ټرمپ ادارې په سوریه، لیبیا، ختیځه مدیترانه او په نورو سیمو کې ترکیې ته د رول لوبولو لپاره ورکړه.  ترکیې ته د دغه نوی رول په ورکولو سره امریکا په بشپړه توګه د سوریې د بحران په اړه له فکر کولو څخه ځان بهر کړ او دغه بحران یې ترکیې او روسیې ته پرېښود. په جینوا او استانه کې د ترکیې او روسیې خبرې ګډوډې شوې او ترکیې د سوریې شمال ته خپل پوځ دننه کړ.

۲- دغه رول د بایډن په اداره کې د ډیموکراټانو د سیاسي نظرونو او ملاحظاتو له امله اسانه شو. د امریکا ولسمشر جوبایډن په واشنګټن کې د خپلې پالیسۍ تر اعلان درې میاشتې وروسته د ۲۰۲۱ م کال د اپرېل پر ۲۳مه د ترکیې له جمهور رییس رجب طیب اردوغان سره ټلیفوني خبرې وکړې. په دغو ټلیفوني خبرو کې هوکړه وشوه چې دواړه مشران به د ۲۰۲۱ م کال د جون پر ۱۴مه د ناټو د غونډې په څنډه کې خبرې اترې وکړي. د دوی تر منځ تر لیدنې یوه ورځ وروسته د بایډن اعلان په ښکاره د دوی تر منځ اختلافونه بیان کړل او په ترکیه کې یې د ارمنیانو وژنه نسل وژنه یاده کړه.

په ټوله کې او د پایلې په توګه ویلی شو چې اردوغان او د ترکیې حکومت او نور چارواکي لېونتوب ته نېږدې وو او دا هر څه له رسنیو پټ وساتل شول. کله چې په بروکسل کې د غونډې په څنډه کې د دواړو ولسمشرانو تر منځ د ۲۰۲۱ م کال د جون پر ۱۴مه لیدنه وشوه، دوی له افغانستان څخه پر وتلو هوکړه وکړه او بایډن پر دغه مسله خوښي وښوده. اردوغان تر دې ناستې وروسته وویل چې ده له بایډن سره په افغانستان کې پر حالتو خبرې وکړې او ویې ویل: «موږ په افغانستان کې طالبان همداسې نه پرېږدو او موږ چمتو یو چې له دوی سره په هغه صورت کې معامله وکړ چې د امریکا او نورو هېوادونو ملاتړ راسره وشي.» (سرچینه: سي این این، ۲۰۲۱م، د جون ۱۴مه) خو له دغو څرګندونو ښکاري چې له سوریې څخه د وتلو پر ځای کوم څه ډېر مهم دي، په ځانګړې توګه د وتلو په اړه له روسیې سره د ترکیې د خبرو په رول کې.

۳- اوسمهال له سوریې څخه د وتلو مسله د امریکا لپاره ډېره پېچلې ده، ځکه دا وتل یوازې په امریکا پورې تړاو نه لري. له سوریې څخه د وتلو په مسله کې ایران، ایراني ډلې، ترکیه او تر ټولو مهم هغه د روسیې رول دی، چې پکې شامل دي؛ کوم چې د اوباما او پوتین تر خبرو اترو وروسته سوریې ته د دغو هېوادونو ځواکونه یوړل شول.

دا هر څه ځانګړو اقداماتو ته اړتیا لري. امریکا له سوریې څخه د بشپړ وتلو له مسلې سره مخالفه ده، په ځانګړې توګه له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وړاندې د روسیې په اړه. امریکا اوسمهال په کردانو کې یو باور رامنځته کړی چې ملاتړ به یې کوي او داسې به یې نه پرېږدي، څنګه یې چې له افغانانو او افغانستان سره وکړل. د سوریې د ډیموکراټو ځواکونو قومندان مطلوم ابدي څرګنده کړه چې د امریکا جمهور رییس له دوی سره ژمنه کړې چې امریکا به په سوریه کې خپل کرد ملاتړي یوازې نه پرېږدي. ابدي د ټایمز په نوم رسنۍ ته وویل، دوی موږ ته ډاډ راکړی چې دا افغانستان نه دی او په سوریه کې د امریکا پالیسي له افغانستان سره بشپړه توپیر لري. (ار ټي، ۲۰۲۱، د سپټمبر ۲۸مه)

۴- امریکا په سوریه کې د روسیې تر پاتې کېدو پورې له دغه هېواد څخه وتل نه غواړي، په ځانګړي ډول کله چې روسیې د امریکا بې پایلې پالیسې پیل کړې وه او چین ته د روسیې پر نېږدې کېدو تمرکز کوي. دا څه د ۲۰۲۱ م کال د جون پر ۱۶مه په جینوا غونډه کې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو په ترسره شوې لیدنه کې واضح شول او بایډن خپل سیال ته وویل چې چین ته له نېږدې کېدو لېرې شي او د امریکا دریځ ته ځان نېږدې کړي. که څه هم امریکا پلان درلود چې له سوریې څخه ووځي او د دې مسلې لپاره خپل استازی وټاکي.

پر دې سربېره، دغه حقیقت چې د تل لپاره له سوریې څخه د امریکایې ځواکونو تر وتلو وړاندې له دغه هېواد څخه د روسیې د وتلو مسله د امریکا لپاره مهمه ده او خپل استازي ته یې وسپاري، څو دغه تشه ډکه کړي او ځان د چین لپاره وقف کړي، په ورته وخت کې دا نه غواړي چې روسیه په دې څه کې شریکه شي. نو په مسقیم ډول له سوریې څخه د وتلو په تړاو خبرې کول نه و، خو اردوغان ته یې دا ور زده کړه او پوه یې کړ چې په دې مسله کې له ښکېلې دویمې درجې روسیې سره له سوریې څخه د وتلو په تړاو خبرې وکړي. په ځانګړي ډول کله چې امریکا ډاډمنه شوه چې  په سیمه کې د هغې مزدور بشیر له نورو هېوادونو سره د امریکا اړیکې او پالیسۍ ته پرمختګ ورکولی شي. دا تر هغه وروسته پېښ شول چې امریکا د مصر په ګډون د سوډان، سوریې او لبنان ګاز په نښه کړل او امریکا تر هغه پر بشیر باور کولی شي، ترڅو چې د هغه پر ځای بل کس پیدا کوي.

پر همدغه اساس، امریکا اردوغان ته دنده ورکړه چې له روسیې سره د وتلو پر مسله خبرې وکړي... اردوغان وویل چې دی به د سپټمبر پر ۲۹مه د روسیې له ولسمشر ویلادمیرپوتین سره وویني، څو په دوه اړخیزو اړیکو او د سوریې په ادلیب ولایت کې پر وروستیو پرمختګونو بحث وکړي. اردوغان په یوه مطبوعاتي بیانیه کې وویل: «له پوتین سره به زما خبرې دوه اړخیزه او له درېیمګړي پرته ترسره شي او دا خبرې به یوازې پر ادلیب ولایت محدودې نه وي، بلکې موږ به د سوریې پر عمومي حالت بحث وکړو؛ هغه پړاو چې موږ به یې پیل کړو او پر دوه اړ خیزو اړیکو به هم خبرې وشي. اردوغان څرګنده کړه چې ترکیه او روسیه په سیمه کې محوري هېوادونه دي او زیاته یې کړه چې پوتین یو ښه سیاستوال دی. همدارنګه نوموړي د ازربایجان ا ارمنیانو مخالفت یوې خواته کولو ته هم اشاره وکړه. (سرچینه، ۲۰۲۱ م کال، د سپټمبر ۲۸مه، ازربایجان نېټ) د ترکیې د استخباراتو رییس حاکان فیدان د روسیې په سوچي ښار کې د اردوغان او پوتین تر لیدنې وړاندې وویل: «د سوریې مسله د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو پورې تړاو لري، هغه مسله چې دواړه هېوادونه به یې په اړه یوځای اقدام کوي او دواړو ته ارزښت لري. (سرچینه: انادولو اجین سي، ۲۰۲۱، د سپټمبر ۲۹مه)

۵- روسیې هم دا درک کړې او پر دې مسله اندېښمنه ده. د روسیې حکومت د امریکا پر ځای له ترکیې سره له سوریې څخه د ځواکونو وتلو پر مسله مستقیمې خبرې کول سپکاوی بولي. په ځانګړي ډول همدا روسیه وه چې سوریې ته یې د ترکي ځواکونو د استولو زمینه برابره کړه، نو ځکه له ترکیې سره په مستقیم ډول له سوریې څخه د وتلو په تړاو خبرو ته نه چمتو کېږي. روسیه وېره لري چې دا څه هغې ته سپکاوی کول او په ټیټه سترګه ورته د کتلو مانا لري، په ځانګړي ډول چې د روسیې جمهور رییس ویلادمیرپوتین په نړۍ کې امریکا ته د یوې سیالې په سترګه ګوري. نو پر همدغه اساس، دا څه به په ورته وخت کې امریکا ته یو پیغام وي چې بیرته له مسکو سره له سوریې څخه د وتلو پر مسله په مسقیم ډول خبرې کول هم شوني دي. 

الف- د روسیې ولسمشر ویلاد میرپوتین مسکو ته د خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان ورتګ ته په کمه سترګه وکتل او د سوچي په هوایې میدان کې یې پر خپل ځای هغه ته د یاد ایالت یو مرستیال ور ولېږه؛ چې له هغه سره وویني... همدارنګه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو، په مسکو کې د ترکیې سفیر او نورو چارواکو اردوغان تر هوایي میدان پورې بدرګه کړ. (نننۍ ترکیه، ۲۰۲۱ م کال د سپټمبر ۲۹مه)

ب- پوتین همدارنګه «پراودا» ورځپانې ته ویلي وو چې اردوغان ته سپکاوی وکړي او هغه ته د فقیر سړي خطاب وکړي. معلومه ده چې «پراودا» روسۍ ورځپاڼه ده چې د شوري اتحاد پر مهال د نړۍ تر ټولو ستره ورځپاڼه وه او اوس هم کرملین ماڼۍ ته نېږدې او مشهوره ورځپاڼه یادېږي. د دې ورځپاڼې مدیر مسول الکساندر استروم مخکې تر دې چې اردوغان روسیې ته سفر وکړي، پر هغه یې د الفاظو برید وکړ او د یو فقیر انسان په توګه یې یاد کړ. «ورځپاڼې ویلي وو چې هغه په ټاکنو کې د بیا بریا لپاره چانس نه لري»

۶- پر همدغه اساس، د پوتین او اردوغان لیدنه له سره بیا تر وروستیو له ماتې سره مخ شوه. اردوغان داسې تمه درلوده چې دغه لیدنه به یې له پوتین سره ترسره شي او د ماتېدو په سترګه یې نه ورته کتل او په دې اړه ډاډه و. په همدغه ترتیب، له یادې ناستې څخه مثبتې پایلې تر لاسه نه شوې  او حتا په دې اړه مطبوعاتي کنفرانس هم ترسره نه شو. (د روسیې او ترکیې د جمهور رییسانو ناسته په سوچي ښار کې له کومې پایلې پرته پایته ورسېده، درې ساعته یې دوام وکړ، خو دواړو لورو د دې ناستې جزیات په ډاګه نه کړل. د دروېش خلیفه په نوم سیاسي شنونکي له العربیه الجدید په نوم رسنۍ سره په مرکه کې وویل: «د دې ناستې د جزیاتو نه څرګندېدل په دې مانا دي چې په کومه برخه کې هوکړه نه ده شوې او تر منځ یې اختلافونه شتون لري.» همدا لامل دی چې د دې ناستې جزیات له رسنیو سره شریک نه شول. د دې ناستې اساسي هدف د سوریې مسله ده او نه دا چې ځینې کسان یې د لیبیا او اوکراین په اړه تبلیغات یادوي.

۸- په پایله کې لاندې موارد شامل دي:

الف: اوسمهال امریکا له منځني ختیځ څخه د ځان ټولولو په هڅه کې ده او غواړي په دې ځای خپل مسولیت هغو کسانو ته وسپاري چې امریکا ته ژمن وي او امریکا په حقیقت کې غواړي چې پر چین هېواد خپل تمرکز ډېر کړي. د دواړو هېوادونو تر منځ به سړه جګړه روانه وي، څنګه چې امریکا پرې تورنه ده. په واشنګټن کې د چین هېواد سفارت ویاند لیو پنګیو د امریکا، انګلیس او اسټرالیا د یوځایوالي په اړه وویل: «دا هېوادونه باید انحصاري بلاکونه جوړ نه کړي چې د نورو ګتې خپلې موخې وګرځوي او یا هغوی ته زیان ورسوي. دغه اقدام د دې مانا لري چې هغوی سړه جګړه او ایډیولوژیک تعصب غواړي. (سرچینه: الجریزه نټ، ۲۰۲۱م کال د سپټمبر ۱۶مه)

ب: عثماني دولت چې روسیې ته د سر درد پیدا کړ، نور شتون نه لري. پر همدغه اساس روسییه اوس په راحتۍ دمه کاږي او د ترکیې واکمنان ډېر کمزوري دي او هغوی ته هېڅ ارزښت نه لري.

 

ج: هره پېښه چې رامنځته شوې، یو مثبت ټکی شتون لري او هغه دا چې کفري هېوادونه اوسمهال پخپلو کې ښکېل دي او مسلمان هېوادونه پرېږدي.

 

نو اوس د دعوت لپاره ښه فرصت رامنځته شوی او که څوک غواړي دغه حقیقت وڅاري. پر اسلام دې خوښي وي او د کافرانو زوال غواړو.

(إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ) [ق: ۳۷]

ژباړه: په دې کې هغو کسانو ته تذکر دی چې د عقل څښتن دي او د زړه په غوږونو واوري، په داسې حال کې چې حاضر دی.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

مسلمانان؛ د غرب د استعماری غرور او حرص قربانیان!

  • خپور شوی په کینیا

پروفیسور حسن نندوا، چې یو مشهور او دروند مسلمان عالم او وکیل دی، په اختطاف کې له ۱۲ ورځو تېرولو وروسته، د ۲۰۲۱م کال د نومبر په ۹مه، د ماسپښین په ۱ بجه د میونګي ښارګوتی ته څېرمه په یو ځنګل کې غورځول شوی و. د پخوانیو وحشتناکو پېښو په څېر، هغه ته امر شوی و چې خپل وحشتناک وضعیت افشا نه کړي، ترڅو له دې څخه ډېر له وحشي پېښو سره مخ نه شي! د بشري حقونو د ځینو سرچینو په وینا، د روان کال په ترڅ کې له ۱۳۳ څخه ډېر کسان مړه یا ورک شوي وو. د 2007 راهیسې، اټکل کیږي چې تر 1000 ډېر کسان د دولت په مرسته یا له مرستې پرته وژل شوي یا یې د ساتنې ځای او برخلیک نامعلوم دی.

حزب التحریر -کینیا د دولت د امنیتي دستګاه لخوا د کمزوري او بې دفاع خلکو پر وړاندې دا ډول وحشتناک عملونه په کلکه غندي، په داسې حال کې چې دولت په لومړي سر کې د خپلو اتباعو د حقونو او امنیت پر ساتنه مکلف دی. په حقیقت کې د امنیتي ادارو له خوا د بشري حقونو دغه سرغړونې د دولت د معافیت او د ځمکې له اصلي قانون څخه د سرغړونې څرګندې نښې دي. مرتکبین ډاډه دي چې د دوی پر وړاندې به هېڅ اقدام ونه شي، ځکه دوی ته د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکړل شوی دی. خو موږ ډاډه یو چې الله سبحانه وتعالی د دوی له کړنو څخه غافل نه دی.

دغه ظلم او وحشت چې نن موږ ورسره لاس او ګریوان یو، یوازې هغه جنایات دي چې «د ترهګرو پر وړاندې جګړې» تر عنوان لاندې د مسلمانانو پر وړاندې په ټوله نړۍ کې ترسره کېږي. دا جګړه، چې د غرب له لوري ترې د تروا آس جوړ شوی دی، په دریمه نړۍ کې د ټولو عملیاتو د کنټرول په هدف د نوي استعمار د ټینګښت په منظور رامنځته شوې ده. رښتیا هم چې اسلامي امت د استعمار د غرور او حرص قرباني شوی دی. جګړه خپله د لیبرال پانګوالې غربي ایدیالوژۍ د فکري او سیاسي ماتې په مانا ده.

دغه ذلت هېڅکله پای نه مومي، تر څو مسلمانان خپله ژمنه تازه نه کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د راشده خلافت له لارې اسلامي ژوند پیل کړي. دغه تګلاره له فکري او سياسي مبارزې پرته بل څه نه ده.

شباني موالیمو

د حزب التحریر- کینیا مطبوعاتي استازی

 

 

 

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر یوه پلاوي په بیروت کې د سویډن له سفارت څخه لیدنه وکړه، ترڅو ازبکستان ته د اودلجون جلیلوف د تبعید ځنډولو غوښتنه وکړي Featured

د حزب التحریر یوه پلاوي د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د مشر، انجنیر صلاح الدین عضاضه په مشرۍ، چې په لبنان کې د حزب التحریر د ارتباطاتو د مرکزي کميټې یوه غړي انجنیر صالح سلام هم ورسره مل و، د ۲۰۲۱م کال، د نومبر په ۱۲مه، په بیروت کې د سويډن له سفارت څخه لیدنه وکړه او د سفارت له مرستیال سره یې ولیدل، تر څو له سویډڼ څخه ازبکستان ته د اودلجون جلیلوف د تبعید پرېکړه څرګنده کړي؛  ځکه د جلیلوف د تبعید تصمیم د هغه د ژوند لپاره جدي ګواښ دی. دغه پلاوي توضیح کړه چې ازبکستان د سیاسي مخالفینو په تېره بیا د حزب التحریر د راپرځولو او تر مرګ پورې د هغوی د شکنجه کولو اوږده او بد نامه سابقه لري. دغه پلاوي د عکسونو یوه نمونه وړاندې کړه، چې د هغو کسانو د ناوړو شکنجو ښکارندویي یې کوله، چې په ازبکستان کې په شهادت رسېدلي وو.

دغه پلاوي همدارنګه د حزب التحریر له لوري صادره شوې مطبوعاتي اعلامیه په سويډن کې سويډني او اروپايي مطبوعاتو او د بشري حقونو سازمانونو ته وښوده، چې ازبکستان ته د اودلجون تبعید هم له همداسې جدیت سره مخ کېدلای شي. دغه پلاوي همدارنګه په نړیوالو ورځپاڼو کې مقالې خپرې کړي، چې د حزب التحریر د غړو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې یې د ازبکستان رژیم د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه تاييدوله.

موږ غواړو یادونه وکړو چې د بشرپالنې پر ټولو غوښتنو د سويډن مقاماتو سترګې پټول، زموږ د ورور اودلجون جلیلوف پر ایستلو ټینګار او د ازبکستان ظالم رژیم ته د هغه سپارل، چې د هغه د ژوند لپاره واقعي ګواښ دی، سويډني مقامات مسوول دي.

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریر ـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

 

د مطلب ادامه...

قطر له امريکا سره تړون کړی چې له مسلمانانو سره به خيانت ته ادامه ورکوي Featured

                د امريکا او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو انټونيو بلېنکن او محمد بن عبدالرحمن آل ثاني داسې هوکړه لاسليک کړې چې له مخې به يې تر دې وروسته قطر په افغانستان کې د امريکايي ګټو ساتونکی وي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير د دې هوکړې په اړه وويل: «قطر به په افغانستان کې په خپل سفارت کې د امريکا متحده ايالاتو د ګټو لپاره يوه ځانګړې څانګه رامنځته کړي، تر څو ځانګړي قونسلي خدمتونه وړاندې کړي او په افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو د ډيپلوماټيکو تاسيساتو امنيتي وضعيت وڅاري.» دغه راز د قطر د بهرنيو چارو وزير وويل: «په روان کال کې له امريکا سره د قطر ملګرتيا لا ډېره ټينګه شوې ده».

                د قطر چارواکي د ټولو اسلامي خاورو د چارواکو په څېر، نه سياسي خپلواکي لري او نه هم اسلام او مسلمانانو ته کومه ژمنتيا لري. کلونه کیږي دغه دولت د اسلام د دښمنانو په غېږ کې لوېدلی او له انګليس وروسته اوس د امريکا لپاره چوپړ کوي. له مسلمانانو سره د قطر حکومت خيانتونه په دې وروستيو کې ډېر څرګند شوي دي؛ د شام له انقلاب سره له خيانت نيولې، د طالبانو له اسلامي تحريک سره تر خيانت پورې؛ تر څو په دې توګه ټولې قضاياوې د خپل بادار ـ امریکا ـ د ګټو پر محور راوڅرخوي. په شام کې مسلمانان د عصر د جابرانو پر وړاندې د بريا په حال کې وو، مګر همدغه د قطر، ترکيې ايران او سعودي مزدور چارواکي وو چې د انقلاب د بريا مخه يې ډب کړه او د ناکامۍ لارې ته يې برابر کړ. دغه راز کله چې امريکا په افغانستان کې له سختې ماتې سره مخامخ شوه او د تېښتې او ابرومندانه وتلو په لټه کې وه، همدغو مزدورو چارواکو ورته دغه زمينه برابره کړه. په دې ډول چې قطر په يوه امريکايي مېلمستون بدل شو او له پاکستان سره يو ځای يې د امريکايي استازي په څېر کار کاوه، تر څو د خپلې مزدورۍ په وسيله د طالبانو اسلامي تحريک د خبرو اترو مېز ته کښېنوي او فشار پرې راوړي.

                په حقيقت کې د قطر، سعودي، اماراتو، پاکستان او ايران چارواکي پر مسلمانانو تحميل شوي او د ټولنې په منځ کې ريښه نه لري. د دوی قدرت په مصنوعي ډول رامنځته شوی چې د بهرنيو قدرتونو لخوا يې ملاتړ کیږي. دوی هر ډول اسلامي اجنډا ـ چې د مسلمانانو د يووالي لامل کيږي ـ د خپل پايښت او خپل حاکميت لپاره خطر ګڼي. دغه هېوادونه خپل ځانونه د طالبانو لپاره ستراتيژيک دوستان او د موډرنې اسلامي حکومتولۍ بېلګه معرفي کوي، مګر واقعيت دا دی چې دغه حکومتونه د اسلام له سياسي نظم څخه خورا ډېره فاصله لري او د دولت ـ ملت نظم په غېږ کې لويدلي دي. ان د يهودو له دولت سره يې مستقيمې او غير مستقيمې اړېکې جوړې کړې او د اسلام او مسلمانانو د ټکولو لپاره د شرق او غرب له قدرتونو سره يو ځای ګام پورته کوي. دغه هېوادونه له اسلام څخه يوازې د عامه افکارو د غولونې په پار د وسيلې په توګه استفاده کوي او بس.

                مسلمانان بايد پوه شي، که خپل اصل (اسلام) ته ونه ګرځو، د غرب مزدوران شا ته ونه تمبوو او نړيوال سيکولر نظم ونه ننګوو، نو دغه انحراف به لا پسې ژور شي، مزدور چاروکي به د الله سبحانه و تعالی پر ځای له کفارو سره تړونونه نوي کړي، تر څو په دې توګه له مسلمانانو سره خيانتونه روان وساتي.

﴿وَالَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ ۙ أُولَٰئِكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ [١٣:٢٥]

او هغه کسان چې (د اسلام له دښمنانو سره د تړون له امله) له الله سبحانه وتعالی سره خپل کړی  تړون ماتوي، او هغه پيوند پرې کوي چې الله سبحانه وتعالی يې په وصل کولو او ساتلو امر کړی او دوی د ځمکې پر مخ (له خپلو بادارانو سره يو ځای) فساد او خرابي خپروي، پر دوی باندې د الله سبحانه وتعالی لعنت دی او د دوی لپاره ډېر بد استوګنځای (سوزوونکی جهنم) غوره شوی.

د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

آیا الاقصی د یهودیانو له بې حرمتۍ څخه د پاکولو لپاره، صلاح الدین نه لري؟

  • خپور شوی په فلسطین

ټوله ستانیه الله لره ده، چې قوي او عزیز دی، ټوله ستاینه د مومنانو ملاتړي لره ده، ټوله ستاینه هغه الله لره ده چې فرمایي:

{سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ}[الاسراء:۱]

ژباړه: هغه ذات پاک دی چې یوه شپه یې خپل بنده له مسجد حرام څخه تر هغه لیرې (اقصی) مسجد پورې بوته، د هغه (محمد ص) چاپېریال مو برکتي کړی دی، چې خپلې ځینې نښانې پرې وګورو(وښیو). په حقیقت کې هماغه (الله) د هر څه اورېدونکی او لیدونکی دی.

درود او سلام د وي د هدایت پر رسول صلی الله علیه وسلم، چې فرمایلي یې دي:

«وَلَيُوشِكَنَّ أَنْ لَا يَكُونَ لِلرَّجُلِ مِثْلُ شَطَنِ فَرَسِهِ مِنَ الْأَرْضِ حَيْثُ يَرَى مِنْهُ بَيْتَ الْمَقْدِسِ خَيْرٌ لَهُ مِنَ الدُّنْيَا جَمِيعاً»

ژباړه: بیشکه ډېر ژر به داسې وخت راشي، چې د یوه سړي لپاره به د آسونو د رسۍ په اندازه ځمکه وي چې له هغې څخه یې د بیت المقدس لیدل د ټولې نړۍ څخه غوره وي.

اې مبارک ټولیه، ای مسلمانانو!

د صلیبیانو له شر څخه د بیت المقدس د آزادۍ د کلیزې په مناسبت یهودي ادارې یو قانون تصویب کړ، چې له مخې به یې د الاقصی جومات د یهودانو په عبادت ځای د بدلولو لپاره به پراخه دروازه پرانیزي او خپل مذهبي مراسم او عبادتونه به تر سره کوي. که چېرې د خاینانو خیانت او د جنایتکارو واکمنانو دسیې نه وای نو د الله تعالی هغه ذلیله مخلوق به دغه جرم نه کاوه او د مسلمانانو اولي قبلې ته به یې سپکاوی نه کاوه.

ای مسلمانانو: د القدس نړیوال سازمان په تازه راپور کې راغلي، چې الاقصی جومات د یهودي ادارې لخوا له یوې جدي هڅې او ناوړه برید سره مخ دی. د الاقصی جومات په ټوله سیمه کې د دوی د ادعا شوي، معبد د جوړولو لپاره چمتوالی نیول کیږي، تر څو د دوی د انجیل مذهبي تشریفات ترسره کړي.

په الاقصی جومات کې د یهودانو د عبادت د حق په اړه د یهودانو د محکمو اعلان په اصل کې ستاسو پر وړاندې د جګړې اعلان دی، چې دا د القصی جومات د نیولو لپاره یو ډېر خطرناک اقدام دی. د یهودانو دغه کار د صلیبیانو د هغه کار په څېر دی چې په ۱۰۹۹ کال کې یې له اشغال څخه وروسته ترسره کړ، کله چې دوی د ډبرې په ګنبد کې د سرو زرو صلیب جوړ کړ، نو هغه یې بیا په کلیسا باندې تبدل کړ. دوی له القبلې جومات سره یې هم ورته کار وکړ، د الاقصی جومات او د هغه د ودانیو بې حرمتي یې وکړه او ځنیې ځایونه یې د آسونو د درېدلو پر ځای تبدیل کړل. ای مسلمانانو تاسې به څه اقدام کوئ!؟

هغه څه چې دا ډارنه یهودي اداره یې دغه ګام ته هڅولې؛ د دوی خیانت کوونکي او تسلیم شوي حاکمان دي او هغه څه چې دا اداره یې دغه ګام اخیستلو ته وهڅوله، په اسلامي نړۍ کې د خاینو، تسلیم شویو حاکمانو پیدا کول وو! د متحده عربي اماراتو واکمنانو دوی د خپلو رهبرانو په توګه قبول کړل. د بحرین واکمنان یې ماموریت کوي او الوتکې ورته ليږي، د سوډان او مراکش واکمنان ورسره تړونونه لاسلیک کوي، د مصر فرعون د سولې د فضا د رامنځ ته کولو لپاره هره ممکنه هڅه کوي، ترڅو دوی وکولی شي ځانونه لویدیځې څنډې او الاقصې جومات ته ورسوي، د اوردن پاچا د شرق لخوا د دوی ساتنه کوي.

الاقصی جومات د خبرو اترو او شراکت لپاره متاع نه دی او نه هم د رسمي ملاتړ پر سر د سیالۍ ځای دی. الاقصی جومات د رسولانو د لمانځه ځای دی، د تاسې د رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د معراج ځای دی او ستاسې لومړۍ قبله ده، چې د اسلام په پیل کې مو ورته لمونځ کړی دی. دا د مسلمانانو درېیم جومات دی چې کولی شئ سفر ورته وکړئ. ای مسلمانو ځواکونو ایا الاقصی باید د هغو کسانو په لاس کې وي، چې له ذلت او بدمرغۍ سره مخ دي!!

ای مسلمانانو! د فلسطین مسئله ستاسې مسئله ده، نه د ازادۍ غوښتونکي حزب، چې له پیله تر اوسه پورې د دغې دسیسې یوه برخه وه، اوس هم د دغې مسئلې د حل او پای ته رسولو لپاره غواړي، چې له اسلامي چوکاټ څخه یې په جلا کولو سره مسئله ملي کړي. دا مسئله د هغه چا مسئله ده، چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لري، ای مسلمانانو د خپل رسول د مسرې د ملاتړ لپاره بېړه وکړئ، د خپلو مقدساتو د پاکولو لپاره راپورته شئ. الاقصی جومات د خبرو اترو، نړیوال مشروعیت او یا هم د امنیت شورا له لارې نه  ازاديږي او نه هم د عربو د اتحادیې په واسطه ساتل کیږي، دا د دسیسو او خیانت بنسټونه دي. بلکي د صلاح الدین د یوه قوي لښکر او الله اکبر په نارو وهلو سره ازادیږي، لکه څنګه یې چې ازاد کړی و؛ داسې لښکر چې د غرونو په څېر له خلکو سره جنګیږي او داسې وسلې، چې دښمنان وویروي، نو ستاسې د الاقصی د ملاتړ لپاره خپل لښکر په حرکت راولئ.

ای مسلمانانو! د امریکا پر تسلط او دسیسو مه تېروځئ، ځکه چې له اسلامي امت سره د مخامخ کېدو لپاره ډېره کمزورې ده، که چېرته اسلامي امت د انحطاط او د غفلت له خوبه راپورته شي او د الله تعالی نصرت به د مومنانو لپاره ان د یوه ساعت په کچه هم نه وروسته کیږي. اسلامي امت د چین او فرانسې په څېر نه دی، بلکي د قادسیې، یرموک، ذلاقه، محقس، عین جالوت او حطین په څېر د څرګندو جګړو امت دی. د دې امکان شته، چې امریکا یهودیان پريږدي. لکه څرنګه چې اروپایي هیوادونو په فلسطین کې صلیبیان پریښودل او له یوه ناڅرګند برخلیک سره یې مخ کړل.

ای مسلمانانو! د فلسطین د آزادۍ وخت را رسېدلی، نو څوک به دغه ستر ویاړ ترلاسه کړي. د دغه ناروغۍ د درملنې ، د دښمنانو د ضرورنو د لرې کولو او د ځمکې له پاتې برخې څخه د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له غضب څخه د پاکولو لپاره سخت کار وکړئ. د دغه کفارو ریښې غوڅې کړئ. دا ورځې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیروانو څخه د اسلامي انتقام غوښتنه کوي، لکه څرنګه چې قاضي محي الدین وروسته له صلاح الدین ایوبي څخه د بیت المقدس د آزادۍ په خطبه کې وویل: «ای اسلامي لښکرو، ای د هر ځای مسلمانانو، الاقصی جومات تاسې او ستاسې ملاتړ غواړي، نو تاسې به کله دغه غوښتنې ته ځواب وایئ؟»

ای مسلمانانو! پوه شئ چې د الله تعالی منه به خامخا پوره کیږي، الله سبحانه وتعالی فرمایي:

{‌وَعَدَ ‌اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ} [النور: ۵۵]

ژباړه: الله تعالی ستاسو له هغو کسانو سره چې اېمان راوړي او ښه عملونه وکړي، وعده کړې ده چې هغوی په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه چې له هغو څخه مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي وو. د هغو لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله تعالی ورته خوښ کړی دی او د هغو د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دې زما بندګي کوي او زما سره دې کوم شی نه شریکوي او څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي،  نو همداسې کسان فاسقان دي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

{فَإِذَا جَاءَ ‌وَعْدُ ‌الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيراً} [الاسراء: ۷]

ژباړه: بیا کله چې د دویمې وعدې وخت راغی، نو موږ نور دښمنان پر تاسې مسلط کړل چې هغوی ستاسې څېرې غمګینې کړي او په مسجد (بیت المقدس) کې په همغه شان ننوځي، لکه څنګه چې مخکې دښمنان ننوتلي ول او پر کوم شي چې د هغو لاس بر شي هغه تباه کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«‌لَا ‌تَقُومُ ‌السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ، فَيَقْتُلُهُمُ الْمُسْلِمُونَ حَتَّى يَخْتَبِئَ الْيَهُودِيُّ مِنْ وَرَاءِ الْحَجَرِ وَالشَّجَرِ، فَيَقُولُ الْحَجَرُ أَوِ الشَّجَرُ: يَا مُسْلِمُ يَا عَبْدَ اللهِ هَذَا يَهُودِيٌّ خَلْفِي، فَتَعَالَ فَاقْتُلْهُ، إِلَّا الْغَرْقَدَ، فَإِنَّهُ مِنْ شَجَرِ الْيَهُودِ»

ژباړه: قیامت تر هغه وخته نه واقع کیږي، څو چې د مسلمانانو جنګ له یهودو سره ونه شي، مسلمانان به یې تر هغه وخته وژني ترڅو چې یهودان د ونو او کاڼو ترشا پټ شي، نو دغه کاڼې او ونې به وايي: ای مسلمانه ای د الله بنده دلته زما ترشا یهودی پټ دی، راشه او ویې وژنه، خو د غرقا ونه به ونه وایي، ځکه دا د یهودانو ونه ده.

ای مسلمانانو، سمدلاسه حرکت وکړئ، د خپل دین او الاقصی د ملاتړ لپاره حرکت وکړئ. د دین د تاسیس او د مبارکې خاورې د ازادولو د ملاتړ لپاره حرکت وکړئ. ځکه تاسې د صلاح الدین نسل یاست، نو له خپلو منځونو څخه یو نوی صلاح الدین را پیدا کړئ، چې القدس د یهودو له بې حرمتۍ څخه پاک کړي.

یا الله موږ له تا څخه د نبوت په طریقه د دویم راشده خلافت غوښتنه کوو، ترڅو دین حاکم کړي د مسلمانانو ملاتړ وکړي او اشغال شوی القدس ازاد کړي.

#Aqsa_calls_armies

#OrdularAksaya

#AqsaCallsArmies

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

# الاقصی پر پوځیانو غږ کوي

حزب التحریرـ د فلسطین مبارکه خاوره

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې