یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د دوی «د ښځو حقونه» یوازې د سیکولرو ښځو لپاره دي!

(ژباړه)

د ۲۰۲۳م کال، د اکټوبر په ۱۷مه، Middle East Eye د غزې په کچه ممتازې زده کوونکې، شیما اکرم صیدام د مړينې راپور ورکړ، چې د یهودي دولت له لوري د غزې په تړانګه کې د یوه هوايي بريد په ترڅ کې ووژل شوه. نوموړې په خپل ښوونځي کې د ممتازې فلسطیني زده کوونکې په توګه پېژندل کېده، چې د النصيرات د کډوالو په کمپ کې له خپلې ټولې کورنۍ سره یو ځای ووژل شوه. کورنۍ یې په جولای کې د هغې د ۹۹.۶ نمرو تر لاسه کول ولمانځل، چې تقریباً د منځنۍ دورې د آزموینې، چې التوجیهي آزموینه بلل کېږي بشپړې نمرې دي. هغې په یوه مرکه کې وویل: «ان د اسرایيلو د یرغل پر مهال مې هم زړه‌کړې پرېنښودې.»

هغې د خپلو لوړو نومرو له مخې د سيمې غوره پوهنتونونو ته لار موندلی شوی. خو د یهودي دولت د روان وحشت په سبب داسې ونه شول. هغې غوښتل چې د غزې په اسلامي پوهنتون کې خپلې زده‌کړې پیل کړي او هلته د انګلسي ژباړې زده‌کړه وکړي. همدا پوهنتون اوس د پرلپسې بمبارۍ په پایله کې نړېدلی. یوازې په شپږو ورځو کې تر ۶۰۰۰ ډېر بمونه غورځول شوي. د نوموړې پلار د هغې د استثنايي لاسته راوړنو په اړه خبریالانو ته وویل، سربېره پر دې چې دبرېښنا او اوبو کمښت د هغې علمي ژوند له ستونزو سره مخ کړی و، خو هغې له دغو ستونزو سره سره د بریاليتوب کلک هوډ درلود.

غربي رسنیو ته مهمه دا ده چې ښځې څومره لنډې جامې اغوندي او څومره له شریعته لرې کېږي. اوس مهال په غزه کې، ۵۰،۰۰۰ امیندوارې مسلمانې ښځې د ولادت سرچینو ته لاس رسی نه لري او  زرګونه میرمنې او ماشومان وژل شوي، یا هم په خپلو کورونو کې تر خاورو لاندې پراته دي، چې د رسنیو د خبر وړ نه ګڼل کېږي. داسې ښکاري چې د سیکولر حکومتونو، سازمانونو او فمينسټي ډلو لپاره، د ښځو ژوند د دوی په جنسیت پوې نه، بلکې عقیدې پورې اړه لري.

د ښځو حقوقو د خوځښتونو؛ چې معمولاً د تګ راتګ، زده کړې او فرصتونو ته د لاسرسي د ازادۍ ملاتړ کوي، له لوري دا لوی منافقت او چوپتیا ناڅاپي نه ده. دا د نژادپالنې، ملتپالنې او استعماري اجنډا یو واقعي انعکاس دی، چې په لومړي ځل د فيمينيسټ خوځښت رامنځته کېدو لامل شو. د Rockefeller بنسټ وغوښتل پر هغو ښځو ۵۰ سلنه ډېره مالیه وضع کړي، چې په کور کې کېني. اشراف پوهیدل چې د مور په غیاب کې، ماشومان داسې تربیه کېږي چې د خپلو چارواکو داسې خدمت وکړي لکه باداران یې چې وي.

ډیری فلسطیني ښځې چې کاروبارونه، کورونه او ځمکې یې درلودې؛ د ژوند هر اړخ یې ويجاړ شوی او د بیارغونې او جبران لپاره یې هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې. اوس یهودي اشغالګر ته امر شوی چې د ځمکې او مال د اشغال تر څنګ د هغو څښتنان «وولي او ووژني»؛ له دې سره هغه فلسطینیان هم له منځه وړي چې له هوایي بریدونو ژوندي پاتې شوي.

موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت په توګه نه شو کولای چې د خپلو خویندو ژوند او حقونو ته چانس ته پرېږدو او موږ همداسې ورته ګورو. موږ به د هغه اسلامي ژوند او نظام د بېرته راګرځولو لپاره هر ډول هڅې وکړو، چې عزتمنې مسلمانې ښځې یې مستحقې دي. موږ له هغه امت څخه چې قرآن او سنتو ته رښتیني دي، غواړو چې د یوازينۍ حللارې، د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره زموږ د هڅو ملاتړ وکړي. خلافت به د دغه باعزته اسلامي امت د ښځو د ژوند خوندیتوب او عزت تامين کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 «مَن كَانَ يُرِيدُ ٱلۡعِزَّةَ فَلِلَّهِ ٱلۡعِزَّةُ جَمِيعًا» [فاطر: ۱۰]

ژباړه: «څوک چې عزت غواړي، هغه باید پوه شي چې عزت ټول د الله تعالی دی.»

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۱۴مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۲۹مه

ژباړن: محمد حامد

 

د مطلب ادامه...

د مسجد الاقصی د ازادۍ په موخه د پاکستان پوځ د حرکت لپاره د حزب التحریرـ ولایه پاکستان کمپاین

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

حزب التحريرـ ولایه پاکستان د یهودي دولت د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د پوځ، چې په نړۍ کې شپږم ستر او اټومي وسلې لرونکی پوځ دی، د چټک حرکت لپاره کمپاین ته دوام ورکوي. شباب د بې رحمه او بې زړه رژيم پر ګواښونو سربېره، د ټول هیواد په عامه ځایونو کې د پاکستان مسلمانانو ته ویناوې کوي. دوی په ټوله کې پر مسلمانان او په ځانګړې توګه علماوو غږ کوي چې د ظالمو او جنايتکارو حکامو له وېرې پرته د دغه کمپاین ملاتړ وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«فَاللهُ ‌أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ»  [توبه: ۱۳]

ژباړه: «الله تعالی د دې ښه حقدار دی چې ترې ووېرېږئ (هغه وېره چې له تعظيم او احترام سره مل وي) که تاسو مومنان یاست.»

په دې کې شک نشته چې امت په دنیا کې پر خپل هدف پوه شوی او که خدای کول بیا به نه ويده کېږي. پرېږدئ چې همدا اوس د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره پر مخ لاړ شي او د پخوا په څېر ټول بشریت د ښېګڼې پر لور رهبري کړي.

حزب التحریرـ ولایه پاکستان، د فلسطین د مسلې د حل لپاره د غربي قدرتونو تر واک لاندې تش په نوم "نړیوالې ټولنې"  څخه د حکامو غوښتنه غندي. دا غربي استعماري دولتونه دي، چې یهودي اشغال ته یې لار هواره کړه. غربي استعمار اوس صهیونیستي ترهګرو ته وسلې ورکوي، تمويلوي يې او د غزې ماشومان تر خپلو کورونو لاندې ژوندي ښخوي. حزب التحرير له غربي قدرتونو سره د ټولو ایتلافونو د پای ته رسولو او د دوی د نا عادلانه نړیوال نظم د ردولو غوښتنه کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ] [ممتحنه: ۹]

ژباړه: «له شک پرته همدا خبره ده چې الله تعالی تاسو د هغو خلکو له ملګرتیا څخه منع کوي، چې له تاسو سره د دين په معامله کې جنګېدلي دي، تاسو یې له خپلو کورونو څخه ايستلي یاست او ستاسو په ايستلو کې یې یو د بل ملاتړ کړی دی. له هغو سره چې کوم کسان ملګرتیا وکړي، هغوی ظالمان دي.»

حزب التحریرـ ولایه پاکستان د مسلمانانو ټول هغه حکام غندي، چې د مسلمانانو د لښکرو پر وړاندې خنډ ګرځي او ثابته کړې یې ده چې دوی د یهودي دولت ساتنه کوي. خو کله چې غربي باداران پر دغو حکامو امر وکړي، بیا د نړۍ هر ګوټ ته خپلې لښکرې استوي. که خدای کول دا به د دوی وروستی خیانت وي؛ امت به دوی نیسي او اسلام به پلی کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له ظالمو حکامو وروسته د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا راګرځېدو زیری ورکوي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «...وروسته به جبریه (ظالمانه) حاکمیت وي او تر هغه به دوام کوي، چې الله تعالی یې غواړي او کله چې وغواړي درنه اخلي یې او بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي.» [احمد]

حزب التحریرـ ولایه پاکستان د پوځ پر افسرانو غږ کوي چې د مسجد الاقصی د ازادۍ لپاره بسیج شي او حرکت وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ] [انفال: ۷۲]

ژباړه: «که هغوی د دين په باب له تاسو مرسته وغواړي، نو د هغوی مرسته پر تاسو فرض ده.»

دا هر افسر ته وریادوي چې دوی یوازې نه دي. د الله سبحانه وتعالی د ملاتړ سربېره د امت ملاتړ هم ورسره دی. پرېږدئ چې دوی د جګړې ډګر ته د لومړي ننوتونکي ویاړ ترلاسه کړي او هغه خنډ چې د دوی پر وړاندې رامنځ ته کېږي، لرې کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللهُ ‌فَلَا ‌غَالِبَ ‌لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ] [آل عمران: ۱۶۰]

ژباړه: «که الله تعالی مو مرستندوی وي، نو هېڅ قوت درباندې برلاسی کېدلای نه شي او که هغه تعالی تاسو پرېږدي، نو بیا له الله تعالی وروسته څوک ستاسو مرستندوی کېدلای شي؟ نو څوک چې رښتيني مومنان دي، هغوی د یوازې پر الله تعالی توکل وکړي.»

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۱۴مه

۲۰۲۳م کال، د اکتوبر ۲۹مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د مسجد الاقصی د ازادۍ په موخه د پاکستان پوځ د حرکت لپاره د حزب التحریرـ ولایه پاکستان کمپاین

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

حزب التحريرـ ولایه پاکستان د یهودي دولت د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د پوځ، چې په نړۍ کې شپږم ستر او اټومي وسلې لرونکی پوځ دی، د چټک حرکت لپاره کمپاین ته دوام ورکوي. شباب د بې رحمه او بې زړه رژيم پر ګواښونو سربېره، د ټول هیواد په عامه ځایونو کې د پاکستان مسلمانانو ته ویناوې کوي. دوی په ټوله کې پر مسلمانان او په ځانګړې توګه علماوو غږ کوي چې د ظالمو او جنايتکارو حکامو له وېرې پرته د دغه کمپاین ملاتړ وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«فَاللهُ ‌أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ»  [توبه: ۱۳]

ژباړه: «الله تعالی د دې ښه حقدار دی چې ترې ووېرېږئ (هغه وېره چې له تعظيم او احترام سره مل وي) که تاسو مومنان یاست.»

په دې کې شک نشته چې امت په دنیا کې پر خپل هدف پوه شوی او که خدای کول بیا به نه ويده کېږي. پرېږدئ چې همدا اوس د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره پر مخ لاړ شي او د پخوا په څېر ټول بشریت د ښېګڼې پر لور رهبري کړي.

حزب التحریرـ ولایه پاکستان، د فلسطین د مسلې د حل لپاره د غربي قدرتونو تر واک لاندې تش په نوم "نړیوالې ټولنې"  څخه د حکامو غوښتنه غندي. دا غربي استعماري دولتونه دي، چې یهودي اشغال ته یې لار هواره کړه. غربي استعمار اوس صهیونیستي ترهګرو ته وسلې ورکوي، تمويلوي يې او د غزې ماشومان تر خپلو کورونو لاندې ژوندي ښخوي. حزب التحرير له غربي قدرتونو سره د ټولو ایتلافونو د پای ته رسولو او د دوی د نا عادلانه نړیوال نظم د ردولو غوښتنه کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ] [ممتحنه: ۹]

ژباړه: «له شک پرته همدا خبره ده چې الله تعالی تاسو د هغو خلکو له ملګرتیا څخه منع کوي، چې له تاسو سره د دين په معامله کې جنګېدلي دي، تاسو یې له خپلو کورونو څخه ايستلي یاست او ستاسو په ايستلو کې یې یو د بل ملاتړ کړی دی. له هغو سره چې کوم کسان ملګرتیا وکړي، هغوی ظالمان دي.»

حزب التحریرـ ولایه پاکستان د مسلمانانو ټول هغه حکام غندي، چې د مسلمانانو د لښکرو پر وړاندې خنډ ګرځي او ثابته کړې یې ده چې دوی د یهودي دولت ساتنه کوي. خو کله چې غربي باداران پر دغو حکامو امر وکړي، بیا د نړۍ هر ګوټ ته خپلې لښکرې استوي. که خدای کول دا به د دوی وروستی خیانت وي؛ امت به دوی نیسي او اسلام به پلی کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له ظالمو حکامو وروسته د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا راګرځېدو زیری ورکوي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «...وروسته به جبریه (ظالمانه) حاکمیت وي او تر هغه به دوام کوي، چې الله تعالی یې غواړي او کله چې وغواړي درنه اخلي یې او بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي.» [احمد]

حزب التحریرـ ولایه پاکستان د پوځ پر افسرانو غږ کوي چې د مسجد الاقصی د ازادۍ لپاره بسیج شي او حرکت وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ] [انفال: ۷۲]

ژباړه: «که هغوی د دين په باب له تاسو مرسته وغواړي، نو د هغوی مرسته پر تاسو فرض ده.»

دا هر افسر ته وریادوي چې دوی یوازې نه دي. د الله سبحانه وتعالی د ملاتړ سربېره د امت ملاتړ هم ورسره دی. پرېږدئ چې دوی د جګړې ډګر ته د لومړي ننوتونکي ویاړ ترلاسه کړي او هغه خنډ چې د دوی پر وړاندې رامنځ ته کېږي، لرې کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللهُ ‌فَلَا ‌غَالِبَ ‌لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ] [آل عمران: ۱۶۰]

ژباړه: «که الله تعالی مو مرستندوی وي، نو هېڅ قوت درباندې برلاسی کېدلای نه شي او که هغه تعالی تاسو پرېږدي، نو بیا له الله تعالی وروسته څوک ستاسو مرستندوی کېدلای شي؟ نو څوک چې رښتيني مومنان دي، هغوی د یوازې پر الله تعالی توکل وکړي.»

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۱۴مه

۲۰۲۳م کال، د اکتوبر ۲۹مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

که یوه ټولنه دغه څلور ځانګړنې ولري؛ الله سبحانه وتعالی یې خلک صالح کوي او له مصیبتونو یې ساتي

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

امام قرطبي رحمه الله د الله سبحانه وتعالی د دغه قول په تفسیر کې وایي:

﴿إِنَّ الَّذِینَ یكْفُرُونَ بِآیاتِ اللّهِ وَیقْتُلُونَ النَّبِیینَ بِغَیرِ حَقٍّ وَیقْتُلُونَ الِّذِینَ یأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِیمٍ[آل‌عمران: 21]

ژباړه: هغو کسانو ته د دردناک عذاب زیری ورکړه، څوک چې د الله سبحانه وتعالی له ایاتونو (هغه چې په سترګو یې وینو او وایو یې) انکار کوي او پیغمبران په ناحقه وژني او هغه کسان وژني چې په عدالت سره امر کوي (او دوی د حق لارې ته رابولي)!

وایي: «نقل شوی چې هره ځمکه چې په هغې کې څلور ځانګړنې وي، خلک به یې له مصیبتونو او بلاوو په امن او صالح شي: عادل امام او حاکم، هغه عالم چې د هدایت پر لار دی، هغه لویان چې په معروف امر او له منکر څخه نهې کوي او خلک د قران زده کړې او علم ته هڅوي او هغه ښځې چې با حجابه وي او خپل زینت او ښکلا د جاهلیت د وخت غوندې نه ښکاره کوي.»

عادل امام او حاکم هغه دی چې د خلکو چارې په غوره بڼه د اسلام له لارې اداره او سیاست کوي؛ له هغوی سره د چلند پر مهال له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږي او عدالت وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم عادل امام او حاکم د هغو اوو کسانو په سر کې یاد کړی چې د الله سبحانه وتعالی د عرش تر سیوري لاندې به وي. ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلیفه په توګه تر ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړۍ خطبه کې وویل: «خبر اوسئ چې ستاسو تر ټولو زورور ماته کمزوری دی، تر هغه چې د کمزوري حق ترې وا نه خلم او تر ټولو کمزوری مو ماته تر ټولو قوي دی، تر هغه چې له قوي څخه د هغه حق وا نه خلم.»

دا ډول عدالت د اسلامي دولت په ټولو دورو کې شته. عمر ابن خطاب ته یې د ورور «زید ابن خطاب» قاتل، ابومریم راځي او ورته وایي: اې امیر المومنینه! الله زید ته زما په لاسونو اکرام ورکړ او هغه یې په خپلو لاسونو خوار نه کړ. حضرت عمر رضی الله عنه ورته وویل: ایا د زید قاتل ته یې؟ ابومریم وویل: هو. عمر رضی الله تعالی عنه ورته وايي، له مخې مې لرې شه، په الله قسم چې تر هغه وخته به مې ښه درنه را نه شي؛ چې څو له وینې د ځمکې بد راځي. ابو مریم ورته وویل: ایا دا مې حق محروموي؟ عمر رضی الله عنه ځواب ورکوي: نه. وروسته ابومریم وايي: زه ستا حب ته څه اړتیا لرم؟ دا ښځې دي چې د محبت لپاره ژاړي. نو حضرت عمر رضی الله عنه ته د الله سبحانه وتعالی دغه ایت ور یاد شو:

﴿وَلاَ یجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِیرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ[مائده: 8]

ژباړه: د کومې ډلې دښمني باید تاسو دومره ونه ‌پاوري چې له عدالت څخه مخ واړوئ. عدالت وکړئ چې عدالت (په تېره بیا له دښمنانو سره) له تقوا سره نږدې اړیکه لري (او تقوا ته د رسېدو تر ټولو نږدې لاره او د الله سبحانه وتعالی له قهر څخه د لرې کېدو لپاره غوره وسیله ده.) له الله سبحانه وتعالی څخه تقوا وکړئ، ځکه الله سبحانه وتعالی پر هغو ټولو څیزونو خبر دی چې تاسو یې کوئ.

د هغه قبطي کیسه خو مو اورېدلې چې امیرالمومنین، عمر ابن خطاب رضی الله عنه ته راغئ او له عمرو بن العاص څخه یې شکایت وکړ. عمرو بن العاص په یوه سیالۍ کې قبطي وهلی و او ورته ویلي یې وو چې د لویانو له زوی وړاندې کېږې؟ نو امیر المومنین عاص او زوی یط، عمرو راوغوښتل او قبطي ته یې وویل: د لویانو زوی ووهه؛ هغه یې وهي او خپل قصاص اخلي. حضرت عمر رضی الله عنه عمرو ته وايي: له څه وخت راهیسې مو له موره ازاد زیږېدلي خلک خپل غلامان کړي؟

سلطان محمد فاتح د یوه جامع جومات د جوړولو امر کوي او یو نامسلمان انجنیر یې څارونکی ټاکي. د دغه جومات ستنې د مرمرو وې او محمد فاتح دغه انجنیر ته وايي چې جومات باید داسې جوړ شي چې لوی او پراخه ښکاره شي. د لوړوالي اندازه یې ورته ټاکي خو انجنیر په کوم دلیل چې باید د جوړولو پر وخت په پام کې نیول شوی وی، د جوماتې ستنې لنډوي. محمد فاتح چې دا خبره اوري، غوسه کېږي او امر کوي چې د انجنیر لاس دې پرې شي. انجنیر د دغه ظلم پر وړاندې کرار کې نه ناست او شکایت یې وکړ. سلطان محمد فاتح قاضي ته ورغئ او قاضي په خپل وار محمد فاتح راوغوښت او امر یې وکړ چې د دعوې د مقابل لوري پر وړاندې ودرېږي؛ د قضیې تر اورېدو وروسته قاضي امر کوي چې د محمد فاتح لاس باید پرې شي. انجنیر چې دا حکم واورېد حیران شو او ویې ویل: زه مې له دغې دعوې تېرېږم او یوازې د خپل مال بدل غواړم؛ ځکه چې د محمد فاتح لاس ګټه نه ورته رسوله. نو قاضي امر کوي چې هره ورځ دې قاضي ته ۱۰ نغدې سکې ورکړل شي؛ خو محمد فاتح د خپل لاس د ژغورل کېدو په خوښۍ او د خپل کار د پښېمانۍ په سبب پرېکړه وکړه چې انجنیر ته دې هره ورځ ۲۰ سکې ورکړل شي.

دا حکم د داسې یوه سلطان پر وړاندې صادر شو چې د قسطنطینیې د فتحې په اړه حدیث کې يې پیغمبر صلی الله علیه وسلم توصیف کړی او د قسطنطنیې فاتح دی. داسې یو کس چې ټوله اروپا پرې ویاړي. یعنې په اسلامي دولت کې چې هر څوک؛ عدالت ورته رسېږي.

د هدایت پر لار روان عالم؛ امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي او د الله سبحانه و تعالی په لار کې د هېڅ ملامتوونکي له ملامتۍ نه وېرېږي؛ حق وايي، د حکامو انحراف سموي او د هېڅ ظالم وېره یې په زړه کې نشته. د زور او ثروت لپاره فتوا نه ورکوي، د درباریانو کاسه چپه کوي، خپل دین د ناڅیزه مال په بدل کې نه پلوري، د خلکو د ګټو او مصالحو لپاره شپه او ورځ کار کوي او چارو ته یې پام کوي او د اسلام دفاع کوي. هغه حق چې باید اظهار شي، اظهاروي او چوپ نه پاتې کېږي؛ په هېڅ ستونزه یا قضیه کې شرعي حکم تر پښو لاندې نه کوي او د الله سبحانه و تعالی دا قول درک کوي:

‏﴿إِنَّ الَّذِینَ یكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَینَاتِ وَالْهُدَى مِن بَعْدِ مَا بَینَّاهُ لِلنَّاسِ فِی الْكِتَابِ أُولَئِكَ یلعَنُهُمُ اللّهُ وَیلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ﴾ [بقره: 159]

ژباړه: «بېشکه څوک چې هغه څه پټوي چې موږ له روښانه دلایلو او هدایت څخه نازل کړي؛ وروسته له هغې چې په کتاب (تورات او انجیل) کې مو خلکو ته روښانه کړي، الله او لعنت ویونکي (که پرېښتې وي، که مومنان او که انس و جن) پر هغوی لعنت وايي (او د لله سبحانه و تعالی له رحمته یې ایستل غواړي)»

نو سفلو علماوو د الله سبحانه و تعالی د دین پر وړاندې خپل مسولیت ادا کړی او په ریښتیا د دین عاملین وو. حسن بصري په خپل وخت کې د عراق د والی، حجاج بن یوسف پر وړاندې په سرکښۍ او طغیان مبارزه وکړه؛ د وخت د علماوو له منځه یې د هغه ناوړه کړنې افشا کړې او حق یې وایه. ابن سفیان ثوري چې د ابوجعفر منصور لخوا خپل مجلس ته وربلل کېږي؛ پر منصور نیوکه کوي چې د مسلمانانو له بیت المال څخه یې په حج کې ځان او ملګرو ته پرېمانه مال مصرف کړی. ابن سفیان ثوري ورته وویل: «په دغه سفر کې دې څومره مصرف وکړ؟» ځواب یې ورکړ چې نه پوهېږم، ځکه چې د دې کار لپاره معتمدین او وکیلان لرم. سفیان وویل: د قیامت په ورځ چې د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې ودرېږې او پوښتنه درنه وکړي؛ څه به ورته وایې؟ عمر بن خطاب چې حج وکړ، خپل غلام ته یې وویل: په دغه سفر کې مو څومره مصرف وکړ؟ غلام ځواب ورکړ: ۱۸ دیناره. عمر رضی الله عنه وویل: دا ته څه کوې! د مسلمانانو بیت المال خو مو ړنګ کړ.

ځکه خو ویل کېږي: «دوې ډلې کسان چې صالح او سم شي؛ ټوله ټولنه سمېږي او که هغه فاسد وي؛ ټوله ټولنه فاسدېږي؛ علما او حکام. نو علما چې فاسد شي، ټولنې به څوک اصلاح کوي!؟ څه ښه وايي: «څه چې خوسا شي مالګه به پرې ودوړوو؛ خو که مالګه خوسا شوه بیا به څه کوو!»

لویان او مشایخ امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي؛ د خلکو د سمولو او له انحراف څخه را ایستلو ته حریص وي او د اسلام په نظام کې یې د ذبولو لپاره هڅه کوي تر څو حق لاره پیدا کړي او پر صراط المستقیم روان وي. دوی خپل اعمال د الله سبحانه و تعالی له اوامرو سره سموي او د ځمکې پر سر متحرک قران وي. که داسې نه وي نور ټول به له عذاب سره مخ کېږي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

‏﴿وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِیبَنَّ الَّذِینَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِیدُ الْعِقَابِ﴾ [انفال: 25]

ژباړه: «ځان له بلا او مصیبته لرې ساتئ؛ دا یوازې هغه نه نیسي چې ظلم کوي (که د ظالم مخه ونه نیول شي، وچ او لانده دواړه سوزي) او پوه شئ چې الله سخته سزا او محکمه لري»

دغه راز، خبره دا نه ده چې فرد یوازې صالح او یوازې د هغه فردي او اساسي عناصر سالم شي؛ بلکې پکار ده چې پر دې سربېره د نورو په اصلاح کې هم هڅه وکړي. نو پر ټولو؛ حکامو، علماوو او مشایخو لازمه ده چې د نورو په اصلاح کې برخه واخلي او خپل تکلیف ادا کړي. له پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل شول: «که زموږ په منځ کې صالحان وي، هلاک به شو؟» هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هو؛ کله چې بدۍ ډېرې شي.» (رواه بخاري)

ښځې یې با حجابه وي؛ د جاهلیت پشان خپل سینګار نه ښيي او نه هغسې ځان سینګاروي؛ شرعي جامې اغوندي او په دې برخه کې الهي اوامر په پام کې نیسي:

‏﴿یدْنِینَ عَلَیهِنَّ مِن جَلَابِیبِهِنَّ﴾ [احزاب: 59]

ژباړه: «او مومنو ښځو ته ووایه چې پر خپلو سرونو او بدنونو باندې ټکري (حجابونه) خواره کړي »

‏﴿وَلْیضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُیوبِهِنَّ﴾ [نور: 31]

ژباړه: «او ښځې باید پر خپل ګریوان (سینو) ټکري (حجاب) خور کړي»

د هغو بلاوو او مصیبتونو له ډلې چې په اسلامي خاورو کې عام او خواره شوي؛ دا دي چې هره ښځه ګمان کوي چې ټولې هغه جامې چې عورت پټوي، شرعي دي. ځينې لویان او مشران وینو چې له بې حجابه او متبرجو خبریالانو سره له کېناستو هېڅ حرج نه لري! ګورو چې بې حجابه او متبرجې ښځې ښودل کېږي چې نورو ښځو ته الګو شي او ان تر هغو پورته وي! دا ټول فتنه خوروي او پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَا تَرَکتُ بَعدِی فِتنَةً أضَرَّ عَلَی الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ» (رواه بخاری)

ژباړه: تر ما وروسته د سړیو لپاره تر ټولو مضره فتنه ښځې دي.

دا څلور ځانګړنې که پیدا شي، خلک له بلا او مصیبته خوندي ساتل کېږي او ټولنه اصلاح کېږي. دا بهیر به همداسې روان وي.

د الرایه مجلې له ۴۶۳ ګڼې څخه

لیکوال: ډاکټر نبیل الحلبي – غزه (فلسطین)

د مطلب ادامه...

د فېسبوک د تعصبي پالیسیو او یهودي دولت د جنایتونو ترمنځ توپیر نشته دواړه د غزې د خلکو په وژولو کې یو لاس دي

(ژباړه)

د فېسبوک ادارې د حزب التحریر ځينې فېسبوک‌پاڼې ځکه وتړلې چې د یوه علني کمپاین له لارې یې پر مسلمانو ځواکونو غږ کاوه، چې باید له غزې او د فلسطين له سپېڅلې خاورې څخه د ملاتړ (نصرت) په موخه اقدام وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د انلاین رسنیو شبکو، چې ډېری یې د امریکايي کمپنیو دي، د حزب التحریر پاڼې تړلې. ځکه چې د خلافت د تاسیس لپاره غږ، د امريکا او ټول غرب له سترګو خوب تښتولی او سخت یې اندېښمن کړي دي.

خو دا ځل د غزې پر خلکو د یهودو د وحشیانه بمباریو پر وخت د حزب التحریر له لوري د پوځونو د رابللو غږ ډیر اغیز درلود؛ خلکو دغه غږ بدرګه کړ او په عام محضر کې یې تکراراوه. دغه کار غرب له خپلو ټولو وسایلو سربېره ووېراوه؛ په دې کې د فېسبوک اداره، چې د یهودي دولت ملاتړ کوي، هم شامله ده.

ټولو ته په ډاګه شوه چې يهودي دولت د غرب له لوري د خپلو مسلمانو اجنټانو، د اسلامي دولتونو حکامو په وسيله ساتل کيږي. دغو حکامو په خپل وار له يهودي دولت سره د خپلو پولو په بندولو او خوندي ساتلو د فلسطین خلک بنديان کړي دي.

دا هم ټولو ته په ډاګه شوه چې فلسطین یوازې د مسلمانو پوځونو په بسیج او د مخلصو رهبرانو په رهبرۍ ازادېدی شي.

نو فېسبوک او همکاران یې هڅه کوي چې د حزب التحریر او د هر هغه مخلص کس غږ چوپ کړي، چې د ازادۍ قطب‌نما سم لوري ته سموي ... دا هڅې د غزې د خلکو پر وړاندې د یهودي دولت د بمونو او جنایتونو په څېر زیانموونکې دي؛ ځکه دا هغه قصدي هڅې دي چې غواړي د غزې خلک مرستې ته لاسرسی ونه شي لرلی او مرسته ورته ونه شي رسېدی.

موږ دغو خلکو ته وایو چې الله سبحانه وتعالی له حق سره دی او د حق ملاتړ کوي. له دوی څخه وړاندې تر دوی ډېرو ځواکمنو د حزب التحریر د غږ ټیټولو هڅه وکړه؛ دوی لاړل، خو حزب په ټوله نړۍ کې د حق خپرولو ته دوام ورکوي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 «يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ» [توبه: ۳۲]

ژباړه: «دا خلک غواړي چې د الله تعالی نور په خپلو پوکیو سره مړ کړي. خو الله تعالی خپل نور حتما بشپړوي،که څه هم چې دا کار کافران نه خوښوي او پر دوی سخت تمامیږي»

انجنیر صلاح الدين عضاضه

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د مجرم یهودي دولت په قاموس کې امن ځایونه او سرې کرښې نشته

(ژباړه)

د ۲۰۲۳م کال، د نومبر په ۲مه، پنجشنبه سهار پر ابو عاصي ښوونځي د سپين فاسفورس بمونه، چې په نړیواله کچه منع دي، وغورځول شول او په پایله کې یې لږ تر لږه پنځه کسان شهيدان او لسګونه نور ټپیان شول. دا د هغو ښوونځيو له ډلې و چې د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) له لوري فلسطيني کډوالو ته جوړ شوي. دلته د غزې تړانګې شاتي کمپ ته زرګونو بې ځایه شوو پناه راوړې وه. د فعالانو له لوري اخيستل شوې وېډیوګانې له وحشت څخه ډکې صحنې ښيي؛ دا ښيي چې د بمبارۍ له پیل راهيسې د والدینو په منځ کې د خپلو ماشومانو لپاره ویره خوره ده. ميندو خپل ماشومان په غېږ کې نيولي او د ښوونځي په انګړ کې لوڅې پښې منډې وهي او سړي لګیا دي د ښوونځي په انګړ کې پراته بمونه خښوي چې سپین لوګی ترې را ونه وزي.

د یهودي دولت جنایت هېڅ حد او اندازه نه لري. هیڅ ځای د دوی له جنایت او وحشت څخه خوندي نه دی. د بې دفاع ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې جنایت او وحشت ته لمن وهي، په یوه ټولوژنه پسې بله کوي، هېڅ سرې کرښې په پام کې نه نيسي، هغه وسلې کاروي چې په نړیواله کچه منع دي -لکه فاسفورس- او په جګړه کې پر ټولو پیژندل شوو اصولو او مقرراتو سترګې پټوي. ښوونځي، روغتونونه او جوماتونه، چې خلک ګومان کوي خوندي ځایونه دي، بمباروي؛ خو د دوی له جنایت او وحشته هیڅ ځای امن نه دی.

دا نه لومړی او نه هم وروستی ښوونځی دی چې په نښه کیږي؛ د ۲۰۲۳ کال ، د مارچ په ۱۱مه، جمعه ماښام اسرایيلي الوتکو د غزې په شمال کې د الصفاوي په ګاونډ کې د اسامه بن زید ښوونځی په نښه کړ. دلته یې ګڼ شمېر بېځایه شوي شهیدان او ټپیان کړل؛ د بدن د پرتو غړو لیدلو صحنه یې وحشتناکه وه. په یوه بله ټولوژنه کې یې د الشفاء طبي کمپلکس دروازه او هغه امبولانسونه په نښه کړل چې ټپيان یې د درملنې لپاره مصر ته لېږدول؛ د دې ترڅنګ یې په ورته وخت کې نور روغتونونه هم په نښه کړل.

دغه مجرم دولت له مجازاتو ځان په امن کې بولي، ځکه خو جنایتونو او سرغړونو ته دوام ورکوي. د عربو او مسلمانانو حکام، په ځانګړې توګه ګاونډي هيوادونه دسيسې جوړوي او د امريکا او یهودانو د ګټو لپاره کار کوي. د یهودو پر وړاندې ان لږ حرکت هم نه کوي؛ بلکې د غزې د خلکو پر وړاندې په ښکاره اقدام کوي او هغوی یې محاصره کړي. نړیواله ټولنه چې امريکا یې په سر کې ده، د دغو جنایتکارو تر ټولو لویه ملاتړې ده. دغه راز د ملګرو ملتونو په مشرۍ نړیوالو بنسټونو د حقونو او تړونونو په نوم زموږ سرونه په درد کړي، خو کله چې د مسلمانانو خبره شي، ړانده، کاڼه او ګونګي شي.

له ويجاړۍ ډکې صحنې، د بدن غړي او وينې، د مرستې لپاره چغې او فریادونه او د ماشومانو او ښځو ژړاوې د کاڼو زړونه نرموي؛ په اسلامي پوځونو کې د واک او قدرت پر څښتنانو څه شوي چې زړونه یې نه نرمېږي؟

﴿ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَٰلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللهِ وَمَا اللهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ﴾ [بقرة: ۷۴]

ژباړه: «خو د دغه ډول نښو نښانو له ليدلو وروسته هم په پای کې ستاسو زړونه سخت شول، د تيږو په څېر سخت؛ بلکې له هغو څخه ډېر سخت، ځکه ځينې داسې تيږې هم شته چې له هغو څخه چينې راوځي، بهېږي؛ ځينې خو چوي او اوبه ترېنه راووځي او ځينې د الله تعالی له وېرې لړزېږي رالوېږي. الله تعالی ستاسو له کړو وړو څخه ناخبره نه دی.»

له الله نه ووېرېږئ! نور څه ته په تمه یئ!؟ ولې اقدام نه کوئ!؟ که مو په زړونو کې ايمان وي، داسې پېښې له خپګان او تاسف زړونه اوبه کوي! په الله قسم چې له تاسو پوښتنه کېږي، خو هغه وخت به ډېر ناوخته وي. نو د هغه وخت تر را رسېدو وړاندې د الله سبحانه وتعالی له غضب او جزا څخه ځانونه وساتئ.

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

چا چې د کفر په حالت کې نېک عملونه کړي وي؛ تر اسلام راوړلو وروسته یې ثواب ورکول کېږي؟

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه: السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

محترم شیخ صاحب! زه یوه پوښتنه لرم: پر دې پوهېږو چې یو کافر مسلمان شي، ګناهونه یې پاکېږي او بښل کېږي؛ خو پوښتنه دا ده چې د هغو نېکو عملونو پایله به څنګه کېږي، چې د کفر په حالت کې یې کړي؟ که د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کیسې شرحه په پام کې ونیسو، چې له حکیم ابن حزام څخه روایت شوې ده: اې رسول الله! د هغو نېکو عملونو اجر او بدله به څنګه کېږي، چې د جاهلیت په وخت کې مې کړي؛ لکه صدقه، د غلام ازادول او صله‌رحم پالل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ مِنْ خَيْرٍ». د دغه حدیث سم مفهوم څه شی دی؟ الله سبحانه وتعالی خو دې تاسو ته اجر درکړي!

ځواب: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

تاسو د هغه مبارک حدیث په اړه پوښتنه کړې، چې بخاري او مسلم په صحیحین کې او نورو محدثینو له حکیم ابن حزام رضی الله عنه څخه روایت کړی، چې ویلي یې دي: اې رسول الله! د هغو نېکو عملونو اجر او بدله به څنګه کېږي، چې په جاهلیت کې مې کړي؛ لکه صدقه، د غلام ازادول او صله‌رحم پالل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ مِنْ خَيْرٍ»

ژباړه: د خپلې نېکې ماضي په سبب دې مسلمان شوې.

کوم مطلب چې ستاسو له خبرې څخه اخیستل کېږي او تاسو سم نه دی واضح کړی، هغه دا دی: د هغو نېکو عملونو پایله به څنګه کېږي، چې یوه کس د کفر په حالت کې کړي وي او وروسته یې اسلام راوړی وي او تر مرګه پر خپل اسلام باندې پاتې شوی وي؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی:

لومړی: په دې مسله کې د علماوو او د علم خاوندانو تر منځ اختلاف دی او زه دلته ځینې هغه موارد یادوم چې امام نووي رحمه الله په خپل کتاب (د صحیح مسلم شرحه) کې د دغه حدیث په اړه یاد کړي او په دقیق او ښه ډول یې تشریح کړي:

«... او د هغه صلی الله علیه وسلم دا خبره: " أَسْلَمْتَ عَلَى مَا أَسْلَفْتَ مِنْ خَيْرٍ" په ځانګړې توګه د دې جملې په معنی کې اختلاف شوی دی:

۱. امام ابو عبدالله المازري رحمه الله ویلي چې د دې خبرې ظاهر د اصولو له غوښتنې سره په ټکر کې دی؛ ځکه الله سبحانه وتعالی ته د کافر تقرب سم نه دی، نو د کافر په غاړه اېښودو کې ثواب نشته دی؛ دا خبره سمه ده چې کافر به مطیع وي، خو الله سبحانه وتعالی ته تقرب نشي کولی. ځکه هغه پر الله سبحانه وتعالی یوازې باور لري او یوازې تر همدغه حده بسنه کوي. همدارنګه هغه په خپلې باورمندۍ د ایمان له چارې سره توافق کړی، نو ځکه مطیع ورته ویل کېږي، چې زموږ په نزد د اطاعت مفهوم له یوې چارې سره د توافق په معنی دی، خو دغه کافر الله سبحانه وتعالی ته تقرب نه دی کړی، ځکه د تقرب شرط ایمان او د الله سبحانه وتعالی پېژندل دي، چې د نېک عمل لامل کېږي. پر همدغه اساس کله چې کافر شخص نېک عمل وکړي، د الله سبحانه وتعالی پر ذات یې ایمان او علم نه دی ترلاسه کړی او له دې موضوع څخه په ثبوت سره ښکاري، چې دغه حدیث توجیه شوی او ښايي یوه معنی یې د نېکو صفتونو ترلاسه کول وي، چې کافر شخص ته دغه نېک صفتونه تر اسلام وروسته ګټه رسوي او دغه صفتونه د نېکو عملونو د ترسره کولو لپاره پیلامه او مرستندوی وي.

د حدیث دویمه معنی دا ده چې په کافر شخص کې د دغو صفتونو شتون د دې لامل کېږي، چې له اسلام وروسته به هم دغه کس په نېک نامه یادېږي. همدارنګه له دغه حدیث څخه درېیمه معنی دا اخیستل کېږي، چې د کفر پر مهال د نېکو عملونو په ترسره کولو سره کېدلی شي، چې له اسلام راوړلو وروسته هم اجر او ثواب زیات شي او ځینې وایي چې کله کافر نېک عملونه ترسره کوي، نو ښايي ګناهونه یې کم شي، نو لرې نه ده چې دغه نېک عملونه دې د دغه کس اجر او ثواب هم زیات کړي؛ دا د المازري رحمه الله خبره ده.

۲. قاضي عیاض رحمه الله وایي: ځینو د حدیث معنی داسې تعبیر کړې، چې الله سبحانه وتعالی د هغو نېکو عملونو په برکت چې یوه کافر کړي دي، هغخ ته هدایت کوي او یا د کار په لومړیو کې خیر ورڅخه ظاهروي؛ همدا پخپله د اخرت نېکمرغي او د ښې پایلې دلیل او نښه ده. دا د قاضي عیاض خبره ده.

۳. د ابن بطال او نورو څېړونکو نظر دا دی، چې دغه حدیث د خپل ظاهر په معنی دی او مفهوم یې داسې دی: کله چې یو کافر، مسلمان او په اسلام کې وفات شي؛ د هغو نېکو عملونو بدله ورکول کېږي، چې په کفر کې يې کړي دي. دا علما د ابوسعید خدري رضی الله عنه پر حدیث استناد کوي، چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی:

«إِذَا أَسْلَمَ الْكَافِرُ فَحَسُنَ إِسْلَامُهُ كَتَبَ اللَّهُ تَعَالَى لَهُ كُلَّ حَسَنَةٍ زَلَفَهَا وَمَحَا عَنْهُ كُلَّ سَيِّئَةٍ زَلَفَهَا وَكَانَ عَمَلُهُ بَعْدُ الْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ وَالسَّيِّئَةُ بِمِثْلِهَا إِلَّا أَنْ يَتَجَاوَزَ اللَّهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى»

ژباړه: که یو کس په بشپړه او غوره توګه اسلام ومني، الله سبحانه وتعالی يې د هر هغه نېک عمل بدله ورکوي، چې مخکې یې ترسره کړی دی او د هر هغه ناوړه عمل ګناه یې له منځه وړي، چې مخکې یې ترسره کړی دی. له هغه وروسته د نوموړي هر نېک عمل ته له لسو څخه تر اوو سوو درجو پورې ثواب ورکول کېږي او د بد عمل جزا یې بیا د همغه عمل په اندازه ورکول کېږي، مګر دا چې الله سبحانه وتعالی یې له ګناهونو څخه تېر شي.

دار قطني بیا دغه حدیث د امام مالک رحمه الله له غریبو احادیثو څخه یاد کړی دی. ابن بطال رحمه الله د دغه حدیث تر یادولو وروسته وایي، دا الله تعالی دی چې د هر بنده لپاره وغواړي، فضیلت ورکوي او هېڅوک پر هغه د نیوکې حق نه لري او نوموړی وایي: دا موضوع د حکیم ابن حزام لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې خبرې په څېر ده، چې فرمایي: «ته د هغه خیر په سبب مسلمان شوې، چې ترسره کړی دې و او الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه عالم او حکمت واله دی ...» د شرح نووي د نقل قول پای. 

دویم: هغه حدیث چې ابن بطال پرې استدلال کړی، په دغه حدیث کې هغه څه ور زیات شول، چې صحیح البخاري روایت کړي دي. د بخاري ۴۱ حدیث چې مالک وویل، زید ابن اسلم خبر را کړ، چې ابوسعدی خدري رضی الله عنه ورته وویل، چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه داسې اورېدلي دي:

«إِذا أَسْلَمَ العَبْدُ فَحَسُنَ إسْلاَمُهُ يُكَفِّرُ اللَّهُ عنهُ كلَّ سَيِّئَةٍ كَانَ زَلَفها وَكَانَ بَعْدَ ذلكَ القِصاصُ الحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثالِها إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ والسَّيِئَةُ بِمثْلِها إلاَّ أَن يَتَجَاوَزَ اللَّهُ عَنْهَا»

ژباړه: که یو کس په بشپړه او غوره توګه اسلام ومني، الله سبحانه وتعالی يې د هر هغه نېک عمل بدله ورکوي، چې مخکې یې ترسره کړی دی او د هر هغه ناوړه عمل ګناه یې له منځه وړي، چې مخکې یې ترسره کړی دی. له هغه وروسته د نوموړي هر نېک عمل ته له لسو څخه تر اوو سوو درجو پورې ثواب ورکول کېږي او د بد عمل جزا یې بیا د همغه عمل په اندازه ورکول کېږي، مګر دا چې الله سبحانه وتعالی یې له ګناهونو څخه تېر شي.

د صحیح البخاري په شرحه عمدة القاري کې د دغه حدیث د حکم په اړه داسې راغلي دي: «بخاری دغه حدیث معلق ذکر کړی، خو د دغه کتاب په هېڅ ځای کې یې دغه حدیث متصل نه دی بللی؛ بخاري، مالک نه دی لیدلی؛ نو دا حدیث معلق دی. خو دا چې لفظ يې جازم او قطعي دی، نو دا حدیث صحیح دی او کومه نیمګړتیا پکې نشته ده، خو دا چې ابن حزم ويلي: دغه حدیث د صحت له مخې ستونزه لري، ځکه دا حدیث منقطع دی؛ خو داسې نه ده، ځکه دغه حدیث له نورو اړخونو صحیح دی، یعنې هر منقطع حدیث د نیمګړي په معنی نه دی، له همدې امله هر څومره چې پر دغه حدیث له اصطلاحي اړخه د منقطع اطلاق وشي، خو په دغه دلیل چې صحیح دی، نو د متصل حکم لري. ابوذر هروي په ځینو نسخو کې دغه حدیث متصل ښودلی، همدارنګه نسایي له احمد بن المعلي بن یزید څخه، هغه بیا له صفوان بن صالح او هغه له لهولید ابن اسلم او هغه له مالک بن زید بن اسلم څخه دغه حدیث متصل ښودلی دی ... همدارنګه سفیان ابن عیینه له زید ابن اسلم څخه او هغه له عطاء څخه په مرسل ډول دغه حدیث روایت کړی او مالک د مدینې د خلکو حدیث د نورو خلکو له حدیث څخه ښه تفکیک کوي. بزار ویلي دي چې یوازې مالک دغه حدیث متصل ګڼلی دی، ابن بطال ویلي چې بخاري د ابوسعید ځینې احادیث ساقط  کړي او دا همغه مشهور حدیث دی چې د مالک په روایت له "موطا" پرته یې داسې څرګند کړی دی: «إِذا أسلم الْكَافِر فَحسن إِسْلَامه كتب الله لَهُ كل حَسَنَة كَانَ زلفها، ومحى عَنهُ كل سَيِّئَة كَانَ زلفها» او پاتې نورو کسانو دغه حدیث د پورته لفظ په معنی سره یاد کړی دی.»

درېیم: همدارنګه تاسو وینئ چې په دغه حدیث کې زیاتوالی نشته لکه پاس چې د بخاري په حدیث کې یې یادونه وشوه، چې له قطعي نصوصو سره چې له اجر، ثواب، صالح عمل او د ایمان له مسلې سره اړیکه لري او په تکراري ډول له راغلو ایتونو سره ټکر رامنځته کوي:

﴿وَأَمَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحاً فَلَهُ جَزَاءً الْحُسْنَى وَسَنَقُولُ لَهُ مِنْ أَمْرِنَا يُسْراً﴾ {الكهف: 88}

ژباړه: هر څوک چې ایمان راوړي او نېک عمل ترسره کړي، هغه ته نېکه بدله ورکول کېږي او زموږ په فرمان کې د هغه لپاره اسانتیاوې دي.

﴿وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللهِ خَيْرٌ لِمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحاً وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ﴾{القصص: 80}

ژباړه: او کومو کسانو چې پوهه درلوده (هغو خلکو ته چې د دنیا په ښکلا مینان وو او عزت یې په زر او زور کې لیده) وویل: افسوس پر تاسو! (دا څه وایئ او نېکمرغي په څه شي کې لټوئ؟) د الله اجر او بدله (چې تل پاتې جنت دی) د هغو کسانو لپاره چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې ترسره کړي وي، غوره او لوړ دي (له دغو شیانو څخه) او دغه (جنت) یوازې د صابرینو لپاره دی.

﴿وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ﴾ {البقرة: 25}

ژباړه: هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې ترسره کړي، زېری ورکړه، چې د هغوی لپاره (په جنت کې) داسې باغونه دي چې ترې لاندې به ویالې روانې وي.

﴿وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُون﴾ {البقرة 82:}

ژباړه: او هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې ترسره کړي دي، دوی جنتیان دي او په جنت کې به د تل لپاره وي.

﴿إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ﴾ {البقرة: 277}

ژباړه: هو، هغه کسان چې ایمان یې راوړی، نېک عملونه کوي، لمونځ ادا کوي او زکات ورکوي، د هغوی بدله له رب سره ده.

﴿وَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَاللهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ﴾ {آل عمران: 57}

ژباړه: او هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه کوي، هغوی ته الله بشپړ ثواب ورکوي او الله هېڅکله ظالمان نه خوښوي.

له دغو ایتونو ښکاري چې د نېکو عملونو اجر او ثواب ورکول له ایمان راوړلو مخکې نه وي، بلکې وروسته وي.

څلورم: پر همدغه اساس زه غوره ګڼم چې د (كتب الله لَهُ كل حَسَنَة كَانَ زلفها) جملې زیاتوالی رد شي او د صحیح البخاري پر هغه حدیث چې پاس یې یادونه وشه، باید استناد وشي:  

امام مالک وایي چې زید ابن اسلم خبر راکړ، چې ابو سعید خدري ورته ویلي دي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، چې هغه ویل:

«إِذا أَسْلَمَ العَبْدُ فَحَسُنَ إسْلاَمُهُ يُكَفِّرُ اللَّهُ عنهُ كلَّ سَيِّئَةٍ كَانَ زَلَفها وَكَانَ بَعْدَ ذلكَ القِصاصُ الحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثالِها إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ والسَّيِئَةُ بِمثْلِها إلاَّ أَن يَتَجَاوَزَ اللَّهُ عَنْهَا»

ژباړه: که یو کس په بشپړه او غوره توګه اسلام ومني، الله سبحانه وتعالی يې د هر هغه نېک عمل بدله ورکوي، چې مخکې یې ترسره کړی دی او د هر هغه ناوړه عمل ګناه یې له منځه وړي، چې مخکې یې ترسره کړی دی. له هغه وروسته د نوموړي هر نېک عمل ته له لسو څخه تر اوو سوو درجو پورې ثواب ورکول کېږي او د بد عمل جزا یې بیا د همغه عمل په اندازه ورکول کېږي، مګر دا چې الله سبحانه وتعالی یې له ګناهونو څخه تېر شي.

یعنې هدف دا دی چې یو کس پر هغه ګناه نه محاسبه کېږي، چې له اسلام وړاندې یې کړې وي، یا غواړو خبره داسې بیان کړو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه حدیث مطابقت څرګند شي:

«إِنَّ الإِسْلامَ يَجُبُّ مَا كَانَ قَبْلَهُ» رواه أحمد والطبراني عن عمرو بن العاص.

ژباړه: اسلام مخکیني ګناهونه له منځه وړي.

دغه عبارت د بخاري له دغه حدیث «إِذا أَسْلَمَ العَبْدُ فَحَسُنَ إسْلاَمُهُ يُكَفِّرُ اللهُ عنهُ كلَّ سَيِّئَةٍ كَانَ زَلَفها»

سره موافق دی او د حدیث معنی داسې کېږي چې الله سبحانه وتعالی د جاهلیت د وخت ګناهونه تر اسلام راوړلو وروسته بښي؛ همدارنګه ځینې دلایل شته دي چې له دغه حدیث څخه درې حالتونه مستثنا کوي، داسې چې په دغو درېیو حالتونو نوموړی کس له اسلام څخه مخکې نه، بلکې وروسته هم پوښتل کېږي. همدارنګه موږ په (أجهزة دولة الخلافة، ۱۲۳-۱۲۷) کتاب کې د عقود او معاملاتو تر باب لاندې دغه مطلب واضح کړی او ویلي مو دي چې دا درې حالتونو په دغه حدیث کې نه راځي:

1- کله یې چې د اسلام په مخالفت کې د کړي عمل اغېز دایمي وي.

2- هغه حالت چې قضیه پکې په هغه کس پورې تړاو ولري، چې اسلام او مسلمانان یې ځورولي دي.

3- هغه حالت چې قضیه د غاصب په لاس کې پر غصب شوي مال پورې تړاو ولري.

د دغو درېیو قضیو تعقیبول چې دایمي او د اسلام خلاف اغېز لري، هغه عمل دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترسره کړی دی. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي دولت تر تاسیس وروسته سود له اصلي پانګې څخه بېل کړ او اصلي پانګه یې د مالونو څښتنانو او پور ورکوونکو ته بېرته ورکړه، یعنې د دارالاسلام تر راتګ وروسته یې سود تقسیم کړ او داسې حکم یې وکړ چې پوروړی یې په بېرته ورکولو مکلف نه دی. همدارنګه هغه کسان چې د جاهلیت د قوانینو له مخې یې تر څلورو ډېرې مېرمنې درلودې، مګر د دارالاسلام په رامنځته کېدو سره یې شمېر څلورو مېرمنو ته راټیټ کړ. ترمذي د عبدالله بن عمر له لارې تخریج کړی، چې غیلان بن سلمه ثقفي په داسې حال کې مسلمان شو، چې د جاهلیت په وخت کې یې لس مېرمنې درلودې او ټولې ورسره مسلمانې شوې هم وې:

«فَأَمَرَهُ النَّبِيُّ ﷺ أَنْ يَتَخَيَّرَ أَرْبَعاً مِنْهُنَّ».

ژباړه: رسول‌الله صلی‌الله علیه‌وسلم هغه ته امر وکړ، چې له دغو ښځو څخه یوازې څلور یې غوره کړي.

نو هغه عقد چې له اسلام سره په مخالفت کې دایمي اغېز لري، د خلافت په تاسیس سره دغه اغېز پای ته رسېږي او پای ته رسېدل یې یو واجبي چاره ده؛ د بېلګې په توګه که چېرې یوې مسلمانې ښځې له یوه مسیحي نارینه سره واده کړی وي، د خلافت تر تاسیس وروسته دغه عقد له شرعي احکامو سره سم له منځه ځي.

خو د هغو کسانو د قضیو د تعقیب دلیل چې اسلام او مسلمانان یې ځورولي وي، دا دی چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مکه فتحه کړه، د یو شمېر هغو خلکو وینه تویول یې روا وګڼل، چې د جاهلیت په وخت کې یې اسلام او مسلمانان ځورولي وو او داسې حکم یې وکړ چې که چېرې دغو کسانو د کعبې پر پرده ځانونه راځوړند کړي هم وي، خو بیا هم باید ووژل شي. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ الإِسْلامَ يَجُبُّ مَا كَانَ قَبْلَهُ» یعنې هغه کسان چې اسلام او مسلمانان یې ځورولي دي، له دغه حدیث څخه مستثنا دي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغو کسانو کې ځینو ته یې بښنه هم وکړه؛ لکه عکرمه ابن ابو جهل ته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بښنه وکړه. همدارنګه د خلیفه لپاره روا دي چې د دغو کسانو پر ضد قضیه تعقیب کړي او یا هغوی ته بښنه وکړي. دا مسله د هغو کسانو په اړه هم ده، چې مسلمانان ځوروي او پر اسلام تور لګوي، ځکه د «إِنَّ الإِسْلامَ يَجُبُّ مَا كَانَ قَبْلَهُ» حدیث پر دغو کسانو مصداق نه کوي، بلکې دا کسان له دغه حدیث څخه مستثنا دي او د دغو کسانو پر وړاندې د قضیې تعقیبول د خلیفه په نظر پورې تړاو لري.

او د غصب د هغو قضيو څېړلو دليل، چې غصب شوی مال د غاصب په لاس کې وي، هغه حديث دی چې له وائل بن حجر څخه روايت دی، هغه ويلي:

«كُنْتُ عِنْدَ رَسُولُ اللهِ ﷺ فَأَتَاهُ رَجُلاَنِ يَخْتَصِمَانِ فِي أَرْضٍ فَقَالَ أَحَدُهُمَا إِنَّ هَذَا انْتَزَى عَلَى أَرْضِي يَا رَسُولَ اللهِ فِي الْجَاهِلِيَّةِ وَهُوَ امْرُؤُ الْقَيْسِ بْنُ عَابِسٍ الْكِنْدِيُّ وَخَصْمُهُ رَبِيعَةُ بْنُ عِبْدَانَ قَالَ: بَيِّنَتُكَ، قَالَ: لَيْسَ لِي بَيِّنَةٌ، قَالَ: يَمِينُهُ، قَالَ إِذَنْ يَذْهَبُ بِهَا، قَالَ: لَيْسَ لَكَ إِلاَّ ذَاكَ، قَالَ: فَلَمَّا قَامَ لِيَحْلِفَ قَالَ رَسُولُ اللهِ ﷺ مَنِ اقْتَطَعَ أَرْضاً ظَالِماً لَقِيَ اللهَ وَهُوَ عَلَيْهِ غَضْبَانُ»

ژباړه: زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خوا کې وم چې دوه سړي ورته راغلل چې د ځمکې پر سر يې شخړه لرله، يوه يې وويل: اې د الله رسوله! دغه سړي د جاهليت په وخت کې زما ځمکه لاندې کړې ده (ولکه يې پرې کړې ده)، دی (مدعي) امرؤ القيس بن عابس کندي و او مقابل لوری يې ربيعه بن عبدان و، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: بينه (د اثبات دليل) دې څه دی؟ هغه وويل: بينه نه لرم، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: نو دی (ستا مقابل لوری) به قسم کوي، هغه (مدعي) وويل: نو بيا خو ځمکه دی وړي (ګټي)، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ته پر ده يوازې همدا (د قسم) حق لرې، راوي وايي: کله چې هغه (مدعي عليه) پورته شو چې قسم وکړي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چا چې په ناحقه سره (د بل چا) ځمکه پرې کړه (ترې ولکه يې کړه)، نو له الله سبحانه و تعالی سره به په داسې حال کې مخ شي چې هغه پرې غوسه وي.

به دغه حديث کې «انْـتَزَى عَلَى أَرْضِي» معنا دا ده چې: ولکه يې پرې کړې ده، يا غلبه يې پرې کړې ده، يعنې د غصب په توګه يې راڅخه اخيستې ده. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه کس دعوه ومنله، که څه هم د غصب عمل د جاهلیت په وخت کې شوی و، پر همدغه اساس هر هغه څوک چې ځمکه او یا د افرادو ملکیت یا عامه ملکیت او یا هم د دولت ملکیت غصب کړي او عمل یې شرعاً غصب وي، نو په دې برخه کې یې دعوه منل کېږي.

څلورم: لنډه دا چې کله یو کس په بشپړه او غوره توګه اسلام ومني، نو له اسلام مخکې ګناهونه یې بښل کېږي، پرته له هغو درېیو حالتونو څخه چې یادونه یې وشوه. دا هغه نظر دی چې زه په ځانګړې توګه په دې مسله کې لومړیتوب ورکوم، الله سبحانه وتعالی له هر چا څخه ډېر عالم او حکمت واله دی.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

 

د مطلب ادامه...

اې د پاکستان مسلمانانو! د خپل رسول صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه پیروي وکړئ. د افغان کډوالو انصار شئ. د دغه ظالم حکومت لاس ونيسئ چې زموږ افغان وروڼه یې له کړاوونو سره مخ کړي دي

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د پاکستان حکام بې وسه او بې دفاع افغان مسلمانان په زور  له خپلې خاورې باسي. د اقتصاد د ويجاړۍ پړه د پیسو نړیوال صندوق (IMF) پر ځای پر څو سوه زره افغانانو اچوي؛ په داسې حال کې چې دا د پیسو د نړیوال صندوق د پالیسیو د غلامانه پيروۍ پایله ده. داسې افغان مسلمانان هم شته چې کلونه کلونه، ان لسیزې کېږي چې دلته ژوند کوي، ډېری یې هغه کسان دي چې په پاکستان کې زیږیدلي او مخکې یې افغانستان نه دی لیدلی. د دوی مال ترې اخيستل کېږي او پاک‌لمنې مسلمانې ښځې یې ځورول  کېږي. دغه مسلمانان اړ شوي چې خپل پاتې شيان په نا مناسبه بيه وپلوري؛ د تورخم او چمن پر پولو داسې ځورول کیږي، لکه نجس هندوان چې وي! د دغو حکامو لپاره د لا اله الا الله محمد رسول الله کلیمې ویل، په پاکستان کې زيږېدل، ټول ژوند دلته تېرول او ان دلته واده کول هم نه شي کولای چې افغان مسلمان د تابعیت مستحق وګرځوي. بیا هم دا حکام ادعا کوي چې پاکستان یو اسلامي دولت دی!

د افغانستان او افغان مسلمانانو پر وړاندې د پاکستان د حکومت له تعصب څخه ډک سیاستونه باید رد شي؛ دا په سیمه کې د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو تر منځ نفرت او کرکې ته لمن وهي. نژادي تعصبي سیاستونه به په سیمه کې مسلمانان نور هم کمزوري او زموږ ځواک به ګډوډ کړي، چې ګټه به یې یوازې زموږ دښمنانو ته رسیږي. مسلمانان له نورو ټولو امتونو بېل امت دی. د دوی خاوره، جګړه او سوله یوه ده. یو مسلمان بل مسلمان بې وسه نه پریږدي او نه یې سپکوي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ وَلَا يَحْقِرُهُ [صحيح مسلم]

ژباړه: «مسلمان د بل مسلمان ورور دی، نه پرې ظلم کوي، نه یې سپکاوی کوي او نه هم په سپکه سترګه ورته ګوري.»

پرېږدئ چې د افغانستان او پاکستان مسلمانان لکه انصار او مهاجرين یو بل غیږ کې ونیسي. د مدينې انصارو مهاجرين دومره په ورین تندي او زړه سوي سره ومنل چې خپل کورونه او کاروبارونه يې ورسره شريک کړل. څه چې انصارو خوړل او څښل، هماغه څښاک او خواړه به يې مهاجرينو ته هم برابرول. د انصارو سعد بن ربیع رضي الله عنه له خپلو دوو مېرمنو څخه یوې ته د طلاق ورکولو وړاندیز وکړ، تر څو د هغې د رضایت په صورت کې له مهاجر، عبدالرحمن عوف رضی الله تعالی عنه سره واده وکړي. الله سبحانه وتعالی په قرآن کريم کې له خپلو مهاجرو وروڼو سره د انصارو د سخاوت ستاینه کړې ده.

«وَيُؤۡثِرُونَ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ وَلَوۡ كَانَ بِهِمۡ خَصَاصَةٞۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفۡسِهِۦ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ» [حشر: ۹]

ژباړه: «او پر خپل ځان نورو ته ترجېح ورکوي، که څه هم په خپله محتاج وي. حقيقت دا دی، کوم خلک چې د خپل زړه له تنګۍ څخه وژغورل شول، همدوی بري موندونکي دي.»

طبري د دې آيت په اړه د انصار هغه واقعه ياده کړې، چې د خپل کور چراغ به یې مړ کړی و، تر څو یې مېلمه خواړه وخوري او پام یې نه شي چې د هغه خپله کورنۍ د ځان لپاره هېڅ خواړه نه لري.

اې د پاکستان مسلمانانو! د خپلو افغان وروڼو د شړلو مخه ونیسئ او رد یې کړئ. د خپل رسول صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروي وکړئ. د مدینې تړون در یاد ولرئ. د افغانستان د مهاجرو لپاره د مدینې انصار شئ. د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د مينې لپاره د صحابه کرامو سنت را ژوندي کړئ. خپل وروڼه مو له ځانه مخکې کړئ! د حکامو لاسونه لنډ کړئ. د دغه ظلم پر وړاندې په چوپ پاتې کېدو سره د دوی ملګرتیا مه کوئ. په حقیقت کې الله سبحانه وتعالی مسلمانان وروڼه ګڼلي دي او دا زموږ اصلي اړیکه ده. د نبوت پر منهج خلافت د تاسیس لپاره غږ پورته کړئ ترڅو یو موټی شئ. دا به د ډیورنډ استعماري کرښه له منځه یوسي چې موږ یې بېل او کمزوري کړي یو. خلافت به په عملي توګه امت ته ورورولي ور په برخه کړي او د اسلامي نړۍ ټولې سرچینې به سره توحيد او د ټول امت لپاره د لاسرسي وړ کړي.

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۲۹مه

۲۰۲۳م کال، د نومبر ۱۳مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

سود

(ژباړه)

له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی:

« لَعَنَ رَسولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ آكِلَ الرِّبَا، وَمُؤْكِلَهُ، وَكَاتِبَهُ، وَشَاهِدَيْهِ، وَقالَ: هُمْ سَوَاءٌ.» (رواه مسلم)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سود خوړونکي، سود ورکوونکي، کاتب او شاهدانو یې لعنت ویلی او فرمایلي یې دي چې ټول (د سود په ګناه کې) برابر دي.

پر مسلم د نووي په شرح کې راغلي: دغه حدیث په ښکاره توګه ثابتوي، چې د سود خوړونکو تر منځ شهادت او لیکل حرام دي او دا څرګندوي چې په باطل کې همکاري حرامه ده.

اسلامي شریعت په مطلق ډول سود حرام کړی دی، که یې اندازه لږه او یا ډېره وي. هغه مال چې سود پکې وي، قطعاً حرام دی، هېڅوک یې د مالکیت حق نه لري او که یې څښتن مشخص وي، بېرته هغه ته ورکول کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الَّذِینَ یأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ یقُومُونَ إِلاَّ كَمَا یقُومُ الَّذِی یتَخَبَّطُهُ الشَّیطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَیعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَیعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِیهَا خَالِدُونَ﴾ ‏[بقره: 275]

ژباړه: هغه کسان چې سود خوري، د دوی حال به د هغو کسانو په څېر وي، چې شیطان له لېونتوب سره مخ کړي وي. پر دغه حالت د اخته کېدو دلیل د دوی دغه خبره ده، چې وايي: تجارت خو هم د سود غوندې دی. په داسې حال کې چې الله تجارت روا کړی او سود یې ناروا کړی دی. نو چا ته چې د هغه د رب له لوري دغه نصیحت ورسېد او په راتلونکي کې یې د سود له خوړلو څخه ډډه وکړه، نو څه یې چې مخکې خوړلي، د هغو معامله له الله سره ده او څوک چې له دغه حکم وروسته بیا هم دغه کار کوي، هغوی دوزخیان دي او تل به پکې اوسېږي.

‏ ﴿یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِی مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِینَ(278) ‏فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ﴾ ‏[بقره: 278- 279]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، د الله تعالی له (عذاب او عقاب) څخه وډار شئ او کوم سود مو چې پر خلکو پاتې دی، هغه ور پرېږدئ. خو که داسې مو ونه کړل، پوه شئ چې له الله او د هغه له رسول سره مو جګړه پیل کړې ده. که اوس هم توبه وکړئ (سود خوړل پرېږدئ او د دین اوامر ومنئ) اصلي پانګه مو خپله ده، نه به ظلم کوئ او نه به ظلم درباندې کېږي.

د سود ځانګړنه دا ده چې سود خوړونکی د خلکو له زحمتونو څخه سود ترلاسه کوي او دا له هڅې پرته یوه بدله ده. همدارنګه هغه مال چې له امله یې سود اخیستل کېږي، تل د ګټې په حال کې دی او له زیان سره نه مخ کېږي. دغه خاصیت له «الغرم بالغنم» قاعدې سره مخالف دی، یعنې هر څوک چې له مال او یا کوم بل شي څخه ګټه تر لاسه کوي، په زیان کې به هم شریک وي. له همدې امله له هغه مال څخه ګټه اخیستنه چې په شراکت، مضاربت او مساقات کې وي، د شرایطو په رعایت سره جایزه ده؛ ځکه ټولنه په دغسې معامله کې ګټه ترلاسه کوي او هغه ګټه چې د مال څښتن ته رسېږي، د خلکو له زحمتونو څخه ګټه اخیستنه نه ده، بلکې هغه وسیله ده چې د مال څښتن ته دا وړتیا ورکوي چې له خپلو هڅو څخه ګټه تر لاسه کړي. یعنې څنګه چې په ګټه کې شریک دی، همداسې په زیان کې هم شریک دی او دغه کار له سود سره توپیر لري؛ ځکه د سود حراموالی د قران په ایایتونو کې ثابت شوی دی او په دغه ایت کې هېڅ تعلیل نه دی شوی. همدارنګه په سنتو کې هم د سود مالونه واضح شوي دي.

ښايي دا خبره په ذهن کې تېره شي، چې د مال څښتن د خپلې شتمنۍ د ساتنې په هڅه کې دی او کېدای شي چې د یو اړمن کس د ستونزو د حل لپاره له خپل مال څخه هغه ته پور ور نه کړي او اړمن کس خپله اړتیا پوره نه کړي؛ نو پر همدغه اساس د ستونزې د حل لپاره باید یوه سرچینه وي، ځکه چې اوس اړتیاوې او ستونزې ډېرې شوې دي او په ټولو کارونو لکه کرنه، سوداګرۍ او صعنت کې سود شته دی؛ نو له همدې امله یوازنۍ لاره سودي بانکونو ته مراجعه کول دي او بس؛ یعنې دا چې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سود اخیستو پرته بله هېڅ لاره نشته ده.

ځواب دا دی چې موږ د داسې ټولنې په اړه خبرې کوو، چې اسلام پکې په بشپړه توګه پلی کېږي او اقتصادي اړخ یې یوه برخه ده. زموږ خبره د اوسنۍ ټولنې په اړه نه ده، چې ټول خلک پکې د پانګوالۍ پر اساس ژوند کوي او د دغه نظام د حاکمیت لپاره د بانک شتون د ژوند یوه اړتیا بلل کېږي. پر همدغه اساس هغه پانګوال چې خپل ځان پخپل ملکیت کې ازاد ګڼي او هغه کس چې پر دې باور دی چې د فرېب، احتکار، قمار، سود او نورو له لارې څخه د ګټې په تر لاسه کولو کې ازاد دی، یعنې پرته له دې چې د دولت له خوا وڅارل شي او یا دې کوم قانون ته ژمن وي؛ له شک پرته چې دغه کس بیا سود او بانکونه د ژوند یوه اړتیا بولي.

له همدې امله اوسنی اقتصادي نظام باید بشپړ بدل شي او د اسلام اقتصادي نظام یې په انقلابي او هر اړخیزه توګه ځای ونیسي. کله چې فاسد نظامونه له منځه لاړ شي او اسلامي نظام پلی شي، نو هغه وخت به ټولو خلکو ته ثابت شي. هغه ټولنه چې اسلامي نظام پکې پلی کېږي، هلته سود ته هېڅ اړتیا نشته، ځکه هر څوک چې د ژوند او یا کښت لپاره پور اخیستلو ته اړتیا لري، هغه کس پور اخلي. د لومړنۍ اړتیا په اړه باید ووایو، چې اسلام دغه اړتیا د خپل رعیت د هر وګړي د ژوند په تضمین سره پوره کړې ده. د دویمې اړتیا په اړه باید ووایو، چې اسلام دغه ستونزه اړمنو کسانو ته له سود پرته په پور ورکولو سره حل کړې ده. ابن جبان او ابن ماجه له ابن مسعود څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

« ما مِنْ مُسلِمٍ يُقرِضُ مُسلِماً قرضاً مرّتَيْنِ إلاّ كان كَصَدَقَتِها مَرَّةً» (ابن ماجه)

ژباړه: هر مسلمان چې بل مسلمان ته دوه ځلې پور ورکړي، داسې ده لکه یو ځل یې چې صدقه ورکړې وي.

اړمنو کسانو ته پور ورکول سنت دي او همدارنګه پور اخیستل بد کار نه دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پور اخیسته. پور اخیستل هر وخت شته دي او خلکو ته یې څرګنده کړې چې د ژوند تر ټولو سخت زیانونه اقتصادي وي. همدارنګه ټولو ته واضح ده چې اړتیاوې دا غوښتنه کوي، چې له سود څخه باید ځانونه لرې وساتل شي او د اسلامي نظام پر اساس د پروګرامونو او قوانینو له لارې باید د ټولنې او سود تر منځ فاصله رامنځته شي.

کله چې سود له منځه ولاړ شي، اوسنیو بانکونو ته هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي او یوازې بیت المال پاتې کېږي. بیت المال هم له هغې ارزونې وروسته خلکو ته له سود پرته پور ورکوي، چې هغوی به دا توان لري، چې له دغه مال څخه به ګټه ترلاسه کوي. عمر بن خطاب رضي الله عنه عراقي بزګرو ته له بیت المان څخه مال ورکړ، چې پر خپلو ځمکو کښت وکړي او ګټه ترې تر لاسه کړي.

شرعي حکم دا دی چې بزګرو ته دې له بیت المال څخه پیسې ورکړل شي، چې د دغو پیسو په مرسته پر خپلو ځمکو کښت وکړي او ګټه ترې واخلي. امام ابو یوسف وایي: «بېوزلو خلکو ته له بیت المال څخه پور ورکول کېږي، چې په هغه کې کار وکړي» یعنې په ځمکه کې. لکه څنګه چې له بیت المال څخه بزګرو ته د کرنې او کښت لپاره پور ورکول کېږي، همداسې باید هغو کسانو ته هم پور ورکړل شي، چې شخصي کارونه ترسره کوي؛ ترڅو خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. عمر رضی الله عنه بزګرو ته له بیت المال څخه پیسې ورکړې، ځکه د خپل ژوند د پرمخ بېولو لپاره یې هغو پیسو ته اړتیا درلوده. له همدې امله شتمنو بزګرانو ته د خپلو تولیداتو د ډېرېدو لپاره له بیت المال څخه په پور پیسې نه ورکول کېږي. نور وګړي هم باید له بزګرو سره پرتله شي او یوازې هغه کس ته پور ورکول کېږي، چې د خپل ژوند پر مخ بېولو کې ستونزې لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم یو کس ته یو پړی او تبر ورکړ، چې لرګي پرې مات کړي او له همدې لارې پیسې تر لاسه کړي.

د سود پرېښودل د اسلامي ټولنې، اسلامي دولت او پور ورکوونکي په شتون پورې اړه نه لري، بلکې سود حرام دی او باید پرېښودل شي، هغه که اسلامي دولت وي او که نه وي، که اسلامي ټولنه وي او که نه وي او که پور ورکوونکی وي او که نه وي.

د مطلب ادامه...

د غزې د شهیدانو جسدونه سپیو وخوړل

خبر:

له غزې څخه ډاکټر منیر البرش راپور ورکړی چې په الشفاء روغتون کې لیوني سپي د شهیدانو جسدونه خوري. د جسدونو ایستلو لپاره هېڅ کارکوونکي نشته او د وحشي یهودي دولت د پرلپسې بریدونو او بمباریو له امله دغې سیمې ته، چې فاجعه پکې روانه ده، ننوتل ډير خطرناک دي.

تبصره:

د جنازې د حقونو پر بنسټ د مړو ښخول په اسلام کې د سیمې پر خلکو کفايي فرض دی. که دا (کفايي فرض) ترسره نه شي، ټول امت ګنهګار دی.

له ابو هریره رضي الله الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«أَسْرِعُوا بِالْجِنَازَةِ»

ژباړه: «جنازه مه ځنډوئ.»

 [دا حدیث په ټولو شپږو لویو کتابونو کې راغلی او په دغه پته یې کتلی شئ: صحیح البخاري ټوک ۲، مخ ۲۲۵، ۴۰۱؛ صحیح مسلم، ټوک ۲، مخ ۴۴۸ ، ۲۰۵۹ ؛ سنن ابي داوود، ټوک 2، مخ۸۹۷-۸، ۳۱۵۳؛ سنن ابن ماجه، ټوک ۲، مخ ۳۸۳، ۱۴۷۷؛ مشکوة المصابیح، ټوک ۱، مخ ۳۳۸]

د جنازې ځنډول حرام دي او د شهید جنازه باید له نا شهید سره توپیر ولري. په غزه کې زموږ عزیزان شهیدان دي، خو بیا یې هم جسدونه سپي خوي او له بې عزتۍ سره مخ کېږي!

دا ډیر ستر جنایت دی او موږ یې باید د یوه امت په توګه ونه منو او د قیامت د ورځې له محاسبې ووېرېږو.

اې د مسلمانانو پوځونو؛ نن چې درته اړتیا ده، نو تاسو چیرې یاست!؟ ولې مو تر اوسه د خپلو وروڼو، خویندو او ماشومانو مرستې ته نه دي وردانګلي؟

موږ له خپل رب څخه ویرېږو او تاسو باید خپله دنده؛ د الله سبحانه وتعالی له دینه دفاع، پرې نه ږدئ.

که خدای کول د اسلام د پوځونو پر مټ به د دغه امت عزت، لکه څنګه چې اصحابو ترلاسه کړ، بیا راوګرځول شي او د اصحابو د کړنو په څېر به د اسلامي پوځونو پر مټ ترلاسه شي او موږ په دې برخه کې یوازې پر الله سبحانه و تعالی توکل کوو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې