پنجشنبه, ۲۶ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د برېښنا خپلواک تولیدوونکو (IPPs) ښکاره غلا په پاکستان کې د ډیموکراسۍ اصلي مخ څرګندوي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

د پاکستان د برېښنا سکتور دوه ټريلیونه پور چې له سود سره ۲.۸ ټريلیونه  روپیو ته رسېږي، د پاکستان اقتصاد له پښو غورځولی. دغه حالت د باجوه عمران رژیم اړ کړی چې د برېښنا د سکتور پر تړون له سره غور وکړي، دا په داسې حال کې ده چې روان حالت له وړاندې د پاکستان د اقتصاد ملا ماته کړې ده. د دغو تړونو پر اساس ۵۷۰ تریلیونه روپۍ په کلني ډول د برېښنا خپلواکو تولیدوونکو (IPPs) ته د «ظرفیت قېمت» په نامه په داسې حال کې ورکول کېږي چې حتی د دوی د یو واحد برېښنا تولید ته هم اړتیا نه لیدل کېږي.

شپاړسو (IPPs) یوازې د ۵۰ میلیاردو روپیو په پانګونې سره ۴۱۵ میلیارده پیسې ترلاسه کړې او په ورته ډول ډېر شمېر (IPPs) د خپلې پانګونې له ۵۰-۸۰ سلنې په کلني ډول تر لاسه کوي. د (IPPs)  پر تړونونو کې لوټ او تالان له ورایه ښکاري؛ ځکه دا هرڅه په یوه داسې هېواد کې ترسره کېږي چې د سږني مالي کال پرمختیایي بودیجه یې یوازې ۴۸۰ میلیارده روپی ده.

څنګه دا ډول تړونونه لاسليک شي؟ څوک واکمنانو ته دا حق ورکوي چې هغه تړونونه لاسليک کړي چې ښکاره غلا ته پکې قانوني بڼه ورکړل شوې؟ ځواب یې بیخي واضح دی، ډیموکراسي! هو ډیموکراسي د الله سبحانه وتعالی اوامرو ته پابنده نه ده او د قران او سنتو پروا نه ساتي.  ډیموکراسي د حاکمیت حق پارلمان ته ورکوي او د پارلمان غړي دا حق لري چې هر هغه قانون او سیاست تصویب کړي چې دوی ته مناسب ښکاري. د شریعت د اصولو خلاف د برېښنا تولید د نړیوالو مالي بنسټونو سره پر توافق د تېرې پېړۍ په ۹۰یمو کلونو کې خوصوصي سکتور ته ورکړل شو. له هغې وروسته د اړمنو خلکو د عاید په تريلیونو روپیۍ په تېرو دریو لسیزو کې د څو پانګوالو د خېټو د ډکولو لپاره ورکړل شوې دي. د ۲۰۰۲ م کال د برېښنا پالیسي او  د ۲۰۱۳ یا ۲۰۱۵ م کال د برېښنا پلې شوې کارخانې دا ښیي چې د برېښنا ټولې پالیسۍ د عامه خلکو پر لوټولو او د پانګوالو د جیبونو پر ډکولو تمرکز لري.  په حقیقت کې ډیموکراسي د پانګوالو د لوټمارۍ د پټولو نقاب دی.

په دغو تړنونو کې دولت د نړیوالو پانګوالو لپاره ددې ترڅنګ چې دوی د تېلو په بیو کې د بدلونونو له زیان څخه ژغوري، دوی ته د ډالر د بیا ورکړې خپلواک ضمانتونه برابروي. د ظرفیت د قیمت تر نامه لاندې د پیسو پر ورکړه له دې کبله  توافق شوی و ترڅو دوی د خپلې پانګې بیا ترلاسه کول، د بانکونو د پور ورکړه او خپل عملیاتي لګښتونه تضمین کړي. په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ م کلونو کې دوولسو (IPPs) ۷۹ میلیارده روپۍ د خپلې برېښنا لګښت وباله چې د هغې له جملې څخه ۵۳ میلیارده روپۍ د دوی د ظرفیت قېمت ته ځانګړې شوې چې د ټولو پیسو له دریو برخو څخه دوې برخې تشکیلوي. د ظرفیت قېمت د پیسو اندازه په اوس وخت کې ۹۰۰ میلیاردو روپیو ته رسېدلې، دا پیسې باید پرې شي، که څه هم د IPPs له خوا د برېښنا یو واحد هم نه وي تولید شوي. له سود او نورو پیسو سره د دغو پیسو اندازه ۲۰۰۰ میلیارده روپیو ته رسیږي.

د پانګوالۍ ړوند تعقیب په میلیونونو فقیرانو د بدبختۍ لامل ګرځېدلې؛ ځکه ډیموکراسي یوازې د غټو صنعتونو د مالکانو، د برېښنا سکتور، مخابراتي سکتور او د زیربینایي  پروژو د څښتنانو په چوپړ کې ده. په دې دول دولت د خپل عاید په میلیاردونو روپۍ چې د بې وزله خلکو د ستونزو د حل په موخه یې کارولی شوی، د څو تنو غټو پانګوالو په جیبونو کې اچوي. دا څه ډول اقتصادي نظام دی چې ګټه یې یوازې پانګوال ترلاسه کوي او زیان او پورونو یې د دولت او عامه خلکو د اوږو بارونه دي؟ په واقعیت کې اوس دا راز ښکاره شوی چې د عامه سرچینو د شخصي ملکیت په اړه د پانګوال نظام پالیسي او د پانګونې د تشویق صنعت یوازې د عامه خلکو د لوټولو وسیلې دي.

The Messenger of Allah (saw) clarified to Muslims 1400 years ago that,

رسول الله صلی علیه وسلم دغه مسئله ۱۴۰۰ کاله وړاندې مسلمانانو ته په ډاګه کړې ده:

«الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ؛ الْمَاءِ وَالْكَلَإِ وَالنَّارِ»

ژباړه: مسلمانان په دریو شیانو کې شریک دی، اوبه، څړځای او اور «انرژي»

(احمد)

اسلام په اساسي ډول د برېښنا د لوړ قيمت او دوراني پورونو مسئله حل کوي. په اسلام کې د انرژۍ د سرچینو،  د انرژۍ د تولید اسانتیاوې او د زیربیناوو د توضیع خصوصي کول منع شوي دي. دغه ټولې عامه شتمنۍ دي چې دولت به د خلکو په نمایندګي پر مستقیم ډول له هغه څخه نظارت کړي او له هغه څخه راټول شوی عاید به بېرته پر خلکو باندې مصرفوي. په دې ډول به د تېلو او ګازو د استخراج او تولید او لېږد او وېش د کمپنیو ګټه او همدارنګه په لویو صنعتونو کې د پانګونې ګټه د دولت ذخیرې ته لاړه شي. هو دا د ډیموکراسۍ د هغه اصل خلاف ده چې دغه ګټه د خصوصي سکتور جیبونو ته لېږي. ددې ترڅنګ به د خلافت دولت د سود پر اساس ولاړ پورونه له منځه یوسي او هغه میلیاردونه پیسې به خوندي کړي چې بانکونو ته د سود په نامه لېږدول کېږي. که خصوصي سکټور ته د برېښنا د سرچینو، د هغه د تولید او وېش صلاحیت نه وی ورکړی شوی، نو نن ورځ به د پانګوالو د ۲۰۰۰ میلیارده دوراني پور بار د دولت ذخیره نه ګواښله.

په واقعیت کې د خلافت بیا تاسیس نه یوازې دا چې امت د الله سبحانه وتعالی د رضا د ترلاسه کولو لور ته نږدي کوي، بلکې د دې ترڅنګ به خلافت د اسلام د اقتصادي نظام پر پلي کولو سره د امت لپاره د هوساینې یو نوی دور پیل کړي. دغه نظام به دا یقیني کړي چې د عامه سرچینو څخه ترلاسه کېدونکی عاید به یوازې د عامه خلکو د هوساینې لپاره استفاده کېږي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د نجومي شمار پر اساس د میاشتې معلومول جواز نه لري

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

الله تعالی دې په عمر کې برکت واچوه! د نجومي د شمېر پر اساس د میاشتې پېژندلو نه جواز ځواب مې ولوست، خو یوه بله موضوع پاتې ده چې واضیح کوم یې؛ ځینې کسان چې د میاشتې له نه لیدلو ډاډه شي، بیا د نجومي پر حساب باور کوي. یعنې که حساب سم وي، نو د هلال حساب ته ارزښت نه ورکوي او که چېرې څوک ووایي چې هلال مې لیدلی، د هغه خبرې ته د شک په سترګه ګوري او شهادت یې ردوي.

دې مسالې ته ورته نظریات مې د اسلامي تاریخ په کیسو کې هم لوستي، چې د یوه شخص شهادت به نه قبلېده. یو له هغو کسانو چې په دې عقیده دی د (الابهاج في شرح المنهاج) د فقهي اوصولو کتاب لیکونکی امام قاضي تقي الدین علی بن عبدالکافي سبکي دمشقي دی، چې ده دا لیدلوری او ځینې نور حوادث په دې کتاب کې د (میاشتو ثابتولو منشور نښي) تر عنوان لاندې بیان کړي دي. پخوا د نجوم علم پوهانو اعلان کړی وو؛ تر هغه چې لمر ونه لوېږي، میاشت نه معلومیږي او وروسته یې په هماغه ماښام د میاشتې له داخلېدو خبر ورکړ.

په دې اړه موږ ته توضیحات راکړه، الله تعالی دې برکتونه نصیب کړه او ستا په وسیله دې بریا رامنځته شي.

ځواب:

وعلیکم سلام ورحمت الله و برکاته!

له نجوم پرته د میاشتې د لیدلو په اړه زما پخوانی ځواب واضیح او هر اړخیز و، تاسو وویل چې له هغې خبر یاست، نو اوس تاسو ته داسې ځواب درکوم: 

ګرانه وروره! لکه څنګه مې چې په مخکیني ځواب کې واضیح کړي و؛ د روژې میاشتې او کوچني اختر په اړه د هلال لیدل شرط دي:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ»

ژباړه: د هلال په لیدو روژه ونیسه او ماته یې کړئ.

الله تعالی موږ د نجومي له حساب او د شاهدانو له شهادت څخه منع کړي یو. دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم دا برخه راته واضیح کړې، خو د شاهد د شاهدۍ ثابتولو دنده د قاضي ده، چې له شاهد سره خبرې کوي، د هغه د لیدلو له حس او چاپیریال له صحت څخه ځان ډاډه کوي. په دې مانا چې د دې مسالې د اثبات لپاره له ټولو وسیلو او بشري هڅو ګټه اخلي. قاضي د میاشتې لیدلو له مدعي سره داسې بحث کوي، چې د هغه له سترګې وېښته لرې کوي او بیا ورته وایي کوم دی هلال؟ په داسې حال کې هغه هلال نه ویني. مطلب دا چې ټول شکونه له منځه وړي.

د میاشتې په پیل او نه پیل کې د نجومي د حساب مداخله ارزښت نه لري، ځکه موږ د میاشتې د پیل د حقیقت پر بنسټ نه بلکې د هلال پر بنسټ روژه نیسو او په دې اړه زیات صحیح احادیث شته، لکه دا حدیث چې بخاري روایت کړی دی:

حَدَّثَنَا آدَمُ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ زِيَادٍ، قَالَ: سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، يَقُولُ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَوْ قَالَ: قَالَ أَبُو القَاسِمِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلاَثِينَ»

ژباړه: یوه کس راته وویل، چې شعبه له محمد بن زیاد څخه رانقل کړی، چې هغه وویل: له ابو هریره رضی الله عنه څخه مې واورېدل، چې ویل یې: نبي یا ابوالقاسم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هلال په لیدو روژه ونیسئ او ماته یې کړئ، خو که چېرې درته مالومه نه شوه، نو د شعبان دېرش ورځې پوره کړئ.

د دې حدیث مانا دا ده، چې ځينې وخت هلال وي، خو د ورېځو شاته پټ وي، نه ښکاري، نو دېرش ورځې باید روژه ونیسو.

ګرانه وروره! دا واجبه ده، چې په هغه نص عمل وکړو، چې د هلال لیدل یې شرط ګرځولي دي.

په دې اړه هغه کیسه یاد ته راغله، چې څو کاله مخکې یوه غونډه جوړه شوې وه، داسې غونډه چې فکر کېده اسلامي کنفرانس، یا د اسلامي علماوو کنفرانس او یا هم دېته ورته څه دي. په دغه غونډه کې ځينو داسې وړاندیز کړی و، چې په دېرشمه ورځ دې الوتکه له ورېځو پورته والوزول شي او هلال دې وکتل شي.

الله تعالی د عبادت لپاره وسایل ښودلي او هماغه باید لازم وګڼو. موږ باید کار دومره پېچلی نه کړو، چې ستونزې راته جوړې کړي؛ په داسې حال کې چې الله تعالی موږ ته اساني غواړي، نه سختي:

﴿...يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ...

(البقره: 185)

ژباړه: الله تعالی ستاسو لپاره اساني غواړي، نه سختي.

د (یُسر) کلیمې موخه له اسلام سره سم د شرعي احکامو پیروي ده.

دغه راز د نجوم علم پوهان له لمر لوېدو وروسته ساعتونو په اړه د نظر اختلاف لري، چې هلال پکې راڅرګندیږي. کله وایي هلال باید د شمېر پر اساس ولیدل شي، ځکه ځینې وخت هلال په یوه ځای کې لیدل کېږي او په بل کې نه. دغه راز په ځینو ځایونو کې له لمر لوېدو وروسته دوې دقیقې او په ځینو ځایونو کې پنځلس دقیقې پاتې کېږي... .

نو دې میاشتې د پیل معلومولو لپاره د نجومي حساب بې ځایه زحمت دی او الله تعالی هم موږ ته د هغه په اړه امر نه دی کړی، بلکې په دې اړه واضیح او صریح نصوص راغلي او بدلون نه مني.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته 

 

د مطلب ادامه...

حوثیانو! له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ، تاسو ادعا کوی چې د قرآني بريد ساتونکي یئ؛

  • خپور شوی په یمن

حوثیانو د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۲۷مه ښاغلی عبدالرحمن محمد هزه د یمن په پلازمېنه صنعا ښار کې هغه مهال له یو مسجد څخه ونیولو چې د خلافت د سقوط د ۹۹م تلین په اړه یې د حزب التحریر د امیر لوی عالم شیخ عطا بن خلیل ابو رشته د وینا کاپیانې وېشلې؛ هغه خلافت چې د ۱۳۴۲ هـ.ق کال د رجب په ۲۸مه راوپرځېد او حزب یې د ۱۹۵۳م کال د تاسیس راهیسې د بیا راګرځېدلو لپاره کار کوي. لوی عالم شیخ تقی الدین نبهاني رحمة الله علیه او ورپسې د هغه ځایناستي لوی عالم شیخ ابو یوسف رحمة الله علیه یې د تاسیس لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه غوره کړه، داسې بلاک یې رامنځته کړ چې غړو ته یې پکې د اسلامي شخصیت بڼه ورکړي، د فکري مبارزې له لارې د مسلمانانو له ژوند څخه د کفر نظریات او احکام لرې او پر ځای یې اسلامي احکام ځای پر ځای او همدا راز د سیاسي هڅو له لارې د مسلمانانو پر وړاندې د کفارو د دسیسو مخنیوی وکړي. د قدرت لرونکو خلکو څخه د نصرت په لټه کې دي، تر څو د خلافت دولت په رامنځته کولو سره د اسلام په واکمنۍ سره اسلامي خاورې سره یو ځای کړي.

حزب التحریر د یمن په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی او مسلمانانو ته د خپل دولت د راپرځېدلو په تلین سره دوی ته وریادوي چې د خلافت دولت په تاسیس سره د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره مټې راونغاړي.

هغه حوثیان چې د یهودانو له لوري قرانکریم ته د سپکاوي او د اقصی د ازادۍ لپاره یې په لاریونونو کې زموږ سرونه مات کړل، نن ورځ دوی د هغو کسانو پر وړاندې ولاړ دي چې د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره کار کوي او د خلافت دولت تاسیسوي، دوی همدا راز زموږ غوږونه کاڼه کړل چې وايي موږ سیاسي بندیان له بند څخه ازادوو. دوی په وروستیو کې ادعا کوله چې د کرونا ویروس د وېرې له امله غواړي له زندانونو څخه ټول بندیان ازاد کړي، په داسې حال کې چې دوی تر اوسه پورې خلک زندانونو ته اچوي. له عدالت پرته د بې ګناه کسانو نیول له زندانونو څخه بهر ناوړه پایلې لري، چې د ترسره کوونکو د زیان لامل ګرځي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ]

ژباړه: «اوس چې دغه ظالمان څه کوي، ته الله سبحانه و تعالی له دوی څخه غافل مه ګڼه، الله سبحانه و تعالی خو دوی د هغې ورځې لپاره ځنډوي چې داسې حالت به وي چې سترګې به یې رډې پاتې وي.

[ابراهیم: ۴۲]

مګر پوه شئ چې د حزب التحریر غړي له زندانونو او ترهګرو څخه نه وېرېږي او نه هم ستړي کېږي؛ ځکه چې دوی ورسره مخ شوي او اوس هم د جنایتکارو رژيمونو سره لاس او ګرېوان دي چې د دې غوښتنې مخه نه شي نیولی.

موږ دوی ته وایو: اې تاسو چې د قرانکریم د برید ادعا کوی، عبدالرحمن کوم جرم کړی دی؟ ایا دا د اسلامي خلافت د رامنځته کولو لپاره د مسلمانانو د یووالي غوښتنه ده!؟ کوم کار چې تاسو ترسره کوی، په قرانکریم کې یې چېرې یادونه راغلې ده؟ ایا تاسو هغه ایاتونه ویلي، چې د مسلمانانو سیاسي یووالی واجب بولي!؟ نو سبا به د خپل رب لپاره د خپل جرم ځواب ورکړی.

موږ له حوثیانو څخه غواړو چې د حزب التحریر غړي عبدالرحمن محمد هزه او عبدالله احمد ناجي، چې شاوخوا دری کلونه کېږي د الصالح ښار په کرغېړن زندان کې بندي دي، خوشي کړي. موږ غواړو چې دوی د ژر تر ژره خوشي شي؛ ځکه دوی هېڅ داسې جرم نه دی کړی چې د بند سزا ورکړل شي. که د الله سبحانه و تعالی پر ژمنې ایمان لری، باید د هغو کسانو د زنداني کولو پر ځای د هغوی پښې ښکل کړی چې شپه او ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره کار کوي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

[وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی ستاسو د هغو کسانو څخه چې ایمان راوړي او ښه عملونه ترسره کوي، ژمنه کړې ده چې هغوی به پر ځمکه باندې هسې خلیفه ګان وګرځوي لکه له هغوی څخه مخکې یې چې تېر شوي خلک ګرځولي وو»

[نور: ۵۵]

همدا راز د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «...او بیا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج راشده خلافت وي». 

د حزب التحریرـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

 

                        

د مطلب ادامه...

کرېډېټ کارټ

  • خپور شوی په فقهي

احمد بن حسین ته!

پوښتنه:

قدرمن شیخ صاحب زما سلامونه او احترامات ومنه.

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

 ما غوښتل چې په قسط واره بڼه ځینې توکې وپېرم، خو ما ته په دې مسله کې شک پیدا شو. هغه داسې چې، که د مبلغ په تادیه کې ځنډ رامنځته شي او پلورونکی زما له پوستي حساب څخه خپله میاشتنۍ ونډه ترلاسه نه کړي، دوی یو کوچنی مبلغ ګرځوي...

د مثال په ډول، که چېرې هوکړه داسې شوې وي چې هره میاشت به له توافق شوي مبلغ څخه عادي تخفیف کمېږي، خو که د میاشتې پر دوهمه یا دریمه ورځ دوی خپل حساب وګوري او ژمنه شوې پیسې نه وي تادیه شوي، نو لږه اندازه (دوه یا درې ډالره) په اتومات ډول کمېږي او دا ممکن په ورځ کې تر یو ځلې زیات تکرار شي.

باید ووایم، ما چې کله د قسط واره بیعې د تړون شرطونه او اصول لوستل دا شرط مې پکې ونه موند، البته دا پیسې په اتومات ډول د مبلغ په تاديه کې د ځنډ له امله کمېږي. ایا ما ته روا ده چې دا هوکړه بشپړه کړم او اجناس د دغسې اتومات کمښت په صورت کې وپېرم؟ البته په هغه صورت کې چې پیسې وځنډېږي. تاسو ته دې الله سبحانه و تعالی غوره بدله درکړي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

زما وروره، زه ستا په پوښتنه سم پوه نه شوم. تاسې وایاست چې غواړئ په قسط واره بڼه پېر وکړئ او بیا مو ویلي چې زما د پوستي حساب تر کتلو وروسته که چېرې دوی خپله میاشتنۍ ژمنه شوې ونډه نه وي ترلاسه کړې، نو د مبلغ په تادیه کې د ځنډ له امله دوی د مبلغ یوه وړه برخه کموي... دا ځای په سهي بڼه نه دی روښانه. په هغه څه چې زه پوه شوم، او له ما څخه يې په اړه پوښتنې شوي هغه دا دي چې ځینې خلک یو بانکي حساب پرانیزي، او بیا له بانک څخه کارټ اخلي، ترڅو له هټیو څخه توکې وپېري. سوداګر بیا د خپلو توکو قیمت د مشتري له بانکي حساب څخه ګرځوي. که چېرې حساب په بانک کې وي، د رانیول شوي جنس مبلغ د بانک له لارې ورته تادیه کېږي، خو که چېرې په حساب کې په کافي اندازه مبلغ نه وي، نو بیا بانک پلورونکي ته پاته پیسې ورکوي او وروسته یې د بانکي حساب له څښتن څخه اخلي. که چیرې خبره همداسې وي، بیا نو د بانک له لورې مشتري ته صادر شوی کارت د کرېډېټ کارټونو تر حکم لاندې راځي...

له موږ څخه مخکې هم دې ته ورته یوه پوښتنه شوې وه او د ۲۰۰۶/۷/۱۱مه نېټه مو ځواب کړې ده. لاندې متن زموږ د ځواب یوه برخه ده:

کريډیټ کارټونه مختلف ډولونه لري:

ـ په يوه ډول کې د کارټ څښتن په هغه بانک کې چې کارټ يې صادر کړی دی، یوه ټاکلې اندازه پیسې ږدي لکه (ډیبټ کارټ) د کارټ څښتن د همدې کارټ په وسیله کولی شي چې پېر او پلور وکړي، البته دا پېر او پلور باید په بانکي حساب کې تر شته پیسو زیات نه وي، دی په بېلابېلو هېوادونو کې له شته هټیو څخه پېر کولای شي. د کارټ څښتن پرته له دې چې په مستقیم ډول پیسې ورکړي، توکي رانیولی شي او د نغدو پيسو پر ځای کارټ استعمالوي او د خپلو رانیول شویو توکو/خدماتو د ارزښت په اندازه بېل (د تصدیق ځانګړې پاڼه) لاسلیک کوي. د کارټ څښتن بیا د خپلو رانیول شویو توکو/خدماتو د پیسو د تادیې په موخه هټیوال هغه بانک ته حواله کوي چې دا کارټ يې صادر کړی وي. یا په بل عبارت، بانک دوکاندار ته د کارټ د څښتن له حساب څخه د رانیول شویو توکو/ خدماتو پیسې ورکوي.

دا ډول کارټ (ډیبټ کارټ) جایز دی. د دې واقعیت داسې دی (دا د ژمنه شوي/تبادله شوي مبلغ استازیتوب (وکالت) کوي، چیرې چې مشتري سوداګر هغه بانک ته د مبلغ ترلاسه کولو لپاره استوي چې کارټ يې صادر کړی وي او دا بانک د مشتري د وکیل په حیث د رانیول شوي توکي/خدمت قیمت د مشتري له بانکي حساب څخه سوداګر ته ورکوي. دا مبلغ بانک له هغه مشتري څخه چې د کارټ څښتن دی، اخلي او د توکو/خدماتو د مبلغ تادیه کول د وکالت د اجرې تر عنوان لاندې راځي.

البته هغه کار چې د دغو کارتونو څښتنان یې د سرو او سپینو زرو د پېرلو پر مهال کوي او پیسې ځای پر ځای نه تادیه کوي، بلکې د دې پر ځای سوداګر د پیسو اخیستلو لپاره بانک ته استوي، دا کړنه حرامه ده. دا ځکه د سرو یا سپینو زرو لاس په لاس تصرف او ځای پر ځای قیمت ادا کول د سرو او سپینو زرو د معاملې د صحت لپاره شرط دی، که چېرې داسې ونه شي دا سود (ربا) دی.

دا په هغه صورت کې چې د کارت صادرونکی بانک یو شخصي بنسټ وي او دا معامله د لاسلیکوونکو له لوري د صحیح تړون له لارې تر سره شوی وي، یا هم بانک د دولت ملکیت وي. که چېرې داسې وي، نو دا ډول کارتونه جایز دي.

ـ دویم ډول هغه کارتونه دي چې بانک يې خپلو مشتریانو ته صادروي، پرته له دې چې مشتري د رانیول شویو توکو/خدماتو لپاره کافي اندازه پیسې په خپل حساب کې ولري. په دې صورت کې، د کارټ څښتن له دوکاندار څخه خرید کوي او ځينې اسنادونه لاسلیکوي. دوکاندار د همدې اسنادو له مخې د کارټ له صادرونکي بانک څخه پیسې ترلاسه کوي. بانک دا پیسې د یو څه اضافي مبلغ سره یو ځای د کارت په څښتن پسې لیکي. د کارټ څښتن دا پیسې د بیا تادیې د پلان له مخې په ټاکلو قسطونو کې بانک ته تادیه کوي.

د دې ډول کارتونو واقعیت داسې دی، چې په دې سره بانک سوداګریزو هټیو ته د مشتري ضمانت کوي. په بل عبارت، بانک د مشتري ضمانت کوي، دوکاندار د بانکي ضمانت له مخکې د کارت پر څښتن توکي پلوري. نو، هغه بانک چې کارټ يې صادر کړی دی، د رانیول شویو توکو/خدماتو مبلغ تادیه کوي. په بله وینا، کارټ د بانک له لورې د ضمانت یو سند دی، چېرې چې بانک پکې ضامن دی، مشتري چې د کارټ څښتن دی (ضمانت یې شوی دی) او دوکاندار بیا (هغه کس دی چې تضمین ور کول کیږي.) په داسې حال کې چې د رانیول شویو توکو/خدماتو د مبلغ تادیه کول د مشتري پر غاړه دي.

البته دغه ضمانت شرعي شرطونه نه پوره کوي. ځکه په شريعت کې د حق څښتن ته د پوروړي (د وجيبې څښتن) لخوا د حق له ورکړې پرته د حق د خوندي پاتې کېدو لپاره له یوې ذمې سره د بلې ذمې نښلولو ته ضمانت ويل کيږي. نو د حق له ورکړې پرته د ضمانت کېدونکي شخص له ذمې څخه د ضمانت کوونکي  شخص ذمې ته د ضمانت ورکول کېدونکي شخص د حق د ادا کولو مسووليت انتقاليږي. په داسې حال کې چې بانک د رانیول شویو توکو/خدماتو قیمت د مالي حساب په بدل کې ادا کوي. له همدې امله له دغې زاويې څخه شرعا دغه ډول کارتونه جواز نه لري. له دې څخه علاوه، بانک د رانیول شویو توکو/خدماتو قیمت په پېرونکي پسې د پور په بڼه ثبتوي او ارزښت یې د اضافي پیسو سره یو ځای له پېرونکي څخه اخلي، یعني د سود یا ربا په بڼه. له همدې زاویې څخه هم دا کارټ نه دی روا. پای.

که ستاسې د پوښتنې موخه همدا وه، نو بیا پورتنی ځواب کفایت کوي، خو که چېرې ستاسې مطلوب سوال نه وي ځواب شوی، نو بیا ځلې خپله پوښتنه په څرګندو الفاظو را ولېږئ، ترڅو یې تاسو ته ځواب درکړو. انشاءالله

ستاسې ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

 

                       

د مطلب ادامه...

د انتقالي حکومت د فقهې شورا له لوري د شنبې ورځ د رمضان لومړۍ ورځ اعلان کړه او په دې سره یې په سوډان کې مسلمانان مغشوش کړل، په داسې حال کې چې د شریعت له خوا د میاشتې پیل د جمعې په ورځ ثابت شوی و!

  • خپور شوی په سوډان

په سوډان کې د مسلمانانو د لا ګېچ کېدو لپاره د اسلامي فقهې شورا اعلان وکړ چې سبا (جمعه) د شعبان ۳۰مه ورځ پوره کېږي او د ۲۰۲۰م کال د اپرېل په ۲۵مه د شنبې ورځ د روژې لومړۍ ورځ ده. دا له شریعت څخه سرغړونه ده او د سعودي عرب له لوري چې مخکې په کوم شي لاس پورې شوی و، هغه د سپوږمي ليدل وو، چې هغه پرون په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې ونه لیدل شوه او دوی نن ورځ پنجشنبه د شعبان دېرشمه ورځ پوره کړه، نو له همدې امله سبا (جمعه) به د رمضان د سپېڅلې میاشتې لومړۍ ورځ وي.

موږ حزب التحریرـ ولایه سوډان د مسوولیت او صداقت پر اساس غواړو روښانه کړو:

لومړی: د فقهې شورا د پنجشنبې ورځ د شعبان ۲۹مه وبلله، موږ د ۲۰۲۰م کال د اپرېل په ۲۰مه د دوشنبې په ورځ اعلامیه خپره کړې وه، چې پکې ویلي مو وو، د فقهې شورا پر پنجشنبه خلک لار ورکي کوي، چې د میاشتې په لیدلو سره شعبان بشپړ کړي.

دویم: د سعودي عربستان اعلان چې د سپوږمی لیدل پنجشنبه و، د ۱۴۴۱ هـ.ق کال د شعبان ۳۰مه چې د ۲۰۲۰م کال د اپرېل میاشتې له ۲۳مې سره سمون خوري. سربېره پر دې چې د کتلو په څارلو سره هغه سره مخالف و چې دا د شعبان ۲۹مه ده، تر دې دمه یې د شعبان په ۳۰مه سپوږمی لیدلی او لیدل یې د شرعي شرایطو له مخې رامنځ ته شوي دي، چې دا په نړۍ کې د ټولو مسلمانانو لپاره کافي ده چې خپله روژه پیل کړي؛ ځکه چې دا یوازې یو سپوږمی دی، د سوډان یا نورو هېوادونو لپاره ځانګړی سپوږمی نشته.

درېیم: یوه ډېره مهمه پوښتنه چې موږ یې په سوډان کې د فقهې شورا له وروڼو څخه کوو، ایا تاسو د شعبان پیل کتلی و او ستاسو د څېړلو پایله د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۲۶مه د پنجشنبې ورځ وه!؟ که ستاسو ځواب هو وي، نو بیا مو ولې په خپلو خبرو کې د ۲۰۲۰م کال د مارچ ۲۵مه د شعبان پیل یاد کړ!؟

څلورم: څه چې د انتقالي حکومت د فقهې شورا وکړل، هغه د خلکو مغشوشول او له کړکېچونو څخه لرې ساتل وو.

پنځم: په سوډان او نورو اسلامي هېوادونو کې پر مسلمانانو د شریعت حکم واجب دی چې سبا د جمعې ورځ ده؛ ځکه چې د میاشتې د شرعي لید تصدیق شوی و. دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امر سره سم دی، چې فرمایي:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ؛ فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا اْلْعِدَّةَ ثَلَاثِينَ»

ژباړه: «کله چې مو میاشت ولیدله روژنه ونیسئ او کله مو چې میاشت ولیدله روژه بس کړئ، که چېرته د لیدلو امکان یې نه و (ډېره ورېځ وي) بیا نو دېرش ورځې پوره کړئ.»

او هغه څه ته پام مه کوئ چې د فقهې شورا یې یادونه کړې؛ ځکه چې د شورا کار خلک دې ته اړ کوي چې د ناروا کار مرتکب شي، چې د روژې په ورځ روژه ماتوي، نو د خالق په نافرمانۍ کې د هېڅ مخلوق پېروي نه کېږي.

د هغه چا لپاره چې د حاکم د اطاعت خبره کوي، د خلافت د راپرځېدلو وروسته نن ورځ مسلمانان هېڅ حاکم نه لري. لکه څنګه چې د نن ورځې حکام  د شیطان پیروي کوي او پرته له هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي، حکم کوي. له هغه حاکم څخه اطاعت واجب دی چې د مسلمانانو د خلیفه په توګه د شرعي ژمنو پر اساس ورسره بیعت شوی وي، کولای شي د مسلمانانو تر منځ اختلافات له منځه یوسي. د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره باید ډېر کار وکړو؛ دا هغه څه دي چې نن ورځ پر مسلمانانو فرض دی.

  [لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ]

ژباړه: «د همداسې بریا لپاره باید عمل کوونکی عمل وکړي»

[الصافات: ۶۱]

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي مطبوعاتي ویاند

 

                       

د مطلب ادامه...

شیطانانو د الواقیه ټلوېزیوني چینل فېسبوک پاڼه بنده کړه Featured

د کینه کښو شیطانانو لاسونه یوځلې بیا د هغه چینل تر بندولو پورې ورسېدل چې یوازې حقیقت وړاندې کوي. د الواقیه ټلوېزیوني چینل فېسبوک پاڼه د ۲۰۲۰ م کال، د اپرېل پر ۱۵ مه په داسې حال کې وتړل شوه چې د تعقیب کوونکو شمېر یې ۲۷۷ زرو ته رسېدلی و.

الواقیه ټلوېزیوني چینل د حزب التحریر لخوا په امت کې د نبوت پر تګلاره د ریښتیني خلافت د تاسیس د هدف د خپرولو په موخه رامنځته شوی دی. د دغه ټلوېزیوني چینل د صفحې تړل د اسلامي امت او د ریښتیني خلافت د تاسیس پر وړاندې د دښمنانانو ژوره کرکه څرګندوي.

دغه ړنده کرکه دا په ډاګه کوي چې الواقیه ټلوېزیوني چینل په ریښتیا هم د خپل نامه «الواقیه=ساتونکي» په څېر کار ترسره کړی دی او د دغه ټیم غړو شپه او ورځ ددې لپاره کار کړی، تر څو اسلامي امت ته د دښمنانو دسیسې رسنیزې او د هغه پر وړاندې د امت د پوهاوي کچه لوړه کړي.

دغه چینل د حزب التحریر هغه مطبوعاتي کمپاینونه هم پوښل چې امت یې د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس په موخه د کار لپاره هڅوه. همدارنګه دغه چینل به د هغه روڼ اندو، فقهاوو او سیاسونو کوربه و، ترڅو امت ته د پېښو تحلیل، د نظریو شننه او د پښېدونکو حادثو پر اړه د شریعت دریځ روښانه کړي. د دې ترڅنګ دغه چینل هڅه کړې چې ډېر نور تعلیمي مواد د بهترینه رسنیز مېتود له لارې اسلامي امت ته وړاندې کړي.

حزب التحریر د الله سبحانه وتعالی پر بریا باور لري، ځکه خو مو د الله سبحانه وتعالی د رضا د ترلاسه کولو لپاره دغه چینل جوړ کړی و  او بیا مو اسلامي امت ته د یوې سپېڅلې موخې «د خلافت تاسیس» چې د اسلام دښمنان یې سخت په غوسه کړي او د دوی خوب یې نا ارامه کړی دی، وړاندې کړ. هو موږ دې ډول ګواښونو ته اماده یو؛ ځکه الله سبحانه وتعالی د امت مخلص کسان له دا ډول برخلیک سره مخ کوي. هغوی چې نیک کارونه ترسره کوي، نو الله سبحانه وتعالی د دوی پر لاس هغه شیان تر سره کوي چې ظالمان پرې غوسه کېږي. هو له دوی وړاندې دلته نور دښمنان هم وو، دوی هم پوره هڅه وکړه چې د امت دغه ډېوه مړه کړي، خو مایوسه شول؛ ځکه وخت یې تېر شوی او لمر یې پر پرېوتو و. په داسې حال کې چې دعوت د هغه نور څراغ دی چې امت ته یې د الواقیه ټلوېزیوني چینل وړاندې کړی او دغه چینل امت ته تل د دښمن د شدیدې کینې سره سره د (ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ)  ژباړه:

«له هغه وروسته به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي) پر ویلو سره اتمنان ورکړی».

د الواقیه ټلوېزیوني چینل د تعقیب او نورو اړینو پروګرامونو لپاره لاندې لېنکونه کتلی شئ:

www.alwaqiyah.tv
www.youtube.com/AlwaqiyahTV
www.facebook.com/alwaqiyahtube
www.twitter.com/AlwaqiyahTV

انجینیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتی دفتر ریس

                                                          

د مطلب ادامه...

دعا طبیعي قوانین بدلوي!

  • خپور شوی په تثقیفي

(ژباړه)

زموږ د عبرت او د دې لپاره چې د الله سبحانه وتعالی د عظیم ذات په اړه ډاډمن شو، نو الله سبحانه وتعالی مو لاندې شپږو مواردو ته پام رااړوي:

لومړی مورد: د عمران مېرمنې الله سبحانه وتعالی ته سوال وکړ، چې الله سبحانه وتعالی یې هغه زوی، چې په ګېډه کې یې دی، نذر ومني. الله سبحانه وتعالی یې دعا قبوله کړه او دغه د طبیعي قوانینو تغییر وو. هغې ته یې د مریم په نوم لور ورکړه او له هغې څخه یې عیسی علیه السلام له خاوند پرته پیداکړ. هغه خلقت چې له عادي او طبیعي جریان سره په ټکر کې و، چې دلیل یې دعا وه. دغه راز د عیسی علیه السلام کیسه به تر قیامته، د نورو قومونو د ازمویلو لپاره پاتې وي.

دویم مورد: زکریا علیه السلام دعاء وکړه، الله سبحانه وتعالی یې دعاء قبوله کړه او موجوده طبیعي قوانین یې بدل کړل. مېرمنې یې حامله شوه، په داسې حال کې چې هغه سپین ږیری و او د اولاد څښتن کېدو وس یې نه درلود. دغه راز د مېرمنې د حامله کېدو وخت یې تېر شوی وی. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَىٰ وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ﴾

 [انبیاء:٩٠]

ژباړه: موږ د هغه دعا قبوله کړه او هغه ته مو یحیا علی السلام ورکړ. د هغه مېرمن مو له شنډېدو څخه واېستله. دغو کسانو د نیکۍ په لاره کې منډې وهلې. د وېرې او میلان پر مهال یې موږ بللو او زموږ پر وړاندې غاړه اېښودونکي وو.

درېیم مورد: نوح علیه السلام له الله سبحانه وتعالی څخه وغوښتل چې یو کافر هم د ځمکې پر مخ پرې نه ږدي. الله سبحانه وتعالی د هغه دعا قبوله کړه او د طبیعت قوانینو ته یې تغییر ورکړ او همدارنګه ټوله ځمکه یې په اوبو کې ډوبه کړه. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایلي دي:

﴿وَنُوحًا إِذْ نَادَىٰ مِن قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ﴾

[انبیاء:٧٦]

ژباړه: همدغه نعمت موږ نوح علیه السلام ته ورکړ. هغه وخت دریاد کړه، چې هغه له ټولو څخه مخکې موږ ته غږ کړی و، موږ یې دعا قبوله کړه او د هغه کورنۍ مو له لوی کړاو څخه وساتله.

څلورم مورد: د الله سبحانه وتعالی په دربار کې د یونس علیه سلام دعا؛ الله سبحانه وتعالی د هغه دعا قبوله او د طبیعت قوانین یې وځنډول. کب (ماهي) یونس علیه السلام هضم نه کړ. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

 ﴿فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ ۚ وَكَذَٰلِكَ نُنجِي الْمُؤْمِنِينَ﴾

[انبیاء:٨٨]

ژباړه: د هغه دعا مو قبوله کړه، له غم څخه مو وژغوره او موږ په دغه ډول مومنان ژغورو.  

پنځم مورد: الله سبحانه وتعالی د ایوب علیه السلام دعا قبوله کړه او هغه ته یې له ناعلاجه ناروغۍ شفا ورکړه. دغه راز مېرمن یې ورته ځوانه کړه، څو زامن ورته وزېږوي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِن ضُرٍّ ۖ وَآتَيْنَاهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَذِكْرَىٰ لِلْعَابِدِينَ﴾

[انبیاء:٨٤]

ژباړه: موږ د هغه دعا قبوله او له تشویش څخه مو خلاص کړ. د هغه کورنۍ مو ورنه کړه، خو سربېره پر دې مو هغومره نور ورکړل، چې زموږ له خوا د رحمت او عبادت کوونکو ته د عبرت په توګه یو درس وي.

شپږم مورد: ابراهیم علیه السلام په داسې حال کې دعا وکړه، چې سپین ږیری و او نېک زامن یې غوښتل؛ الله سبحانه وتعالی اسماعیل او اسحاق ورکړل. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَهَبَ لِي عَلَى الْكِبَرِ إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ ۚ إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ الدُّعَاءِ﴾

[إبراهیم: ٣٩]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی شکر اداکوم، چې ماته یې په دې سپین ږيریتوب کې اسماعیل او اسحاق راکړل. زما رب هرومرو د دعا اورېدونکی دی.

نو اې مومنانو! په الله سبحانه وتعالی تکیه وکړئ او ډاډمن اوسئ، چې هغه قادر او توانا دی. په دې باور ولرئ، چې ستاسو دعا بې‌ځایه نه ځي. الله سبحانه وتعالی یې قبلوي او ځینې وختونه یې د دعا لپاره شته واقعیتونه او د طبیعت قوانین بدل کړي هم دي. خو د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې باید ستاسو په دعا کې صداقت وي، د اېمان قوت پکې وي او پر دې باوري وئ، چې الله تعالی مو دعا قبلوي. دغه راز په دعا کې حسن توکل وي او په دې پوه شئ، چې الله سبحانه وتعالی مومنانو ته نصرت ورکوي او مرسته ورسره کوي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾

[غافر: ٥١]

ژباړه: پر دې باور ولرئ، چې موږ په دې دنیا، په ژوند او هغه ورځ چې کله شاهدان ولاړ وي، له دوی سره مرسته کوو.

د مظلومانو او صاحلینو دعاګانې بې‌ځایه نه دي تللې او هېڅکله به ولاړې نه شي. زموږ رب پوه او باحکمته دی او ژمنه یې حق ده. د دین ځواکمنېدل او صالحو بنده ګانو ته د ځمکې د حاکمیت ورکړه راتلونکې ده. نو هڅه وکړئ، چې نصرت او بریا ستاسو په برخه شي، نه د نورو. دغه راز تاسو هڅه وکړئ، چې ستاسو په لاسونو دین ځواکمن شي، نه د نورو.

هېڅوک باید داسې ونه وایي چې د معجزو وخت له منځه تللی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نبوت سره معجزې ختمې شوي دي. موږ وایو، د معجزو رب شته او کله چې د څه شي اراده وکړي، وسایل یې برابروي.

﴿إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَن يَقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ﴾

[یس: ٨٢]

ژباړه: هغه چې کله د یوه شي اراده وکړي، نو د هغه کار داسې دی چې حکم ورته وکړي، چې شه! هغه کېږي.

په ډېری ځایونو کې مو ولیدل، چې څه ډول یې کوچنۍ ډلې پر لویو برلاسې کړې او په دې هم پوهېږو، چې الله سبحانه وتعالی متقیانو ته د وتو لار هواروي. دغه راز له هغې لارې روزي ورکوي، چې هېڅ ګومان یې هم نه کوي. په دې مو یقین دی، هغه څوک چې پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړي، نو الله سبحانه وتعالی د هغه لپاره کافي دی. د الله سبحانه وتعالی قدرت مو ولید، چې څه ډول یې ماته په بریا بدله کړه او دې ته ورته نورې بېلګې په تاریخ کې لرو. نو اې مسلمانانو! له دعا سره سره مو خپل هغه تکلیف (مسوولیت) چې امر یې درته شوی اداکوئ. بخیل مه اوسئ الله تعالی مو تر ټولو ښه ملګری دی.

لیکوال: احمد العلي ـولایه اردن

ژباړڼ: حبیب الله

د مطلب ادامه...

د روژې سپېڅلې میاشت مو مبارک شه Featured

  • خپور شوی په تونس

[شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ]
رمضان هغه میاشت ده چې پکې قرانکریم نازل شوی دی. قرانکریم د انسانانو لپاره سره تر پایه هدایت دی او داسې څرګندې لارښوونې لري چې د سمې لارې ښوونکې او د حق او باطل یو له بله بېلوونکې دي.

[بقره:۱۸۵]

حزب التحریر-ولایه تونس د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د الخدرا خلکو او ټول اسلامي امت ته مبارکي وایي او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړي چې د دې میاشتې راتګ د مسلمانانو لپاره د نېکمرغۍ، بریا او ځواکمنتیا سبب وګرځي.

د روژې مبارکه میاشت د قران د نزول، اطاعت بریاوو او فتوحاتو میاشت ده. دا هغه میاشت ده چې د نبوت پر منهج باندې د خلافت د بیا تاسیس هیله او هڅه پکې له سره پیلېږي، دا هغه میاشت ده چې زموږ عزم او اراده پکې د هغو واکمنانو د راپرځولو لپاره پیاوړې کېږي چې د الله سبحانه وتعالی قانون نه پلی کوي او زموږ چارې یې ګډوډې کړي دي. هو دغه واکمنان د هغې ټولنیوونکې ناروغۍ «کرونا» په پرتله ډېر مضر دي چې موږ ترې ځورېږو. دوی زموږ ژوند محدود کړی، زموږ جوماتونه یې تړلي او په دې توګه په دوی کې د تراوېح، جمعې او نور ډله ییز لمونځونه بند شوي دي!

اې د الخدرا مسلمانانو:

له دې سپېڅلې میاشتې څخه د اطاعت په زیاتوالي، د قرانکریم په تلاوت، دعا، صدقې، نېکو اعمالو او د نېکۍ په کولو او له بدۍ څخه پر ځان ساتلو سره ګټه واخلئ. له الله سبحانه وتعالی څخه وغواړئ چې له مسلمانانو سره د بیو په ټیټولو او د وبا او ناورین په لرې کولو کې مرسته وکړي. له الله سبحانه وتعالی څخه وغواړئ چې مسلمانان د خلافت پر تاسیسولو باندې بریالي کړي، ترڅو خلافت دین پلی کړي، د مسلمانانو خاورې وژغوري او د دوی وینه، ویاړ او شتمني خوندي او ځمکې یې سره متحدې کړي. نړۍ ته اسلام د نېکمرغۍ او نجات ورکوونکي پیغام په توګه وړاندې کړي، هو روژه هغه میاشت ده چې د حقایقو نړۍ راستنوي او د بریا او فتحې دروازه پرانیزي.

[وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ * وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ]

ژباړه: او په دغه ورځ (پر روم پر برلاسي کېدو) به مسلمانان د الله سبحانه وتعالی پر بښل شوي بري باندې خوشحالي وکړي. الله سبحانه وتعالی د هر هغه چا سره مرسته کوي چې خوښه یې شي او هغه برلاسی او پوره رحم لرونکی دی. دا د الله سبحانه وتعالی وعده ده، الله سبحانه وتعالی هېڅکله له خپلې وعدې څخه نه اوړي، خو زیاتره خلک نه پوهېږي.

[روم:۴-۶]

د حزب التحریر-ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

                       

د مطلب ادامه...

د سختیو پر وړاندې د امت د انعطاف منلو حس سمول

خبر:

د روژې مبارکه میاشت راورسېده او په دې سره د اندونیزیا مرستیال ولسمشر معروف امین له خلکو وغوښتل څو په داسې شرایطو کې چې له کووېډ- ۱۹ وبا سره هم مخ دي، صبر او استقامت ولري. معروف وویل چې د اندونیزیا ټول خلک باید دا خبره په پام کې ولري چې چېرته لاړ نه شي او سره را غونډ نه شي. ده همداراز پر خلکو غږ وکړ چې په دغه میاشت کې له یو بل سره مرسته وکړي، په ځانګړي ډول له هغو سره چې کووېډ- ۱۹ سخت اغېزمن کړي.

تبصره:

روژه د مومنانو لپاره پسرلی دی او هغه مېلمه ته ورته ده چې په ډېر خوند یې هرکلی کوو او ورته په تمه یو. په حقیقت کې، دا روژه د پخوانیو روژو پشان نه ده؛ ځکه چې د کرونا ویروس سیوری پرې غوړېدلی، خو د مسلمانانو لپاره د دې روژې ذات هم هماغسې دی، دا چې تقوا یې پکې ډېره کړی. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ]

ژباړهاې مومنانو! پر تاسو روژه فرض کړای شوې لکه له تاسو د مخکې پیغمبرانو پر پیروانو چې فرض کړای شوې وې، د دې لپاره چې په تاسو کې د پرهېزګارۍ صفت پیدا شي.»

[بقره:۱۸۴]

معروف امین د یوه مسلمان حاکم په توګه خلک فزیکي استقامت ته راوبلل چې د اندونیزیا خلک په دغو سختو شرایطو کې د روژې پر مهال فزیکي استقامت ولري. په هر صورت، د یوه رهبر په غوښتنه کې باید د روحیې اړخ هم ولري، دا چې خلک په دغه مبارکه میاشت کې خپله تقوا زیاته کړي.

اسلام راته وایي چې په سختیو کې هم فزیکي قوت ولری او هم مو روحیه پیاوړې کړی. د مومنانو لپاره امتحانونه او ازمېیښتونه د اجرونو لاسته راوړلو فرصت وي. له فزیکي او مالي محدودیتونو سره روژه نیول ډېر سخت کار دی، خو دا د مومنانو لپاره د ایمان معلومولو یو امتحان دی.

له دې خبرې انکار نه کېږي، نن ورځ چې د امت ډال نشته د اسلامي امت انعطاف یوازې د اسلامي سیاسي مفکورو پر اساس رواني ځواک سره ساتل کېدای شي. د اسلام خالصې سیاسي مفکوره موږ ته د هغه لوی مقام په اړه وايي چې باید مسلمانان یې لاسته راوړي؛ هغه د شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ  (پر بشریت د شاهدانو) رول دی، هغه دا چې کفر وګواښي او خلکو ته یې افشا کړي او ورسره اسلام د ژوند د لارې په توګه وړاندې کړي.

د مسلمانانو په توګه موږ باید په یاد ولرو چې زموږ دنده یوازې دا نه ده چې په دغه وضعیت (د کووېډ- ۱۹ له کبله کرنتین) کې یوازې خپل حقونه وساتو او وژغورو. زموږ اصلي دنده دا ده چې خپلو شاوخوا خلکو ته د اسلام پیغام ورسوو، په ځانګړي ډول په دغه وخت کې چې کپیټلېسټ دولتونه هېڅ ځای پر دې نه دي توانېدلي چې د خپلو خلکو چې له دغې وبا او ناورین سره مخ دي- لوموړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د مالي ستونزو او فریکي محدودیتونو په دغه وخت کې زموږ دنده د خلکو د افکارو او روحیو تحرک دی. د ډاکټر حمدان فهمي په خبره، دا تحرک په دې معنی دی چې په اسلامي عقایدو او اصولو د امت د روحیې او فکارو کچه لوړه کړو چې له هر ډول ستونزو او سختیو سره د مخ کېدو پر وخت پياوړي وي؛ له ګواښ سره د مخ کېدو پر وخت زړور وي او له مرګه ونه وېرېږي؛ د دنیا سعادت ته یې له پام اوښتو پرته، لوږه او تودوخه وزغمي؛ په هر حال کې یې تمرکز د رب د رضایت پر لاسته راوړلو وي، له دغو ټولو خنډونو سره د مخ کېدو په وخت کې صبر وکړي او هیله ونه بایلي.

دا په دې معنی ده چې له فزیکي واټن سره سره، باید له خپلو بېوزلو خپلوانو، زیانمنو او اړمنو سره تړلي وو. په ټولنه کې باید د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د فعالیت مرکزیت وساتل شي؛ ځکه چې دا د ټولنې په جوړولو او د ټولنې په انعطاف کې رغنده رول لري؛ اوسنۍ سېکولر ټولنه د دې خبرې برعکس کار کوي. دا کار د ټولنو تر منځ د اسلامي اخوت د پیاوړي کېدو سبب کېږي او په نړیواله کچه اسلامي امت سره یو کوي.

د شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ  رول مخته بېول دا معنی لري چې مسلمانان د نړۍ د تمدن د یوه نوي څپرکي هرکلي ته تیار دي. په دغو کړکېچنو شرایطو کې هر دریځ او هره پرېکړه ډېر مهم دي. نو د نړۍ راتلونکي ته تیار شئ، چې یوازې د اسلام په لاسونو کې دی او یوازې په الله سبحانه و تعالی پورې اړه لري! الله سبحانه و تعالی فرمایي:

 [إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرا]

ژباړه:«الله د هر څه پوره کوونکی دی. یقیناً چې الله د هر شي لپاره یوه اندازه ټاکلې ده.»

[طلاق : ۳]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر فېکا کومارا

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

د ګرځبندیز په نیمايي کې د مرستو چور او د خوراکي توکو ناورین، د حکومت له سیستماتیک فساد او ناوړه څېرې څخه پرده پورته کړه؛

یوازې د دویم راشده خلافت په تاسیس سره د ظالمې ـ تولیدي سېکولر ډیموکراسي په پای ته رسولو سره د بنګله دېش خلک خلاصون مومي

په بنګله دېش کې خلک د ګرځبندیز پر مهال د خوړو د تر لاسه کولو له سخت ناورین سره لاس او ګرېوان دي. په ټول هېواد کې د مرستې رسولو چور روان دی، دا ټول فساد د حسینه د سیاسي ویناوو تر شا له دوکې ډک هنر دی. د کرونا ویروس د لېږد د محدودلو لپاره د پراخه ګرځبنديز په وضع کولو سره حکومت اعلان وکړ، چې ۳۰زره ټنه وریجې او شاوخوا ۲۲۰ میلیونه نغد ډالر یې په بېلابېلو ولسوالیو کې د مرستې لپاره په پام کې نیولي دي، چې له ټیټ عاید لرونکو خلکو سره مرسته کوي. شیخ حسینه د وېډیویي کنفرانس له لارې په کلکه وغوښتل چې د ورځني کارګرو، رکشا چلوونکو او ټرانسپورټي کارکوونکو لیست دې چمتو شي، تر څو هېڅوک وږي پاتې نه شي (ډاکه ټریبیون، ۲۰۲۰م کال، د مارچ ۳۱مه).

که څه هم حکومت په مکرر ډول هڅه کوي خلکو ته په زور د سوکاله بنګله دېش په اړه داسې خبرې وکړي: «هر څوک به د سوکاله ژوند څښتن وي، هېڅوک به وږی او بې کوره نه وي او هېڅوک به له درملنې پرته ناورغ نه وي.» اوسمهال هر څوک پوهېږي چې د هغې دروغ عادت ګرځېدلي دي او موخه یې د خلکو ساتل نه، بلکې د هغوی غولول دي، په داسې حال کې چې حتی د حسینه له سخت اخطار (!) وروسته چې د بېوزلو د خوراکي مرستو د ناوړه ګټه اخیستنې پر وړاندې به ګام اخلي، بیا هم ډله ییزه غلا تر اوسه جریان لري، په داسې حال کې چې هره ورځ زرګونه زیانمن شوي بېوزله کسان د سمیه ییز حکومت له لوري د خوړو د مرستې د تر لاسه کولو لپاره نه یوازې سړکونو، بلکې سیمه ییزو دفترونو او استازو ته مراجعه کوي او تش لاس بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي. (ډاکه ټربیون، د ۲۰۲۰م کال د اپرېل ۱۶مه)

د مسئلې حقیقت دا دی چې د خاین حکومت له لوري د دروغجنو ژمنو او ویناوو سربېره د بېوزلو خلکو لپاره د رښتینو مرستو وېش نه دی ترسره شوی. له شک پرته چې هره ورځ ځینې مرستې د ولسوالیو له لارې وېشل کېږي، مګر بېرته د سیاسیونو، د شوراګانو د غړو او مشرانو له لوري لوټل کېږي. د واکمن ګوند خلک پر ټولنیزو رسنیو د مبالغې لپاره د مرستې رسولو د وېش پر جعلي عکسونو بوخت دي. په حقیقت کې، هغه زاړه بزګران چې د حکومت له (۳۳۳) شمېرې سره یې د مرستې لپاره اړیکه نیولې وه، د خپلو مشرانو له خوا وهل شوي دي. (ډاکه ټربیون، د ۲۰۲۰م کال، د اپرېل ۱۴مه).

د واکمن ګوند له خوا د خوړو د ناوړه ګټې اخیستنې په موخه د ځینو کسانو نیول په حقیقت کې د غټو کبانو نیول او د رژيم د انځور ساتنې لپاره قرباني شوې بکسه ده. په داسې حال کې چې حسینه د خپل ګوند ځینو کسانو ته اجازه ورکړه، تر څو د تش په نوم «انکشافي پروژو» له لارې فرصتونه رامنځ ته کړي، هغه اوس همدا «سیستماتيک فساد» لرې پرتو کونجونو ته هم لېږي، چې د فاسدو ګوندونو پاتې غړي بېرته خپل پخواني حالت ته راستانه کړي.

اې خلکو! حزب التحریر به هېڅلکه تاسو ته له دې تذکر څخه ستړی نه شي، څومره چې سېکولر ډیموکراسي پاتې وي، د اداري فساد داسې کړکېچ به دوام مومي. دا ناقص واکمن نظام دی، چې انسان ته د قانون حق ورکوي، په طبیعي ډول د خپلو شتمنیو لپاره فساد او کړکېچ ته لاره هواروي. د سېکولر واکمنانو فساد یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت سره معامله کېدلای شي، چې هېڅوک پکې د قانون جوړولو واک نه لري. خلک یوازې هغه څه پلي کولی شی چې مخکې قرآن او سنتو  ورته مشخص کړي دي.

اې مسلمانانو! د هغه خلافت لپاره چې د تاسیس ژمنه یې شوې لستوڼي بډ وهئ او هلې ځلې وکړئ، چې د عمر ابن الخطاب په څېر واکمنان پیدا کړئ، چې ویل یې:

"لو أن جملا أو قال شاة أو قال حملا، هلك بشط الفرات، لخشيت أن يسألني الله عنه"

ژباړه: «که زما تر لاس لاندې پسه یا اوښ او یا هم وری د فرات پر غاړه مړ شوی وی، ما به د الله سبحانه و تعالی څخه تمه درلوده چې د قیامت په ورځ به د هغه په اړه له ما څخه پوښتنه کوي»

[حلیة الاولیا]

د حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې