پنجشنبه, ۲۶ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

له امریکا نه د سولې او آرامۍ تمه له شیطانه د هدایت د تمې په څېر ده! Featured

پر داسې مهال چې د بین‌الافغاني سولې خبرې اترې د قطر په دوحه کې روانې دي، په افغانستان کې جګړه زیاته شوې او په وروستیو کې په شرقي ولایتونو ننګرهار او لغمان کې د دوو خونړيو چاودنو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل شول او تر ۹۰ زیات ټپيان شول. دواړه اړخونه یو پر بل د لوړتیا لپاره جګړه او خبرې اترې هممهاله پر مخ وړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دوی د افغانستان د جګړې بار له خپلو اوږو ټيټ کړی دی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې تر دې وروسته افغانان امریکا نه شي پړه کولی. هغه حتی ویلي چې د بین‌الافغاني خبرو اترو د بریا لپاره هېڅ تضمین نشته او که دغه خبرې اترې مطلوبې پایلې ته ونه رسېږي، په افغانستان کې د ۹۰مې میلادي لسیزې په څېر د کورنۍ جګړې احتمال ممکن دی.

د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د قضیې د مختلفو اړخونو د روښانه کېدلو لپاره لاندې ټکي مهم ګڼي:

اول: امریکا په افغانستان کې خونړۍ جګړه پيل کړه، د خپلو ګټو لپاره یې دوې لسیزې دوام ورکړ او اوس یې ظاهراً داسې پای ته رسوي، چې یوازې خپلې ګټې یې تضمین شي. حتی که افغانستان د جګړې په اور کې هم وسوځي؛ خو چې د امریکا ملي ګټو، نظامي تاسیساتو، ملکي ادارو او د امریکايي اتباعو ژوند ته زیان ونه رسېږي، امریکایان اصلاً ځان مسوول نه ګڼي.

دویم: د امریکا دریځ د سولې په قضیه‌ کې هم منافقانه او دوه‌ګونی دی. بین‌الافغاني خبرې اترې داسې مدیریت کوي، چې د دواړو مرکچي اړخونو تر منځ د جدي اختلافونو او کشمکشونو لامل شي او په پای کې د منځګړي په رول کې قضیې ته ننوځي، څو اختلافونه حل کړي. امریکا په خپل دغه کار سره غواړي نړیوالو ته داسې پيغام ولېږدوي، چې په افغانستان کې د ستونزو اساسي لامل امریکا نه، بلکې خپله افغانان دي، چې په مهمو مسایلو کې هوکړې ته نه رسېږي. که د امریکا لاسوهنه نه وي، دوی خپلې چارې هم نه شي تنظیمولی. په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې د وروستۍ ۴۰ کلنې جګړې یو اصلي اړخ دی، چې په خپلو څو ګونو سیاستونو یې دغه خاوره بحران او تفرقې ته ټېل وهلې ده.

د افغانستان مسلمان او مجاهد خلک باید د سولې او جګړې د ختمېدو په شعارونو ونه غولېږي او تل باید په یاد ولري چې له امریکا څخه د سولې او آرامۍ تمه داسې ده لکه له شیطانه د هدایت تمه. مانا دا چې د امریکا سوله د جګړې بله پاڼه ده. په واقعیت کې د افغانستان جګړه یوازې په خبرو اترو او د هوکړو په لاسلیکولو نه حل کېږي، ځکه د افغانستان ستونزه یوه کورنۍ ستونزه نه، بلکې یوه سیمه‌ييزه او نړیواله ستونزه ده او په سیمه کې د امریکا د حضور تر مهاله به دا جګړه دوام لري. دا د افغانستان د مسلمانو خلکو او اسلامي ډلو مسوولیت دی، چې په سیمه کې د امریکا او غرب سیاسي، نظامي، استخباراتي او اقتصادي نفوذ له منځه یوسي او د –راشده خلافت دولت– تر واحد چتر لاندې په راټولېدو سره خپل برخلیک په لاس کې واخلي او خپل فکري او سیاسي وحدت تضمین کړي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د افغانستان د سولې پروسه؛ د امریکا د ستراتيژیکو موخو او ټاکنو په ګرو کې!

خبر:

په قطر کې د بین الافغاني خبرو اترو له درې اونۍ بن‌بست او د جنګ په جبهو کې له بې ساري تاوتریخوالي وروسته د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته رسېدلی او پر خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي، چې سیمې ته ځي څو په دغه بهیر کې له ښکېلو اړخونو سره د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې خبرو اترو او د سولې له هوکړې وروسته د سیمه‌ييزې اړیکې، سوداګرۍ او پراختیا د زیاتوالي په اړه خبرې اترې وکړي. خلیلزاد زیاتوي چې افغانان او نړیواله ټولنه د دوحې د سولې خبرې اترې په دقت څاري او تمه کېږي چې دغه خبرې اترې د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د لارې د یوې نقشې چمتو کولو او دایمي او هر اړخیز اوربند لامل شي.

تبصره:

په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره د سولې له هوکړه‌لیک څخه د امریکا د متحده ایالاتو او نړۍ په عامه افکارو کې په پوره ډول ګټه اخلي؛ خو د بین الافغاني خبرو اترو برخلیک چې څه ډول غواړي هغسې له خنډونو سره مخ کوي، ترڅو له خپل استعماري سنت سره سم لومړی ستونزه رامنځته کړي او وروسته یې د خیر غوښتونکي منځګړي په توګه حل کوي، ترڅو له یوې خوا پر پروسه تسلط او له بلې خوا د ستونزو په حل کې امریکا ته د اړتیا احساس ژوندی وساتي.

په امریکا کې د سولې طرفدار رهبران وايي، هغه «تروریستي» ډله چې ۱۹ کاله یې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره جګړه او دښمني کوله، اوس یې پر ستراتيژيک دوست او هم‌پيمانه بدله شوې او په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې خپله جګړه درولې ده. همدارنګه تضمین یې ورکړی چې هېڅ تروریستي ډله د افغانستان خاوره د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې نه شي کارولي. پورتني دواړه موارد د دې لامل شوي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره لار هواره شوې او د افغانستان په جګړه کې د امریکا لګښتونه په بې‌ساري ډول راکم شوي او امریکايي ځواکونه هم خپلو کورونو ته د بېرته تګ په حال کې دي. نو د امریکا متحده ایالات د امریکا د تاریخ د خورا اوږدې جګړې د پای ته رسولو په حال کې دي.

په داسې حال کې چې امریکا په دې جګړه کې له نظامي اړخه روښانه ماتې خوړلې ده، غواړي د سولې د پروسې له لارې خپله ماتې پر بریا بدله کړي او داسې وښيي چې د افغانستان د جګړې رېښې د افغانانو په فطرت کې دي او امریکا د دوی خټه له جګړې څخه سولې غوښتنې ته نه شي بدلولی. د امریکا متحده ایالاتو یوه برخه موخې چې د افغانستان د لاسپوڅي دولت له لارې یې تعقیبولې، تر لاسه کړې او پاتې سیمه‌يیزې موخې به په افغانستان کې له راتلونکي نظام سره د سیاسي، اقتصادي، استخباراتي او ډيپلوماتیکو اړیکو له لارې تعقیب کړي.

خو تر درې اونیو زیات وخت تېرېږي چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو اترو د پرانیستې مراسم ترسره شوي دي. د دواړو پلاوو د تماس ډلو یو له بل سره تر لس ځله زیات لیدلي دي؛ خو تر اوسه دواړه اړخونه حتی د خبرو اترو د پر مخ وړلو د کړنلارې پر تدوین یوې محسوسې پایلې ته نه دي رسېدلي. په داسې حال کې چې د افغانستان دولت او طالبانو تر منځ د جنګ جبهې په ټول هېواد کې په بې ساري ډول ګرمې شوې دي.

امریکا د سولې د هغې پروسې له پر مخ وړلو څخه چې بیه یې یوازې د افغانانو وینه ده، له یوې خوا د افغانستان له مسلمانو او مجاهدو خلکو څخه د دې خاورې د اشغال پر وړاندې د تقریباً دوو لسیزو جهاد غچ اخلي او له بله اړخه غواړي وښيي چې سوله د افغانانو خپله کورنۍ موضوع ده؛ افغانان په خپله خټه او فطرت کې جنګیالي دي؛ له دې لارې قصد لري، د متحده ایالاتو او نړیوالو عامه افکارو ته ناسم تصویر وړاندې کړي. په داسې حال کې چې د خلیلزاد څرګندونې چې پورته یې یادونه وشوه او د مایک پمپیو څرګندونې چې د بین الافغاني خبرو اترو د پرانیستې په مراسمو کې یې وویل: له افغانستان سره د امریکا اړیکې او همکارۍ د راتلونکي سیاسي نظام په ډول پورې مشروطې دي، چې د افغانانو تر منځ د اوسنیو خبرو اترو له لارې منځ ته راځي. دا ډول څرګندونې د افغانستان د سولې په پروسه کې د امریکا د مستقیمې لاسوهنې ښودونکې دي. مګر د امریکا لاسوهنه په دې کچه کې محدوده نه ده، بلکې هغه بمبارۍ چې همدا اوس په جنګي جبهو کې د دولتي ځواکونو په نامه ادامه لري او تل د افغانستان ملکي وګړي پکې قرباني کېږي، د دوی له خوا تمویل او د هغوی په مستقیم دستور ترسره کېږي.

په داسې حال کې چې ټول پوهېږي چې د جګړې یو اساسي اړخ (د افغانستان دولت) خپله امریکا منځ ته راوړی، تمویل او رهبري یې کوي. ټول مدني او سیکولر حرکتونه یې هم د همدغه نظام تر چتر لاندې منسجم کړي دي، ترڅو په دې اسلامي خاوره کې په ځانګړې توګه د بین الافغاني خبرو اترو په بهیر کې د غربي ارزښتونو لپاره غږ اوچت کړي او د یوه لیبرال او کثرت‌پال نظام لپاره مبارزه کوي چې د ټولو لږکیو لکه همجنسپالو، مرتد شوو او د امریکا د ملاتړو کسانو حقونه پکې تضمین شوي وي، که څه هم په راتلونکي کې د هغه دولت تر نامه لاندې وي، چې د دولت په نامه او قوانينو کې يې اسلام د مختاړو او وورستاړو په توګه لیکل شوی هم وي.

نو په قضیه کې د ښکېلو ټولو مسلمانو اړخونو لپاره اړینه ده ترڅو د امریکا اصلي څېره سمه درک کړي او خبیث پلانونه یې د اسلام پر اساس د وحدت او یووالي په وسیله له ناکامۍ سره مخ کړي. د سولې خبرې اترې ژر تر ژره بندې کړي، یو د بل پر وړاندې د جګړې جبهې پرېږدي او د اشغالګرو پر وړاندې په یوه مرصوص صف کې جهاد پیل کړي. تر دومره کچې خپل جهاد او دفاع ته دوام ورکړي، ترڅو خبیثه امریکا د خپل تاریخ په خورا اوږده جګړه کې پر ګونډو شي او خپله ماتې په ښکاره ومني، ترڅو ونه شي کولی چې خپل کورني او نړیوال کړکېچونه هممهاله مدیریت کړي، تر هغې چې د مستکبرې امریکا د نړیوالې ماتې او کورنۍ تجزیې لامل شي او په دا ډول شرایطو کې به په یوه اسلامي خاوره کې د راشده خلافت دولت د ظهور زمینه هم ممکنه شي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾ (الانفال: ۲۴)

ژباړه: اې مومنانو! د الله فرمان او د پیغمبر دستور ومنئ کله مو چې داسې څه ته دعوتوي چې تاسو ته (مادي، معنوي، دنیوي او اخروي) ژوند دربښي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر – ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت کولای شي، چې فلسطین ازاد او د امریکا ملنډو ته د پای ټکی کېږدي Featured

  • خپور شوی په کینیا

امریکا له کینیا غواړي چې د اسراییلو د سیاسي او سوداګریزو ګټو ملاتړ وکړي، یا د نړۍ له تر ټولو ستر اقتصاد سره د ازادې سوداګرۍ تړون (FTA) هېر کړي او یا هم د امریکا او یهودي شرکت تر منځ د سوداګرۍ پر وړاندې خنډ ونه ګرځي. د امریکا دا وینا نه یوازې دا چې د یوه فرمان بڼه لري، بلکې دا بهرنۍ پالیسي یې هم له تېري څخه خالي نه بلل کېږي. پر دې سربېره دا هم په ګوته کوي، چې ولې امریکا د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د مسلمانانو پر وړاندې د جنایت کارانو د جنایتونو ملاتړ کوي. د امریکا بهرنۍ پالیسي ځان مکلف بولي، چې د نړۍ هېوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړي او د دوی پر بهرنیو سیاستونو امر وکړي. ځکه له شک پرته په افریقا کې کینیا د نورو هېوادونو په څېر، د اشغال تر جوش لاندې ده، نو له همدې امله نه شي کولای په جدي ډول د امریکا د سیاسي فشار پر وړاندې مقاومت وکړي. دا په داسې حال کې ده چې کینیا ډېری وخت نه یوازې اسرایيل پېژندلي، بلکې د فلسطین او یهودي دولت تر منځ د حل ملاتړ کوي. دا امر په واشنګټن کې د فلسطین سپېڅلې خاورې ته د لوړ خیانت په تړون کې، له یهودي دولت سره د عربي اماراتو او بحرین له لاسلیک کولو څخه یوازې څو ورځې وروسته کېږي. دا روښانه ده چې د فلسطین خپلواکي او د قدس نړیوال کېدل او همدار راز د مسلمانانو او یهودیانو تر منځ د وېش پلان او پالیسي په عملي توګه د امریکا له لوري ډيزاین او پر مخ وړل کېږي. دا روښانه کوي، چې امریکا د فلسطین مسالې معمار او اغیزمن مدیر دی او د اسلامي امت لپاره دوزخ ده. موږ وایو چې یهودي دولت، په بشپړه توګه په اسلامي خاوره کې پروت دی او د دې خاورې له اشغال پرته هېڅ ځای نه لري. دا سپېڅلې خاوره، چې مسجد الاقصی هم پکې دی؛ د مسلمانانو لومړنۍ قبله او درېیم مسجد دی! په پای کې له یهودیانو سره هر ډول نړیوالې اړیکې یا سوداګریزې ګټې به دوی ته جواز ورکړي، په داسې حال کې چې دا کار زموږ په دین کې منع بلل شوی دی. د فلسطین مساله یوه اسلامي مساله ده، چې موږ یې غربي او غیر اسلامي حل ته زړه نه ښه کوو. له همدې امله موږ په اسلامي خاورو کې د نبوت پر منهج د اسلامي واکمنۍ، د بېرته راستنېدلو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوو. په حقیقت کې یوازې خلافت کولای شي، چې د فلسطین او پاتې نورو اسلامي خاورو د ازادۍ او دفاع لپاره د مسلمانانو لښکرې سره یو ځای کړي.

شباني موالیما په کینیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

 

د مطلب ادامه...

له سود خوړونکي کارمشر څخه د معاش اخیستلو حکم

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه

السلام‌علیکم‌ورحمت‌‌الله‌وبرکاته!

د یو ورور پوښتنې زه له ستونزو سره مخ کړم او ما دا غوره وبلله چې هغه دلته مطرح کړم. که څه هم هڅه مې وکړه چې هغه ته یې واضحه کړم، خو هغه قناعت ونه کړ.

پوښتنه د عمومي دندې په اړه ده چې د پانګوالۍ په نظام کې ترسره کېږي، هغه نظام چې ډېره برخه او یا یې لږ اقتصاد د سود پر بنسټ دی؛ د دې مسلې په درک سره هغه دولتونه چې د دندې په مقابل کې معاش ورکوي،  دغه مال او یا د هغه یوه برخه د اجنبي دولتونو له سودي پورونو او یا د پیسو د نړیوال صندوق له لوري ورکول کېږي.

پوښتنه دا ده چې ایا موږ مامورینو د دندې په مقابل کې سودي پیسې تر لاسه کړې؟ که ځواب هو وي، نو له دې پدیدې څخه د خلاصون لاره څه ده او ایا بې دندې ژوند ته دوام ورکولی شو؟

تر هر څه وړاندې له تاسو نه مننه او الله سبحانه وتعالی دې د دغو ځوابونو په مقابل کې خیر درکړي. ستاسو ورور عمار له تونس څخه.

ځواب:

وعلیکم‌السلام‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

د هغه معاش په اړه چې یو مامور او یا یې کارمند د دندې په مقابل کې تر لاسه کوي، حکم یې په هغه کار پورې اړه لري چې هغه یې ترسره کوي. که یو تن حرام کار ترسره کوي، د بېلګې په توګه: دا شخص په مخابراتو او یا داسې ځای کې دنده ترسره کوي چې هغه اداره د مسلمانانو او دعوت کوونکو د ځورولو لپاره فعالیت کوي، په دغه کار کې یې معاش حرام دی. ځکه دغه کس له حرام عمل څخه معاش تر لاسه کوي.

په هغه صورت کې چې د کارمند کار مباح وي، د بېلګې په توګه: یو شخص د ښوونکي، انجینیر او یا ډاکتر په توګه په دولتي ادارو او روغتونونو کې کار کوي، په داسې کارونو کې مامور ته معاش اخیستل جایز دي. په دې برخه کې که مال سودي وي یا غیر سودي، جایز وي او یا غیر جایز د کارمند د معاش په اړه کومه ستونزه نه رامنځته کوي. که چېرته کارمند د دغه ګډ کار له لارې معاش تر لاسه کړي، یعنې حلال او حرام، جایز دي. باید یادونه وشي چې دلته باید د کار حکم ته وکتل شي، که یو کارمند د غلا، غصب او یا له بلې حرام لارې معاش تر لاسه کوي، چې هغه په ذات کې حرامه وي، لکه شراب، د خنځیر غوښه او ورته نور حرام څیزونه چې په ذات کې حرام دي، په دغه صورت کې بیا معاش اخیستل حرام دي.

حرام مال په څو ډوله دی:

حرام باالذات: لکه شراب. د داسې حرامو نه ډالۍ روا ده، نه اجرت او نه پېر او پلور. د شرابو کاروبار او څوک چې هغه پېري او پلوري، دا حرام دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«حُرِّمَتِ الْخَمْرُ بِعَيْنِهَا»

ژباړه: د شرابو ذات حرام دی.

نسایي دغه حدیث روایت کړی دی.

بل ډول یې داسې حرام دي چې د بل تن د حق په دلیل حرام شوي دي. د بېلګې په توګه؛ د غلا او مغصوبه مالونه. دا ډول مال غله او غاصب ته یې حرام دی، نو ډالۍ او اجرت یې هم جایز نه دی. دغه مال کاسب او هغه چاته حرام دی چې تر لاسه کوي یې، ځکه یاد مال یې د څښتن حق دی، هر ځای چې پیدا شي، بیرته یې څښتن ته ورکول کېږي. احمد له سمره څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِذَا سُرِقَ مِنَ الرَّجُلِ مَتَاعٌ، أَوْ ضَاعَ لَهُ مَتَاعٌ، فَوَجَدَهُ بِيَدِ رَجُلٍ بِعَيْنِهِ، فَهُوَ أَحَقُّ بِهِ، وَيَرْجِعُ الْمُشْتَرِي عَلَى الْبَائِعِ بِالثَّمَنِ»

ژباړه: کله چې د یو کس څخه مال غلا شو، یا یې مال ضایع شو، وروسته همغه مال له بل کس سره پیدا شو، نو په دغه صورت کې هغه مال خپل اصلي څښتن ته ورکول کېږي. د پیسو او بیې څښتن باید هغه له اصلي پلورونکي څخه واخلي.

دغه حدیث ښکاره نص دی چې غلا شوی مال باید بیرته خپل اصلی څښتن ته ورکړل شي. په همدغه ترتیب، مغصوبه مال باید له غاصب څخه واخیستل شي او څښتن ته یې ورکړل شي. څنګه چې له سمره څخه روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«عَلَى اليَدِ مَا أَخَذَتْ حَتَّى تُؤَدِّيَ»

ژباړه: چاچې یو څه اخیستي وي، باید بیرته یې ادا کړي.

بل ډول حرام مال هغه دی چې د باطلې معاملې په دلیل حرامېږي. د بېلګې په توګه: سود او قمار. کله چې له کوم کس سره له سود او حلالو څخه ګډ مال وو، د هغه مال سودي برخه کاسب ته حرامه ده؛ خو که کوم کس په حلاله طریقه دغه مال تر لاسه کړي، هغه ته نه حرامېږي. د بېلګې په توګه: که کوم سود خوړونکی مال وپلوري او بیا یې بیه واخلي، یا دا چې یوه مېرمن خپله نفقه له سود خوړونکي څخه واخلي، همدارنګه که سود خوړونکی خپل مال خپلو خپلوانو ته ورکړي او یا بل ډول معاملات ترسره کړي؛ په دغه صورت کې ګنهګار سود خوړونکی کس دی. د بیې اخیستونکی، هغه مېرمن چې نفقه اخلي او یا کوم کس مال د ډالۍ په توګه تر لاسه کوي، هغه ته ګناه نشته. ځکه په دغه صورت کې هغه کسان نه ګنهګارېږي چې یاد توکي تر لاسه کوي. په دې اړه څو دلیلونو ته اشاره کوو:

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلَّا عَلَيْهَا وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى﴾

(انعام: ۱۶۴)

ژباړه: د هر کار ترسره کوونکی د خپل کړي عمل مسول دی. د ګنهګار کس ګناهونه پر نورو نه اچول کېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې له یهودو سره معامله کوله، په داسې حال کې چې پر دې پوهېده چې د یهودو ډېری مالونه له سود څخه تر لاسه کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيراً* وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ﴾ (نساء: 160)

ژباړه: د هغه ظلم پر اساس چې یهود یان یې مرتکب شوي، د الله سبحانه وتعالی له دین څخه د ډېرو خلکو د منع کېدو له امله، د سود خوړو په دلیل، چې هغه منع شوی و او د ډېرو خلکو مالونه یې په باطله توګه خوړلي دي، هغه څیزونه چې پاک او حلال وو، هغوی ته حرام شوي دي.

یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم د یهودیانو هدیه منله، څنګه چې احمد او هغه له ابن عباس څخه روایت کړی چې یوې یهودې مېرمنې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو پسه ورکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه پسه هغې مېرمنې ته بیرته ورولېږه او ویې فرمایل:

«مَا حَمَلَكِ عَلَى مَا صَنَعْتِ؟»

ژباړه: کومه څه د دې لامل شوي چې دا کار دې ترسره کړ؟

مېرمنې یې وویل، پر دې پوهېدل غواړم چې که ته نبي وې، الله سبحانه وتعالی به تا پوه کړي او که نبي نه وې، خلک له تانه راحت کړم.

له ځینو اصحابو او تابیعنو څخه په صحیح روایت سره روایت شوی چې هغوی له سود خوړونکي کس څخه ډالۍ اخیستلو ته اجازه ورکړې ده.

۱. ابن مسعود ته یو تن راغی او ورته ویې ویل: زه داسې ګاونډی لرم چې سود خوري او هغه تل ماته بلنه راکوي، ابن مسعود وویل: «هدیه ستا ده او ګنهګار همغه سړی دی.» دغه روایت عبدالرزاق صنعاني په خپل مصنف کې روایت کړی دی.

۲. له حسن څخه پوښتنه وشوه، ایا د هغه صراف ډوډۍ چې سودي او مخلوط معاملات ترسره کوي، وخوړل شي؟ ویې ویل: «قَدْ أَخبرَكُمُ اللَّهُ عَنِ الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى، إِنَّهُمْ يَأْكُلُونَ الرِّبَا، وَأَحَلَّ لَكُمْ طَعَامَهُمْ» الله سبحانه وتعالی تاسو خبر کړي یاست چې یهود او نصارا سود خوري، خو الله سبحانه وتعالی د هغوی ډوډۍ تاسو ته حلاله کړې ده. دغه روایت عبدالرزاق صنعاني پخپل مصنف کې له معمر څخه روایت کړی دی.

۳. له منصور څخه روایت شوی چې ویلي یې دي: ابراهیم ته مې وویل، یو تن ته د کار لپاره ورغلم، ویې منلم او د کار اجازه یې راکړه، ویې ویل: ویې منه، ورته ومې ویل، د سود څښتن دی، بیرته یې راته وویل: «اقْبَلْ مَا لَمْ تَأْمُرْهُ أَوْ تُعِنْه» یعنې: ویې منه، ځکه له هغه سره دې مرسته نه ده کړې او امر دې نه دی ورته کړی. دغه روایت عبدالرزاق صنعاني پخپل مصنف کې له معمر څخه روایت کړی دی.

 د پورتنیو دلیلونو پر اساس، غوره دا ده چې له سود اخیستونکي او سود خوړونکي کس سره معامله ونه شي، د هغه لپاره مال ونه پلورل شي او ډالۍ یې ونه منل شي؛ چې په همدغه ترتیب پلورونکی د خپل مال په مقابل کې په سود ککړې پیسې تر لاسه نه کړي. همدارنګه هدیه یې وانه خیستل شي، که هغه له سودي مال څخه وي. په همدغه ترتیب، مسلمانان له هر ډول چټلۍ او ناپاکۍ څخه لېرې پاتې کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له ډېرو مباحاتو څخه ځان لېرې ساته، څو له حرامو لېرې پاتې شي. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې هغه وویل:

«لَا يَبْلُغُ العَبْدُ أَنْ يَكُونَ مِنَ المُتَّقِينَ حَتَّى يَدَعَ مَا لَا بَأْسَ بِهِ حَذَراً لِمَا بِهِ البَأْسُ»

ژباړه: یو بند تر هغه متقي نه بلل کېږي، څو د احتیاط له امله د ځینو مباحو له ترسره کولو ډډه وکړي.

دغه حدیث ترمذي روایت کړی او یلي یې دي چې حسن دی.

لنډه دا چې د یو کس لپاره جایزه ده چې له مخلوط او سودي مال څخه پېر، پلور و کړي او هدیه یې ومني. همدارنګه جایزه ده چې یو تن له سود خوړونکي کس څخه معاش تر لاسه کړي؛ خو غوره دا ده چې له سود خوړونکي کس سره پېر او پلور ونه شي او هدیه یې وانه خیستله شي. همدانګه کار ورسره ونه شي او معاش یې وانه خیستل شي. پر همدغه اساس، هغه کسان چې په عمومي دندو کې کار کوي، له حرج پرته د معاش اخیستل ورته روا دي او په دغه صورت کې کار کوونکی نه ګنهکارېږي؛ بلکې ګناه د کار د څښتن وي. هیله مند یم چې دغه ځواب همدومره بسنه وکړي. الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه پوهېدونکی، عالم او پخپل کار کې حکمت لرونکی دی.

ستاسو ورور عطاءبن خلیل ابوالرشته

ژباړن: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

اې ملتپاله رژیمونو! ولې مظلوم مسلمانان ځوروئ او ځای نه ورکوئ!؟ ایا کډوال د پټنځای په لټه کې دي، که د جرم؟

خبر:

د سپټمبر په ۷مه، شاوخوا ۳سوه روهینګیايي کډوال تقریبا د ۶میاشتو لپاره په بحر کې له پاتې کیدو وروسته، انډونیزیا ته راغلل. په دې ډله کې 181 ښځې او 14 ماشومان وو او د سماترا شمالي ساحل کې د ځایي مسلمانانو لخوا وژغورل شول. دغه کډوال په جنوبي بنګله دېش کې په دې هیله د مالیزیا پر لور روان شوي، چې په میانمار کې تر تعقیب وروسته، په اکثریت مسلمان لرونکي هېواد کې پټنځای ترلاسه کړي. خو د کورونا ویروس د ناروغۍ له امله د پولې د تړل کېدو په پلمه، د رارسیدو پرمهال ایستل شوي وو. ویل کېږي له ۳۰ زیات کډوال د سفر پر محال وژل شوي وو. له دې پیښې یوه ورځ وروسته، د دوو سرتیرو لخوا د ویډیو په بڼه د شاهدیو راپورونه خپاره شول، چې د میانمار اردو یې پریښې وه. دوی د نسل وژنې په کمپاین کې د روهینګیا مسلمانانو د له منځه وړو لپاره، د میانمار د اردو د ارادې پیژندل شوي حقیقت تصدیق کولو شواهد وړاندې کړل. دغو سرتېرو د میانمار د اردو لخوا پر روهنګیایي ملکي وګړو د اعدام، ډله ییزو وژنو، د کلیو ویجاړولو او د جنسي ځورونو بې شمېره قضیې په ډاګه کړې؛ هغه چې د لوړ پوړو چارواکو لخوا ویل کېدل: هېڅوک درنه ژوندي پاتې نه شي، که ماشومان دي او که لویان!

تبصره:

په میانمار کې د روهینګیا مسلمانانو له کړاوونو او وحشتونو سربیره، په سیمه کې ملتپال مسلمان رژیمونه دا بې کسه او مظلوم مسلمانان د ځینو ناروغیو په پلمه په کمپونو کې محدودوي او یا یې هم په جرم له تورنولو وروسته، د زندان تورو تمبو ته لېږي. دا کډوال د بنګله دېش د کاکس بازار په کمپ کې له ټولو انساني حقونو محروم دي. هغه چې په سلګونو روهنګیایي مسلمان کډوال پکې په دې تمه شپې او ورځې تېروي، چې ګوندې د مالیزیا په اسلامي خاورو کې به د روهنګیایي جابر رژیم له ظلمه خوندي پټنځای پیدا کړي او د همدې لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي. د راپور پر اساس سږ کال یوازې اته سوه روهنګیایي کډوال مالیزیا ته رسیدلي او  داسې انګیرل کېږي، چې پاتې یې بنګله دېش سره پر کرښه مړه شوي. دې فاسدو ریژیمونو ددې پرځای چې د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو د ساتنې په پار مرسته وکړي، ترڅو مالیزیا ته ورسېږي، برعکس دوی یې په بحر کې ډوبېدو ته اړ کړل ځکه چې د دې ملېشو افکار د ملي پولو په چټل فکر سره مسموم او زهري شوي دي. که کوم عزتمند انسان د روهینګیا مسلمانانو په حالت، چې له ناخوالو سره مخ دي او سرپنا ته اړتیا لري، پوه شي، نو زړه به یې له ډیره غمه ټوټه ټوټه شي. دا د اسلامي نړۍ رژیمونو لپاره د مرګ ځای دی.

مالیزیایي چارواکو ویلي، چې یوازې سږ کال مو له روهېنګیایي کډوالو ډکې ۲۲ کښتۍ بېرته شړلي دي. په داسې حال کې چې د روان کال په جون کې د اندونیزیا سیمه ییزو چارواکو، هغو سل روهېنګیایي مسلمانانو ته، چې له څلور میاشتني سفر وروسته ساحل ته په رسیدو وو، د پټنځای له ورکولو ډډه کړې ده. ګډوال د قاچاقبرانو له خوا وهل شوي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې خپلو میتیازو څښلو ته اړ کړي دي. د یادې کښتۍ کډوال، د اچه (Aceh) ځایي مسلمانانو وژغورل، د اچه سیمي مسلمانان، د ځایي چارواکو د ناانساني کړنو او روان حالت له کبله، سخت په غوسه وو. ان کله چې اندونیزیا ته د وروستي روهینګیايي کډوالو په رارسېدو، همدې ځايي مسلمانانو  د خواړو او کالیو مرسته ورسره وکړه. د عیسیه اوسیدونکو رویټرز ته وویل: «موږ د دوی حالت ته اندیښمن یو ... دوی د انسانیت په نوم مرستې ته اړتیا لري ... دوی زموږ په څېر انسانان دي.»  د بشریت لپاره دا د اېماني او اسلامي کړنو یوه بېلګه ده، چې د انسان پالنې او بشري حقونو له بنسټونو سره پکې څرګند توپیر ښکاري؛ هغه چې د ملتپالو او نشنلستي دولتونو لخوا پرمخ وړل کېږي!

نه یوازې دا چې دغې کرغېړنو ملتپاله رژیمونو روهینګیایان له دې غمجن حالت سره مخ کړل، بلکې په دې اړه یې د پردي پالو تر عنوان لاندې، له نفرت او کرکې ډک تبلیغات رامنځته کړل. لکه مالیزیا چې دغه هېواد ته د ننوتلو د جرم په خاطر یې بې ګناه کسانو ته توقیف خونې او زندانونه جوړ کړل او له همدې لارې دوی ته د ځورونې او استعمار نوی څپرکی پرانېزي. د روان کال د مې په لومړۍ اونۍ کې شاوخوا شپږسوه بې سنده مهاجر په مالیزیا کې نیول شوي وو. په داسې حال کې چې په جون کې د دغې هېواد یوې محکمې ۳۱ روهینګیايي نارینه او ۹ ښځې، د مالیزیا د کډوالۍ له قانون څخه د سرغړونې په جرم په ۷میاشتې بند محکوم کړي وو. ان ځينې سړي یې په سوټیو وهلي وو او وروسته یې دغه کار درولی و. د روهینګیا ماشومان هم تورن شوي او د زندان له شرایطو سره مخ دي. د مالیزیا حکومت نوي مقررات تصویب کړي، ترڅو د کورونو مالکان خپل ملکیتونه مهاجرو ټولنو ته په کرایه ورکړي او دا د روهینګیا پروړاندې د رژیم لخوا رامنځته شوی شدید منفي حرکت دی. دغه راز اوس ځینې مرستندویه کارګران د حکومتي چارواکو له خوا د شخړې د ترلاسه کولو له امله کډوالو ته خواړه او نور اړین توکي چمتو کوي.

د اسلامي خاورو دغه ملي او نشنلیستي دولتونو، د پانګوالي تر چتر لاندې ټول انسانیت له پامه غورځولی دی. د دوی د بې زړه او ډارنو قوانینو پر بنسټ، له ظلم او بې وسه قربانیو څخه د خلاصون لپاره د پټنځای لټول هم جرم دی. په حقیقت کې دا هغه رژیمونه دي، چې د پردیو په لاس جوړ شوي او د امت په نظر همدوی ریښتیني مجرمین دي. الله سبحانه وتعالی مومنانو ته امر کوي، چې د خپلو مظلومو وروڼو لاسنیوی وکړي او فرمایي:

﴿في الدین فعلیکم النصر...﴾[8:72]

ژباړه: تاسو به په دین کې بریا ترلاسه کړئ! او که دوی د دین لپاره له تاسو څخه مرسته وغواړي، نو تاسو باید مرسته ورسره وکړئ.

دا یو حقیقت دی چې د روهینګیا مسلمانان د دغې رژیمونو لپاره ارزښت نه لري. په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «المسلم اخو المسلم، لا یظلمه، ولایسلمه» ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی؛ نه پرې ظلم کوي او نه یې ظلم ته پرېږدي. همدارنګه الله سبحانه وتعالی د مومن د پاکوالي او لوړوالي په هکله فرمایي:

﴿لزوال الدنیا أهون علی الله من قتل مؤمن بغیر حق﴾

ژباړه: الله تعالی ته د نړۍ له ختمیدو د مؤمن ناحقه قتل سخت دی.

د نړۍ له مینځه وړل په دې معنی دي چې په ناحقه یو مومن ووژل شي.

په حقیقت کې دغو بې شعوره نشنلستي او ملي رژیمونو، امت په خالي میدان پرېښود او مظلومو پناه غوښتونکو ته په سپکه سترګه ګوري، نو دغه رژیمونه پر امت د یوې ورځې د حاکمیت وړ هم نه دي!  ایا موږ د نبوت پر منهج سمدستي د خلافت دولت رامنځته کولو ته اړتیا نه لرو!؟ هغه دولت چې زموږ د مال، ځان، عزت او ناموس ساتنه کوي او د هر چا لپاره سیوری جوړوي!؟

د حزب التحریر مرکزی مطبوعاتي دفتر ته

لیکواله: ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې رییسه

 

د مطلب ادامه...

په مالي کې پوځي کودتا

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه

د ۲۰۲۰م، د اګېسټ په ۲۷مه اناضول خبري اژانس، د مالي پوځي شورا په قول اعلان وکړ، چې د مالي ولسمشر ابراهیم ابوبکر‌کیتا له زندانه خوشې شو. د ۲۰۲۰م د اګېسټ په ۱۸مه، په مالي کې د ولسمشر ابراهیم ابوبکر‌کیتا پر وړاندې د پوځي کودتا خبر ورکړل شوی و او له همدې کبله کیتا او د هغه لومړی وزیر بوبوسیسیه نیول شوي وو. پوښتنه دا ده، چې د دغې کودتا تر شا د چا لاس دی او ایا د اروپا او امریکا په جنجالونو پورې اړه لري او که نه؟

ځواب

د مالي د روان حالت د ښه پوهېده لپاره، لاندې موارد څېړو:

 ۱ـ  هغه څه چې اوسمهال په مالي کې رامنځته شوي، له هغه څه سره یې تشبه کوو، چې اته کاله پخوا پکې رامنځته شوي وو. د ۲۰۱۲م د مارچ په ۲۲مه، د هغه وخت ولسمشر امادو «احمدو» توماني توري پر وړاندې یوه ډله ټیټ رتبه افسرانو کودتا وکړه، چې هغه وخت د ولسمشر، د دویم ځلي ولسمشرۍ یوازې یوه میاشت پاتې وه. هغه وخت مو ویلي وو، چې د کودتا تر شا د امریکا لاس دی. په هغه پوښتنه کې چې د ۲۰۱۲م د مارچ په ۲۴مه شوې وه، داسې ځواب مو ورکړی وو: «هغه څه مو چې وویل د دې ښکارندویي کوي، چې د کودتا تر شا د امریکا لاسونه وو. امریکا غواړي ځان دغې اسلامي خاورې ته ورسوي، نفوذ پکې زیات کړي او ځان د هغوی پخواني ښکېلاک کوونکي (فرانسه) پر ځای، چې اوس هم نفوذ پکې لري، ځایپرځای کړي. د امریکا موخه دا وه، چې د مالي ټاکنې ګډوډې کړي، ځکه د مالي سیاسي کادرونه په فرانسه پورې تړلي او امریکا په دې کودتا سره وکولی شول، د فرانسې د مزدورانو او د هغوی د سیاست پلوو کارونه ګډوډ کړي. اوس ویلی شو چې د مالي پر پوځیانو د امریکا د تسلط له کبله؛ دغه خاوره په امریکا پورې تړلې ده.»

اوسمهال هم ځینو پوځیانو، چې تر ټولو لوړ رتبه یې جنرالان دي، د ابوبکر کیتا پر وړاندې، چې په لومړي ځل د ۲۰۱۳م، د اګېسټ په ۱۵مه او دویم ځل د ۲۰۱۸م، د اګېسټ په ۱۲مه د ولسمشر په توګه وټاکل شو، کودتا وکړه. پوځیانو د (کاتي) په نوم له خپل محل څخه، چې تر پلازمېنې پنځلس کیلو متره فاصله لري، حرکت وکړ او دا هغه پوځي محل دی، چې د ۲۰۱۲م، کودتا کوونکو هم حرکت ترې راکړی وو. د ۲۰۱۲م، د مارچ له کودتا وروسته فرانسې وکولی شول د امنیت له شورا داسې پرېکړې صادرې کړي، چې هغوی ته یې اجازه ورکوله، څو د مالي په شمال کې مداخله وکړي. دغه فیصلې عبارت وې له؛ د ۲۰۱۲م، د سپټمبر د ۲۳مه، ۲۰۷۱ ګڼه فیصله او د ۲۰۱۲م، د ډسمبر۲۰مه، ۲۰۸۵ ګڼه فیصله، چې له القاعدې او بنسټپاله ډلو سره د جګړې په پلمه صادرې شوې؛ خو حقیقت دا دی، چې د فرانسې د ښکېلاک د ملاتړ په موخه صادرې شوې وې. د دغو پرېکړو پر اساس نړیوال ځواکونه جوړ شول. د دغو ځواکونو شمېر ۱۵زره سرتیري وو، چې اساس یې اروپا او فرانسې جوړاوه. دغه راز فرانسې د افریقا ګډ ځواکونه، (د سواحلو دولتونو پنځه ګونه ځواکونه) په نوم جوړ کړ، چې له موریتانیا، مالي، نیجر، بورکینوفاسو او چاد څخه تشکیل شوي وو. هغه ځای چې د فرانسې نفوذ پکې قوي دی، نو په دې ترتیب فرانسه په دې وتوانېده چې د ۲۰۱۲م، له کودتا یونیم کال وروسته، په مالي کې خپل نفوذ قوي کړي. دغه قوت په ۲۰۱۳م، د اګېسټ په ۱۵مه او دویم ځل د ۲۰۱۸م، د اګیسټ په ۱۲مه، د ابوبکر کیتا د ټاکل کېدو پر مهال، رامنځته شو. که څه هم امریکا د مالي په وګړو کې د فرانسې په کچه نفوذ نه لري، خو په پوځیانو کې یې لري. د همدغې نفوذ له کبله دوی وتوانېدل، چې اوسنۍ کودتا تر پخوانۍ هغې ځواکمنه ترسره کړي. امریکا له خپلې لومړۍ کودتا وروسته، چې یونیم کال یې دوام وکړ، په سیاسي کادرونو او مدني ټولنو کې پر جلب او جذب پیل وکړ او د اوسنۍ کودتا لپاره یې په پوځیانو او عامو وګړو کې پر نفوذ بسنه ونه کړه.

۱ـ د ۲۰۲۰م، د اګېسټ په ۱۹مه، د نوې کودتا رهبر جنرال قاسمي کویتا، ځان د هغې کمېټې رییس معرفي کړ، چې ده ورته (د خلکو د نجات ملي کمېټه) وویله. د ۲۰۲۰م، د اګېسټ په ۱۸مه د سه شنبې په ورځ، دی او هغه پوځیان چې کودتا یې تر سره کړه، د ټلوېزیون پر شیشه راڅرګند شول. دغه راز کودتا کوونکو، ولسمشر کیتا او لومړی وزیر سیسیه او همدارنګه وزیران او نور مسوولین، چې ۱۷تنه کېدل، زنداني کړل. وروسته یې په ټلوېزیون کې د کیتا ځینې سرتیري ښکاره کړل، تر څو ووایي چې هغوی د اردو رهبري پریښې ده. دغه راز یې په خپلو خبرو کې وویل: «زه د دې پلوی نه یم، چې په قدرت کې زما د پاتې کېدو لپاره دې وینه تویې شي.» (سرچینه: رویټرز، ۲۰۲۰م د اګېسټ ۱۹مه)

د کودتا کوونکو ویاند اسماعیل واغي وویل: «زموږ هېواد په جنجالونو او ناامنۍ کې غرق دی او لوی دلیل یې د هغو کسانو تېروتنې دي، چې د هېواد برخلیک یې په لاس کې دی. (سرچینه: رویټرز ۲۰۲۰م، د اګېسټ ۱۹مه) هغه زیاته کړه: «ډېر ژر به انتقالي شورا د انتقالي رییس په مشرۍ جوړه کړو، دغه شورا به له پوځیانو او غیر پوځیانو تشکیل شي. موږ له مدني ټولنې، حزبونو او ډېری خلکو سره په اړیکه کې یو او ټول په دې هڅه کې یو، چې د قدرت انتقال ترتیب کړو. په هغه ملي کمېټه کې چې انتقالي شورا جوړه کړې ۶کسه پوځیان او ۱۸کسه غیر پوځیان شامل دي او پخپله د تشریعي انتقالي پلاوي رول پر غاړه لري، تر څو د شورا رییس د غړو په واسطه وټاکل شي.» (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۰م د اګېسټ ۲۱مه) نو له دې ښکاري، چې پوځيانو کودتا له ځینو سیاستوالو، مخالفو حزبونو، د مدني ټولنو سازمانونو او ځینو انجمنونو سره په هماهنګۍ تر سره کړې ده. کله چې هغوی په سیاست لاس پورې کوي، نو ښکېلاکګر دولتونه مرسته ورسره کوي او پېري یې. نو له دې ښکاري چې امریکا د دوی ډېری کسان ځانته راجلب کړي، ځکه امریکا د کیتا حکومت د دویمې دورې له پای ته رسېدو مخکې، د هغه په سقوط وتوانېده. پر اردو له تمرکز او پوځیانو کې د مزدورانو پر جذب سربېره یې وکولی شوای چې په راتلونکې کې د خپلو مزدورانو بریا تضمین کړي.  

۳ـ داسې ښکاري چې امریکا دا ځل هڅه کوي، چې کودتا یې ولسي اساس ولري او د همدې لپاره یې له تېرې مې میاشتې په زمینه برابرولو پیل وکړ. ځکه خو لارویونونه زیات شول او زرګونه لاریون کوونکي، د مې میاشتې له لومړیو، د مالي پلازمېنې، باماکو ښار کوڅو ته راووتل او د ولسمشر کیتا استعفا یې وغوښته. دغه راز هغه او حکومت یې په فساد، د عامه خدماتو وړاندې کولو کې پر کمزورتیا، په ټاکنو کې پر تقلب، په رهبرۍ کې پر ناتوانۍ او همدارنګه له ټرورېزم او بنیاد‌پالنې سره په مبارزه کې په ناکامۍ تورن کړ. مشخصو حزبونو د (جون۵) یا (ام۵) په نامه د اېتلاف جوړولو پرېکړه وکړه. د جون ۵ اېتلاف رییس او د لاریونونو رهبري کوونکی نوهوم توجو وویل: «زه د هغو پوځیانو همکار یم، چې قدرت یې په لاس کې دی.» دغه راز هغه د ایکواس ډلې مجازات، د هغه څه پر وړاندې یو تندلاری غبرګون وباله، چې ځینو رهبرانو په هېواد کې د سیاسي بې ثباتۍ او کودتا وېره درلوده. هغه په خپل ځای ودرېد، پوځي کودتا کوونکو ته په سلام ویلو سره یې کودتا داسې وبلله: «دغه کودتا د دې لپاره ده، چې د یوه ډیموکرات، مدني او سیکولار دولت د رامنځته کېدو لپاره د مالي د خلکو ارمانونه پوره کړي.» (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۰م د اګېسټ۲۱مه)

نو داسې ښکاري چې په مالي کې دغه لاریونونه خودسره نه وو، بلکې د هغو مزدورانو له خوا رهبري کېدل، چې د ښکېلاکګرو افکار (ډیموکراسي، مدنیت او سیکولرېزم) یې په فکر کې وو. هغوی له پوځیانو سره تړون کړی وو او کودتا ته یې لبیک ویلی وو. امریکا د دې نیت لري، چې مالي په سیمه کې د کودتاوو، سرچینه وګرځوي او په دې ډول په غرب او افریقا کې هغه نظامونه سقوط کړي، چې په انګلیس او فرانسه پورې تړلي دي.   

۴ـ وروسته په مالي کې د کودتا په اړه، په ساحل سیمه کې د امریکا استازي جي پیتر فام په خپل ټوېټر پاڼه ولیکل: «متحده ایالات په حکومتونو کې له هر ډول ناقانوني تغیر سره مخالف دي.» هغه زیاته کړه: «متحده ایالاتو وروسته له هغې چې د ولسمشر ابراهیم کیتا ځینې پوځیان څنډې ته کړل، نو د مالي له اردو سره یې د سیاسي حالت تر روښانه کېدو، د هر ډول همکاریو اړیکې درولي دي.» دغه راز هغه وویل: «رامنځته شوو پېښو ته د کودتا ویل، هغه پرېکړه ده چې قانونو ته له مراجعې وروسته به په ډاګه شي.» (سرچینه: رویټرز، ۲۰۲۰م د اګېسټ ۲۲مه)  دغه ډول څرګندونې دا ښيي چې امریکا کودتا او کودتا کوونکي نه غندي او د حکومتونو له ناقانوني تغیر سره، د هغوی د استازي خبرې، عامې خبرې دي او په کودتا پورې هېڅ تړاو نه لري. امریکا ان په مصر کې د سیسي او په سوډان کې پوځي کودتا تایید کړه او هغوی یې کودتا کوونکي ونه بلل؛ ځکه د دوی کار و. د مالي په کودتا کې یې هم همدا ډول موقف ونیوه، ځکه استازي یې وویل؛ دا چې رامنځته شوې پېښې کودتا ده او که نه، قانون ته به مراجعه وکړو! دا په ډاګه کوي، چې د دغې کودتا تر شا د امریکا لاس دی. دغه ادعا، هغه خبرې تاییدوي چې د الجزیرې قطري سایټ د ۲۰۲۰م، د اګېسټ په ۲۱مه خپرې کړې وې: «امریکا د هغو پوځيانو په ګډون، چې د کیتا پر وړانډې یې کودتا وکړه، د مالي ځینو سرتېرو ته منظم پوځي تمرینات ورکړل.»

نو هغو کسانو چې کودتا یې رهبري کړه، امریکا تمرینات ورکړي وو او هغوی یې د خپل ځان لپاره مزدور تربیه کړي دي. د ۲۰۱۲م، په کودتا کې هم همداسې وشول او موږ د هغه پوښتنې په ځواب کې چې په همدې اړه شوې وه، داسې وویل: «د ۲۰۱۲م، د مارچ په ۲۴مه العصر انټرنېټي سایټ، د امریکا له امورو خبرې منبع له قوله خبر ورکړ، چې یوه امریکایي ډيپلومات د نوم نه ښودلو په شرط، رسنیو ته وویل: «امادو «احمدو» د امریکا د سفارت له خوا، د پوځي تمریناتو تر لاسه کولو او له ټرورېزم سره د مبارزې لپاره ګومارل شوی و. هغه زیاته کړه: «احمدو څو ځلې د ځانګړو کارونو لپاره امریکا ته سفر کړی دی.»

له دې پلوه امریکا کټ مټ هغه ګامونه اخلي، چې د ۲۰۱۲م، په کودتا کې یې د اروپایانو څنډې ته کولو او د هغوی ځای نیولو لپاره پورته کړي وو، تر څو په دې ډول دغه خاوره په یوازې ځان مستعمره کړي. خو د دې امکان شته چې دا ځل یې تر پخوا تمرکز زیات وي، ځکه په فرانسه پورې تړلو کسانو پر وړاندې یې، په سیاسي حزبونو او مدني ټولنو کې یو څه خلک راپیداکړي دي.  

۵ـ د فرانسې غبرګون، چې په مالي کې اصلي نفوذ لري، دا و؛ کودتا یې سخته وغنده او د فرانسې ولسمشرۍ اعلان وکړ: «ولسمشر مکرون حالت له نیږدې څاري او دوه زړي هڅې غندي.» (سرچینه: فرانس‌پرس، ۲۰۲۰م د اګېسټ ۱۸مه) د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر (لودریان) هم په خپلو خبرو کې وویل: «فرانسه دغه خطرناکه پېښه په سختو ټکو غندي.» (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۰م د اګېسټ ۱۹مه) د ۲۰۲۰م د اګېسټ په ۲۰مه، کله چې مکرون د المان له لومړۍ وزیرې میرکل سره د مالي د بدلونونو د څېړلو لپاره ولیدل، ویې ویل: «فرانسه او المان په مالي کې رامنځته شوې کودتا غندي او د غیر پوځي حاکمیت د ژر راګرځېدو غوښتونکي دي. باید کوم څه د دې لامل نه شي چې د ساحل سیمې، د اسلام پالنې د تندلارو د توتریخوالي له فعالیتونو غافل شو.» د فرانسې دفاع وزیر فلورانس بارلي هم وویل: «پر دې سربېره چې د مالي ولسمشر، دوې ورځې مخکې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې له واکه لیرې شو، فرانسه به په مالي کې د تندلارو پر وړاندې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.» (سرچینه: رویټرز، ۲۰۲۰م د اګېسټ ۲۰مه) دغه خبرې د کودتا په اړه، د فرانسې د ناارامۍ اوج ښيي؛ هغه ناارامي چې دا په ډاګه کوي، چې د کودتا اصلي موخه د فرانسې نفوذ و. ځکه فرانسې د مالي او د مالي ګاونډیو هېوادونو پانګې غلا کولې او دغه خاورې له رنګارنګ او کم پیدا معدني موادو ډکې دي. دغه راز فرانسه، مالي د افریقا په غرب کې د خپل ملاتړ د ستراتيژیک ملګري په توګه بولي، ځکه له ساحلي دولتونو سره واحده سیمه رامنځته کوي او که چېرې یې له یوې سیمې نفوذ کم شي، په نورو سیمو کې هم کمیږي. فرانسه هڅه کوي هلته خپل پوځي حضور قوي کړي؛ هغه پوځي حضور چې د ۵۱۰۰کسه د اروپا سرتېرو او د ۱۱۰۰کسه الماني سرتېرو په مرسته، د (برخان) په نامه عملیاتو کې هلته حضور لري.» فرانسې د افریقا ګډو ځواکونو د تمویل لپاره، د خلیج دولتونو، لکه اماراتو څخه مرسته وغوښته. انګلیس هلته ۲۵۰ سرتېري له دریو الوتکو سره او همدارنګه د اروپا اتحادیه۶۲۰سرتېري لري. امریکا له مالي ملاتړ او د (برخان) ځواکونو له تجهیزاتو سره مخالفه ده او د استخباراتي معلوماتو له لارې برخه غواړي. دغه راز د هوا له لارې، د خپلو بې پیلوټه الوتکو د څار غوښتنه کوي.

۶ـ د افریقا اتحادیې او ایکواس سازمان هم دغه کودتا وغنده او د افریقا اتحادیې رییس موسی فقی محمد په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل: «د ولسمشر ابراهیم کیتا، لومړي وزیر او نورو حکومومتي غړو نیول کېدل، غندم او د دوی ژر تر ژره ازادېدل غواړم.» د افریقا غربي دولتونو اقتصادي غونډې (ایکواس)، چې ۱۵ دولتونه یې غړیتوب لري، ټولو په یوه خوله د مالي پر وړاندې خپلې پولې وتړلې او د مالونو هر ډول صادرات او واردات یې وځنډول. دغه راز د پرېکړو له هر ډول پلاوي څخه یې د مالي غړیتوب لغوه اعلان کړ. د ۲۰۲۰م د اګېسټ په ۲۲مه، د دغه انجمن په استازیتوب یو پلاوی مالي ته ولاړ او د کودتا کوونکو له رهبرانو سره یې ولیدل. تمه وه چې دغه لیدنه به یو ساعت دوام وکړي، خو شل دقیقې وه. د خبري اژانسونو په وینا؛ دغه پلاوی د دې لپاره راغلی و، چې د کودتا کوونکو رهبرانو ته قناعت ورکړي، تر څو کیتا بېرته واک ته راولي او قدرت ورکړي، خو په خپل مسوولیت کې ناکام شول. د کودتا رهبرانو د دوی دغه غوښتنه رد کړه او په خپله کودتا یې ټینګار وکړ او  ویې ویل؛ د انجمن له خوا له رالېږل شوي پلاوي سره خبرې، یوازې د انتقالي پړاو په وخت کې ممکنې دي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره باید ووایم؛ د افریقا په غرب کې، د افریقا اتحادیه او ایکواس سازمان، تر ډېره د اروپا د مزدورانو په لاس کې دي.

۷ـ لنډه دا چې؛ امریکا په افریقا، د مالي په ګډون په ځانګړي ډول اسلامي خاورو کې، د دې هڅه کوي، چې اروپا په ځانګړي ډول فرانسې او انګلیس ته مزاحمت وکړي. ځکه مالي هغه اسلامي خاوره ده، چې ښکېلاکګر هلته د خپل نفوذ د زیاتېدو لپاره له یوبل سره سیالي کوي، څو یې پانګه لوټ کړي، لکه څنګه چې اوسمهال فرانسه زیاته برخه پانګه لوټوي. همدرانګه ښکېلاکګر په دې هڅه کې دي، چې د افریقا په غرب کې، د مالي له ستراتیژیک موقعیت څخه ګټه  واخلي؛ هغه ځای چې د ساحل له دولتونو سره، یوه سیمه یې، شمال ته هم تللې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د دغې سیمې مسلمان وګړي له فقر، بېچارګۍ او بېلابېلو ناروغیو ځوریږي او د دوی مزدور حاکمان، د ښکېلاکګرو غوښتنې پوره کوي، تر څو یې په بدل کې په ټیټ سر او بې ثباته څوکۍ پاتې شي.  

مالي یو کمزوری هېواد دی او د ښکېلاکګرو په لاس کې دی. هلته مسلمانان قدرت نه لري، چې د ښکېلاکګرو پر وړاندې د خلکو ملاتړ وکړي. دغه ښکېلاکګر په اسانۍ او بې مانا پلمو د پوځي مداخلې پرېکړه کوي او د خلافت دولت په شان (که د الله تعالی خوښه وه، ژر به تاسییس شي) هېڅ کوم بل اسلامي قدرت نشته، چې د ښکېلاکګرو د مداخلو پر وړاندې راپورته شي او دوی ته داسې درس ورکړي، چې هېڅکله یې هېر نه کړي. نو د دغه دولت لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې او کار، له لویو واجباتو او مهمو کارونو ګڼل کېږي. ځکه یوازې همدغه دولت موږ ته د کفارو پر وړاندې عزت او نصرت راکوي او ملاتړ مو کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: 

«و إنما الإمام جنة یقاتل من ورائه و یتقی به».(رواه مسلم)

ژباړه: امام د سپر په شان دی، چې تر شا یې جګړه کېږي او هغه ته پناه وروړل کېږي.

ژباړن: حبیب الله حبیب

 

د مطلب ادامه...

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی د هېرولو نه دی

خبر

د ترکیې په استانبول کې د فاتح په ساراچن نومي پارک کې، د حزب التحریر ولایه ـ ترکیه له خوا (رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی د هېرولو نه دی) تر عنوان لاندې، کنفرانس نیول شوی و. دغه کنفرانس د جمعي له لمانځه وروسته تر سره شو او په سلګونو مسلمانانو ګډون پکې کړی وو. په یاد کنفرانس کې د کرونا ویروس له کبله طبي سپارښتنې هم په پام کې نیول شوې وې.

تبصره

که مو یاد وي، په ۲۰۱۵م، کې هم فرانسوي مجلې شارلي عبدو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د سپکاوي په موخه د هغه الله صلی الله علیه وسلم عکسونه خپاره کړي وو. یوه ورځ مخکې له دې چې دغه عکسونه د دوی له خوا تایید شول، فرانسوي مجلې یاد عکسونه راوړي وو او په اسلامي نړۍ کې یې پر وړاندې سختې نیوکې وشوې. اوس یو ځل بیا پنځه کاله وروسته دغه عمل ترسره کېږي. په همدغه وخت کې د مجلې اېډېټ کوونکي مشر وویل؛ چې هېڅکله به هم له دغه کار څخه لاس وانخلي. دا ډېره درودوونکې نه ده، چې د ټول اسلامي امت په کچه موږ د خپلو ارزښتونو پوښتنه ونه شو کولای؟ یوه پېړۍ کېږي چې موږ له دا ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان یو او نشو کولای له خپلو ارزښتونو دفاع وکړو. دلیل یې د اسلامي خاورو د چارواکو له چوپ پاتې کېدو پرته بل څه نه دي. همدغه چوپتیا ده چې کفارو ته جرات ورکوي، تر څو زموږ ارزښتونو ته سپکاوی وکړي.

د مسلمانانو عاموژنه پټیږي او یا هم ښکېلاکګر هڅه کوي، چې د دغو ظلمونو پړه پر اسلام او اسلامي ارزښتونو ورواچوي. زموږ چارواکي له شک پرته، لاندې دوه کارونه ترسره کوي؛ لومړی: دوی محکوموي. دویم: پر نړیواله ټولنه غږ کوي، دغه مسئله وڅيړي. زموږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی کېږي او زموږ چارواکي یې یوازې په خبرو محکوموي، ځکه چې د الله سبحانه وتعالی دښمنان په دې پوهېږي، چې د مسلمانانو د چارواکو یوازې محکومول زده دي.

دا سمه نه ده، زما ګرانو وروڼو غواړم له تاسو یوه پوښتنه وکړم: ایا زموږ هغه چارواکي کولای شي چې له ښکېلاکګرو کفارو سره ښې نږدې، استراتيژیکې او دوستانه اړیکې جوړې کړي؟  نو زموږ رهبر رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دوی عاجزي بیان کړې ده.

ایا هغه چارواکي چې د پاریس په کوڅو کې له کفارو سره لاس په لاس ګرځي او په هر ځای کې یې دوی ته ورین تندي نیولي وي، کولای شي له اسلام او اسلامي ارزښتونو دفاع وکړي؟ نه هېڅکله هم نه، ځینې وخت سخت محکومول د دوی لپاره لوی کار دی. ایا هغه چارواکي چې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره له کفارو نفرت هم نه شي کولای، له مسلمانانو سره همدردي وکړي؟

دا ښکاره خبره ده، چې رسول الله صلی علیه وسلم ته سپکاوی به یوازې په محکومولو سره پای ته ونه رسېږي. له اسلامي ارزښتونو یوازې په وینا دفاع نه شي کېدلی. بلکې یوازې راشده خلافت به وکولی شي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند ته ارزښت ورکړي او الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول ته سپکاوی، ختم کړي. دغه سپکاوي به یوازې د راشده خلافت په بیا تاسیس سره ودرول شي، چې دغه خلافت به بیا هېڅکله هم د مسلمانانو او اسلامي ارزښتونه د اوسني وخت په شان قربانی نه کړي. هغه وخت به دوی ته د اوسنیو له غرب سره د اسیرو چارواکو په شان ځواب نه ورکول کېږي، بلکې د سلطان سلیمان او دویم سلطان عبدالحمید په شان به سمدستي خپل پوځونه برابر کړي او د دغو کړنو ځوابونه به ورکوي. اې فرانسې زموږ د پوځونو د قدمونو غږ به لومړی تاسې واورئ او خپل ځان به وپېژنئ، ځکه چې خلافت د مسلمانانو د سپر نوم دی او مسلمانان د هغه تر شا ساتل کېږي او جهاد کوي. 

اې کفارو! کله چې دغه نظام تر تاسو پورې راورسېږي، نو قرآن موږ ته ویلي، چې کفار د اسلام پروړاندې له هغه نفرت او کرکې، زیات نفرت او کرکه لري، چې په ژبه یې ښکاره کوي. په بل ځای کې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَٓاءُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ اَكْبَرُ﴾ [عمران: ۱۱۸]

ژباړه: کوم نفرت چې دوی له اسلام سره په خوله ښکاره کوي، په زړونو کې یې له هغې هم زیات دی. موږ به تاسو ته ستاسو ګناه ډېره ښه واضح کړو، که تاسو دلیل وغوښت.

په بل ځای کې قران موږ ته اشاره کړې ده:

﴿قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ﴾[عمران: ۱۲]

ژباړه: هغو کسانو ته ووایه چې اېمان نه راوړي؛  تاسو به په دوزخ کې یو ځای سره راټول کړای شئ او په یوه ډېر بد ځای کې به پرېښودل شئ.

تاسو به هېڅکله هم د اسلام پر وړاندې له برید او دښمنۍ لاس وانخلئ. خو په دې پوه شئ چې موږ به هم تر خپل اخري نفس پورې له تاسو سره جګړه وکړو. موږ به هېڅکله هم تاسو ته اجازه درنکړو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی وکړئ. په حقیقت کې موږ د دغه رسول امت یو، چې تل يې د ظلم، پروړاندې مقاومت او له کفارو سره حساب او کتاب کړی دی.

اې الله سبحانه وتعالی ته خو یو ځل بیا موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت رانصیب کړې، داسې یو خلیفه راکړې، چې په ریښتیا له الله سبحانه وتعالی څخه وېره ولري، نه له کفارو څخه او داسې چارواکي راباندې حاکم کړې، چې کفارو ته په ژبه نه بلکې د پوځونو په ګوزار ځواب ورکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالله امام اغلو

 

د مطلب ادامه...

لبنان په کړکیچ کې

  • خپور شوی په سیاسي

د اګېسټ په ۴مه د سې شنبې په ورځ د بیروت بندري ښار یوې لويې چاودنې ویجاړ کړ. دغې چاودنې لږ تر لږه ۲سوه کسان ووژل او تر  ۶زرو  زیات یې ټپیان کړل، په سلګونو خلک یې بي کوره او ورک کړل او په زرګونو کورونه یې له خاورو سره خاورې کړل.

دغې لويې چاودنې د ۱۰کیلومترو په شعاع کې ویجاړي رامنځته کړه او ۱۶۰کیلومتره ليري په قبرس کې احساس شوه. دغې چاودنې چې ټول ښار یې ولړزاوه د هیروشیما د اټومي بم تر چاودنې وروسته دویمه درجه لویه چاودنه وه، چې د لړزې څپې یې د ۵،۴ ریکټر په کچه ځمکه وښوروله.

د زیانمنو خلکو شمېر په زیاتیدو دی او ښار تر تصور زیات زیانمن شوی دی. په سلګونو خلک لا هم تر خاورو لاندې دي او کورنۍ یې په بې صبرۍ سره د خپلو خپلوانو په لټه کې دي، خلک تر ډېره د ورکو شوو کسانو د موندلو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي.

روغتونونه وران شوي، بېړني خدمات تر سخت فشار لاندې دي او د بیروت اوسیدونکي محدودو روغتیایې خدماتو ته لاسرسی لري. روغتیایي سکتور لا له وړاندې د کرونا وبا  سره په مبارزه کې ښکېل و او په ټوله کې دا خدمات د پانګونې له کمښت سره مخ دي.

دغه راز د خواړو قحطي رامنځته شوې او د خوړور په نرخونو کې لوړوالی لیدل کېږي،  ځکه دا بندر نه یوازې دا چې د خوراکي توکو د واردولو یوازینۍ لار وه، بلکې دا ځای د ښار د زیاتو خوراکي توکو ساتنځای هم و.

همدارنګه ډېر خلک به خپلې دندې او د عایدو سرچینې له لاسه ورکړي، ډېرې کورنۍ به د بیوزلۍ له جدي خطر سره مخ شي او که ښوونځي په میاشتو وتړل شي د ماشومانو زده کړې به په شدیده توګه اغېزمنې شي.

دغه چاودنه ډېره لویه وه او مرخېړي (سمارق) ته ورته بڼه یې درلوده،  تر لومړۍ چاودنې سمدستي وروسته وشوه. په ظاهره  دواړې چاودنې په لوړه کچه چاودېدونکو ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایتریتو له امله رامنځ ته شوې چې په بې پرا شکل د بندر په زېرمتون کې ځاي پر ځاي شوي ول.

 ویل کېږي چې د نایتریتو چاودنه د نژدې اور له کبله را منځته شوې، خو جزیات ډېر نه دي روښانه شوي، خو په پراخه توګه داسې فکر کېږي، چي چاودېدونکو توکو په حزب الله پوري اړه درلوده. د لبنان له دولت سره ډېرې نژدې اړیکې لري. دا توکي د نورو کیمیاوي موادو له لویو زېرمو سره ډېر نژدي ایښودل شوي وو.

دا د یوه دولت څرګنده ناکامي ښیي، چي په دومره زیاته کچه اور اخیستونکي کیمیاوي مواد او چاودېدونکي توکي د نژدې ۷ میلیونه نفوس لرونکی ښار، د یوه بوخت بندر په زړه کې زېرمه کوي. دا له عقل څخه لیري کار دی او دا په مطلق ډول د حاکمې ډلې او حکومتولۍ د ناسم مدیریت بېلګه ده.

که موږ په لبنان کې د فساد د تاریخ اوږدې مخینې ته وګورو، جووته به شي چې والیانو او د بانکونو مشرانو په خاینانه ډول، لیره دې ته پرېښوده چې په تېر کال کې د ډالر پر وړاندې ۴زرو ته راکښته شي، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې د لیرې نرخ د ډالرو پر وړاندې ۱۵۰۰ و.

د هېواد مالي پالیسي پخپله د دې لامل شوې، چې لیره د ډالرو په مقابل کې کمزورې شي. د دې تګلارې له مخې د دولت په خزانه کې د خپلو اتباعو په قیمت ډالر ساتل شوي، چې خلک اړ شوي له کمزوره کېدونکې لیرې سره مبارزه وکړي. دا کار د دې لامل شوی چې پانګوال خپلې پیسې د مارکېټونو پر ځای په  بانکونو کې کېږدي او په دې ډول د خلکو د لا بې‌وزله کولو او د بډایو د لا شتمنولو ناوړه سلسله دوام لري.

د ملت د اقتصاد د ناوړه مدیریت اصلي رېښه د بیړني حل په مفکوره کې ده، چې له نړیوال بانک څخه یې میلیونونه ډالر د پور او بسپنې په نوم اخيستي. د دې پر ځای باید د ثبات او دوامداره پرمختګ لپاره د خپلو خلکو له مټو او طبعي سرچینو څخه استفاده شوې وای. له دې څخه جوتېږي چې داخلي فساد د حاکمې طبقې له لوري خپور شوی؛ هغه چې د تش په نامه ډیموکراتیکو ټاکنو څخه د ناقص پانګوال نظام د پنځولو لپاره کار اخلي.

دا ټول د فاسد ذهنیت غفلت او ناوړه نه بښونکې رهبرۍ پایله ده، چي د لبنان دولت یې اصلي مسوول دی او د دې فاجعې له امله ډېر بې ګناه خلک زیمانمن شوي دي.   

د فرانسې ولسمشر د پخواني استعماري دود په ډول په چټکۍ سره ځان د پېښې ځای ته ورساوه، له شک پرته ده ځان د لبنان ساتونکی ګاڼه، چې فرانسوي حاکمیت ته تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته بیا په ۱۹۴۳م کې تر خپلواکۍ پورې سپارل شوی و.

هغه د ویجاړې شوې سیمې څخه د لیدنې پر مهال خپل ملاتړ اعلان کړ، ان یوې ښځې ته یې وویل «موږ دلته ستاسي ددولت لپاره نه یو راغلي، موږ دلته ستاسي لپاره راغلي یو» مکرون زیاته کړه، چې دی به په سپتمبر کې بیا را ستون شي او پر رهبرانو یې غږ وکړ، چې له خپلو خلکو سره یو ټولنیز تړون ته ورسېږي. ده وویل «اوسنی نظام د خلکو باور نور له ځانه سره نه لري.» دغه راز ژمنه يې وکړه، چې د لبنان د تعلیمي نظام ملاتړ به وکړي، چې د کرونا وبا او اقتصادي بحران له امله زیانمن شوی دی.

څومره خپلواکي! خلکو ته په وینا کې د داسې دولت پر ضد د ولسمشر مکرون پیغور، چې په خپله خوښه د ده سیمه ییزو او اقتصادي موخو ته کار کوي، دا مانا لري چې لبناني ولسمشر عون او د ده ټوله کابینه د دوی د پخواني استعماري بادار مطلق لاسپوڅي او مزدوران دي.

د لبنان حالت له ګاونډۍ سوریې او نورو ټولو اسلامي هېوادونو سره کوم توپیر نه لري. د تشې خپلواکۍ تر عنوان لاندې دا هېوادونه په سیاسي او اقتصادي ډول د نړیوالو بنسټونو له لوري، چې د استعمارګرو قوتونو په نیابت کار کوي، اشغال دي. دوی غواړي، چې دغه وړوکی خو ستراتیژیک ملت د هغه چا د موخو او پروژو قرباني شي، چې لا هم غواړي د مسلمانانو هر ډول یووالی او قوت له منځه یوسي.

اوسمهال د لبنان ملت د قدرت خلا ته لوېدلی او د پخوا په څېر بیا هم د لبنان خلک دي، چې د ګډوډۍ او بې ثباتۍ له امله ډېر ځورېږي. الله سبحانه وتعالی دې د دوی سختۍ اسانه کړي او سیاسي حالت دې په داسې ډول ورغوي، چې اسلام د شام او نورو سیمو لپاره بیان کړی دی.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾(النور:۵۵)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو له هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او ښه عملونه وکړي، وعده کړې ده چې هغوی په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي، لکه چې له هغو څخه مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي وو. د هغو لپاره به هغه دین پر قوي بنسټونو ودروي، چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی. د هغو د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دې زما بنده ګي کوي او زما سره دې کوم شی نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکواله: ملیحه حسن

د مطلب ادامه...

د حزب الحتریر مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه؛ روښانه نور او د حق لوړ اواز!

خبر

د قرغېزستان ملي امنیت ځواکونو د۲۰۲۰م د جولای په ۲۷مه، اته کسه مسلمانانې ښځې، په نارین ښار کې له حزب التحریر سره د اړیکو په تور ونيولې. له دې ډلې ارونوفا ارکينجول او بایتبیک کېزې محبت په بند محکومې شوې. د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې، د اګېسټ په ۲۱مه د قرغېزستان له طاغوتي نظام څخه، د هغوی د ژر خوشې کېدو او د مسلمانو ښځو پر وړاندې د وحشت پای ته رسولو په پار (د مومنو ښځو ډارول نور بس دي) تر عنوان لاندې لاریون پیل کړ او د الله سبحانه وتعالی په فضل او رحمت زموږ دوې مسلمانې خویندې د ۲۰۲۰م د سپټمبر په پنځمه بېرته خوشې شوې.

تبصره

اوسمهال د ګڼو تمایلاتو له امله مسلمانو ښځو خپله لاره ورکه کړې ده. یو تمایل دا دی چې هغوی د نړیوال کېدو په نوم، غربي افکارو ته رابولي، تر څو له اسلامي احکامو او د شریعت له اوامرو سرکشي وکړي. بل مفهوم چې له اسلام سره اړیکه هم نه لري دا دی چې ښځه د بندي په څېر له کوره د وتلو حق نه لري او کومه لاره چې اسلام ورته ټاکلې هغې ته پاملرنه ونه کړي. درېيم مفهوم ښځې د دغه دواړو افکار تر منځ منځګړیتوب ته رابولي، اسلامي افکار او مفاهیم يې ترې پټ کړي او کلونه يې ژوند ضایع شوی او له هغوی څخه د وسایلو په څېر ګټه اخیستل کېږي.

اسلام راغی چې هر څه په خپل ځای منظم کړي او دا هماغه څه دي، چې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې له اسلامي تبنیاتو څخه د اسلامي امت د مهمو قضایاوو، په څانګړي ډول د ښځو اړوند مسایلو په اړه یې ترسره کړي دي. د حزب التحریر دغه ډول کړنې یوې کښتۍ ته ورته دي، چې ستونزې هواروي او په اسلامي حللارې سره يې له منځه وړي، تر څو مسلمانه ښځه د عزت، ټینګ عقیدوي باور، غوره امنیت او هوساینې پر لور رهبري کړي. دا لومړی لاریون نه دی چې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې ترسره کړی، بلکې د مسلمه امت ټولو قضیاوو په څانګړي ډول د ښځو اړوند مسایلو ته يې د نړۍ په هر ګوډ کې د الله سبحانه وتعالی  د دغه امر مطابق لبیک ویلی دی.

﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ...

[انفال: 72]

ژباړه: که له تاسو څخه يې د دین په اړه مرسته وغوښته، پر تاسو يې مرسته واجب ده.

د مسلمانو خویندو د نیولو خبر د قرغېزستان دولت د نړۍ په ګڼو ژبو د خبري پاڼو او شبکو له لارې په ژوندۍ بڼه خپور کړ. دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د حقونو بنسټونو، نه یوازې دا چې دا بد چلند او کړنه يې ونه غندله، بلکې چوپ پاتې شول او ان یرغلګر  او قاتلین يې وستایل.

لکه څرنګه چې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه د مسلمه امت مهمې پېښې خپروي، د هغو رسنیو په منځ کې چې د غرب د ګټو، د حقایقو په پټولو سره د اسلامي امت د ګمراه کولو هڅه کوي،  د نړیوالو رسنیو لپاره جدي ګواښ او خنډ دی. یادې رسنۍ نړۍ د تعصب پر لور بیایي او د هرې اسلامي برنامې، چې د امت د راويښولو لپاره دي، غواړي پرې برلاسي شي. دا د هغوی د مکررو اندېښنو ښکارندويي کوي، چې موخه يې د حزب التحریر مطبوعاتي پاڼې دي.

له همدې منبره غیرتي خویندې؛ هغه چې د اسلامي دعوت امانت او د حق دین نصرت په غاړه لري، هغوی ته هم وایو چې د حزب التحریر له صفوفو سره یو ځای شئ، د پاکو ښځو، د شریعت په احکامو او د رب د اوامرو  منونکې، یوه غوره بېلګه شئ. د نبوت پر منهج د ثاني راشده خلافت د تاسیس لپاره، چې د بشري نظامونو له حرص  څخه  د بشریت او ځان  ژغورنې یوازینۍ لاره ده، کوښښ وکړئ.

لیکواله: م. درة البكوش

ژباړن: الهام پردېس

 

د مطلب ادامه...

د اونۍ خبره: " امریکا په نړۍ کې سوله غواړي، خو په دې سوله کې امریکا له یوه ځواکمن دریځه خپله خبره کوي"، (ټرمپ)

  • خپور شوی په سیاسي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملګرو ملتونو سازمان ۷۵ مې کلنۍ غونډې ته په خپله ویډیو یې وینا کې و ویل چې هیواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخت دی او ډېر ژر به خپل پوځیان له دې هېواده وباسي. هغه په نړۍ کې د روانو جګړو او د سولې د روانو هڅو په تړاو زیاته کړه: "امریکا په نړۍ کې سوله غواړي، خو په دې سوله کې امریکا له یوه ځواکمن دریځه خپله خبره کوي".

متحده ایالاتو د ۱۳۸۰ ل کال د تلې په ۱۵مه په افغانستان نظامي یرغل وکړ او د هغه وخت حاکم نظام (د طالبانو اسلامي امات) یې نسکور او د خپلې خوښې ډیموکراتیک نظام او افغان لاسپوڅي یې د قدرت په ګدۍ کښینول. له هغې ورځې بیا تر ننه، په دې هیواد کې خونړۍ جګړه روانه ده او هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي.

متحده ایالاتو  او د ناټو سازمان شاوخوا ۱۵۰ زره نظامي ځواکونه افغانستان ته راواستول، خو په نظامي برخه کې د عام ولس له سخت مقاومت سره مخ شول چې یوازې د متحده ایالاتو کابو ۲۵۰۰ عسکر تر دې دمه وژل شوي دي. متحده ایالاتو د ۱۹ کلو په تېریدو سره و نه شو کړای چې په زور د جګړې ګټونکي شي او د طالبانو تر مشری لاندې د افغان مجاهد ولس مقاومت مات کړي او خپله بریا ونمانځي. بالاخره، د زرګونو عسکرو په وژل کیدو او ټپي کیدو او د ملیاردونو ډالرو په مصرف سره، اړ شو چې د طالبانو تحریک ته د سولې د مذاکراتو د پيلولو لاس وړاندې کړي او په دې توګه، خپله ډوبه شوې کښتې وژغوري.

متحده ایالاتو د ۱۳۹۷ کال د وږي په ۱۳مه نیټه د طالبانو له تحریک سره په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سولې د ټینګولو رسمي خبرې پیل کړې چې په ترڅ کې به یې ټول امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي. متحده ایالاتو او طالبانو د کب په ۱۰مه ۱۳۹۸ نیټه د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې پایله کې له ډیدېرو چنو وروسته، افغان دولت او د طالبانو تحریک ترمنځ بین الافغاني خبرې د وږي په ۲۲ مه نیټه رسما پیل کړې.

د افغانستان جګړه د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده چې حتی د دواړو نړیوالو جګړو څخه هم اوږده شوه. دې جګړې د امریکا برم او حیثیت په نړیواله سطحه را ټیټ کړ او تاریخي هیبت یې تر پوښتنې لاندې راغی. په افغانستان کې له ماتې خوړلو سره، نوره نړۍ کې هم د امریکا په وړاندې ملتونو روحیه واخیسته او پر ضد یې ودریدل. هغه څه چې پخوا ناممکن ښکاریدل.

د طالبانو له تحریک سره د امریکا د سولې تړون یو مجبوریت و. د امریکا متحده ایالاتو سیاستوال او پالیسي جوړونکي پوه شوي وو چې دا جګړه په زور ګټلی نه شي او که ادامه پيدا کړي، نو کیدی شي چې متحده ایالات هم د پخواني شوروي له برخلیک سره مخ شي. د افغانانو له تاریخي هویت سره یو صفت ډير بارز دی چې دوی د پردیو تر حاکمیت ( اشغال) لاندې ژوند نه کوي او په هر قیمت چې وي، هغه له منځه وړي، تاریخ د دې خبرې ښه شاهد دی.

سره له دې چې متحده ایالاتو له طالبانو  سره خپلو خبرو اترو  ته د "سولې مذاکراتو" نوم ورکړی دی، خو په حقیقت کې د سولې خبرې نه دي، بلکې له بن‌بست څخه د تیښتې او خلاصون خبرې دي. ځکه چې امریکا په افغانستان کې د واقعي او سراسري سولې او ټیکا په لټه کې نه ده، بلکې د بندې شوې کښتۍ د نجات په لټه کې ده. له امریکا څخه د سولې تمه، داسې ده لکه څوک چې له اور څخه د نه سوزیدو تمه وکړي.

امریکا د ضعف او مجبوریت له وجې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې. نور امریکا ته هېڅ د زور او ځواک لاره پاتې نه وه. اوس متحده ایالات هڅه کوي چې ځانته د خټو پزه جوړه کړي. امریکا هڅه کوي چې هغه څه یې چې د زور او جګړې له لارې لاسته را نه وړل، د مذاکراتو او ډیپلوماسۍ له لارې لاسته راوړي. دوی خپله ناکامي پټوي، خو د امریکا ناکامي د پټیدو نه ده، ځکه چې هغه ډلې ته چې امریکا ۱۷ کاله ترهګره ډله ویل او په تور لست کې شامل کړې وه، اوس ور سره خبرې کوي او ستاینه یې کوي. دا په نړۍ باندې د امریکایي برلاسۍ او زورواکۍ د زوال د پیل په معنی ده. دا لړۍ به کرار کرار دوام لري چې ژر یا په ځنډ، د متحده ایالاتو ظالمانه امپراتوري به د پخواني شوري له سرنوشت سره مخ کیږي.

که چرته افغان مجاهدین او سیاستوال په خپل اصل (اسلام) ټینګ پاتې شي او په خپل منځ کې متحد شي او د امریکا په وړاندې خپل صف متحد کړي، نو امریکا به په ټیټ سر له دې خاورې وځي او افغانستان به رښتینې آزادي تجربه کړي، داسې آزادي چې هلته به اسلام حاکم وي او دا به د نورې اسلامي نړۍ د رښتینې آزادۍ او اسلامي نظام د حاکمیت پيلامه شي.

خالد مشعل

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې