سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

پوهېږئ چې د امام، خليفه او ډال په نه شتون کې ستاسو خور "مسکان خان" د حجاب له امله په هندوستان کې هندوانو وځوروله!؟

خبر:

مسکان خان هغه نجلۍ ده چې د افراطي هندوانو له خوا حجاب ته د سپکاوي پر وړاندې ودرېده؛ نوموړې په کرناټکا کې د مهاتما ګاندي میمریل کالج زده کوونکې ده. سرچینه: (The News)

تبصره:

موږ د عمران او باجوه یوه بله جينايي چوپتیا په داسې وخت کې وينو، چی د هند حکومت په دې هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې سخت اقدامات پیل کړي دي. په کرناټکا کې يوه ځوانه نجلۍ د اسلام د دفاع جرأت کولى شي، خو د اسلامي نړۍ پراشوټي واکمنان چوپ دي؛ دوى باید د دې بې غيرتۍ له امله بنګړي واچوي. دا په داسې حال کې ده چې دهندوستان غوا پرسته هندوانو په سياسي ډول کشمیر له لاسه ورکړی دى. هغه څه چې د "مودي" په لاس کې دي؛ فزیکي عملیات دي، چې له ملیونونو هندي ځواکونو سره، سره بيا هم ناتوانه دی، چې په کشمیر کې مسلمانان ارام کړي. دلته د عمران او باجوه حکومت په عمده توګه ځیني ټکي له پامه غورځوي، ځکه دوی يوازې لاپې وهي، اقدام نه کوي او دا حالت له غوا پرستانو سره لويه مرسته کوي. که په دوى کې له مسلمانانو څخه د دفاع غيرت نه وي؛ نورو مجاهدینو ته خو دې اجازه ورکړي، چې په آزادانه ډول د پولې په اوږدو کې تګ راتګ وکړي.

په کشميري وروڼو د ظلم دوام نور نه شو زغملی، په ۱۹۴۸م، کې موږ کولی شول چې آزاد کشمير تر خپلې ولکې لاندې راولو او دا زموږ مکلفيت وو، چې داسې مو کړي وای؛ خو پاکستاني حکومت د ملګرو ملتونو احترام وکړ او پايله يې دا شوه، چې امريکايانو پاکستانی پوځ د ځينو تړونونو او قوانينو له امله دې ته اړ کړ چې د کشمير د دښمنانو پر ځای خلافت غوښتونکي وځپي. په سيمه کې چين هم د يوه قوه لوبغاړي حالت خپل کړی؛ پاکستاني حکومت کولی شي چې د چين او امريکا تر منځ له اختلافاتو څخه د اسلامي امت په ګټه کار واخلي، خو دوی دا کار نه کوي، په ډېره بې شرمۍ سره يوازې د هند ضد شعارونه ورکوي او وايي چې هند ظالم دی، هند د پاکستان داخلي نظم د افغانستان له لارې خرابوي، هند په ملګرو ملتونو کې د APS تر شاه د پاکستان ضد دوسيې وړاندې کوي... په ياد ولرئ چې حق غوښتل کېږي نه، بلکې په زور اخيستل کېږي. په کشمیر کې د هندي محاصرې نږدې اته سوه ورځې کيږي؛ په دې موده کې د بُت پرستو ظلمونه اوج ته رسېدلي، په زرګونو مسلمان يې شهيدان کړي، په زرګونو نورو ته يې بې عزتي اړولې. ټوله نړۍ پرې خبره ده، خو د ظلم پلوي کوي. پاکستاني حکومت د کشمیر د آزادۍ پر ځاى هندوانو ته بيا، بيا مهلت ورکوي او له خپلو خلکو څخه يوازې په غولونکو شعارونو ځان خلاصوي. شعارونه، مناظرې او خبرې د "مودي" حکومت وحشیانه ظلمونه نور هم زیاتوي، هندوانو د پاکستاني دولت پر وړاندې شديده رواني، سیاسي، پوځي او د نسل وژنې جګړه پیل کړې. هندوان څه کوي او موږ څه کوو؟؟ په دې سره مو حيثيت خرابېږي، چې د کشمیر غوندې مسایلو ته د خبرو لار لټوو، تاريخ ګواه دی چې د کشمیر غوندې لانجې هېڅکله په خبرو نه دي حل شوي. په افغانستان کی هغه وخت امریکا له مجاهدینو سره خبرو ته اړ شوه، چی کله یې د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه د طالبانو پر وړاندې وبايلله. اوسنی حکومت هم د امريکا په برخليک اخته کېدونکی دی، ځکه د بُت پرستانو پروړاندې هېڅ نه شي کولی، په قصدي ډول يې د نړیوال بانک پروګرامونه منلي او د FATF له لارې يې تش او په بې معنا ډول زموږ لاسونه تر شاه تړلي دي، زموږ زمريان په غوا پرستانو باندې هر ډول بریدونو ته چمتو دي، خو تر هغو پورې کشمير نه شي ژغورلی، تر څو پورې چې د خلافت دولت نه وي رامنځ ته شوی، لکه څرنګه چې محمد بن قاسم غوندې اووه لس کلن ځوان د خلافت تر چتر لاندې بريالی شوی و او د الله تعالی بنده ګان يې د بنده له بندګۍ خلاص کړي وو او د الله بندګۍ ته يې رابللي وو؛ زموږ زمريان هم دا کار کولی شي، يوازې خلافت ته اړتيا ده، خلافت ته!

کله چې فساد او ظلم اوج ته ورسېږي، ظالم د دې احساس وکړي چې هر څه زه کولی شم، له ما پرته څوک نه شته چې څه وکړي، مظلوم خپل ټول حواس وبايلي او د آسمان پر لوري بې اختياره خپل لاسونه لپه کړي؛ وپوهېږئ چې په دې وخت کې لوی بدلون حتمي راځي او همدا د بريا لومړنۍ شيبې دي.

د نبوت پر بنسټ راشده خلافت کول کولی شي چې دې ټولو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي؛ اې وروڼو! تر بل هر وخت راشده خلافت ته نږدې شوي يو، د بيا تأسيس لپاره يې تر بل هر وخت زيات کار وکړئ!

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«إنما الإمام جنة يقاتل من ورائه ويتقى به»

ژباړه: امام ډال دى؛ ساتنه کوي او تر شاه يې جګړه کېږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکنه: محمد عادل

ژباړه: حمزه صدیقي

د مطلب ادامه...

اې د هند مسلمانانو، صبر وکړئ... ډیر ژر به ظهیر الدین بابر ستاسو غږ ته لبیک ووايي Featured

په ۲۰۱۴م، کې د نریندرا مودي په مشرۍ د هند د (BJP) ګوند په واک ته رسېدلو سره دا هېواد په نړۍ کې د مسلمانانو لپاره، چې د هند نفوس ۱۲٪ جوړوي، په یو خطرناک ځای بدل شوی دی. د همدې ګوند د واک ته رسېدو له امله، د کشمیر پر خپلواکۍ سترګې پټې شوې، په اسلامي شخصي قوانینو کې لاسوهنه پیل شوه او د سترې محکمې پر قاضیانو یې فشار راوړ چې د ۲۰۱۹م، د نومبر په ۹مه، هندوانو ته د بابري مسجد د ځمکې سپارلو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

ظهیر الدین بابر، چې په هند کې یو ستر مسلمان سلطان و، هغه مهال د BJP رژيم مسلمانانو ته بدیل ځمکه ورکړه چې مسجد پرې جوړ کړي. اوس یې د تابعیت قانون نافذ کړی دی، چې مسلمانان په نښه کوي، تر څو ډېری یې له تابعیت څخه محروم کړي. د هندو ملتپال غورځنګ، هندوتوا د خپل پیل راهیسې د هندو مطلق حاکمیت راوستلو په موخه فعالیت کوي او د هېواد د مسلمانانو پر وړاندې یې مسلسله جګړه پیل کړې ده. څارونکي ټينګار کوي چې د همدې ګوند له تګلارو سره سم هندوتوا په فعاله توګه د هغو پروګرامونو د پلي کولو هڅه کوي، چې په هند کې د ګډوډۍ او جنجالونو د رامنځ ته کېدلو لامل کېږي، چې ښايي د هند مسلمانانو ژوند تر پخوا له ناوړه وضعیت سره مخ کړي.

مسلمانانو په ټول هېواد کې ستر لاریونونه وکړل او د دوی له په نښه کولو څخه، له ورایه ښکاري، چې دوی د پولیسو له ظلم او سرغړونې سره مخ شول. حکومت د کرونا وبا له خپرېدو څخه د مخنیوي په پلمه لاریونونه بند کړل. ګوند په دې هم اکتفا ونه کړه او د سویلي ایالت کرناټکا له لوري پلی شوی ؛د حجاب د بندیز قانون په صادرولو سره نور هم مخ ته ولاړ. دې کار د مسلمانانو احساسات راوپارول او هغوی یې دې ته اړ کړل کې د دې ظالمانه قوانینو غندنه، د ډله ییزو لاریونونو له لارې وکړي. دغه راز حکومت اړ شو چې د ښوونځيو د تړلو امر صادر کړي.

په هند کې د مسلمانو ښځو سپکاوی کېږي او موضوع دلته پای نه مومي، بلکې همدا کفار د مسلمانانو پر وړاندې نور اقدامات ترسره کوي، لکه څنګه یې چې مخکې ترسره کړي وو. د هند د مهمو ټاکنو په مرکز کې د ملي او فرقه يي دښمنیو په شدت سره ښايي د جمعې د لمانځه مخنیوی وشي او د مسلمانانو له وېرې ښايي مسجدونه وتړل شي.

اې مسلمانانو: تاسو ولیدل چې هغې زړورې نجلۍ څرنګه د تکبیر ویلو پر مهال د کافرانو له یوې ډلې سره مخ شوه، د هغوی له ګواښونو ونه وېرېده، په خپل حجاب یې فخر وکړ او پیاوړی هوډ یې څرګند کړ، پر الله تعالی یې توکل وکړ او په پوره یقین سره بیرون راووته او د خپل حجاب، دندې او خپل دین د دفاع لپاره یې د استقامت او عزم بېلګه وښوده، نو ایا تاسو به یې ملاتړ وکړئ!؟

اې مسلمانانو: زموږ خویندې د یو جنایتکار هندو حکومت له لوري تر تعذیب، سرغړونې او د عزت له سپکاوي سره لاس او ګرېوان دي، تر څو هغوی له خپل دین څخه واړوي، له داسې یو حکومت سره مخامخ دي چې د خپل ګوند پلانونه تر هغه وخته پورې پلي کوي، تر څو د هندو د بیا احیا خوب پوره کړي او د تسلط لپاره یې دولت رامنځ ته کړي. دا د دې لپاره ترسره کوي، چې هغه میلیونونه هندیان بېرته راستانه کړي چې د ژوند په اوږدو کې یې اسلام یا عیسویت ته مخه کړې ده، ځکه چې د دوی پلرونه هندوان وو. دوی ادعا کوي چې اولادونه یې هم باید بېرته د خپلو پلرونو دین ته راوګرځي.  

{وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلاَّ أَن يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ}[بروج: ۸]

ژباړه: او له مومنانو سره د هغوی دښمني له دې پرته په نور څه نه وه، چې مومنانو په هغه الله تعالی ایمان راوړی و، چې برلاسی او په خپل ذات کې په خپله ستایل شوی دی.

ایا تاسو به د دوی مرستې ته راودانګئ؟ تاسو څنګه راضي یاست چې دوی ستاسو د وروڼو او خویندو پر خلاف دسیسې جوړوي!؟ ایا تاسو د لا اله الالله محمد رسول الله تر بیرغ لاندې سره یو موټی کېدلای نه شئ، چې د الله سبحانه وتعالی کلمه لوړه کړئ؟  

اې مسلمانانو: موږ یو بدن یو، که د بې خوبۍ یا تبې له امله مو یو غړی زیان مومي، ټول بدن مو په درد وي. زموږ خویندې د خپل دولت د راستنېدلو لپاره په درد او غم کې ژوند کوي او هیله لري چې د دوی د دفاع لپاره د دغو جنایتکارو کفارو دسیسې شنډې شي، چې هېڅ ډول تړون ته درناوی نه لري او هېڅ ډول اړیکې ته ارزښت نه ورکوي. ایا تاسو د خپل دولت تر سیوري لاندې د خپل ژوند د بیا احیا هیله لرئ، تر څو هېڅوک جرأت ونه کړي چې یوه نارینه یا ښځينه ته زیان ورسوي؟ اوس تاسو د ځمکې پرسر د خپل دولت د نه شتون له امله د دې شاهد یئ چې پر دوی ټول دښمنان مسلط دي.

دا کفار په پراخه کچه تبلیغات کوي او جعلي تورونه پورې تړي، تر څو اکثریت هندوان فکر وکړي چې د دوی حقونه په هېواد کې تر پښو لاندې کېږي او د دوی دین، کلتور او ان ځانونه یې د مسلمانانو له لوري په خطر کې دي، د اسلام پر وړاندې غږ پورته کوي او نور کفري هېوادونه یې ملاتړ کوي. اې اسلامي امته تاسو چېرته یاست؟ ایا ماشومان مو د یتیمانو په څېر ژوند نه کوي!؟ ایا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د دولت د بیا  تاسیس وخت نه دی رارسېدلی، تر څو هغه مقام ترلاسه کړئ، چې الله سبحانه  وتعالی ستاسو لپاره غوره کړی دی؟

اې د شرق او غرب مسلمانانو: موږ د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو په څانګه کې هغه زیانونه په کلکه غندو چې د نړۍ په هر ګوټ کې زموږ خویندې ورسره لاس او ګرېوان دي او تاسو ته یادونه کوو چې د ذلت او کمزورتیا یوازینی لامل مو د خلافت نه شتون دی او یوازې د خلافت په بیا تاسیس سره موږ خپل ویاړ او پخوانی برم بېرته راستنولی شو.

 {كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ * لَن يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِن يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ}[عمران: ۱۱۰-۱۱۱]

ژباړه: اوس په نړۍ کې هغه غوره ډله تاسو یاست چې د انسانانو د لارښودنې او اصلاح لپاره منځ ته راوړل شوې ده، تاسو د نیکۍ امر کوئ او له بدیو منع او پر الله تعالی ایمان لرئ. که دغو کتابیانو ایمان راوړی وی؛ نو د همدوی لپاره ښه وه، که څه هم په هغو کې ځينې د ایمان خاوندان شته؛ خو د دوی ډېری کسان له فرمان څخه سرغړوونکي دي؛ دوی تاسو ته هېڅ ورانی نه شي دراړولی، یوازې دومره کولای شي چې په تنګ مو کړي. که دوی له تاسو سره وجنګېږي، نو په مقابله کې شا درواړوي، بیا به داسې بېوسي وي چې له هېڅ لوري به مرسته ورته ونه رسېږي.

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

د مطلب ادامه...

د حزب التحریرـ ولایه سوډان یوه پلاوي له پروفیسور ابو صالح سره وکتل Featured

  • خپور شوی په سوډان

د حزب التحریرـ ولایه سوډان یوه پلاوي د ۲۰۲۲م، د فبروري په ۱۰مه، له پروفیسور محمد حسین ابو صالح سره په سوډان کې د سیاسي بحران د حل په موخه وکتل. په دې لیدنه کې د حزب التحریرـ ولایه سوډان د مرکزي اړیکو د کمېټې مشر استاد ناصر رضا محمد عثمان، د کمېټې د همغږۍ مدیر استاد عبدالله حسین او د کمېټې غړی استاد عبدالقادر عبدالرحمن هم مل وو.

د ناستې په پيل کې، پروفیسور محمد حسین ابوصالح د خپل ابتکار په اړه خبرې وکړې، چې څنګه کولای شي د اوسنیو اختلافاتو له امله په سوډان کې دننه د یوې حلارې له مخې هېواد له ټوټه ټوټه کېدو او همدا راز له استعمارګرو وساتي، چې غواړي د هېواد شتمني لوټ کړي. وروسته استاد ناصر رضا د هغو لویو شخړو په اړه خبرې وکړې، چې ښايي په هېواد کې پېښې شي او دا یې د محلي وسایلو څخه په ګټه اخیستلو یوه استعماري هڅه وبلله. له همدې امله، شخړې باید د اسلامي اعتقاداتو له زاویې مدیریت شي او معیار باید هېواد یا د واقعیت پر اساس تپل شوی چوکاټ نه، بلکې اسلام ونیول شي. اسلام موږ ته سیاسي نظام ټاکلی، چې هغه ډیموکراتيک تحول یا کوم بل شی نه، بلکې د خلافت نظام دی.

د ناستې په پای کې، دواړو لورو پرېکړه وکړه چې یوازې د اسلامي عقیدې پلي کول د فکر او پرمختګ اساس دی، د ناستې په پای کې د لا ډېرو اړیکو پر ارزښت ټینګار وشو.  

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان ویاند

د مطلب ادامه...

د اسلام له نظره انسان ته د خنزیر جنتیکي-اصلاح شوي زړه پیوند

  • خپور شوی په تثقیفي

د پاکستان اکسپرس تربیون ورځپاڼې د 2022 م، د جنوري په 30مه په یوه راپور کې ویلي: '« لومړی ځل دی چې یوه ناعلاجه ناروغ ته د خنزیر جنتیکي اصلاح شوی زړه پیوند کیږي، دې کار په مسلمانانو او نړۍ کې تاوده بحثونه راپورته کړي. په ټولینزو رسنیو او بهر کې خلکو دا غوغا پورته کړې، چې د اسلام له نظره د یوه حرام خنزیر زړه پیوند انسان ته څنګه دی. په همدي لړ کې، اکسپرس تربیون له مفتي ډاکټر ارشاد اعجاز سره اړیکه ونیوله ترڅو دغه پرمختګ روښانه کړي. مفتی اعجاز د شرعیت یو تکړه عالم دی چې په فقه او فتوا کې تخصص لري.»

اوسمهال چې رسنۍ د لیبرال نظرونو خپرولو لپاره په ټوله اسلامي نړۍ کې استفاده کیږي، د حرانتیا خبره ده چې رسنۍ په داسې یوه موضوع بحث کوي، چې د اسلامي امت په چارو پورې اړه لري. دین یو کامل نظام دی، د هر عمل او شي لپاره یې پوره لارښوونه کړې او د پوره منلو لپاره دی. په حقیقت کې، دا د رسنیو دنده ده چې د پیښو په اړه اسلامي موقف وړاندې کړي. همدارنګه د اسلام پر اساس امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي علماوو دنده ده، چې د خلافت اړوند حکام یې له ځنډ پرته عملي کړي.

ناعلاجه ناروغ ته د خنزیر جنتیکي اصلاح شوي زړه پیوند او د درملنې په موخه  د نجسو او حرامو شیانو کارول په اسلام کې جواز نه لري. د طبي درملنې لپاره د حرام او نجس څخه ګټه اخیستنه په سنت کې ثابته شوې او سنت د قرآن کریم روښانه کوونکي دي.

خنزیر په اسلام کې حرام دی. الله تعالی فرمایلي:

{حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ} [المائده: 3]

ژباړه: پرتاسو حرام کړل شوي (د خوراک لپاره)؛ مردار شوي حیوانات، وینه، د خنزیر غوښه.

اسلام له حرامو څخه ګټه ترلاسه کول حرام کړي دي. ابو داود له ابو هریره رضی الله عنه څخه نقل کوي چې رسول الله فرمایلي:

«إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَ الْخَمْرَ وَثَمَنَهَا وَحَرَّمَ الْمَيْتَةَ وَثَمَنَهَا وَحَرَّمَ الْخِنْزِيرَ وَثَمَنَهُ»

ژباړه: الله تعالی شراب او د هغه قیمت حرام کړي، مردار شوی حیوان او د هغه قیمت یې حرام کړی، خنزیر او د هغه قیمت یې حرام کړی.

بخاری له جابر بن عبدالله څخه روایت کوي، چې هغه له رسول الله څخه اوریدلي:

«إِنَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ حَرَّمَ بَيْعَ الْخَمْرِ وَالْمَيْتَةِ وَالْخِنْزِيرِ وَالْأَصْنَامِ فَقِيلَ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَرَأَيْتَ شُحُومَ الْمَيْتَةِ فَإِنَّهَا يُطْلَى بِهَا السُّفُنُ وَيُدْهَنُ بِهَا الْجُلُودُ وَيَسْتَصْبِحُ بِهَا النَّاسُ فَقَالَ لَا هُوَ حَرَامٌ ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عِنْدَ ذَلِكَ قَاتَلَ اللَّهُ الْيَهُودَ إِنَّ اللَّهَ لَمَّا حَرَّمَ شُحُومَهَا جَمَلُوهُ ثُمَّ بَاعُوهُ فَأَكَلُوا ثَمَنَهُ»

ژباړه: د مکې د فتحې په کال کې مې له رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه واورېدل، چې هغه وفرمایل؛ " الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم د شرابو، مردار شویو حیواناتو، خنزیر او بتانو تجارت حرام کړ، خلکو پوښتنه وکړه چې یا سول الله! د مردار شویو حیواناتو وازده څنګه، چې د بیړیو او پوست په غوړولو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي او خلک ورڅخه د پوست او بیړۍ روښانه کولو لپاره ګټه اخلي؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل، "نه، دا کار حرام دی." رسول وویل؛ د الله تعالی لعنت دې وي پر یهودانو، الله تعالی د حیواناتو وازده پر هغوی حرامه کړه، خو هغوی وازده ویلي کړه، خرڅه یې کړه او ګټه یې وخوړله."

د حرامو شیانو څخه په طبابت کې ګټه اخیستل حرام نه دي، دا په نبوي سیرت کې روښانه شوي. مسلم له انس رحمه الله څخه روایت کوي:

«رَخَّصَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم أَوْ رُخِّصَ لِلزُّبَيْرِ بْنِ الْعَوَّامِ وَعَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَوْفٍ فِي لُبْسِ الْحَرِيرِ لِحِكَّةٍ كَانَتْ بِهِمَا»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه و سلم زبیر بن عوام او عبدالله بن عوف ته د خارش درلودلو له امله د ابریشم اغوستلو اجازه ورکړه.

د ابریشم اغوستل د نارینه وو لپاره جواز نه لري، مګر په طبابت کې اجازه شته. نسایې له عرفه بن سعد څخه روایت کوي:

«أَنَّهُ أُصِيبَ أَنْفُهُ يَوْمَ الْكُلاَبِ فِي الْجَاهِلِيَّةِ فَاتَّخَذَ أَنْفًا مِنْ وَرِقٍ فَأَنْتَنَ عَلَيْهِ فَأَمَرَهُ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم أَنْ يَتَّخِذَ أَنْفًا مِنْ ذَهَبٍ»

ژباړه: د هغه پزه په جاهلیت کې د الکلاب په جګړه کې غوڅه شوې وه، هغه د سپینو زرو پزه جوړه کړه چې ورو ورو اوبه کېدله، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وویل چې له سرو زرو څخه ځانته پزه جوړه کړه." سره زر د نارینه وو لپاره منع دي، مګر په طبابت کې یې کارول جواز لري.

له دې سره، د نجسو شیانو کارول په طبابت کې منع نه دي، دا هم نبوي سنتو ثابته کړې، بخاری له انس رحمه الله څخه روایت کوي:

«أَنَّ نَاسًا، اجْتَوَوْا فِي الْمَدِينَةِ فَأَمَرَهُمُ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم أَنْ يَلْحَقُوا بِرَاعِيهِ ـ يَعْنِي الإِبِلَ ـ فَيَشْرَبُوا مِنْ أَلْبَانِهَا وَأَبْوَالِهَا، فَلَحِقُوا بِرَاعِيهِ فَشَرِبُوا مِنْ أَلْبَانِهَا وَأَبْوَالِهَا، حَتَّى صَلَحَتْ أَبْدَانُهُمْ»‏

ژباړه: د مدینې اوبه او هوا په ځینو خلکو نه لګېدله، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د چوپان څخه د پیروۍ امر وکړ یعنې د اوښانو شیدې او بولې دې وخوري (د دوا لپاره). نو هغوی له چوپان څخه پیروي وکړه او د اوښانو شیدې او بولې یې وخوړې ترهغو چې جوړ شول."

ځینې خلک ناروغ شول، نو رسول الله اجازه ورکړه چې له بولو څخه استفاده وکړي؛ سره له نجس توبه یې.

اسلام د ژوند کامله لاره ده، کله چې یوه ستونزه رامنځ ته کیږی، نو مسلمانان باید قرآن او سنتو ته رجوع وکړي. الله تعالی فرمایلي:

{فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ}[النسأ:3]

ژباړه: که ستاسې ترمنځ کومه شخړه پیښه شي، الله او د هغه رسول ته یې وړاندي کړئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا كِتَابَ اللهِ وسُنَّةَ نَبِيِّهِ»[امام مالک موتا]

ژباړه: ما تاسو ته دوه شیان پریښي دي که تاسو په هغو منګولې ولګوئ هېڅکله به ګمراه نه شی، د الله تعالی کتاب او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم سنت.

پریږدئ چې مسلمانان په عام ډول او علما او خبرنګاران په خاص ډول، د مسلمانانو ټولو چارو ته د وحې له نظره وګوري. پریږدئ چې د وحې آیتونه په ځیر سره وګوري او د خلافت پیړیو له فقهي میراث څخه سمه ګټه واخلي. پریږدئ چې اسلامي ټولنې د یونان له فلسفې، شرق پیژندنې، غربي عقل ګرایۍ، کاپیټالیزم، انحرافي مډرنیېزم او هیومانېزم له فسادي مفکورو څخه پاکې شي. دا موضوع به د خلافت بیا راتګ ته قوي فضا جوړه کړي او د خلافت بیا راتګ په ثواب کې به یې ګډون کړی وې. الله تعالی دې زموږ ټولو طاعتونه قبول کړي، چې د اطاعت کوونکو په اول صف کې راشو او د غفلت له امله ګناهکار نه شو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

مصعب عمیر – ولایه پاکستان

د مطلب ادامه...

په بورکیناپاسو کې نظامي کوداتا

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د ۲۰۲۲ م کال د جنوري میاشتې پر ۲۴مه د بورکیناپاسو پوځ د دغه هېواد ولسمشر «راچ کیباري» له واکه ګوښه او د قدرت تر لاسه کول اعلان کړل، همدارنګه پوځ حکومت او پارلمان منحل کړل او پولې یې وتړلې.

د پوځ دویم مشر «پول هنري سنګاډو ډومبیا» هغه اعلامیه لاسلیک کړه چې پکې کوداتا اعلان شوې او یو بل نظامي افسر د ساتنې لپاره ملي حرکت په نوم په ټلویزیون کې ولوستله. په دې اعلامیه کې ژمنه وشوه چې حکومت به بیرته خپل قانوني حالت ته ګرځي، خو دا یې څرګنده نه کړه چې کله به دا کار کېږي. د دې کوداتا تر شاه څه دي؟ ایا دا څه په یاد هېواد کې پر نړیوال اختلاف پورې اړه لري؟

ځواب:

د واضح ځواب تر لاسه کېدو لپاره لاندې مواردو ته اشاره کوو:

۱. د بورکیناپاسو هېواد پخوانی نوم «اپیر ولټیا» و، دغه هېواد هم په هغو اسلامي هېوادونو کې راځي چې ۶۰ سلنه خلک یې مسلمانان دي. دا په افریقا کې څلورم هغه هېواد دی چې د نورو کانونو تر څنګ لکه مس او زینګ سره زر هم لري او تولیدوي.

فرانسې په ۱۸۹۶ م کال کې بورکیناپاسو اشغال او مستعمره کړه. دوی دغه هېواد په همغه وخت کې د فرانسې له ایتلاف او ټولنې سره یوځای کړ. همدارنګه په ۱۹۶۰ م کال کې یې باید خپلواکي ورکړې وای، خو فرانسې په هغه پورې اړوند پوځ رامنځته کړ. دغه واک د یاد هېواد ځانګړو ځواکونو ته ورکړل شو، څو په سیمه کې د فرانسې نفوذ وساتل شي. فرانسې تر دغه کار وروسته دغه هېواد د افریقا د پنځو ساحلونو غړی کړ، څو په دې سره په غرب او مرکزي افریقا کې خپل نفوذ وساتي.

دا هر څه د یاد هېواد پر اقتصاد پورې اړه لري او افریقایي فرانک هم ورته ویل کېږي چې د ایرو پر وړاندې یو واحد دی. د هغو هېوادونو پیسې چې له دې «کرنسۍ» سره تړاو لري، د فرانسې مرکزي بانک ته ولېږدول شوې. فرانسې د دې لپاره په دغو پیسو پانګونه وکړه چې د یاد هېواد د اقتصاد ملاتړ وکړي. دا هغه استعماري تګلاره ده چې یاد هېواد مستعمره او د شتمنۍ تر څنګ یې ټول واک په لاس کې واخلي.

په هر حال، امریکا هڅه وکړه چې له ښکېلاک څخه د خپلواکۍ تر لاسه کېدو نظرو پر اساس دې څه ته لاس رسی ولري. یوازې دا نه، بلکې امریکا د مرستو له لارې، نړیوالو پیسو او غیر عادلانه شرطونو، مدني ټولنې سازمانونو او امنیتي او سیاسي پرسونل ته د لاس رسي له لارې یې دې څه ته د لاس رسي کوښښ وکړ. امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمې کارولو سره هڅه وکړه چې هلته خپل نفوذ پراخه کړي او په یاد هېواد کې یې وسله والو اسلامي ډلو پر وړاندې د مبارزې په پلمه د نظامي اډو حوړېدل پيل کړل.

۲- امریکا په بورکیناپاسو او د دغه هېواد په ور څېرمه هېوادونو کې خپل لومړیتوبونه په ډاګه کړل او د ساحلي سیمې لپاره یې په ۲۰۲۰ م کال کې خپل ځانګړی استازی هم وټاکه. امریکا دا اقدام د اسلامي وسله والو ډلو د بریدونو مخنیوي او له تاوتریخوالي سره د مخ کېدو په پلمه وکړ. د امریکا حکومت اعلان وکړ چې په ساحلي هېوادونو په ځانګړې ډول د بورکیناپاسو، مالي او نایجیریا هېواد تر منځ په سرحد کې حالت مخ په خرابېدو دی او د دې سیمې لپاره د ځانګړي استازي ټاکل لازم دي. 

فرانسې په ۲۰۱۳ م کال کې یو ځل بیا په سیمه کې لاسووهنه وکړه، دا لاسووهنه یې د خپل نفوذ ساتلو او اسلامي وسله والو ډلو پر وړاندې د مبارزې په پلمه په ۲۰۱۲ م کال کې په مالي هېواد کې تر کوداتا وروسته وکړه. د همغه کال په وروستیو کې په یاد هېواد کې د فرانسې د شتون او په لودیځه افریقا کې د دغه هېواد د لاسوهنې پر وړاندې لاریون تر سره شو. دوی بیرته فرانسې هېواد ته د هغوی د سرتېرو ستنېدو غوښتنه وکړه. دا ټول په بورکیناپاسو، مرکزي او لودیځه افریقا  کې د امریکا او فرانسې د اختلافونو ښودنه کوي. 

په لویدځه او مرکزي افریقا کې د فرانسې او امریکا اختلافونه له همدې امله دي. د دې اختلاف په اړه له «مکرون» سره په یو مطبوعاتي کنفرانس کې نوموړي دې مسلې ته له بلې لارې اشاره وکړه او ویې وویل: «اړیکې ډېرې ترینکلې دي او له افریقا سره اقتصادي او مالي نوې هوکړې ته زیان رسوي.» هغه همدارنګه وویل: «اروپا باید په دې برخه کې د روغتیا، پوهنې او چاپېریال په برخه کې د شرطونو په منلو سره ګواښونو ته ځان ورکړي.» (https://presidence-francaise.consilium.  (سرچینه: اې ایف پي، ۲۰۲۱، د ډیسمبر نهمه)

نوموړي په «سټرس بورک» کې د ۲۰۲۲ م کال د جنوري پر ۱۹مه یو ځل بیا د اروپا د پارلمان تر استازیتوب وړاندې پخپلو خبرو کې دغه بیانیه تایید کړه؛ هغه ورځ چې هېواد یې د شپږو میاشتو لپاره د اروپایي ټولنې سرپرستي تر لاسه کړه. دا هغه ورځ وه چې نوموړي د افریقا په وچه کې پر نویو ملاتړو غږ وکړ او په فبروري میاشت کې یې د دواړو وچو تر منځ د ناستې ترسره کېدل اعلان کړل. (سرچینه، فرانسه ۲۴، ۲۰۲۲، د جنوري ۱۹)

هغه همدارنګه هلته خپلې پانګونې ته اشاره وکړه، د اروپایي ټولنې د واکمنۍ کمپنیو ته، په ځانګړي ډول د فرانسې هېواد پانګې او چور چپاول ته. نوموړي همدارنګه د روغتیا په برخه کې هم پانګونې ته اشاره وکړه، چې درمل برابر کړي. ده د امنیت برخه هم یاده کړه، څو هلته د فرانسې د نفوذ ساتنه وکړي.

۳- د امنیتي سرچینو د راپور له مخې، د بورکیناپاسو ولسمشر «کابیري» د ۲۰۲۲ م کال د جنوري پر ۲۳مه د نظامي کوداتا پر مهال ونیول شو او له واکه ګوښه شو، دا هغه وخت وشول چې د یاد هېواد نظامي برخې د نوموړي د واکمنۍ پر وړاندې ودرېدې. همدارنګه هغوی د پوځ د لوړ پوړو غړو او د استخباراتو د مشر له واکه ګوښه کېدل وغوښتل. دوی یاد کسان د جهادیانو پر وړاندې په مبارزه کې په پاتې راتلو تورن کړل او له دغو ډلو سره د مخ کېدو په برخه کې یې د نورو سرچینو ځانګړي کولو غوښتنه وکړه. هغوی همدارنګه د جنرال «ګلبریټ ډینډیر» د خوشي کېدو او د ولسمشر د لېرې کېدو غوښتنه وکړه. دا جنرال په ۲۰۱۵ م کال کې د شته واکمنۍ له لوري د ناکامې کوداتا د هڅې په تور نیول شوی او بندی شوی و.

پوځ وویل: «کابیري د ملت په یوځای کولو او د امنیتي ګواښونو په مخنیوي کې ناکام شوی، چې په خبره یې، دا څه د یاد هېواد د خلکو شتمنۍ ته ګواښ دي. (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۲۲، د جنوري ۲۵مه) د کوداتا مشر «پول هانري سنډاګو ډمیبا» په بورکیناپاسو کې ستر امنیتي افسر دی، نوموړی په پاریس کې له نظامي ښوونځي فارغ شوی او له «سینام» انسټیټیوټ څخه یې د ساینسي جرمونو په برخه کې ماسټري تر لاسه کړې ده. 

په ټوله کې د نوموړي دغه روزنه، د فرانسې هېواد غوښتنه او د کوداتا لپاره دا بې بنسټه دلیل چې ګواکي فرانسه د کوداتا تر شاه نه وه، خو دا ټول شواهد او ثبوتونه ښيي چې یاده کوداتا د فرانسې په ملاتړ ترسره شوه.

۴- د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تر کوداتا وروسته وویل: «د بورکیناپاسو ولسمشر «کایبري» د دویم ځل لپاره د ډیموکراټیکو ټاکنو په پایله کې د یاد هېواد د خلکو له لوري ټاکل شوی و. ما وویل چې دی فیزیکي ګواښ نه شي پېښولی. (اې ایف پي، ۲۰۲۲، د جنوري ۲۵مه) په دې اعلامیه کې یو مکر شته چې له کوداتا څخه د نوموړي ملاتړ څرګندوي. همدارنګه نوموړي په دې اړه کومه اندېښنه هم نه درلوده.

هغه وویل: «د بورکیناپاسو ولسمشر نه ګواښل شوی او نه کوم فیزیکي زیان ورته رسېدلی. دا غوره ده چې هغه ژغورل شوی، که نه وژل شوی به و.» په بورکیناپاسو کې د فرانسې له لوري د مخالف د وژلو او د هغه پر ځای د خپل استازي ټاکل کېدل مشهور دي. د یاد هېواد پخوانی ولسمشر «ټامس سنکیرا» هم په ۱۹۸۷ کال کې هغه مهال وژل شو و چې په یو مارکسستي انقلاب کې راښکاره شوی و او هڅه یې کوله چې د امریکا لپاره خپل کار کول منظم کړي.

دی د فرانسې د استازي او مزدور «بلیس کمپوري» له خوا وژل شوی و، هغه کس چې د نوموړي تر وژل کېدو وروسته یې د نظامي کوداتا له لارې واک تر لاسه کړ او دا څه د فرانسې له لوري په همغه کال ترسره شول. فرانسې خپل دغه رول ته تر ۲۰۱۴ م کاله پورې دوام ورکړ، یعنې کله چې د امریکا پلوي نظامي بیا کوداتا وکړه. یو کال وروسته دوی د ټاکنو ترسره کېدو ته اجازه ورکړه او «کابیري» په ۲۰۱۵ کال کې واک ته ورسېد او ټاکنې یې وګټلې. مکرون واک ته د هغه رسېدل او خوشي کېدل نه غوښتل. د فرانسې ولسمشر بیا په مالي کې د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم «باب کر کیتا» د خوشي کېدو غوښتنه وکړه او هغه په ۲۰۲۰ کال کې واک تر لاسه کړ؛ ځکه په مالي هېواد کې هغه وخت ولسمشر د فرانسې استازی او مزدور و، نو ځکه یې د هغه د خوشي کېدو غوښتنه وکړه، خو مکرون د «کابیري» خوشي کېدل نه غوښتل. له دې څخه معلومېږي چې نوموړی فرانسې ته ژمن نه و. مکرون همدارنګه د بورکیناپاسو پر کوداتا نه اندېښمن شو او نه یې وغندله، خو ویې وویل: «موږ د افریقا په لودیځه برخه کې له نورو هېوادونو سره یوځای دا څه غندو.»

۵- په دې برخه کې د امریکا په اړه، د سپینې ماڼۍ ویاند وویل:

«د امریکا متحده ایالاتونه د بورکیناپاسو پر وسله وال پوځ غږ کوي چې ژر تر ژره د دغه هېواد ولسمشر کیبري ازاد کړي، د بورکیناپاسو اساسي قانون او سیمه‌ییزې رهبرۍ ته درناوی وکړي. واشنګټن ښکېل اړخونه خبرو اتر ته هڅوي، څو په بحث کې خپلې غوښتنې مطرح کړي.» (سرچینه: اې ایف پي، ۲۰۲۲، د جنوري ۲۴مه)

دا څه ښيي چې امریکا په بورکیناپاسو کې پر نظامي کوداتا خوښه نه وه، نو ځکه یې د دغه هېواد د ولسمشر د خوشي کېدو، اساسي قانون ته د درناوري، د یو سیمه‌ییز مشر په توګه د ولسمشر د ازادېدو او بیرته واک ته راتګ غوښتنه کوي، ځکه د امریکا د حکومت په وینا، نوموړی د ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی و. دا په ۲۰۱۴ م کال کې په بورکیناپاسو کې د ترسره شوې نظامي کوداتا د ترسره کېدو په تړاو د امریکا د هغه وخت له دریځ سره توپیر لري. هغه مهال د سپینې ماڼۍ ویاندې جان پسکي وویل: «د امریکا حکومت اوسمهال د هغه څه شرحه کولو ته چمتوالی نه لري چې ووایي، په بورکیناپاسو کې ترسره شوې پېښه نظامي کوداتا وه که نه.» (سرچینه: ۲۰۱۴ د نومبر درېیمه، رویټرز)

همدارنګه امریکا په ۲۰۱۴ م کال کې په یاد هېواد کې د کوداتا ملاتړ وکړ، چې هغه مهال یې کوداتا نه ورته ویله، خو په وروستۍ کوداتا کې یې پر پوځ غږ وکړ چې ژر تر ژره ولسمشر ازاد کړي او اساسي قانون ته درناوی وکړي. افریقایي ویاندې «کیلي کهالن» د ۲۰۲۲ م کال د جنوري پر ۲۵مه تر کوداتا وروسته د ایمل له لارې وویل: «د پوځ مشر دیمبا د وسلو په زور واک تر لاسه کړی، باید ملکي واکمنۍ او بشري حقونو ته درناوی ولري.»

په هر حال، د امریکا غندنه ښيي چې د یاد هېواد د پوځ مشر «دیمبا» د متحده ایالاتونو په ډېرو نظامي ښوونې او روزنې کې له ۲۰۱۰ بیا تر ۲۰۲۰ م کاله برخه اخیستې ده.

۶- روسیې هېواد هم په بورکیناپاسو کې پر هغه څه خواشیني ښودلې وه چې هلته پېښ شوي وو. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاروف» په همدې تړاو په یوه بیانیه کې وویل: «مسکو د روسیې په دوست او افریقایي هېواد کې پر پېښه شوې کوداتا، ناوړه سیاسي حالت اندېښمن دی. روسیه په یاد هېواد کې اوسنی حالت له نېږدې څاري او هیله څرګندوي چې ژر تر ژره په دغه هېواد کې حالت بیرته عادي شي. (د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویبپاڼه، ۲۰۲۲، کال د جنوري ۲۴مه)

د روسیې دغه له لېوالتیا ډکه پاملرنه یو دلیل لري، څو په غربي برخه کې خپل نفوذ وساتي. څنګه چې څرګنده شوه، امریکا په افریقا کې له روسیې ګټه اخلي، څنګه چې په منځني ختیځ کې یې کاروي او هلته خپل نفوذ پرې ساتي. د بېلګې په ډول په سوریه کې د روسیې کارونه، چې په ۲۰۱۵ م کال کې یې د لاسووهنې لپاره شین څراغ ورکړ، څو هلته د خپل مزدور بشار نظام وساتي. له دې کار څخه یې خپله ګټه پورته کړه، څنګه یې چې په لیبیا کې ترسره کړل. امریکا له حفتر وغوښتل چې له روسیې سره اړیکه ونیسي او له هغه څخه د اروپا پر وړاندې ګټه واخلي.

په وروستیو کې یې په مالي هېواد کې خپل استازي ته امر کړی چې د فرانسې له نفوذ سره د مبارزې لپاره له هغوی د ملاتړ غوښتنه وکړي. پر همدغه اساس، روسیې د وانګر په نوم خپل خلک هلته ولېږل. د بهرنیو اړیکو مسول «اندرو لیبوویتز» دې څه ته اشاره وکړه او ویې ویل: «اروپا او فرانسه په ساحلي هېوادونو کې له جهادي ډلو سره په مبارزه کې له ستونزو سره مخ کېږي، نو ځکه یې روسیې ته ویلي چې په دغه هېواد کې په ځانګړي ډول په مالي هېواد کې خپله امنیتي همکاري پراخه کړي.» (سرچینه: خبر ۲۵. کام، ۲۰۲۲، د جنوري ۲۶مه)

په هر حال، په بورکیناپاسو کې د روسیې د نفوذ تثبیتېدل ډېر لېرې دي. په بورکیناپاسو کې له فرانسې سره د روسیې اختلافات نشته. د فرانسې لوړ پوړي امنیتي چارواکي چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کوله، وویل: «په حقیقت کې «دمبیا» په پاریس کې روزل شوی و، نه په مسکو کې. دا په دې مانا ده چې فرانسه به د بورکیناپاسو له پوځ سره د مرستې لپاره یوه لاره پیدا کړي او باید پر امنیتي مسایلو خبر وکړي؛ خو موږ باید فعال پاتې شو، څو روسان له رامنځته شوې تشې ګټه وانه خلي.» (سرچینه: خبر ۲۵.کام، ۲۰۲۲، د جنوري ۲۶مه)

۷- په بورکیناپاسو او د افریقا په مرکزي او غربي برخه کې د امریکا او فرانسې د اختلافونو واقعیت هغه څه دی چې موږ یې پورته یادونه وکړه. په بورکیناپاسو کې د امریکا او فرانسې کوداتاوې او ضد کوداتاوې د دوام په حال کې دي او دغه اختلافونه د یاد هېواد تر پلو هم اوښتي دي. په ټوله کې ویلی شو چې امریکا، فرانسه او زړه ښکېلاکګره بریټانیا خپل اشغال ته همداسې دوام ورکوي او غواړي چې په دغو هېوادونو کې نفوذ وساتي.

که ښکېلاکګر هېوادونه په مستقیم ډول د یو هېواد په نیولو ونه توانېږي، نو هغوی هڅه کوي چې له سیاسي، نظامي، اقتصادي، فرهنګي، رسنیو او نورو له لارې د خپلو مزدورانو پر مټ د نفوذ لپاره یوه لاره پیدا کړي. دا د ښکېلاک کېدونکو هېوادونو لپاره ډېره ګواښونکې ده. د وسله وال پوځ په مرسته تر ښکېلاک ډېره ګواښونکې ده.

(هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ) [منافقون: ۴]

ژباړه: اصلي دښمنان همدوی دي، هغوی ته پام کوئ. الله سبحانه وتعالی به دوی له منځه یوسي، هغوی څنګه دوکه شوي دي؟

داسې ترسترګو کېږي چې کوداتا په یو هېواد کې د خپل نفوذ پیدا کېدو او له هغه هېواده د نورو د نفوذ لېرې کېدو تر ټولو ساده لاره ده. د کوداتا ترسره کوونکي بیا قدرت ته د رسېدو لپاره ورسره همکاري کوي، حتا که د وګړو د له منځه تلو په بیه هم وي.

دوی د بهرنیو سرتېرو له خلاصون او خپلواکۍ تر لاسه کولو لپاره بله لاره نه لري او دې ته په تمه وي چې په واک کې د پاتې کېدو او یا واک ته د رسېدو لپاره له نورو د ملاتړ غوښتنه وکړي. په دوی کې هم خپلواک ذهنونه نشته او همدارنګه داسې ایډیولوژیکه تګلاره او سیاسي کسان هم نشته چې له یاد بحران څخه د هېواد د وتلو لپاره پر یوې تګلارې غور وکړي. د اسلامي هېوادونو بدبختي همدا لاسپوڅي واکمنان دي چې څوکۍ ته پر خپلو خلکو او هېواد لومړیتوب ورکوي. پر مسلمانانو واجبه ده چې له ښکېلاک څخه د خلاصون لپاره صادقانه هڅې وکړي او له سره اسلامي ژوند پیل کړي. هغه وخت به امت له دې بحران څخه وژغورل شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ) [عمران: ۱۱۰]

ژباړه: تاسو غوره امت یاست چې د انسانانو د ګټې لپاره پیدا شوي یاست، په معروف امر کوئ او پر الله سبحانه وتعالی ایمان لرئ. که اهل کتاب پر دې روښانه برنامې ایمان راوړي، هغوی ته غوره ده. خو کم یې باایمانه دي او ډېری یې فاسقان دي او د الله سبحانه وتعالی اطاعت نه کوي.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د امریکا مرکزي بانک د سود د نرخ لوړېدو اعلان وکړ

خبر:

د ۲۰۲۲م، د جنوری په ۲۶مه، د دغه بانک رییس جیرم پاول په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: د دې احتمال دی، چې په مارچ میاشت کې مرکزي بانک د سود نرخونه لوړ کړي او دا به سږ کال د بیو د لوړېدو لومړی پړاو وي. [سرچینه: Politico.com]

پاول وویل چې نوموړي د مرکزي بانک د موضع په اړه له خبریالانو سره کتلي، ولمسشر بایډن هڅه کوي، چې پرته له کومې وېرې په پراخه کچه اقتصادي او سیاسي هیلې رامنځته کړي او هغه ناڅرګندتیاوې ومني چې له پخوا پاتې دي.

تبصره:

دا په داسې حال کې ده، چې پانګه اچونکي تمه لري،  په ۲۰۲۲ م، کې به نرخونه څلور برابره لوړ شي. د مرکزي بانک له ناستې وروسته پاول په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې، پانګوالو ته د هغو ګډوډیو په اړه هېڅ ډاډ ورنکړ، چې په مارکېټ کې رامنځ ته شوي دي. هغه بیې چې د نوموړي له وینا مخکې لوړې شوې وې، له دا ډول څرګندونو وروسته په چټکۍ سره راټیټې شوې.

پاول د دې لپاره چې د نرخونو د لوړېدو اړتیا توجیه کړي وویل: «د واک دواړه لوري له موږ څخه غواړي کوي، چې هغه د انعطاف وړ پالیسۍ په تدریجي ډول پرېږدو، چې موږ به په سختو اقتصادي شرایطو، لکه د کورونا پر مهال پلي کولې.» په دې اړه د سیاسي ژورنالستانو سازمان، چې په امریکا کې د سیاسي حالاتو څارنه کوي وویل، چې د امریکا مرکزي بانګ دوه دندې لري. لومړۍ دنده یې په پراخه کچه د دندو زمنیه برابرول او دویمه دنده یې د نرخونو ثابت ساتل. دغه سازمان د پاول خبرې د طنز یا پېغور په ډول په لاندې توګه رانقل کړې دي: «اقتصاد په غوره حالت کې دی او نور دا ډول مرستو ته اړتیا نه لرو.»

 د مقالې لیکوال یوه ناڅرګند انګیرونه کوي؛ هغه خطر چې زیاتوالی یې ممکن او خورا  ګړندی او ډېر ځله وي یا دا چې د امریکا مرکزي بانګ به ډېر ژر خپل ۹ ټریلیونه ډالره شتمني له لاسه ورکړي او د کار ډېری پانګه اچونکي یې اندېښمن کړي دي. د مرکزي بانک رییس په حقیقت کې د لازیاتو ظالمانه اقداماتو لپاره لار پرانیزي، خو دا چې دلته دوی د نظم او ثبات کلمه کارولې، نو د پام وړه ده او موخه یې دا ده، چې مرکزي بانګ اوس  د دې تمه نه لري، چې بیې، ټکسونه او د ورځنۍ مزدورۍ کچه دې لوړه شي.

پانګوالي په خپلو باطلو ازادیو او ناوړه ارزښتونو سره د انساني اړیکو هېڅ برخه خوندي نه ده پریښې او د ژوند په ټولو برخو کې یې اغیزه کړې، چې غوره بېلګې یې د امریکا مرکزي بانګ او  اقتصادي پالیسۍ او د دولتونو پر پولي سیسټم یې اغیزې کړي دي.

د دندو او مخ پر زیاتوالي انفلانسیون باندې د بریالي کېدو، په اړه د مرکزي بانګ د رییس له سپکاوي ډکه بیانیه د دې لپاره وه، ترڅو دغه غارتګره پالیسي، چې په اصل کې د تخفیف د نرخونو  لوړول دي، توجیه کړي.

په ځانګړې توګه د تولید او ټرانسپورټ حجم د کمولو لپاره یې یو لړ شرایط په پام کې ونیول، چې دا کار په لوړه کچه د بې‌کارۍ، د مصرف کوونکو د نرخونو د لوړوالي او د کرونا د  مبارزې تر نامه لاندې د قرنطین لامل شو، په دې توګه خلک مجبوروي، چې د خپلو سوداګریو او له لوږې څخه د ژغورلو لپاره کورنۍ پورونه وانخلي.

په ۲۰۰۷م، کې نړیوال او په امریکا کې د رامنځ ته شوي اقتصادي بحران تجربو ته په کتو سره، په ډاډ ویلای شو، چې د مرکزي بانک د سود د بیو د لوړوالي له امله به  دا بحران یو ځل  بیا تر امریکا پورې محدود نه وي.

سربېره پر دې دا بحران هر اړخیز او پایلې به یې ډېرې ویجاړونکې وي. په ټوله کې د پخوانیو ګروي پورونو د سقوط له امله دا بحران له مالي سکټور څخه اقتصادي سکټور ته ولېږدول شو. همدارنګه د زیاتو کورونو جوړولو له امله د دغه کورونو ارزښت د هغه پورونو په پرتله، چې دوی  باید دې کورونو ته ورکړي وای لږ و. په پایله کې شاوخوا ۳ میلیونه خلک اړ شول، چې د پورونو د ادا کولو لپاره خپل کورونه وپلوري. د پورنو او سود د نشتوالي له امله امریکایي بانکونه اړ و، چې په سختۍ یې وپلوري او بیه یې نوره هم راټیټه شوه.

اوسمهال چې د تخفیف په کچه کې تاریخي 0.25% ټیټوالی راغلی او په ټولو اقتصادي سکټورونو کې عاید ډېر ټيټ شوی او خلک تر لسو ځلو زیات د پور غوښتلو ته اړ شوي دي...

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته!

لیکوال: ابو ابراهیم بلال

په اوکراین کې د حزب التحریر د مطبوعاتو غړی

ژباړن: محمد هارون

د مطلب ادامه...

د مرکزي شورا پرېکړې یوازې د کاغذ پر مخ کرښې او د خپلو جرمونو د پټولو یوه ناوړه هڅه ده! Featured

  • خپور شوی په فلسطین

د فلسطین د ازادۍ سازمان مرکزي شورا د چهار شنبې په ورځ پریکړه وکړه، چې د یهودي دولت په رسمیت پیژندنه وځنډوي او په ټولو هغو تړونونو کې د فلسطیني ادارې مکلفیتونو ته د پای ټکی کېږدي، چې د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو ته دوام ورکوي. شورا د فلسطین د خلکو لپاره د نړیوال مصئونیت د برابرولو او د نړیوال قانون د پریکړه لیکونو د پلي کولو غوښتنه وکړه. د مرکزي شورا دغه پرېکړه په رام الله ښار کې د خپلې غونډې په پای کې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې ده. شورا د فلسطین د ازادۍ سازمان اجراییوي کمیټې ته لارښوونه کړې ده، چې د خپلو پرېکړو د پلي کولو لپاره د مناسبو میکانیزمونو پر جوړولو کار وکړي، چې د فلسطیني وګړو سترې ملي ګټې پکې په پام کې ونیول شي.

لکه څرنګه چې د ازادۍ سازمان د مرکزي شورا په پرېکړو کې رایج دي، چې یوازې د فلسطین په اړه پرېکړه وکړي، دا پریکړې یو ځل بیا د اسلام او اسلامي امت څخه د فلسطین د جلا کولو او د دې سازمان انحصار تایيدوي، چې د غرب او نړیوال استعمار سره تړاو لري.

د مرکزي شورا دغه پرېکړه نه یوازې نوې نه دي، بلکې د کاغذ پرمخ څو کلمې او متنونه دي، چې د ځمکې پر سر هېڅ سیاسي ارزښت او مانا نه لري. درې کاله وړاندې د ۲۰۱۸م کال، په اکټوبر میاشت کې هم ورته پرېکړې وشوې، چې د تصویب پر ځای پاتې شوې. نه بهر ته ولاړې، نه هم له هغه وخت راهیسې عملي شوي دي.

سوله او د قدرت موجودیت د یهودي ادارې لپاره یوازې یو پوښ دی، چې د فلسطین پر وړاندې خپل جنایي سیاستونه پرمخ وړي. د اوسني واکمن رول د فلسطین د خلکو د ځپلو او له اسلام سره د مبارزې لپاره له یهودي ادارې سره پوره ملګرتیا ده او د هر هغه غږ خاموشول دي، چې د دې سپېڅلې خاورې د ازادولو لپاره د اسلامي امت د لښکرو غوښتنه کوي.

د امنیت د همغږۍ د جرم اصلي مسوول PLO دی، چې د فلسطین اداره یې جوړه کړه. دا پریکړې او غونډې له هغه څه سره د مخالفت په توګه د ښکاره کېدو یوه ناوړه هڅه ده، چې د فلسطین او د خلکو پر وړاندې یې لومړنۍ دسیسه رامنځ ته کړه. دوی دوې دولتي پروژې ومنلې او مسلمانان یې له خپلې موخه څخه جلا کړل. دا هغه هڅه و، چې د یهودي وجود شتون یې د مشروع دولت په توګه په رسمیت وپیژانده، د اوسلو تړون یې لاسلیک کړ او د فلسطین اداره یې رامنځ ته کړه، چې د فلسطین او خلکو پر وړاندې له هېڅ ډول ظلم څخه لاس نه اخلي.

نن د فلسطین پر هیلو د تمساح اوښکې تویوي او په عین حال کې د غدار میراث د ګوښه کولو پر ځای له هغه سره مینه کوي. په همدې غونډه کې دغه سازمان د امريکا د ولسمشر جوبايډن پر ادارې غږ وکړ چې د دوو دولتونو د حل او د فلسطين د ځمکې پر شل سلنه برخه کې د فلسطيني دولت د جوړولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي. اې د فلسطین خلکو په دې پرېکړو او غونډو مه غولېږئ، ځکه چې دا له سراب پرته بل څه نه دي او ډاډه اوسئ چې د یهودي وجود له شړلو او د هغه د ریښو له منځه وړلو پرته بله حلاره نشته او دا ویاړ هغه وخت تر لاسه کولای شو، چې وسله‌وال ځواکونه مو د اشغالګرو او استعمارګرو غدارانو په لاس کې نه، بلکې د توحید تر بیرغ لاندې د فتحې او آزادۍ په لښکرو کې د مؤمنو مسلمانانو په واک کې وي، چې ډېر ژر به یې موږ ان شأالله شاهدان واوسو.

د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

 

 

 

د مطلب ادامه...

د صهیونیستي اپارتاید ماډل په اړه راپور Featured

  • خپور شوی په هالند

له ۷۳ کلونو راهیسې په فلسطین کې زموږ وروڼه او خویندې له درد او غم سره لاس او ګرېوان دي. دوی له خپلو کورونو څخه ایستل کېږي، ځورول کېږي او وژل کېږي. په سلګونو زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ملت یې په کړاوونو کې ښکېل کړی دی. صهیونیستانو له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې د غیرقانوني محاصرې په وسیله د غزې پر خلکو د ډله یيزې سزا په بڼه د کورونو، اوبو، برښنا، د اړتیا وړ درملو، روغتیايي خدماتو، خوراکي توکو، تعلیم او د ودانیو د موادو له کمښت سره مخ کړي دي. په ۲۰۲۰م کې، د غزې تړانګه د بیکارۍ ترټولو لوړه کچه تجربه کړه او له نیمایي څخه ډېر نفوس یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د بښنې نړیوال سازمان تېره سه شنبه «د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلو  توکمپالنه» راپور خپور کړ. دغه راپور بیانوي چې له صهیونیستي ښکېلاک څنګه د فلسطین د خلکو پر وړاندې له ظلم څخه کار اخلي. لکه ډیموګرافیک ټوټه ټوټه کول، د ځمکې او ملکیت غیرقانوني غصب، په محاصرو کې د حرکت د ازادۍ محدودیت او د ټولنیزو او اقتصادي حقونو څخه انکار د بښنې نړیوال سازمان له مخې د صهیونیستانو له لوري کارول شوو، جرمونو څلور کړنلارې.

په ۲۰۲۱م کې، د بشري حقونو د څار سازمان ورته راپور خپور کړی، چې په همدې ډول پایله یې درلوده. په دې راپور کې، د "اپرتایډ" اصطلاح هم په ښکاره ډول د شیطاني رژیم د ډول تشریح کولو لپاره کارول شوې، چې د ښکېلاکګرې ادارې خلک ورسره معامله کوي. هغه څه چې دواړو راپورونو (په سلګونو مخونو کې) یادونه نه ده کړې، د وضعیت اصلي لامل دی، په ځانګړي توګه فوري اعلامیه چې د غرب له لوري لاسلیک شوې. سربیره پردې، راپور یادونه کوي چې یوازې د صهیونیستانو او فلسطینیانو ترمنځ د ملت پر سر جګړه ده. په هر حال دا یوه اسلامي مساله ده چې د مسلمانانو د ځمکو فزیکي اشغال، د مسلمانانو ځورول او د اسلام له دریو سپیڅلو ځایونو څخه د یوه ځای نیول دي.

سربیره پردې، د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې سپارښتنو ته باید په دقیقه توګه وکتل شي. د راپور ۷.۱.۲ برخه د (نړیوال) قانوني درملنې په اړه خبرې کوي، ترڅو د فلسطینیانو پر وړاندې د توکمپالنې رژیم سره مبارزه وکړي، د بیلګې په توګه، د توکمیز تبعیض د ټولو ډولونو له منځه وړلو نړیوال کنوانسیون ۱۱ (۱) ماده (د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سند) ). په ۲۰۱۸م کې د توکمیز تبعیض د ټولو ډولونو له منځه وړلو نړیوال کنوانسیون له اکثرو مقرراتو څخه په سرغړونه کې د فلسطین سیګنال ترلاسه شو او په پای کې په ۲۰۲۱م کې د داخلېدو لپاره تصویب شو. په بل عبارت، د "پخواني مصالحې کمیسیون" له لوري د وړاندې شویو شکایتونو څېړنه اوس تصویب شوې ده. راپور یو مهم ټکی په ګوته کوي، چې نړیواله ټولنه غیر فعاله ده. صهیونیستي ښکېلاکګره اداره د خپلو جنایتونو پر وړاندې حساب نه کوي او همدا لامل دی چې نړۍ د ښکېلاکګرې ادارې په هڅولو کې مرسته کړې، ترڅو خپلو ناوړه جنایاتو ته ادامه ورکړي.

 د مسلمانانو لپاره اصلي حلاره په غرب کې نه، بلکې د فلسطین د حلارې په اسلام کې ده. فلسطین باید  د اسلامي لښکر له لوري له اشغال څخه ازاد او د اسلامي لښکرو سره د اسلام په دایره کې شامل شي، تر څو مسلمانان او غیر مسلمانان دواړه خوندي شي.

د حزب التحریرـ هالنډ مطبوعاتي دفتر

#ReturnTheKhilafah

 #YenidenHilafet

 #الخلافة_101

#أقيموا_الخلافة  

 

د مطلب ادامه...

څوک بايد غرامت ورکړي، امريکا که افغان ولس؟! Featured

 د امريکا ولسمشر جوبايډن د يو فرمان په ترڅ کې د افغانستان اووه ميليارده ډالر کنګل شوې شتمني په دې ډول آزاده کړه، چې له دې جملې به ۳.۵ ميليارد ډالر د سپټمبر د يوولسمې بريدونو د قربانيانو کورنيو ته د غرامت په توګه ورکول کېږي او پاتې ۳.۵ ميليارد ډالر به د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړي کېږي.
 د بايډن دغه تصميم يو وار بيا ثابته کړه چې امريکا او غرب د نړۍ او افغانستان د مسلمانانو مبدئي (ايډيولوژيک) دښمنان دي او په دې فرمان سره يې د خپلې دښمنۍ، ظلم او چور چپاول بل مخ راڅرګند کړ. په واقعيت کې امريکا په افغانستان کې له نظامي ماتې او ذليلانه تېښتې وروسته له افغانانو څخه د غچ اخيستلو او پر افغانستان د بياځلې نفوذ او استعمار د لارو چارو په لټه کې ده.


﴿وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا﴾ [البقرة:۲۱۷]
دوی (کافران) به تل له تاسو سره جګړه کوي، تر څو که وتوانېږي تاسو له خپل دين څخه واړوي

امريکا دغې موخې ته د رسېدو لپاره لومړی ګام دا پورته کړ چې د يو ډېر فقير هېواد د پيسو ملاتړې زېرمه يې کنګل کړه او اوس په دې هڅه کې ده چې د بندېزونو، فشارونو، چور او مالي او عايداتي سرچينو د وچولو له لارې د افغانستان اوسنی حکومت کمزوری او د خپلو ارزښتي، سياسي او استخباراتي غوښتنو منلو ته يې اړ کړي. د امريکا فشارونه يو اساسي دليل لري او هغه دا چې د افغانستان په خاوره کې يو اسلامي ځواک او د اسلام پر بنسټ دولت رامنځته نه شي، څو دغه ځواک د کفري هېوادونو لپاره د ناهيلۍ او د اسلامي خارو لپاره د هيلو او الهام سرچينه نه شي.
 امريکا د سپټمبر يوولسمې د مرموزو بريدونو په بهانه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه پيل کړه، د خپل دغه سياست په پيل کې يې افغانستان اشغال کړ، له دې خاورې يې د خپلو سپکو او درنو وسلو لابراتوار جوړ کړ او د ۸۵ زره بمونو په غورځولو سره يې زرګونه کلي ړنګ او سلګونه زره انسانان تر خاورو لاندې کړل. امريکا شل کاله د افغانانو له وينو او ارزښتونو سره له لوبو کولو وروسته، دا دی اوس د دوی شتمنۍ هم ترې لوټي. په داسې حال کې، که چېرې دې قضيې ته عادلانه وکتل شي، نو امريکا بايد له يو مېليون څخه د زياتو هغو کسانو د وژنې غرامت ورکړي چې د يولسم سپټمبر له پېښې وروسته يې «له تروريزم سره د مبارزې» تر نامه لاندې په افغانستان، پاکستان، عراق، سوريه، ليبيا او نورو اسلامي خاورو کې ووژل.

پولي استعمار د امريکايي استعمار يوه بله څېره ده. امريکا د خپل ځواک د پايښت، دوام او رشد لپاره ټوله نړۍ له ډالر سره تړلې ده چې افغانستان يې هم له پولي پلوه په دې استعمار کې راښکېل کړی دی. په داسې حال کې چې اسلام موږ ته د اشغال پر وړاندې او دغه راز د کفارو د نظم، نظام او قوانينو پر وړاندې د درېدو امر کړی، دا لارښوونې بايد په ټولو ډګرونو کې ترسره شي، تر څو مسلمانان په ټولو چارو کې د کفارو له تسلط څخه آزاد وي او هغوی پر مسلمانانو باندې د نفوذ هيڅ لار ونه لري. په نورو پورې پولي نه تړاو يوازې د اسلامي نظام په هر اړخيز تطبيق او په پولي نظام کې د سرو او سپينو زرو سټنډرډ حاکمولو سره شونی دی. له يوه اړخه دا د اسلام لارښوونه ده او له بله اړخه د پيسو د ملاتړي په توګه يوازې د سرو او سپينو زرو په مرسته کولی شو چې د ډالر د استعمار پر وړاندې ودرېږو.
 په واقعيت کې همدا نړيوال نظم او نړيوال قوانين دي چې سترو قدرتونو ته دا جرأت او امکانات ورکوي چې د مسلمانانو پر وړاندې له هيڅ ډول جرم، جنايت، بندېز او فشار څخه مخ وا نه ړوي. په دې توګه، په دې نظم کې وينه زبېښونکې امريکا هم شاهد دی، هم قاضي؛ هم مجرم دی او هم مظلوم.
 د افغانستان اوسني رهبران او چارواکي بايد وپوهېږي چې د خلاصون يوازېنۍ لار د راشده خلافت تاسيس، له امت سره يووالی، د اسلام هر اړخيز تطبيق او نړۍ ته يې د دعوت او جهاد له لارې لېږد دی. افغانستان په اوسنۍ جغرافيا او فعلي سرچينو سره هيڅکله نه شي کولی چې په يواځې ځان د دا ډول سياسي او اقتصادي توطئو او دسيسو پر وړاندې ودرېږي. نو پکار ده چې د واحدې رهبرۍ تر چتر لاندې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسيا د يووالي لپاره هڅه وشي، تر څو د عصر هغو مستکبرانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي چې غواړي په يواځې سر نړۍ رهبري کړي او د نړۍ ټولې چارې په خپل لاس کې ولري.


﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِين﴾ [آل عمران:۱۴۹]
اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! که چېرې د کافرانو پيروي وکړئ، نو دوی به مو کفر ته وګرځوي، (په دې صورت کې به له دين او ايمان څخه کفر ته په اوښتو) ډېر زيانمن شئ.
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د تهرپارکر د ځوانانو د ژوند یوازينی ساتونکی اسلام دی

خبر:

د ۲۰۲۲م، په لومړۍ میاشت کې د مختلفو ناروغیو له امله په تهرپارکر کې د ۳۶ ماشومانو د مړینې یو زړه بوږنوونکی راپور خپور شو، چې صوبایي حکومت د دې ستونزې له حل څخه عاجز دی. سرچینه: (بریبون پاکستان)

تبصره:

د تهرپارکر د روغتیایي څانکې د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۲۱م،  کې تر ۶سوو زیات نوي زیږېدلي ماشومان مړه شوي. د دغه مړينې اصلي لامل د روغتیایي پاملرنې او مناسبو خواړو نشتوالی دی. لکه څرنګه چې موږ ټول په دې پوهېږو، چې اوبه له بنسټیزو اړتیاوو څخه دي، خو د تهرپارکر خلک د ورځې یوه زیاته برخه وخت د پاکو اوبو پر پیداکولو لګوي.

دوی د اوبو له بېلابېلو سرچینو لکه: د باران او ژورو کندل شویو څاګانو له اوبو څخه ګټه اخلي. د ځمکې اوبه چې په زیاته کچه فلورایډ او فلوروسیس لري او په دوامدار ډول کارول یې د ساري ناروغیو لامل کیږي،  چې په تهرپارکر کې د مختلفو ناروغیو لکه: د غاښونو فلوروسیس، د کډو یا مفصل د شکل د بدلون، تایرايد او پوښتورګو د نارغیو لامل کیږي. هغه لویان چې د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته دي د دوي ماشومان هم په ورته ناروغۍ اخته کېږي. د اټکل له مخې تهرپارکر ۱.۶ ملیونه نفوس لري، چې په ۲۲زره کیلو متره مربع ځمکه کې مېشت دي. په دغه سیمه کې د اوبو کمښت لویه ستونزه ده او د دې سیمې د اوسېدونکو لپاره د څاګانو اوبه یوازینې سرچینه ده. دوی د اوبو د ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې سهار وختي حرکت وکړي او دری کیلومتره مزل وکړي. په داسې حال کې چې هوا هم ګرمه وي. ځینې وخت دوی د باران د ذخیره شویو یا له کوچنیو ټانکونو څخه اوبه اخلي او د بوشکو یا ډولچو په وسیله یې انتقالوي.

په تېرو کلونو کې بېلابېلو حکومتونو د خپلو ګټو لپاره د تهرپرکر د خلکو له لوږې، مړینې او وچکالۍ سیاسي ګټه پورته کړې. د اوبو رسونې پروژې یې اعلان کړې، خو هېڅلکه یې پلي نه کړې. د روغتیایي اسانتیاوو نشتوالي دا ستونزې نورې هم ډېرې کړې. په دغه سیمه کې که څوک وغواړي روغتیاي خدمات ترلاسه کړي، نو اړ دي چې اوږد واټن ووهي او زیاتې پیسې مصرف کړي. په ۲۰۲۱م، کې د ماشومانو مړینې راپور خپور شو، په دې راپور کې ویلی شوي و، چې د تهرپارکر ولسوالی په روغتونونو کې هېڅ ډاکتر، درمل او روغتایي خدمتونه نشته، چې دا خپله د خلکو او حکومت ترمنځ بې باوري څرګندوي.

په اسلامي امت کې داسې خلک شته چې د خپلو وروڼو او خویندو درد احساسوي او ډېر سازمانونه او اشخاص  د دغې سیمې د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار کوي. موږ وینو چې په شاوخوا کې شخصي روغتیایي کمپونه جوړ شوي، ترڅو له خلکو سره مرسته وکړي، خو دا د دوی اړتیاوې نشي پوره کولای. په دې توګه  خلک دوه ځله پیسې ورکوي؛ لومړی حکومت ته د مالیاتو په بڼه او دویم د تهرپارکر د سیمو خلکو سره مرسته کوي. دا ستونزه د حل کېدو وړده یوازې یوه مناسب پلان ته اړتیا لري. تهرپارکر په نړۍ کې یوازینۍ حاصل خیزه ځمکه ده او د پاکستان د جیولوژیکي سروې له مخې د دغې ولسوالۍ د ډبرو سکرو ذخیره نږدې ۱۷۵ ملیارده ټنه ده. اټکل شوی چې د ا په نړۍ کې د سکرو تر ټولو لویه زېرمه ګڼل کېږي، که له دغه ذخیرو څخه په سمه توګه استفاده شوې وای، نو نه یوازې د پاکستان د انرژۍ ستونزه به ېې حل کړې وای، بلکې د تهرپارکر د خلکو ستونزې به هم حل شوې وای او په عزت کې به یې ژوند کولای. ان که د ډبرو سکرو زېرمې نه وای او د اوبو رسولو امکان نه درلودای، دولت مکلف و چې د تهرپارکر د سیمې د خلکو ژوند وژغوري.

په اسلام کې پرته له دې چې نژاد او د اوسېدو ځای په پام کې ونیول شي، د ټول امت لپاره یو حاکم دی. اسلامي امت یوازې د اسلامي خلافت ترسیوري لاندې د ژوند په ټولو برخو کې د ارام احساس کوي. عامه ملکیتونه به د عامه ګټو لپاره کارول کیږي. خلیفه به والیان ټاکي او هماغه والیان به د خپلې سیمې مسؤل وي. خلیفه به د حق د لارښوونکي خلیفه عمر بن الخطاب رضی الله عنه پیروي کوي، چې د واکمنۍ موده یې له لومړیو څلورو خلفاوو راشدینو څخه ډېره اوږده وه. هغه د مسلمانانو د چارو د غوره سرپرستۍ او قوي احساس له امله مشهور و. دغه راز د شپې به یې ګزمه کوله، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي او ځان د خلکو له حال څخه خبر کړي، الله سبحانه وتعالې د موږ ته یو صالح واکمن رانصیب کړي!

رسول صلی الله علیه وسلام فرمایلي:

«مَا مِنْ عَبْدٍ يَسْتَرْعِيهِ اللَّهُ رَعِيَّةً يَمُوتُ يَوْمَ يَمُوتُ وَهُوَ غَاشٌّ لِرَعِيَّتِهِ إِلَّا حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّة» [رواه: بخاري و مسلم]

ژباړه: هېڅ داسې بنده نشته چې الله سبحانه وتعالې د هغې ترسرپرستۍ لاندې ځینې خلک نه وي ګومارلي او که نوموړی په داسې حال کې مړ شي، چې تر لاس لاندې خلکو سره یې خیانت کړی وي، الله سبحانه وتعالې پر هغه جنت حرام کړی دی.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«فَلَمْ يَحُطْهَا بِنُصْحِهِ لَمْ يَجِدْ رَائِحَةَ الجَنَّة»

ژباړه: څوک چې له خپل رعیت سره نیکي او اخلاص ونه کړي، د جنت بوي پرې حرام دی.

په یوه بل ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَا مِنْ أميرٍ يلي أمور المُسْلِمينَ، ثُمَّ لا يَجْهَدُ لَهُمْ وَيَنْصَحُ لَهُمْ، إِلَاّ لَمْ يَدْخُلْ مَعَهُمُ الْجَنَّةَ»

ژباړه: هغه حاکم چې د مسلمانانو چارې ورته سپارل شوې وي او د اصلاح په هڅه کې یې نه وي او همدارنګه په صادقانه ډول یې خدمت ونه کړي، جنت ته نه شي داخلېدای.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: اخلاق جهان

 

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې