پنجشنبه, ۲۶ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په قطعي الدلالت نصوصو کې د اجتهاد په اړه

  • خپور شوی په فقهي

عابدالله ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

د اسلام په نظام کتاب کې داسې راغلي: پر همدغه اساس، لوړې موخې د ټولنې د ساتنې په هدف د انسان له جوړښت سره سمې نه دي، بلکې د الله سبحانه وتعالی له اوامرو او نواهیو څخه اخیستل کېږي. هغه ثابت دي، بدلون او پرمختګ نه مني؛ لکه د انسان نوعه، عقل، کرامت، نفس، فردي ملکیت، دین، امنیت او د هغوی دولت. دا ټول د ټولنې د ساتنې لپاره لوړې موخې او اهداف دي چې بدلون او پرمختګ نه مني.

پوښتنه دا ده: ایا په اساسي قانون کې اجتهادونه د ځینو نصوصو د بدلون په هدف امکان لري، په داسې حال کې چې د کتاب په نص کې راغلي چې بدلون او پرمختګ نه مني؟ په دې اړه توضیح غواړم، الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته برکت او نصرت درکړي.

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمه الله و برکاته!

ګرانه وروره! په قطعي الثبوت او قطعي الدلات نصوصو کې اجتهاد نه ترسره کېږي، یعنې هغه نصوص چې په ثبوت کې قطعي وي. د بېلګې په توګه، ایت او متواتر حدیث او په دلالت کې یې هم د ژبې او کتابو د ډولونو د بحثونو اړوند او قطعي سنت وي. په ظني الدلالت نصوصو کې اجتهاد ترسره کېږي، برابره ده که هغه قطعي الثبوت وي او یا ظني الثبوت. نو تر هغه چې ظني دلالت وي، په هغه کې اجتهاد ترسره کېږي. څنګه چې دغه مسله د فقې د اصولو په علم کې مشهوره ده.

او یادې شوې چارې په هغه کتاب کې چې لوړې موخې دي، د اسلامي ټولنې د ساتنې لپاره د هغه دلیلونه قطعي الثبوت او قطعي دالدلالت دي. نو حکم یې د اجتهاد په واسطه بدلون نه کوي. ځکه په هغه کې اجتهاد نه ترسره کېږي او د هغه په اړه نصوص قطعي دي. اجتهاد د نصوصو د قطعي کېدو په صورت کې نه ترسره کېږي.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

 

د مطلب ادامه...

متبع مقلد

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

زموږ ورور او امیر صاحب! الله تعالی دې له تاسو سره مرسته وکړي، هیله ده چې د ځواب لپاره پوره وخت ولرئ.

ستاسو د کتاب (الوصول الی الاصول) په ۲۷۳مخ کې مې داسې ولوستل: «د مقلد په اړه چې کومه پوښتنه کېږي، عبارت ده له: کله چې یو څوک په یوه مساله کې له یوه مجتهد څخه پیروي کوي، ایا د دې اجازه لري، چې په همدغه مساله کې یو مجتهد پرېږدي او بل غوره کړي؟ ځواب یې دا ډول دی، چې د مقلد په حق کې شرعي حکم هغه دی، چې مجتهد استنباط کړی او مقلد یې تقلید کوي. یعنې: کله چې یوه مقلد په یوه مساله کې له کوم مجتهد څخه پیروي وکړه، نو دا ورته روا نه ده، چې دا مجتهد پرېږدي او بل غوره کړي. ځکه چې ده پخپله همدغه غوره کړی او دا یو شرعي التزامي حکم دی.»
ماته یوه پوښتنه پیداشوه؛ مور مې په عربي نه پوهېږي، مثلاً: په لمانځه کې له امام شافعي رحمت الله علیه څخه پیروي کوي، خو د لمانځه حکم یې د یوه بل مجتهد، امام مالک په فقه کې په روسي ژبه لوستی، اوس غواړي چې په همدغه خاصه مساله کې د امام شافعي اجتهاد پرېږدي او د امام مالک غوره کړي، نو ایا د شرعیت له پلوه دا ډول عمل روا دی؟

په بله وینا، ایا له عربي پرته بلې ژبې ته لومړیتوب ورکول سم دي؟ په داسې حال کې چې له عربي پرته شرعي ادله هم نه ګڼل کېږي. دا پوښتنه ولې کوم؟ ځکه په کومه سیمه کې چې زه ژوند کوم، ډېرو مسلمانانو خپل مجتهد پریښی او په ورته موضوع کې له یوه بل مجتهد څخه پیروي کوي. دغه راز په عربي او شرعي علومو هم نه پوهېږي. ایاتونه او حدیثونه په روسي ژبه لولي او د دې ادعا کوي چې شرعي ادله دي. له تاسو څخه د دې پوښتنې ځواب غواړم، تر څو زه پوه شم او نور هم پرې پوه کړم. الله تعالی دې د ټولو نېکیو اجر درکړي او الله تعالی مو ژوندی لره.
ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

مساله دا ډول ده: کله چې یو مسلمان په شرعي احکامو کې له یوه معین مذهب څخه پیروي کوي؛ مثلاً: د امام ابوحنیفه په مذهب لمونځ کوي، خو غواړي د امام ابوحنیفه مذهب پرېږدي او د امام شافعي په مذهب لمونځ وکړي، دا عمل د لاندې شرایطو په مراعاتول سره سم دی:

۱ـ لومړی دا چې دغه عمل به د شرعي لومړیتوب پر اساس وي، نه دا چې نوی حکم ورته اسانه، سپک او یا هم د ده د نفس له هوا سره موافق وي، ځکه د نفس له هوا پیروي منع شوې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوَى﴾

ژباړه: د خپل نفس له هوا څخه پیروي مه کوئ.

دغه راز  الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ﴾

ژباړه: که مو د کوم شي په اړه لانجه راغله، هغه د الله تعالی په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو حل کړئ.

که مقلد له خپل مجتهد څخه په دغه بڼه راوګرځي، نو الله سبحانه وتعالی ترې راضي کېږي او دا د نفس له هوا او شهوت څخه لرې ده. له غوره والي پرته، د خپل نفس د هوا مطابق یو اجتهاد پرېښودل او د بل غوره کول ناروا دي. هغه ټکي ډېر دي، چې یو مقلد پرې خپل پخوانی مذهب پرېږدي او نوی غوره کړي. لکه: تر ټولو لوړ یې پوهه او عدالت دی. مقلد د مجتهد د علم او عدالت پر اساس، هغه ته ورګرځي. ځکه په شهادت کې قبولیت، د شاهد د شهادت منل شرط دي. ځکه د شرعي حکم د زده کولو پر مهال، د زده کوونکي پام د استاد عدالت ته دی، د هغه د عدالت پر اساس شرعي حکم مني او عمل پرې کوي. د استاد عدالت لازمي دی او د هغه چا عدالت چې استنباطوي یې په لومړي سر کې دی. نو د عدالت صفت، د مجتهد او هغه چا لپاره چې رانقل کوي يې ضروري دی. که یوه کس په دې باور و، چې له خپل مذهب څخه یې شافعي مذهب سم او غوره دی، نو ده ته پکار نه ده چې له خپلې خوښې سره سم په بل هذهب عمل وکړي. ورته پکار ده، هغه څه چې د خپل مذهب مخالف یې دي، خپل کړي، خو لومړيتوب او غوره والی به شرعي وي. غوره والی حتمي دی، خو غوره والی به د خپلو خواهشاتو او نفس هوا پر اساس نه وي. دغه راز دا روا نه ده، چې یو مقلد د خپل نفس د هوا مطابق له یوه مذهب څخه غوره غوره مسایل راټول کړي.
۲ـ د شرعي حکم په پېژندلو کې خلک په دوو برخو وېشل کېږي: یو مجتهد دی او بل هم مقلد، درېیم نشته. ځکه کله چې یو انسان کوم څخه خپلوي، یا به یې د اجتهاد په وسیله وي او یا هم د اجتهاد په وسیله نه وي، یعنې له دغو دوو حالتونو خالي نه دی. ځکه خو هر هغه څوک چې مجتهد نه و، مقلد دی. هر ډول چې وي، مساله تقلید ده او له غیر څخه د شرعي حکم اخیستل دي، پرته له دې چې اخیستونکی مجتهد دی او که نه. دا هم سمه ده، چې یو مجتهد، له نورو مجتهدینو تقلید وکړي. نو په دغه حالت او دغه مساله کې بیا همدا مجتهد، مقلد دی. له همدې لامله په یوه شرعي حکم کې مقلد، کله مجتهد دی او کله هم نامجتهد.
۳ـ مجتهد هغه دی، چې د اجتهاد اهلیت ولري. یعنې پوره په عربي پوه شي، د کتابونو په ډولونو او سنتو پوه شي، د غوره والي او تعادل له پلوه د شرعي ادلې پر کیفیت او مقایسه پوه شي، دغه راز تر ټولو مهمه دا چې له شرعیت څخه د احکامو د استنباط توان ولري. کله چې یو مجتهد په یوه خاصه موضوع کې اجتهاد وکړي، نو په همدغه موضوع کې له بل مجتهد څخه تقلید ورته روا نه دی. دغه راز د خپل اجتهاد او پرې عمل نه کول ورته روا نه دي؛ پرته له لاندې حالتونو څخه: که ورته مالومه شي، چې د اجتهاد دلیل یې کمزوری دی او د بل مجتهد دلیل ترې قوي دی. په دغه حالت کې پرې واجبه ده، هغه حکم پرېږدي، چې استنباط کړی یې دی او د هغه مجتهد پر حکم عمل وکړي، چې دلیل یې قوي دی. دغه راز په خپل پخواني حکم کې ـچې اجتهاد یې پکې کړی ـپاتې کېدل ورته حرام دي.
دغه ټول حالتونه د هغه وخت لپاره دي، چې مجتهد باالفعله اجتهاد وکړي او په یوه مساله کې یې اجتهاد نتیجه هم ورکړي. که چېرې یې په کومه برخه کې اجتهاد نه وي کړی، نو کولی شي له نورو مجتهدینو تقلید وکړي. یا هم که چېرې یوه مجتهد اجتهاد پکې کړی وي، نو بل ته فرض نه ده، چې په هغه برخه کې اجتهاد وکړي، ځکه اجتهاد فرض کفایي دی، نه فرض عین. کله چې په یوه برخه کې اجتهاد شوی، پر بل مجتهد واجب نه ده، چې اجتهاد پکې وکړي، بلکې ورته روا ده، که پخپله اجتهاد پکې کوي او که د نورو له اجتهاد څخه تقلید کوي.

یعنې دغه مجتهد د دلیل د قوت په خاطر کولی شي له خپلې رایې څخه تېر شي، که استنباط شوی حکم یې خپل وي او که د کوم بل مجتهد.

۴ـ دا د مجتهد د تقلید واقعیت دی. غیر مجتهد په دوه ډوله دی: متبع مقلد او عامي مقلد. له یوه مذهب څخه بل ته د انتقال پر مهال شروطونه شته. په ټولو حالتونو کې، د هر چا لپاره هغه که متبع مقلد وي، که عامي، له یوه مذهب څخه بل ته تګ د انسان د خوښې، نفسي غوښتنو او اساني په خاطر نه دي، بلکې د شرعي غوره والي په خاطر ترسره کېږي او سم دي.

متبع مقلد هغه دی، چې په ځينو معتبرو شرعي علومو پوه شي، لکه:

الف: په دومره کچه په عربي پوه شي، چې مفهوم ولېږدولی شي، قرانکریم په عربي ژبه ولوستلی شي، احادیث په عربي ولوستلی شي او په عربي مفهوم یې پوه شي، موخه دا نه ده چې د احادیثو د هرې کلمې په مانا دې پوه شي، بلکې موخه دا ده چې د دې توان ولري، څو د یوې عربي کلمې ځواب ولټول او ورکړای شي.
ب ـ  د صحیح، حسن او کمزورو احادیثو په تواتر پوه شي. که مدلول د ژباړې له لارې هم وي باید پرې پوه شي. بل دا چې د صحیح احادیثو  په کتابونو پوه شي. مثلاً: کله چې په مسلم او بخاري کې حدیث وویني، پرې پوه شي، چې صحیح دی. دغه راز په ترمذي کې یې حدیث ولوست او ترمذي هغه حدیث حسن وګاڼه، نو باید پر مدلول یې پوه شي. په دغه ډول د صحیح، حسن او کمزورو احادیثو په مانا پوه هم شي.
متبع مقلد په هغه وخت کې کولی شي له یوه مذهب څخه بل ته واوړي، چې د خپلې رایې په دلیل پوه شي. دغه راز له هغه حکم څخه چې په دلیل یې نه پوهېږي، د هغه حکم پیروي ورته بهتره ده، چې په دلیل یې پوهېږي. باید د هغه مذهب پیروي وکړي، چې په دلیل یې پوهېږي او همدارنګه هغه مذهب باید پرېږدي، چې په دلیل یې نه پوهېږي. په دې مانا چې متبع مقلد د غوره والي رایه مني. دا حالت د متبع مقلد لپاره دی، چې د دلیل پوهېدو په خاطر د هغه حکم پیروي کوي، چې په دلیل یې پوهېږي.

عامي مقلد هغه چاته ویل کېږي، چې په معتبرو شرعي علومو او عربي پوه نه شي. دغه راز د قران او سنتو په دلیل هم ونه پوهېږي، په هغه ډول د الله سبحانه وتعالی عبادت کوي، چې په کوم مذهب کې یې شیخ ورته وایي او دا ډول مقلد نه شي کولی په کومه مساله کې له یوه مذهب څخه بل ته واوړي؛ خو د یوه غوره والي پر بنسټ کولی شي، چې د تقوا پر اساس حسن معامله ورسره ولري.
مثلاً: د شافعي مذهب په طریقه لمونځ کوي، خو د یادو مواردو په مراعاتولو سره بل مذهب غوره کوي. یعنې له یوه داسې کس سره معرفت پیداکوي، چې د امام ابوحنیفه په مذهب لمونځ کوي او له پخواني کس، چې ورسره پېژندل یې او د بل مذهب پیروان و، ډېره تقوا لري، وروسته د هغه په پوهه باور کوي او په درسونو کې یې ګډون کوي، وروسته له دومره باور او د غوره والي لپاره کولی شي لمونځ د امام ابوحنیفه په مذهب وکړي.
عامي مقلد په هغه صورت کې له یوه مذهب څخه بل ته تلای شي، چې معیار او غوره والی پکې تقوا، عدالت او علم وي او په دغو معیارونو یې باور پیداکړي.
۵ـ دغه ټول حالتونه په هغه حالت کې سم دي، چې یو شخص خپل اعمال د یوه مذهب په طریقه ترسره کوي او غواړي خپل مذهب بدل کړي. د مذهب بدلولو لپاره شرعي توجیې ته اړتیا ده، یعنې کله چې له داسې یوه مجتهد سره معرفت پیداکړي، چې له اوسني مجتهد څخه یې دلیل قوي دی، تر اوسني مجتهد یې باور ورباندې زیات شو، نو کولی شي چې خپل مذهب بدل کړي. خو که چېرې یو څوک په یوه مذهب هم نه وي، نو کولی شي چې د خپل ځان لپاره مذهب خوښ کړي او تقلید یې وکړي.
هغه څه چې پورته ذکر شول، د هغو کسانو په اړه وو، چې په عربي نه پوهېږي او ځان متبع مقلد بولي، هغوی د دلایلو ژباړه لوستې او له یوه مذهب څخه بل ته اوړي، چې د دوی واقعیت د متبع مقلد نه دی. ځکه یوازې ژباړه کفایت نه کوي، چې دوی له یوه مذهب څخه بل ته ولاړ شي، بلکې د عامي مقلد په شان غوره والي ته اړتیا ده، چې په پوره باور سره عربي زده کړي او دلیل په عربي ولولی او تشریح یې کړي او په دې باوري شي، چې دا مذهب تر دا بل غوره دی. کله یې چې پخپله پوهه باور پیداکړ، په دغه حالت کې له یوه مذهب څخه بل ته اوښتی شي.
یعنې هغه وروڼه چې غواړي له یوه مذهب څخه بل ته واوړي، یوازې د ژباړې له لارې نه شي کولی، باید په عربي پوه شي او په سمه توګه دلایل ولولي او باور پرې پیداکړي. دغه راز دا پرې واجب ده، چې د غوره والي ټکي ورسره وي. لکه: عامي مقلد له ژباړې په پورته درجه کې وي. د دغې مسالې په اړه زما نظر دا ډول دی او الله سبحانه وتعالی خورا پوه او حاکم دی.

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابوالرشته

ژباړن: حبیب الله حبیب

د مطلب ادامه...

ترکیه څه ډول کولی شي چې د مدیترانې سمندرګي پر سر جنجالونه، په خپله ګټه پای ته ورسوي؟

خبر:

په روانه اونۍ کې اردوغان پر یونان سخت فشار راووړ، ځکه یونان او قبرس بهرنیو کمپنیو ته اجازه ورکوله، څو په مدیترانه سمندرګي کې لارې وباسي. نوموړي وویل: «دوی باید پوه شي چې ترکیه مشخص سیاست، اقتصاد او قوي پوځي ځواک لري، تر څو بهرنۍ شومې نقشې او پلانونه له منځه یوسي». سرچینه: [Arab News] ترکیه په دغو اوبو کې د یونان او قبرس له خوا د ګاز پر ایستلو سخته نیوکه لري او د دې موضوع د پلټلو لپاره یې هلته ترکي پلټونکي استولي دي، تر څو د دوی فعالیتونه له نږدې وګوري. د یادو هېوادونو تر منځ پخوا هم  دغسې جنجالونه شوي، چې اوس یو ځل بیا د یو بل جنګ د پېښېدو امکان را پیدا کوي.

تبصره:

یونان او قبرس د اوبو لاندې انرژۍ له سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په مسئله کې یوازې د اتن له خوا یې ملاتړ نه کېږي، بلکې له سږ کال څخه مخکې یهودي دولت د یونان او قبرس تر منځ یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې یو پایپ لاین غځوي، تر څو د مدیترانې له ختیځو برخو څخه اروپا ته ګاز راانتقال کړي. د منځني ختیځ دغه پایپ لاین چې ۲زره کیلومتره (۱۲۰۰مایل) کېږي، کولای شي په کال کې له ۹ څخه تر ۱۲بیلیونه متره مکعب ګاز د اسراییلو او قبرس له هغه ذخیرو څخه چې دوی نیولې دي، یونان ته انتقال کړي او بیا یې ایټالیا او د جنوبي اروپا هېوادونو ته هم ورسوي. که څه هم چې ترکیې له دغې معاملې سره مخالفت ښودلی و، خو مصر هم د ۲۰۱۹ م په نومبر کې دغه تړون له یونان او قبرس سره لاسلیک کړی.

په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې د نفوذ کمولو لپاره فرانسې یادې سیمې ته جنګي الوتکې او بېړۍ ولېږې او اروپایي ټولنه یې هم پوره ملاتړ کوي. خو د ټرامپ ادارې په لومړیو کې د یونان او قبرس ملاتړ کاوه او په دې وروستیو کې چې کله په ترکیه کې نیوکې وشوې، نو له هغې وروسته په لیبیا او سوریه کې د امریکا ګټې له خطر سره مخ شوې. 

اردوغان د دې لپاره چې په شرقي مدیترانه کې د ځان پروړاندې د پوځي دریایي او فزیکي قدرت د زیاتېدو مخه ونیسي، نو روسیه یې له ځان سره د پوځي تمریناتو ترسره کولو لپاره میدان ته راوبلله. روسیه هم د منځني ختیځ له دغه پایپ لاین سره مخالفت لري، ځکه په دې سره اروپا کولی شي چې خپله د ګازو وابستګي له روسیې څخه راکمه کړي. له دې سره سره د ترکیې اصلي اندېښنه له دې څخه ده، چې د سویزرلنډ معاهده خو په ۲۰۲۳م کې ختمېږي. لویديخ قدرتونه یونان او قبرس مجبوروي چې د ګازو په ذخیرو باندې ادعا وکړي او په دغه پلمه د ترکیې دریایي ځواکونه د مدیترانې د سمندرګي په یوه کوچنۍ برخه کې راایسار ‍ 

خبره دا نه ده چې اردوغان څومره هڅه کوي، چې ترکیه له ناورین څخه وژغوري. نوموړی هڅه کوي چې د خپل هېواد اړتیا پوره کړي. دا ځکه چې اردوغان په ترکیه کې هغه قانون عملي کوي، چې غرب ورته جوړ کړی، تر څو ترکان د ترکیې د پولو په منځ کې راایسار وساتي او دغه حالت له ۱۹۲۴م وروسته، کله چې خلافت سکوت وکړ رامنځته شو. د ترکیې مسلمانانو لپاره د خلاصون یوازینۍ لاره دا ده، چې هغه ملي پولې چې د بهرنیو استعمارګرانو له خوا پر مسلمانانو تحمیل شوي، له منځه یوسي او واقعي خلافت بیا تاسیس کړي.

کله چې پر ترکان اسلام حاکم، نو دوی پر ټوله اروپا حاکمان وو. عثماني خلافت په وچه او اوبو کې زبرځواک و او اروپا به تل هڅه کوله، چې سیالي ورسره وکړي. عثمانیانو پر یونان ۳۶۸ کاله پاچاهي وکړه او د مدیترانې ټول سمندرګی؛ توره بحیره، سره بحیره، د عربو خلیج، د هند اقیانوس او د ملاکا تنګه یې له ۲۰۰کلونو څخه زیات تر خپل کنټرول لاندې درلودل. د ۱۴۹۹ څخه تر ۱۶۰۰ کلونو تر منځ، عثمانیانو د اروپایانو ډېرې سیمې ونیوې او د مدیترانې له ختیځ څخه لویدیځ ته ټولې لارې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې.   

عثمانیانو یوازې په خپله لومړۍ جګړه کې چې په ۱۷۵۱م کې له لېپانټو هېواد سره وه، چې په ختیځه مدیترانه کې موقعیت لري، تلفات ولیدل او په دغه جګړه کې د جګړې اداره قبرس یانو په خپل لاس کې واخیسته. له جګړې وروسته په خبرو اترو کې د دویم سلطان سلیم لومړي وزیر محمد سوکولیو  ایټالوي استازي ته وویل:«په غېږو نیولو کې دې، قبرس د تاسو وي، خو موږ له تاسو څخه بازوګان پرې کوو، تاسو د موږ کښتیو ته په ماتې ورکولو سره، یوازې زموږ ږیرې راوخرېیلې. خو که یو ځل بازو غوڅ شي بیا به وده ونه کړي، خو ږیره چې یو ځل وتراشل شي، بیا ډېره ښه رالویېږي». سرچینه: [Wikipedia]. په همغه کال کې عثمانیانو خپل سمندري ځواکونه بیا له سره برابر کړل او یو ځل بیا یې د مدیترانې سمندرګی له اروپایانو ونیوه.

خو اوس د ترکیې او اروپا د یوبل پروړاندې درېدل داسې مانا لري، چې دوی د یو بل لېپانټو رامنځته کېدل غواړي، خو دوی په ځینو کارونو کي یو د بل ملګري دي. د ترکیې لپاره یوازینۍ لاره، چې له دغه حالت څخه ګته پورته کړي دا ده، چې راشده خلافت تاسیس کړي او مصر په زور سره د اروپا او یونان لارې بندې کړي. د ترکیې او مصر بحري ځواکونه چې سره یو ځای شي، نو ستر قوت ترې جوړیږي. د یونان مخه به ونیسي او هم کولی شي چې ټول قبرس په ځان پسې وتړي او د اسلامي نړۍ پروړاندې ټولې شومې نقشې له منځه یوسي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالمجید بهاتي

 

د مطلب ادامه...

لکه څرنګه چې حزب التحریرـ ولایه تونس کمپاین پیل کړی و Featured

  • خپور شوی په تونس

لکه څرنګه چې حزب التحریرـ ولایه تونس کمپاین پیل کړی و، چې د سږ کال لپاره د خلافت کنفرانس اعلان کړي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت له کلیزې سره سمون لري. د کمپاین غړي په ډېری هغو ځایونو کې  د امنیتي ځواکونو له لوري ځورل شوې، چې غوښتل یې پوه شي خلک څه وخت د کوم ټرانسپورټ له لارې کنفرانس ته سفر کوي!

زموږ د هېواد د امنیتي چارو مسوولین له څه شي وېره لري، له هغه حزب څخه چې د اسلامي دولت د تاسیس او له غرب څخه د قدرت د بېرته راستنېدو هڅه کوي!؟

که ستاسو ارادې رښتینې وي، له حزب التحریر پرته بل څوک د امت د امنیت د ټینګښت لپاره ستاسو موخو ته رسېدلای شي؟

د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

ټرامپ غل، یرغلګر، خاین، متعصب او فرېبکار سړی دی

خبر

د ولسشمر ټرامپ پخواني وکیل مایکل کوهن د (د ټرامپ پخواني وکیل ريښتینی داستان) په نامه یو کتاب، چې څه موده مخکې یې د ټرامپ ادارې د پټ ساتلو هڅه کړې وه، خپور کړ.

تبصره

دا هغه څه دي، چې ټرامپ یې په خپل عمر کې پر مخ وړي او د ۲۰۱۶م، په ټاکنو کې یې د بریا لپاره اړتیا ورته درلوده. مکار، درواغجن، بد اخلاقه، متعصب، یرغلګر او خاین هغه لقبونه دي، چې د ټرامپ پخواني وکیل مایکل کوهن هغه ته کارولي دي. د مایکل کوهن پوره افکار او نظریات به د ۲۰۲۰م، له ټاکنو څخه دوه میاشتې مخکې یعنې په سپټمبر کې خپاره شي.

د 2016م، د ټاکنو موضوع، چې ټرامپ لا تر اوسه پرې ولاړ دی؛ د روسیې لاسوهنه او ورسره د ټرامپ هوکړې دي. په دغه کتاب کې ادعا شوې چې د روسیې او ټرامپ تر منځ هوکړې شوي او دغه هوکړې لکه څنګه چې د ټرامپ مخالفین فکر کوي، د تړون په شکل نه دي او پر دې هم پوهېږو چې د مولر څېړنې په ځای او هر اړخيزې نه وې. له شک پرته ټرامپ د ۲۰۱۶م، د ټاکنو په هوکړه کې له روسیې سره خیانت کړی او وروسته به د کتاب په پاڼو کې  ښکاره شي، چې له قدرت پرته نور څه ورته مهم دي. د کوهن د خبرو له مخې؛ ټرمپ هڅه کړې چې ځان د مفسدو میلیاردرانو له ډلې وباسي او ځان پاک وښيي. زه ښه پوهېږم ځکه په څو معاملو کې يې وکیل وم. ټرمپ او زامن به مي يې تل له دغه خبرې خبرول. کله چې د ټاکنو نوماند ښاغلي ټرامپ په لوړ غږ د امریکا ملت ته ویل: «کوم تړون له روسیې سره نشته او زه هېڅ معامله او اړيکه ور سره نه لرم...»

همدارنگه کوهن په خپل کتاب کې د ټرامپ له شخصي ژوند او تجارت څخه هم پرده پورته کړې. چا چې د هغه په استازولۍ پرېکړه کوله، وژل کېدل به. د تجارت شریکان يې ټول برمته شول، خپلې مېرمنې میلانیا ته يې د خیانت او نا مشروع جنسي اړیکو په اړه درواغ ويلي او کوم خنډونه چې د ده پر وړاندې و، د مرګ په وسیله يې لرې کړې دي. دا چې کوهن ولې داسې خیانتونه ښکاره کړي، د دې لپاره چې هغه  ټرامپ ته نږدې کس و او له ټولو معاملو او خیانتونو څخه يې خبر و. زموږ موبایلونه اړيکې او سرلیکونه ذخیره کوي، زما دنده هم ټول وخت د ټرامپ له پانګوالو څخه غټې او وړې غوښتنې وې او په دې تړاو به مې تل  توضیحات ورکول چې هېڅ حد يې نه درلود.

پخپله کوهن له ټرامپ سره په فساد کې ښکېل و او د سنا جرګې ته يې د خپلې ګناه په اړه درواغ ويلي و او په ۲۰۱۸م، کې يې ځينې جرمونه هم ترسره کړې و، چې له همدې امله په درې کاله بند محکوم شو. د کوهن د بند نېټه د کرونا له وجې ژر پای ته ورسېده. خو بیا هم ښاغلی کوهن بیا ځلې تر پوښتنې لاندې راغی، ځکه د ټرامپ حکومت غوښتل چې  خپل غچ د یاد کتاب د خپرولو له امله واخلي.  په همدې دلیل قاضي د کوهن د قضیې له سره نیول تایید کړل خو وروسته له کمې مودې يې د خوشې کېدو پرېکړه اعلان شوه. د کوهن قضیه او تجربه د امریکا په عدالت کې روښانه تناقض ښکاره کوي. بله تجربه د یو بل امريکايي الاصله افريقايي وګړي ده، چې په ۱۹۹۷م، کې یې په تموز کې د حشائش د غلا له  امله د لیوزونا په محکمه کې  په ابدي بند محکومېږي.

کله چې کوهن په اسانۍ له ټرامپ سره په فساد کې شریک کېدای شي او په  کتاب کې یې خبرې هم و کړې، نو بیا به پخپله ټرامپ څرنګه وي!؟ ټرامپ له قانون څخه لوړ دی او په درواغو او خیانت هر کله کولای شي چې ځان د قانون له منګلو وژغوري، دغه راز سیاسي حزب يې هم ملاټری دی.

لیکوال: عبد الله روبين

ژباړن: الهام پردېس

 

د مطلب ادامه...

د باجوه ـ عمران رژیم د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د ګومارل شوي اسانچاري په توګه عمل کوي، څو د ټرمپ لپاره ټاکنې وګټي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

د دې لپاره چې ټرمپ ټاکنې وګټي، لومړی اماراتو په بې شرمۍ سره یهودي دولت ومانه او اوس د باجوه ـ عمران رژیم ډاډ ورکوي، چې د افغانستان مقاومت به د امریکا له ګوډاګي حکومت سره په واک کې شریکوي. د پاکستان رژیم د طالبانو د مشرتابه د بېلا بېلو غړو پر وړاندې، د تازه مالي بندیزونو په صادرولو سره، د موږک او پيشو لوبه تر سره کوي. په همدې وخت کې بیا د طالبانو مهم مشر ملا عبدالغني برادر اسلام اباد ته رابولي، بیا د امریکا له لوري د تمویل شوې پروسې له څو میاشتني ځنډ وروسته عمران خان د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله څخه د خبرو اترو بیا پيل غواړي. په دې توګه د باجوه ـ عمران رژیم د بین الافغاني خبرو اترو لپاره هلې ځلې کوي، تر څو د تېرو څو لسیزو جګړو په ترڅ کې د شهیدانو پر وینو معامله وکړي او په نومبر میاشت کې به د دوی تر سترګو لاندې د افغاني سولې په ټیکاو سره د ټرمپ لپاره د ټاکنو ګټل اسانه کړي.

په حقیقت کې، له څلورو لسیزو راهیسې زړورو افغان مجاهدینو خپل ژوند او شتمنۍ د دې لپاره قرباني نه کړې، چې خپل لوړ مرام چې اسلامي دولت و، له امريکايي ګوډاګیانو سره د قدرت په شریکولو، معامله کړي. د اسلام په اصل کې د خالصو اسلامي احکامو پر ځای، د لیبرال ـ سیکولر قانون د حاکمیت منل، د پانګوال او د سود پر اساس د اقتصادي نظام د منلو مانا لري، چې د اسعارو معیار یې ډالر دی. سیکولر محاکمو د یو څو اسلامي مجازاتو په نښه کولو سره د بشر په لاسونو جوړ شوی اصل او حاکم نظام پټ کړی، تر څو د افغانستان مسلمانان د اسلامي شریعت له غوښتلو څخه منع کړي او د غرب تر واک لاندې نړیوال نظم ته تسلیم شي. د همدې لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي رښتینیي افغان مقاومت ته، چې د امریکا پلان په ښکاره توګه ردوي، د (ورانکار) نوم ورکړی دی.

اې د پاکستان د وسله وال پوځ او استخباراتو مسلمانانو! د کوم لیدلوري له امله په سیمه کې د امريکا پلان پلی کوئ او د یرغلګرو د ساتونکو په توګه کار کوئ؟ د کوم لیدلوري له امله مو  د مشرف په دوره کې، د اډو او استخباراتو په غځولو سره، د امریکا قوماندې ته تسلیم شوئ او په دې کار سره مو هغوی ته دا وړتیا ورکړه چې افغانستان اشغال کړي؟ دا کوم لیدلوری دی چې اوس د افغانستان پر مسلمانانو فشار راوړئ، تر څو د جګړې په ډګر کې د امریکايي عسکرو پر وړاندې خپل بی‌ساري پرمختګ ته د پای ټکی کېږدي. تاسو دوی دې ته اړ باسئ، تر څو له هغو ښکېلاکګرو سره جوړ جاړی وکړي، چې لاسونه یې اوس هم د مسلمانانو پر وینو سره دي؟ په حقیقت کې د امریکا ظاهري ځواک په پور اخیستل شوی، چې له تاسو پرته بل چا نه دی ورکړی. د غلامۍ کړۍ وشلوئ او د دولت د رامنځ ته کولو لپاره نصرت ورکړئ، تر څو د یرغلګرو ځواکونه په ګونډو کړي. هغه ځواک وکاروئ چې تاسو ته د اسلام او مسلمانانو د پیاوړي کولو  او د اسلامي خاورو د ساتنې لپاره درسپارل شوی دی، په غیر مشروط ډول د افغانستان د خبرو اترو فاسد استعماري پلان رد کړئ. یوازې د نبوت پر منهج د راشده خلافت په رامنځ ته کولو سره کولای شو د افغانستان د مقاومت ملاتړ وکړو، چې له سیمې څخه د امریکا صلیبي یرغلګر وباسي، افغانستان او د مرکزي اسیا هېوادونه سره یو ځای کړي. دا یوازې دویم راشده خلافت دی چې د مسلمانانو لپاره به پیاوړې کلا وي، چې د دښمن ټولې دروازې به وتړي. اسلام او مسلمانان د پاکستان په وسله والو ځواکونو کې د مخلصو افسرانو د غوره پرېکړې غوښتنه کوي، تر څو په نړیواله کچه د اسلام له بیا راپورته کېدو ملاتړ وکړي. ګام پورته کړئ او خپل دین ته نصرت ورکړئ! الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾[انفال: ۲۴]

ژباړه: اې ایمان راوړونکو! د الله سبحانه و تعالی او د هغه د پیغمبر بلنې ته لبیک ووایاست، چې کله پیغمبر تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې یو کمپاین پیل کړی دی، چې سرلیک یې دی: «په قرغیزستان کې د پرهېزګارو مسلمانو ښځو ترهګري ودروئ!» Featured

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې په قرغیزستان کې د افراطي سیکولر رژيم له لوري د پرهېزګارو مسلمانو مېرمنو د ترور پای ته رسېدل غواړي. دغه ظالم نظام چې د ترهګرۍ سره د مبارزې د جعلي دعوې او فرېب تر نوم لاندې د اسلام پر وړاندې جګړه کوي، یو شمېر مسلمانې مېرمنې یې په غیر منصفانه ډول د حزب التحریر سره د تړاو په تور نيولې دي، په داسې حال کې چې دا یو اسلامي سیاسي حزب دی، له تشدد پرته سیاسي کار کوي او غواړې چې د اسلامي خلافت دولت تاسیس کړي.

د جون په ۲۷مه، په قرغیزستان کې د ملي امنیت ریاست کمېټې ۸ بې ضرره مسلمانې مېرمنې د حزب التحریر سره د تړاو په تور په نارین ښار کې ونیولې، چې د قرغیزستان حکومت پرې بې اساسه تور لګولی دی چې دا یو افراطي سازمان دی. په داسې حال کې چې حزب د تاوتریخوالي په یوه عمل کې هم دخیل نه دی او نه یې هم د تاسیس راهیسې یوه پېښه تایید کړې ده. هغه مېرمنې چې نيول شوې عبارت دي له: ارونوفا ارکنجول، چې د خپلې سپین سرې مور او سپين ږيري پلار سرپرستې ورپه غاړه ده او مور یې له سختې ناروغۍ څخه کړېږي، مګر بیا هم ارونوفا په توقیف کې ساتل کېږي؛ باکتیبیک کیزي محبت، داسې یوه ناروغي لري، چې تل په منظمه توګه درمل ته اړتیا لري او د داسې کوچنیو ماشومانو مور ده، چې تر اوسه پورې حتی ښوونځي ته نه دي شامل شوي، مګر بیا هم په توقیف کې ده؛ اجومیدینوفا الماجول د خپل لمسي د پالنې پر مهال، چې دماغي فلج لري ونیول شوه؛ اجومیدینوفا ارتشاجول هم ونیول شوه، څلور ماشومان لري، چې عمرونه یې ۱۶، ۹، ۶ او ۲ کلونه دي. اسماعیلوفا میریم، چې څلور لوڼې لري، عمرونه یې ۱۲، ۱۰، ۸ او ۶ دي په خپل کور کې نظربند ده؛ کادیریالیفا میریم، دوه کوچني ماشومان لري، چې عمرونه یې ۹، او ۶ کلونه دي؛ ایتبیکوفا غولنور ۲۵ کلنه ده او واده یې کړی دی؛ مامیرکانوفا امانجول، څلور ماشومان لري چې عمرونه یې ۱۷، ۱۶، ۱۰، او ۴ کلونه دي.

که څه هم دا هېواد د کوېډـ۱۹ له امله د قرنطین تر مقرراتو لاندې دی، شلو کسانو د ارونوفا ارکنجول پر کور چاپه ووهله، حتې هغه دې ته پرېنښودل شوه چې خپل عورت پټ کړي. د پلټنې په جریان کې، داسې کتابچې ورسره وې چې خطونه او مخففات پکې لیکل شوي و، په داسې حال کې چې له نیول شوو مېرمنو سره یې هېڅ تړاو نه درلود. امنیتي ځواکونو زموږ مسلمانې خویندې په ډېرې بې شرمۍ سره تلاشي کړې، له ۱۰ څخه تر ۱۲ ساعتونو پورې یې هغوی په سړه هوا او لوږه کې توقیف کړې وي، چې هلته بیا باکتیبیک کیزي محبت ناروغه شوه او روغتون ته یې یووړه. په هر صورت، دوی توقیف کېدو ته دوام ورکوي، مامورینو له مامیرکانوفا امانجول څخه د هغې په کور کې د ماسپښین له ۳ بجو څخه وروسته تر نیمې شپې پورې، په داسې حال کې تحقیقات وکړل چې د هغې ۴ کلن زوی تازه د زړه عملیات کړی و. دوی پرته له دې چې ټولنیز واټن په پام کې ونیسي له چټلو دستکشو سره د هغې کور ته ورننوتل. ارونوفا ارکنجول او باکتیبیک کیزي محبت به تر هغه پورې په توقیف کې ساتل کېږي، تر څو چې یې تحقیقات بشپړ شي. په هر صورت، یوه میاشت کېږي چې په توقیف کې دي، مګر تر اوسه پورې یې ان یو ځل هم پوښتنه نه ده کړې، ځکه چې د زندان اداره قرنطین ده. دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې له خپلو خپلوانو سره وګوري. که چېرته د دولت تورونه جرم وګڼل شي، دوی به څو کلونه په زندان کې پاتې شي.

د نبوت پر منهج د راشده خلافت او د اسلام د بیا راژوندي کولو لپاره د قرغیزستان رژیم د دعوتګرو  پر وړاندې خنډونه جوړوي، زموږ بې ګناه او باعزته مسلمانې مېرمنې تهديدوي، تر څو د الله سبحانه و تعالی د دین د پیاوړتیا په لوري د خلکو په زړونو کې وېره واچوي. په هر صورت، دوی په دې کار سره د روسیې او غرب بادارانو ته غاړه ږدي. مسلمانې مېرمنې د هېواد لپاره ګواښ نه دي، بلکې دا د سیکولر رژيم واکمني او ناوړه سیکولر نظام دی چې فساد، درغلي، اقتصادي ناکامي او د کوېډـ۱۹ مديریت یې د زړه سوي وړ دی. موږ دغه کرغيړن رژيم ته وایو چې د ترهګرۍ او زور زیاتي له لارې د قرغیزستان د مخلصو مېرمنو پر وړاندې ستاسو جرمونه به نړۍ ته پټ نه وي. د دوی وضعیت به په نړیواله کچه څرګند شي! موږ د خپلو معززو مسلمانو خویندو د ژر تر ژره خوشي کولو او په قرغیزستان کې د دې امت د پاکو لوڼو پر وړاندې د ظلمونو د پای ته رسېدلو غوښتنه کوو!

کمپاین دلته وڅارئ!

http://www.hi.zat.one/en/index.php/hizbuttahrir/19978.html

او

 https://www.facebook.com/womenscmoht/

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

 

د مطلب ادامه...

د غرب د سیاسي مفکورې پر بنسټ تازه جوړ شوی افغاني جوړښت به د مسلمانانو لپاره نه، بلکې د امریکا لپاره بریا وي، چې د باجوه ـ عمران رژیم یې اوس د دغه استعماري پلان پر اسانتیاوو برابرولو بوخت دی Featured

  • خپور شوی په پاکستان

پرېږدئ چې مسلمانان د امریکا د تازه افغاني جوړښت د پلان جوړولو په اړه له اوسنیو پرمختګونو خبر شي. د ۲۰۲۰م کال، د اګست په ۷مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ټوېټ وکړ: «نن مې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې په اړه د همکارۍ د دوام او د سیمه ییز ثبات د ملاتړ پر ارزښت ګټورې خبرې وکړې. زه د خپلو ګډو اهدافو او همکاریو د ډېروالي هیله لرم.» په هر صورت، هغه څوک چې سیاسي پوهاوی لري د «افغان سولې» او «سیمه ییز ثبات» په تشو شعارونو ورکولو سره نه دوکه کېږي. د پمپیو شعارونه پر سپينو زرو د پوښل شوو جامونو مثال لري، چې د نوي افغاني جوړښت د استعماري پلان لپاره وژونکي زهر لري چې د لويديځ د سیاسي افکارو پر بنسټ ولاړ دي. په اسلامي نړۍ کې، د لويديځ تر ټولو ستراتيژیکه ګټه د بشر د حاکمیت پر اساس سیاسي جوړښت دی، چې د دولت ـ ملت وېشونکی تصور پکې شامل دی، د ډموکراسي له لارې د انساني حاکمیت پر اساس په سمه توګه د قانون نه جوړول، د فساد پر اساس ازاد ټولنیز نظام، غربي خپلواکي، په اقتصادي نظام کې استملاک کوونکې پانګونه، د غربي ګټو په چوکاټ کې د غرب د قضایه قوې غیر قانوني او فاسده بهرنۍ پالیسي  د ویسټفیلیا له ايډیالوژۍ څخه سرچینه اخلي.

په اسلامي امت کې، غرب د خپل سیاسي جوړښت د مشهوره کولو لپاره، حتی د اسلامي اصطلاحاتو نه هم ګټه پورته کوي. له تاريخي پلوه، د دې ستراتيژيکې ګټې د خوندي کولو لپاره، برتانیایان او فرانسویان ورو ورو د اسلامي نړۍ څخه خپل ځواکونه وباسي، ځکه چې د تېرې پېړۍ د څلوېښتو او پنځوسو کلونو په لسیزو کې یې په اسلامي نړۍ کې په بریالیتوب سره خپل نظام نصب کړ. په اسلامي نړۍ کې د غربي نظام له دوام څخه ۶۰ او ۷۰ کلونه وروسته هم دوی خپلواک نه شول. نن ورځ، امریکا په افغانستان کې له همداسې استعماري تګلارې څخه ګټه اخلي. امریکا ډاډ ورکوي چې د افغانستان ثبات په افغانستان کې د امریکايي اجنټانو او د غرب سیاسي جوړښت سره د واک شریکول دواړه د اسلام د دین له هوکړې سره مني. د امریکا د پلان اسانه کولو لپاره، د پاکستان واکمنان د افغان مقاومت پر وړاندې د «ګاذر او لرګي» پالیسي پلې کوي، تر څو دوی دې ته اړ کړي چې د خبرو مېز ته کښېني. د پاکستان د اوسني مشرتابه او د ISPR د ویاند په شمول یې په پر له پسې توګه، د دې ناوړه رول کرېډېت پر غاړه اخیستی دی.

په حقیقت کې، د افغانستان د تازه جوړښت رامنځ ته کېدل د مسلمانانو لپاره یو لوی خطر دی. ولې د اسلام دښمنان د ۵۰۰۰ خطرناکو وسله والو د خوشي کېدلو هرکلی کوي؟ ولې هغه کسان چې د اسلام د پلې کولو لپاره یې د مرمیو، ډرون او B- 52 پر وړاندې کلک ولاړ وو، اوس د «بین الافغاني خبرو اترو» او اوربند لیوالتیا لري؟ د امریکایي اجنټانو سره د قدرت شریکول د شریعت واکمنۍ ته مرګ دی. دا د خبرو اترو په چوکاټ کې امریکا بریا ته رسوي. چې هغوی هېڅکله د جګړې په ډګرونو کې نه شوای تر لاسه کولای. د ښه نیت په پام کې نیولو پرته، دا د هغو سلګونو شهیدانو له وینو سره خیانت دی، چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې د بهرني اشغال پر وړاندې خپله وینه تویې کړې ده. امریکا غواړي افغانستان د خپل نړیوال نظم په جال کې راګير کړي، تر څو وکولای شي د خصوصي مرستې او نظامي هګۍ په خپله بټۍ کې د امنیت د مرستې په نوم ځای پر ځای کړي او په پراخه کچه معدني سرچینو ته خوراکي توکي د بهرنۍ مستقیمې پانګونې تر نوم لاندې ورسوي.

د پاکستان او افغانستان د مسلمانانو لپاره لازمه ده چې د افغاني سولې پلان رد کړي. د پاکستان د وسله والو ځواکونو او استخباراتو لپاره هم لازمه ده چې په پاکستان کې د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره د نصرت په برابرولو سره د دې استعمار دسیسه شنډه کړي. بیا به پاکستان او افغانستان د اسلام تر سیوري لاندي یو ځای شي، چې د پېړیو راهیسې اسلامي، کلتوري او تاریخي اړیکې لري. بیا خلافت کولای شي د منځني ختيځ، منځنۍ اسیا او له هغې هاخوا مسلمانانو سره د یو ځای کېدلو لپاره په ټولیزه توګه امت غښتلی کړي، چې د کشمیر او فلسطین ازادۍ ته به لاره هواره کړي او موږ ته به په دنیا او اخرت کې بریا را په برخه کړي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ]

ژباړه: «اې مومنانو که تاسې د الله سبحانه و تعالی د (دین) سره مرسته وکړئ، نو هغه به ستاسې سره مرسته وکړي او ستاسو قدمونه به کلک کړي.» [محمد: ۴۷]

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

په کپیټلېزم کې اقتصادي وده، خلکو ته د خدمت په مانا نه ده

خبر

په دې وروستیو کې نړیوال بانک د تانزانیا اقتصاد له ۷ نورو هېوادونو سره مقایسه کړی او دغه هېواد د منځني عاید په ټیټ نمبر هېوادونو کې راغلی، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹م کې دغه دری نور هېوادونه په خپل اقتصاد کې شاته پاتې وو.

تبصره

د نړیوال بانک د راپور پر اساس، یاد هېوادونه د دې لپاره بررسي شوي چې د منځني عاید ټیټ ګروپ لپاره برابر شي، ځکه چې د یادو هېوادونو ملي ناخالص عاید په ۲۰۱۸م کې ۱۰۲۰ډالرو څخه، په ۲۰۱۹م کې ۱۰۸۰ ډالرو ته لوړ شوي وو. 

نړیوال بانک د عاید له مخې د نړۍ اقتصاد په څلورو ډلو وېشلی: لومړی؛ ټیټ، دویم؛ منځنی، درېیم؛ لوړ منځنی او څلورم یې د لوړ عاید لرونکي هېوادونه دي. دغه وېشنه هر کال د جولای په لومړۍ نېټه ترسره کېږي  او د ناخالصو ملي عایدو پر اساس ترسره کېږي. د یوه هېواد د یوه کال د ټولو تولیداتو او خدمتونو مالي ارزښت او پر ټول نفوس وېشلو ته ناخالص ملي عاید ویل کېږي.

دغه ملي ناخالص عاید چې د نړیوال بانک په وسیله د اقتصاد د ودې معلومولو لپاره کارول کېږي واقعي نه دي، ځکه چې په دې کې ټولې لاسته راغلې پیسې شاملې دي. کله چې دا په نفوس باندې ووېشلې شي او په عموم کې د هر نفر عاید په غیر منصفانه ډول وېشل کېږي، په اصل کې حقیقت بل دی، ځکه نو د هېواد خلک په خپل ژوند کې مثبت بدلون نه ویني.

د اقتصاد دا ډول رشد یو خیال دی، د یوه تړلي هېواد اقتصاد به څنګه پرمختګ وکړي؟ د تانزانیا ملي قرض د ۲۰۱۸م په اپرېل کې ۴۹،۸۶ تریلیونه چې د ۲۰۱۹م په اپرېل کې ۵۱،۰۳ ترېلونو ته لوړ او په ۲۰۲۰م کې ۵۵،۴۳ تریلیونو ته ورسېد. ځکه نو دغه څرګندونې یو خیال او فرېب خوړل دي.

سربېره پردې تانزانیا پراخې زراعتي ځمکې لري، ډېرې ساده سرچینې، چې تقریبا ۶۰ میلیونو ته رسېږي د دې تر څنګ د اوبو لویې سرچينې لري، لکه د ویکتوریا جهیل چې د نړۍ له لویو جهیلونو څخه شمېرل کېږي او تقریبا ۶۵،۵۸۳ متر مربع ځمکه ترې لاندې ده. په دغو کې یوازې تانزانیا ۴۹٪ سهم لري او ۳۳،۷۰۰ کیلو متر مربع ځمکه کېږي، همدارنګه دغه ځمکې د هند د جهیل په واسطه هم احاطه شوي، چې د دواړو موخو لپاره هم د خواړو د تولید او هم د پیسو د لاسته راوړلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېدای شي. همدارنګه په پراخه کچه د ګازو زېرمې هم لري. 

په پراخه کچه د معدنونو زېرمې لري، په ځانګړي ډول د طلا ذخیرې یې، په افریقا کې له غانا او جنوبي افریقا څخه وروسته درېیم مقام لري. د تانزانیا له ازادۍ اخیستو وروسته له یوې پېړۍ څخه زیات وخت کېږي، چې تانزانیا له فقر څخه کړېږي. په داسې حال کې چې د یاد هېواد ۷۵٪ خلک د خپل ژوند د دوام لپاره په زراعت کې بوخت دي، خو دغه بخش له ۲۰۱۵ م څخه تر ۲۰۱۷م پورې له ۳،۲٪ څخه ۱،۳٪ ته رالوېدلی دی. 

اسلامي اقتصادي سیستم له کپیټلیستي اقتصادي سیستم سره پوره توپیر لري. په کپیټلېزم کې د اقتصادي ودې تاثیرات په ډېرو کمو تجارانو باندې وي، ځکه چې د کپیټلېزم په پالیسیو کې فرد په نظر کې نیول کېږي، چې د اسلام له نظره سرچینې سره ګډې دي او د ټولو خلکو د ارامتیا لپاره کارول کېږي ځکه په اسلام کې د شخصي ګرایۍ او ملي ګرایۍ پر ځای ټول خلک په نظر کې نیول کېږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: سید بایټوموا ـ په تانزانیا کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر غړی

 

د مطلب ادامه...

له اسلام پرته په نړۍ کې د کوچنیانو غږ څوک اوري؟

خبر

  د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق «یونیسف»ـ چې په نیویارک کې دی ـ تمه درلوده چې د کرنا وباء له کبله اقتصادي او ټولنیز بحران به، د نړۍ ۷میلیونه ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ کړي.

یاد سازمان په خپله نننۍ بیانیه کې وویل: «په ۲۰۱۹ م کې د هغو کوچنیانو چې له خوار ځواکۍ او د وزن له کمښت څخه ځورېدل ۴۷ میلیونه وو، خو د کرونا وباء په خپرېدو سره په تدریجي ډول ۵۴ میلیونو ته ورسېد. دغه بیانیه په میاشت کې د ۱۰زور کوچنیانو د مړينې ښکارندويي کوي، په ځانګړې توګه  د افریقا لویې وچې په جنوبي هېوادونو کې.» ( منبې: الدستور الاردینه)
تبصره

د پانګوال نظام له شر او مصیبتونو هېڅوک په امن کې نه دي، نښې یې د ځمکې پر مخ په هر څه کې ښکاري ان ونې او ډبرې هم ترې په امن کې نه دي. ایا دا زموږ لپاره د حیرانتیا خبره نه ده، چې په ۲۰۲۰م کې ۵۴میلیونه کوچنیان له خوارځواکۍ ځوریږي!؟  

د پانګوالۍ نظام اقتصادي ستونزه په منابعو او تولیداتو کې بولي او ټوله پاملرنه يې د منابعو او تولیداتو زیاتوالي ته کړې، دغه راز د وېش پر مساله یې هېڅ تمرکز نه دی کړی. د وېش مساله یې د پیسو دستګاه ته پریښې ده. نو په داسې حال کې هر هغه څوک چې پیسې لري، د وسایلو مالک دی او څوک یې چې نه لري ترې محروم دی. څوک چې د پیسو د لاسته راوړلو توان لري، هر هغه څه چې وغواړي تر لاسه کولی یې شي او څوک یې چې نه لري ترې محرومېږي. په همدې دلیل ډېره پانګه د کمو کسانو په لاس کې ده او ډېر نور خلک له لوږې ځوریږي. دغه راز ډېری خلک په زیاته هڅه د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.  

نو یوازې اسلام هغه دین دی، چې د خپل رعیت اړتیاوې پوره کوي او همدارنګه دولت په اسلام کې د هغو کسانو رهبري کوي، چې سرپرست او د کار توان نه لري. نو په دې سره د اسلامي خاورې په هېوادونو کې هېڅوک وږي نه پاتې کېږي.

«أَيُّمَا أَهْلِ عَرْصَةٍ أَصْبَحَ فِيهِمُ امْرُؤٌ جَائِعًا، فَقَدْ بَرِئَتْ مِنْهُمْ ذِمَّةُ اللَّهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى»

(رواح احمد:  ۴۷۴۲)

ژباړه: کله چې د یوې سیمې خلک په داسې حال کې شپه سبا کړي، چې په منځ کې يې وږی وي، نو د الله سبحانه وتعالی تضمین له هغوی څخه لرې دی.

مسلمانان او حکام یې په خپل اوږده تاریخ کې په همدې ډول پر مخ تللي دي. په اسلام کې لومړنی کس حاکم دی، چې وږی کېږي به او وروستی کس دی چې مړېږي به، تر څو پوه شي چې الله سبحانه وتعالی له هغه څخه د خپل رعیت په اړه پوښتنه کوي. عمر ابن خطاب د اذزبایجان د والي ډالۍ رد کړه، په داسې حال کې چې خوندوره ډوډۍ وه، کله چې د والي استازی هغه ته راغی او ډالۍ يې ورکړه، له هغه يې وپوښتل: ایا ټولو مسلمانانو داسې ډوډۍ خوړلې؟ استازي وویل: نه؛ ځکه دا خواړه د ځانګړو کسانو لپاره دي. د عمر لایق نه و، ډالۍ يې رد کړه او والي ته يې پیغام ولېږه چې پکې ویلي یې وو: «که هغه، هغه څه ونه خورې چې رعیت يې خوري، نو څه ډول به د رعیت له حاله خبر شي؟» دغه راز عمر خپلې خېټې ته ويل: ( که ارامه وې یا نه، تر څو چې د مسلمانانو د کوچنیانو خېټه نه وي مړه شوې، هېڅکله به غوښه و نه څکې)

ای مسلمانانو! نړۍ  ته وګورئ چې څرنګه ستاسو اېډیولوژۍ او د نبوت پر تګلاره ثاني خلافت ته اړتیا لري؛ نه یوازې دا چې اسلام پلی کړئ او ټولو ته یې ورسوئ، بلکې  هڅه وکړئ چې عدالت او ارامښت په نړۍ کې حاکم شي او ‎د شریعت د احکامو پر بنسټ د پانګې وېش را وګرځوئ.

 نو ای مسلمانانو، تاسو د خلافت د تاسیس لپاره رابلوم!

لیکوال: خلیفه محمد ــ ولایه اردن

ژباړن: الهام پردېس

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې