پنجشنبه, ۲۶ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د مسلمانانو د خلیفه په توګه پر حضرت عثمان د نظر توافق

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

السلام‌علیکم‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

د خلافت دولت په دستګاوو کتاب کې د کاندیانو د محدودیت فقرې په ۳۱مه پاڼه کې داسې راغلي: «وروسته عبدالرحمن له پنځو پاتې کسانو سره بحث وکړ او هغه یې دوو تنو (علي او عثمان) ته محدود کړ. تر هغه وروسته خلکو رایه اچوونه وکړه او عثمان د خلیفه په توګه وټاکل شو.» په ۳۳مه پاڼه کې راغلي چې علي او عثمان یې ځانته راوغوښتل: «وروسته یې د علي لاس ونیو.» ولې یې د علي لاس ونیو، په داسې حال کې چې عثمان د خلیفه په توګه ټاکل شوی و؟ ستاسو ورور ابو عزیزی

ځواب:

وعلیکم‌السلام‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

هغه څه چې عبدالرحمن بن عوف ته څرګند و چې خلکو د خلیفه په توګه د علي ټاکل کېدل غوښتل، که د عمر او ابوبکر په څېر د هر څه په تړاو حکم وکړي چې هغوی حکم کړی و، که دغه قضیه د هغوی د خلافت په وخت کې پېښه شوې وي، نو علي په دې شرط موافقه ونه کړه، خو عثمان موافقه وکړه. په دې وخت کې عثمان خلیفه وټاکل شو او په ټوله کې حضرت عمر شپږ تنه د خلافت پوسټ لپاره کاندیدان کړل. وروسته عبدالرحمن ابن عوف خپل ځان له لېسته بهر کړ، له پنځو تنو سره یې خبرې وکړې او هغوی یې دوو تنو ته ورسول.

حضرت علي او حضرت عثمان نور کسان وکیلان ونیول، وروسته یې له خلکو د نظر غوښتنه وکړه او د خلکو نظر دا شو چې عثمان به خلیفه شي، خو دا خبره دا مسله نه واضح کوي چې عثمان د همدې مشورې په ترڅ کې خلیفه وټاکل شو؛ بلکې د علي د رد او د عثمان د منلو له کبله عثمان خلیفه وټاکل شو. ټول ګمان کوي چې د (استطلع رائی الناس) او (استقر الرائی علی عثمان خلیفه) کلمو په منځ کې د عطف توری (و) د عطف لپاره ترتیب دی. په داسې حال کې چې داسې نه ده. ځکه عطف توری (و) یوازې د عطف مفهوم وړاندې کولی شي. نو که ووایو: عمر او خالد راغلل؛ دا جمله دا مانا نه رسوي چې دواړه یوځای راغلي دي، دا مانا لري چې یو پر بل پسې راغلي دي. د بېلګې په توګه، یو تر غرمې وړاندې او بل تر غرمې وروسته راغلل. په همدغه ډول دې جملې د خلکو رایه واخیسته. یعنې په شپه کې دا کار پای ته ورسېد او عثمان د خلیفه په توګه وټاکل شو. د سهار تر لمانځه او له علي او عثمان څخه تر پوښتنې وروسته.

د توضح لپاره دا خبره کوم: عبدالرحمن د خلکو نظر واخیست او ویې لیدل چې خلک علي غواړي؛ که یې شرط ومني او یا نه. تر هغه وروسته عبدالرحمن علي او عثمان راوغوښتل، شرط یې علي ته وړاند کړ هغه ونه مانه. وروسته یې عثمان ته وړاندې کړ او هغه موافقه ورسره وکړه. وروسته پایله دا شوه چې د خلیفه په توګه رایه د عثمان په برخه شي.

هیله ده چې موضوع روښانه شوې وي.

ستاسو ورور شیخ عطا بن خلیل ابوالرشته

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

خلافت د بشپړ عدالت او بشریت ته د ریښتیني نجات لپاره طرحه شوی دی

  • خپور شوی په سیاسي

اې ویاړلی امته!

تاسو د ټولو امتونو بهترین امت یئ، چې بشریت ته وړاندې شوی یاست. ځکه تاسو د هغه څه ملاتړ کوئ چې الله سبحانه وتعالی یې امر کړی. تاسو له هغه څه څخه منعه کوئ، چې الله سبحانه وتعالی منعه کړي دي او تاسو پر الله سبحانه وتعالی اېمان او باور لرئ. ستاسو عزت، وقار او پر نړۍ مو حاکمیت ټول د اسلام له برکته وو. که چیرې تاسو پاته راغلي یاست او خپل مقام مو له لاسه ورکړی، نو دا به ستاسو د ژوند په چارو کې د اسلام د یو جامع نظام د نه شتون له امله وي. د خلافت د نشت له امله د ژوند له عملي ډګر څخه اسلام کډه کړې ده. هغه خلافت چي ټول مسلمانان یې د یوه جسد په حیث د خلافت دولت تر چتر لاندې راټول کړي وو او په هغه څه یې حکم کاوه چې الله سبحانه وتعالی ورته را لېږلي وو. په دې ډول خلافت د مسلمانانو او غیرمسلمانانو د ژوند چارې په ټولې نړۍ کې اداره کولې او دا دولت څوارلس پېړۍ د نړۍ ښاغلې او داسې ځلېدونکې ړنا وه چې بشر یې تر ننه ساری نه دی لیدلی. [1]

الله سبحانه وتعالی اسلامي امت د داسې غوره او بې سارې ټولنې په توګه توصیف کړې، چي تر ننه یې ساری نه دی لیدل شوی. اسلام د بشر ټولو ستونزو ته د حل لار لري. د دې تر څنګ اسلامي امت هم هرې ستونزي ته د حل لار لري. دا ثابته شوې چې د دغو ستونزو حلارې یوازې په یوه قوي دولت کې دي، بل هېڅ هم د مسلمانانو ستونزې نه شي حلولای. په ۱۹۹۵م کې د سربرنیسیا د ټولوژنې نه هېرېدونکې پېښه د ګڼو نورو پېښو په څېر داسې بېلګې دي، چې د خلافت تر ړنګېدو وروسته امت ترې ځورېږي. دا پر دې دلالت کوي چې امت به هېڅکله له خلافت پرته ریښتینی امن، عدالت او حفاظت ونه ویني.

د سربرینسیا په داخل او شاوخوا سیمو کې د ۱۹۹۵م د جولای له ۱۰مې څخه تر ۱۹ پورې پېښې ټولو ته څرګندې دي. د دغو څو ورځو په جریان کې ۸ زره بوسنیایي مسلمانان وروسته له هغه د بوسنیا صربي ځواکونو قتل عام کړل،[2]  چې د ملګرو ملتونو ځواکونو بې دفاع مسلمانان همداسې پرېښودل. د اروپا او مرکزي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان پخواني رییس، جان ډالهیشن په ۲۰۱۵ م کې د یوې مطبوعاتي اعلامیې له لارې ویلي: «دوې لسیزې وروسته نړۍ له هغه ناوړه جنایت څخه سترګې اړولي، چې له ۱۹۴۵م وروسته د اروپا پر خاوره ترسره شوی. د سربرینسیا د ټولوژنې قرباني شوې کورنۍ لاهم د عدالت په تمه دي. سربرینسیا نه یوازې دا چې موږ ته د بشر له لوري د ویجاړئ یوه بېلګه راښیي، بلکې دا هم راښیي چې نړیواله ټولنه د ټولو په سر کې د ټولوژنې په مخنیوي کې پاته راغلې. د شلو کلونو په جریان کې د بوسینیا او هرزګوینیا رهبران له دې څخه انکار کوي، چې دا ومني د قربانیانو جسدونه چېرې ښخ شوي دي، دوی نه په لفظي او نه هم په استعاري ډول د دې منلو ته تیار دي. هرڅومره چې مجرم مصؤن وي او مړي په ډلیزو قبرونو کې پاتې وي، هغومره به دغه درناکه ټپ په چټکۍ سره توکمیز بېلتون ته لار هواره کړي.» [3]

امت تر ننه د خپلو کورنیو د قربانیانو ویر کوي او هېڅوک نشته چې د دوی دا ویر ورڅخه لرې او یا د ټولوژنې عاملینو ته شزا ورکړي. د امت پر وړاندې د دې بې عدالتۍ پر خلاف، د اسلام تاریخ موږ ته دا راښیي چې یو وخت د مسلمانانو د وقار ساتلو په موخه څه ډول چلند کېده. د بېلګې په ډول، رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې مسلمانان د یوې ښځې د عزت د دفاع په خاطر چمتو کړل، چې د بني قینقاع د قبیلې د یوه کس لخوا ورته سپکاوی شوی و. همدارنګه خلیفه معتصم بالله یو قوي اسلامي لښکر د روم امپراطورۍ د عموریه نظامي کلا پر لور ولېږه، تر څو د هغې مسلمانې خور ننګه وکړي، چې د یو رومي عسکر له لوري يې حجاب څیرې شوی و. دا د صلاح الدین ایوبي مېړانه او هڅې وې چې صلیبیان یې مات او له بیت المقدس څخه وشړل. دا چې په پخوا زمانه کې مسلمانان د داسې بشپړ خوندیتوب څخه برخمن و، خو اوس نه دي. لامل یې دا دی چې رسول صلی الله علیه وسلم  او صحابوو خلافت درلود، چي د مسلمانانو د عدالت د تامین او د امت د عزت د ساتلو لپاره جوړ شوی و. په اوس وخت کې د مسلمانانو ښځې او ماشومان ځورول کېږي، جنسي تیری پرې کېږي او له خپلو سیمو شړل کېږي. بي دفاع ځوانان او سړي یې په سیستماتیک ډول جلا شوي، په قتل رسیدلې او ښخ شوي، یوازې د دې لپاره چي دوی بوسینیایي مسلمانان وو او نړۍ سترګې پرې پټې کړې.

د بشر په واسطه جوړې شوې ایدیولوژیانې هېڅکله له اسلام سره د پرتلنې وړ نه دي، ځکه دا ایډیالوژیانې کله هم د هغې ایدیولوژۍ په څېر نه شي کاملېدای، چې الله سبحانه وتعالی را لېږلې ده. کله چې امریکایانو، برتانویانو یا اروپایانو بې وزلې او اړمن هېوادونه اشغال کړل او ځانونه یي د دوی مرستندویان وښودل، په اصل کې د دوی هدف د بهرنۍ پالیسۍ موخې لاس ته راوړل و، دوی هلته یوازې په ځورونو، وژنو، تباهۍ او استثمار لاس پورې کړ چې تر اوسه روان دی. د خلافت موخه له جګړې څخه دا نه ده چي خلک تباه کړي او خپل ملکیت ترې جوړ کړي، بلکې موخه یې دا ده چې د دغو سیمو اوسېدونکي د ریښتني عدالت او خوندیتوب میوه وڅکي، ترڅو فاسد حاکمیت ته د پای ټکی کېښودل شي.

نامسلمانانو د اسلامي دولت تر چتر لاندې انصاف، ارامي او خوشحالي درلوده. ان د هسپانیې یهود چې کله په هسپانیه کې د احتساب پر مهال د عیسویانو لخوا قتل عام کېدل، دوی د خلافت د دولت مرکز ته وتښتېدل، هلته یې پناه یوړه او همالته د خلافت لخوا رسیدګي ورته وشوه. یهود هغه مهال او تر دې مخکې زمانه کې په هسپانیه کې د اسلام تر حاکمیت لاندې د خپل ځان لپاره یو طلایي دور ګڼي. ان د هند خلک، هغه که مسلمانان یا نامسلمانان دي او په سلګونو تاریخپوهان په هند کې د اسلام حاکمیت یوه طلایي دور ګڼي. هر کله چې مسلمانانو کوم هېواد فتحه کړی، هلته یې د الله سبحانه وتعالی د احکامو مطابق حاکمیت مخ ته وړی او د نامسلمانو اتباعو سره يي د الهي احکامو مطابق چلند کړی دی، د دوی ساتنه یې کړې او د دوی حقونه یې ورته تضمین کړي دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«أَلاَ مَنْ ظَلَمَ مُعَاهِدًا أَوِ انْتَقَصَهُ أَوْ كَلَّفَهُ فَوْقَ طَاقَتِهِ أَوْ أَخَذَ مِنْهُ شَيْئًا بِغَيْرِ طِيبِ نَفْسٍ فَأَنَا حَجِيجُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»‏(ابوداود او بیهقې)

ژباړه: هر هغه څوک چي له هغه ذمې نامسلمان، چې له مسلمانانو سره د سولې تړون لري، ناوړه چلند وکړي یا د هغوی حقونو ته زیان واړوي یا د هغوی له توانایي څخه زیات بار ورباندې کېږدي، یا د هغوی له  اجازي او قناعت پرته کوم څه ځنې واخلي؛ نو د قیامت په ورځ به زه د هغوی پر خلاف ودرېږم.

د اسلام دغه غوره چلند چې له غریب او خپل نامسلمان (ذمې) تبعه سره یې تر خپل حاکمیت لاندې کوي، د دې لامل شو چې زیات شمېر یې اېمان راوړي. بشپړ عدالت او خوندیتابه د نامسلمانانو په زړونو کې د اسلام پر حاکمیت ډاډ یقیني کړ.

مشهور مالکي عالم امام القرافي په خپل کتاب «مراتب الاجماع» کې د ابن حزم وینا داسې بیانوي: «که چېرې په جنګ کې دوښمنان زموږ خاورې (د خلافت دولت) ته راشي او موخه یې پر کوم ذمي (نامسلمان اتباع) حمله وي، دا زموږ مکلفیت دی چی په پوره توان او وسلو سمبال د دوښمن په مقابل کې جګړه وکړو، ځکه دوی د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په امان کې دي. که چېرې موږ تر دې لږ څه وکړو، دا په دې مانا چې موږ د دوی د ژغورنې په تړون کې پاته راغلي یو.

نو هېڅ ایدیولوژي، هېڅ نظام، هېڅ دین یا هم د ژوند بله تګلاره له نورې نړۍ سره داسې عادلانه اړیکې نه شي تنظیمولای. په دې مانا چې د سربرینسیا ټولوژنه کومه نااشنا پېښه نه ده، بلکې دا اوسني ظالم پانګوال نظام څخه د اغېزمنې نړۍ طبعي پایله ده. اوسمهال هېڅ داسی یو دولت یا سازمان نشته چی د امت د وینې ساتنه وکړي او یا ان د بشر لپاره عدالت تامین کړي. اسلام یوازینۍ ایدیولوژي ده چې وایي: «د دولت له ټولو اتباعو سره باید مساویانه چلند وشي. پرته له دې چې د دوی دین، توکم، رنګ یا بل اړخ په پام کې ونیول شي. دولت له دې څخه منعه شوی دی چې د خپلو اتباعو تر منځ توپیري چلند وکړي. هغه که په هره برخه کې وي لکه، حاکمیت، قضا یا هم د چارو تنظیم.» [4]

 د خلافت تاسیسول د امت وجیبه ده او امت مسوول دی چې د دې هدف لاسته راوړلو لپاره کار وکړي. دا یوازینی دولت دی چې کولای شي په  پوره قوت او موثریت سره ټول بشر داسې رهبري کړي چې په دې دونیا او اخرت کې له ناورین څخه وژغورل شي او عدالت او امن یې تامین شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: امنه عابد

 ماخذونه:

[1] د خلافت دولت جهاد او بهرنۍ پالیسي، ذاهد عوان سلام، د خلافت خپرونې ۲۰۰۱

[2] https://theconversation.com/remembering-srebrenica-more-than-20-years-on-99122.

[3] https://www.amnesty.org.uk/press-releases/srebrenica-families-victims-still-waiting-justice.

[4] د خلافت دولت د اساسي قانون مقدمه، حزب التحریر، شپږمه ماده

د مطلب ادامه...

له کووېډ ـ ۱۹سره د مبارزې په نامه، په دین کې بدعت رامنځته شوی دی

  • خپور شوی په کینیا

حکومت د دیني شورا په منځګړیتوب د سختو شرایطو په وضع کولو سره جوماتونه بیا پرانیستل. پنځلس کسیزې ډلې ته دنده ورکړل شوې وه، چې د کورنیو چارو وزارت، روغتیا وزارت او د والیانو له شورا سره په ګډه کار وکړي، تر څو د عبادتځایونو د بیا پرانیستلو لپاره شرایط وضع کړي. د لارښوونو په منځ کې دا هم راغلي و، چې په عبادتځایونو کې باید ۱.۵ متره ټولنیز واټن شامل وي او یوازې ۱۰۰ کسان کولای شي په عبادت کې برخه واخلي. دغه راز له ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان او له ۵۸کالونو پورته کسان د لمونځ کولو او هغو خدماتو څخه، چې له یو ساعت څخه ډېر وخت نیسي منع شوي دي.

په دې اړه موږ حزب التحریرـ کینیا غواړو لاندې ټکي بیان کړو:

ـ د دیني شورا نظر یو سیکولریستی نظر دی، چې په اسلام کې هېڅ ځای نه لري. دا ځکه چې دا د بېلا بېلو مذهبونو تر منځ د متقابلو اړیکو غوښتنه کوي. دا د غرب په خوښه د نوي دین غوښتنه ده، چې غرب یې د اسلام پر ځای په ټوله نړۍ کې له مسلمانانو څخه غواړي. د دې نظر موخه دا ده چې مسلمانان خپلې اسلامي لارښوونې پرېږدي او د خپل دین لپاره د یو معیار په توګه سیکولر تصورات رامنځته کړي.

ـ د الله سبحانه وتعالی د وحې پر اساس اسلامي احکام د بشر له لوري له رامنځته شوي سیکولر قانون سره مخالف دي، چې اساس یې د بشر عقل دی او له چاپيریال سره سم نافذ او بدلون مومي. دلته به موږ مسلمانو علماوو ته یادونه وکړو چې ځينې یې د مسوولې شورا غړي هم دي، اسلامي احکام پرته له دې سرچینو د منلو وړ نه دي، لکه قرآن، سنت، اجماع او قیاس. دا د زړورو علماوو مسوولیت دی چې له وېرې پرته خپل غږ پورته کوي.

ـ د جماعت لمونځ زموږ د پيغمبر صلی الله علیه وسلم له لوري په ښکاره توګه په ډاګه شوی دی او له همدې امله د مشورې موضوع ته پکې ځای نه لیدل کېږي. په دې برخه کې، ټولو مسلمانانو ته لازمه ده چې د لمانځه اداکولو پر مهال له واټن پرته قطارونه جوړ کړي. مالک بن حویرث روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«وَصَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي وَإِذَا حَضَرَتِ الصَّلَاةُ فَلْيُؤَذِّنْ لَكُمْ أَحَدُكُمْ ثُمَّ لِيَؤُمَّكُمْ أَكْبَرُكُم»

ژباړه: ...لمانځونه مو داسې ادا کړئ لکه ما چې خپل لمانځونه ادا کړل، کله چې د لمانځه وخت راورسېد،  له تاسو څخه یو باید اذان وکړي او بل مشر باید مخ ته شي.

احمد له عبدالله ابن عمر څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَقِيمُوا الصُّفُوفَ فَإِنَّمَا تَصُفُّونَ بِصُفُوفِ الْمَلَائِكَةِ وَحَاذُوا بَيْنَ الْمَنَاكِبِ وَسُدُّوا الْخَلَلَ وَلِينُوا فِي أَيْدِي إِخْوَانِكُمْ وَلَا تَذَرُوا فُرُجَاتٍ لِلشَّيْطَانِ وَمَنْ وَصَلَ صَفّاً وَصَلَهُ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى وَمَنْ قَطَعَ صَفّاً قَطَعَهُ اللَّهُ»

ژباړه: صفونه منظم کړئ، اوږه په اوږه ودرېږئ، خالیګاوې ډکې کړئ، د خپلو وروڼو سره نرم اوسئ، د شیطان لپاره خالي ځای مه پرېږدئ. که څوک په صف کې ځای ونیسي، الله سبحانه و تعالی به ورسره یو ځای شي، که کوم یو صف مات کړي، الله سبحانه و تعالی به یې پرېږدي.

له پورتنیو شرعي شواهدو څخه په څرګند ډول ښکاري چې عبادت کوونکي دې ته اړه کول، تر څو د جمعې او یا هم د جماعت لمانځونو کې د ناروغۍ له امله ۱.۵ متره واټن رامنځته کړي، د ناروغۍ له نښو نښانو پرته دا په اسلام کې یو بدعت دی. سربېره پر دې، ساري ناروغي یو عذر دی چې جومات ته لاړ نه شئ، داسې نه چې لاړ شئ او له بل عبادت کوونکي سره یو متر واټن ولرئ.

په جومات کې یوازې ۱۰۰ عبادت کوونکو ته په لمانځه کې د ګډون اجازه ورکړل شوې ده، هغه مشران چې عمر یې له ۵۸ څخه لوړ دی او هغه ماشومان چې عمر یې له ۱۳ کلونو څخه ټيټ دی منع شوي دي. دغه حالت نه یوازې دا چې له اسلامي لارښوونو سره په ښکاره مخالفت بیانوي، بلکې دا غیر عادلانه عمل دی، چې الله سبحانه وتعالی یې نه خوښوي. دا د مشرتابه لوړ معیارونه دي چې په عبادت کوونکو باندې دا ډول سخت شرایط وضع کوي، په داسې حال کې چې موږ ګورو سړکونه، دفترونه، سوپر مارکېټونه او نور ځایونه پرته له دې چې عمر په نظر کې ونیول شي له خلکو څخه ډک دي! ایا دا په دې مانا ده چې کووېډـ۱۹ بل چېرې نه، یوازې په جوماتونو کې ده، جوماتونه باید بند پاتې شي، یا یوازې د محدودو عبادت کوونکو پر مخ پرانیستي وي!

موږ بیا ټینګار کوو چې دا ناورغي د الله سبحانه و تعالی له لوري یو جدي ګواښ او ازموینه ده چې خپل بندګان یې وآزمویي، تر څو د زړه له تله د هغه د وحې پيروي وکړي. د دې په رڼا کې، تر سختو شرایطو لاندې د شریعت خلاف د جوماتونو پرانېستل د مسلمانانو زړونه دردوي. موږ پوهېږو چې له اسلامي هېوادونو په یوه کې به د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس او ټول جوماتونه به پرانیستل شي. دغه راز سهار او ماښام به د الله سبحانه و تعالی ذکر پکې کېږي.

شعبان معلم د حزب التحریرـ کینیا مطبوعاتي استازی

 

د مطلب ادامه...

د شرابو حراموالي په اړه!

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

شرعي قاعده ده؛ «هر هغه څه چې د حراموالي په اړه یې دلیل نه وي، مباح دي.» د دغې قاعدې پر اساس هر څه شي دي او تر هغه مهاله به مباح وي، چې د حراموالي په اړه یې نصوص نه دي راغلي. د بېلګې په توګه: یوه کس غلا وکړه، چې دلته غلا حرامه، غل ګنهګار او مجازات کېږي. که غلا شوی مال د انتقال وړ وي که نه، بېرته یې څښتن ته تسلیمېږي او د دغه مال د غلا حراموالی باقي پاتې کېږي. دا چې مال مباح دی، هر څوک کولی شي هغه چاته د ډالۍ او یا نفقې په توګه ورکړي او تر لاسه یې کړي. نه ستونزه شته پکې او نه هم د دواړو اړخونو غاړه پکې بندېږي. یوه بله قاعده ده؛ «د شرابو اصل حرام دی» یعنې د شرابو حراموالی د هغې د نشه کولو له کبله دی. نو د ټولو هغو شیانو څښل او پلورل حرام دي، چې نشه رامنځته کوي. په دغه برخه کې د شرابو حراموالی پخپله په شرابو پورې اړه لري، نو ایا ټول هغه شیان چې له شرابو سره د بیې پر مهال تړل شوي، هغه که د لېږد وړ وي که نه، شاملېږي؟ او ایا په دغه مساله کې د نشې رامځنته کول او شرابو حراموالی علت دی؟ که داسې وي، نو دا ډول قیاس کېږي؛ د هغو وسایلو بیا کارول جواز نه لري چې شراب پکې څښل شوي او یا هم پکې لېږدول شوي دي، ځکه دواړه شیان په علت کې سره ګډ دي. د وضاحت په هیله، الله تعالی دې تاسو ته خیر درکړي.  

ځواب

کله چې د شیانو د حراموالي په اړه دلیل نه وي، نو د هغو شیانو اصل مباح دی. خو ستاسو پوښتنه د شرابو د حراموالي د علت او همدارنګه د هغو لوښو په اړه ده، چې شراب پکې څښل او لېږدول کېږي. په دې اړه په هغه حدیث کې چې ابو داود له جابر بن عبدالله څخه روایت کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ، فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ»

ژباړه: هغه څه چې د زیاتو کارول یې سړی نشه کړي، نو د کمو کارول یې هم حرام دي.

 د حدیث شریف په متن کې واضیح شوې چې د شرابو د حراموالي لپاره علت نشته. ځکه که څوک لږ شراب هم وڅښي او نشه شي، نو حرام دي او فاعل یې د مجازاتو وړ دی. ځکه حدیث شریف د دې لپاره د کمو شرابو څښل حرام کړي، چې زیات یې نشه رامنځته کوي، نو کم یې هم حرام دي.

دغه حدیث ته ورته بل حدیث هم شته، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په لسو حالاتو کې شراب حرام کړي او علت یې هم نه دی وړاندې کړی. حاکم په خپل مستدرک کې چې د صحیحین په اړه یې لیکلی، له عبدالله بن عبدالله بن عمر او هغه یې له پلار څخه روایت کړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«عَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ، وَلَعَنَ سَاقِيهَا، وَشَارِبَهَا، وَعَاصِرَهَا، وَمُعْتَصِرَهَا، وَحَامِلَهَا، وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ، وَبَايِعِهَا وَمُبْتَاعَهَا، وَآكِلَ ثَمَنِهَا»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی پر شرابو، ساقي یې، څښونکي او حالت خرابوونکي یې، لېږونکي او رالېږونکي، پېرودونکي او پلورونکي یې او هغه څوک چې له دغو پیسو ګټه اخلي پر ټولو لعنت ویلی.

نو ټول هغه څښونکي شیان چې نشه رامنځته کوي، شراب دي. په حراموالي کې یې لږ او زیات مساوي دي او همدارنګه له علت پرته یاد لس حالتونه هم حرام دي. د حراموالي حکم یوازې په مکلفو اشخاصو پورې اړه لري، نه په شیانو پورې. یعنې حکم پر موټروان دی، نه پر موټر او نه پر هغه لوښي چې شراب پکې لېږدول شوي دي. طبراني په الکبیر کتاب کې له ابي ثغلبه خشني څخه روایت کړي، چې ویې ویل:

«أَتَيْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ: ... وَأَنَا فِي أَرْضِ أَهْلِ الْكِتَابِ وَهُمْ يَأْكُلُونَ فِي آنِيَتِهِمْ الْخِنْزِيرَ وَيَشْرَبُونَ فِيهَا الْخَمْرَ فَآكُلُ فِيهَا وَأَشْرَبُ...؟ ثُمَّ قَالَ صلى الله عليه وسلم: «...وَإِنْ وَجَدْتَ عَنْ آنِيَةِ الْكُفَّارِ غِنًى فَلَا تَأْكُلْ فِيهَا، وَإِنْ لَم تَجِدْ غِنًى فَارْحَضْهَا بِالْمَاءِ رَحْضًا شَدِيدًا ثُمَّ كُلْ فِيهَا»

ژباړه: ویې ویل؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم او ورته ومې ویل: زه د اهل کتابو په سیمه کې ژوند کوم، هغوی د خوګ د پوستکي په لوښو کې خوراک کوي او شراب څښي، زه کولی شم د هغوی له لوښو ګته واخلم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په ځواب کې وویل: «... که دې د کفارو لوښو ته اړتیا نه درلوده، نو څه مه پکې خوره او که دې بل لوښی پیدا نه کړ، هغه ښه ومینځه او بیا یې پکې وخوره.

ستاسو ورور عطابن خلیل ابو رشته

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

سپېڅلي پوځي افسران د الله سبحانه وتعالی د رضایت په خاطر جهاد خوښوي، تر څو د شهادت مرتبې ته ورسېږي او یا غازيان شي

  • خپور شوی په سیاسي

اسلام نه یواځې جهاد فرض کړی، بلکې د جهاد لپاره یې ډېره قوي تلوسه رامنځته کړې، چې د همدې تلوسې له مخې ۱۳پېړۍ د اسلامي امت او نورو ملتونو تر منځ تفکیک کېده. دا د جهاد تلوسه وه چې امت له کوم شک پرته د اسلام او مسلمانانو د دوښمنانو د له منځه وړلو لپاره لویو زیانونو ته غاړه کېښوده. یواځې پر الله سبحانه وتعالی د توکل له لارې د مسلمانانو وسله والو پوځونو هغو لویو ځواکونو ته ماته ورکړې، چې د فاسدو عقایدو، پولو او توکمیز لوړوالي لپاره جنګېدل. د مسلمانانو وسله والو پوځونو د اسلام د خپراوي لپاره خپله ونډه ادا کړې او د اسلام د تطبیق په مخ کې یې مادي خنډونه له منځه وړي. ځکه خو په ډلو ډلو خلک اسلام ته داخل شول او د اوسني پراخ او ګڼ نژادي امت د را منځته کولو لپاره یې بنسټ کېښود.

ان کله چې په ۱۹۲۴م کې خلافت له منځه ولاړ، بیا هم د امت په منځ کې د جهاد مینې د مسلمانانو دوښمنان ځورول. یوه بېلګه یې د بوسنیا د سربرنیتسا ښار د ټولوژنې ۲۵مه کالیزه ده. کله چې د ۱۹۹۵م د جولای پر یوولسمه د ملګرو ملتونو هالنډي ځواکونو سربرنیتسا ښارګوټی پرېښود، د صربیانو په لاس د یوولسو ورځو په موده کې شاوخوا اته زره بوسنیاني مسلمان سړي او تنکي ځوانان په قتل ورسېدل. برتانيه  اندېښمنه وه چې هسې نه د ملګرو ملتونو تر امر لاندې مسلمان ځواکونه د صربیانو سره د جګړې په موخه صفونه جلا کړي. د جهاد مینې په افغانستان کې پخوانی شوروي اتحاد پر ګونډو کړ او اوس امریکا دې ته اړه شوې چې د خپل حیثیت د ساتلو لپاره تړون ته غاړه کېږدي. د اشغال شوي کشمیر په مسلمانانو کې د جهاد مینې د هند دولت، چې د ۲۰۱۹ م د اګېسټ پر ۵مه یې اشغال شوی کشمیر له هند سره یو ځای کړ، خو هند یې له وېرې سره مخ کړی او لا هم د شدید او جدي مخالفت سره مخ دی.

د مسلمانانو اوسني حکام په وسله والو پوځونو کې د جهاد د مینې راټوکولو پر ځای د الله سبحانه وتعالی د غوښتنې خلاف، د لوېدیځو ځواکونو او د هغوی د متحدو، یهودي او هندي دولتونو په نیابت جنګېږي. د پاکستان د حکامو په اړه، دوی په فعاله توګه د پاکستان په وسله والو پوځونو کې د مسلمانانو هغه تلوسه له منځه وړي، چې د اشغال شوي کشمیر د ازادۍ په موخه یې د جګړې لپاره لري. د کشمیر د ازادۍ لپاره د مسلمانو افسرانو او سرتېرو د بیدارولو پر ځای، دوی په پوځ کې له دوښمن سره د جګړې جرات له منځه وړي. دوی دا نظر نور هم تقویه کوي چې جګړه د حل لار نه ده او بهانه یې دا ده چې دوښمن هستوي وسله لري یا دا چې اقتصاد مو کمزوری دی. د مسلمانانو مستبد حکام، هغو رښتینو مسلمانانو ته چې په هر ځای کې د ښکېلاک پر وړاندې جنګیږې، د «ټرورېسټ»  خطاب کوي. خو بیا هم، د نورو ټولو استعماري پروژو په څېر د جهاد د غلي کولو دغه هڅه به هم ناکامه شي، ځکه اسلامي امت تل پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر رسول صلی الله علیه وسلم تکیه کړې او د دې کار خیر د وسله والو پوځونو په شمول د امت هرې برخې ته رسېدلی دی.

هغه نظامي افسر چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته ژمن وي؛ باید په زړه او ذهن کې دا په یاد ولري چې په اسلام کې جهاد د یوې فریضې په توګه رامنځ ته شوی، چې پرېښودل یې د الله سبحانه وتعالی د غضب، او ترسره کول یې د هغه سبحانه وتعالی د رحمت او اجر سبب کېږي.

الله سبحانه وتعالی په قرانکریم کې جهاد په لاندې ډول یاد کړی:

﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَن تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

[البقرة: ۲۱۶]

ژباړه: تاسي ته د جنګ امر شوی دی او هغه تاسې ته ناخوښه دی. کېدای شي چې یو شی تاسي ته نا خوښه وي او هماغه ستاسې لپاره ډېر غوره وي او کېدای شي یو شی تاسې خوښوئ او هماغه ستاسې لپاره بد وي، الله سبحانه وتعالی پوهیږي تاسې نه پوهېږئ.

په دې مبارک ایت کې الله سبحانه وتعالی پر هغو مسلمانانو چې د جګړې وړتیا لري دا فرض کړې، چې د اسلام د هغه دوښمن پر وړاندې، چې تېری کوي جهاد وکړي. په ورته وخت کې اسلام دا مني چې جګړه داسې یو شی ده چې نفس یې نه خوښوي او اسلام د نفس له دې ناخوښۍ سره په اغېزمنه توګه چلند کوي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي [وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ]  ”که څه هم تاسې یې نه خوښوئ” یعنې جنګ سخت دی او پر زړه دروند تمامیږې. اصلاً دا جګړه ده چې په دې ایت کې تشرېح شوې.

په جهاد کې شهادت، زخم، د دوښمن پر وړاندې سخته مبارزه او د سفر د سختیو زغم شامل دي؛ دا ممکن د سیاچین سخته یخني وي یا د تهار د دښتو سختې ګرمۍ. بیا الله سبحانه وتعالی فرمايي [وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُم] ژباړه: کېدای شي چې یوڅه تاسې ته ناخوښه وي، مګر هغه تاسې ته خیر وي. یعنې په دې جنګ پسې بریا او پر دوښمن باندې برلاسی راروان دی.

اوس په سنتو کې د جهاد په اړه د راغليو نصوصو څخه یادونه کوو، تر څو یو مسلمان پوځي افسر غور پرې وکړي. د جهاد فضیلت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې څرګند دی او په صحیح حدیث کې راغلي دي:

«مَنْ مَاتَ وَلَمْ يَغْزُ وَلَمْ يُحَدِّثْ نَفْسَهُ بِالْغَزْوِ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّــة»

ژباړه: هر هغه څوک چې مړ شي او د الله تعالی په لار کې یې جهاد نه وي کړی او نه يې په صداقت سره د جهاد په اړه فکر کړی وي، مرګ به یې د جهالت وي.

د مکې د فتحې په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَا هِجْرَةَ بَعْدَ الْفَتْحِ وَلكِنْ جِهَادٌ وَنِيَّةٌ، وَإِذَا اسْتُنْفِرْتُمْ فَانْفِرُوا»

(بخاري)

ژباړه: د مکې له فتحې وروسته هجرت نشته (له مکې څخه مدینې ته)، یواځې جهاد او نېک نیت شته. که له تاسې وغوښتل شي چې مخته لاړ شئ، نو لاړ شئ (جګړې ته)

د احادیثو معتبر کتاب الظهري لیکي چې «د جهاد غوښتنه له هر کس څخه شوې ده، هغه که څوک د جګړې ډګر ته ځي یا یې تر شا درېږي. څوک چې شا ته پاتېږي باید د اړتیا په وخت کې د جهاد ملاتړ وکړي؛ د اړتیا په صورت کې باید مرسته ورسوي او که مخته د جګړې لپاره د تللو دستور ورکول شي، باید د دستور مطابق عمل ترسره کړي. خو که اړتیا نه وي ورته، نو بیا دې شا ته پاته کېږي.» اصلاً د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې، وسله وال اسلامي پوځونه دې ته هڅول شوي چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې له جهاد سره مینه ولري، په بریا پسې لاړ شي یا د شهادت لوړې مرتبې ته ځان ورسوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَا أَحَدٌ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ يُحِبُّ أَنْ يَرْجِعَ إِلَى الدُّنْيَا وَلَهُ مَا عَلَى الأَرْضِ مِنْ شَىْءٍ، إِلاَّ الشَّهِيدُ، يَتَمَنَّى أَنْ يَرْجِعَ إِلَى الدُّنْيَا فَيُقْتَلَ عَشْرَ مَرَّاتٍ، لِمَا يَرَى مِنَ الْكَرَامَةِ»

(بخاري)

ژباړه: څوک چې جنت ته داخل شي بیا نه غواړي چې بیرته دونیا ته وګرځي، ان که پر ځمکه ده ته هرڅه هم ورکړل شي، خو له مجاهد څخه پرته چې هیله لري بیرته نړۍ ته وګرځي، تر څو د هغه مقام لپاره چې الله سبحانه وتعالی یې ورکوي؛ لس ځلې نور شهید شي.

مسلمانو پوځیانو ته ددې یادونه وکړئ چې د اسلام لومړنی او تر ټولو غوره نسل، له جابرو حکامو څخه د خلکو د ازادولو لپاره جهاد تر سره کړي، تر څو دوی وکولای شي اسلام په ژوند کې پلی کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ

 [التوبه: ۱۲۳]

ژباړه: ای هغو کسانو چې اېمان مو راوړی دی! تاسو له هغو کفارو سره وجنګیږئ چې تاسو ته نږدې دي او لازمه ده چې دوی په تاسو کې سختي ومومي؛ او پوه شئ چې یقیناً الله سبحانه وتعالی د پرهېزګارو ملګری دی.

 الله سبحانه وتعالی مؤمنانو ته امر کوي چې له کفارو سره وجنګیږئ. لومړی له هغو کفارو سره چې اسلامي دولت ته نږدې دي، وروسته له لرې کفارو سره. ځکه خو د الله رسول صلی الله علیه وسلم په جزیرة العرب کې له مشرکینو سره جګړه پیل کړه. کله چې الله سبحانه وتعالی خپل رسول پر مکه، مدینه، طایف، یمن، یمامه، هجر، خیبر، حضرالموت او نورو عربي سیمو واکمن کړ او بېلابېلې عربي قبیلې په ډلو ډلو اسلام ته داخلې شوې، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اهل کتابو پر وړاندې په جهاد پیل وکړ. هغه مبارک له رومیانو سره چې جزیرة العرب ته یې تر نورو نږدې موقیعت درلود؛ جګړې ته په چمتووالي پیل وکړ او په دې شکل یې د اسلام د دعوت لوی امتیاز ترلاسه کړ. ځکه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هغې پورې مخته لاړ چې د هجرت په نهم کال د تبوک سیمې ته ورسېد، په ورته وخت کې یې امت د وخت له لویو امپراتوریو سره مقابلې ته رهبري کاوه.

نو ایا رښتیني نظامي افسران به د جهاد په برخه کې د خلفاء راشدینو لاره تعقیب نه کړي؟ کله چې الله سبحانه وتعالی خپل رسول صلی الله علیه وسلم ته  د جنت وعده ورکړه، د نبوت پر منهج خلافت د جهاد پوره حق ادا کړ.

لومړي راشده خلیفه ابوبکرصدیق رضی الله عنه، د روم د صلیبیانو او د فارس له اور پرستانو سره جګړې ته د اسلامي پوځونو په چمتو کولو پیل وکړ. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت په برکت الله سبحانه وتعالی د فتحې دروازې ورته خلاصې او قیصر او کیسرا یې تر پښو لاندې کړې. الله سبحانه وتعالی د عمر بن خطاب رضی الله عنه په وسیله د کفارو برم له منځه یووړ او د نړۍ شرقي او غربي سیمو ته يې د اسلام حاکمیت او رڼا ورسول. وروسته د درېیم خلیفه حضرت عثمان رضی الله عنه په دور کې، د هند د شبه قارې په شمول د نړۍ په مختلفو سیمو کې د اسلام حقانیت خپلې ریښې ټینګې کړې. همدارنګه څلورم راشده خلیفه، حضرت علی رضی الله عنه تر خپل تسلط لاندې دریو لویو وچو کې نور هم د اسلام حاکمیت ثابت او مستحکم وساته. ځکه نو خلفاء راشدین رضی الله علیهم اجمعین وو چې د الله د دغه قول [وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ] او پوه شئ چې الله له متقیانو سره دی په تصدیق کولو سره اسلام د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورساوه.

ویښ نظامي افسران باید پوه شي چې جهاد ته په شا اړولو سره د اسلام دوښمنانو جرات پیدا کړی چې د اسلامي خاورو پر پولو حملې وکړي او زیاتې اسلامي سیمې تر خپل تسلط لاندې راولي. تر دې مهاله چې کله یوه مسلمان حاکم یا پوځي قومندان د جهاد حکم ترسره کړی دی، الله سبحانه وتعالی هغه ته نصرت ورکړی او پر دوښمن یې برلاسی کړی دی. په حقیقت کې جهاد کول ویاړ او عزت له ځانه سره لري، خو پرېښودل یې یواځې او یواځې حقارت له ځانه سره راوړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، «مَا تَرَكَ قَوْمٌ الْجِهَادَ إلاّ ذُلّوا»(رواه احمد).  ژباړه: «یو قوم هېڅکه جهاد نه پریږدي، بغیر له دې چې دوی به ذلیل وي. نو ځکه کله چې مسلمانانو له جهاد څخه لاس واخیست، د مغولو له لوري له ماتې سره مخ شول او بالاخره یې په جهاد سره مغولو ته په عین جالوت کې ماته ورکړه. مسلمانانو چې جهاد پرېښود، د صلیبیانو له لوري له سختو ماتو سره مخ شول، تر څو چې صلاح الدین مسلمانان پرله پسې بریا ته ورسول. د عثماني خلافت په دوره کې، دوی جهاد ته دومره لومړیتوب ورکړ چې اروپایي پلازمېنو په سقوط پیل وکړ او کومې سیمې چې باید فتح شوې وای د وېرې له امله په لړزه راغلې.

هغه پوځي افسران چې د جنت په لټه کې دي، باید د امت اوسني حالت ته پام وکړي. ټول هغه څه باید په نظر کې ونیسي چې د کایناتو د خالق له لوري رااستول شوي دي او د ریښتینو خلکو او هغو خلکو تاریخ باید وګوري چې د جهاد په فریضه کې یې غفلت کړی دی. له دې وروسته به دا ورته مالومه شي چې له چا سره باید ودرېږي؟ په اصل کې، کله چې امت په ۱۹۲۴م کې خپل ډال، خلافت له لاسه ورکړ، ورسره سم يې د جهاد په واسطه د نړۍ نورو سیمو ته د اسلام د حمل وړتیا هم له لاسه ورکړه. همدارنګه د اسلام دوښمنانو د امت مختلفې سیمې تر خپل تسلط لاندې راوستې؛ هغه که په لوېدیځ کې یهودي دولت دی چې فلسطین یې نیولی او یا په ختیځ کې هندي دولت دی چې کشمیر یې اشغال کړی دی. دا چې خلافت له منځه تللی، نو له هغو کفارو سره چې زموږ خاوره نیسي، جګړه نه دریږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«وَالْجِهَادُ مَاضٍ مُنْذُ بَعَثَنِيَ اللَّهُ إِلَى أَنْ يُقَاتِلَ آخِرُ أُمَّتِي الدَّجَّالَ لاَ يُبْطِلُهُ جَوْرُ جَائِرٍ وَلاَ عَدْلُ عَادِلٍ، وَالإِيمَانُ بِالأَقْدَارِ»

(ابوداؤد)

ژباړه: جهاد به له هغه وخته پیلیږي، چې زه الله تعالی پیداکړی یم او تر هغه وخته به دوام کوي، چې زما د ډلې وروستي کسان د دجال سره وجنګیږي. د هېڅ جابر حاکم ظلم او د هېڅ عادل حاکم عدل به د (جهاد) مخنیوی ونه شي کړای.

ځکه نو له کفارو سره جګړه فرض ده؛ که د مسلمانانو حاکم خلیفه وي او یا د مسلمانانو حاکم په اسلام سره حکم نه کوي. نو پر اسلامي پوځونو لازمه ده چې له اشغالګرو ځواکونو سره په مبارزه او جګړه کې سره متحد شي. که حاکم جګړې ته د پوځ له ورتګ سره موافق وي نو پر صحیح تګلاره به يې قدم ايښی وي. که يې کوښښ کاوه چې له جګړې څخه یې راوګرځوي او همداسې انتظار واوسي، نو په پوځ کې باید داسې یو صلاح الدین پیداشي چې د حاکم له پښو لاندې تخت ولړزوي او پوځونه ددې لپاره سره منسجم کړي چې سپېڅلې اسلامي خاورې له اشغال څخه پاکې کړي.

دا څرګنده ده چې اوسني مسلمان حکام د پوځي افسرانو پر وړاندې درېږي او د الله سبحانه وتعالی د رضایت ترلاسه کولو په لار کې یې خنډ ګرځي. اوسني مسلمان حکام وایي چې جګړه د حل لاره نه ده او هغوی چې جنګېږي د امت د دوښمنانو په توګه یې معرفي کوي. دا حکام د هغو خلکو مخه نیسي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او یا په کشمیر کې د هندي حکومت پر وړاندې وسله پورته کوي. تر دې هم بده دا ده چې دا حکام له اشغالګرو سره اړیکې عادي حالت راوستل غواړي چې دا اشغال ته د مشروعیت ورکولو مانا لري. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی امر کړی چې فرمایي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ

(البقرة: ۱۹۱)

ژباړه: له هغوی سره چې هر چېرې مخامخ شئ وجنګېږئ، هغوی له هغه ځایه وباسئ کوم چې تاسې یې ترې ایستلي یاست.

 پورته ایت مبارک د ټولو هغو جنګیالیو لپاره دی چې د اسلام او مسلمانانو له دوښمنانو سره په جګړه کې ښکېل وي. په دې مانا، لکه څرنګه چې د دوی انرژي زموږ سره په جګړه کې مصرفیږي؛ باید زموږ انرژي هم له دوی سره په جګړه کې مصرف شي او له هغو سیمو څخه دوی باید وایستل شي، له کومو سیمو څخه چې دوی موږ ایستلي یو.

نو، دا جوته ده چې اوسني حکام به له اسلامي خاورو څخه اشغالګر ځواکونه ونه وباسي او نه به هم خلافت بیا اعاده کړي، تر څو نورو سیمو ته د اسلام د حمل پروسه بیرته جاري شي. دا پر هر پوځي افسر لازمه ده تر څو له دې ناوړه حالت څخه د امت د ایستلو لپاره لاس په کار شي. هر افسر باید د امت تر څنګ دورېږي او د جهاد لویه فریضه ترسره کړي. دا د نظامیانو مسوولیت دی چې اوسني حکام له واکه لري او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره خپل نصرت را مخې ته کړي. بیا به یوازې هغه مهال دوی د الله سبحانه وتعالی په لار کې د جنګ له لارې په نړۍ کې اوسنی ظلم محوه کړي. نو، د اسلامي امت پوځي افسران باید د انصارو غوندې واوسي، چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم دین ته یې نصرت ورکړ. هماغه وو چې الله سبحانه وتعالی هغوی په ایتونو کې وستایل او د هغوی د رییس؛ سعد بن معاذ رضی الله عنه په جنازه کې ملایکو برخه واخیسته. د انس بن مالک رضی الله عنه څخه ترمذي روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت معاذ رضی الله عنه د جنازې په اړه وویل: »إِنَّ الْمَلَائِكَةَ كَانَتْ تَحْمِلُهُ« په رښتیا سره چې ملايکې هغه وړي. نو د اوسمهال پر هغو پوځي افسرانو باندې به هم د الله سبحانه وتعالی رحمت وي چې د انصارو (رضی الله عنهم اجمعین) پر قدم، قدم ږدي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: مصعب عمیر- پاکستان

 

د مطلب ادامه...

په توقیف کې ساتل شوي کسان یا محاکمه کړئ یا یې په ضمانت او یا هم له ضمانت پرته ازاد کړئ

شاوخوا دری کلونه کېږي چې زموږ د حزب التحریرـ تانزانیا دری غړي: رمضان موشي كاكوسو (۴۱)، وزيري سليمان (۳۳)  او عمر سالوم بومبو  (۵۱) اختطاف شول، تر څو په دوی پورې د ترهګریزو عملونو تور پورې کړي. د نورو جزیاتو لپاره مهرباني وکړئ د ډېسمبر ۱۴مې نېټې مطبوعاتي اعلامیه ولولئ:

http://www.hi.zat.one/en/index.php/press-releases/tanzania/14417.html

د دریو غړو د توقیف په جریان کې، نه یوازې دوی یې له خپلو کورنیو، خپلوانو، ملګرو څخه لیرې کړل، بلکې پر دوی یې اقتصادي فعالیتونه هم ودرول. دوی همدا راز په ناوړه چاپېریال او غیر انساني چاپېریال کې بند تجربه کوي، چې په ټولیزه توګه له مناسبو ټولنیزو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.

سربېره پر دې، دا ډېر د تأسف ځای دی چې د دوی قضیه په هرو دوو اونیو کې له ذکر کېدو پرته دوام مومي، پرته له دې چې د تېرو دریو کلونو راهیسي د شواهدو د نه پوره کېدو په پلمه یې محاکمه پیل کړي!

موږ په حزب التحریرـ تانزانیا کې په کلکه ټینګار کوو چې زموږ غړي له شک پرته بې ګناه دي او له همدې امله د دوی د محاکمې اورېدلو په پیل کې تر دې دمه اعتماد او رضایت نشته. زموږ غړي او نور ډېر کسان چې د تانزانیا د امام شورا په وروستي سند (صفحه ۱۷ـ۲۵) کې یې یادونه شوې ده، یوازې د ترهګرۍ د مخنیوي قانون د تعصب قرباني دی، چې د زورواکو دولتونو له لوري مسلط شوی او د ظلم، ترور، شکنجې، اختطاف او نورو لپاره کارول کېږي.

موږ دا هم ټینګار کوو چې حزب التحریر په ۱۹۵۳م کال کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له منهج سره سم تاسیس شوی، چې له تاوتریخوالي پرته فکري او سیاسي مبارزه کوي او کوم محدودیت ته اړتیا نه لري.

موږ په حزب التحریرـ تانزانیا کې یو ځل بیا په تانزانیا کې د عدالت له ادارې سره د معاملې له ټولو اړخونو څخه غواړو چې د توقیف شوو د محاکمو لپاره محکمې ته د شواهدو په اضافه کولو سره د قضایي پروسې سره سم عمل وکړي، یا د زموږ دری غړي په ضمانت سره خوشي کړي، یا یې د هم ژر تر ژره ازاد کړي.

مسعود میسلیم

د حزب التحریرـ ولایه تانزانیا مطبوعاتي استازی

 

د مطلب ادامه...

د بوسینیا جګړه یې یوه بېلګه ده!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

الله تعالی کافران د یو بل د ساتونکو په توګه ښودلي:

(وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ)

[انفال:۷۳]

ژباړه: کافران د یو بل ملاتړ کوي.

په قران کریم کې له اسلام او مسلمانانو سره د دوی د دوښمنۍ په اړه راغلي؛ الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ ‏مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ﴾ [ال عمران: ۱۱۸]

ژباړه: ... د هغوی د زړه دوښمني له خولې څخه راوځي او څه چې دوی په خپلو سینو کې پټ ساتلي، هغه له دې څخه ډېر زیات دي... .

ابن کثیر د دغه ایت په تفسیر کې وايي چې د دوی دغه دوښمني د دوی په څېره، خبرو او زړه کې ښکاري. دا چې دا خبره اهل درک ته ښکاره وي، الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ﴾[ال عمران:۱۱۸]

ژباړه: ... موږ تاسو ته په ډاګه، څرګنده لارښوونه کړې ده، که تاسو پوهه لرئ.

له مسلمانانو سره د کفارو بې حده دوښمني تل او په هر ځای کې ده. سره له دې چې کفار په خپل منځ کې د سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره مخالفتونه لري؛ خو د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه کې سره یو دي. پخوا او اوس د مسلمانانو پر وړاندې هېڅ داسې جګړه او ټولوژنه نشته چې د غربي هېوادونو مستقیم یا نامستقیم لاس نه وي پکې، یا لږ تر لږه د جنایتکارو ظالمانو پر اعمالو غلي پاتې شوي او له هغوی سره یې یو ځای توطیې جوړې کړې دي؛ د بوسینیا جګړه چې په ۱۹۹۲-۱۹۹۵ کلونو کې وشوه، د دې شاهده ده. دغه جګړه د مسلمانانو او اسلام پر وړاندې د کرکې له کبله پیل شوه؛ اروپا او امریکا، صربیان هڅول او ملاتړ یې کاوه چې دغه ټولوژنه او جنایت وکړي. دغه هېوادونه وېرېدل چې بوسینایان په مرکزي اروپا کې یو اسلامي دولت جوړوي؛ په غربي هېوادونو کې په همدغه پلمه له مسلمانانو سره جګړه وشوه او ظلم پرې وشو، دوی وېرېږي چې ټولنې یې اسلامي نه شي. د همدې لپاره په اسلامي هېوادونو کې استعماري جګړې کېدې او اوس هم روانې دي چې د خلافت د بیا راتګ مخه ونیسي.

د بوسینیا صرب مشر، میلارډ ډاډیک د جرمونو نړیوالې محکمې ته وویل چې د دغې جګړې سبب دا و چې «مسلمانانو غوښتل اسلامي دولت تاسیس کړي». د ډاډیک دغه خبرې، راډاوان کارادزیک محکمې ته د ده د اقرار په متن کې راغلې. منبع: (فرانس پرېس اژانس،  09/04/2013) غربي هېوادونو او ناټو د بوسینیا د مسلمانانو پر وړاندې جګړه کې د صربیانو پلوي وکړه او د عراق، افغانستان، سوریې او نورو اسلامي هېوادونو په شان یې هلته هم د مسلمانانو پاکه وینه وبهوله.

د ناټو غړو هېوادونو، صربیایي جنایتکارانو ته پوځ او اکمالات ورکړل، له بلې خوا یې پر وسلو سخت بندیز ولګاوه او په دې سره یې د بوسینیا مسلمانانو ته تقریباً ناشونې کړه چې وسلې پیدا کړي. په بوسینیا او هرزګونیا کې د ولسمشرۍ شورا پخواني مشر، ډاکټر سیلاډیچ په 27/12/2015 نېټه د الجزیرې ټلویزیون په یوه خپرونه – Witness to the Times - کې په جګړه کې د دغو هېوادونو د ناوړه رول او د ملګرو ملتونو له لوري د صربیانو د پلوۍ په اړه وویل: «له صربیانو سره د روسي ځواکونو پوځي ملاتړ و، د دوی روحیه یې لوړه کړې وه او په بوسینیا کې ټولو‌ژنه د ناټو او ملګرو ملتونو تر سترګو لاندې وشوه. ده همداراز وویل چې له صربیانو سره د فرانسې او بریتانیې غوندې لویو هېوادونو ملاتړ و. په حقیقت کې، د امریکا استخباراتي اداره، چې د دغه جنایتکار ایتلاف په سر کې وه، د مسلمانانو پر ټولوژنه پوهېده، خو د امریکا دولت د دغو رپوټونو مخه ونیوله او پټ یې وساتل. دا خبره د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې کړې وه. منبع: (الاوي مجله، ۶۶مه ګڼه، شپږم کال، د ۱۴۱۳هـ ق کال ربیع الاخر، د ۱۹۹۲م کال جون میاشت) د بوسینیا مسلمانانو پر وړاندې دغه جرمونه، چې د نړیوالې ټولنې او د دوی د دستګاه تر سترګو لاندې وشول له تصوره لیرې او بې حده لوی وحشت وشو. د ملګرو ملتونو د شمېرو او د موندل شوو لویو قبرونو د شمېر له مخې، ۳۰۰زره کسان پکې ووژل شول، ۲.۲میلیونه نور بېځایه شول، تر ۵۰زرو ډېرو ښځو باندې جنسي تېری وشو او تر ۸۰۰ ډېر جوماتونه – چې ځینې یې په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوي وو- شهیدان شول. دغه راز د ساراییوو تاریخي کتابتون ته اور ورته شو، زرګونه انسانان په محاصره کې له ډېرې لوږې په اسکلېټ بدل شول. په دغه جګړه کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لویه عاموژنه وشوه چې تر ۸زره ډېر مسلمانان پکې ووژل شول، چې د ملګرو ملتونو ځواکونو ورته کتل. په دغه جنایت کې یې دا شراکت هم و چې دا ښار یې د ملګرو ملتونو د ځواکونو تر کنټرول او ساتنې لاندې خوندي ښار اعلان کړ. ۴سوه هالنډي پوځيان د ښار د ساتنې لپاره واستول شول او له بده مرغه مسلمانانو هم د ملګرو ملتونو پر درواغو باور وکړ او هغو غوځښتونو چې هلته یې د خلکو د ژوند او عزت دفاع کوله، خپلې وسلې دغو پوځیانو ته وسپارلې. د ۱۹۹۵ په  جولای کې، جنایتکار صربیان ښار ته ننوتل، د ملګرو ملتونو پوځونو ورته کتل، ښځې او نران یې سره بېل کړل او په سړه سینه یې د جولای له ۶مې تر ۲۵مې ټولوژنه وکړه. ملګرو ملتونو او هالنډي پوځ د مسلمانانو د ساتنې لپاره هېڅ ونه کړل، بلکې چا به چې مرسته ترې غوښته، هغوی به یې صربیانو ته تسلیمول او ژر به وژل کېدل. ملګرو ملتونو دا کار د سوریې په حلب، ادلیب او نورو سیمو کې هم وکړ؛ یوه سیمه به یې خوندي اعلان کړه، جنګي ډلې به یې بې وسلو کړې، ملکیان به یې په ځانګړو سیمو کې راټول کړل، په دې توګه به یې جنایتکار رژیم او متحدینو ته لار برابروله چې ملکیان بمبار کړي او ازادې سیمې بېرته رژیم ته وروګرځوي. مسلمانان په بوسینیا، عراق، فلسطین، افغانستان، سوریه او نورو اسلامي هېوادونو کې د غربي هېوادونو له لوري بې شمېره ځله چیچل شوي؛ په داسې حال کې چې پیغمبر صلي الله علیه وسلم خبرداری را کوي چې:

«لَا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»

ژباړه: مومن له یوه سوري دوه ځله نه چیچل کېږي.

پایلې یې هر ځل خطرناکې او کومه حللاره چې دوی یې د شخړو د حل او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ورته وړاندې کوي، ویجاړوونکې وي؛ یوازې دوی ته ګټه رسوي. نړیوال ځواکونه د سولې ساتنې په پلمه راځي او یو نوی اشغال کوي، دوی هېڅکله د مسلمانانو د ساتنې او امنیت خوندي کولو لپاره کار نه کوي؛ بلکې غړي یې د هغو لېوانو غوندې وي چې پسونه ورته سپارل کېږي. په سوډان، مرکزي افریقا او نورو ځایونو کې د دوی بریدونه، جنسي ناوړه استفادې او د عزتمندو ښځو پر عزت تېري، د دې خبرې شاهدي ورکوي. د دوی دا تش په نامه د سولې هوکړه‌لیکونه لاسلیکول غلامانو ته دا موکه ورکوي، چې پر هېواد او ظرفیتونو یې کنټرول پیدا کړي او اسلامي هېوادونه ټوټه ټوټه کړي. لکه د ډایټن هوکړه‌لیک چې د بوسینیا د جګړې د ختمولو لپاره لاسلیک شو. د مسلمانانو او د مسلمانانو د مسایلو لپاره له کافرانو او د دوی له آلو د خیر تمه نه کېږي، دا حقیقت په ایتونو، احادیثو او روان واقعیت کې څرګند دی. الله سبحانه و تعالی خبرداری راکوي چې پر ظالمانو د تکیې او په هغوی پورې د تړل کېدو په صورت کې به هغه سبحانه وتعالی بریا رانه واخلي او دوښمن ته به مو قوت ورکړي:

﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ﴾

[هود: ۱۱۳]

ژباړه: د دغو ظالمانو لوري ته یو بڅری مه کږېږئ، که نه نو دوزخ به مو ونغاړي. تاسو به کوم داسې دوست او سرپرست ونه مومئ چې له الله سبحانه و تعالی څخه مو وژغورلای شي او له هېڅ ځای څخه به تاسو ته مرسته ونه رسېږي.

مرسته او بریا یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري ده او باید الله سبحانه و تعالی، پیغمبر صلي الله علیه وسلم او مومنانو ته مخلص او صادق وو.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

براعه منصره

د مطلب ادامه...

انتقالي حکومت د الله سبحانه وتعالی د حکم خلاف، د غربي کفر په پیروۍ د ارتداد قانون لغوه کوي! Featured

  • خپور شوی په سوډان

د سوډان د عدلیې وزیر نصرالدین عبدالباري د متفرقه تعدیلاتو قانون په اړه نوي جزیات ورکړل، چې د ۲۰۲۰م، د جولای په ۷مه په رسمي ورځپاڼه کې خپاره شول ـ چې د دغه بیان تر لیکول پورې نه وو خپاره شوي  تر څو سمدلاسه اغیز پرې وکړي ـ  د ارتداد د مادې منسوخ کېدل یې تایید کړل. منبع: (سوډان ټربیون، ۲۰۲۰م کال، د نومبر ۷مه) هغه د ۲۰۲۰م، د جولای په ۷مه له سوډان ټلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل: «که څوک غواړي خپل دین بدل کړي، تاسو یې د وژلو حق نه لرئ، دا په نني عصر کې د منلو وړ نه دي»!! لومړي وزیر عبدالله حمدوک ژمنه کړې چې په سوډان کې به په ټولو قانوني سیسټمونو کې د اختلالاتو د حل لپاره به قانوني بیاکتنې او تعدیلاتو ته دوام ورکوي!!

موږ حزب التحریرـ ولایه سوډان غواړو لاندې حقایق روښانه کړو:

۱ـ پر شرعي حکم هېڅ شی لومړيتوب نه لري، د الله سبحانه وتعالی حکم چې کاینات، انسان او ژوند یې پیدا کړي دي فرمايي: هغه څوک چې بالغ او عاقل وي او مرتد شي نو هغه دری ځله اسلام ته راوبولئ، بیا یې جلا کړئ، چې یا اسلام ته بېرته راستون شي او یا دې هم ووژل شي، الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ

[مائده: ۵۴]

ژباړه: اې مومنانو! که ستاسو څخه څوک له خپل دین څخه واوړي (نو وادې وړي)، الله سبحانه و تعالی به نور ډېر داسې خلک پیدا کړي چې الله سبحانه و تعالی ته ګران وي او الله سبحانه وتعالی هغوی ته ګران وي، چې له مومنانو سره به نرمي کوي او پر کافرانو سختي، د الله سبحانه و تعالی په لاره کې به جد و جهد وکړي او د هېڅ ملامتوونکي له پړې اچولو څخه ونه وېرېږي. دا د الله سبحانه و تعالی فضل دی، چا ته یې چې خوښه شي ورپه برخه کوي یي. الله سبحانه و تعالی د پراخه وسایلو څښتن او پر هر څه پوهېږي.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَنْ بَدَّلَ دِينَهُ فَاقْتُلُوهُ»

ژباړه: چا چې دین بدل کړ، ویې وژنئ (بخاري)

البیهقي او الدارقطني روایت کوي: «ابوبکر د ام کرفه په نوم یوې مېرمنې ته چې له ایمان وروسته یې ارتداد غوره کړی و، توبې ته راوبلله، چې بېرته اسلام ته راوګرځي، توبه یې ونه ایستله او  هغه یې ووژله).

۲ـ هغه څوک چې حق ټاکي هغه د حق مالک دی، الله سبحانه و تعالی، نه اوسنی او پخوانی وخت، نه استعماري کافر او نه هم کوم بل دروغ او فرېب!

۴ـ په حقوقي سیسټمونو کې د اختلالاتو په اړه د لومړي وزیر خبرې؛ دا یوه رښتینې کلمه ده چې د شر په خدمت کې ترې ګټه اخیستل کېږي، په حقیقت کې، د شریعت حکم، لکه د ارتداد قانون، د اساسي سیاست له جوړېدونکي سند سره سم نه دی، چې د امریکا د سیاست معبود محمد الحسن لباد، د افریقا د اتحادیې (AU) په منځګړيتوب د کافر غرب د تمدن او مشروعیت پر اساس جوړوي. 

اې مسلمانانو: کله چې تاسو د بشر په لاسونو جعلي جوړښتونو پر بنسټ د خپل ژوند په اړه غلي پاتې کېږی، نو په شا کې مو خامخا ګونځې پیدا کېږي او کله مو چې خپلې چارې د کافر غربي اجنټانو ته سپارئ، هغه مو ناوړه تمدن ته بیایي. د راشده خلافت تاسیس لوی ویاړ دی، کوم مسلمانان چې د الله سبحانه و تعالی رضایت ته هیله مند وي او رښتینی بدلون رامنځته کوي، باید شا پرېږيدي؛ ځکه چې یوازې د خلافت دولت ستاسو له ژوند څخه حقوقي تحریفات ليرې کوي. کله چې هغه قانون ته مراجعه وکړي، چې په عمل او تطبیق کې هغه د وحې پر اساس وي، ټول قوانین د همدې وحې پر اساس پلي کېږي؛ له دې وروسته ځمکه د خپل رب په رڼا سره روښانه کېږي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ [انفال: ۲۴]

ژباړه: اې ایمان راوړونکو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست چې کله پیغبر صلی الله علیه وسلم تاسې ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسې ته ژوند بښونکي دي او وپوهېږئ چې الله سبحانه و تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل (پرده)  دی او د هماغه لوري ته به تاسو ورغونډ کړای شئ.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

 

د مطلب ادامه...

الجزایر؛ د فرانسې د نېشن سټېټوالي قرباني

  • خپور شوی په سیاسي

الجزایر ۱۳۲ کاله ( د ۱۸۳۰م کال د جولای له ۵مې پیل شو او د ۱۹۶۲م کال تر همدغې نېټې یې دوام درلود) د فرانسې له لوري اشغال شوی و. د اشغال په دومره وخت کې له لسو میلیونو ډېر الجزایریان شهیدان او سلګونه زره نورو ټپیان، ورک او کور پرېښودو ته اړ شول.

فرانسویانو د الجزایر د خلکو د مطیع کولو لپاره له هرې لارې کار واخیست، موخه یې دا وه چې د دغه هېواد خلک له خپل اصل څخه لرې کړي او زور او سرچینې یې په خپله ګټه وکاروي. 

فرانسویانو هلته د ښوونځیو د سیسټم د خپلولو لپاره کسان ولېږل، په ۱۸۳۶م کې یې لومړی کاتولیک ښوونځی پرانیست او په دې سره یې وغوښتل چې له خپلو د قدر وړ میراثونو سره د دغو خلکو اړیکه پرې کړي او اسلامي شخصیت پکې له بېخه ورک کړي. د همدغې موخې یې لپاره یې فرانسوي د دغه هېواد رسمي ژبه کړه، دا د الجزایر د خلکو میراثونو ته سپکاوی و او پر خپلو متونو له پوهېدو یې لرې کول.

په خلکو به یې د غلامانو په شان په معدنونو کې کار کاوه؛ د دوی معادن، نفت او زراعتي محصولات یې لوټول او په دې سره یې خپل اقتصاد پیاوړی کاوه. دغو اشغالګرو همداراز د الجزایر د خلکو پر وړاندې هر راز ظلم کاوه، شکنجه کول یې او ناوړه ګټه یې ترې اخیسته. په تاریخ کې د فرانسویانو له لوري د الجزایر د خلکو د زنداني کولو، د اوبو په څاګانو کې اچولو او برقي شوک ورکولو ثبوتونه پرېمانه دي.

طبیعتاً د فرانسویانو استعمار له مقاومت سره مخ شو، خو مقاوت کوونکي د دغو استعمارګرو له لوري سخت وځپل شول. په ۱۸۸۰م کې فرانسویانو د دغو مقاومت کوونکو له ډلې ۳۷ مجاهدین شهیدان کړل او د سر کوپړۍ یې وساتلې چې اوس د پاریس په منکاینډ موزیم کې ساتل کېږي. د بېرته ګرځولو په اړه تر اوسه ټولې غوښتنې رد شوې دي. معلومات ښيي چې له فرانسې څخه د ازادۍ اخیستو په جګړه کې لږ تر لږه دوه میلیونه الجزایریان شهیدان شوي.

د فرانسې وحشیانه ظلمونه یوازې په دې ختم نه شول. الجزایران څو ځله بیا د ازادۍ غوښتلو لپاره په اعتراضونو کې قتل عام شول، ان تر ۱۹۶۱ م کال پورې. د ۱۹۴۵م کال د مې میاشتې په ۸مه، وروسته له هغې چې نازي المان را وپرځېد، یوازې په دوو اونیو کې په سیتیف، ګیولما او خېراتا ښارونو کې ۴۵۰۰۰ هغه اعتراض کوونکي ووژل شول چې د ازادۍ لپاره یې غږ اوچت کړی و.

فرانسویانو په الجزایر کې خورا زیات وحشت وکړ، په ۱۹۶۰ م کال کې یې ان الجزایر په جنوب لوېديځ کې د هستوي وسلو ازمایښتونه وکړل. د نورو عملیاتو ترڅنګ یې ګېربایس بلیو او بلو ډیزرټ د ۲۴۰۰۰ کسانو د وژل کېدو سبب شول او زرګونه نور یې د راډیو اکټیو د خورېدو په سبب په مختلفو ناروغیو اخته شول.

تاریخپوه، رافایل برانچ، لي موندو ته وویل: «په الجزایر کې د فرانسویانو د شکنجې له ماهیت څخه به هېڅکله انکار ونه شي». په ۲۰۱۷ م کال کې د بشر حقونو د دفاع د یوې الجزایرۍ اتحادیې د اټکل له مخې، په الجزایر کې د فرانسې استعمار تر ۱۰ میلیونو ډېر قربانیان لرل. 

فرانسې ان په ۲۰۱۹م کال کې دا ومنله چې د الجزایر د ازادۍ غوښتلو په جګړه کې یې سیسټماټیکه شکنجه کړې ده. ډېری کسان دا استدلال کوي چې د جرم تش منل کفایت کوي، له تېر څخه باید درس واخستل شي او یوه نوې پاڼه راواړول شي، خو باید د دغه کار ریښه روښانه شي، دا چې دا ظلمونه ولې وشول؛ ځکه اوس هم نړۍ له عین حالت سره مخ ده. هغه ارزښتونه اوس هم شته چې استعماري فکر جوړوي. اوس هم هېوادونه د لا ډېر قدرت، واکمن اوسېدو او نورو موخو لپاره استعمار کوي. موږ دا ارزښت د کپيټلېزم په نامه پېژنو.

اسلام خلکو ته د جنس په سترګه نه ګوري او نه د خلکو د ژوند په اخیستو کې خپله ګټه ګوري. اسلامي نظام داسې یو ټولنیز نظم جوړوي چې لومړیتوب پکې د خلکو د مسوولیتونو او تعامل اسانول دي. تاریخ په دې ګواهي ورکوي؛ اسلام چې هرې سیمې ته تللی، د هغه ځای خلکو په خپله خوښه منلی. داسې هېڅ نه دي شوي چې اسلامي دولت دې کومه ځمکه استعمار کړې، خلک یې قتل عام کړي او شتمني یې لوټ کړې وي. برعکس، لیدلي مو دي چې د اسلام د اقتصادي پالیسیو له وجې لوږه ورکه شوې، خلکو تعلیم ته لاسرسی پیدا کړی، د حاکم د مسوولیت منلو له وجې خلکو ته روغتیايي خدمات رسېدلي او ټولنو ته یې فرصت برابر کړی چې په علومو کې پرمختګ وکړي. 

الله سبحانه و تعالی فرمایي:

[كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ]

ژباړه: «اوس په نړۍ کې هغه غوره ډله تاسو یاست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره رامنځته شوې ده. تاسو د نېکۍ امر کوئ او له بدو منع او پر الله ایمان لرئ. که دغو اهل کتابو ایمان راوړی وی، نو د همدوی لپاره ښه وه، که څه هم په هغوی کې ځینې دایمان خاوندان شته؛ خو د دوی زیاتره کسان له ایمان څخه سرغړوونکي دي» [آل عمران: ۱۱۰]

اسلام د ټول بشریت د خیر او ګټې لپاره راغلی دی. الله سبحانه و تعالی خو دې د ظلم د دغو سببونو پر ځای د اسلام عالي سټنډرډ حاکم کړي او یو ځال بیا دې ژمنه شوی، د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ملیحه حسن

 

د مطلب ادامه...

د امت اړوند مسایلو ناسته کې د ګډون بلنه

  • خپور شوی په سوډان

 حزب التحریرـ ولایه سوډان ویاړي چې تاسو ته د امت اړوند مسایلو ناسته کې د ګډون بلنه درکوي، خوښ یو چې تاسو به د یوې ډلې سیاسیونو، د رسنیو متخصیصینو او کاروپوهانو سره ګډون وکړئ. دلته به نه یوازې په ځينو مسایلو او پرمختګونو بحث وکړئ، بلکې له یوه ژور لید سره راپورته شئ، چې زموږ امت به له ظلم څخه ژغورئ او بېرته به یې هغه موقف ته راګرځوئ چې پخوا یې درلود. غوره ملت چې صادقانه لیدلوری لري، تل له مسلسلو پېښو او ډېرو مسایلو وروسته د بشر  ژغورلو لپاره راپورته شوي دي.

د دې اونۍ د ناستې سرلیک:

د نهضت خنډ: د امام په نشتون کې د امت د حقونو له لاسه ورکول

اصلي ویناوال:

۱. استاد عبدالله عبدالرحمن (ابو العز) ـ د حزب التحریرـ ولایه سوډان د ولایتي مجلس غړی.

۲. استاد ناصر رضا (ابو رضا) د حزب التحریرـ ولایه سوډان د مرکزي اړیکو د کمېټې مشر

ځای: د حزب التحریرـ ولایه سوډان مطبوعاتي دفترـ ختیځ/ لويديځ خرطوم، المک نیمر سړک، د ۲۱ اکټوبر سړک سره متقاطع.

وخت: ۱۴۴۱هـ.ق، د ذوالحجې ۴مه، چې د ۲۰۲۰م، د جولای له ۲۵مې سره سمون خوري د سهار ۱۱:۰۰

ستاسو حضور د امت د مسایلو په اړه ستاسو اندېښنې ښيي.

ابراهیم عثمان ابو خلیل

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې