پنجشنبه, ۲۶ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د خلافت مدافع او د امریکایي استعمار پر وړاندې د مقاومت سمبول، نوید بټ د تېرو اتو کلونو راهیسې په پټو زندانونو کې ساتل کېږي Featured

د مې پر ۱۱ مه د حزب التحریر-ولایه پاکستان د رسمي ویاند نوید بټ له تښتولو او په پټو اېجنسیو کې په غیر قانوني ډول د بندي کولو څخه اته کاله پوره شول. دا په داسې حال کې ده چې د باجوه-عمران رژیم هندي پیلوټ ابهي نندان چې پر پاکستان باندې یې د برید لپاره د کنټرول له کرښې سرغړونه کړې وه، د یوې ورځې په موده کې خوشي کړ. دوی د هندي ترهګر جاسوس کلبهوشن جادوا او د هغه د ښځې سره د لیدلو لپاره ځانګړي ډیپلوماتیک انتظامات هم ترسره کړل، خو د نوید بټ کورنۍ یې له هر ډول خبرو اترو څخه محرومه کړې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ

ژباړه: محمد صلی علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی پیغمبر دی او کوم کسان چې له هغه سره ملګري دي، هغوی پر کافرانو سخت او په خپلو منځونو کې خواږه دي.

[فتح:۲۹]

دغه امریکایي اجنټان خپلې معاملې څه ډول ترسره کوي! دوی د کافرو دښمنانو سره زړه سوانده او امتیاز ورکوونکي دي، په داسې حال کې چې د مسلمانانو سره بیا د سوک، ټوپک او بمونو پر ژبه خبرې کړي. ایا دوی د رسول الله صلی علیه وسلم دغه حدیث نه دی اورېدلی چې فرمایي:

(إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي، چې زه د هغه چا پر وړاندې جګړه اعلانوم څوک چې زما د ولي (دوست) سره دښمني کړي.

(بخاري)

۵۵ کلن نوید بټ څلور اولادونه لري، دی د امت له وفادارو او مخلصو بچیانو څخه دی. یو داسې پیاوړی مبدأیي سیاستوال دی چې کولی شي د خلافت له تأسیس وروسته په اسانۍ سره پر هر پوست باندې دنده ترسره کړي. دی له اصلي کشمیري کورنۍ څخه دی چې په اسلام اباد کې اوسېږي. ده د لاهور په مشهور پوهنتون کې د انجنیرۍ او ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړې پیل کړې، له هغه وروسته د خپلې وړتیا پر مټ د امریکا د اېلینوېز پوهنتون ته د نورو زده کړو پر موخه ولېږل شو او له هغه ځایه یې د فراغت سند ترلاسه کړ. هغه په امریکا کې د خصوصي سکتور سره دنده پیل کړه او وروسته یې پرېکړه وکړه چې پاکستان ته لاړ شي او په اسلامي خاوره کې د خلافت د بیا تأسیس پر موخه د نړیوالې مبارزې برخه وګرځي. ده د هر ډول اسانتیاوو څخه ډک ژوند د اجیرو واکمنانو د قهر او غضب په بدل کې پرېښود. په نه ستړی کېدونکي ډول یې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د اجیرو واکمنانو خیانت خلکو ته په ډاګه کړ. ده د خپلې مبارزې په موده کې د سلګونه مطبوعاتي اعلامیو پر لیکلو، لسګونو کالمونو پر لیکلو، مطبوعاتي کنفرانسونو، سمینارونو او د زرګونه نفوذ لرونکو خلکو سره د خبرو اترو او ویناګانو له لارې امریکا ته د شته واکمنانو غلامي څرګنده کړه. ده په ټول پاکستان کې د خلافت د بیا تأسیس پر مکلفیت او د هغه د جوړښت پر جزیاتو باندې د خلکو د خبرولو لپاره سفرونه وکړل. ده د خپلې سیاسي او فکري مبارزې په ترڅ کې مکرر نیول او بندي کول وزغمل او د مقاومت او شجاعت یو نمونه شو.

د ۲۰۱۸ م کال په فبروري کې د ورکو شوو خلکو د کميسیون مشر قاضي جاوید اقبال د نوید بټ په اړه یو فرمان صادر کړ. دغه فرمان د پټو اجنسیو لخوا د نوید بټ نیول او بندي کول تا‌ئیدول. نوید بټ په داسې حال کې وتښتول شو چې هغه د حزب التحریر هغه کمپاین پر لاره اچولی و چې د واکمنانو د سختې محاسبې غوښتنه یې کوله. دغه کمپاین د حکومت له خوا د امریکایي جاسوس او قاتل ریمونډ ډیوس د خوشي کولو او په اېبټ اباد کې د امریکا د برید په مخنیوي کې د حکومت د پاتې راتلو پر ضد په لاره اچول شوی و، ترڅو د بصیرت خاوندانو ته د دوی غلامي په ډاګه کړي. هو! همدا یې وخت دی چې واکمنان له خپلو جرمونو څخه د نوید بټ پر عاجل پرېښودلو سره توبه وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ

ژباړه: چاچې پر مؤمنو نارینه او ښځو باندې تېری وکړ او بیا یې توبه ونه ایستله، هرومرو د هغوی لپاره د دوزخ عذاب دی او د هغوی لپاره د سوځېدلو سزا ده.

[بروج:۱۰]

واقعیت دا دی، چې د باجوه-عمران رژیم ته دا واضح ده چې د دوی د بې رحمه ظلمونو سره سره حزب التحریر نه خپله مبارزه بنده کړې او نه یې سسته کړې ده، بلکې برعکس د حزب التحریر اغېز پر مسلمانانو او پر ځانګړي ډول پر وسله والو ځواکونو ډېر شوی دی. هو! په حقیقت کې هغه خلک چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول الله صلی علیه وسلم په لاره کې ستونزې ګالي د مسلمانانو د رهبرۍ مستحق دي. د رمضان په دغه مبارکه میاشت کې موږ د الله سبحانه وتعالی دربار ته لاسونه لپه کوو چې د یوسف علیه وسلام په څېر نوید بټ ته هم د ظالمانو له تیارو خونو او ځنځیرونو څخه نجات ورکړي او د الله سبحانه وتعالی د احکامو پر پلي کېدلو سره یې عزتمندکړي. له شک پرته چې دا ورځ به د ظالمانو لپاره ډېره سخته وي په داسې حال کې چې په اخرت کې د دوی لپاره تیار شوی عذاب تر دې ډېر سخت او خورا درده وونکی دی.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

په سويلي یمن کې د تازه شخړې مخنیوی

  • خپور شوی په یمن

د جنوبي انتقالي شورا له خوا د ۲۰۲۰م کال د اپرېل په ۴مه د یوې خپره شوې اعلامیې په ترڅ کې د عدن د موقتي پلازمېنې سربېره په ټولو ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان شو، د جنوبي یمن لپاره خپله اداره اعلان شوه. د جنوبي انتقالي شورا له لوري د دغه اقدام په اړه د اعلامیې د اعلان له لومړۍ ورځې راهیسې غبرګونونه منفي وو، تر ټول مهم دا چې په یمن کې د امريکا سفیر کريسټوفر هنزیل وویل: «دا ډول یو اړخیز اقدامات نه شي کولای د یمن ثبات ته لاره پرانیزې. هغه انتقالي اقدامات «یوازې بې ثباتي» او په ځانګړې توګه یې هغه وخت بې کفایته وبلل چې دغه هېواد د کووېډـ۱۹ له خوا ګواښل شوی و، ګواښ یې وکړ چې د سیاسي خبرو اترو د بیا ژوندي کولو لپاره د ملګرو ملتونو استازی مارټين ګریفیتس هڅې به هم پېچلې کړي...» له انتقالي شورا یې وغوښتل چې د ریاض تړون سره سم سیاسي پروسې ته راستون شي.

په دې سره برېټانیا پلوه امارات، امریکا پلوه عربستان ته د چاړې منډلو چل ښيي. برېټانیا په دې پوهېږي، چې په یمن کې سیاسي کنټرول د امریکا په ملاتړ د سویلي غورځنګ په رامنځ ته کولو سره، له متحده عربي اماراتو څخه خپل اجنټ ځواکونه وباسي او امریکايي اجنټ سعودي ځواکونو ته بیرغ سپاري ـ په دې توګه برېټانیا هڅه کوي چې د سویلي انتقالي شورا (STC) له لارې خپل سیاسي کنټرول تر لاسه کړي، وروسته له دې چې امریکا حوثیانو ته د صنعا کنټرول ورکړ، دوی د برېټانیا سیاسي کنټرول د له منځه وړلو هڅې وکړې.

د یمن د بیا وېش تخم د یمن په شمال او د سویلي انتقالي شورا، چې د یمن د خلکو احساسات ټکوي، د امریکايي اجنټانو لپاره د حوثیانو د غوښتنې تر منځ وده کړې، نو ځکه برېټانیا په سويل کې خپل کنټرول ساتي. د یمن په اړه شخړه د پخوانۍ او نوې استعماري امریکا د دوو قطبونو تر منځ غوټه پاتې شوې ده، حزب التحریر څو ځله د یمن خلکو ته د دې شخړې د پلانونو په اړه اخطار ورکړی و.

د یمن خلکو د ناوړه معیشت له امله خپله لاره ورکه کړې، چې اوسنیو واکمنو رژیمونو د استعمار ځای نیولی او د  دې پر ځای چې د اسلام حاکمیت چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي بېرته راوګرځوي، دوی دا غوره بللې چې د الله سبحانه و تعالی له حکم پرته حکومت وکړي، د یمن خلکو له دې څخه ډېر زیانمن شوي دي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

[وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكاً وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى]

ژباړه: «او څوک چې زما له ذکر څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو» [طه: ۱۲۴]

په ورته وخت کې، ایا یمن به د روانې شخړې په رڼا کې ورک شي، یا لا هم په خپلو خلکو کې د نېکۍ تخم کري؛ ځکه چې دوی په لومړیو وختونو کې د اسلام ملاتړ وکړ او په مدینه منوره کې یې اسلامي دولت تاسیس کړ، نو دوی به نن هم هغې بریا ته ستنېدل غواړي چې پخوا یې تر لاسه کړې وه، د حزب التحریر په مشرۍ دې د ملاتړ لپاره مټې راونغاړي، چې غواړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج راشده خلافت تاسیس کړي، تر څو په اسلام سره حکم وکړي او اسلامي خاوري سره یو ځای کړي.

د حزب التحریرـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

یوه شېبه پلټنه؛ له کورونا ویروس درسونه او عبرتونه

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د الله سبحانه وتعالی حمد و ثنا، دردو او سلام پر سول الله صلی الله علیه وسلم، د هغه پر کورنۍ، پر اصحابو او پر هغه چا چې پیروي یې کوي. اې پاکه پروردیګاره! موږ هم د هغوی په ډله کې وشمېره او اې تر ټولو مهربانه! په خپل رحمت دې له موږ سره د هغوی په ډله کې حساب کتاب وکړه، خو وروسته:

محاسبه او یوه شېبه پلټنه:

اې اېمانې وروڼو! اې مسلمانانو! اې هغو کسانو چې پر قران مو منګولې ټنګې کړي، اې د نېکانو ډلې! د خلافت د سقوط (۱۹۲۴م د مارچ ۳مه) د یاد په جریان کې یو. د کورونا ویروس خپور شوی، نړۍ یې په وحشت کې اچولې، ټول په وېره او لارورکۍ کې دي، ټول یې حکپک کړي دي. راځئ په دې سخت حالت کې یوه ګړۍ فکر او له خپل ځان سره حساب وکړو. راځئ په رښتیا د الله تعالی په اړه فکر وکړو، راځي یوه شېبه له دنیایي کارونو لرې شو! راځئ د الله سبحانه وتعالی حضور ته ودرېږو او خپل نېک او بد عملونه، چې زموږ ګټه او زیان ښيي، محاسبه کړو. راځئ هغه څه مو چې کړي، محاسبه یې کړو او د هغه څه په اړه فکر وکړو، چې وروسته به یې ترسره کوو. ځکه دغه دمه (قرنطین) د تېرېدو په حال کې دی. نن لوبې ته تیاری دی او سبا یې عملي ډګر.

اې خلکو! موږ بې ځایه او بې ګټې نه یو پیداشوي. امت د دې لپاره پیداشوی چې د الله سبحانه وتعالی رضا تر لاسه کړي. امت د دې لپاره پیداشوی، چې په لوړو پوړیو، د پوځ رهبرۍ او د فضیلتونو په تر لاسه کولو پسې وګرځي. موږ هر یو باید له خپل ځان سره کېنو او د خپل ځان او اخرت په اړه فکر وکړو، دغه راز د خپلو خاطراتو اسمان ته والوزو. ایا تاسو یوه داسې ورځ تېره کړې چې د عزت مزه مو پکې څکلې وي؟ ایا ډېر ورته نېږدې شوي یاست؟ ایا د عزت ورځې له موږ تللي، که موږ پخپله پرېیښې دي؟ ایا نه وینئ چې په سخت عذاب کې یو؟ ایا تاسو نه وینئ چې فتنې مو لکه چت پر سر ولاړې دي؟ ایا نه وینئ چې نن مو له پرون ناوړه دی؟ ایا تاسو نه وینئ چې ۹۹کاله کېږي د زړه محبوب مو ورک کړی دی؟ له هغه پرته مو نه په ژوند کې خوند شته او نه هم اغېزه! ایا تاسو نه وینئ چې نړیوالو سازمانونو ته په شکایت کولو مو نه حق راکول کېږي، نه له ظلم خلاصېږو او نه هم دښمن ته ماتې ورکولی شو؟ ایا تاسو نه پوهېږئ، چې موږ ارادې، استقامت او د روان حالت بدلون ته اړتیا لرو؟ راځئ له دغې لویې پېښې بې شمېره عبرتونه واخلو.

لومړی: له کورونا وروسته نړۍ به هېڅکله، له کورونا مخکې په شان نه وي!

موږ باید د نوې نړۍ د ظهور نښې او  نړیوال نظم راتلونکی تغیر هېر نه کړو. په حقیقت کې د کورونا ویروس له خپرېدو مخکې یې نړۍ له سر درد سره مخ کړې وه او د هېوادونو د کمزورۍ او ځواک ټکي یې رابرسېره کړي وو. موږ هېڅکله داسې نه وایو، چې د کورونا له کبله ستونزې سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکې انګېزې لري، خو له دغه سخته (کورونا) مخکې زمانه هم د نړۍ رهبرۍ پر سر د امریکا او چین په پټه جګړه مشهوره ده. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو، چې دا جګړه د اسلام او اهل اسلام په خیر تمامه کړي، دغه راز د الله سبحانه وتعالی دغه قول رښتیا شي:

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفى بِاللَّهِ شَهِيداً

[الفتح: 28]

ژباړه: همغه ذات دی، چې خپل رسول یې له هدایت او حق دین سره رالېږلی، تر څو هغه پر ټولو دینونو غالب کړي او پر دې حقیقت د الله سبحانه وتعالی شاهدي کافي ده.

دویم: ټوله نړۍ له لارورکۍ سره مخ ده!

د الله سبحانه وتعالی په امر د نړۍ د تر ټولو ځواکمن پوځ رهبر، د امریکا د پوځ مشر او د پنټاګون رهبران ټول بندیان دي! اوسمهال ټولو د فحشا هوټلونه او د نړۍ د جواري (قمار) تر ټولو لویې غونډې په ټپه ولاړې دي. سړکونه او کوڅې خالي دي او د امستردام فاحشه خانه چې د یوه کال عاید یې له لس میلیارده ډالرو زیات دي، تړل شوې ده. د نړۍ ټولو هېوادونو د فحشا هوټلونه، نایټ کلپونه او ډېری رسټورانټونه تړلي دي. د تاریخ په جریان کې دا لومړی ځل دی، چې په دومره کچه الوتکې په ځمکه ناستې دي. ټرامپ د بانکي ګټې کچه صفر ته راټیټه کړې ده. یعنې ټرامپ سود لغوه کړی، په داسې حال کې چې په اسلام کې له اوله همداسې ټاکل شوي دي. په دوو اونیو کې د سهام بورس ۱۶ میلیونه ډالر باد وړي دي. دغه راز ټوله نړۍ د ژغورلو په لټه کې ده.

د الله سبحانه وتعالی دغه قول موږ انتظار ته اړ کړو:

﴿...حَتَّى إِذا أَخَذَتِ الْأَرْضُ زُخْرُفَها وَازَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُها أَنَّهُمْ قادِرُونَ عَلَيْها أَتاها أَمْرُنا لَيْلاً أَوْ نَهاراً فَجَعَلْناها حَصِيداً كَأَنْ لَمْ تَغْنَ بِالْأَمْسِ كَذلِكَ نُفَصِّلُ الْآياتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

[یونس: 24]

ژباړه: هماغه وخت چې د ځمکې پسرلی و، ښایسته کښتونه پکې ولاړ وو او د هغې څښتنانو دا ګڼله چې اوس موږ له دې څخه په ګټه اخیستلو قادر یو. په ناڅاپي ډول د شپې یا د ورځې زموږ حکم راغی او موږ هغه داسې تالا والا کړل، چې ته به وایې پرون هلته له سره څه شی نه و. په دې ډول موږ خپلې نښې هغو خلکو ته په ډاګه وړاندې کوو، چې فکر کوونکي ـ پوهېدونکي دي.

دغه راز یې فرمایلي دي:

﴿وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ وَقَدْ خابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْماً

[طه: 111]

ژباړه: د خلکو سرونه به تل تر تله ژوندي، د کایناتو مدبر پر وړاندې ټیټ شي. یقیناً هغه څوک به نامراده وي، چا چې د ظلم د ګناه پیټی رااخیستی وي.

چېرې دي هغه کسان چې فکر یې کاوه ماتې ورکوي؟ چېرې دي هغه ظالمان چې له داسې ویروس سره مبارزه وکړي چې په سترګو نه لیدل کېږي؟ چېرې دي ظالمان، جنایت کوونکي او منافقین؟ د ټولو غږونه چوپ شوي دي.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿...فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كانُوا يَفْتَرُونَ

[قصص: 75]

ژباړه: په هغه وخت کې به دوی ته څرګنده شي، چې حق له الله سبحانه وتعالی سره دی او د دوی ټول هغه درواغ به ورک شي، چې له ځانه یې جوړول.

دغه یې راز فرمایلي دي:

﴿قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللَّهِ بَغْتَةً أَوْ جَهْرَةً هَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الظَّالِمُونَ﴾

[الأنعام:47]

ژباړه: ووایه، تاسو په دې فکر کړی چې که د الله سبحانه وتعالی له لوري په ناڅاپي یا څرګند ډول عذاب راشي، نو ایا له ظالمانو پرته به نور څوک هلاک شي؟

په یوه بل ځای کې یې فرمایلي دي:

﴿إِنْ نَشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِمْ مِنَ السَّماءِ آيَةً فَظَلَّتْ أَعْناقُهُمْ لَها خاضِعِينَ﴾

[الشعراء:4]

ژباړه: که موږ وغواړو نو له اسمانه داسې نښې رانازلولای شو، چې د  دوی غاړې د هغې پر وړاندې ښکته شي.

اې پروردیګاره! ته څومره لوی او محترم ذات یې او څومره قدرت لرې!

سوم: دانشمند بریتانیایی به این باور است که ویروس‌های کشنده با برنامه‌ریزی انسان‌های شرور صورت می‌گیرد!

در سال 2006م، کتابی تحت عنوان: «زیربنای کائنات و سرنوشت انسان‌ها» نوشتۀ هشام طالب، چاپ گردید. نویسنده در صفحۀ 671 سخنی را از ستاره شناس بریتانیای متوفی سال 2003م، که این دانش‌مند کتاب خود را به نام: «ساعت پایانی‌مان» نشر نموده، نقل می‌نماید. این دانش‌مند بریتانیایی می‌گوید: "مهم‌ترین خطری‌که بشریت را تهدید می‌کند ویروس‌های کشندۀ ژنتیکی ساخته شده است و این توسط انسان‌های شرور صورت می‌پذیرد، یا به نتیجۀ اشتباه انسانی و سال 2020م، سال اشتباه انسانی بیولوژیک خواهد بود که باعث مرگ یک میلیون انسان می‌شود."

درېیم: برېتانوي پوه په دې باور دی، چې وژونکي ویروسونه د شریرو انسانانو د طرحو پر اساس رامنځته کېږي!

په ۲۰۰۶م کال کې د هشام طالب کتاب (د کایناتو زېربناوې او د انسانانو برخلیک) چاپ شو. لیکوال د خپل کتاب په ۶۷۱مخ کې د برېټانوي ستوري پېژندوونکي، چې په ۲۰۰۳م کې ومړ، د هغه له کتاب (زموږ وروستۍ ګړۍ) څخه نقل کوي: «تر ټولو لوی خطر، چې بشریت ګواښي، د شریرو انسانانو په لاس جوړ شوي جینیټیکي ویروسونه دي. یا به د انساني پایلې تېروتنې او ۲۰۲۰م کال د انسان بیولوژیکي تېروتنه وي، چې د یو میلیون اسنانانو د مړینې لامل ګرځي.»

الله سبحانه وتعالی په دې اړه داسې وفرمایل:

﴿ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ﴾

[الروم:41]

ژباړه: په لمده او وچه کې د خلکو  په لاسونو فساد ښکاره شوی دی، نو الله سبحانه وتعالی پر دوی د خپلو عملونو د سزا خوند څکي او ښایي دوی راوګرځي.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي:«ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ (تباهۍ او خرابۍ په وچه او لمده کې ښکاره شوې)، خو دلیل یې: بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ (د خلکو دکړنو په خاطر)؛ حکمت یې: لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا (د هغو ځينو کارونو جزا ده چې خلک یې کوي) او موخه یې: لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (د دې لپاره چې هغوی راوګرځي.»

څلورم: د پانګوالۍ حریص نظام، ناانساني نظام دی!

اسلام د خلکو د عمر او حالت په پام کې نیولو سره، د ښه والي او حقونو د مراعاتولو هڅه کړې ده. ابو داوود، ترمذي او احمد له انس بن مالک او عبدالله ابن عمرو ابن العاص او ابن عباس څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «هغه څوک چې زموږ پر ماشوم رحم ونه کړي او د لویانو حق ونه پېژني، زموږ له ډلې نه دی.» په دغه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لیس منا (زموږ له ډلې نه دی)» په دې مانا چې زموږ پر لاره، هدایت او سنتو نه دی. «هغه څوک چې پر ماشومان رحم ونه کړي» یعنې؛ د هغه حقونه لکه: ښه رویه، مهرباني او شفقت وکړي. شاید له کوچني څخه موخه مسلمان ماشوم وي یا یوازې ماشوم که مسلمان هم نه وي. ځکه صغر علت ماشومتوب او کم عمر دی او فرمایلي یې دي: «زموږ د لویانو حق وپېژني» یعنې د هغه حق چې احترام او درناوی دی ادا یې کړي، نو د خُلُق موخه د اسلام اهل، رحمت، مهرباني او له لویانو سره چلند او د هغوی د حق پېژندل دي. په ځانړګړې توګه کله چې د یوه شخص لویي د پوهې او نیکۍ له کبله وي.  

د پانګوالۍ نظام له لوري په رسنیو کې د کورونا ویروس لوی ښودل او ډار رامنځته کولو موخه د عمر خوړولو کسانو له شر څخه خلاصون دی. ځکه د ډېر عمر لرونکي خلک د دولت د خزانې د اوږو بار دي، تولید نه لري، نو پانګوال هم له دې وېرې او وحشت څخه د خپلو ګټو لپاره کار اخلي، خپلې پالیسۍ پېچلې کوي او فکر کوي همدایې ښه وخت دی. د دې لپاره چې د بې رحمو رسنیو لخوا د کورونا له کبله د خلکو په وحشت کې اچولو باندې پوه شئ، نو په فېسبوک کې د هغو خوارځواکو عکسونه وګورئ، چې د خوړو د نشت له کبله یې هډوکي راوتلي دي. «د لوږې ویروس هره ورځ ۸ زره ماشومان وژني او د دغه ویروس واکسین او درمل «خواړه» دي. دا له رسنیو نه اورئ، چې ایا په دلیل یې پوهېږئ؟ یوازینی دلیل یې دا دی، چې دغه ویروس شتمن نه وژني.» نو مرګ دې وي د پانګوالۍ پر دروغجن، چټل، حریص، جنایت کوونکي او د بشر او کرنې له منځه وړونکي پر نظام. هغه نظام چې په ټولو هېوادونو کې له خپل حده وتلی او په ځمکه کې یې فساد خپور کړی دی. اې لویه خدایه! هر څومره ژر چې کېږي، موږ او ټول بشریت د دغه نظام له شر څخه خلاص کړه!

پنځم: د پانګوالۍ پر سود ولاړ اقتصاد له منځه تلل:

الله سبحانه وتعالی، چې تر ټولو رښتیا ویوونکی دی، په خپل کتاب کې یې فرمایلي دي:

﴿يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ﴾

[البقره: 276]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی سود له منځه وړی او خیراتونو ته یې وده ورکړې ده. الله سبحانه وتعالی ناشکره او بد عمله انسان نه خوښوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې راغلي: «دا چې د کورونا ویروس په جریان کې امریکا په لومړیو کې اقتصادي شاتګ وکړ، نو دا د دې ښکاروندویي کوي چې حالت به د ۲۰۰۸م کال له بحران څخه هم خراب شي. دوو امریکایي لیکوالانو هېثر لانګ او ډېوېد لېنچ په خپلو مقالو کې ویلي دي: د ۸۰ میلیونو امریکایانو په کور کېنول، د کارونو په ټپه درول دي. دغه راز یې ویلي دي، چې د کورونا ویروس له کبله میلیونونه کارګران بېکاره کېږي. همدارنګه د فدرال حکومت د هڅو له ولکې وځي، که څه هم پرون جمعه د (۲۰۲۰م کال د مارچ ۲۵) د سنا مجلس د هغه اقتصاد د ژغورنې لپاره چې سپینې ماڼۍ او اصلي او کلیدي قانونو جوړونکو زیاتې بللې، خپلې هڅې پیل کړي دي، څو هغه کچه چې څو ورځې مخکې اعلان شوه او یو تریلیون ډالره وه. هغه یېزیاته کړه، چې د کار په ټپه درېدل ورځې تر بلې بحران زیاتوي. رسټورانټونه، سینماګانې او د لوبو لوبغالي هڅه کوي، له کورونا ویروس څخه خوندي پاتې شي. د «امریکا مرېل لېنچ» بانک دې ته لومړیتوب ورکوي، چې د کار وزارت اعلان وکړي، چې په دې اونۍ کې په لومړي ځل درې میلیونو امریکایانو له بېکارۍ سره د مبارزې لپاره مرسته غوښتې ده او دا تر هغه رکود څلور ځلې لوړ دی چې په ۱۹۸۲ م کال کې ثبت شوی و.

شپږم: د امریکا د اقتصاد ناڅاپي تغییرات په تاریخ کې ساری نه لري!

دغه دوه لیکوالان وایي، د تاریخ په جریان کې د امریکا اقتصاد له دا ډول ناڅاپي تغییراتو سره نه و مخ شوی. د ۲۰۲۰م کال د لومړیو اقتصاد له ۲۰۰۹م کال څخه هم له ټیټ حالت سره مخ شو او د تېرې نیمې پیړۍ تر ټولو ټيټ اقتصادي حالت رامنځته شو. د سهامو بازار د شمېرو د لوړېدو پر لور روان و، خو اوسمهال یې اقتصاد له ناوړه حالت سره مخ دی او سهام بازار بشپړ سقوط ته راګرځېدلی دی. د موټر جوړونې درېیو لویو شرکتونو د پنجشنیې په ورځ وویل: کارخانې به مو د روانې مارچ میاشتې په ۳۰مه وتړو او ماریوت شرکت (د نړۍ تر ټولو لوی هتلي شرکت) خپل هتلي ګان وتړل او خپلو زرګونو کارکوونکو ته یې ځواب ورکړ.

اووم: الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسئ، زه د هغه له خوا ستاسو په زړونو کې ښکاره وېره دراچوونکی یم!

مومن انسان تل له الله سبحانه وتعالی سره په اړیکه کې وي او په دې باور لري، چې د ځمکې او اسمانونو چاپاه هغه دی. دغه راز په دې باور لري چې الله سبحانه وتعالی د ټولو شیانو، د ګټې او زیان څښتن دی او هېڅ داسې شی نشته چې الله سبحانه وتعالی دې پرې برلاسی نه وي. مومن انسان په خپلو ټولو کارونو کې مخکې، وروسته او د کار د پیل پر مهال پر الله سبحانه وتعالی توکل کوي. دغه راز دا یې اېمان دی؛ هغه څه یې چې سم نه شوای کولی، شاید تېروتنه پکې وکړي او هغه څه چې ناسم نه ترسره کېدل، سم تر سره کړي!

اېماني وروڼو: له هر څه چې وېرېږو، داسې ترې تښتو لکه له زمري چې تښتو؛ خو کله چې له الله سبحانه وتعالی وېرېږو، له هغه سبحانه وتعالی څخه نه تښتو، بلکې د هغه پر طرف ورتښتو (پناه وروړو) الله تعالی فرمایلي دي:

﴿فَفِرُّوا إِلَى اللَّهِ ۖ إِنِّي لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ مُّبِينٌ﴾

[الذاریات: 50]

ژباړه: د الله تعالی خواته ورمنډه کړئ. زه ستاسې لپاره د هغه له خوا ښکاره خبرداری درکوونکی یم.

دغه راز یې فرمایلي دي:

﴿...حَتَّىٰ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَن لَّا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ﴾  

[التوبه: 118]

ژباړه: کله چې ځمکه له خپلې ټولې پراخۍ سره سره پر هغوی تنګه شوه او د هغوی ځانونه هم پر هغوی پېټی شول، نو دوی پر دې پوه شول چې له الله سبحانه وتعالی څخه د ژغورل کېدو لپاره، بېرته د هغه رحمت ته له پناه وروړلو څخه پرته بل ځای نشته. نو الله سبحانه وتعالی په خپلې مهربانۍ د هغوی لوري ته رجوع وکړه، تر څو دوی د الله سبحانه وتعالی لوري ته راوګرځي. له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی ښه بښونکی او رحم کوونکی دی.

هغه ویروس چې د سر په سترګو نه لیدل کېږي، د الله سبحانه وتعالی په قدرت یې ټول بشریت مبارزې ته ورغوښتی دی. بشر یې هک پک او بېوسه کړی، دغه راز وژنو ته یې سرعت ورکړی دی. د الله سبحانه وتعالی پر لوري ورمنډه کړئ: ﴿وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّها الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾؛ اې مومنانو ټول توبه وکړئ، تر څو کامیاب شئ. مخکې له دې چې چانس له لاسه ورکړئ، شرعیت یې حاکم کړئ، څو د رحمان رضا تر لاسه کړئ. یوازې له الله سبحانه وتعالی څخه باید مرسته وغوښتل شي.

ویې ویل: کورونا خپره شوې... ومې ویل: هر څه د نظام او حساب له مخې پیداشوي دي.

ـ ویروس خطرناک دی...   ـ زما رب پر هر څه بر لاسی دی.

ـ جوماتونه به وتړو...  ـ تل به الله سبحانه وتعالی ته په سجده وم.

ـ درمل یې څه شی دي... ـ باید توبه، نیک عمل او دعاء وکړو.

اتم: د شام د خلکو یوازې پرېښودل داسې جزا لري، چې د همدې خاورې د خلکو د لویې له یوازې پرېښود او له هغوی سره له مرستنې نه کولو سره برابره ده.

شیخ عبدالعزیز طریفي وایي: «هغه ستر دولتونه چې د شام خلک یې یوازې پرېښودل او له هغوی سره یې مرسته ونه کړه، نو مساوي قیمت به یې پرې کړي. ځکه د الله سبحانه وتعالی سنت په خپل مخلوق کې په همدې ډول روان دي. یا الله! ظالم ته د خپلو ناوړه عملونو جزا ورکړه او پر مظلوم رحم وکړه.» وایي: د الله سبحانه وتعالی د سترو فریضو او اړینو واجباتو (د خلافت دولت تاسیس) ځنډولو پر وړاندې او همدارنګه د الله سبحانه وتعالی د شرعیت د نه پلي کېدلو او د منکراتو په پلي کېدو د مسلمانانو چوپ پاتې کېدو سره الله سبحانه وتعالی ناراضه کېږي. دغه راز له ټولو کمزورو مسلمانو وروڼو سره مرسته نه کول، ټول هغه موارد دي چې له امله یې الله سبحانه وتعالی ناراضه کېږي. هغه څوک چې پر دغو مواردو سترګې پټوي، عاق شوي (نافرمانه) ورته وایي، نو په مسلمانانو کې څومره ډېر عاق شوي کسان شته دي! د خپلې مور (خلافت) نافرماني کوي او د بیرته راګرځېدو لپاره یې هڅې نه کوي. په داسې حال کې له الله سبحانه وتعالی څخه د بلا، مصیبت او عذاب لرې کول غواړي، نو څه ډول به یې الله سبحانه وتعالی دعا قبوله کړي. ایا د عاق شوو (نافرمانانو) دعا قبلیږي!؟

نهم: اې د مسلمانانو پوځه! مور مو (خلافت) تاسو خپل ځانته راغواړي، ایا داسې څوک شته چې ویې ومني!؟

اې مسلمانانو! مور مو (خلافت) تاسو خپل ځانته راغواړي، ایا داسې څوک شته چې ویې مني!؟ اې زما د امت پوځه! راوېښ شئ د امت عزت او کرامت رامنځته کړئ! اې الله سبحانه وتعالی! موږ د خپلې کمزورۍ ټکی پېژندلی، ته یې راته وبښه؛ ځکه سخاوتمند بښنه کوي. اې پاکه پروردیګاره! موږ په دین، دنیا او اخرت کې بشپړه روغتیا او بښنه درنه غواړو.

﴿أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ...

[الحدید: 16]

ژباړه: ایا تر اوسه د اېمان راوړونکو لپاره هغه وخت نه دی راغلی، چې د هغوی زړونه د الله سبحانه وتعالی له ذکر څخه ویلي شي او د هغه د نازل کړي حق پر وړاندې سر ښکته کړي!؟

ایا هغه وخت نه دی رارسېدلی چې د طاغوت حاکمیت او د پانګوالۍ نظام په لغته ووهي او پر ځای یې اسلام ـچې خیر دی ـ حاکم کړي؟ ایا د دې وخت نه دی، چې اسلام د نور او هدایت په توګه د اسلامي خلافت له لارې ټول بشریت ته ولېږدوي؟ ایا هغه وخت نه دی رارسېدلی، چې خپل پوځونه د غاصب یهود له منګولو د فلسطین او نورو مقدساتو د ازادولو پر وړاندې قیام ته وهڅول شي؟ ایا هغه وخت نه دی، چې دستور او قانون یې د خبیر او باحکمته له خوا وي؟ ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی، چې د خپلې ګناه په لویوالي او د خلافت د تاسیس لپاره کم کار درک کړئ؟

لسم: ایا ۹۹کاله بس نه دي چې خلافت دولت نشته؟

ایا د هغه دولت په اړه فکر کول بس نه دي، چې ۹۹کاله یا ۳۵۱۴۵ورځې کېږي چې نه یې لرو. هغه دولت چې مسلمانان او ځواک یې متحد کوي. د الله سبحانه وتعالی د احکامو او اسلام او همدارنګه د ټول بشریت د دین ملاتړ کوي او دا هر څه یوازې د نبوت پر منهج د راشده ثاني خلافت په تاسیس ممکن دي. چېرته دي هغه کسان چې د حرم په تړل کېدو او په مسجدونو کې د لمانځه د منعې پر وړاندې به یې ژړل؟ په هغوی څه شوي چې نه ژاړي؟ سره له دې چې تقریباً د یوې پېړۍ په تېرېدو هم اسلامي حکومت نشته. څوک د ژړا لایق دي ـسره له دې چې په دغو حالاتو کې ژړا هېڅ ګټه نه لري. باید د اسلام سلطنت او خلافت دولت د رامنځته کېدو لپاره، چې د الله سبحانه وتعالی پر احکامو حکم کوي، بنسټیزې او ګټورې هڅې پیل کړو. اې مسلمانانو! قوي او منظم اوسئ، ځواکمن صفونه جوړ کړئ او خلافت تاسیس کړئ، تر څو الله سبحانه وتعالی پر موږ ټولو رحم وکړي!

یوولسم: یوځلي او له ځنډ پرته د شرعي احکامو پلي کول!

له شک پرته چې اسلام د الله سبحانه وتعالی په نزد غوره او کامل دین دی. نو باید هر اړخیز، یوځلي او له ځنډ پرته پلی شي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿...الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا...﴾  

[المائدة: 3]

ژباړه: نن ما ستاسو دین ستاسو لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مې ستاسو لپاره پوره کړ. ستاسو لپاره مې اسلام د دین په توګه منظور کړ.

اما کسانی هستند که ادعای علمیت نموده و به تطبیق تدریجی اسلام فرا می‌خوانند، این به معنای این است که بعضی احکام اسلام را تطبیق کنیم و بعضی دیگر آن را ترک کنیم و تطبیق نکنیم و یا احکامی را تطبیق کنیم که از غیر دین اسلام اخذ گردیده، الله سبحانه وتعالی فرموده است:

خو ځینې داسې خلک هم شته چې ځان پوه بولي او په تدریجي ډول د اسلام پلي کولو ته خلک رابولي. دا په دې مانا ده چې د اسلام ځینې احکام پلي او ځینې پرېږدو او یا هم هغه احکام پلي کړو چې د اسلام نه دي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾

[آل‌عمران: ٨٥]

ژباړه: هر هغه څوک چې له اسلام پرته بل دین غوره کړي، قبول به نه شي او هغوی په اخره کې ناکام او زیانمن دي.

همدارنګه یې فرمایلي دي:

﴿...أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ﴾

[البقره: ٨٥]

ژباړه: ایا تاسو د کتاب په یوه برخه اېمان راوړئ او په بله برخه یې کافر کېږئ؟ که ستاسو له ډلې څوک داسې وکړي، نو تر دې سخت به څه وي، چې په دنیا کې ذلیل او په اخرت کې سخت عذاب ورکړل شي. الله ستاسو له کړنو څخه ناخبره نه دی.

په قطعي دلیل سره له ځنډ پرته د اسلام پلي کول ثابت شوي دي. ټولې لوړې ژورې له ځنډ پرته له یوې پرېکړې سره مخ شوي او له منځه تللي دي. نو اې هغو کسانو چې په تدریج باور لرئ او وایئ، چې یوځلي د اسلام پلي کول امکان نه لري، خو تاسو د حکومتونو قوانین او فرامنین وینئ، چې پر ملتونو یې یوځلي پلي کوي او هغوی یې هم مني، نه نیوکه پرې کوي او نه هم تدریج غواړي. تاسو په دې اړه څه وایئ؟

دوولسم: که شپه هر څومره ډېره اوږده هم شي، سهار راتلونکی دی!

هر هغه چا چې سختې تورې شپې تېرې کړي، په یوه روښانه سهار باور لري او له هرې تیارې وروسته رڼا حتمي ده. هره تیاره پای لري. هر څومره چې شپه اوږده شي، نو باید لمر راوخیژي رڼا او تودوخه خپره کړي. نو ایا اسلامي او مجاهدین راويښیږي؟ ایا پر امت د بریا باد لګیږي او د جنت باغونه ورته سینګارېږي؟ لویه خدایه! د نبوت پر منهج راشده ثاني خلافت مو نصیب کړه او موږ یې مخلص او وفاداره پوځ وګرځوه.

﴿إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ﴾

[هود: ٨١]

ژباړه: دې سهار ژمنه شوې، ایا سهار نېږدې نه دی؟

﴿إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُ بَعِيدًا * وَنَرَاهُ قَرِيبًا﴾

[المعارج: ٦]

ژباړه: هغوی هغه ورځ لرې او موږ یې نیږدې او ممکنه بولو.

والسلام‌علیکم‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

لیکوال: استاد محمد احمد النادي

ژباړن: حامد غورځنګ

د مطلب ادامه...

رپوټونه وایي چې چین په لوی لاس د کرونا د منشاء په اړه شواهد له منځه وړي

خبر:

نوي افشا شوي اسناد ښيي چې بیجېنګ سره له دې چې د تېر کال په ډسمبر کې پوهېده چې کرونا ویروس له انسان نه انسان ته انتقالېږي، خو دا خبره یې ان د روان کال د جنوري په شلمه ومنله. (indepedent.co.uk)

تبصره:

نړۍ له کووېډ-۱۹ سره لاس او ګرېوان ده، متخاصم دولتونه له دې وبا ګټه اخلي او خپلې سیاسي موخې مخ ته بیایي. په داسې حال کې چې ډېری هېوادونه ناتوانه شوي، چین یې ستراتېژیکو موخو ته رسېدل چټک کړي دي. په ایغور کې زموږ د وروڼو او خویندو عام‌وژنه له کوم ځنډ پرته روانه ده. همداراز چین د ویتنام، فیلیپين او مالیزیا د جزیرو غلا او استعمار پیاوړی کوي. دا داسې متکبر او پست استعمارګر دی چې ان خپل خلک موخه ګرځوي.

ضمناً په دغه رمضان کې هم مسلمه امت پاشلی او بې نظمه دی. نېکمرغه یې په کورونو کې پټ دي او میلیونونه نور مسلمانان په وحشت، نهیلۍ او بند کې ژوند تېروي. ډېر یې بېځایه شوي، له لوږې سره مخ دي، په نه‌ مړ کېدونکي اور کې اوسېږي او هېڅ ډول امن او خوندیتوب نه لري. له موږ نه ډېر مظلوم امت جوړ شوی. توپیر له دې لوی نه وي!

اسلام بشریت ته یو ډېر غوره تمدن راوړی، پوهه او حقیت پکې ستایل کېږي او جهل او درواغ سپک کار ګڼي. قوم‌پالنه او نژاد‌پالنه پکې له منځه وړل شوې او کمزوری او بېوزله دواړه پکې خوندي وو. ډوډۍ، جامې او خوندیتوب یې د هر فرد حق و. عدالت، امن او تعلیم د ټولو حق ګڼل کېده. بې جوړې اقتصادي سیسټم یې درلود؛ طبعي زېرمې يې د کوم ځانګړي شرکت، قوم یا فرد نه، بلکې د ټولو شتمني او د ټولو د ګټې لپاره وې. دغه تمدن د یوه ځانګړي قوم د ګټو لپاره استعمار او غصب نه کاوه، بلکې د مختلفو سیمو خلک یې ازادول، سره یو کول یې او د ټولو خلکو د هوساینې لپاره یې کار کاوه.

ډېر څه دي چې له رمضانه یې باید زده‌کړو؛ د خپل خالق سبحانه وتعالی لویوالي او مهربانۍ ته وګورئ، د خپل ژوند لنډوالي ته پام وکړئ، تر اوسه مو په ژوند کې څه کړي او وروسته له دې څه کوو. په دغه رمضان کې مو په جوماتونو کې تراویح نه وې، له دې سره په دې اړه هم فکر وکړئ چې ولې مو اسلام پر نړۍ پاچاهي نه کوي او زموږ په عملي ژوند کې نشته.

ولې زموږ خاین حکام له غرب او شرق سره یو شوي چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم د سنتو د بیا پلي کېدو مخه ونیسي؛ په مدینه کې د هغه صلي الله علیه وسلم د لسو کالو د فتحې سنت؛ هغه یوازینۍ حللاره چې مسلمه امت او ټوله نړۍ ژغوري او یو کوي یې. که په ریښیا له الله سبحانه و تعالی او د هغه له رسول صلي الله علیه وسلم سره مینه کوو، باید خپل مسولیت ادا او د رسول الله صلي اله علیه وسلم سنت را ژوندي کړو؛ زموږ د عقیدې او دین پر اساس خلافت –چې زموږ مهربانه خالق رب العالمین راکړی - بیا تاسیس کړو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

محمد حمزه

د مطلب ادامه...

د خلکو حکومت یا د ښځو د ټولنو حکومت!؟

  • خپور شوی په تونس

د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په دویمه د رسمي جریدې له خوا د ۲۰۸مې شمېرې د فرمان له خپرېدو وروسته د ګرځبنديز د اصولو د معیارونو په اړه په لسم څپرکي کې راغلي وو: «لاندې کسان د ګرځبندیز تر معیارونو لاندې دي... ـ حامله مېرمنې او هغه میندې چې ماشومان یې تر ۱۵ کلونو ټيټ عمر ولري...» لومړي وزیر د ۲۰۲۰م کال، د مې په درېیمه یو بیان خپور کړ چې پکې ویل شوي وو، د متن په وروستۍ مسوده کې د هغه څه برعکس چې د وزیرانو شورا کې تصویب شوي وو، یوه تېروتنه شوې ده، چې د فرمان په تعدیل سره به اصلاح شي او د تونس جمهوریت په رسمي جریده کې به بیا خپره شي.

له دې امله د ۲۰۲۰م کال د مې په درېیمه د ۲۵۷مې شمېرې فرمان د ۲۰۸مې شمېرې فرمان د هدفمند بندیز تدابیر تنظیم شول چې په لفظي ډول پکې ویل شوي وو: «لومړی څپرکی ـ د لومړي پراګراف د دویمې مادې احکام په ۱۰م څپرکي کې د ۲۰۲۰م کال د ګرځبندیز د تدبیرونو په اړه  ۲۰۸م فرمان لغو شوی او په لاندې توګه یې جبران کړی دی: ۱۰م څپرکی: لومړی پراګراف ـ دویمه ماده (نوې): حامله مېرمنې دویم څپرکی ـ د ۲۰۲۰م کال د ټاکل شوي ګرځبنديز په تنظیم پورې اړوند تدابیر د ۲۰۲۰م کال د ۲۰۸مې شمېر فرمان د په ۱۰م څپرکي کې اضافه شي، تر څو په لاندې ډول بیان شي: ۱۰م څپرکی (وروستی پراګراف) د ۱۵ کلونو ټيت عمر لرونکي ماشومان باید د ګرځبندیز اصول او قوانین په پام کې ونیسي.»

موږ، حزب التحریرـ ولایه ټونس د ښځو برخه،

ـ موږ د کار له پیل څخه د حکومت له خوا د هغو میندو د معافولو غندنه کوو، چې له ۱۵ کلونو څخه پر ټيټ عمر لرونکو ماشومانو پاملرنه کوي، په ځانګړې توګه د ماشومانو پر مخ د ښوونځيو، وړکتونونو او نرسریو تړل، د هغوی د ساتنې او امنیت پر ارزښت سترګې پټول دي.

ـ موږ د حکومت کمزوري لاسونه، ماتېدونکي او غیر مسوولانه دريځونه، د ماشومانو خوندیتوب له پامه غورځول او د بهرني ملاتړ لرونکو مېرمنو سازمانونو د «مساوات» تر مفهوم لاندې د دوی د ناکامۍ غندنه کوو، چې یوازې د غربې مفهومونو او د هغوی احکام چې د اسلام، میندو او حتی ماشومانو د ګټو په سپمولو سره یې د پلي کولو لیوالتیا لري.

ـ موږ وینو، چې وژونکي کرونا ویروس د جنایتکار سیکولر رژيم مېرمنې سره جلا نه کړې او ناحقه قوانینو او ژوند کولو ته ادامه ورکوي، دا د شواهدو په وسیله ثابته شوه، چې دوی د حکومت اقدامات په پام کې نیسي. مګر د مشکوکو مېرمنو خوځښتونه، د مېرمنو شرایط چې د امت او اسلامي کورنۍ ژوند د مفاهیمو او دودونو پر اساس دي ګډوډ کړي دي.

ـ موږ اعلان کوو چې موږ د ښځو په توګه له داسې ډلو څخه بل څه نه شو تر لاسه کولای، مګر دا چې د مېرمنو له فطرت سره ټکر ولري او د دوی لومړنۍ اړتیاوو ته غبرګون وښيي، چې د کافر غرب د نظرونو او مفکورو له مخې غواړي هر څه له منځه یوسي ښايي له اسلام سره تړاو ولري.

ـ موږ هغه څه چې فیمینسټان او سیکولر رژيمونه یې ملاتړ کوي، وینو چې له خرافاتو پرته بل څه نه دي، بهرني سازمانونه ښځې له خپل اصل او کورنۍ څخه جلا کوي، چې د یرغل د ټولو هڅو لپاره یو نه رغېدونکی بند پاتې شوی دی.

ـ موږ پر حکومت غږ کوو، چې د هر ډول ژوندیو ټولنو مخنیوی وکړي چې غربي ټولنې رامنځ ته کوي، د مشکوکو ډلو فشارونو ته د رسېدلو جرآت ولري چې له اسلام څخه له سرغړونې پرته بل هېڅ هدف نه لري.

ـ موږ پر حکومت غږ کوو چې د مېرمنو او ماشومانو موضوعاتو ته د داسې اقداماتو له امله چې ښځې او د هغوی ماشومان د مرګ سره لاس او ګرېوان کوي او د ښځو د کورنیو له مسوولیت سره سم نه وي ځواب ووایي، ښځې دې کړاو ته نه اړ کوي او همدا راز یې د خپلې کورنۍ د مور او سرپرست په توګه له هغوی څخه نه لرې کوي.

استاده حنان خمري

د حزب التحریرـ ولایه تونس د ښځو برخې رسمي ویانده

 

د مطلب ادامه...

هغه کپيټلېسټ دولتونه چې په ټیټه کچه روغتیايي خدمات وړاندې کوي، پرمختللي نه دي!

خبر:

د اپرېل په شپږمه د انګلیستان ګارډین ورځپاڼې د «کرونا ویروس وښوده چې د امریکا اقتصاد څومره لوېدلی!» تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړه، په دغه مقاله کې جزیات ورکړي شوي وو چې د امریکا د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو سیسټم او اقتصادي سیسټم کمزوری دی او د کرونا ویروس له وبا سره اغېزناکه مبارزه نه شي کولی. په دې مقاله کې راځي چې د امریکا – که څه هم د نړیوالې ټولنې لخوا پرمختللی هېواد ګڼل کېږي – په روغتونونو کې د هرو ۱۰۰۰ کسانو لپاره یوازې ۲،۹ بستره دي، دا کچه د ترکمنستان، منګولیا او لیبیا په پرتله ټیټه ده. امریکا همداراز د نړۍ روغتیايي سازمان په درجه‌بندۍ کې د ۱۸۲ هېوادونو له ډلې نهه شپېتم ځای لري. د ګارډین په حواله، د بسترونو د کموالي په سبب ډاکټران اړ شوي چې ناروغان سهمیه‌بندي کړي او ډېر د علاج وړ ناروغان په لوی لاس د مرګ خولې ته ورکړي. سربېره پر دې، په امریکا کې د ایران په پرتله د مېندو د مړینې کچه ډېره لوړه ده، د چیلي هېواد په پرتله یې د منځني عمرکچه ټیټه ده، همداراز پکې د نابرابرۍ کچه د مالي او یمن په پرتله لوړه ده. په مقاله کې راځي چې امریکا د «پرمختللي» هېواد ګڼلو وړ نه ده؛ امریکا ځان ډېر پرمختللی هېواد ګاڼه، خو کوویډ-۱۹ یې درزونه ټولو ته ډېر ښه وښودل. ان روغتیایي کارکوونکو ته د ځان ساتنې د وسایلو په برابرولو کې د امریکا پاتې راتلل او د دغې وبا پر وخت د دوی د ولېنټیرانو کموالی دغه ټکی نور هم روښانه کوي.

تبصره:

 د امریکا د روغتیايي سیسټم ډېرې نیمګړتیاوې، کمۍ او بې عدالتۍ له دې ښکاري چې د خپلو خلکو د درملنې د اداره کولو او تنظیم د چارو لویه برخه یې خصوصي سکټور او بیمې ته پرېښې ده.  دا یعنې چې د عامې روغتیا په برخه کې د دغه هېواد پانګونه ډېره کمه ده، د دې پر ځای چې په دغه چاره کې پخپله فعاله ونډه ولري، کار یې د مارکېټ ځواک ته پرېښی. ډېری روغتونونه یې ان په عادي حالت کې تقریباً ډک وي. ډېر خلک یې د درنو لګښتونو په سبب درملنې ته زړه نه ښه کوي او ډېر نور یې په پورونو کې غرق کړي دي. د بروکېنګ انسټېټیوټ د روغتیايي برخې اقتصادپوه، هنک ارون وایي: « د امریکا متحده ایالاتو د روغتیایي خدماتو سیسټم داسې جوړ شوی چې د امکان تر کچې د لګښتونو پر وړاندې مقاومت وکړي او لګښت یې تر عوایدو زیات نه شي». دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه چې د هاروارډ پوهنتون د ۲۰۱۸م کال د څېړنو له مخې، په امریکا کې هر کال د صحي بیمې د نشتون په سبب ۴۵۰۰۰ کسه مړه کېږي.

له دغې وبا سره د نړۍ په کچه نظامونه په چغو دي، پوهانو دوی ته په دې اړه خبرداری ورکړی و؛ خو دولتونه د دغې وبا په مقابل کې د ځان په چمتو کولو کې پاتې راغلل، په دغو دولتونو کې د انګلستان په څېر ډېر نور تش په نامه «پرمختللي» دولتونه هم پاتې راغلل. درې کاله مخکې د انګلستان وزیرانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې د ملي روغتیا خدمات یې له داسې وبا سره د مخ کېدو وړتیا نه لري، دوی د دې پر ځای چې لاس په کار شي، دا نیمګړتیاوې یې پټې وساتلې. په وروستیو کلونو کې د روغتیا په برخې کې بودیجه کمه وه، د بریتانیا د روغتیا ادارې شکایت کاوه چې د کمې بودیجې په وجه بسترونه او د نرسانو او ډاکټرانو په ګډون روغتیايي کارکوونکي کم دي، د ډاکټرانو او نرسانو د روزلو په برخه کې یې بودیجه کفایت نه کوي او دا ټول د خلکو ژوند ګواښي. د ملي روغتیا له خدماتو ډېره بودیجه کټ شوه، روغتونونو نه شوای کولی چې نوي تجهیزات برابر کړي، زاړه سکنر یې کارول چې عکسونه یې روښانه نه وو او سم تشخیص نه ترې کېده. ډېرو روغتونونو د بودیجې د کموالي په سبب خپلې ډېرې زړې کړکۍ او څڅېدونکي چتونه نه شوای جوړولی. په داسې حال کې چې لسګونه بیلیونه پونډه یې د چټکو اورګاډو پر پروژو ولګول، ویل یې چې دا به سوداګرۍ او اقتصاد ته وده ورکړي.

دې ډول وبا ته ډېر تیاری پکار و. دولتونه باید لکه څنګه چې د احتمالي جګړې لپاره د پوځ په برابرولو بېلیونونه پیسې لګوي، همداسې باید د دغه ډول وضعیت لپاره تیار وي. خو دا کار یوازې د هغه نظام تر چتر لاندې کېږي چې د خپلو خلکو د هوساینې او ښه ژوند په فکر کې وي. کپېټلېزم څو ځله ثابته کړې چې له دوی سره دا فکر نشته. په کپيټلېسټ دولتونو کې په ښه کیفیت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته د هغه دولت د اوسېدونکو د اساسی حق په سترګه نه کتل کېږي. تش په نامه «پرمختللي» کپېټلېسټ دولتونه خلکو ته په ښه کیفیت د وړیا روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې غفلت کوي، کمه بودیجه ورته ځانګړې کوي او د عامه روغتیا په برخه کې داسې ناورینونو ته مخکې له مخکې تیاری نه نیسي. دوی د دې پر ځای چې د خپلو خلکو ښه ژوند ته پام وکړي، د نمایشي اقتصادي ودې په غم کې دي. دا په ریښتیا ډېره حیرانوونکې ده، څنګه د نړۍ لوی اقتصاد لرونکي هېوادونه خپلو روغتیايي کارکوونکو ته لومړنۍ اړتیاوې او محافظتي جامې نه شي برابرولی!؟

د دغو ټولو برعکس، د نبوت د منهج پر بنسټ نظام (خلافت) په ریښتینې توګه بشریت ته خدمت کوي. خلافت خپلو خلکو ته د دولت له بودیجې وړیا او په لوړ کیفیت روغتیايي خدمات وړاندې کوي. د بېلګې په توګه د بېمارستان المنصوري یادونه کوو چې په ۱۲۸۳ کال کې په قاهره کې تاسیس شو، دغه روغتون د ۸۰۰۰ ناروغانو د درملنې لپاره ځای درلود، هر ناروغ ته پکې دوه کسه ګومارل شوي وو چې پالنه یې وکړي او وړیا درمل او ډوډۍ ورکړي. د روغتون په قانون کې راځي: « دا د روغتون دنده ده چې د بېوزله، ښځې او نارینه په ګډون ټولو ناروغانو پالنه او درملنه وکړي. دا روغتون د هر ځواکمن او کمزوري، غریب او شتمن، عام وګړي او شهزاده، تابع او یاغي، ټولو په خدمت کې دی، د درملنې په بدل کې یې پیسې نه اخیستل کېږي، دا کار یوازې د الله د رضایت لپاره دی.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې رییسه

د مطلب ادامه...

د دولت د رهبرۍ لپاره د ښځې نومول د اسلام له اصولو سرغړونه ده

  • خپور شوی په سوډان

(ژباړه)

دریو فیمنیستي ډلو د سوډان لومړي وزیر عبدالله حمدوک ته د ولایتي رهبرۍ لپاره د دولت د دندو د لایحې سره سم د خپلو ښځینه نوماندانو لیستونه سپارلي دي. پهدې ډول دوی هڅه کوي چې د «عدالت ارزښت» چې دوی یې د قایمولو لپاره تل هڅه کړې، په یو ژوندي واقعیت بدل کړي. د دې کمېټې په اعلامیه کې راغلي چې د دوی موخه د قواعدو او د غړیتوب د اصولو سره سم د والي د دندې لپاره د ملکي خدمتونو په برخه کې د تجربه لرونکو، وړ او داسې ښځو نومول دي چې د مدیریت یا ستراتېژیک پلان په برخه کې د والي دندې د ترسره کولو وړتیا ولري. همدارنګه دا نوماندانې باید د ښځو حقوقو ته پوره ژمنتیا ولري. (التغیر، ۲۰۲۰ م کال د مې اول)

اې د الله سبحانه وتعالی له لارې څخه ګرځېدلو فیمنیستي ډلو! د مساواتو پر بنسټ د عدالت نظر یو پردی نظر دی، دا نه د عدالت پر اساس رامنځته شوی او نه له اسلام سره کومه اړیکه لري. د دغه نظر مطابق ریښتینی عدالت په حقوقو، دندو او د قانون پر وړاندې د افرادو ترمنځ مساوات دي او د دوی ترمنځ هر ډول توپیر بې عدالتي ګڼل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې ښځې په غرب کې د دغه اصل د پلي کېدلو څخه ستړې شوي، هلته کورنۍ ړنګې شوې او ښځې د نارینه وو پر وړاندې تعصبي شوي دي؛ ځکه د دوی حقوقو ته د عدلت له زاویې نه، بلکې د برابرۍ له زاویې کتل کېږي. د دې پر ځای چې بهرنۍ ناکامه تجربه بیا تکرار نه شي، د دې پرځای چې د هغه چا ننګه وشي چې په اسلامي ټولنه کې غربي ژوند تحلیلوي او فسق خپروي، موږ باید خپل دین او ارزښتونو ته مخه کړو او د هغه پیروي وکړو؛ ځکه دغه الهي ارزښتونه له وړاندې ازمایل شوي او د ټولنې د غوره رهبرۍ لپاره ځانګړي اصول او ښځه او نارینه دواړو پکې د داسې حقوقو څخه برخمن دي چې په هغه کې د الله سبحانه وتعالی عدالت نغښتی دی.

اې مسلمانانو! اسلام د نارینه او ښځینه لپاره د عامه احکامو په ګډون مختلف احکام لري، د دوی په منځ کې داسې احکام شته چې یوازې ښځو ته ځانګړي شوي او همدارنګه داسې احکام هم شته چې یوازې په نارینه وو پورې تړلې دي او د نارینه او ښځو پروړاندې پر توپیر قایل دي. الله سبحانه وتعالی امر کړی چې هر یو دې پر هغه حکم قناعت وکړي چې د دوی ځانګړنه ده او دوی یې یو د بل پر وړاندې له کینې او نارضایتۍ څخه منع کړي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دی:

[وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالاً مُّبِيناً]

ژباړه: هېڅ مومن او مومنه دا حق نه لري چې کله الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی علیه وسلم د کومې معاملې فیصله وکړي او بیا د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول خلاف هغه په خپله د هغه معاملې د فیصله کولو اختیار ولري. څوک چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی علیه وسلم څخه سرغړونه وکړي، هغه به په ښکاره ګمراهۍکې ولوېږي.

[احزاب:۳۶]

په دې ډول د یوې ښځې لپاره دا جایز نه دي چې قضاوت وکړي. ښځه حاکمه کېدای نه شي او د حاکمیت موقف نه شي ورکول کېدای؛ ځکه چې شریعت حکم کړی چې حاکم به نارینه وي. له ابوبکر صدیق څخه روایت دی، چې ده وفرمایل، کله چې رسول الله صلی علیه وسلم ته خبر ورکړل شو چې د کسرا لور «چسروس» پر دوی سلطنت کړي، نو ده مبارک وفرمایل:

«لَنْ يُفْلِحَ قَوْمٌ وَلَّوْا أَمْرَهُمْ امْرَأَةً»

ژباړه: هغه خلک به هېڅ وخت بریالي نه شي، چې ښځه یې رهبري کړي.

(بخاري)

چې رسول الله صلی علیه وسلم دا ښکاره کړې چې هغه خلک نه بریالي کېږي چې واکمنه یې ښځه وي، نو د دې مطلب دا دی چې ښځې ته د دې اجازه نه ده ورکړل شوې چې دغه موقف ته ورسېږي. لکه څنګه چې د حدیث بیان د غوښتنې په ډول دی او د افترأ په شکل راغلي، نو دا قرینه کېږي، له همدې امله د یوې ښځې د حاکمیت ټاکل حرام دي.

د نبوت پر منهج د راشده خلافت (ریښتیني خلافت) د تاسیس له لارې ژوند ته د اسلام د راګرځولو مبارزه هغه ویاړلې مبارزه ده چې هر مسلمان یې باید ترسره کړي او دا د هغه فیمینستي انجمنونو سیاسي ځانوژنه نه ده چې د غربي پانګوالو د اجنډا، موخو او پلانونو د پلي کولو لپاره کار کوي او نن ورځ ښځې د پانګوال نظام تر حاکمیت لاندې د هغه پر وړاندې خنډ ګرځي.

د حزب التحریرـولایه سوډان د ښځو د ځانګې ویانده

 

 

د مطلب ادامه...

د زکات مستحقينو ته د زکات ورکولو اعظمي حد

  • خپور شوی په فقهي

شاني ایاز ته:

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

زه يوه پوښتنه لرم، هیله ده راته ځواب یې کړئ.

يو کس په زکات کې څومره پیسې ترلاسه کولی شي؟ د بېلګې په ډول؛ يو کس دومره پيسې ترلاسه کولی شي چې کور پرې جوړ کړي، البته که دغه کس کور ونه لري؟ يا هم داسې يو حد شته چې يو کس څومره پيسې ترلاسه کولی شي؟ جزاک الله

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

ستا پوښتنه مستحق کس ته د زکات د اعظمي حد ورکولو په اړه ده.

د دې پوښتنې ځواب دا دی چې په شريعت کې په دې اړه کوم ښکاره نص نشته چې وښیي د زکات اعظمي حد څومره دی، چې یو مستحق کس ته باید ورکړل شي. خو د زکات (صدقې) په اړه ايت شته چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ)

[التوبة:۶۰]

ژباړه: دا صدقات (زکاتونه) د فقیرانو او مسکینانو لپاره دي او د هغو خلکو لپاره چې د صدقې (زکاتونو) د چارو مامورین وي، د هغو لپاره چې موخه یې زړونه لاسته راوړل وي. دغه راز د غاړې خلاصول (مسوولیت اداکول) او د پوروړو د مرستې لپاره، د الله په لار کې، او په مسافر پالنه کې د استعمالولو لپاره دي. دا د  الله تعالی له لورې یوه فریضه ده. الله سبحانه وتعالی په هر څه پوهېدونکی او د حکمت څښتن دی.

کېدای شي له دغه ایت څخه یو مستحق کس ته د اعظمي اندازې زکات ورکولو په اړه استنباط وکړو. دا ځکه په دې ايت کې زکات اخيستونکي کسان له بشپړ وضاحت سره بيان شوي او دوی ته د زکات ورکولو علت هم ښودل شوی دی. دا په دې مانا چې زکات اخيستونکي د دوی د شته حالت په نظر کې نيولو سره د زکات مستحقین ګرځېدلي دي. تر کومه ځايه چې په پورته ايت کې د زکات مستحقين ډلبندي شوي، نو زکات همدوی ته ورکول کېږي. که د يادې ډلبندۍ له مخې کوم څوک د زکات مستحق نه شي، نو زکات نه ورکول کېږي.

د بېلګې په ډول: د بېوزلۍ او اړمنتیا د تعریف له مخې بېوزله او اړمن کسان د زکات مستحقين دي، نو دوی ته د زکات ورکولو اعظمي حد هغه مقدار زکات دی، چې دوی د اړتیا له حالت څخه وباسي. يعني هغه زکات چې دوی شتمنوي او دوی د زکات د مستحقينو له ډلې څخه باسي. يا په بل عبارت؛ له زکات ورکولو وروسته پر دوی هغه تعریف پلی نه شي چې یو کس یې له مخې فقیر او بېوزله پېژندل کېږي. دوی ته ښايي هغومره اندازه زکات ورنه کړل شي چې فقر له منځه وړي او ياده اندازه کېدای شي له يوه تن څخه بل تن ته او له يوه حالت څخه بل حالت ته توپير ولري.

د بېلګې په ډول، زکات ټولونکي (العاملین عليها) ته ځکه زکات ورکول کېږي، چې د دوی دنده همدغه زکات ټولول دي، يعني د زکات ټولولو په لار کې د دوی د هڅو په بدل کې زکات ورکول کېږي. دولت کولی شي د دوی هڅو ته په کتو تنخوا ورکړي. که دولت دوی ته تنخواګانې ونه ټاکي، دوی ته به د دوی د هڅو بدله (المثل) ورکول کېږي، نه زیات. ځکه زکات دوی ته نه دی وربښل شوی، دوی یوازې د خپلو هڅو بدله ترلاسه کوي.

دغه راز پوروړي (غارمين) ته په دې موخه زکات ورکول کېږي چې خپل پور په بشپړه توګه تادیه کړي او تر دې زيات شی په زکات کې نه ورکول کېږي، ځکه دوی د پور له امله د زکات مستحقین ګڼل شوي دي. که دغه تعریف بدلون وموند او پر دوی نه پلی کېده، نو دوی د زکات مستحقين نه دي.

له همدې امله دا د ټولو ډلو لپاره صدق کوي؛ دوی ته زکات په دې موخه ورکول کېږي، ترڅو د دوی دغه حالت چې دوی يې د زکات مستحقین ګرځولي دي، ترې لرې شي. که د دوی دغه حالت بدلون مومي چې دوی يې د زکات مستحقين ګرځولي ، بیا نو دوی د زکات مسحقين نه دي.

له پورته ښودل شویو ماناوو څخه یې موږ ځیني د " خلافت د دولت مالي سرچينو " کتاب کې د زکات د مصارفو په فصل کې ذکر کړي چې په لاندې ډول دي:

۱. بېوزله (الفقرا): هغه کسان دي چې د خپلو لومړنيو اړتياوو پوره کولو لپاره په کافي اندازه پیسې لاسته نه شي راوړلای، ترڅو خپلې لومړنۍ اړتیاوې لکه غذا، جامې او سرپناه پرې برابره کړي. هر هغه څوک چې د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره لږ عايد لاسته راوړي بېوزله ګڼل کېږي، نو صدقه (زکات) اخيستل ورته جواز لري. دغه کسان زکات اخيستلی شي، دومره اندازه صدقه ورکول کېدای شي چې د ده اړتيا او فقر له منځه يوسي. الله سبحانه وتعالی شتمن له زکات اخيستلو منع کړی دي. امام احمد او اهل سنت له عبدالله بن عامر څخه روايت کوي: د الله رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«لا تحل الصدقة لغنيّ، ولا لذي مِرَّةٍ سَوِيّ»

ژباړه: صدقه (زکات) د شتمن کس لپاره نه ده روا او نه هغه چا ته روا ده چې روغ او پياوړی وجود لري. ذي مرة هغه کس دی چې ځواک او د رزق لاسته راوړلو توان ولري. که دی توانايي او ځواک ونه لري، نو بيا بېوزله ګڼل کېږي. شتمن هغه کس دی چې له نورو څخه په مالي لحاظ خپلواک وي. داسې چې تر خپلو اړتياوو زيات عايد لاسته رواړي. په دې اړه احادیث شته چې شتمن کس یې واضح کړی دی. عبدالله بن مسعود وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«ما من أحد يسأل مسألة، وهو عنها غني، إلاّ جاءت يوم القيامة كدوحاً، أو خدوشاً، أو خموشاً في وجهه. قيل: يا رسول الله، وما غناه، أو ما يغنيه؟ قال: خمسون درهماً، أو حسابها من الذهب»

(رواه الخمسة)

ژباړه: هيڅوک په داسې حال کې د کوم شي غوښتنه نه کوي چې شتمن وي. که داسې وکړي، دی به د قيامت په ورځ په داسې حالت کې راشي چې مخ يې چیچل شوی، توږل شوی او ټپي شوی وي. يو چا وويل، ای د الله رسوله صلی الله علیه وسلم، د ده شتمني څومره کېدای شي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:۵۰ درهمه يا د هغه معادل سره زر.

څوک چې ۵۰ درهمه یا ۱۴۸،۷۵ ګرامه سپين زر، يا یې معادل سره زر ولري او د ده د غذا، جامو، سرپناه، کورنۍ ماشومانو او نوکر تر لګښتونو زیات شي، دی بډای ګڼل کېږي او د ده لپاره جواز نه شته چې د زکات مال واخلي.

۲. مفلس (المساکين): دوی هغه کسان دي چې څه نه لري او مفلسۍ سخت راګير کړي وي، خو بيا هم دوی له خلکو څخه د کوم شي غوښتنه یا سوال نه کوي. ابوهريره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې وایي: 

«ليس المسكين الذي يطوف على النّاس، تَرُدُّه اللقمة واللقمتان، والتمرة والتمرتان، ولكن المسكين الذي لا يجد غنى يغنيه، ولا يفطن به فيتصدق عليه، ولا يقوم فيسأل النّاس»

ژباړه: مسکين هغه کس نه دی چې په خلکو پسې ځي او له دوی څخه يوه يا دوې ګولې ډوډۍ يا يوه یا دوې خرماوې غواړي. مسکين هغه څوک دی چې دومره څه نه شي پيدا کولی چې د ده لپاره بسنه وکړي او نه هم خلک د ده حالت درک کولای شي، ترڅو خيرات ورکړي. نه هم دی له خلکو سوال کوي.

(متفق عليه)

 مسکين د الله سبحانه تعالی د قول مطابق تر فقير د شتمنۍ له اړخه خوار دی: (أَوْ مِسْكِيناً ذَا مَتْرَبَةٍ) [البلد: ۱۶]  ژباړه: یا پر خاورو ناست مسکين ته. یعني د ده د لوږې او لوڅوالي له امله په خاورو ککړ وي. زکات (صدقه) د مسکين لپاره روا دی او دی یې ترلاسه کولی شي. ده ته په دومره اندازه صدقه ورکول کېدای شي چې د ده نيستي پرې لېري شي او دی پرې خپلې لومړنۍ اړتياوي پوره کړای شي.

۳. هغه کسان چې د زکات ټولولو دنده ورسپارل شوې ده (العاملين علیها): دوی پيغام رسوونکي او د صدقې ټولونکي دي او دنده ورکړل شوې ده چې صدقه (زکات) له هغو کسانو څخه ټول کړي چې پرې فرض دی، يا ټول شوی زکات پر مستحقينو وېشي. دوی ته هم صدقه (زکات) ورکول کېږي، ان که شتمن هم وي. دوی ته د زکات ټولولو يا ويشلو په مقابل کې د زکات مال ورکول کېږي. ابو عبید له عطا بن ياسر څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«لا تحل الصدقة لغني إلاّ لخمسة: عامل عليها، أو رجل اشتراها بماله، أو رجل له جار فقير تصدّق عليه بصدقة فأهداها إليه، أو غازٍ، أو مغرمٍ»

ژباړه: صدقه (زکات) اخيستل د شتمن لپاره روا نه دي، پرته له دغو پنځو کسانو څخه: هغه څوک چې صدقه ټولوي، هغه سړي چې صدقه په خپلو پيسو سره پېري، هغه چا ته چې صدقه ورکړل شي او دی يې خپل ګاونډي ته خيرات کړي، مجاهد يا پوروړی.

 بسر بن سعيد له ابن السعدي المالکي څخه روايت کوي: "عمر رضی الله عنه زه د صدقې راټولولو مسوول وټاکم. کله چې ما ياده چاره بشپړه کړه او صدقه مې ده ته تسليم کړه، ده زما لپاره د يو څه مزد دستور ورکړ. ما وويل: ما د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره ياده چاره ترسره کړې. ده وويل: هغه څه چې زه درکوم هغه واخله. زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې په دې دنده ګومارل شوی وم. هغه صلی الله عليه وسلم زه ګومارلی وم او ما همدا خبره وکړه چې تا اوس ماته وويل. رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وفرمايل:

«إذا أعطيت شيئاً من غير أن تَسألَ فَكُلْ وتَصَدَّق»(متفق عليه)

ژباړه: که تا ته له سوال کولو څخه پرته يو څه درکول کېږي، ويې خوره او خيرات يې کړه.

۴. هغوی چې په زړونو کې یې باید محبت پیدا شي (مؤلفة القلوبه): دا هغه حاکمان، مشران، متنفذين او مخور کسان دي چې لا یې پر اسلام ثبات نه وي پيدا کړی. په داسې حال کې چې خليفه يا د هغه واليان دا مناسبه وګڼي، ترڅو دغو کسانو ته د زکات یوه برخه ورکړي او د دوی په زړونو کې اسلام بشپړ ځای ونيسي. عقيدې يې پياوړې شي او له دوی څخه د اسلام او مسلمانانو په ګټه کار واخيستل شي، یا هم د دوی پر ټولنه اغېز وکړي. دا هغه حالت ته ورته دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوسفيان، عیينه بن حصن، الأقرع بن حابس او عباس بن مرداس او نورو ته زکات ورکاوه. عمرو بن تغلب وايي:  

«أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أتي بمال، أو سبي فقسمه، فأعطى رجالاً، وترك رجالاً، فبلغه أن الذين ترك عتبوا، فحمد الله، ثم أثنى عليه، ثمّ قال: أمَّا بعد، فوالله إني لأعطي الرجل، وأدع الرجل، والذي أدع أحب إليّ من الذي أعطي، ولكني أعطي أقواماً، لما أرى في قلوبهم من الجزع والهلع، وأَكِلُ أقواماً إلى ما جعل الله في قلوبهم من الغنى والخير» [بخاري]

ژباړه: يو څه پيسې او اسیران رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په لاس ورغلل، نو ويې وېشل. رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه شیان ځينو خلکو ته ورکړل او ځينې يې پرېښودل. وروسته خبر شو، هغو کسانو چې ونډه نه وه ترلاسه کړې د کمۍ احساس يې کاوه. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله سبحانه وتعالی حمد او ثنا وويل او زياته يې کړه: پوه شئ! پر  الله قسم ما يوه سړي ته ونډه ورکړه او بل مي پرېښود. هغه کس چې ما پرېښود ما ته ډېر غوره دی، تر هغه چا چې ما ونډه ورکړه. البته، زه هغو خلکو ته چې د دوی په زړونو کې وېره او بې صبري وينم ونډه ورکوم او زه پر نورو هغو خلکو باور لرم چې الله سبحانه وتعالی د دوی په زړونو کې غنا او نيکي اېښې ده.

هغوی چې په زړونو کې یې باید محبت واچول شي په هغه صورت کې د زکات مستحقین دي چې مسلمانان وي. که دوی کافران وي، دوی ته زکات نه ورکول کېږي، ځکه کافرانو ته زکات ورکول نه دي روا. دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې وینا مطابق چې یمن ته یې د معاذ د لېږلو پر مهال وکړه:

«فأعلمهم أن الله افترض عليهم صدقة في أموالهم، تؤخذ من أغنيائهم، وترد على فقرائهم» ژباړه: دوی پوه کړه چې الله سبحانه وتعالی د دوی پر شتمنو زکات فرض کړی دی چې ورڅخه اخيستل کېږي او بېوزلو ته ورکول کېږي. [دا حدیث بخاري له ابن عباس څخه روايت کړی دی] همدې ته ورته دوی ته په هغه صورت کې زکات نه ورکول کېږي چې د زکات ورکولو علت شتون ونه لري. د علت له مخې دوی ته مخکې زکات ورکول کېده. که دلیل نه وي دوی ته زکات نه ورکول کېږي. لکه ابوبکر او عمر رضی الله تعالی عنهما چې د اسلام له پیاوړتیا او پراختیا وروسته مولفة القلوب ته زکات ورکول بند کړل.

۵. غلامان (الرقاب): هغو غلامانو ته زکات ورکول کېږي، چې يا ورسره بادار د ازادېدلو تړون کړی وي، يا دوی د زکات په پيسو پېرل کېږي او ازادېږي البته په هغه صورت کې چې د ازادولو تړون یې نه وي شوی، خو اوسمهال غلامان نشته.

۶. پوروړي (الغارمين): دوی هغه څوک دي چې پوروړي دي او د پور په ادا کولو کې له ستونزو سره مخ وي. دوی ته ځکه زکات ورکول کېږي چې خپل پورونه تاديه کړي او د خلکو ترمنځ د شخړو مخنيوی وشي، ديت ورکړي يا خپل شخصي پورونه ورکړي. هغه پوروړي چې ديت ورکوي يا شخړې حلوي هغوی ته هم زکات ورکول کېږي که څه هم هغوی شتمن يا بېوزله وي، فقط په هغه اندازه چې دوی خپل پورونه تاديه کړي، نه زيات. انس رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: 

«إن المسألة لا تحل إلاّ لثلاثة، لذي فقر مدقع، أو لذي غرم مفظع، أو لذي دم موجع»

ژباړه: دروېزه کول له دریو کسانو پرته بل چاته نه دي روا: ډېر زیات فقیر، سخت پوروړی او هغه کس چې ديت يې پر غاړه وي او د نه خلاصولو په صورت کې يې د خپلوان ژوند په خطر کې وي.

مسلم، ابوداوود او النسايي له قبيصة بن مخارق الهلالي څخه روايت کوي چې نوموړی وایي:

«تحملت حَمَالَةً، فأتيت رسول الله صلى الله عليه وسلم، أساله فيها، فقال: أقم حتى تأتينا الصدقة، فنأمر لك بها، ثمّ قال: يا قبيصة، إن المسألة لا تحل إلا لأحد ثلاثة: رجل تحمل حمالة، فحلت له المسألة حتى يصيبها، ثمّ يمسك، ورجل أصابته جائحة اجتاحت ماله، فحلت له المسألة حتى يصيب قواماً من عيش، أو قال سداداً من عيش، ورجل أصابته فاقة حتى يقول ثلاثة من ذوي الحجا من قومه لقد أصابت فلاناً فاقة، فحلت له المسألة حتى يصيب قواماً من عيش، أو قال: سداداً من عيش، فما سواهن في المسألة يا قبيصة، فَسُحْتٌ يأكلها صاحبها سُحْتاً»

ژباړه: زه تر ډېر فشار لاندې راغلم، نو د سوال (دروېزه)  لپاره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ولاړم. هغه راته وفرمايل: په تمه اوسه ترڅو چې موږ ته صدقې راشي، نو له هغو څخه به یې درکړم. وروسته يې وويل: ای قبيصة، سوال کول پرته له درو تنو بل چا ته نه دي روا: هغه کس چې تر ډېر فشار لاندې راشي، نو ده ته جواز شته چې د صدقې غوښتنه وکړي او ترلاسه يې کړي بیا دې د نورې صدقې غوښتنه نه کوي؛ هغه کس چې شتمني يې له مصیبت سره مخ شي، هغه ته جواز شته چې سوال وکړي، ترڅو دومره اندازه ترلاسه کړي چې د ده د ژوند لپاره بسنه وکړي يا هم دومره ترلاسه چې د ده اړتياوې پوره کړي او هغه کس چې له فقر سره مخ وي او د ده د محل درې عاقل سړي ووايي چې فلانی سړی له فقر سره مخ دی، بیا ده ته جواز شته چې سوال وکړي، ترڅو دومره اندازه ترلاسه کړي چې د ده د ژوند لپاره بسنه وکړي يا هم دومره څه تر لاسه کړي چې د ده اړتياوي پوره کړي. له یادو کسانو پرته چې هر څوک سوال کوي، ای قبيصه، هغه حرامې پيسې خوري.

هغه کسان چې پور اخلي، ترڅو خپلې شخصي چارې مخ ته يوسي دوی ته هم زکات ورکول کېږي، ترڅو خپل پورونه ادا کړي. که دوی بېوزله وي يا هم نه وي بېوزله، خو نه شي کولی خپل پورونه ادا کړي. که شتمن وي او کولی شي چې پورونه ادا کړي دوی ته هيڅ نه ورکول کېږي، ځکه دوی ته زکات  نه دی روا.

۷. د الله سبحانه وتعالی په لار کې (في سبيل الله): يعني جهاد، کوم څه چې د جهاد لپاره لازم وي او جهاد پرې مخ ته ځي لکه: د پوځ تجهیز، د فابریکو تاسيسول او د وسلو توليد. کله چې په قران کريم کې د «في سبيل الله» لفظ يادونه کېږي هدف ترې له جهاد پرته بل شی نه دي. زکات د جهاد لپاره لګول کېږي او اړتیاو یې هم شته. کوم حد يې هم نه دی معلوم چې څومره باید ولګول شي. نو د دې جواز شته چې د خليفه له حکم سره سم ټول زکات يا يوه برخه د جهاد لپاره ولګول شي. ابو داود له ابي سعيد څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«لا تحل الصدقة لغني إلاّ في سبيل الله...»

 ژباړه: د شتمن سړي لپاره زکات نه شته پرته له دې چې د الله په لاره کې یې ورکړي.... او په بل روايت کې: « ...أو لغازٍ في سبيل الله...» ژباړه: يا د الله سبحانه وتعالی په لار کې د مجاهد لپاره.

۸. لاروی مسافر (ابن السبيل): هغه کس چې سفر يې ځنډېدلی وي او دومره پيسې ونه لري چې کور ته ځان ورسوي. ده ته دومره اندازه زکات ورکول کېږي چې ټاکل شوي ځای ته ځان ورسوي، کچه یې نه ده مالومه ښایي لږ وي يا زیات. همدارنګه ده ته د ده اړتيا وړ لګښتونه ورکول کېږي، ترڅو ټاکل شوي ځای ته ځان ورسوي ان که دی په خپله سیمه کې شتمن هم وي. رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې تړاو فرمايي: «لا تحل الصدقة لغني إلاّ في سبيل الله، أو ابن السبيل، أو...» ژباړه: شتمن ته صدقه نه ده روا پرته د الله په لاره کې، يا مسافر، يا... [ابو داود]

له يادو اتو ډلو پرته بل چا ته زکات نه ورکول کېږي. زکات د مساجدو، روغتونونو، خیريه اسانتیاوو په جوړولو يا د دولت يا امت په چارو کې نه شي مصرف کېدای، ځکه زکات شخصي شتمني ده چې د اتو ډلو لپاره ځانګړې شوې ده او نور هېڅوک له دوی سره په زکات کې ونډه نه لري.
خليفه مسوولیت لري چې يادو اتو ډلو ته زکات، د دوی د ګټو په نظر کې نيولو سره ورکړي. لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او تر هغه وروسته خليفه ګانو د زکات ورکولو څارنه کړې ده. خليفه ته جواز شته چې د اتو ډلو ترمنځ زکات ووېشي او دی کولی شي چې له يادو اتو ډلو څخه ځينې د مصلحتونو له مخې ترې مستثنا کړي. که له يادو ډلو څخه څوک پيدا نه شي، زکات د بیت المال د صدقاتو په ریاست کې ساتل کېږي، ترڅو په هغه ځای چې اړتيا یې وي د مستحقينو لپاره ولګول شي.

ابن عباس د صدقې په تړاو وايي: «که له يادو اتو ډلو څخه پر يوې ډلې هم صدقه مصرف شي، صدقه صحيح ده.» عطا او حسن هم ورته نظر لري. مالک وايي: «د صدقې ويشل زموږ په اند اجتهادي موضوع ده چې د والي صلاحيت دی او والي حالاتو ته په کتو، هره ډله چې اړتيا ورته لري او د نورو په نسبت لومړيتوب لري ورکوي يې.»

پورته نقل قولونه د (الاموال في دولت الاخلافه)کتاب څخه را اخیستل شوي دي.

فکر کوم همدومره به بس وي او الله سبحانه وتعالی تر ټولو عالم او حاکم ذات دی.

ستاسو ورور عطا بن خليل ابوالرشته

ژباړن: صديق احمدزی

 

 

د مطلب ادامه...

د یمن سیاسیون دروغجن دي

  • خپور شوی په یمن

(ژباړه)

په عدن کې د معین عبدالمالک د حکومت د روغتیا او د نفوس وزیر ناصر بوم د چهارشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس درلود. ده په دغه کنفرانس کې په منصوره او عدن کې د کرونا ویروس د پنځو مثبتو پېښو د ثبت او دوو تنو د مړینې خبر ورکړ. د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې د ورځې په سهار په خپل غبرګون کې د وزیر ناصر خبرې رد کړي او دی یې په دروغو او درغلۍ تورن کړی.

 د روغتیا او نفوس وزیر دغه دروغ د هدراموت د والي فارج سلمین البحساني د دروغو وروسته مخې ته راځي. والي د الشهر په ساحلي ښار کې د ۲۰۲۰ م کال د اپریل په څلورمه د کرونا ویروس د لومړنۍ مثبت پېښې تر اعلان وړاندې په خپل ولایت کې د کرونا ویروس پر وړاندې د عامه پوهاوي او احتیاط کمپاین ترسره کړی و. د ده ترڅنګ په صنعا کې د اینکا د دولت د روغتیا او نفوس وزیر طاحا المتوکیل هم د ۲۰۲۰ م کال د اپریل پر څلورمه پارلمان ته وویل چې د ده دنده له ۲۰۰۳ م کال راهیسې غزول شوې ده. د ده د وزارت د وړاندوینو سره سم به په یمن کې ۲۸ میلیونه خلک د کرونا پر ویروس اخته شي او په دې ډول به دوی یو میلیون بسترونو ته اړتیا ولري. ولې په هېواد کې د کرونا ویروس په اړه دروغ ویل کېږي!؟ دغه دروغ دا په ډاګه کوي چې دوی یوازې غواړي له خپلو کافرو بادارانو څخه د خپلو بانکي اکونټونو تشې خېټې ډکې کړي، نه دا چې د خپلو خلکو لاسنیوی وکړي. دغه کړنې په داسې یو هېواد کې ترسره کېږي چې خلک یې هرڅه لري، خو د دغو واکمنانو له امله به له لوږې مړه شي. همدارنګه روان حالت دا په ډاګه کوي چې دوی د روغتیایي سهولتونو په برابرولو کې پاتې راغلي او په زرګونو خلک د نورمالو شرایطو لاندې د درملنې لپاره بهر ته ځي.

دا په یمن کې د دوو سیاستوالو د څرګندونو حقیقت په ډاګه کوي، د وزیر او والي، دوی غواړي یوازې له خلکو ګټه پورته کړي او حقایق وپوښي. دوی فکر کړي چې سیاست یوازې دروغ او دوه مخيتوب دی؛ ځکه دوی د کپیټلېزم د چټل سیاسي مکتب روزل شوي شاګردان دي او دوی ته د شهزاده ماکیاولي هغه کتاب په لاس کې ورکړل شوی چې یو اصل یې په ډاګه وایې چې، هدف وسیله توجیه کوي. دوی د رسول الله صلی علیه وسلم دغه حدیث نه دی اورېدلی چې وایې:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ»، قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «فُوا بِبَيْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ، أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ، فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»

ژباړه: «بني اسرائیل د پیغمبرانو لخوا رهبري کېدل، کله به چې یو پیغمبر مړ شو، نو بل به ورته لېږل کېده، له هغه وروسته به بل و. له ما وروسته پیغمبر نه راځي، خو  خلفا به وي او د دوی شمېر به ډېر وي.» صحابه وو وویل: «موږ په هغه وخت کې باید څه وکړو؟» رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل: «له دوی سره یو پر بل پسې بیعت وکړئ او دوی ته حق ورکړئ، له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی به دوی د هغه څه په اړه چې ورکړل شوي محاسبه کړي.»

دوی د یو وړوکي ویروس پر وړاندې چې یوازې تر مایکروسکوب لاندې د لېدلو وړ دی، داسې حالت ته ورسېدل، نو د لویو مسایلو پر وړاندې به څنګه وي!؟ له شک پرته چې دوی فاسقان دي؛ ځکه د یو حکمران په حیث په اسلام کې د عدالت څخه انکار کوي. هو نور د یمن د خلکو لپاره بس دی، دوی باید د هغه خلکو په لټه کې شي چې  د دوی رهبري او د چارو تنظیم د دروغجن سیاست پر ځای د اسلامي سیاست له لارې ترسره کړي او د رسول الله صلی علیه وسلم هغه حدیث په نظر کې ولري چې سیاستوال اړباسي ترڅو د اسلام له لارې حکومت وکړي او له هغه مبارک وروسته د هغه د خلفاوو لاره تعقیب کړي.

اې د یمن خلکو! حزب التحریر یوازینۍ حزب دی چې په پوره صداقت تاسو ته پاملرنه کړي. د امت سره کار کړي ترڅو د خپل ژوند او مرګ موخه د الله سبحانه وتعالی د بیرغ د لوړول وګرځوي او د نبوت پرمنهج د دویم راشده (ریښتیني) خلافت پر تاسیس سره اسلام د امت ژوند ته راستون کړي. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: وروسته د نبوت پر منهج خلافت راځي.

حزب التحریر-ولایه یمن

 

د مطلب ادامه...

د روژې په مبارکه میاشت کې باید خپل همت لا لوړ کړو!

  • خپور شوی په تثقیفي

سږ کال د روژې مبارکه میاشت نسبت له نورو کلونو څخه په توپیر کې را ورسېدله. دغه توپیر د اسلامي امت د ژوند له ځورېدونو لکه ظلم، وژل، لوږه، د هغو د پانګو لوټل، نورې غمیزې او د پانګوالۍ په اور کې د ټول بشریت د سوځېدو له زاویې نه دی، بلکې د کورونا مصیبت راغی، څو د امت پر ژوند سختۍ او بدبختۍ نورې هم ور ډېرې شي. په ورته وخت کې دې ناوړه پدیدې د پانګوالۍ ایډیولوژۍ له فساد، انحطاط او له هغو فاحشو زیانونو پرده پورته کړه چې بشریت ته یې په عام ډول او مسلمانانو ته یې په خاص ډول رسولي دي.

بیاهم وایو چې په پانګوالۍ ایډیولوژۍ کې هېڅ فکري، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه، صحي، ښوونیزه او نظامي مثبته روحیه نشته او د دې تر څنګ ټینګار کوو چې تولید شوي صفتونه باید د بېوسۍ، زیان او لارورکۍ له دیده تولیدوونکی واقعیت منعکس کړي.

له دغې مبارکې مياشتې څخه هر کلی کوو او ټول هیله‌مند او خوښ یو؛ ځکه موږ هغه امت یو چې نا هيلي نه پېژنو. کېدایشي د الله سبحانه وتعالی غوښتنه دا وي چې د کورونا ویروس په رامنځته کېدو سره نړیوال خپل ژوند ته په دقیقه، لویه او تر ټولو ښکاره هنداره کې وګوري.

په اوسني واقعیت او د پانګوالۍ د چټل نظام په پای ته رسېدو، همدارنګه د جدول په سر کې د اسلامي نظام په بیا راتګ سره یو ځل بیا زیر ورکوو او د دې لپاره چې بیا هغه ژوند ته وګرځو، باید له خپل ځان او مال تېر شو؛ هغه نظام چې مسلمانانو د څو پېړیو په ترڅ کې د هغه تر چتر لاندې ژوند کاوه او تر سیوري لاندې یې د اسلام له عزت او پت څخه برخمن وو. الله سبحانه و تعالی  فرمایي:

﴿إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ﴾

[توبه: ١١١]

ژباړه:  له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی د مسلمانانو ځان او مال د جنت په بیه پېري. هغوی باید د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جګړه وکړي، هڅه وکړي او ووژل شي. دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه ده چې هغه یې په اسماني کتابونو، تورات، انجیل او قران کې په یو معتبر سرلیک ثبت کړې ده. همدارنګه له هغوی سره یې رښتینې ژمنه کړې ده. څوک تر الله سبحانه وتعالی ښه خپل عهد ته ښه ژمن دي؟ اوس دې د هغې معاملې له کبله پر تاسو زیر وی چې تاسو له الله سبحانه وتعالی سره کړې ده او دا لویه بریا ده.

د مسلمانانو له ننني واقعيت څخه له بده مرغه ښکاري چې  مفاهېم او ارزښتونه يې د هغه څه خلاف دي چې اسلام يې غواړي؛ ځکه دنيوي کارونو ته په سرعت منډې وهي، خو د اخرت لپاره سستي او ټنبلي کوي. په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی موږ ته د اخرت کارونو سپارښتنه کړې او داسې وايي: ﴿فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ﴾ ژباړه: د نيکۍ پر لور حرکت وکړئ. همدارنګه فرمايي: ﴿وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ﴾ ژباړه: د خپل رب مغفرت او بښنې ته  مخه کړئ. د دنيوي کړنو لپاره يې هم  لار ښوونې را ته  کړې او داسې يې فرمايلي دي: ﴿فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا﴾ ژباړه: د هغې لارې په شاوخوا کې وګرځئ. یعنې ورو ورو ځئ، بیړه مه کوئ.

دلته دوه پیغامونه لرم: لومړی پیغام مسلمانانو ته دی، هغوی چې تر اوسه د دعوت له کاروان سره نه دي يو ځای شوي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴾

[توبه: ٣٨]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، ولې هغه وخت چې تاسو ته وویل شي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد ته ولاړ شئ، پر ځمکه کېنئ او سستي کوئ؟ ایا د اخرت پر ځای د دنیا ژوند ته خوښ یاست؟ په داسې حال کې چې د اخرت په پرتله د ژوند متاع له یو واړه څیز پرته بل څه نه دي.

فرضونه یوازې هغه نه دي چې تاسو يې په درسونو او جماعتونو کې زده کوئ، چې هغه یوازې په عباداتو راټول دي؛ بلکې په فرضونو کې داسې تاج شته چې ټول فرضونه د هغه په تاسیس سره ترسره کېږي او ټول فرضونه یوازې د همغه فرض یا تاج په تاسیس کېدو سره شوني دي.

له شک پرته هغه فرض د الله سبحانه وتعالی د حکم نافذول (د نبوت پر تګلاره د دویم راشده خلافت راتګ) دی. دغه فرض په کورونو او جماعتونو کې په کېناستلو او دعا کړلو نه راځي؛ باید قرباني ورکړو. د هغه لپاره قرباني لازمه ده. شرعي قاعده ده «ما لا یتم الواجب إلا به فهو واجب» (هغه څه چې له هغه پرته واجب نه بشپړېږي، هغه هم واجب دي.) یعنې قرباني ورکول فرض ده.

نو اې مسلمانانو! اصحاب کرام ـرضی الله عنهم اجمعین چې د اسلام لپاره يې سختۍ ګاللې او په دغه لار کې يې کلک عزم او کوښښ کړی، د خپل ځان لپاره يې غوره نمونه او لارښوود وګڼئ، څو خپل ځان د حساب په ورځ له عذابه خلاص کړئ.  ابو درداء رضی الله عنه فرمايلي: د هغه څه نه چې ډېره وېره لرم، دا دي چې د قیامت په ورځ د الله سبحانه وتعالی په حضور کې و درېږم او راته وویل شي چې علم دې زده کړ، نو په هغه دې څه عمل کړی دی؟

دویم پیغام: دویم پیغام خپلو دعوت ګرو وړنو او خویندو ته لرم او وایم: څراغ لمبې ته ضرورت لري چې رڼا شي. موږ د امت د رهبرۍ مسوولیت پر غاړه اخيستی او د امت د بچیانو لاس مو نيولی؛ چې د پانګوالۍ د نظام له چټلیو څخه وژغورل شي او په دغه لاره کې د څراغ بېلګه لرو. موږ ته غوره دا ده چې د څراغ رڼا ډېره او لوړه وي او داسې رڼا خوره کړي چې ټول ځایونه پرې روښانه شي. د دغه کار ترسره کولو لپاره بیا ټنبلي او سستي ونه شي.

هغه ستر مسوولیت چې زموږ پر غاړه دی، پېټی مو يې دروند کړی او حرص مو هم ډېر شوی دی. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ د هغو عالمانو په ډله کې شامل کړي چې عمل او اخلاص لري، څو د دوزخ له اور څخه په امن کې پاتې شو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«العالِمُونَ في النارِ إِلّا العَامِلينَ، والعَامِلونَ في النارِ إِلّا المُخْلصينَ، والمُخْلصونَ في بَلاءٍ عَظيمٍ»

ژباړه: هغه عالمان د جهنم په اور کې دي چې پر علم عمل نه کوي، همدارنګه هغه عمل کوونکي چې اخلاص نه لري، هغوی هم په جهنم کې دي او څوک چې مخلصین دي، هغوی له لویې ازموینې او ابتلاء سره مخ دي.

اوس یې وخت دی چې یو ځل بیا په خپله اراده او عزم غور وکړو او شپه او ورځ کوښښ وکړو، څو خپلې لویې موخې ته ورسېږو او د هغه لپاره د دعوت له کاروان سره يو ځای شو.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره چې خپلې مېرمنې خديجې رضی الله عنها ته يې کړې ده، تل په ياد ولرو.

 «لا راحة بعد الیوم»  یعني له نن وروسته راحتي او اسانتیا نشته. دغه وخت د زړورتیا او عمل دی. د سستۍ پرېښودو وخت دی! خپل کار ته باید دوام ورکړو او په حق منګولې ولګوو. باید خپلې نفسي غوښتنې تر پښو لاندې کړو او اجاړه ور نه کړو چې مخه مو ونیسي. که ودرېږو، دا کړنه سرټیټي او انحراف رامنځته کوي.

څه کم اووه لسيزې کېږي چې موږ اوږد مزل پیل کړی. د الله سبحانه وتعالی په اذن نور به ژر خپل دغه پیل شوي مزل ته ورسېږو. موږ په دغه لوبه کې یو او سترګې مو د هغه وروستۍ پایلې ته په تمه دي.

کله چې لوبغاړی د لوبې پای ته نېږدې کېږي، لا چټک او تېز ګامونه اخلي. تاسو د الله سبحانه وتعالی په لار کې د اعمالو ډېروالي، د قدمونو چټک والي او د الله سبحانه وتعالی د مغفرت لپاره سبقت ته رابولم. د الله سبحانه وتعالی ژمنه راتلونکې او پوره کېدونکې ده. موږ باید دغه فرصت له لاسه ورنه کړو او يا دغه ځای بل چاته پرې نه ږدو، که نه پېښمانه به شو. الله سبحانه وتعالی ته پناه وړو. ایا ګټونکی له هغه چا سره یوځای کېږي، چې د قطار په وروستیو کې وي؟!

د دې لپاره چې خپلو کړنو ته وګورو، باید د لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه خطبه رایاده کړو: «اې د الله سبحانه وتعالی بنده ګانو پوه شئ! تاسو نن یا سبا مړه کېږئ او د مړینې له نېټې خبر نه یاست. که مو وخت پر داسې کړنو او کارونو تېر کړ چې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره پر کار کولو بوخت وئ، نو دا غوره ده او دا کار د الله سبحانه وتعالی په مرستې سره شونی دی. نو په دغو وختونو او کارونو کې وړاندې له دې چې وخت تېر شي او خدای مه کړه ناوړه کارونو ته وروګرځئ، د ښو کارونو په ترسره کولو کې سبقت وکړئ؛ ځکه داسې قومونه وو چې وختونه یې په بېځایه کارونو تېر کړل او خپل نفسونه یې هېر کړي وو.

زه تاسو د هغوی په څېر له کارونو راګرځوم، نو ژر کوئ او ژر کوئ....! خپل ځانونه وژغورئ، ځکه تاسو داسې یو څوک څاري چې تاسو د ښوو کارونو ترسره کوونکي نه غواړي او د هغه کار ډېر چټک دی.

لیکونکې راضيه عبدالله

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر راډيو ته

ژباړن: الهام (پردېس)

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې